يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَوۡفُواْ بِٱلۡعُقُودِۚ أُحِلَّتۡ لَكُم بَهِيمَةُ ٱلۡأَنۡعَٰمِ إِلَّا مَا يُتۡلَىٰ عَلَيۡكُمۡ غَيۡرَ مُحِلِّي ٱلصَّيۡدِ وَأَنتُمۡ حُرُمٌۗ إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ مَا يُرِيدُ﴿١﴾
1ای مومنانو (ټول) لوزونه پوره كړئ، د بې ژبې څارويو (ټول ډولونه) درته حلال كړی شول پرته له هغو چې ( وروسته به) درباندې ولوستل شي خو د احرام په وخت كې به ښكار كول ځان ته نه روا كوئ بې شكه الله چې څه غواړى حكم كوي.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تُحِلُّواْ شَعَٰٓئِرَ ٱللَّهِ وَلَا ٱلشَّهۡرَ ٱلۡحَرَامَ وَلَا ٱلۡهَدۡيَ وَلَا ٱلۡقَلَٰٓئِدَ وَلَآ ءَآمِّينَ ٱلۡبَيۡتَ ٱلۡحَرَامَ يَبۡتَغُونَ فَضۡلٗا مِّن رَّبِّهِمۡ وَرِضۡوَٰنٗاۚ وَإِذَا حَلَلۡتُمۡ فَٱصۡطَادُواْۚ وَلَا يَجۡرِمَنَّكُمۡ شَنَـَٔانُ قَوۡمٍ أَن صَدُّوكُمۡ عَنِ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ أَن تَعۡتَدُواْۘ وَتَعَاوَنُواْ عَلَى ٱلۡبِرِّ وَٱلتَّقۡوَىٰۖ وَلَا تَعَاوَنُواْ عَلَى ٱلۡإِثۡمِ وَٱلۡعُدۡوَٰنِۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۖ إِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ﴿٢﴾
2ای مومنانو! د الله د نښو نښانو بې عزتي مه كوئ، او مه حرامې مياشتې (حلالوئ)، مه د قربانۍ څاروي ته (لاس تېرول)، مه د پټۍ يا غړوندي والا څاروي ته او مه هغه خلك ځوروئ چې د خپل رب د فضل او رضا په لټه د محترم كور (كعبى) په لوري تلونكي وي او كله چې (له احرامه) حلال شوئ نو بيا ښكار كوئ، او د هغه قوم دښمني چې له مسجد حرام نه يې ايسار كړي وئ، بايد تاسو دې ته مجبور نه كړي چې تېرى وكړئ او تاسو په ښېګڼه او تقوى كې يو له بل سره مرسته وكړئ او په ګناه او تېري كې يو له بل سره مرسته مه كوئ او الله نه وډارشئ، بې شكه د الله عذاب ډېر سخت دى.
حُرِّمَتۡ عَلَيۡكُمُ ٱلۡمَيۡتَةُ وَٱلدَّمُ وَلَحۡمُ ٱلۡخِنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ لِغَيۡرِ ٱللَّهِ بِهِۦ وَٱلۡمُنۡخَنِقَةُ وَٱلۡمَوۡقُوذَةُ وَٱلۡمُتَرَدِّيَةُ وَٱلنَّطِيحَةُ وَمَآ أَكَلَ ٱلسَّبُعُ إِلَّا مَا ذَكَّيۡتُمۡ وَمَا ذُبِحَ عَلَى ٱلنُّصُبِ وَأَن تَسۡتَقۡسِمُواْ بِٱلۡأَزۡلَٰمِۚ ذَٰلِكُمۡ فِسۡقٌۗ ٱلۡيَوۡمَ يَئِسَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمۡ فَلَا تَخۡشَوۡهُمۡ وَٱخۡشَوۡنِۚ ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗاۚ فَمَنِ ٱضۡطُرَّ فِي مَخۡمَصَةٍ غَيۡرَ مُتَجَانِفٖ لِّإِثۡمٖ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ﴿٣﴾
3پر تاسي حرامه شوه مرداره، وينه، د خنزير غوښه، هغه چې له الله پرته د بل چا په نامه حلال شوى وي، په ستوني خپه شوى، ويشتلى، غورځېدلى، په ښكر څېرې شوى، هغه چې ځناورو خوړلى وي خو پرته له هغه چې تاسو يې حلال كړئ، هغه چې د كوم ناروا ځاى يا څه بل شي په نامه حلال شوى وي او دا چې د فال په غشو خپلې تالې وګورئ، دا ټول فسق دى، نن كافران ستاسي د دين له خوا ناهيلي شوي نو له هغوى مه وېريږئ بلكى له ماووېرېږئ، نن مې ستاسو دين درته پوره كړى، خپل نعمت مې درباندې تمام كړى او همدغه اسلام مې ستاسو د دين په توګه درته غوره كړى دى، نو كه څوك په سخته لوږه كې (حرام خوراك ته) اړ شو خو چې د ګناه تكل يې نه وي نو بې شكه بيا الله مهربان بخښونكى دى.
يَسۡـَٔلُونَكَ مَاذَآ أُحِلَّ لَهُمۡۖ قُلۡ أُحِلَّ لَكُمُ ٱلطَّيِّبَٰتُ وَمَا عَلَّمۡتُم مِّنَ ٱلۡجَوَارِحِ مُكَلِّبِينَ تُعَلِّمُونَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَكُمُ ٱللَّهُۖ فَكُلُواْ مِمَّآ أَمۡسَكۡنَ عَلَيۡكُمۡ وَٱذۡكُرُواْ ٱسۡمَ ٱللَّهِ عَلَيۡهِۖ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَرِيعُ ٱلۡحِسَابِ﴿٤﴾
4خلك له تانه پوښتنه كوي چې هغوی ته څه شى حلال كړاى شوی دي؟ ووايه تاسي ته ټول پاك شيان حلال كړاى شويدي او كوم ښكاري ځناور چې تاسي روزلي هغو ته مو د الله دركړي پوهې څخه ښکار ورزده کړی وي، نو هغه ځناور چې كوم شى تاسي لپاره ونيسي د هغه خوراك هم تاسي ته روا دى، البته پر هغه د الله نوم واخلئ او د الله د قانون له ماتولو نه ووېرېږئ، د الله په حساب اخيستنه كې څه ځنډ نه راځي.
ٱلۡيَوۡمَ أُحِلَّ لَكُمُ ٱلطَّيِّبَٰتُۖ وَطَعَامُ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ حِلّٞ لَّكُمۡ وَطَعَامُكُمۡ حِلّٞ لَّهُمۡۖ وَٱلۡمُحۡصَنَٰتُ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنَٰتِ وَٱلۡمُحۡصَنَٰتُ مِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ مِن قَبۡلِكُمۡ إِذَآ ءَاتَيۡتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ مُحۡصِنِينَ غَيۡرَ مُسَٰفِحِينَ وَلَا مُتَّخِذِيٓ أَخۡدَانٖۗ وَمَن يَكۡفُرۡ بِٱلۡإِيمَٰنِ فَقَدۡ حَبِطَ عَمَلُهُۥ وَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ﴿٥﴾
5نن تاسو ته (ټول) پاك شيان حلال شوي او هغوى چې كتاب وركړى شوى خواړه يې تاسو ته حلال دي او ستاسو خواړه هغوى ته حلال دي، او مومنې پاك لمنې ښځې هم او له تاسو مخكې كتاب وركړ شوو پاك لمنى هم (درته حلالې دي) كله چې مهرونه يې وركړئ په داسى حال كې چې په نكاح كې يې ساتونكي ياست نه ښكاره زنا كونكي او نه پټ ياران نيوونكي، او چا چې له ايمانه انكار وكړ نو ټول عملونه يې بابېزه شول او دى به په آخرت كې له تاوانيانو وي.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا قُمۡتُمۡ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ فَٱغۡسِلُواْ وُجُوهَكُمۡ وَأَيۡدِيَكُمۡ إِلَى ٱلۡمَرَافِقِ وَٱمۡسَحُواْ بِرُءُوسِكُمۡ وَأَرۡجُلَكُمۡ إِلَى ٱلۡكَعۡبَيۡنِۚ وَإِن كُنتُمۡ جُنُبٗا فَٱطَّهَّرُواْۚ وَإِن كُنتُم مَّرۡضَىٰٓ أَوۡ عَلَىٰ سَفَرٍ أَوۡ جَآءَ أَحَدٞ مِّنكُم مِّنَ ٱلۡغَآئِطِ أَوۡ لَٰمَسۡتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَلَمۡ تَجِدُواْ مَآءٗ فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدٗا طَيِّبٗا فَٱمۡسَحُواْ بِوُجُوهِكُمۡ وَأَيۡدِيكُم مِّنۡهُۚ مَا يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيَجۡعَلَ عَلَيۡكُم مِّنۡ حَرَجٖ وَلَٰكِن يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمۡ وَلِيُتِمَّ نِعۡمَتَهُۥ عَلَيۡكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ﴿٦﴾
6ای مومنانو! كله چې لمانځه ته پاڅئ نو مخونه مو پرېمينځئ او لاسونه مو تر څنګلو او په سرونو مو مسح وكړئ او پښې موتر ښینګرو (ګیټو) (و وينځئ) او كه جنب وئ نو ځان ښه پاك كړئ، او كه ناروغان وئ، يا په سفر، يا كوم يو د ميتيازو ځاى نه راغلئ يا مو ښځو ته لاس وروړى وي او اوبه بيانهمومئ نو د پاكې خاورې تيمم وكړئ او په مخونو او لاسونو يې وموښئ، الله نه غواړي چې پر تاسو څه تنګون راولي خو دا غواړي چې سوتره مو كړي او خپل نعمت درباندې تمام كړي چې شكر وباسئ.
وَٱذۡكُرُواْ نِعۡمَةَ ٱللَّهِ عَلَيۡكُمۡ وَمِيثَٰقَهُ ٱلَّذِي وَاثَقَكُم بِهِۦٓ إِذۡ قُلۡتُمۡ سَمِعۡنَا وَأَطَعۡنَاۖ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمُۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ﴿٧﴾
7او پر تاسو د الله (پېرزو كړى) نعمت درياد كړئ او هغه لوز يې (ياد ساتئ) چې ښه يې درباندې كره كړى دى، هغه وخت چې تاسو وويل: اورېدلي او منلي مو دي، او الله نه وېره كوئ بې شكه الله د زړه په رازونو ښه پوه دى.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُونُواْ قَوَّٰمِينَ لِلَّهِ شُهَدَآءَ بِٱلۡقِسۡطِۖ وَلَا يَجۡرِمَنَّكُمۡ شَنَـَٔانُ قَوۡمٍ عَلَىٰٓ أَلَّا تَعۡدِلُواْۚ ٱعۡدِلُواْ هُوَ أَقۡرَبُ لِلتَّقۡوَىٰۖ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۚ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرُۢ بِمَا تَعۡمَلُونَ﴿٨﴾
8ای مومنانو! د الله لپاره په حق ولاړ او په عدل شاهدان اوسئ، او د كومې ډلې دښمني مو دومره و نه پاروي چې بيا عدالت ونه كړئ، عدل كوئ، دا تقوى ته ډېر نږدې دى او الله نه وېره كوئ چې يقيناً الله په هغو كارو چې تاسو يې كوئ ښه خبر دى.
وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَهُم مَّغۡفِرَةٞ وَأَجۡرٌ عَظِيمٞ﴿٩﴾
9الله هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي د بخښنې او لوى اجر وعده كړې ده.
وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَكَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِنَآ أُوْلَٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلۡجَحِيمِ﴿١٠﴾
10او هغوى چې كافر شوي او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي، همدوى د دوزخ خلك دي.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱذۡكُرُواْ نِعۡمَتَ ٱللَّهِ عَلَيۡكُمۡ إِذۡ هَمَّ قَوۡمٌ أَن يَبۡسُطُوٓاْ إِلَيۡكُمۡ أَيۡدِيَهُمۡ فَكَفَّ أَيۡدِيَهُمۡ عَنكُمۡۖ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلۡيَتَوَكَّلِ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ﴿١١﴾
11ای مومنانو! د الله هغه ښېګڼه در ياده كړئ چې كله يوې ډلې غوښتل تاسو ته لاسونه در اوږد كړي خو د هغوى لاسونه يې درنه ايساركړل او الله نه وډار شئ او مومنان دې (يوازې) پر الله بروسه كوي.
۞ وَلَقَدۡ أَخَذَ ٱللَّهُ مِيثَٰقَ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ وَبَعَثۡنَا مِنۡهُمُ ٱثۡنَيۡ عَشَرَ نَقِيبٗاۖ وَقَالَ ٱللَّهُ إِنِّي مَعَكُمۡۖ لَئِنۡ أَقَمۡتُمُ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَيۡتُمُ ٱلزَّكَوٰةَ وَءَامَنتُم بِرُسُلِي وَعَزَّرۡتُمُوهُمۡ وَأَقۡرَضۡتُمُ ٱللَّهَ قَرۡضًا حَسَنٗا لَّأُكَفِّرَنَّ عَنكُمۡ سَيِّـَٔاتِكُمۡ وَلَأُدۡخِلَنَّكُمۡ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُۚ فَمَن كَفَرَ بَعۡدَ ذَٰلِكَ مِنكُمۡ فَقَدۡ ضَلَّ سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ﴿١٢﴾
12او يقيناً الله له بني اسرائيلو پخه وعده اخيستې وه او په هغو كې مو دولس تنه مشران (د قوم استازي) ټاكلي وو او هغو ته الله ويلي و چې زه درسره يم، كه لمونځ مو ترسره كړ، زكات مو وركړ، زما رسولان مو ومنل او د هغو ملاتړ مو وكړ او الله سره مو ښه پور وكړ، نو خامخا به مو ګناهونه درنه ورژوم او داسې جنتونو ته به مو ننباسم چې ترې لاندې ويالې بهيږي، خو كه له دې وروسته هم تاسو نه څوك كافر شو نو په حقيقت كې يې سمه نېغه لار وركه كړه.
فَبِمَا نَقۡضِهِم مِّيثَٰقَهُمۡ لَعَنَّٰهُمۡ وَجَعَلۡنَا قُلُوبَهُمۡ قَٰسِيَةٗۖ يُحَرِّفُونَ ٱلۡكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِۦ وَنَسُواْ حَظّٗا مِّمَّا ذُكِّرُواْ بِهِۦۚ وَلَا تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَىٰ خَآئِنَةٖ مِّنۡهُمۡ إِلَّا قَلِيلٗا مِّنۡهُمۡۖ فَٱعۡفُ عَنۡهُمۡ وَٱصۡفَحۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿١٣﴾
13نو همدا د لوز ماتول يې وو چى ومو رټل او د هغوى زړونه مو (دومره) سخت كړل چې اوس (د تورات) ټكي له خپلو ځايو بدلوي او د هغه څه يوه لويه برخه يې هېره كړې چې دوى ته يې ښوونه شوې وه، او (بل دا چې) تل به د دوى په كوم خيانت خبريږي، پرته له كمو كسانو يې، نو هغو نه تېرېږه او مخ ترې اړوه يقيناً الله نيكان خوښوي.
وَمِنَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓاْ إِنَّا نَصَٰرَىٰٓ أَخَذۡنَا مِيثَٰقَهُمۡ فَنَسُواْ حَظّٗا مِّمَّا ذُكِّرُواْ بِهِۦ فَأَغۡرَيۡنَا بَيۡنَهُمُ ٱلۡعَدَاوَةَ وَٱلۡبَغۡضَآءَ إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِۚ وَسَوۡفَ يُنَبِّئُهُمُ ٱللَّهُ بِمَا كَانُواْ يَصۡنَعُونَ﴿١٤﴾
14او همداسې مو له هغو هم پوخ لوز اخيستى و چې ويل يې موږ نصارى يو، خو دوى هم د هغه څه لويه برخه هېره كړه چې درس يې وركړ شوى و، نو بيا مو د قيامت تر ورځې د هغوى ترمنځ دښمني او تاوتريخوالى واچاو او الله به يې ډېر زر په هغو كارونو خبر كړي چې دوى به كول.
يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ قَدۡ جَآءَكُمۡ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمۡ كَثِيرٗا مِّمَّا كُنتُمۡ تُخۡفُونَ مِنَ ٱلۡكِتَٰبِ وَيَعۡفُواْ عَن كَثِيرٖۚ قَدۡ جَآءَكُم مِّنَ ٱللَّهِ نُورٞ وَكِتَٰبٞ مُّبِينٞ﴿١٥﴾
15ای اهل كتابو! یقینا زموږ رسول درغلى دى چې تاسو ته د کتاب زياتره هغه خبرې بيانوي كومې چې تاسو پټولې او له ډېرو (بديو) در تېريږي هم، په حقيقت كى د الله له خوا يوه رڼايي او حق بيانوونكى كتاب درغلى دى.
يَهۡدِي بِهِ ٱللَّهُ مَنِ ٱتَّبَعَ رِضۡوَٰنَهُۥ سُبُلَ ٱلسَّلَٰمِ وَيُخۡرِجُهُم مِّنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ بِإِذۡنِهِۦ وَيَهۡدِيهِمۡ إِلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ﴿١٦﴾
16(چې) د هغه په وسيله الله تعالى هغو خلكو ته چې د هغه د رضا غوښتونكي دي د سلامتيا لارې ښايي، او په خپل امر سره هغوى له ترږميو څخه راباسي د رڼا لوري ته يې راولي او د سمې لارې په لوري د هغو رهبري كوي.
لَّقَدۡ كَفَرَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓاْ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلۡمَسِيحُ ٱبۡنُ مَرۡيَمَۚ قُلۡ فَمَن يَمۡلِكُ مِنَ ٱللَّهِ شَيۡـًٔا إِنۡ أَرَادَ أَن يُهۡلِكَ ٱلۡمَسِيحَ ٱبۡنَ مَرۡيَمَ وَأُمَّهُۥ وَمَن فِي ٱلۡأَرۡضِ جَمِيعٗاۗ وَلِلَّهِ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَاۚ يَخۡلُقُ مَا يَشَآءُۚ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ﴿١٧﴾
17هغه كسان حتماً كافر شوي چې وايي: الله خو همدا د مريمى زوى مسيح دى! ورته وايه: ښه نو څوك د الله يو څه ايسارولاى شي كه هغه وغواړى چې د مريمى زوى مسيح، مور يې او په ځمكه كې چې هر څوك دي ټول هلاك كړي؟ او (خاص) الله لره ده پاچايي د اسمانونو، ځمكې او څه يې چې ترمنځه دي، څه چې غواړي پيدا كوي يې او الله په هر څه قادر دى.
وَقَالَتِ ٱلۡيَهُودُ وَٱلنَّصَٰرَىٰ نَحۡنُ أَبۡنَٰٓؤُاْ ٱللَّهِ وَأَحِبَّٰٓؤُهُۥۚ قُلۡ فَلِمَ يُعَذِّبُكُم بِذُنُوبِكُمۖ بَلۡ أَنتُم بَشَرٞ مِّمَّنۡ خَلَقَۚ يَغۡفِرُ لِمَن يَشَآءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَآءُۚ وَلِلَّهِ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَاۖ وَإِلَيۡهِ ٱلۡمَصِيرُ﴿١٨﴾
18او يهود او نصارى وايي چې موږ د الله زامن او ګران دوستان يو ورته وايه: نو بيا مو په ګناهونو ولې سزا دركوي؟ بلكې تاسو هم د هغه د پېدایښت په څېر بشر ياست، چا ته يې چې خوښه شي بخښنه كوى او څوك چې وغواړي په عذابوي، او الله لره پاچایي د اسمانونو او ځمكي ده او څه يې چې ترمنځه دي او د هغه لور ته ورتګ دى.
يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ قَدۡ جَآءَكُمۡ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمۡ عَلَىٰ فَتۡرَةٖ مِّنَ ٱلرُّسُلِ أَن تَقُولُواْ مَا جَآءَنَا مِنۢ بَشِيرٖ وَلَا نَذِيرٖۖ فَقَدۡ جَآءَكُم بَشِيرٞ وَنَذِيرٞۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ﴿١٩﴾
19ای اهل كتابو! زموږ دا رسول درته راغى چې تاسي ته د رسولانو لړۍ بندېدو په مهال دين بيانوي چې بيا ونه واياست چې موږ ته خو نه زېرى وركوونكى راغلى او نه وېروونكى، نو دادى هم زېرى وركوونكى درته راغى او هم وېروونكى او الله په هر څه قادر دى.
وَإِذۡ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوۡمِهِۦ يَٰقَوۡمِ ٱذۡكُرُواْ نِعۡمَةَ ٱللَّهِ عَلَيۡكُمۡ إِذۡ جَعَلَ فِيكُمۡ أَنۢبِيَآءَ وَجَعَلَكُم مُّلُوكٗا وَءَاتَىٰكُم مَّا لَمۡ يُؤۡتِ أَحَدٗا مِّنَ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿٢٠﴾
20او كله چې موسى خپل قوم ته وويل: اى زما قومه! د الله لورينه درياده كړئ چې پر تاسو يې كړې كله چې یې په تاسو كې نبيان پيدا كړل او تاسو يې واكمنان كړئ او هغه څه يې دركړل چې په نړۍ كې يې هيچا ته نه و وركړي.
يَٰقَوۡمِ ٱدۡخُلُواْ ٱلۡأَرۡضَ ٱلۡمُقَدَّسَةَ ٱلَّتِي كَتَبَ ٱللَّهُ لَكُمۡ وَلَا تَرۡتَدُّواْ عَلَىٰٓ أَدۡبَارِكُمۡ فَتَنقَلِبُواْ خَٰسِرِينَ﴿٢١﴾
21اى قومه! هغه سپېڅلې ځمكې ته ننوځئ چې الله ستاسي لپاره ليكلې ده، پر شا مه اوړئ كه نه نو تاوانیان به وګرځئ.
قَالُواْ يَٰمُوسَىٰٓ إِنَّ فِيهَا قَوۡمٗا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَن نَّدۡخُلَهَا حَتَّىٰ يَخۡرُجُواْ مِنۡهَا فَإِن يَخۡرُجُواْ مِنۡهَا فَإِنَّا دَٰخِلُونَ﴿٢٢﴾
22دوى وويل: هلته خو ډېر زورور خلك (مېشت) دي او موږ به تر هغه نه ورننوځو چې هغوى نه وي ترې وتلې، خو كه دوى ووتل نو بيا حتماً ورننوتونكي يو.
قَالَ رَجُلَانِ مِنَ ٱلَّذِينَ يَخَافُونَ أَنۡعَمَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِمَا ٱدۡخُلُواْ عَلَيۡهِمُ ٱلۡبَابَ فَإِذَا دَخَلۡتُمُوهُ فَإِنَّكُمۡ غَٰلِبُونَۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَتَوَكَّلُوٓاْ إِن كُنتُم مُّؤۡمِنِينَ﴿٢٣﴾
23له هغو وېرېدونكو نه دوو كسانو چې الله ورباندې پېرزوينه كړې وه، وويل: پرهغو له دروازې ورننوځئ نو كله چې ورننوتئ، همدا تاسي برلاسي ياست او په الله بروسه وكړئ كه (رښتيني) مومنان ياست.
قَالُواْ يَٰمُوسَىٰٓ إِنَّا لَن نَّدۡخُلَهَآ أَبَدٗا مَّا دَامُواْ فِيهَا فَٱذۡهَبۡ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَٰتِلَآ إِنَّا هَٰهُنَا قَٰعِدُونَ﴿٢٤﴾
24هغوى بيا وويل: اى موسى! موږ به هيڅكله ور داخل نه شو تر څو چې هغوى پكې وي، نو ته او رب دې دواړه ولاړ شئ وجنګېږئ، موږ به دلته ناست يو.
قَالَ رَبِّ إِنِّي لَآ أَمۡلِكُ إِلَّا نَفۡسِي وَأَخِيۖ فَٱفۡرُقۡ بَيۡنَنَا وَبَيۡنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡفَٰسِقِينَ﴿٢٥﴾
25(موسى) وويل: زما ربه! زه خو مې له ځان او ورور پرته بل څه نه لرم نو زموږ او دغه سرغړاند قوم ترمنځ بېلتون راولې.
قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيۡهِمۡۛ أَرۡبَعِينَ سَنَةٗۛ يَتِيهُونَ فِي ٱلۡأَرۡضِۚ فَلَا تَأۡسَ عَلَى ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡفَٰسِقِينَ﴿٢٦﴾
26ويې فرمايل: نو يقيناً هغه (ځمکه) تر څلوېښتو كلونو پر دوى حرامه شوه، په ځمكه كې به لا لهانده ګرځي (نو ته هم) د دې فاسقانو په حال مه اندېښمن كېږه.
۞ وَٱتۡلُ عَلَيۡهِمۡ نَبَأَ ٱبۡنَيۡ ءَادَمَ بِٱلۡحَقِّ إِذۡ قَرَّبَا قُرۡبَانٗا فَتُقُبِّلَ مِنۡ أَحَدِهِمَا وَلَمۡ يُتَقَبَّلۡ مِنَ ٱلۡأٓخَرِ قَالَ لَأَقۡتُلَنَّكَۖ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ ٱللَّهُ مِنَ ٱلۡمُتَّقِينَ﴿٢٧﴾
27او د آدم د دوو زامنو خبرهم په رښتيا سره پرې ولوله، كله چې دواړو څه قرباني وكړه نو له يوه يې قبوله شوه او له بل قبوله نه شوه، هغه (قابيل) ورته وويل: خامخا به دې وژنم، هابيل وويل بې شكه الله يې يوازى له متقيانو قبلوي.
لَئِنۢ بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقۡتُلَنِي مَآ أَنَا۠ بِبَاسِطٖ يَدِيَ إِلَيۡكَ لِأَقۡتُلَكَۖ إِنِّيٓ أَخَافُ ٱللَّهَ رَبَّ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿٢٨﴾
28نو كه ماته دې لاس راوغځاوه چې ومې وژنې، زه خو مى لاس نه درغځوم چې تا ووژنم، زه خو د ټولو خلكو رب الله نه وېرېږم.
إِنِّيٓ أُرِيدُ أَن تَبُوٓأَ بِإِثۡمِي وَإِثۡمِكَ فَتَكُونَ مِنۡ أَصۡحَٰبِ ٱلنَّارِۚ وَذَٰلِكَ جَزَٰٓؤُاْ ٱلظَّٰلِمِينَ﴿٢٩﴾
29زه خو دا غواړم چې ته زما او ستا خپلې ګناه باندې اخته شې، نو بيا به له دوزخيانو يې او همدا د ظالمانو سزا ده.
فَطَوَّعَتۡ لَهُۥ نَفۡسُهُۥ قَتۡلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُۥ فَأَصۡبَحَ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ﴿٣٠﴾
30نو خپل نفس يې د ورور وژل ورته اسانه كړل او ويې وژلو نو دى هم له تاوانيانو شو.
فَبَعَثَ ٱللَّهُ غُرَابٗا يَبۡحَثُ فِي ٱلۡأَرۡضِ لِيُرِيَهُۥ كَيۡفَ يُوَٰرِي سَوۡءَةَ أَخِيهِۚ قَالَ يَٰوَيۡلَتَىٰٓ أَعَجَزۡتُ أَنۡ أَكُونَ مِثۡلَ هَٰذَا ٱلۡغُرَابِ فَأُوَٰرِيَ سَوۡءَةَ أَخِيۖ فَأَصۡبَحَ مِنَ ٱلنَّٰدِمِينَ﴿٣١﴾
31بيا الله يو كارغه ولېږلو چې ځمكه يې كيندله تر څو هغه ته وښيي چې د ورور جسد يې څنګه پټ كړي، ويلې افسوس پر ما! ايا له دې هم عاجز وم چې د دې كارغه په شان وى، او د خپل ورور جسد مې پټ كړی واى، نو له پښېمانۍ كوونكو نه شو.
مِنۡ أَجۡلِ ذَٰلِكَ كَتَبۡنَا عَلَىٰ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ أَنَّهُۥ مَن قَتَلَ نَفۡسَۢا بِغَيۡرِ نَفۡسٍ أَوۡ فَسَادٖ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ ٱلنَّاسَ جَمِيعٗا وَمَنۡ أَحۡيَاهَا فَكَأَنَّمَآ أَحۡيَا ٱلنَّاسَ جَمِيعٗاۚ وَلَقَدۡ جَآءَتۡهُمۡ رُسُلُنَا بِٱلۡبَيِّنَٰتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرٗا مِّنۡهُم بَعۡدَ ذَٰلِكَ فِي ٱلۡأَرۡضِ لَمُسۡرِفُونَ﴿٣٢﴾
32له همدې امله مو په بني اسرائيلو (دا فرمان) ليكلى و چې هر چا يو كس د بل كس له بدلې او يا په ځمكه كې له فساد پرته ووژلو نو (وګڼئ) لكه چې ټول انسانان يې وژلي وي او چا چې ژوندى كړ (له مرګه یې وژغوره) نو لكه چې ټول انسانان يې ژوندي (بچ) كړي وي، او دوى ته زموږ رسولان هم له ښكاره نښانو سره راغلل بيا هم د هغوى نه زياتره له دې وروسته هم په ځمكه كې زياتى كونكي دي.
إِنَّمَا جَزَٰٓؤُاْ ٱلَّذِينَ يُحَارِبُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَسۡعَوۡنَ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُوٓاْ أَوۡ يُصَلَّبُوٓاْ أَوۡ تُقَطَّعَ أَيۡدِيهِمۡ وَأَرۡجُلُهُم مِّنۡ خِلَٰفٍ أَوۡ يُنفَوۡاْ مِنَ ٱلۡأَرۡضِۚ ذَٰلِكَ لَهُمۡ خِزۡيٞ فِي ٱلدُّنۡيَاۖ وَلَهُمۡ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴿٣٣﴾
33خبره دا ده چې كوم كسان الله او د هغه رسول سره جنګيږي او په ځمكه كې د فساد لپاره منډې ترړې وهي نو سزا يې دا ده چې ووژل شي، يا په دار شي، يا يې لاسونه او پښې ردو بدلې غوڅې شي او يا له هیواده وشړل شي دا خو د دوى لپاره په دنيا كې يو سپكاوى دى، او په آخرت كې یه دوى لپاره لوى عذاب وي.
إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُواْ مِن قَبۡلِ أَن تَقۡدِرُواْ عَلَيۡهِمۡۖ فَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ﴿٣٤﴾
34خو پرته له هغو كسانو چې توبه يې وېستلې وي، مخکې له دې چې تاسو پرې برلاسي شئ، نو بيا پوه شئ چې يقيناً الله مهربان بخښونكى دى.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَٱبۡتَغُوٓاْ إِلَيۡهِ ٱلۡوَسِيلَةَ وَجَٰهِدُواْ فِي سَبِيلِهِۦ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ﴿٣٥﴾
35ای مومنانو! الله نه وډار شئ، هغه ته د ورنږدې كېدو وسيله ولټوئ او د هغه په لار كې هلې ځلې وكړئ ښایي چې بريالي شئ.
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَوۡ أَنَّ لَهُم مَّا فِي ٱلۡأَرۡضِ جَمِيعٗا وَمِثۡلَهُۥ مَعَهُۥ لِيَفۡتَدُواْ بِهِۦ مِنۡ عَذَابِ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنۡهُمۡۖ وَلَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ﴿٣٦﴾
36يقيناً څوك چې كافرشوي كه د ځمكى دا هر څه د دوى وي او همدومره نور هم چې د قيامت ورځې له عذابه (بچ كېدلو لپاره) يې په فديه كې وركړي، نو ترې به ونه منل شي او هغوى ته به دردناك عذاب وي.
يُرِيدُونَ أَن يَخۡرُجُواْ مِنَ ٱلنَّارِ وَمَا هُم بِخَٰرِجِينَ مِنۡهَاۖ وَلَهُمۡ عَذَابٞ مُّقِيمٞ﴿٣٧﴾
37(بيا به) هغوى غواړي چې له اوره (په تېښته) ووځي خو ترى وتلاى به نه شي او دوى ته به دايمى عذاب وي.
وَٱلسَّارِقُ وَٱلسَّارِقَةُ فَٱقۡطَعُوٓاْ أَيۡدِيَهُمَا جَزَآءَۢ بِمَا كَسَبَا نَكَٰلٗا مِّنَ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٞ﴿٣٨﴾
38دغله او غلې دواړو لاسونه غوڅ كړئ، دا يې د هغه کړنې بدله ده چې كړې يې وه، د الله له لوري يوه (عبرتناكه) سزا، او الله د حكمت والا برلاسى دى.
فَمَن تَابَ مِنۢ بَعۡدِ ظُلۡمِهِۦ وَأَصۡلَحَ فَإِنَّ ٱللَّهَ يَتُوبُ عَلَيۡهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٌ﴿٣٩﴾
39نو څوك چې له ظلم كولو نه وروسته توبه وباسي او ځان اصلاح كړي نو الله به د هغه توبه قبوله كړي الله ډېر بخښونكى او رحم كوونكى دى.
أَلَمۡ تَعۡلَمۡ أَنَّ ٱللَّهَ لَهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ يُعَذِّبُ مَن يَشَآءُ وَيَغۡفِرُ لِمَن يَشَآءُۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ﴿٤٠﴾
40ایا ته نه پوهیږي چې بې شکه الله تعالی لپاره خاص پاچایي د اسمانونو او ځمکې ده، عذاب ورکوي چا ته چې وغواړي او بخښنه کوي چا ته چې وغواړي، او بې شکه الله تعالی په هر څه باندې قدرت لرونکی دی.
۞ يَٰٓأَيُّهَا ٱلرَّسُولُ لَا يَحۡزُنكَ ٱلَّذِينَ يُسَٰرِعُونَ فِي ٱلۡكُفۡرِ مِنَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓاْ ءَامَنَّا بِأَفۡوَٰهِهِمۡ وَلَمۡ تُؤۡمِن قُلُوبُهُمۡۛ وَمِنَ ٱلَّذِينَ هَادُواْۛ سَمَّٰعُونَ لِلۡكَذِبِ سَمَّٰعُونَ لِقَوۡمٍ ءَاخَرِينَ لَمۡ يَأۡتُوكَۖ يُحَرِّفُونَ ٱلۡكَلِمَ مِنۢ بَعۡدِ مَوَاضِعِهِۦۖ يَقُولُونَ إِنۡ أُوتِيتُمۡ هَٰذَا فَخُذُوهُ وَإِن لَّمۡ تُؤۡتَوۡهُ فَٱحۡذَرُواْۚ وَمَن يُرِدِ ٱللَّهُ فِتۡنَتَهُۥ فَلَن تَمۡلِكَ لَهُۥ مِنَ ٱللَّهِ شَيۡـًٔاۚ أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَمۡ يُرِدِ ٱللَّهُ أَن يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمۡۚ لَهُمۡ فِي ٱلدُّنۡيَا خِزۡيٞۖ وَلَهُمۡ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٞ﴿٤١﴾
41اې رسوله! هغه كسان دې ونه ځوروي چې په كفر كې منډې ترړې وهي كه دوى له هغو خلكو وي چې په خوله وايي ايمان مو راوړى خو زړونو يې باور نه دى كړې او (يا) له هغو چې يهوديان شوي ډېرغوږ نيوونكي دروغ تړلو لپاره، د هغو كسانو لپاره (تا ته) غوږ نيوونكي دې چې تا ته هيڅكله نه دي راغلي، د (تورات) ټكي بدلوي له هغه وروسته چې ځايونه يې ټاكل شوي (خلكو ته) وايي كه دا حكم دركړ شو ويې منئ او كه نه مه يې منئ، او الله چې په فتنه كې د چا غورځول وغواړي نو الله نه يې ژغورلو لپاره ته هېڅ واك نه لرې، دوى هغه خلك دي چې الله دا نه دي غوښتي چې زړونه يې صفا كړي په دنيا كې د هغو لپاره رسوايي ده او په آخرت كى ورته لوى عذاب دی.
سَمَّٰعُونَ لِلۡكَذِبِ أَكَّٰلُونَ لِلسُّحۡتِۚ فَإِن جَآءُوكَ فَٱحۡكُم بَيۡنَهُمۡ أَوۡ أَعۡرِضۡ عَنۡهُمۡۖ وَإِن تُعۡرِضۡ عَنۡهُمۡ فَلَن يَضُرُّوكَ شَيۡـٔٗاۖ وَإِنۡ حَكَمۡتَ فَٱحۡكُم بَيۡنَهُم بِٱلۡقِسۡطِۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلۡمُقۡسِطِينَ﴿٤٢﴾
42تا ته ډېر غوږ نيوونكي دي د دروغو ورګډولو لپاره او دېر حرام خوړونكي، نو كه تا ته راغلل يا يې ترمنځ پرېكړه وكړه يا ترې ډډه وكړه او كه ډډه دې ترې وكړه نو هيڅكله به كوم تاوان در ونهرسوي او كه فيصله دې كوله نو ترمنځه يې په عدل فيصله كوه، يقيناً الله عدالت كوونكي خوښوي.
وَكَيۡفَ يُحَكِّمُونَكَ وَعِندَهُمُ ٱلتَّوۡرَىٰةُ فِيهَا حُكۡمُ ٱللَّهِ ثُمَّ يَتَوَلَّوۡنَ مِنۢ بَعۡدِ ذَٰلِكَۚ وَمَآ أُوْلَٰٓئِكَ بِٱلۡمُؤۡمِنِينَ﴿٤٣﴾
43او دوى تا څنګه فيصله كوونكى ټاكي حال دا چې له دوى سره تورات شته دى په هغه كې د الله حكم (ليكل شوی) دى او سره له دې هم دوى ور څخه مخ اړوي، اصلي خبره دا ده چې دا خلك له سره ايمان نه لري.
إِنَّآ أَنزَلۡنَا ٱلتَّوۡرَىٰةَ فِيهَا هُدٗى وَنُورٞۚ يَحۡكُمُ بِهَا ٱلنَّبِيُّونَ ٱلَّذِينَ أَسۡلَمُواْ لِلَّذِينَ هَادُواْ وَٱلرَّبَّٰنِيُّونَ وَٱلۡأَحۡبَارُ بِمَا ٱسۡتُحۡفِظُواْ مِن كِتَٰبِ ٱللَّهِ وَكَانُواْ عَلَيۡهِ شُهَدَآءَۚ فَلَا تَخۡشَوُاْ ٱلنَّاسَ وَٱخۡشَوۡنِ وَلَا تَشۡتَرُواْ بِـَٔايَٰتِي ثَمَنٗا قَلِيلٗاۚ وَمَن لَّمۡ يَحۡكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡكَٰفِرُونَ﴿٤٤﴾
44تورات خو موږ نازل كړى چې په هغه كې لارښوونه او رڼايي ده په دې سره به هغو نبيانو چې تابع وو، د يهوديانو فيصلې كولې او همداسې خداى پالونكو او عالمانو (هم په تورات فيصلې كولې) چې د الله د كتاب په ساتنه ګمارل شوي او پرهغه شاهدان وو، نو له خلكو مه وېرېږئ، يوازې له ما ووېرېږئ او په آيتونو مې كمه (ټيټه) بيه مه اخلئ، او چا چې په الله رانازل كړي (قانون) فيصله ونه كړه نو همدوى كافران دي.
وَكَتَبۡنَا عَلَيۡهِمۡ فِيهَآ أَنَّ ٱلنَّفۡسَ بِٱلنَّفۡسِ وَٱلۡعَيۡنَ بِٱلۡعَيۡنِ وَٱلۡأَنفَ بِٱلۡأَنفِ وَٱلۡأُذُنَ بِٱلۡأُذُنِ وَٱلسِّنَّ بِٱلسِّنِّ وَٱلۡجُرُوحَ قِصَاصٞۚ فَمَن تَصَدَّقَ بِهِۦ فَهُوَ كَفَّارَةٞ لَّهُۥۚ وَمَن لَّمۡ يَحۡكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ﴿٤٥﴾
45او (په تورات كې مو) پردوى ليكلي وو چې كس په كس (وژل كيږي) سترګه په سترګې، پوزه په پوزې، غوږ په غوږ، غاښ په غاښ او د ټپونو هم سره برابره بدله ده، نو څوك چې قصاص و بخښي نو دا يې د ګناهونو رژېدل دي. او چا چې په الله رانازل كړي قانون فيصله ونه كړه نو هغوى ظالمان دي.
وَقَفَّيۡنَا عَلَىٰٓ ءَاثَٰرِهِم بِعِيسَى ٱبۡنِ مَرۡيَمَ مُصَدِّقٗا لِّمَا بَيۡنَ يَدَيۡهِ مِنَ ٱلتَّوۡرَىٰةِۖ وَءَاتَيۡنَٰهُ ٱلۡإِنجِيلَ فِيهِ هُدٗى وَنُورٞ وَمُصَدِّقٗا لِّمَا بَيۡنَ يَدَيۡهِ مِنَ ٱلتَّوۡرَىٰةِ وَهُدٗى وَمَوۡعِظَةٗ لِّلۡمُتَّقِينَ﴿٤٦﴾
46او بيا مو په هغو (نبيانو) پسې د مريمې زوى عيسی ولېږلو چې له ده مخكې د تورات (پاتې برخې) تصديقونكى و او ده ته مو انجيل وركړ چې لارښوونه او رڼا پكې وه، او دا هم د مخکېني كتاب تورات تصديقونكى، لارښونه او نصيحت و د متقيانو لپاره.
وَلۡيَحۡكُمۡ أَهۡلُ ٱلۡإِنجِيلِ بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فِيهِۚ وَمَن لَّمۡ يَحۡكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡفَٰسِقُونَ﴿٤٧﴾
47او د انجيل خاوندان دې هم په هغه قانون فيصله كوي چې الله پكې نازل كړى او هر چا چې د الله په نازل كړي قانون فيصله ونه كړه نو همدوى سرغړونكي دي.
وَأَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ مُصَدِّقٗا لِّمَا بَيۡنَ يَدَيۡهِ مِنَ ٱلۡكِتَٰبِ وَمُهَيۡمِنًا عَلَيۡهِۖ فَٱحۡكُم بَيۡنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُۖ وَلَا تَتَّبِعۡ أَهۡوَآءَهُمۡ عَمَّا جَآءَكَ مِنَ ٱلۡحَقِّۚ لِكُلّٖ جَعَلۡنَا مِنكُمۡ شِرۡعَةٗ وَمِنۡهَاجٗاۚ وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَعَلَكُمۡ أُمَّةٗ وَٰحِدَةٗ وَلَٰكِن لِّيَبۡلُوَكُمۡ فِي مَآ ءَاتَىٰكُمۡۖ فَٱسۡتَبِقُواْ ٱلۡخَيۡرَٰتِۚ إِلَى ٱللَّهِ مَرۡجِعُكُمۡ جَمِيعٗا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمۡ فِيهِ تَخۡتَلِفُونَ﴿٤٨﴾
48او تا ته مو دا كتاب په حقه نازل كړى چې دا كتاب د هغه څه تصديقوونكى دى كوم چې ترې وړاندې و او پر هغه څارونكى (يا شاهد) دى، نو د هغوى ترمنځ په هغه څه فيصله كوه چې الله رانازل كړي او كوم حق چې درته راغلى له هغه نه په مخ اړولو سره د دوى په هوسونو پسې مه ځه له تاسي نه هر يوه ته مو يو شريعت او تګلاره ټاكلې ده او كه الله غوښتي واى نو تاسو ټول به يې يو امت ګرځولي واى خو د دې لپاره (يې داسې وكړل) چې په هغه څه كې مو وازمايي چې دركړى يې دي، نو په ښېګڼو كې يو له بل وړاندې شئ د الله لور ته ستاسو ټولو ستنېدل دي بيا به مو په هغه څه خبركړي چې پكې موشخړه كوله.
وَأَنِ ٱحۡكُم بَيۡنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَلَا تَتَّبِعۡ أَهۡوَآءَهُمۡ وَٱحۡذَرۡهُمۡ أَن يَفۡتِنُوكَ عَنۢ بَعۡضِ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ إِلَيۡكَۖ فَإِن تَوَلَّوۡاْ فَٱعۡلَمۡ أَنَّمَا يُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُصِيبَهُم بِبَعۡضِ ذُنُوبِهِمۡۗ وَإِنَّ كَثِيرٗا مِّنَ ٱلنَّاسِ لَفَٰسِقُونَ﴿٤٩﴾
49او دا چې ترمنځ يې د الله په نازل كړي قانون فيصله كوه او په هوسو پسې يې مه ځه، او پام چې له ځينو هغو (حكمونو) دې ونه ګرځوي چې الله درته رانازل كړي نو كه يې مخ ترې واړولو نو پوه شه چې الله يې د څه ګناهونو له امله د سزا وركولو اراده كړې ده او يقيناً چې له خلكو نه زياتره يې فاسقان دي.
أَفَحُكۡمَ ٱلۡجَٰهِلِيَّةِ يَبۡغُونَۚ وَمَنۡ أَحۡسَنُ مِنَ ٱللَّهِ حُكۡمٗا لِّقَوۡمٖ يُوقِنُونَ﴿٥٠﴾
50آيا نو د جاهليت فيصله غواړي؟ او حال دا چې كوم خلك باوركوي هغوی ته د الله نه ښه حكم بل د چا دى؟
۞ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَتَّخِذُواْ ٱلۡيَهُودَ وَٱلنَّصَٰرَىٰٓ أَوۡلِيَآءَۘ بَعۡضُهُمۡ أَوۡلِيَآءُ بَعۡضٖۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمۡ فَإِنَّهُۥ مِنۡهُمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّٰلِمِينَ﴿٥١﴾
51اى مومنانو! يهوديان او نصرانيان ملګري مه نيسئ، دوى خپلو كې يو د بل ملګري دي، او له تاسو يې چې څوك په ملګرتيا نيسي نو هغه هم له دوى شمېرل كيږي بې شكه الله ظالم قوم ته هدايت نه كوي.
فَتَرَى ٱلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٞ يُسَٰرِعُونَ فِيهِمۡ يَقُولُونَ نَخۡشَىٰٓ أَن تُصِيبَنَا دَآئِرَةٞۚ فَعَسَى ٱللَّهُ أَن يَأۡتِيَ بِٱلۡفَتۡحِ أَوۡ أَمۡرٖ مِّنۡ عِندِهِۦ فَيُصۡبِحُواْ عَلَىٰ مَآ أَسَرُّواْ فِيٓ أَنفُسِهِمۡ نَٰدِمِينَ﴿٥٢﴾
52نو ته به ګورې چې د چا په زړه كې ناروغي ده، په هغوى كې منډې ترړې وهي، وايي: وېرېږو چى څه پېښه (مصيبت او حادثه) را ونه رسي، خو لرې نه ده چې الله له خپل لوري كوم برى درته راولي يا څه بله خبره (څرګنده كړي) نو بيا به په هغه څه چې زړونو كې يې پټوي، پښېمانه وي.
وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَهَٰٓؤُلَآءِ ٱلَّذِينَ أَقۡسَمُواْ بِٱللَّهِ جَهۡدَ أَيۡمَٰنِهِمۡ إِنَّهُمۡ لَمَعَكُمۡۚ حَبِطَتۡ أَعۡمَٰلُهُمۡ فَأَصۡبَحُواْ خَٰسِرِينَ﴿٥٣﴾
53او بيا به مومنان وايي: آيا دا هماغه خلك دي چې په ټينګه يې قسمونه كول چې موږ له تاسي سره يو، اوس خو يې ټول عملونه خوشې بابېزه ولاړل او (ډېر) تاواني شول.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مَن يَرۡتَدَّ مِنكُمۡ عَن دِينِهِۦ فَسَوۡفَ يَأۡتِي ٱللَّهُ بِقَوۡمٖ يُحِبُّهُمۡ وَيُحِبُّونَهُۥٓ أَذِلَّةٍ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى ٱلۡكَٰفِرِينَ يُجَٰهِدُونَ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوۡمَةَ لَآئِمٖۚ ذَٰلِكَ فَضۡلُ ٱللَّهِ يُؤۡتِيهِ مَن يَشَآءُۚ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ﴿٥٤﴾
54ای مومنانو! په تاسو كې چې څوك له خپله دينه وګرځيد نو زر به الله داسې خلك راولي چې الله ته ګران وي او الله هغوى ته ګران وي، پر مومنانو به نرمي او پر كافرانو سختي كوونكي وي، د الله په لار كې به جهاد كوي او د چا پړه اچونكي له پړې اچولو به نه ډاريږي، دا نو د الله يو فضل دى چا ته يې چې خوښه شي وركوي يې، او الله پوه د پراخۍ څښتن دى.
إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤۡتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَهُمۡ رَٰكِعُونَ﴿٥٥﴾
55په حقيقت كې ستاسو ملګرى يوازې الله، رسول يې او هغه مومنان دي چې لمونځونه ترسره كوي او زكات وركوي، او همدوی ركوع كوونكي دي.
وَمَن يَتَوَلَّ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ فَإِنَّ حِزۡبَ ٱللَّهِ هُمُ ٱلۡغَٰلِبُونَ﴿٥٦﴾
56او څوك چې الله، د هغه رسول او مومنانو سره دوستى كوي نو (پوه دې شي چې) همدغه د الله ډله برلاسې كېدونكې ده.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَتَّخِذُواْ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ دِينَكُمۡ هُزُوٗا وَلَعِبٗا مِّنَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ مِن قَبۡلِكُمۡ وَٱلۡكُفَّارَ أَوۡلِيَآءَۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤۡمِنِينَ﴿٥٧﴾
57اى مومنانو! هغه خلك په ملګرتيا مه نيسئ چې ستاسو په دين ملنډې او ساعت تېري كوي، دا كه له هغو كسانو وي چې تاسو نه مخكى كتاب وركړل شوى او كه له نورو كافرانو وي، او له الله وډار شئ كه تاسو (رښتينى) مومنان ياست.
وَإِذَا نَادَيۡتُمۡ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ ٱتَّخَذُوهَا هُزُوٗا وَلَعِبٗاۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ قَوۡمٞ لَّا يَعۡقِلُونَ﴿٥٨﴾
58كله چې تاسي د لمانځه لپاره عږ (اذان) كوئ؛ نو هغوى ورپورې ملنډې وهي او لوبې ورسره كوي، د دې دليل دا دى چې هغوې داسي خلك دي چې عقل نه لري.
قُلۡ يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ هَلۡ تَنقِمُونَ مِنَّآ إِلَّآ أَنۡ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيۡنَا وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبۡلُ وَأَنَّ أَكۡثَرَكُمۡ فَٰسِقُونَ﴿٥٩﴾
59ورته وايه اى اهل كتابو! آيا تاسو له دې پرته نور د څه غچ را څخه اخلئ چې موږ پر الله ايمان راوړى او پر هغه چې موږ ته نازل شوي او څه چې مخکې نازل شوي او (بل) دا چې ستاسو زياتره فاسقان دي.
قُلۡ هَلۡ أُنَبِّئُكُم بِشَرّٖ مِّن ذَٰلِكَ مَثُوبَةً عِندَ ٱللَّهِۚ مَن لَّعَنَهُ ٱللَّهُ وَغَضِبَ عَلَيۡهِ وَجَعَلَ مِنۡهُمُ ٱلۡقِرَدَةَ وَٱلۡخَنَازِيرَ وَعَبَدَ ٱلطَّٰغُوتَۚ أُوْلَٰٓئِكَ شَرّٞ مَّكَانٗا وَأَضَلُّ عَن سَوَآءِ ٱلسَّبِيلِ﴿٦٠﴾
60ورته وايه: آيا هغه خلك دروښايم چې د الله په نزد د سزا له مخى له دې هم بد وي؟ هر هغه څوك چې الله رټلي، غضب يې پرى كړى او بيزوګان او خنزيران يې ترې جوړ كړي او غير الله يې لمانځلى همدا خلك په مرتبه كى ډېر بد او له سمې لارې ډېر بې لارې دي.
وَإِذَا جَآءُوكُمۡ قَالُوٓاْ ءَامَنَّا وَقَد دَّخَلُواْ بِٱلۡكُفۡرِ وَهُمۡ قَدۡ خَرَجُواْ بِهِۦۚ وَٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِمَا كَانُواْ يَكۡتُمُونَ﴿٦١﴾
61او چې كله درته راشي وايي موږ ايمان راوړى، حال دا چې له كفر سره راغلي وو او له كفر سره بېرته ووتل، او الله په هغه څه ښه پوه و چې دوى به پټولو.
وَتَرَىٰ كَثِيرٗا مِّنۡهُمۡ يُسَٰرِعُونَ فِي ٱلۡإِثۡمِ وَٱلۡعُدۡوَٰنِ وَأَكۡلِهِمُ ٱلسُّحۡتَۚ لَبِئۡسَ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ﴿٦٢﴾
62او له دوى نه به زياتره وينې چې په ګناه كې منډى ترړې وهي، په ظلم زياتي او حرام خورۍ كې، څه چې دوئ كول خامخا ډېر بد (كارونه) وو.
لَوۡلَا يَنۡهَىٰهُمُ ٱلرَّبَّٰنِيُّونَ وَٱلۡأَحۡبَارُ عَن قَوۡلِهِمُ ٱلۡإِثۡمَ وَأَكۡلِهِمُ ٱلسُّحۡتَۚ لَبِئۡسَ مَا كَانُواْ يَصۡنَعُونَ﴿٦٣﴾
63د دوى رب پالونكي او عالمان ولې دوى د ګناه خبرو له ويلو او حرامو له خوړلو نه ايساروي، حتماً هغه څه ډېر بد دي چې دوى به كول.
وَقَالَتِ ٱلۡيَهُودُ يَدُ ٱللَّهِ مَغۡلُولَةٌۚ غُلَّتۡ أَيۡدِيهِمۡ وَلُعِنُواْ بِمَا قَالُواْۘ بَلۡ يَدَاهُ مَبۡسُوطَتَانِ يُنفِقُ كَيۡفَ يَشَآءُۚ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرٗا مِّنۡهُم مَّآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ مِن رَّبِّكَ طُغۡيَٰنٗا وَكُفۡرٗاۚ وَأَلۡقَيۡنَا بَيۡنَهُمُ ٱلۡعَدَٰوَةَ وَٱلۡبَغۡضَآءَ إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِۚ كُلَّمَآ أَوۡقَدُواْ نَارٗا لِّلۡحَرۡبِ أَطۡفَأَهَا ٱللَّهُۚ وَيَسۡعَوۡنَ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَسَادٗاۚ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ ٱلۡمُفۡسِدِينَ﴿٦٤﴾
64او يهودو وويل: دالله لاس تړل شوى دى، (خپله) د دوى لاسونه تړل شوي او رټل شوي دي په هغه خبره چې دوى وكړه، بلكې دواړه لاسونه يې خلاص غوړېدلي چې څنګه يې خوښه وي لګښت كوي. او تا ته چې د رب له خوا دې څه در نازل شوي، د هغوى زياترو ته خامخا سرغړاوى او كفر ورزياتوي، او د هغوى ترمنځ مو د قيامت تر ورځى دښمني او نفرت اچولى، كله هم چې د جګړې اور بلوي الله يې مړ كړي او دوى په ځمكه كې د فساد لپاره هلې ځلې كوي، خو الله فساديان نه خوښوي.
وَلَوۡ أَنَّ أَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ ءَامَنُواْ وَٱتَّقَوۡاْ لَكَفَّرۡنَا عَنۡهُمۡ سَيِّـَٔاتِهِمۡ وَلَأَدۡخَلۡنَٰهُمۡ جَنَّٰتِ ٱلنَّعِيمِ﴿٦٥﴾
65او كه چېرې اهل كتابو ايمان راوړى او تقوى يې غوره كړې واى نو موږ به يې خامخا ګناهونه رژولي او د نعمتونو باغونو ته به مو ننوېستلي واى.
وَلَوۡ أَنَّهُمۡ أَقَامُواْ ٱلتَّوۡرَىٰةَ وَٱلۡإِنجِيلَ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيۡهِم مِّن رَّبِّهِمۡ لَأَكَلُواْ مِن فَوۡقِهِمۡ وَمِن تَحۡتِ أَرۡجُلِهِمۚ مِّنۡهُمۡ أُمَّةٞ مُّقۡتَصِدَةٞۖ وَكَثِيرٞ مِّنۡهُمۡ سَآءَ مَا يَعۡمَلُونَ﴿٦٦﴾
66او كه چېرې هغوى تورات، انجيل او نور هغه چې له ربه يې ورته نازل شوي، جاري كړي واى نو خامخا به يې هم له پاسه او هم له پښو لاندې پريمانه روزي خوړله، ځينې يې په انصاف چلېدونكي خلك دي، او زياتره يې بد كړه وړه كوي.
۞ يَٰٓأَيُّهَا ٱلرَّسُولُ بَلِّغۡ مَآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ مِن رَّبِّكَۖ وَإِن لَّمۡ تَفۡعَلۡ فَمَا بَلَّغۡتَ رِسَالَتَهُۥۚ وَٱللَّهُ يَعۡصِمُكَ مِنَ ٱلنَّاسِۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلۡكَٰفِرِينَ﴿٦٧﴾
67اې رسوله! څه دې چې د رب له خوا درنازل شوي هغه (خلكو ته) ورسوه او كه داسې دې ونه كړل نو د هغه پيغام دې سم نه دى رسولى، او د خلكو له شره به دې الله ساتي، بې شكه الله كافر قوم ته (د بري) لاره نه ښايي.
قُلۡ يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ لَسۡتُمۡ عَلَىٰ شَيۡءٍ حَتَّىٰ تُقِيمُواْ ٱلتَّوۡرَىٰةَ وَٱلۡإِنجِيلَ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيۡكُم مِّن رَّبِّكُمۡۗ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرٗا مِّنۡهُم مَّآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ مِن رَّبِّكَ طُغۡيَٰنٗا وَكُفۡرٗاۖ فَلَا تَأۡسَ عَلَى ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡكَٰفِرِينَ﴿٦٨﴾
68ورته وايه اې اهل كتابو! تر هغه به تاسو په هيڅ شي (حساب) نه ياست، څو چې تورات، انجيل، او هغه نور څه مو چې له ربه درنازل شوي، جاري نه كړئ، او څه دې چې د رب له خوا درنازل شوي، خامخا د هغوى د زياترو سرغړاوى او كفر زياتوي نو پر كافرانو خلكو مه خپه كيږه.
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَٱلَّذِينَ هَادُواْ وَٱلصَّٰبِـُٔونَ وَٱلنَّصَٰرَىٰ مَنۡ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَعَمِلَ صَٰلِحٗا فَلَا خَوۡفٌ عَلَيۡهِمۡ وَلَا هُمۡ يَحۡزَنُونَ﴿٦٩﴾
69بې شكه چا چې ايمان راوړى (په خوله) او څوك چې يهوديان شوي او ستورلمانځونكي او نصرانيان چا چې (له دوى نه رښتينى) ايمان راوړو په الله او آخرت ورځ او سم كارونه يې وكړل، نو پر هغو نه څه وېره شته او نه به دوى خپه كيږي.
لَقَدۡ أَخَذۡنَا مِيثَٰقَ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ وَأَرۡسَلۡنَآ إِلَيۡهِمۡ رُسُلٗاۖ كُلَّمَا جَآءَهُمۡ رَسُولُۢ بِمَا لَا تَهۡوَىٰٓ أَنفُسُهُمۡ فَرِيقٗا كَذَّبُواْ وَفَرِيقٗا يَقۡتُلُونَ﴿٧٠﴾
70له بنى اسرائيلو مو پوخ لوز واخيست او هغوى ته مو (ډېر) رسولان هم ورولېږل خو هركله چې دوى ته به يو رسول له هغه حكم سره راغى چې نفسونو به يې نه خوښولو نو بيا يې ځينى دروغجن ګڼل او ځينى يې وژل.
وَحَسِبُوٓاْ أَلَّا تَكُونَ فِتۡنَةٞ فَعَمُواْ وَصَمُّواْ ثُمَّ تَابَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِمۡ ثُمَّ عَمُواْ وَصَمُّواْ كَثِيرٞ مِّنۡهُمۡۚ وَٱللَّهُ بَصِيرُۢ بِمَا يَعۡمَلُونَ﴿٧١﴾
71او دوى ګومان كړى و چې څه فتنه (عذاب) به نه وي نو زياتره يې ړانده او كاڼه شول، بيا یې الله توبه قبوله کړه، خو د دوى زياتره لا زيات ړانده كاڼه شول، او الله د هغه څه ليدونكى دى چې دوى يې كوي.
لَقَدۡ كَفَرَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓاْ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلۡمَسِيحُ ٱبۡنُ مَرۡيَمَۖ وَقَالَ ٱلۡمَسِيحُ يَٰبَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمۡۖ إِنَّهُۥ مَن يُشۡرِكۡ بِٱللَّهِ فَقَدۡ حَرَّمَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِ ٱلۡجَنَّةَ وَمَأۡوَىٰهُ ٱلنَّارُۖ وَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنۡ أَنصَارٖ﴿٧٢﴾
72هغه خلك يقيناً كافر شوي دي چې ويل يې الله خو همدغه د مريمې زوى مسيح دى! حال دا چې مسيح ويلي و: اې بني اسرائيلو! الله ولمانځئ زما او ستاسو رب، بې شكه څوك چې الله سره شريك نيسي نو يقيناً الله جنت ورباندي حرام كړى، او استوګنځى به يې اور وي، او د ظالمانو څوک مرستندوی نشته.
لَّقَدۡ كَفَرَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓاْ إِنَّ ٱللَّهَ ثَالِثُ ثَلَٰثَةٖۘ وَمَا مِنۡ إِلَٰهٍ إِلَّآ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞۚ وَإِن لَّمۡ يَنتَهُواْ عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۡهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٌ﴿٧٣﴾
73بې شكه هغه خلك هم كافر شوي چې ويل يې: الله دريم له دريو دى، حال دا چې له يوه معبود (الله) پرته هيڅ كوم بل (حقه) معبود نشته، او كه له دغو خبرو چې دوى يې وايي ايسار نه شي نو له هغوى نه چې هر څوك كافر شوي دي، دردناك عذاب به ورته ورسيږي.
أَفَلَا يَتُوبُونَ إِلَى ٱللَّهِ وَيَسۡتَغۡفِرُونَهُۥۚ وَٱللَّهُ غَفُورٞ رَّحِيمٞ﴿٧٤﴾
74ایا دوی توبه نه وباسي الله تعالی ته او بخښنه نه غواړي د هغه نه (د تیر شوي شرک)، او الله تعالی بخښنونکی رحم کوونکی دی.
مَّا ٱلۡمَسِيحُ ٱبۡنُ مَرۡيَمَ إِلَّا رَسُولٞ قَدۡ خَلَتۡ مِن قَبۡلِهِ ٱلرُّسُلُ وَأُمُّهُۥ صِدِّيقَةٞۖ كَانَا يَأۡكُلَانِ ٱلطَّعَامَۗ ٱنظُرۡ كَيۡفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ ٱلۡأٓيَٰتِ ثُمَّ ٱنظُرۡ أَنَّىٰ يُؤۡفَكُونَ﴿٧٥﴾
75مسيح د مريمې زوى له يو رسول پرته بل څه نه دى له ده مخکې هم نور رسولان تېرشوي او مور يې هم يوه رښتينې ښځه وه، دواړو به خواړه خوړل ورته ګوره څرنګه نښانې ورته بيانوو خو بيا (دوى ته) ګوره چې څنګه اړول كيږي.
قُلۡ أَتَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَمۡلِكُ لَكُمۡ ضَرّٗا وَلَا نَفۡعٗاۚ وَٱللَّهُ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ﴿٧٦﴾
76ورته وايه: آيا له الله پرته داسې يو شى لمانځئ چې تاسو ته نه د ضرر واك لري او نه د ګټې او همدا الله ښه پوه اورېدونكى دى.
قُلۡ يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ لَا تَغۡلُواْ فِي دِينِكُمۡ غَيۡرَ ٱلۡحَقِّ وَلَا تَتَّبِعُوٓاْ أَهۡوَآءَ قَوۡمٖ قَدۡ ضَلُّواْ مِن قَبۡلُ وَأَضَلُّواْ كَثِيرٗا وَضَلُّواْ عَن سَوَآءِ ٱلسَّبِيلِ﴿٧٧﴾
77ورته وايه اى كتاب والاوو: په دين كې مو له كچې زيات نا حقه تېرى مه كوئ او د هغو خلكو هوسونو پسې مه ځئ چې مخکې هم خپله بې لارې شوي، هم يې نور ډېر بې لارې كړي او له سمې لارې بل خوا اوښتي دي.
لُعِنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۢ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ عَلَىٰ لِسَانِ دَاوُۥدَ وَعِيسَى ٱبۡنِ مَرۡيَمَۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَواْ وَّكَانُواْ يَعۡتَدُونَ﴿٧٨﴾
78له بني اسرائيلو چې څوك كافران شوي هغوى (ټول) د داود او د مريمې زوى عيسى په ژبه رټل شوي دي، دا ځكه چې سرغړونه يې وكړه او تېرى به يې كولو.
كَانُواْ لَا يَتَنَاهَوۡنَ عَن مُّنكَرٖ فَعَلُوهُۚ لَبِئۡسَ مَا كَانُواْ يَفۡعَلُونَ﴿٧٩﴾
79هغوى به يو بل له هغه ناوړه كاره نه ايسارول چې كولو به يې، يقيناً ډېر بد وو څه چې دوى كول.
تَرَىٰ كَثِيرٗا مِّنۡهُمۡ يَتَوَلَّوۡنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْۚ لَبِئۡسَ مَا قَدَّمَتۡ لَهُمۡ أَنفُسُهُمۡ أَن سَخِطَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِمۡ وَفِي ٱلۡعَذَابِ هُمۡ خَٰلِدُونَ﴿٨٠﴾
80زياتره يې ګورې چې له كافرانو سره ملګرتيا كوي خامخا ډېر بد دي څه يې چې خپلو ځانو ورته وړاندې كړي، هغه دا چې الله پرې غضب كړى او همدوى به په عذاب كې تلپاتي وي.
وَلَوۡ كَانُواْ يُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلنَّبِيِّ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيۡهِ مَا ٱتَّخَذُوهُمۡ أَوۡلِيَآءَ وَلَٰكِنَّ كَثِيرٗا مِّنۡهُمۡ فَٰسِقُونَ﴿٨١﴾
81او كه چېرى يې په رښتيا الله منلى وى او دا نبى او څه چې هغه ته نازل شوي نو هغوى به يې په ملګرتيا نه نيول خو له دوى نه زياتره فاسقان دي.
۞ لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ ٱلنَّاسِ عَدَٰوَةٗ لِّلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱلۡيَهُودَ وَٱلَّذِينَ أَشۡرَكُواْۖ وَلَتَجِدَنَّ أَقۡرَبَهُم مَّوَدَّةٗ لِّلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱلَّذِينَ قَالُوٓاْ إِنَّا نَصَٰرَىٰۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّ مِنۡهُمۡ قِسِّيسِينَ وَرُهۡبَانٗا وَأَنَّهُمۡ لَا يَسۡتَكۡبِرُونَ﴿٨٢﴾
82ته به د مومنانو په دښمنۍ كې تر ټولو سخت يهوديان او مشركان بيامومې، او مومنانو ته په دوستۍ كې به ډېر نږدې هغه خلك مومې چې وايي موږ نصرانيان يو، دا ځكه چې په دوى كې (ځينې) یې پوهان او عبادت كوونكي دي او دوى لويي نه كوي.
وَإِذَا سَمِعُواْ مَآ أُنزِلَ إِلَى ٱلرَّسُولِ تَرَىٰٓ أَعۡيُنَهُمۡ تَفِيضُ مِنَ ٱلدَّمۡعِ مِمَّا عَرَفُواْ مِنَ ٱلۡحَقِّۖ يَقُولُونَ رَبَّنَآ ءَامَنَّا فَٱكۡتُبۡنَا مَعَ ٱلشَّٰهِدِينَ﴿٨٣﴾
83او كله چې هغه څه واوري كوم چې دې رسول ته نازل شوي نو ته به ګورې چې په سترګو كې يې حق پېژندو سره اوښكې ډنډيږي، وايي زموږ ربه! موږ ايمان راوړى نو له شاهدي ويونكو سره مو وليكه.
وَمَا لَنَا لَا نُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ وَمَا جَآءَنَا مِنَ ٱلۡحَقِّ وَنَطۡمَعُ أَن يُدۡخِلَنَا رَبُّنَا مَعَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلصَّٰلِحِينَ﴿٨٤﴾
84او موږ به ولې په الله ايمان نه راوړو او په كوم حق چې موږ ته راغلى، په داسى حال كې چې موږ دا هيله هم كوو چې خپل رب مو په صالحو خلكو كې داخل كړي.
فَأَثَٰبَهُمُ ٱللَّهُ بِمَا قَالُواْ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَاۚ وَذَٰلِكَ جَزَآءُ ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿٨٥﴾
85نو الله هغوى ته د دې خبرې په بدله كې داسى جنتونه وركړل چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، تل ترتله پكې اوسېدونكي او همدا د نېكانو بدله ده.
وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَكَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِنَآ أُوْلَٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلۡجَحِيمِ﴿٨٦﴾
86او هغه كسان چې كافران شول او زموږ آيتونه يې دروغ وبلل نو هغوى د دوزخ خلك دي.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تُحَرِّمُواْ طَيِّبَٰتِ مَآ أَحَلَّ ٱللَّهُ لَكُمۡ وَلَا تَعۡتَدُوٓاْۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلۡمُعۡتَدِينَ﴿٨٧﴾
87ای مومنانو! هغه پاك شيان چې الله درته حلال كړي تاسو يې مه حراموئ او له حده تېرى مه كوئ بې شكه الله تېرى كوونكي نه خوښوي.
وَكُلُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ ٱللَّهُ حَلَٰلٗا طَيِّبٗاۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ ٱلَّذِيٓ أَنتُم بِهِۦ مُؤۡمِنُونَ﴿٨٨﴾
88او له هغه پاك حلال نه يې خورئ چې الله در روزي كړي او هماغه الله نه وېره كوئ چې تاسو پر هغه باور لرونكي ياست.
لَا يُؤَاخِذُكُمُ ٱللَّهُ بِٱللَّغۡوِ فِيٓ أَيۡمَٰنِكُمۡ وَلَٰكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا عَقَّدتُّمُ ٱلۡأَيۡمَٰنَۖ فَكَفَّٰرَتُهُۥٓ إِطۡعَامُ عَشَرَةِ مَسَٰكِينَ مِنۡ أَوۡسَطِ مَا تُطۡعِمُونَ أَهۡلِيكُمۡ أَوۡ كِسۡوَتُهُمۡ أَوۡ تَحۡرِيرُ رَقَبَةٖۖ فَمَن لَّمۡ يَجِدۡ فَصِيَامُ ثَلَٰثَةِ أَيَّامٖۚ ذَٰلِكَ كَفَّٰرَةُ أَيۡمَٰنِكُمۡ إِذَا حَلَفۡتُمۡۚ وَٱحۡفَظُوٓاْ أَيۡمَٰنَكُمۡۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمۡ ءَايَٰتِهِۦ لَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ﴿٨٩﴾
89ستاسو په بابېزه قسمونو مو الله نه نيسي، البته په هغو مو نيسي چې قسمونه مو پرې ټينګ كړي وي، نو كفاره يې لسو مسكينانو ته خواړه وركول دي، له هغو منځنيو خوړو نه چې تاسو يې خپلې كورنۍ ته وركوئ، يا يې پوښاك او يا د يو مريي ازادول، خو كه څوك دا نه مومي نو د دريو ورځو روژه ده همدا مو د قسمونو كفاره ده چې كله قسم وكړئ (او بيا يې مات كړئ) او د خپلو قسمونو ساتنه كوئ، همدغه شان الله تاسو ته خپل آيتونه بيانوي چې تاسو شكر وباسئ.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِنَّمَا ٱلۡخَمۡرُ وَٱلۡمَيۡسِرُ وَٱلۡأَنصَابُ وَٱلۡأَزۡلَٰمُ رِجۡسٞ مِّنۡ عَمَلِ ٱلشَّيۡطَٰنِ فَٱجۡتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ﴿٩٠﴾
90اى مومنانو! حقيقت دا دى چې شراب، جواري، د غير الله د عبادت ځايونه او د فال غشې دا ټول ناولي شيطاني كارونه دي نو ډډه ترې وكړئ چې بريالي شئ.
إِنَّمَا يُرِيدُ ٱلشَّيۡطَٰنُ أَن يُوقِعَ بَيۡنَكُمُ ٱلۡعَدَٰوَةَ وَٱلۡبَغۡضَآءَ فِي ٱلۡخَمۡرِ وَٱلۡمَيۡسِرِ وَيَصُدَّكُمۡ عَن ذِكۡرِ ٱللَّهِ وَعَنِ ٱلصَّلَوٰةِۖ فَهَلۡ أَنتُم مُّنتَهُونَ﴿٩١﴾
91خبره دا ده چې شيطان غواړي په شرابو او جوارۍ سره مو ترمنځ دښمني او بغض واچوي او د الله له يادولو او لمانځه نه مو ايسار كړي، نو آيا تاسو ترى ايسارېدونكي ياست؟
وَأَطِيعُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُواْ ٱلرَّسُولَ وَٱحۡذَرُواْۚ فَإِن تَوَلَّيۡتُمۡ فَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّمَا عَلَىٰ رَسُولِنَا ٱلۡبَلَٰغُ ٱلۡمُبِينُ﴿٩٢﴾
92او د الله او رسول خبره ومنئ او ځان وساتئ (له مخالفته) او كه مو شا ورواړوله نو بيا وپوهېږئ چې زموږ پر رسول (يوازې) همدا څرګند تبليغ دى.
لَيۡسَ عَلَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ جُنَاحٞ فِيمَا طَعِمُوٓاْ إِذَا مَا ٱتَّقَواْ وَّءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ ثُمَّ ٱتَّقَواْ وَّءَامَنُواْ ثُمَّ ٱتَّقَواْ وَّأَحۡسَنُواْۚ وَٱللَّهُ يُحِبُّ ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿٩٣﴾
93پر هغو كسانو چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي څه ګناه نشته، په هغو شيانو كې چې (مخكى يى) خوړلي خو چى بيا ځان وساتي، ايمان راوړي او سم كارونه وكړي بيا هم ځان وساتي، ايمان ټينګ كړي او بيا ځان ساتنه او ښېګڼه كوي او الله نيكي كوونكي خوښيوې.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَيَبۡلُوَنَّكُمُ ٱللَّهُ بِشَيۡءٖ مِّنَ ٱلصَّيۡدِ تَنَالُهُۥٓ أَيۡدِيكُمۡ وَرِمَاحُكُمۡ لِيَعۡلَمَ ٱللَّهُ مَن يَخَافُهُۥ بِٱلۡغَيۡبِۚ فَمَنِ ٱعۡتَدَىٰ بَعۡدَ ذَٰلِكَ فَلَهُۥ عَذَابٌ أَلِيمٞ﴿٩٤﴾
94اى مومنانو! الله به مو خامخا د ښكار نه په يو څه شي ازمايي چې ستاسو لاسونه او نيزې به ور رسيږي، د دې لپاره چې معلومه كړي څوك دى چې په غيبو ترى وېرېږي، خو كه له دې وروسته هم چا څه تېرى وكړ نو د هغه لپاره دردناك عذاب دى.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَقۡتُلُواْ ٱلصَّيۡدَ وَأَنتُمۡ حُرُمٞۚ وَمَن قَتَلَهُۥ مِنكُم مُّتَعَمِّدٗا فَجَزَآءٞ مِّثۡلُ مَا قَتَلَ مِنَ ٱلنَّعَمِ يَحۡكُمُ بِهِۦ ذَوَا عَدۡلٖ مِّنكُمۡ هَدۡيَۢا بَٰلِغَ ٱلۡكَعۡبَةِ أَوۡ كَفَّٰرَةٞ طَعَامُ مَسَٰكِينَ أَوۡ عَدۡلُ ذَٰلِكَ صِيَامٗا لِّيَذُوقَ وَبَالَ أَمۡرِهِۦۗ عَفَا ٱللَّهُ عَمَّا سَلَفَۚ وَمَنۡ عَادَ فَيَنتَقِمُ ٱللَّهُ مِنۡهُۚ وَٱللَّهُ عَزِيزٞ ذُو ٱنتِقَامٍ﴿٩٥﴾
95اى مومنانو! د احرام په حالت ښكار مه وژنئ او كه له تاسي نه چا قصداً داسې وكړل نو د وژل شوي برابر يو څاروى دى چې له تاسو نه دوه كسه عادلان به پرې فيصله كوي او دا به د هدی په توګه كعبې ته رسيږي، يا يې كفاره څو مسكينانو ته خواړه وركول او يا په همدې برابر روژه نيول دي، د دې لپاره چې د خپلو كړو سزا وڅكي، له تېرشوو (ګناهونو) الله عفو كړې خو كه څوك (دې كار ته) بېرته راوګرځېد نو الله به ترې بدل واخلي او الله برلاسى بدل اخيستونکی دى.
أُحِلَّ لَكُمۡ صَيۡدُ ٱلۡبَحۡرِ وَطَعَامُهُۥ مَتَٰعٗا لَّكُمۡ وَلِلسَّيَّارَةِۖ وَحُرِّمَ عَلَيۡكُمۡ صَيۡدُ ٱلۡبَرِّ مَا دُمۡتُمۡ حُرُمٗاۗ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ ٱلَّذِيٓ إِلَيۡهِ تُحۡشَرُونَ﴿٩٦﴾
96د سمندر ښكار او خواړه درته حلال شوي ستاسو او نورو لارويو د ګټې اخيستنې لپاره خو د وچې ښكار تر هغه درباندې حرام دى څو چې په احرام كې ياست او هغه الله نه وېره كوئ چې هغه ته به ورغونډېږئ.
۞ جَعَلَ ٱللَّهُ ٱلۡكَعۡبَةَ ٱلۡبَيۡتَ ٱلۡحَرَامَ قِيَٰمٗا لِّلنَّاسِ وَٱلشَّهۡرَ ٱلۡحَرَامَ وَٱلۡهَدۡيَ وَٱلۡقَلَٰٓئِدَۚ ذَٰلِكَ لِتَعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ يَعۡلَمُ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِ وَأَنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٌ﴿٩٧﴾
97الله د درناوي وړ كور كعبه د خلكو د سمبالښت لپاره (وسيله) ګرځولې او همداسې حرامه مياشت، د كعبى هدی او د غاړې پټۍ، دا د دې لپاره څو تاسي وپوهېږئ چې يقينا الله په هغو ټولو شيانو پوهيږي چې په اسمانو او ځمكه كې دي او چې الله خامخا په هر شى ښه پوه دى.
ٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ وَأَنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ﴿٩٨﴾
98پوه شئ چې بې شكه الله د سخت عذاب وركوونکی هم دى او ډېر مهربان بخښونكى هم دى.
مَّا عَلَى ٱلرَّسُولِ إِلَّا ٱلۡبَلَٰغُۗ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ مَا تُبۡدُونَ وَمَا تَكۡتُمُونَ﴿٩٩﴾
99په دې رسول باندې له (پيغام) رسولو پرته بل څه نشته او تاسو يې چې څرګندوئ او يا يې پټوئ، په هغو الله ښه پوهيږي.
قُل لَّا يَسۡتَوِي ٱلۡخَبِيثُ وَٱلطَّيِّبُ وَلَوۡ أَعۡجَبَكَ كَثۡرَةُ ٱلۡخَبِيثِۚ فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ يَٰٓأُوْلِي ٱلۡأَلۡبَٰبِ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ﴿١٠٠﴾
100ورته وايه ناولي او پاك خو نه دي سره برابر كه څه هم د ناپاكو ډېروالى ښه درته ښكاره شي نو الله نه وېره كوئ ای هوښيارانو تر څو بريالي شئ.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَسۡـَٔلُواْ عَنۡ أَشۡيَآءَ إِن تُبۡدَ لَكُمۡ تَسُؤۡكُمۡ وَإِن تَسۡـَٔلُواْ عَنۡهَا حِينَ يُنَزَّلُ ٱلۡقُرۡءَانُ تُبۡدَ لَكُمۡ عَفَا ٱللَّهُ عَنۡهَاۗ وَٱللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٞ﴿١٠١﴾
101اى مومنانو! د داسې خبرو پوښتنې مه كوئ چې كه درته څرګنده شي نو بيا مو خپه كړي، خو كه هغه مهال يې پوښتنه كوئ چې قراّن نازليږي نو بيا به درته څرګنده شي، الله ترې تېر شوى دى (له پخوانۍ ګناه) او الله خو بخښونكى د زغم څښتن دى.
قَدۡ سَأَلَهَا قَوۡمٞ مِّن قَبۡلِكُمۡ ثُمَّ أَصۡبَحُواْ بِهَا كَٰفِرِينَ﴿١٠٢﴾
102له تاسو نه مخكې يوې ډلې همدا ډول پوښتنې كړې وې، خو بیا پرې کافران شول.
مَا جَعَلَ ٱللَّهُ مِنۢ بَحِيرَةٖ وَلَا سَآئِبَةٖ وَلَا وَصِيلَةٖ وَلَا حَامٖ وَلَٰكِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ يَفۡتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلۡكَذِبَۖ وَأَكۡثَرُهُمۡ لَا يَعۡقِلُونَ﴿١٠٣﴾
103نه كومه بحيره (هغه څاروی چې کله به یې یو ټاکلی عدد بچي وزیږول بیا به یې غوږ څیري کېده) الله (روا) ګرځولې، نه سائبه (هغه څاروى چې یو ټاکلی عمر به یې پوره کړ بیا به د بتانو په نامه خوشې كېدله)، نه وصيله (هغه اوښه چې پرله پسې يې ښځينه بچي زېږولي وي او بتانو ته نذر كېدله) او نه حام (هغه اوښ چې څو اوښې يې بلاربې كړې وي او بتانو ته نذر كيده)، خو څوك چې كافران شوي په الله دروغ تړي او زياتره يې عقل نه كاروي.
وَإِذَا قِيلَ لَهُمۡ تَعَالَوۡاْ إِلَىٰ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَإِلَى ٱلرَّسُولِ قَالُواْ حَسۡبُنَا مَا وَجَدۡنَا عَلَيۡهِ ءَابَآءَنَآۚ أَوَلَوۡ كَانَ ءَابَآؤُهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ شَيۡـٔٗا وَلَا يَهۡتَدُونَ﴿١٠٤﴾
104او چې ورته وويل شي هغه (حكم ) ته راشئ چې الله رانازل كړى او رسول ته راشئ وايي هغه (تګلاره) مو بس ده چې پر هغې مو خپل پلرونه موندلي، آيا كه څه هم پلرونه يې نه په څه پوهېدل او نه يې سمه لار موندلې وه.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ عَلَيۡكُمۡ أَنفُسَكُمۡۖ لَا يَضُرُّكُم مَّن ضَلَّ إِذَا ٱهۡتَدَيۡتُمۡۚ إِلَى ٱللَّهِ مَرۡجِعُكُمۡ جَمِيعٗا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ﴿١٠٥﴾
105ای مومنانو! د خپلو ځانو غم كوئ، د بل چا بې لاريتوب كوم تاوان نه درته كوي خو چې خپله پر سمه لار ياست، الله ته ستاسو د ټولو ورګرځېدل دي، بيا به مو په هغه څه خبر كړي چې تاسو به كول.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ شَهَٰدَةُ بَيۡنِكُمۡ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ ٱلۡمَوۡتُ حِينَ ٱلۡوَصِيَّةِ ٱثۡنَانِ ذَوَا عَدۡلٖ مِّنكُمۡ أَوۡ ءَاخَرَانِ مِنۡ غَيۡرِكُمۡ إِنۡ أَنتُمۡ ضَرَبۡتُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَأَصَٰبَتۡكُم مُّصِيبَةُ ٱلۡمَوۡتِۚ تَحۡبِسُونَهُمَا مِنۢ بَعۡدِ ٱلصَّلَوٰةِ فَيُقۡسِمَانِ بِٱللَّهِ إِنِ ٱرۡتَبۡتُمۡ لَا نَشۡتَرِي بِهِۦ ثَمَنٗا وَلَوۡ كَانَ ذَا قُرۡبَىٰ وَلَا نَكۡتُمُ شَهَٰدَةَ ٱللَّهِ إِنَّآ إِذٗا لَّمِنَ ٱلۡأٓثِمِينَ﴿١٠٦﴾
106ای مومنانو! كله چې ستاسو كوم يو د مرګ وخت راشي نو د وصيت پر مهال يې ستاسو (مسلمانانو) نه د دووكسانو عادلانو شاهدي ده او يا له تاسي پرته دوه نورو كسانو، كه چېرې مو په ځمكه كې سفر كړى و او بيا د مرګ مصيبت در ورسي، او كه څه شك مو وكړ نو دواړه به لمانځه نه وروسته راستانه كړئ، دوى به په الله قسم كوي چې موږ په دى (شاهدي) څه نه پيرو كه څه هم خپلوان مو وي او نه د الله شاهدي پټوو، بيا خو به موږ خامخا له ګناهګارانو څخه يو.
فَإِنۡ عُثِرَ عَلَىٰٓ أَنَّهُمَا ٱسۡتَحَقَّآ إِثۡمٗا فَـَٔاخَرَانِ يَقُومَانِ مَقَامَهُمَا مِنَ ٱلَّذِينَ ٱسۡتَحَقَّ عَلَيۡهِمُ ٱلۡأَوۡلَيَٰنِ فَيُقۡسِمَانِ بِٱللَّهِ لَشَهَٰدَتُنَآ أَحَقُّ مِن شَهَٰدَتِهِمَا وَمَا ٱعۡتَدَيۡنَآ إِنَّآ إِذٗا لَّمِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ﴿١٠٧﴾
107نو كه ښكاره شي چې هغوى دواړو ځان په ګناه اخته كړى نو بيا دې نور دوه كسان د دوى پر ځاى ودريږي كوم چې تر لومړنيو زيات وړ وي، نو په الله دې قسم وكړي چې زموږ شاهدي د هغو دواړو له شاهدۍ زياته په حقه ده او څه تېرى مو هم نه دى كړى بيا به موږ حتماً له ظالمانو څخه يو.
ذَٰلِكَ أَدۡنَىٰٓ أَن يَأۡتُواْ بِٱلشَّهَٰدَةِ عَلَىٰ وَجۡهِهَآ أَوۡ يَخَافُوٓاْ أَن تُرَدَّ أَيۡمَٰنُۢ بَعۡدَ أَيۡمَٰنِهِمۡۗ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَٱسۡمَعُواْۗ وَٱللَّهُ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلۡفَٰسِقِينَ﴿١٠٨﴾
108دا كار دې ته ډېر نږدې دى چې خلك به شاهدي ووايي څنګه چې ښايي او يا به وډار شي چې د هغوى له قسمونو وروسته به يې قسمونه رد كړى شي او الله نه وېره كوئ او خبره واورئ، او الله سرغړونكو خلكو ته سمه لار نه ښايې.
۞ يَوۡمَ يَجۡمَعُ ٱللَّهُ ٱلرُّسُلَ فَيَقُولُ مَاذَآ أُجِبۡتُمۡۖ قَالُواْ لَا عِلۡمَ لَنَآۖ إِنَّكَ أَنتَ عَلَّٰمُ ٱلۡغُيُوبِ﴿١٠٩﴾
109هغه ورځ چې الله رسولان را غونډ كړي ورته وايې: به څه ځواب دركړل شو؟ وايي به: موږ نه پوهېږو، بې شكه يوازي همدا ته په غيبو ښه پوهېدونكى يې.
إِذۡ قَالَ ٱللَّهُ يَٰعِيسَى ٱبۡنَ مَرۡيَمَ ٱذۡكُرۡ نِعۡمَتِي عَلَيۡكَ وَعَلَىٰ وَٰلِدَتِكَ إِذۡ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ ٱلۡقُدُسِ تُكَلِّمُ ٱلنَّاسَ فِي ٱلۡمَهۡدِ وَكَهۡلٗاۖ وَإِذۡ عَلَّمۡتُكَ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡحِكۡمَةَ وَٱلتَّوۡرَىٰةَ وَٱلۡإِنجِيلَۖ وَإِذۡ تَخۡلُقُ مِنَ ٱلطِّينِ كَهَيۡـَٔةِ ٱلطَّيۡرِ بِإِذۡنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيۡرَۢا بِإِذۡنِيۖ وَتُبۡرِئُ ٱلۡأَكۡمَهَ وَٱلۡأَبۡرَصَ بِإِذۡنِيۖ وَإِذۡ تُخۡرِجُ ٱلۡمَوۡتَىٰ بِإِذۡنِيۖ وَإِذۡ كَفَفۡتُ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ عَنكَ إِذۡ جِئۡتَهُم بِٱلۡبَيِّنَٰتِ فَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۡهُمۡ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا سِحۡرٞ مُّبِينٞ﴿١١٠﴾
110او كله چې الله وويل: اى عيسى د مريمې زويه! پر تا او مور دې زما پيرزوينې در په ياد كړه، چې كله مې په سپېڅلي روح ستا مرسته وكړه، ته به خلكو سره غږېدلې هم په زانګو كې او هم په بوډاتوب، او چې تا ته مې د كتاب، حكمت، تورات او انجيل ښوونه وكړه، او دا چې زما په حکم به دې له خټې د مرغه په بڼه جوړول بيا دې پوكى پكې كاوه نو زما په حكم سره به (ژوندى) مرغه شو، او زما په حكم دې مور زادي ړوند او برګى ( پيس ناروغ) روغول، او دا چې زما په حكم دې مړي راوېستل، او چې بني اسرائيل مې در نه ايسار كړل هغه وخت چې ته له ښكاره نښانو سره ورغلى وې خو له دوى نه چې كوم خلك كافران شوي وو هغوى وويل: دا خو له څرګندو كوډو پرته بل څه نه دي!
وَإِذۡ أَوۡحَيۡتُ إِلَى ٱلۡحَوَارِيِّـۧنَ أَنۡ ءَامِنُواْ بِي وَبِرَسُولِي قَالُوٓاْ ءَامَنَّا وَٱشۡهَدۡ بِأَنَّنَا مُسۡلِمُونَ﴿١١١﴾
111او كله مې چې حواريانو ته په زړه كې ور واچول چې پر ما او رسول مې ايمان راوړئ! ويلې ايمان مو راوړى او شاهد اوسه چې موږ مسلمانان يو.
إِذۡ قَالَ ٱلۡحَوَارِيُّونَ يَٰعِيسَى ٱبۡنَ مَرۡيَمَ هَلۡ يَسۡتَطِيعُ رَبُّكَ أَن يُنَزِّلَ عَلَيۡنَا مَآئِدَةٗ مِّنَ ٱلسَّمَآءِۖ قَالَ ٱتَّقُواْ ٱللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤۡمِنِينَ﴿١١٢﴾
112كله چې حواريانو وويل: اې عيسى د مريمې زويه! آيا ستا رب كولاى شي له اسمانه پر موږ يو دسترخوان را نازل كړي؟ ويلى: الله نه وډار شئ كه (رښتيا) مومنان ياست.
قَالُواْ نُرِيدُ أَن نَّأۡكُلَ مِنۡهَا وَتَطۡمَئِنَّ قُلُوبُنَا وَنَعۡلَمَ أَن قَدۡ صَدَقۡتَنَا وَنَكُونَ عَلَيۡهَا مِنَ ٱلشَّٰهِدِينَ﴿١١٣﴾
113هغوى ويل: موږ صرف دا غواړو چې څه ترې وخورو، زړونه مو ډاډه شي او وپوهيږو چې يقيناً تا رښتيا راته ويلي وو او پر هغه شاهدان اوسېږو.
قَالَ عِيسَى ٱبۡنُ مَرۡيَمَ ٱللَّهُمَّ رَبَّنَآ أَنزِلۡ عَلَيۡنَا مَآئِدَةٗ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ تَكُونُ لَنَا عِيدٗا لِّأَوَّلِنَا وَءَاخِرِنَا وَءَايَةٗ مِّنكَۖ وَٱرۡزُقۡنَا وَأَنتَ خَيۡرُ ٱلرَّٰزِقِينَ﴿١١٤﴾
114عيسى د مريمې زوى وويل: اې الله زموږ ربه! له اسمانه يو دسترخوان را باندې رانازل کړه چې زموږ د ړومبيو او وروستيو لپاره خوښي (اختر) او ستا له خوا يوه نښانه وي او موږ ته روزى راكړه، ته ښه روزي وركونكى يې.
قَالَ ٱللَّهُ إِنِّي مُنَزِّلُهَا عَلَيۡكُمۡۖ فَمَن يَكۡفُرۡ بَعۡدُ مِنكُمۡ فَإِنِّيٓ أُعَذِّبُهُۥ عَذَابٗا لَّآ أُعَذِّبُهُۥٓ أَحَدٗا مِّنَ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿١١٥﴾
115الله وفرمايل: (دا دى) زه يې درته را نازلوونكى يم خو كه تاسي نه له دې وروسته هم څوك كافر شي نو هغه به داسې عذابوم چې له نړيوالو به هيڅوك هغه شان نه عذابوم.
وَإِذۡ قَالَ ٱللَّهُ يَٰعِيسَى ٱبۡنَ مَرۡيَمَ ءَأَنتَ قُلۡتَ لِلنَّاسِ ٱتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَٰهَيۡنِ مِن دُونِ ٱللَّهِۖ قَالَ سُبۡحَٰنَكَ مَا يَكُونُ لِيٓ أَنۡ أَقُولَ مَا لَيۡسَ لِي بِحَقٍّۚ إِن كُنتُ قُلۡتُهُۥ فَقَدۡ عَلِمۡتَهُۥۚ تَعۡلَمُ مَا فِي نَفۡسِي وَلَآ أَعۡلَمُ مَا فِي نَفۡسِكَۚ إِنَّكَ أَنتَ عَلَّٰمُ ٱلۡغُيُوبِ﴿١١٦﴾
116كله چې الله وويل: ای عيسى د مريمى زويه! آيا تا خلكو ته ويلي و چې: الله نه پرته ما او زما مور دوه خدایان (په عبادت) ونيسئ؟ ويلې: تا لره پاكي ده! ما ته نه دي (مناسب) چې داسې څه ووایم كوم چې ما ته حق نه و، كه ما څه ويلي وي نو ته خامخا ورباندې پوه يې، ته په هغه څه ښه پوهېږې چې زما په زړه كې دي او زه په هغه نه پوهېږم چې ستا په نفس كې دي، بې شكه همدا ته په غيبو ښه پوهېدونكى يې.
مَا قُلۡتُ لَهُمۡ إِلَّا مَآ أَمَرۡتَنِي بِهِۦٓ أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمۡۚ وَكُنتُ عَلَيۡهِمۡ شَهِيدٗا مَّا دُمۡتُ فِيهِمۡۖ فَلَمَّا تَوَفَّيۡتَنِي كُنتَ أَنتَ ٱلرَّقِيبَ عَلَيۡهِمۡۚ وَأَنتَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ شَهِيدٌ﴿١١٧﴾
117بل څه مى نه دي ورته ويلي پرته له هغه چې تا يې راته امر كړى و، دا چې يوازې الله ولمانځئ زما او ستاسو رب، او زه تر هغه پرې څارونكى وم چې په دوى كې وم، خو كله دې چې دې درواخيستم نو خپله ته ورباندې څارونكى وې او همدا ته په هر څه څارونكى يې.
إِن تُعَذِّبۡهُمۡ فَإِنَّهُمۡ عِبَادُكَۖ وَإِن تَغۡفِرۡ لَهُمۡ فَإِنَّكَ أَنتَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ﴿١١٨﴾
118كه سزا وركوې نو خپل بندګان دې دي او كه بخښنه ورته كوې نو بې شكه همدا ته حكمت والا برلاسى يې.
قَالَ ٱللَّهُ هَٰذَا يَوۡمُ يَنفَعُ ٱلصَّٰدِقِينَ صِدۡقُهُمۡۚ لَهُمۡ جَنَّٰتٞ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۖ رَّضِيَ ٱللَّهُ عَنۡهُمۡ وَرَضُواْ عَنۡهُۚ ذَٰلِكَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ﴿١١٩﴾
119الله وفرمايل: دا هغه ورځ ده چې رښتينو ته به يې خپله رښتينولي ګټه رسوي، د هغوى لپاره به داسې جنتونه وي چې ترې لاندې به ويالې بهيږي تل ترتله اوسېدونكي پكې، الله هغوى نه راضي او دوى هغه نه راضي شول، همدا ستر برياليتوب دى.
لِلَّهِ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا فِيهِنَّۚ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرُۢ﴿١٢٠﴾
120د اسمانو، ځمكې او څه چې پكى دې، ټولوباچایي يوازې الله لره ده او هغه په هر څه قادر دى.