Al-'Alaq

العلق

The Clot19 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

ٱقۡرَأۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلَّذِي خَلَقَ﴿١

1ولوله د خپل هغه پالونکي پر نوم چې پيدا يې کړ.

خَلَقَ ٱلۡإِنسَٰنَ مِنۡ عَلَقٍ﴿٢

2انسان يې د وينې له ټوټې پيداکړ.

ٱقۡرَأۡ وَرَبُّكَ ٱلۡأَكۡرَمُ﴿٣

3ولوله! او ستا پالونکی ډېر مهربانه دی.

ٱلَّذِي عَلَّمَ بِٱلۡقَلَمِ﴿٤

4هغه چې پر قلم يې ښوونه ورکړه.

عَلَّمَ ٱلۡإِنسَٰنَ مَا لَمۡ يَعۡلَمۡ﴿٥

5انسان يې پر هغه څه پوه کړ چې نه پرې پوهېدلو.

كَلَّآ إِنَّ ٱلۡإِنسَٰنَ لَيَطۡغَىٰٓ﴿٦

6نه داسې نه ده، انسان هرومرو سرکښي کوي.

أَن رَّءَاهُ ٱسۡتَغۡنَىٰٓ﴿٧

7کله چې ځان مالدار وویني.

إِنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ ٱلرُّجۡعَىٰٓ﴿٨

8بېشکه ستا د پالونکي لوري ته ورګرځېدل دي.

أَرَءَيۡتَ ٱلَّذِي يَنۡهَىٰ﴿٩

9آيا هغه څوک دې ليدلی چې ايساروي.

عَبۡدًا إِذَا صَلَّىٰٓ﴿١٠

10بنده لره کله لمونځ کوي.

أَرَءَيۡتَ إِن كَانَ عَلَى ٱلۡهُدَىٰٓ﴿١١

11آيا ته يې وينې که هغه پر سمه لار وي.

أَوۡ أَمَرَ بِٱلتَّقۡوَىٰٓ﴿١٢

12آو يا پر ځان ساتنه (تقوا) امر کوي.

أَرَءَيۡتَ إِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰٓ﴿١٣

13آيا پام دې دی که هغه سړی درواغ ګني يا مخ اړوي.

أَلَمۡ يَعۡلَم بِأَنَّ ٱللَّهَ يَرَىٰ﴿١٤

14آيا هغه نه پوهيږي چې الله هرڅه ويني.

كَلَّا لَئِن لَّمۡ يَنتَهِ لَنَسۡفَعَۢا بِٱلنَّاصِيَةِ﴿١٥

15هيڅکله نه، داسې نه ده، که هغه ترې ايسار نه شو، موږ به يې هرومرو د تندي له وېښتانو را ونيسو.

نَاصِيَةٖ كَٰذِبَةٍ خَاطِئَةٖ﴿١٦

16له درواغجن خطا کار تندي څخه.

فَلۡيَدۡعُ نَادِيَهُۥ﴿١٧

17بيا دې خپل مجلسي ياران راوبولي.

سَنَدۡعُ ٱلزَّبَانِيَةَ﴿١٨

18زر ده چې موږ به هم د عذاب پرېښتې را وغواړو.

كَلَّا لَا تُطِعۡهُ وَٱسۡجُدۡۤ وَٱقۡتَرِب۩﴿١٩

19نه؛ داسې نه ده د هغه خبره مه منه، (اوخپل الله ته) سجده کوه، ور نېږدې شه.

RELATED SURAHS