الأنعام
The Cattle • 165 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1ټول د کمال صفتونه خاص الله هغه ذات لره دي چې آسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي،او رڼا او تيارې يې پيدا كړي، بيا هم هغه كسان چې کفر یې کړی د خپل رب سره نور مخلوق برابروي (په عبادت کې).
2هماغه ذات دى چې تاسي يې له خټې پيدا كړئ، بيا يې ستاسي لپاره د ژوند يوه نېټه وټاكله، او يوه بله نېټه هم ده چې د هغه په وړاندې ټاكل شوېده، خو تاسي بیا په شک کوئ.
3او هماغه يو الله هم په اسمانو كې دى او هم په ځمكه كې (د علم او قدرت په اعتبار سره)، ستاسو په پټو هم هغه پوهېږي او په څرګنده هم او هم په هغه څه چې تاسو يې كوئ.
4او هغوى ته د خپل رب له نښانو يوه نخښه هم داسې نه راځي چې دوى ترې مخ ګرځوونكي نه وي
5نو (دا دى) هغه حق يې هم دروغ وګڼلو چې ورته راغلى دى نو ډېر زر به د هغه څه خبرونه ورته راشي چې دوى پرې ملنډې وهلې.
6آيا نه يې دي ليدلي چې له دوى مخكى مو څومره داسې ولسونه تباه كړي دي چې هر يوه ته مو په ځمكه كې داسې واكمني وركړې وه چې هسې واكمني مو تاسو ته نه ده دركړې؟ او پر هغوى مو له اسمانه پرله پسې ښه بارانونه وكړل او ترې لاندې مو ويالې روانې كړې وې خو بيا مو د ګناهونو له امله (ټول) تباه كړل او له هغوى وروسته مو د بلې پېړۍ نور خلك را پيدا كړل.
7اى پېغمبره! كه موږ پر تا په كوم كاغذ كې ليكلى كتاب هم نازل كړى واى او خلكو هغه په خپلو لاسونو سره لمس كړى ليدلى هم واى هله به هم هغو كسانو چې له حق څخه منكر شويدي همدا خبره كوله چې دا خو ښكاره كوډې دي.
8او كه پر تا مو په څه كاغذ ليكلى كتاب هم درنازل كړى واى او خپل لاسونه يې هم پرې لګولي واى نو بيا به هم كافرانو ويل چې دا له څرګندو كوډو پرته بل څه نه دي.
9او كه هغه مو ملايك ګرځولى وى نو حتماً به مو د سړي په بڼه ګرځولو او هماغسې به مو په شك كې اچولي وو چې دوى اوس پكى اخته دي.
10او يقيناً له تا ړومبى هم په (ډېرو) رسولانو پورې ملنډې وهل شوې دي خو بيا پرهغو خلكو چې ملنډې يې وهلې هماغه د ملنډو سزا نازله شوه.
11ورته وايه: په ځمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه و.
12ورته وايه: په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي هغه د چا دي؟ ورته وايه: د الله دي. هغه پر خپل ځان رحمت لازم كړى، حتماً به مو د قيامت ورځې ته راغونډ كړي چې څه شك پكې نشته خو چا چې خپل ځانونه په تباهۍ كې اچولي هغوى يې نه مني.
13او څه چې په شپه او په ورځ كې اوسي هغه ټول د الله دي او هماغه ښه پوه اورېدونكى دى.
14ورته وايه: آيا له الله پرته ځان ته بل پالونكى ونيسم، هغه (الله) چې د اسمانو او ځمكې پيدا كوونكى دى او هغه چې (خلكو ته) خواړه وركوي او ده ته نه وركول كيږي، ورته وايه: ماته خو امر شوى چې تر هر چا ړومبى ورته تسليم شم او چې هيڅكله له مشركانو مه كېږه.
15ووايه: كه زه د خپل رب نه سرغړونه وكړم نو يقيناً د هماغې لويې ورځې له عذابه وېريږم.
16په هغه ورځ چې څوك له عذابه وژغورل شو نو پر هغه الله ډېر لوى رحم وكړ او همدا څرګند برياليتوب دى.
17كه الله تا ته كوم ډول زيان ورسوي؛ نو له هغه پرته بل څوك نشته چې تا له هغه زيان څخه وژغورلاى شي، اوكه هغه تا ته پر كومه ښېګڼه ګټه درواړوي نو هغه د هر څه واك لري.
18هغه پر خپلو بندګانو پوره برلاسى واكمن دى او د حكمت څښتن او باخبره دى.
19ووايه: د چا لويه شاهدي ده؟ ورته وايه: الله زما او ستاسو ترمنځ شاهد دى او دا قراّن ماته په وحى راغلى تر څو هم تاسو پرې ووېروم او هم چاته چې ورسېد، آيا تاسو دا شاهدي وركوئ چې الله سره نور معبودان هم شته؟ ورته وايه زه خو دا شاهدي نه شم ويلاى، ورته وايه، هغه خو هماغه يوازینی معبود دى او زه خو له هغه څه بالكل بيزاريم چې تاسو يې ورسره شريكوئ.
20چاته مو چې كتاب وركړى داسې يې پېژني لكه خپل زامن چې پېژني، خو چا چې خپل ځانونه تاواني كړي نو هغوى يې نه مني.
21او تر هغه لوى ظالم به څوك وي چې پرالله يې دروغ وتړل او د هغه اّيتونه يې دروغ وګڼل؟ يقيناً داسې ظالمان برى نه شي موندلاى.
22په كومه ورځ چې موږ دوى ټول راپاڅوو او له مشركانو څخه پوښتنه وكړو چې اوس ستاسي هغه شریکان چېرته دي چې تاسو یې ګومان کولو.
23بیا به نه وي وینا د دوی مګر وایې به قسم په هغه الله چې زموږ پالونکی دی، موږ شرک نه دی کړی.
24ورته ګوره څنګه يې پر خپلو ځانو دروغ وتپل؟ او هغه دروغونه ترې ورك شول چې دوى به جوړول.
25او ځينې يې تاته غوږ نيسي خو موږ يې په زړونو پردې اچولې له دې نه چې پري پوه شي او په غوږونو كې يې كوڼوالى دى، او كه هره نښانه وګوري ايمان پرې نه راوړي، ان تر دې چې كله درته راشي تا سره ناندرۍ وهي نو څوك چې كافر شوي هغوى وايي: دا هماغه د ړومبنيو له كيسو پرته بل څه نه دي.
26او دوى (يې له منلو) خلك هم ايساروي او خپله هم ترې ډډه كوي او حال داچې له خپلو ځانونو پرته بل څوك نه تباه كوي او پوهيږي هم نه.
27او كه هغه مهال يې وګورې چې كله په اور ودرول شي نو وايي به ارمان چې بېرته تللي او د خپل رب أيتونه مو دروغ نه واى ګڼلي او له مومنانو وى.
28بلكې اوس هغه څه ورته څرګند شو چې مخكى به يې پټول، او كه (فرضاً) بيا (دنيا ته) ور وګرځول شي نو خامخا به هماغه څه وكړي چې ترې منع شوي وو او دوى بیخي دروغجن دي.
29او ويل يې بل څه نشته، همدا د دنيا ژوند مو دى او موږ بېرته نه يو را پورته كېدونكي.
30او كه ته يې ووينې كله چې خپل رب ته و درول شي، ورته وايي به: آيا دا حق نه دى؟ دوى به وايي: ولې نه! زموږ په رب قسم (چې دا هر څه حق دي) هغه به وفرمايي : (ښه) نو چې انكار مو كولو، اوس دا عذاب وڅكئ.
31حتماً هغه كسان تاواني شول چې الله سره مخامخ كېدل يې دروغ ګڼل، څو چې ناڅاپه ساعت (قیامت) ورته راشي نو وايي به ای زموږ افسوسه پر هغه چې نيمګړتيا مو پكې كړې وه او دوى به خپل بارونه پر خپلو شاګانو وړي، خبر اوسئ! څومره بد پېټى دى چې دوى يې وړي.
32او د دنيا ژوند له لوبې او تماشې پرته بل څه نه دى، او هماغه د آخرت مېنه هغو خلكو ته غوره ده چې ځان ساتنه (تقوى) كوي، آيا عقل نه كاروئ.
33بې شكه موږ پوهېږو چې دوى څه وايي هغه دې ځوروي خو دا خلك تا دروغجن نه بولي بلكى دا ظالمان د الله له آيتونو منكريږي.
34او يقيناً له تا مخكې هم (يو شمېر) رسولان دروغجن ګڼل شوي دي خو په هغو دروغجن ګڼلو او كړېدلو يې تر هغه صبر وكړ چې زموږ مرسته ورغله، او د الله خبرو لره څوك بدلوونكى نشته، او د (مخكنيو) رسولانو له خبرونو هم څه درته راغلي دي.
35او كه مخ ګرځول يې درباندې سخت (يا درانه) وي نو كه په وسه كې دې وی چې په ځمكه كې يو سورنګ ولټوې يا اسمان ته پارسنګ (زينه) كېږدې نو هم نښانه (معجزه) به ورته راوړې، او كه الله غوښتي واى نو هغوى يې په سمه لار غونډولاى شول نو له ناپوهانو مه كېږه.
36خبره دا ده چې ستا بلنه هغه خلك مني چې اوري او مړي خو به الله را پاڅوي او بيا به هغه ته ورګرځول كيږي.
37او ويې ويل: ولې پر هغه د خپل رب له خوا كومه نښانه (معجزه) راكوزه نه شوه؟ ورته وايه: الله خو په دې قادر دى چې كومه نښانه را نازله كړي، خو د دوى زياتره نه پوهيږي.
38او په ځمكه كې هر خوځېدونكى او هر هغه الوتونكى چې په خپلو دواړو وزروالوزى، بل څه نه ستاسو په شان مخلوقات دي، موږ په كتاب (دفتر) كې هيڅ شى نه دي پريښي، بيا به (ټول) خپل رب لوري ته ورغونډيږي.
39او چا چې زموږ آيتونه دروغ وګڼل، كاڼه او ګونګيان په تيارو كې (پراته) دي، الله چې هر چاته غواړي بې لارې كوي يې او چاته چې وغواړي په سمه لاړ يې برابروي.
40ورته وايه: راوښاياست! كه د الله عذاب درته راشي، يا قيامت درته راشي نو له الله پرته بل څوك رابلئ؟ كه تاسو رښتيني ياست.
41بلكې یوازې هغه به رابلئ، بيا يې كه خوښه شوه هغه سختي لرې كوي چې تاسو (هغى لپاره) الله وربولئ او خپل انګېرلي شريكان هېروئ.
42له تا مخكې موږ ډېرو قومونو ته پېغمبران ليږلي او هغه قومونه مو په كړاوونو او غمونو لتاړ كړل تر څو هغوى له عاجزۍ سره زموږ پر وړاندې سر کښته كړي.
43نو كله چې زموږ له لوري پر هغو سختي راغله نو هغوى ولې عاجزي غوره نه كړه؟ خو د هغوى زړونه لا نور هم سخت شول او شيطان هغوى ته ډاډېنه وركړه چې تاسي چې څه كوئ ښه كوئ.
44بيا كله چې هغوى هغه نصيحت هېر كړ چې ورته شوى و، نو موږ د هر ډول سوكالۍ دروازې د هغوی لپاره پرانيستې، تر دې پورې چې كله هغوى په هغو نعمتونو كې چې ورکړل شوي وو ښه ډوب شول نو موږ په ناڅاپي ډول هغوى ونيول او په دې وخت كې د هغوی دا حالت و چې له هرې ښېګڼې څخه ناهيلي وو.
45په دې توګه د هغوی خلكو سټه وايستلی شوه چې ظلم یې كړى و او ټوله ستاينه الله رب العلمين لپاره ده.
46دوى ته ووايه! آیا لیدلي مو دي (فكر مو پرې كړی چې) كه الله ستاسي غوږونه او سترګې درڅخه واخلي او ستاسي زړونه مهر كړي نو له الله پرته بل كوم (اله) لایق د عبادت شته چې تاسي ته دا قواوې بېرته دركړاى شي؟ وګوره په څه شان موږ بيا بيا خپلې نښانې دوى ته وړاندې كوو او بيا دوى ورڅخه په څه ډول سترګې اړوي.
47ووايه! آیا لیدلي مو دي؟ (فكر مو كړی) چې د الله له لوري په ناڅاپي يا څرګند ډول پر تاسي عذاب راشي نو آيا له ظالمانو پرته به نور څوك هلاك شي؟
48موږ چې كوم پېغمبران لېږو د همدې لپاره يې لېږو چې هغوى نيكانو ته زيرى وركوونكي او د بد عمله خلكو ويروونكي اوسي، نو كوم كسان چې د هغوى خبره ومني او خپله كړنچاره سمه كړي د هغوى لپاره هېڅ وېره او خپګان نشته.
49او كوم خلك چې زموږ آيتونه دروغ وګڼي هغوى ته به د خپلو سرغړونو له امله عذاب ورسېږي.
50دوى ته ووايه " زه تاسي ته دا نه وايم چې له ما سره د الله خزانې ديڼ نه زه د غيبو علم لرم او نه تاسي ته دا وايم چې زه پرښته يم، زه خو يوازې د هغې وحيې پيروي كوم چې ما ته را استول كېږي، بيا له دوى نه پوښتنه وكړه آيا ړانده او سترګور دواړه برابرېداى شي؟ آيا تاسې فكر نه كوئ؟
51او په هغه (قرآن) سره هغه كسان ووېروه چې ډاريريږى له دې نه چې خپل رب ته به ورغونډ كړى شي، نه به يې له هغه پرته څوك دوست وي او نه كوم سپارښتونكى، (دا) د دې لپاره چې دوى ځان وساتي.
52او كوم خلك چې شپه او ورځ خپل رب ته لاس په دعا دي او د هغه خوښي غواړي هغوى له خپله ځانه ليرې مه شړه، د هغوى له حساب نه د هېڅ شي پيټى پر تا نشته او ستا له حساب نه د هېڅ شي پېټى پر هغوى نشته، د دې له پاسه هم كه ته هغوى لرې وشړې نو په ظالمانو كې به وشمېرل شې.
53او په دې توګه يې ځينې پرځينو آزمايو، چې بيا ووايي: آيا په موږ كې یوازې پر دې خلكو الله احسان كړى دى؟ (هو) آيا الله په شكر ويستونكو بندګانو ښه پوه نه دى؟
54كله چې تا ته هغه خلك راشي چې زموږ پر آيتونو ايمان راوړي نو هغوى ته ووايه: سلام پر تاسي، ستاسي رب رحم او مهرباني پر ځان لازمه كړېده، دا د هغه رحم او مهرباني ده چې كه له تاسي نه څوك په ناپوهۍ سره د كومې بدۍ مرتكب شوی وي بيا له هغه وروسته تو به وباسي او (ځان) اصلاح كړي نو بېشکه هغه بخښونکی او مهربان دی.
55او په دې ډول موږ خپلې نښانې څرګندې بیانوو چې د مجرمانو لاره بيخي ښكاره شي.
56ووايه! تاسي چې له الله نه پرته نور رابلئ د هغو له بندګۍ كولو نه زه منع كړاى شوى يم، ووايه ، زه به ستاسي د نفسي غوښتنو پيروي ونه كړم، كه ما داسې وكړل نو ګمراه شوم، او د سمې لارې له موندونكو څخه به نه شم.
57ووايه: زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل ولاړ يم او تاسو هغه دروغ ګڼلى، ما سره هغه څه نشته چې ستاسو ورته بيړه ده، د فيصلې واك الله لره دى، هغه حق بيانوي او هماغه غوره فيصله كوونكى دى.
58ووايه: كه چېرى هغه څه ما سره وى چې ستاسو ورته بيړه ده نو زما او ستاسو ترمنځ به د دې كار پرېكړه شوې وه او الله په ظالمانو ډېر ښه پوه دى.
59له هماغه سره د غيبو ټولې کنجیانې دي چې له ده پرته بل څوك نه پرې پوهيږي، په وچه او لمده كې چې هر څه دي ورباندې پوهيږي، داسې كومه پاڼه نه رالويږي چې دى پرې عالم نه وي او نه به د ځمكى په ترږميو كې څه دانه وي (چى الله ته معلومه نه وي)، لامده او وچ ټول په يو روښانه كتاب كې (ليكل شوي) دي.
60او دى هماغه دى چې د شپې مو ساګانې اخلي او د ورځې چې څه (ګناه) كوئ ورباندې پوهيږي، بيا مو پكې را پاڅوي تر څو هغه ټاكلې موده پوره شي، بيا مو د هغه لور ته ورتګ دى بيا مو په هغه څه خبروي چې تاسو به كول.
61هغه پر خپلو بندګانو واکمن او پر تاسي څارونكې پرښتې لېږي، تر دې چې كله له تاسي څخه د كوم يوه د مرګ نېټه رارسېږي نو زموږ لېږل شوې پرښتې د هغه سا اخلي او (خپلو دندو کې) کمی نه کوي.
62بيا دوى ټول د الله په لور خپل رښتيني مالك ته ورګرځول كيږي، ښه واورئ چې پرېكړه به (يوازې) د هغه وي او هغه ډېر چټك حساب كوونكى دى.
63ووايه: د وچې او لمدې له تيارو مو څوك ژغوري چې په زاريو يې پټ پټ رابولئ، (او وایاست) كه له دې يې بچ كړلو نو خامخا به له شكر وېستونكو يو.
64ورته وايه: الله مو له هغې او له بل هر كړاوه ساتي خو تاسو بيا هم شريكان ورسره نيسئ.
65ووايه: هغه په دې واکمن دى چې له پاسه يا له پښو لاندې مو كوم عذاب درباندې راولي، يا مو په ډلو ډلو كې سره ګډوډ كړي او ځينو ته د ځينى نورو د عذاب خوند وروڅكي، وګوره څرنګه اّيتونه اړوو تر څو دوى وپوهيږي.
66ستا قوم له هغه څخه انكار كوي حال دا دى چې هغه حقيقت دى، دوى ته ووايه، چې زه پر تاسي د محافظ په حيث نه يم مقرر شوى.
67د هر خبر (څرګندېدو) لپاره يوه نېټه ټاكل شوې او زر به پوه شئ.
68او كله چې هغه خلك و وينې كوم چې زموږ په اّيتونو كې د عيب لټونې بحثونه كوي نو ترى په څنګ شه تر هغه چې په نورو خبرو كې لګيا شي، او كه شيطان يې درنه هېركړى نو دريادېدلو نه وروسته له ظالمانو خلكو سره مه كېنه.
69او پر هغو خلكو چې ځان ساتنه كوي، د هغو (بدويونكو) له حسابه څه نشته، البته نصيحت كول (يې په ذمه) دي تر څو هغوى ځان وساتي.
70او هغه خلك پرېږده چې خپل دين يې لوبه او ننداره جوړه كړې، او دنيايې ژوند غولولي دي، او په دې (قراّن) سره پند وركوه هسې نه چې څوك په خپلو كړو وړو كې داسې راګير شي چې له الله پرته يې بيا نه څوك ملاتړ وي او نه كوم سپارښتونكى، او كه هر څه فديه وركوي نه به ترې اخيستل كيږي، دا هماغه خلك دي چې په خپلو كړو وړو سره په تباهۍ كې راګير شوي، هغوى لره د خوټېدلو اوبو څښاك او دردناك عذاب دى، په دې چې دوى به كفر كولو.
71ورته وايه: آيا الله نه پرته هغه څه راوبلو چې نه ګټه رارسولاى شي او نه تاوان او پس له دې چې الله هدايت راته وكړ، بېرته په پوندو شاته وګرځو؟ لكه هغه څوك چې شيطانانو په ځمكه كې بى لارې كړى وي او حيران ګرځي، حال دا چې ملګري يي سمې لارې ته وربولي چې موږ ته راشه ووايه: هماغه د الله لار سمه لار ده، او موږ ته امر شوى چې د مخلوقاتو رب ته غاړه كيږدو.
72او دا چې لمونځ ترسره كوئ او له هغه ووېرېږئ، او دى هماغه دى چې تاسو به ورغونډېږئ.
73او دى هماغه دى چې اسمانونه او ځمكه يې په حقه پيدا كړي، او په هغه ورځ چې ووايي ( شه!) نو وبه شي، د هغه وينا حق ده، او يوازي د هغه واكمني به وي كومه ورځ چې شپېلۍ پو كړی شي، هغه په پټو اوښكار ؤ پوه او هغه ځيرك او با خبر دى.
74او كله چې ابراهيم خپل پلار اّزر ته وويل: اّيا ته بتان په خدايۍ سره نيسې؟ زه خو تا او ستا قوم په څرګند بې لاريتوب كې وينم.
75او په همدې توګه مو ابراهيم ته د اسمانو او ځمكې عجائب (يا لويه پاچايي) ورښودل او د دې لپاره چې له باوركونكو واوسي.
76نو بيا چې كله شپه پرې راخوره شوه، يو ستورى يې وليد، ويلې دا به مې رب وي خو چې هغه پرېوت ويلې: پرېوتونكي مې نه خوښيږي.
77بيا چې كله يې سپوږمۍ ښه ځلانده تر سترګو شوه، ويلې دا به زما رب وي! خو كله چې هغه هم پرېوتله، ويلې كه خپل رب مې سمه لارښوونه راته نه واى كړې، نو زه به هم خامخا له بې لارو خلكو وم.
78بيا يې چې لمر ځلېدونكى وليد ويلې همدا به مې رب وي دا خو ډېر لوى دى! خو كله چې هغه هم ډوب شو نو ويلې: اى زما قومه! زه له (ټولو) هغو شيانو بيزار يم چې تاسو يې شريك ګڼئ.
79بې شكه ما د هغه ذات په لوري مخ ور اړولى چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي، (حق ته) ورګرځېدونکی (یم)، او زه له مشركانو څخه نه يم.
80او د قوم يې ورسره ناندرۍ شوې، ده ويل: آيا د الله په هكله راسره ناندرۍ وهئ؟ چې دا دى سمه لار يې راښودلې ده، او زه خو له هغه څه نه وېرېږم چې تاسو يې ورسره شريك ګڼئ، مګر دا چې رب مې د څه شى اراده وكړي، زما د رب علم په هر څه راخپور دى نو آيا تاسو نصيحت نه اخلئ.
81او څرنګه به له هغه څه ډارېږم چې تاسو يې شريك ګڼئ حال دا چې تاسو په دې هم نه ويرېږئ چې الله سره هغه څه شريكوئ كوم چې د هغه په اړه يې پر تاسو كوم سند هم نه دى رانازل كړى، نو په دې دواړو ډلو كې كومه يوه زياته د ډادينې وړ ده؟ كه تاسو پوهېږئ.
82نو هماغه خلك چې ايمان يې راوړى او خپل ايمان يې له ظلم (شرك) سره نه وي ګډ كړى د همدوى لپاره امنيت (نجات) دى او همدوى په سمه لار برابر دي.
83او همدا زموږ حجت و چې ابراهيم ته مو د هغه د قوم په مقابل كې وركړى ؤ، چاته چې وغواړو درجي يې اوچتوو، بې شكه ستا رب د حكمت والا پوه دى.
84او هغه ته مو اسحاق او يعقوب وركړ، هر يوه ته مو سمه لاره وښوده او نوح ته مو لا وړاندې لارښوونه كړې وه او د هغه له اولادې مو داود، سليمان، ايوب، يوسف، موسى او هارون (ته هدايت كړى ؤ) او په همدې شان نېك عملو ته بدله وركوو.
85او زكريا، يحيى، عيسى او الياس دا ټول له نېكانو څخه وو.
86او اسماعيل، اليسع، يونس او لوط او هر يو مو پر نړيوالو غوره ګرځولى و.
87او همداسې له پلرونو، خېلخانو او وروڼو يې او دوى ټول مو غوره كړي او سمې لارې ته برابر كړي وو.
88دا د الله هدايت دى، په دې سره له خپلو بندګانو چاته چې غواړي سمه لار ښايي، او كه چېرې يې شرك كړى واى نو خامخا به يې عملونه عبث تللي وو.
89دوى هغه كسان دي چې كتاب، حكم (يا پوهه) او نبوت مو وركړى و نو (اوس) كه دا خلك يې نه مني نو (دا دى بل) يوه داسې قوم ته مو وسپارلو چې له هغه منكران نه دي.
90دوى هغه خلك وو چې الله ورته هدايت كړى و نو ته هم په هماغو پسې ځه، ورته وايه: له تاسو نه په دې (تبلېغ) څه بدله نه غواړم، دا بل څه نه، ګردو نړيوالو ته يو نصيحت دى.
91او څنګه چې ښايي هغسې يې د الله درناوى نه دى كړى، دا چې ويلي يې دي الله په هېڅ بشر باندې كوم شى نه دى را نازل كړى! ووايه: هغه كتاب چا را نازل كړى چې موسى راوړى و؟ كوم چې د خلکو لپاره رڼا او لارښونه وه، چې (دا دى) تاسو يې پاڼې پاڼې كوئ، څه ښكاره کوئ او زيات پټوئ، او (په هغه سره) تاسي ته هغه ښوونه وشوه چې نه تاسو او نه مو پلرونه ورباندې پوهېدل، ورته وايه: الله، بيا يې په خپلو باطلو خبرو كې لوبو كولو ته پرېږده.
92او دا يو داسې كتاب دى چې له بركته ډك او د هغه څه تصديقوونكى دى چې ترې مخكې وو او د دې لپاره (راغلى) چې ته د كليو دا مركز (مكه) او شاوخوا يې چې څوك دي، وډار كړې او څوك چې آخرت مني، هغه (كتاب) هم مني او دوى د خپل لمانځه هم (ټينګه) ساتنه كوي.
93او له هغه چا به لوى ظالم څوك وي چې په الله پورې يو دروغ وتړې يا ووايي چې ماته وحى وشوه حال دا چې هغه ته هېڅ وحى نه وي راغلي او (يا) داسې څوك چې وايي زه به هم دغه شان څه نازل كړم لكه الله چې نازل كړي! او كه تا ليدلى چې كله داسې ظالمان د مرګ په سختيو كې (غوټې وهي) او ملايكې په غځولو لاسونو (ورته وايي) را و باسئ ساګانې مو! نن تاسو ته په شرموونكي عذاب بدله دركول كيږي ځكه چې تاسو به الله پورې ناحقه خبرې كولې او د هغه له اّيتونو مو لويي (او سرغړونه) كوله.
94او دا دى (اوس) هماغه شان يوازې راته حاضر شوئ لكه په ړومبي ځل مې چې پيدا كړي وئ او څه مو چې (په دنيا كې) كړي وو، ټول مو تر شا پريښودل او ستاسو هغه سپارښتونكي هم درسره نه وينو چې ګومان مو كولو هغوى په تاسو كې برخمن دي، بيخې مو ترمنځ پريكون وشو، او په څه مو چې ګومان درلود هغه ټول درنه ورک شول.
95يقيناً د دانې او زړي چوونكى الله دى له مړي نه ژوندى راوباسي او له ژوندي نه د مړي راوېستونكى هماغه دى الله خو همدا دى نو تاسو كوم لور ته اوښتونكي ياست.
96د سهار چوونكى دى، او شپه يې د ارام او لمر سپوږمۍ يې د حساب لپاره (وسيله) ګرځولي، دا د هماغه برلاسي او عليم (ذات) ټاكلې اندازه ده.
97او دى هماغه دى چې ستوري يې ستاسو لپاره د وچى او سمندر په ترږميو كې د لار موندلو وسيله ګرځولي، دا آيتونه مو د هغو خلكو لپاره څرګند بيان كړل چې پوهيږي.
98او (الله) هماغه دى چې تاسو يې له يو كس نه پيدا كړئ، بيا نو يو د ارام ځاى دی او يو د هغه ورسپارل كېدو ځاي، يقيناً دا آيتونه مو داسې قوم ته څرګند بيان كړي چې پوهه لري.
99او دى هماغه ذات دى چې له اسمانه يې اوبه را ورولې دي، بيا مو پرې د هر ډول تېغونه راوټوكول، بيا مو ترې شين ډكى راواېست چې يو په بل سپرې دانې ترې باسو او د كجورو له كڅوړو نږدې راځوړند غونچكونه، او د انګورو، ښونو او انارو داسې باغونه چې مېوې يې يو بل ته ورته هم دي او (په خوند كې) بېلا بېلى هم، دا چې كله ميوه نيسي نو مېوې ته يې وګورئ او پخېدو ته، بې شكه په دې كې خامخا ډېرې نښانې دي هغو خلكو ته چې ايمان راوړي.
100او دوى پيريان الله سره شريكان وګرځول، حال دا چې هغه (الله) پيدا كړي دي، او پرته له كومې پوهې يې هغه ته زامن او لوڼې جوړې كړې، پاكي ده هغه لره او ډېر لوړ دى له هغه څه چې دوى يې بيانوي.
101د اسمانونو او ځمكې پېدا کوونكى دى د هغه زوى له كومه كېداى شي چې بالكل يې ملګرې (مېرمن) نشته، هغه خو هر څه پيدا كړي دي او هغه په هر شي ډېر ښه پوه دى.
102همدا الله دى ستاسو رب، له هغه پرته -په حقه- كوم بل معبود نشته، د هر څه پيدا كوونكى دى نو ويې لمانځئ او هماغه په هر شي څارونكى ساتونكى دى.
103نظرونه یې نه شي موندلاى او هغه نظرونه موندلى شي هغه خورا باریک بین او با خبره دى.
104تاسو ته د خپل رب له خوا د حق ليدلو نښانې راغلي دي، نو چا چې هغه وليد (ګټه يې) د خپل ځان ده او څوك چې ړوند شو نو تاوان يې (خپله) پر ده دى او زه خو پر تاسو كوم پيره دار نه يم.
105او په همدې شان موږ دغه ايتونه بيا بيا (ورته) بيانوو چې دوى ووايي له چا دې درس ويلى دى، او چې هغو خلكو ته يې بيان كړو چې پوهيږي.
106د هغه څه متابعت كوه چې د خپل رب له خوا درته وحى شوې، له هغه پرته -په حقه- كوم بل معبود نشته او له مشركانو مخ ګرځوه.
107او كه الله غوښتي وى نو دوى به شرك نه و كړى او ته مو ورباندې پيره دار نه يې ټاكلى او نه ته پر دوى واكمن څارونكى يې.
108او هغه كسان مه ښكنځئ چې الله نه پرته شيان را بلي (ځكه چې) بيا به له بريده ورتېر په ناپوهۍ سره الله ته ښكنځل كوي، همداسې مو هرې ډلې ته خپل عمل ښايسته كړى دى بيا يې خپل رب لور ته ورستنېدل دي، هغه به يې په هغه څه خبر كړي چې دوى به كول.
109او دوى كلك قسمونه وخوړل چې كه څه نښانه ورته راشي نو خامخا به ايمان پرې راوړي، ووايه: خبره دا ده چې دغه نښانې الله سره دي او څه شى به مو پوه كړي چې كه هغه نښانې هم راشي، ايمان نه راوړي.
110او هماغه شان به يې زړونه او نظرونه اړوو لكه چې ړومبى ځل يې پرې ايمان نه و راوړى او همداسې يې په خپلې ناړامۍ كې لا لهانده پرېږدو.
111او كه چېرې مو دوى ته ملايكې هم نازلې كړې واى، او مړيو خبرې ورسره كړې وای او ټول شيان مو د دوى په وړاندې راغونډ كړي واى، بيا به هم چمتو نه وو چې ايمان راوړي، مګر دا چې الله وغواړي خو زياتره يې نا پوهي كوي.
112او په همدې توګه مو هر نبي ته انسي او جني شيطانان دښمنان ګرځولي، چې د غولونې لپاره يو بل ته په ( ظاهره) ښكلې خبرې وسوسه كوي او كه ستا رب غوښتي واى نو داسې به يې نه وو كړي، نو هماغسې يې په خپلو دروغ تړلو كې پرېږده.
113ترڅو د هغو خلكو زړونه ورته په تلوسه كې وي چې په آخرت ايمان نه راوړي او پرې خوښ شي او هغه ناوړه كارونه ترسره كړي چې دوى يې كول غواړي.
114آيا نو پرته له الله بل فيصله كوونكى ولټوم او حال دا چې هماغه تاسو ته (ښه پوره) څرګند كتاب را نازل كړی، او هغه كسان چې كتاب مو وركړى (ښه) پوهېږي چې هغه ستا د رب له خوا په حقه نازل شوى نو له شك كوونكو مه اوسه.
115او ستا د رب وينا په رښتينولۍ او عدالت كې پوره كره ده، هيڅوك د هغه د خبرو (حكم) بدلونكى نه دى او هماغه ښه پوه اورېدونكى دى.
116او كه ته د زياترو هغو خلكو خبره ومنې چې په ځمكه مېشت دي نو د الله له لارې به دې واړوي، دوى بل څه نه، صرف ګومان پسې ځي او له دروغ تړلو پرته بل څه نه كوي.
117بې شكه ستا رب په هغه چا ډېر ښه پوه دى چې لارې نه يې اوښتى وي او هماغه په لار موندونكو باندې ښه پوه دى.
118نو له هغه (حيوان) څخه خورئ چې د الله نوم پرې ياد شوى وي، كه چېرى يې په آيتونو باور لرونكي ياست.
119او تاسو ته څه (دليل) دى چې هغه شى نه خورئ كوم چې د الله نوم پرې ياد شوى، حال دا چې كوم شيان يې درباندې حرام كړي، هغه يې ښه پوره درته بيان كړل، پرته له هغه چې تاسو ورته اړ شئ (چې هغه هم حلال دي) او يقيناً زياتره خلك د خپلو هوسونو په اساس پرته له څه علمه بې لارې توب كوي، بې شكه ستا رب په داسې له حده تېرېدونكو ډېر ښه پوه دي.
120او ښكاره او پټه (هر ډول) ګناه پرېږدئ، بې شكه هغه كسان چې د ګناه كسب كوي، زر به د هغو ګناهونو بدله وركړل شي چې دوى به كول.
121او په كوم (حيوان) چې د الله نوم نه وي ياد شوى له هغه نه څه مه خورئ او دا يوه سرغړونه ده او بې شكه شيطانان حتماً خپلو ملګرو ته وسوسې اچوي چې تاسو سره شخړه وكړي او كه د هغوى خبره مو ومنله نو بيا به يقيناً تاسو هم له مشركانو ياست.
122آيا نو هغه چې مړ و بيا مو را ژوندى كړ او داسې رڼايي مو وركړه چې په هغې سره د خلكو ترمنځ روان چليږي، د هغه چا په شان دى چې په تيارو كې (راګير) وي او ترې وتونكى نه وي؟ همدغه شان كافرانو ته هغه څه ښايسته شوي دي چې دوى به كول.
123او همداسې مو په هر كلي كې غټان ورته مجرمان كړي دي چې تګۍ برګۍ پكې كوي، حال دا چې هغوى صرف له خپلو ځانو سره ټګي كوي او (په ځان) خبرهم نه دي.
124او كله چې كوم آيت ورته راشي وايي تر هغه به يې ونه منو څو چې هغه څه رانكړل شي كوم چې د الله رسولانو ته وركړل شوي دي، الله ښه پوه دى چې خپل رسالت (يا پيغام) چېرته كيږدي، مجرمانو ته به ډېر زر د الله په وړاندې سپكاوى او سخت عذاب ورسيږى په دې چې دوى به ټګۍ كولې.
125نو چاته چې الله هدايت كول غواړي، سينه يې د اسلام لپاره پرانيزي او چاته چې وغواړي بې لارې يې كړي نو د هغه سينه داسې تنګوي لكه چې د اسمان په لور د ختلو هڅه كوي، په همدې توګه الله هغو خلكو باندې عذاب ور اچوي چې ايمان نه راوړي.
126او همدغه ستا د رب نېغه لار ده، يقيناً هغو خلكو ته مو دا آيتونه څرګند بيان كړي چې نصيحت مني.
127د هغو لپاره يې له رب سره د سلامتۍ كور دى او هماغه يې ملګرى دى، د هغو عملونو په سبب چې دوى به كول.
128او په هغه ورځ چې ټول راغونډ كړي (ورته وايي به) اې د پېريانو ډلې! بې شكه چې له انسانانو مو ډېر د ځان تابع كړي دي، او چې له انسانانو يې څوك ملګري دى، هغوى به ووايي: زموږ ربه! موږ يو بل نه كار واخيست او دا دى هغې نېټې ته را ورسيدو چې تا راته ټاكلې وه، (الله) ورته فرمايي: ښه نو اوس ستاسو استوګنځى اور دى، تلپاتې په هغه كې، مګر دا چې الله څه وغواړي بې شكه ستا رب حكمت والا ډېر پوه دى.
129او په همدې توګه ظالمان يو د بل ملګري كوو د هغو عملونو په سبب چې دوى به كول.
130ای د پيريانو او انسانانو ډلې! آيا تاسو ته په خپله همدا تاسو نه زما رسولان نه وو درغلي، چې زما آيتونه به يې درته بيانول او له دغې ورځې سره مخامخ كېدو نه يې وېرولئ دوى به وايي: موږ پر خپل ځان شاهدي وايو، او د دنيا ژوند غولولي وو او پر خپل ځان يې شاهدي وويله چې بې شكه هغوى كافران وو.
131دا د دې لپاره چې ستا رب په داسې حال كې په ظلم د كليو تباه كوونكى نه دى چې خلك يې ناخبره وي.
132او هر چاته له خپلو كړو وړو درجې (ټاكل شوې) دي او ستا رب له هغو كارو چې دوى يې كوي بې خبره نه دى.
133او ستا رب بې نيازه د رحمت خاوند دى، كه وغواړي تاسو به له منځه يوسي او پر ځاى به مو له تاسو وروسته چې څوك غواړي هغه راولي، لكه تاسو يې چې د نورو خلكو له ځوځاته را پيدا كړي ياست.
134بې شكه هغه څه حتماً را تلونكي دي چې لوز يى درسره كيږي او تاسو د هغه د عاجزولو وس نه لرئ.
135ورته ووايه: اى زما قومه! تاسو پر خپل حال (خپل) كار كوئ زه هم خپل كار كوونكى يم، بيا به زر وپوهېږئ چې د دار (آخرت) ښه انجام به د چا وي، دا حقيقت دى چې ظالمان نه شي بچ كېداى.
136او الله لره يې له هغو شيانو يوه برخه ټاكلې چې ده خپله پيدا كړي، له كښت او څارويو نه، نو ويل به يې دا د الله لپاره ده –په خپل ګومان سره– او دا زموږ د انګېرليو شريكانو لپاره، نو څه (برخه) چې د دوى د شريكانو لپاره ده، هغه خو الله ته نه رسي او كومه چې د الله لپاره ده هغه يې شريكانو ته رسي، (څه) بدې فيصلى كوي.
137او شريكانو يې په همدى ډول زياترو مشركينو ته د خپل اولاد وژل ښايسته كړي دي، د دې لپاره چې هلاك يې كړي او خپل دين يې ورباندې ګډوډ كړي، او كه الله غوښتي واى داسې به يې نه وو كړي نو همداسې يې په خپلو دروغ تړلو كې پرېږده.
138او دوى وويل: دا څاروي او دا كښت منع (بند) دي، له هغه پرته چې زموږ خوښه وي بل څوك به يې نه خوري –د دوى په ګومان– او (څه نور داسې) څاروي دي چې شاګانې يې حرام شوې او ځينې څاروي داسې وو چې د الله نوم يې پرې نه يادولو، پر هغه باندې دروغ تړلو سره، په دې دروغ تړلو به هغوى ته ډېر زر سزا وركړي.
139او ويل يې: د دغو څارويو په ګېډو كې چې څه دي هغه به مو يوازې د نارينه وو لپاره وي او زموږ پر ښځو به حرام وي، او كه هغه مرداره وي نو بيا به ټول پكې شريك وي، زر به يې د دې دروغو سزا وركړ شي، بې شكه هغه حكمت والا ډېر پوه دى.
140حقيقتاً هغو خلكو ډېرتاوان وكړ چې په جهالت او ناپوهۍ سره يې خپل اولادونه ووژل او څه چې الله ور روزي كړي وو هغه يې هم پر الله باندې دروغ تړلو سره حرام كړل، په يقينى توګه هغوى بې لارې شول او لار موندونكي نه دي.
141او دى هماغه دى چې په څپريو پراته او بې څپريو باغونه يې پيدا كړي او كجورې او كښتونه چې بېلا بېل خواړه لري، او زيتون او انار چې (په رنګ) سره ورته او (په خوند كې) سره بېل وي، له دې مېوو نه خورئ چې كله ميوه نيسي، او د هغه حق وركوئ (عشر) د فصل اخيستو په ورځ او اسراف مه كوئ، بې شكه الله اسراف كوونكي نه خوښوي.
142او له څارويو نه ځينې بار وړونكي او ځينى (پر ځمكه) هوارېدونكي، كومه روزي چې الله دركړې، له هماغې نه يې خورئ او د شيطان پلونو پسې مه ځئ، يقيناً هغه مو څرګند غليم (دښمن) دى.
143اته جوړې دي، دوه له مېږو، او دوه له چېليو (بزو)، ورته وايه: آيا دا دواړه نران يې حرام كړي او كه دواړه ښځينه؟ يا هغه چې د دواړه ښځينه وو په ګېډو كې وي؟ كه تاسو رښتيني ياست نو يو علمي سند راوښایاست.
144همدارنګه دوه له اوښانو او دوه له غويانو، ووايه: آيا د دې دواړو نارينه يې حرام كړي كه ښځينه؟ يا هغه چې د دې دواړو ښځينه وو په ګېډو كې وي؟ او كه تاسو حاضر یاست چې الله د دې حكم دركولو؟ نو تر هغه چا به لوى ظالم بل څوك وي چې په الله پورې څه دروغ تړي ترڅو پرته له علمه خلك بې لارې كړي او الله خو ظالمانو خلكو ته سمه لار نه ښايي.
145ورته وايه: زه خو په هغه څه كې چې راته وحي شوي داسې كوم حرام نه مومم چې يو خوړونكى يې خوري، مګر دا چې مرداره يا بهېدلې وينه، يا د سور غوښه وي چې دا ناپاكه دي، يا دا چې فسق وي كوم چې له الله نه پرته د بل څه غږ پرې شوى وي، نو كه څوك اړ شو په داسى حال كې چې نه ظالم وي او نه تېرى كوونكى نو بيا خو ستا رب بخښونكى مهربان دى.
146او په يهودي شوو مو هر نوكانو والا ځناور حرام كړ او له غويانو او ګډو مو د هغوى وازده پرى حرامه كړې وه، پرته له هغې چې پر شا ګانو به يې وه، يا په كولمو نښتې او يا هغه چې هډوكو سره به ګډه وه، دا مو د هغوى په ناړامۍ سزا وركړه او بې شكه موږ رښتيني يو.
147نو كه دروغجن يې وبللې ورته وايه ستاسو رب د پراخ رحمت خاوند دى او له مجرمو خلكو يې عذاب بېرته نه شي ګرځول كېداى.
148هغو كسانو چې شرك كړى وايي به كه الله غوښتي واى نه به موږ شرك كړى وو، نه مو پلرونو او نه به مو كوم شى حرام كړى و، له دوى مخكى هم چې كوم خلك وو همدغسې دروغ يې تړلي وو تر دې چې زموږ عذاب يې وڅكلو، ورته ووايه: آيا تاسو سره كوم علمي سند شته چې موږ ته يې راوباسئ؟ تاسي له ګومانه پرته بل څه پسې نه ځئ او (په الله پورې) له دروغ تړلو پرته بل څه نه كوئ.
149ووايه: نو الله سره خو حق ته رسېدلى سند شته، او كه غوښتي يې واى تاسو ټولو ته به يې هدايت كړى و.
150ووايه: هغه شاهدان مو راولئ چې دا شاهدي وايي چې دا شيان الله حرام كړي دي، نو كه هغوى دا شاهدي وركړه نو ته دا شاهدي ورسره مه وايه او د هغو په هوسونو پسې مه ځه چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي او هغوى چې په آخرت ايمان نه راوړي او دوى له خپل رب سره نور څه برابروي.
151ورته ووايه: راشئ هغه څه در باندې ولولم چې خپل رب مو در باندې حرام كړي، دا چې هېڅ شی به نه ورسره شريكوئ، له مور او پلار سره به ښېګڼه كوئ، د نېستۍ له امله به خپل اولاد نه وژنئ، تاسو او هغوى دواړو ته موږ روزي دركوو، بې حيا كارونه كه ښكاره وي او كه پټ، مه ورنږدې كيږئ، داسې كس مه وژنئ چې الله (يى وژل) حرام كړي وي، پرته له حقه، په دې سره الله تاسو ته حكم كړى چې له عقله كار واخلئ.
152او (بل دا چى) د يتيم مال ته مه ورنږدې كيږئ مګر په ښه طريقه، تر هغه چې خپلې ځوانۍ ته ورسيږى، پوره كوئ پيمانه او تول په عدل سره، هيڅوك نه رانيسو مګر په خپل وس يې، او چې خبره مو كوله نو انصاف (رښتينولي) كوئ، كه څه هم خپلوان وي، او د الله په لوز وفا كوئ، په همدې سره يې تاسو ته حكم كړى، ښايي چې نصيحت ومنئ.
153او دا چې دا زما نېغه سمه لار ده نو متابعت يې وكړئ، او په نورو لارو پسې مه ځئ چې بيا به مو د هغه له لارې خواره واره كړي، په همدې يې تاسو ته حكم كړى چې ځان (له بې لارۍ) وساتئ.
154بيا مو موسى ته كتاب وركړي و چې پر هغه چا د نعمت پوره كول و چا چې نيكى كړې وه، د هر شي لپاره څرګند بيان، لارښوونه او رحمت و، تر څو هغوى له خپل خداى سره په مخامخ کېدلو ايمان راوړي.
155او دا كتاب چې موږ نازل كړى بركتي دى نو متابعت يې كوئ او تقوى كوئ چې رحم درباندې وشي.
156تر څو بيا ونه واياست چې كتاب خو پر (هغو) دوو طائفو له موږ مخكې نازل شوى و او موږ د هغوى له لوستلو ناخبره وو.
157يا داسې ونه واياست چې كه پر موږ باندې كتاب را نازل شوى وى نو حتماً به موږ تر دوى زيات په سمه لار برابر وو، نو دا دى خپل رب له خوا مو ښكاره دليل، لارښوونه او رحمت درته راغلى دى، نو تر هغه چا به لوى ظالم څوك وي چې د الله آيتونه دروغ وګڼي او مخ ترې واړوي، كوم خلك چې زموږ له آيتونو مخ اړوي، هغوى ته به ډېر زر په همدې مخ اړولو د سخت عذاب بدله وركړو.
158آيا دوى انتظار كوي چې ملايكې ورته راشي، يا خپله ستا رب ورته راشي او يا ستا د رب څه نښانې؟ هغه ورځ چې ستا د رب څه نښانې راشي نو بيا يى چاته ايمان څه ګټه نه رسوي چې مخكې يې ايمان نه وي راوړى او يا يې په خپل ايمان كې څه ښېګڼه نه وي ترلاسه كړې، ورته وايه: تاسو هم انتظار كوئ موږ هم انتظار كوونكي يو.
159بې شكه چا چې خپل دين ټوټه ټوټه كړ او ډلى ډلې شول، ستا ورسره هيڅ نشته، خبره داده چې د دوى كار الله ته (سپارل شوى) دى، بيا به يې په هغه څه خبر كړي چې دوى به كول.
160چا چې ښېګڼه وكړه نو هغه ته يې لس برابره (ثواب) دى، او څوك چې له بدۍ سره راغۍ نو له يو برابر پرته كومه (زياته) سزا نه وركول كيږي، او نه به كوم ظلم پرې وشي.
161ورته وايه: يقيناً زما رب د سمې لارې ښوونه راته كړې ده، بالكل سهى نېغ دين، د ابراهيم ملت چې حق پلوى و، او له مشركانو څخه نه و.
162ورته وايه: بې شكه زما لمونځ، زما د عبادت ټول مراسم او زما ژوند او مرګ هر څه د مخلوقاتو رب الله لره دي.
163چې هيڅ شريك نه لري، او په همدې راته امر شوى او زه د مسلمانانو اول كس يم.
164ورته وايه: آيا له الله پرته بل څوك رب ولټوم؟ حال دا چې هماغه د هر څه رب دى، او هر څوك چې څه ترلاسه كوي نو ذمه واري يې له هغه پرته په بل چا نه وي او هېڅ بار وړونكى به د بل بار نه وړي، وروسته مو خپل رب لور ته ستنېدل دي، بيا به مو په هغه څه خبر كړي چې تاسو پكې شخړه كوله.
165او دى هماغه ذات دى چې تاسو يې د ځمكې خليفه ګان وګرځولئ او يو پر بل يې ستاسو درجې لوړې كړې دي تر څو په هغه څه كې مو وازمايي چې دركړي يې دي، بې شكه ستا رب (هم) زر سزا وركوونكى او (هم) ډېر مهربان بخښونكى دى.