Ya-Sin

يس

Ya-Sin83 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

يسٓ﴿١

1يس [1]

وَٱلۡقُرۡءَانِ ٱلۡحَكِيمِ﴿٢

2قسم دی په قرآن حکمتونو والا باندې.

إِنَّكَ لَمِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ﴿٣

3چې له شک پرته ته له رسولانو يې.

عَلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ﴿٤

4(او) پر نېغه لار (روان) يې

تَنزِيلَ ٱلۡعَزِيزِ ٱلرَّحِيمِ﴿٥

5نازلول دي د زورور (ذات له خوا چې) رحم کوونکی دی.

لِتُنذِرَ قَوۡمٗا مَّآ أُنذِرَ ءَابَآؤُهُمۡ فَهُمۡ غَٰفِلُونَ﴿٦

6تر څو ته يو داسې قوم ووېروې چى د هغوی پلرونه، نيكونه وېرول شوي نه وو او له دې كبله هغوى په غفلت كې غورځيدلي دي.

لَقَدۡ حَقَّ ٱلۡقَوۡلُ عَلَىٰٓ أَكۡثَرِهِمۡ فَهُمۡ لَا يُؤۡمِنُونَ﴿٧

7بیشکه په زياترو باندې (د عذاب) خبره رېښتيا شوې ده نو (اوس) هغوى ايمان نه راوړي.

إِنَّا جَعَلۡنَا فِيٓ أَعۡنَٰقِهِمۡ أَغۡلَٰلٗا فَهِيَ إِلَى ٱلۡأَذۡقَانِ فَهُم مُّقۡمَحُونَ﴿٨

8موږ د هغوی په غاړو كښې طوقونه اچولي دي چې د هغوى تر زنو پورې رسيدلي دي له دې امله هغوى سرونه پورته نيولي ولاړ دي.

وَجَعَلۡنَا مِنۢ بَيۡنِ أَيۡدِيهِمۡ سَدّٗا وَمِنۡ خَلۡفِهِمۡ سَدّٗا فَأَغۡشَيۡنَٰهُمۡ فَهُمۡ لَا يُبۡصِرُونَ﴿٩

9او د هغوى مخې ته مو هم دېوال جوړ كړى او تر شايې هم دېوال او پرده مو پر (سترګو يې) اچولې نو (اوس) هغوى څه نه ويني.

وَسَوَآءٌ عَلَيۡهِمۡ ءَأَنذَرۡتَهُمۡ أَمۡ لَمۡ تُنذِرۡهُمۡ لَا يُؤۡمِنُونَ﴿١٠

10او پر دوى برابره ده که ته هغوى ووېروې او كه يې ونه وېروې، په هېڅ صورت هغوى ايمان نه راوړي.

إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ ٱتَّبَعَ ٱلذِّكۡرَ وَخَشِيَ ٱلرَّحۡمَٰنَ بِٱلۡغَيۡبِۖ فَبَشِّرۡهُ بِمَغۡفِرَةٖ وَأَجۡرٖ كَرِيمٍ﴿١١

11بیشکه ته هغه څوك ډارولاى شې چې په دې نصيحت پسې روان وي او په غيبو له رحمانه ويريږي، نو همغه ته د بخښنې او پتمن اجر زېرى وركړه.

إِنَّا نَحۡنُ نُحۡيِ ٱلۡمَوۡتَىٰ وَنَكۡتُبُ مَا قَدَّمُواْ وَءَاثَٰرَهُمۡۚ وَكُلَّ شَيۡءٍ أَحۡصَيۡنَٰهُ فِيٓ إِمَامٖ مُّبِينٖ﴿١٢

12بېشكه همدا موږ مړي راژوندي كوو او هغه څه (عملونه) ليكو چې وړاندې يې لېږلي او چې وروسته يې پاتې دي او دا هر څه مو په يو څرګند كتاب كې شمېرلي دي.

وَٱضۡرِبۡ لَهُم مَّثَلًا أَصۡحَٰبَ ٱلۡقَرۡيَةِ إِذۡ جَآءَهَا ٱلۡمُرۡسَلُونَ﴿١٣

13او هغوى ته يوه بېلګه بيان كړه، د هغه كلي د خلكو چې كله (ډېر) رسولان ورغلي وو.

إِذۡ أَرۡسَلۡنَآ إِلَيۡهِمُ ٱثۡنَيۡنِ فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزۡنَا بِثَالِثٖ فَقَالُوٓاْ إِنَّآ إِلَيۡكُم مُّرۡسَلُونَ﴿١٤

14هغه وخت چې دوه كسان مو ورولېږل خو چې هغه دواړه يې درواغجن وبلل نو بيا مو يې په درېيم سره پياوړي کړل نو هغوى (درې واړو) وويل: په رېښتيا موږ تاسي ته رالېږل شوي استازي يو.

قَالُواْ مَآ أَنتُمۡ إِلَّا بَشَرٞ مِّثۡلُنَا وَمَآ أَنزَلَ ٱلرَّحۡمَٰنُ مِن شَيۡءٍ إِنۡ أَنتُمۡ إِلَّا تَكۡذِبُونَ﴿١٥

15دوى وويل تاسو خو زموږ په شان له يو بشر پرته بل څوك نه ياست او نه رحمان (الله) څه رانازل كړي دي، تاسو بل څه نه ياست، يوازې درواغ واياست.

قَالُواْ رَبُّنَا يَعۡلَمُ إِنَّآ إِلَيۡكُمۡ لَمُرۡسَلُونَ﴿١٦

16رسولانو وويل: زموږ رب پوهېږي موږ هرومرو تاسي ته د پيغمبرانو په توګه لېږل شوي يو.

وَمَا عَلَيۡنَآ إِلَّا ٱلۡبَلَٰغُ ٱلۡمُبِينُ﴿١٧

17اوپر موږ باندې له روښانه څرګند پيغام رسولو پرته نور مسئوليت نشته.

قَالُوٓاْ إِنَّا تَطَيَّرۡنَا بِكُمۡۖ لَئِن لَّمۡ تَنتَهُواْ لَنَرۡجُمَنَّكُمۡ وَلَيَمَسَّنَّكُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٞ﴿١٨

18هغوى وويل: موږ پر تاسو بد فال نيولى (نو) كه ايسار نه شوئ هرومرو به مو په كاڼو وولو او زموږ له لاسه به دردوونکی عذاب در ورسي.

قَالُواْ طَٰٓئِرُكُم مَّعَكُمۡ أَئِن ذُكِّرۡتُمۚ بَلۡ أَنتُمۡ قَوۡمٞ مُّسۡرِفُونَ﴿١٩

19وېلې: ستاسو سپېروالی خپله تاسي سره دى، آيا (په دې كې سپېروالی دى) چې تاسو ته نصيحت وشو؟ نه، په اصل كې تاسي خپله زياتى كوونكي ياست.

وَجَآءَ مِنۡ أَقۡصَا ٱلۡمَدِينَةِ رَجُلٞ يَسۡعَىٰ قَالَ يَٰقَوۡمِ ٱتَّبِعُواْ ٱلۡمُرۡسَلِينَ﴿٢٠

20او د هغه ښار له يو لېرې ځايه يو سړى په منډه راغى وېلې: ای زما قومه! په دغو رسولانو پسې لاړ شئ.

ٱتَّبِعُواْ مَن لَّا يَسۡـَٔلُكُمۡ أَجۡرٗا وَهُم مُّهۡتَدُونَ﴿٢١

21دهغه چا پيروي وكړئ چې له تاسي څخه څه اجر نه غواړي او پر سمه لار دي.

وَمَالِيَ لَآ أَعۡبُدُ ٱلَّذِي فَطَرَنِي وَإِلَيۡهِ تُرۡجَعُونَ﴿٢٢

22او څه دې مالره چې د هغه ذات بندګي ونه كړم چې زه یې پيدا كړى يم او د هغه لوري ته ستاسي ټولو ورګرځېدل دي.

ءَأَتَّخِذُ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةً إِن يُرِدۡنِ ٱلرَّحۡمَٰنُ بِضُرّٖ لَّا تُغۡنِ عَنِّي شَفَٰعَتُهُمۡ شَيۡـٔٗا وَلَا يُنقِذُونِ﴿٢٣

23آيا له هغه پرته نور داسې معبودان ونيسم چې كه رحمان ما ته څه تاوان رسول غواړي نو د هغوى سپارښت را څخه نه څه ايسارولاى شي او نه مې بچ كولاى شي.

إِنِّيٓ إِذٗا لَّفِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٍ﴿٢٤

24(كه زه دا كار وكړم) نو زه به په دغه وخت څرګنده ګمراهۍ كې یم.

إِنِّيٓ ءَامَنتُ بِرَبِّكُمۡ فَٱسۡمَعُونِ﴿٢٥

25ما خو ستاسي په رب باندې ايمان راوړى تاسي هم زما خبره واورئ.

قِيلَ ٱدۡخُلِ ٱلۡجَنَّةَۖ قَالَ يَٰلَيۡتَ قَوۡمِي يَعۡلَمُونَ﴿٢٦

26ورته وويل شو: جنت ته ننوځه! وېلې كاشكى زما قوم پوهېدلاى.

بِمَا غَفَرَ لِي رَبِّي وَجَعَلَنِي مِنَ ٱلۡمُكۡرَمِينَ﴿٢٧

27په دې چې زما رب زه وبخښلم او په عزتمنو كې يې شامل كړم.

۞ وَمَآ أَنزَلۡنَا عَلَىٰ قَوۡمِهِۦ مِنۢ بَعۡدِهِۦ مِن جُندٖ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَمَا كُنَّا مُنزِلِينَ﴿٢٨

28او له هغه وروسته مو نه د ده په قوم له اسمانه كوم لښكر راكوز كړ او نه يې موږ راكوزونكي وو.

إِن كَانَتۡ إِلَّا صَيۡحَةٗ وَٰحِدَةٗ فَإِذَا هُمۡ خَٰمِدُونَ﴿٢٩

29هغه (عذاب) له يوې چيغې پرته بل څه نه و چې بيا يو دم هغوى يخ مړه پراته وو.

يَٰحَسۡرَةً عَلَى ٱلۡعِبَادِۚ مَا يَأۡتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلَّا كَانُواْ بِهِۦ يَسۡتَهۡزِءُونَ﴿٣٠

30افسوس د بندګانو پر حال باندې هغوی ته چې هر پيغمبر راغى په هغه پورې يې ملنډې مسخرې وكړې.

أَلَمۡ يَرَوۡاْ كَمۡ أَهۡلَكۡنَا قَبۡلَهُم مِّنَ ٱلۡقُرُونِ أَنَّهُمۡ إِلَيۡهِمۡ لَا يَرۡجِعُونَ﴿٣١

31اّيا نه يې دي ليدلي چې له دوى مخكې قومونو څخه مو څومره تباه كړي دي چې دوى ته بيا نه راګرځي.

وَإِن كُلّٞ لَّمَّا جَمِيعٞ لَّدَيۡنَا مُحۡضَرُونَ﴿٣٢

32یقینا شان دا دی دوى ټول به په يو ځل [وار] زموږ پر وړاندې حاضريږي.

وَءَايَةٞ لَّهُمُ ٱلۡأَرۡضُ ٱلۡمَيۡتَةُ أَحۡيَيۡنَٰهَا وَأَخۡرَجۡنَا مِنۡهَا حَبّٗا فَمِنۡهُ يَأۡكُلُونَ﴿٣٣

33او يوه (لويه) نښانه د دوى لپاره همدا مړه زمكه ده چې موږ را ژوندۍ كړې او له هغې مو (هر ډول) دانې را وېستلې دي چې دوى خوراك ترې كوي.

وَجَعَلۡنَا فِيهَا جَنَّٰتٖ مِّن نَّخِيلٖ وَأَعۡنَٰبٖ وَفَجَّرۡنَا فِيهَا مِنَ ٱلۡعُيُونِ﴿٣٤

34او په هغې كې مو د كجورو او انګورو ډېر باغونه پيدا كړي او چينې مو پكې بیولې دي.

لِيَأۡكُلُواْ مِن ثَمَرِهِۦ وَمَا عَمِلَتۡهُ أَيۡدِيهِمۡۚ أَفَلَا يَشۡكُرُونَ﴿٣٥

35دې لپاره چې دوى يې له مېوو نه خوراك وكړي او دا خو د هغوى خپلو لاسونو نه دي جوړ كړي نو اّيا شكر نه وباسي.

سُبۡحَٰنَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلۡأَزۡوَٰجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنۢبِتُ ٱلۡأَرۡضُ وَمِنۡ أَنفُسِهِمۡ وَمِمَّا لَا يَعۡلَمُونَ﴿٣٦

36هغه ذات لره پاكي ده چې دا ټولې جوړې يې پيدا كړې دي، له هغو نه چې ځمكه يې را زرغونوي خپله د هغوى له ځانو (اولادونو) او (يا) له هغو شيانو چې دوى يې لا پېژني هم نه.

وَءَايَةٞ لَّهُمُ ٱلَّيۡلُ نَسۡلَخُ مِنۡهُ ٱلنَّهَارَ فَإِذَا هُم مُّظۡلِمُونَ﴿٣٧

37او(بله) نښانه د دوى لپاره همدا شپه ده چې ورځ ترې را وباسو ناګهانه دوی په تیاره کې وي.

وَٱلشَّمۡسُ تَجۡرِي لِمُسۡتَقَرّٖ لَّهَاۚ ذَٰلِكَ تَقۡدِيرُ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡعَلِيمِ﴿٣٨

38او لمر روان دی خپل ځای د قرارۍ ته دا د پوه او زورور ذات اندازه ده.

وَٱلۡقَمَرَ قَدَّرۡنَٰهُ مَنَازِلَ حَتَّىٰ عَادَ كَٱلۡعُرۡجُونِ ٱلۡقَدِيمِ﴿٣٩

39او موږ سپوږمۍ ته پړاوونه ټاكلي تر دې چې هغه شي په شان د وچې اوزړې لښتې د خرما.

لَا ٱلشَّمۡسُ يَنۢبَغِي لَهَآ أَن تُدۡرِكَ ٱلۡقَمَرَ وَلَا ٱلَّيۡلُ سَابِقُ ٱلنَّهَارِۚ وَكُلّٞ فِي فَلَكٖ يَسۡبَحُونَ﴿٤٠

40نه لمر ته دا ښايي چې سپوږمۍ راګيره كړي او نه شپه په ورځې مخکې كېدونكې ده، دا هر یو پخپل مدار کې لامبو وهي.

وَءَايَةٞ لَّهُمۡ أَنَّا حَمَلۡنَا ذُرِّيَّتَهُمۡ فِي ٱلۡفُلۡكِ ٱلۡمَشۡحُونِ﴿٤١

41او (بله) نښانه د دوى لپاره دا چې موږ د هغوى نسل په يوه ډكه شوې بېړۍ كې سپاره كړي وو.

وَخَلَقۡنَا لَهُم مِّن مِّثۡلِهِۦ مَا يَرۡكَبُونَ﴿٤٢

42او دوى ته مو د دې په شان نور (هم) داسې شيان پيدا كړي چې ورباندې سپريږي.

وَإِن نَّشَأۡ نُغۡرِقۡهُمۡ فَلَا صَرِيخَ لَهُمۡ وَلَا هُمۡ يُنقَذُونَ﴿٤٣

43او كه موږ وغواړو دوى به ډوب كړو، بيا به يې نه څوك چيغه اورېدونكى وي او نه به ژغورل كيږي.

إِلَّا رَحۡمَةٗ مِّنَّا وَمَتَٰعًا إِلَىٰ حِينٖ﴿٤٤

44خو زموږ له خوا يو رحمت او څه لږه فايده ورکول و تر یو وخته.

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱتَّقُواْ مَا بَيۡنَ أَيۡدِيكُمۡ وَمَا خَلۡفَكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تُرۡحَمُونَ﴿٤٥

45او كله چې دوى ته وويل شي: له هغه څه (عذابه) ځان وساتئ چې ستاسو په مخ كې دى او هغه چې تر شا مو دى تر څو رحم درباندې وشي.

وَمَا تَأۡتِيهِم مِّنۡ ءَايَةٖ مِّنۡ ءَايَٰتِ رَبِّهِمۡ إِلَّا كَانُواْ عَنۡهَا مُعۡرِضِينَ﴿٤٦

46او هغوى ته د خپل رب له نښانو يوه نښه هم داسې نه راځي چې دوى ترې مخ ګرځونكي نه وي.

وَإِذَا قِيلَ لَهُمۡ أَنفِقُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ ٱللَّهُ قَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لِلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَنُطۡعِمُ مَن لَّوۡ يَشَآءُ ٱللَّهُ أَطۡعَمَهُۥٓ إِنۡ أَنتُمۡ إِلَّا فِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٖ﴿٤٧

47او كله چې ورته وويل شي: له هغه څه چې الله درته روزى كړي لګښت وكړئ نو بيا هغه كسان چې كافر شوي، مومنانو ته وايي: اّيا په هغه چا يې وخورو چې كه الله وغواړي خپله به خواړه وركړي، تاسو خو له يو ښكاره بې لاريتوب څخه پرته بل څه كې نه ياست.

وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَٰذَا ٱلۡوَعۡدُ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ﴿٤٨

48او دوى وويل: كله به وي دا پرېکړه (د عذاب)؟ كه تاسي ریښتيني ياست؟

مَا يَنظُرُونَ إِلَّا صَيۡحَةٗ وَٰحِدَةٗ تَأۡخُذُهُمۡ وَهُمۡ يَخِصِّمُونَ﴿٤٩

49دوى له يوې (سختې) چيغې پرته بل انتظار نه كوي چې داسې وخت به يې راګير كړي چې هغوى به بحثونه [داخیستلو او خرڅولو] کوي.

فَلَا يَسۡتَطِيعُونَ تَوۡصِيَةٗ وَلَآ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِمۡ يَرۡجِعُونَ﴿٥٠

50نو بيا به نه څه وصيت كولاى شي او نه به خپلې كورنۍ ته راستنېدلاى شي.

وَنُفِخَ فِي ٱلصُّورِ فَإِذَا هُم مِّنَ ٱلۡأَجۡدَاثِ إِلَىٰ رَبِّهِمۡ يَنسِلُونَ﴿٥١

51او شپېلۍ كې به پو كړى شي نو دوى به ناڅاپه له قبرونو د خپل رب په لوري منډې وهوونکي وي.

قَالُواْ يَٰوَيۡلَنَا مَنۢ بَعَثَنَا مِن مَّرۡقَدِنَاۜۗ هَٰذَا مَا وَعَدَ ٱلرَّحۡمَٰنُ وَصَدَقَ ٱلۡمُرۡسَلُونَ﴿٥٢

52وايي به افسوس دی موږ لره، چا د خپلو خوب ځايونو څخه راپاڅولو؟ دا هماغه ده چې رحمٰن يې ژمنه كړې وه او پېغمبرانو رښتيا ويلي وو.

إِن كَانَتۡ إِلَّا صَيۡحَةٗ وَٰحِدَةٗ فَإِذَا هُمۡ جَمِيعٞ لَّدَيۡنَا مُحۡضَرُونَ﴿٥٣

53هغه له يوې چيغې پرته بل څه نه ده، بيا به ناګهانه هغوى ټول زموږ پر وړاندې حاضرکړای شي.

فَٱلۡيَوۡمَ لَا تُظۡلَمُ نَفۡسٞ شَيۡـٔٗا وَلَا تُجۡزَوۡنَ إِلَّا مَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ﴿٥٤

54نو نن به په هيچا هيڅ ظلم ونه شي او نه به ستاسو له خپلو عملو پرته د بل څه بدله دركړى شي.

إِنَّ أَصۡحَٰبَ ٱلۡجَنَّةِ ٱلۡيَوۡمَ فِي شُغُلٖ فَٰكِهُونَ﴿٥٥

55يقيناً جنتيان به نن په خپلو مزو كې مصروف وي. .

هُمۡ وَأَزۡوَٰجُهُمۡ فِي ظِلَٰلٍ عَلَى ٱلۡأَرَآئِكِ مُتَّكِـُٔونَ﴿٥٦

56دوى او مېرمنې به يې په سيورو كې پر تختونو ډډه وهونكي (ناست) وي. .

لَهُمۡ فِيهَا فَٰكِهَةٞ وَلَهُم مَّا يَدَّعُونَ﴿٥٧

57دوى لره به پكې مېوې او څه چې غواړي هغه وي.

سَلَٰمٞ قَوۡلٗا مِّن رَّبّٖ رَّحِيمٖ﴿٥٨

58د مهربان رب لخوا به ورته سلام ويل كيږي.

وَٱمۡتَٰزُواْ ٱلۡيَوۡمَ أَيُّهَا ٱلۡمُجۡرِمُونَ﴿٥٩

59او (وبه ويل شي) اې مجرمانو (تاسو) نن را بېل شئ.

۞ أَلَمۡ أَعۡهَدۡ إِلَيۡكُمۡ يَٰبَنِيٓ ءَادَمَ أَن لَّا تَعۡبُدُواْ ٱلشَّيۡطَٰنَۖ إِنَّهُۥ لَكُمۡ عَدُوّٞ مُّبِينٞ﴿٦٠

60اې د آدم زامنو! تاسو ته مې حكم نه و كړى چې د شيطان عبادت [تابعداري] مه كوئ، هغه ستاسو څرګند غليم (دښمن) دى.

وَأَنِ ٱعۡبُدُونِيۚ هَٰذَا صِرَٰطٞ مُّسۡتَقِيمٞ﴿٦١

61او دا چې په بندګۍ خاص کړئ ما لره، دا نېغه لار ده.

وَلَقَدۡ أَضَلَّ مِنكُمۡ جِبِلّٗا كَثِيرًاۖ أَفَلَمۡ تَكُونُواْ تَعۡقِلُونَ﴿٦٢

62او بېشكه هغه له تاسو نه ډېر خلك بې لارې كړي، اّيا تاسو عقل نه كارولو؟

هَٰذِهِۦ جَهَنَّمُ ٱلَّتِي كُنتُمۡ تُوعَدُونَ﴿٦٣

63دا هماغه جهنم دى چې ژمنه يې درسره كېدله.

ٱصۡلَوۡهَا ٱلۡيَوۡمَ بِمَا كُنتُمۡ تَكۡفُرُونَ﴿٦٤

64په دې چې تاسو به كفر كولو نو نن هغه ته ورننوځئ.

ٱلۡيَوۡمَ نَخۡتِمُ عَلَىٰٓ أَفۡوَٰهِهِمۡ وَتُكَلِّمُنَآ أَيۡدِيهِمۡ وَتَشۡهَدُ أَرۡجُلُهُم بِمَا كَانُواْ يَكۡسِبُونَ﴿٦٥

65نن به موږ د هغوى په خولو مهر وهو، خبرې به يې لاسونه راسره كوي او پښې به يې په هغو كارو شاهدي وايي چې دوى به كول.

وَلَوۡ نَشَآءُ لَطَمَسۡنَا عَلَىٰٓ أَعۡيُنِهِمۡ فَٱسۡتَبَقُواْ ٱلصِّرَٰطَ فَأَنَّىٰ يُبۡصِرُونَ﴿٦٦

66او كه موږ وغواړو د هغوى سترګې به هموارې (بې نوره) كړو، بيا چې لارې ته ور وړاندې شي نو څرنګه به يې ويني.

وَلَوۡ نَشَآءُ لَمَسَخۡنَٰهُمۡ عَلَىٰ مَكَانَتِهِمۡ فَمَا ٱسۡتَطَٰعُواْ مُضِيّٗا وَلَا يَرۡجِعُونَ﴿٦٧

67او كه وغواړو خامخا به يې پر خپلو ځايو مسخ كړو، بيا به دوى نه تللى او نه راګرځېدلى شي.

وَمَن نُّعَمِّرۡهُ نُنَكِّسۡهُ فِي ٱلۡخَلۡقِۚ أَفَلَا يَعۡقِلُونَ﴿٦٨

68او چا ته چې اوږد عمر وركوو نو هغه په پيدايښت كې [بدن یې] کمزوری كوو، اّيا نو دوى عقل نه كاروي؟

وَمَا عَلَّمۡنَٰهُ ٱلشِّعۡرَ وَمَا يَنۢبَغِي لَهُۥٓۚ إِنۡ هُوَ إِلَّا ذِكۡرٞ وَقُرۡءَانٞ مُّبِينٞ﴿٦٩

69او موږ هغه ته نه شعر ورښوولى او نه ورسره ښايي، هغه خو له نصيحت او روښان قرآنه پرته بل څه نه دى.

لِّيُنذِرَ مَن كَانَ حَيّٗا وَيَحِقَّ ٱلۡقَوۡلُ عَلَى ٱلۡكَٰفِرِينَ﴿٧٠

70دې لپاره چې كه څوك ژوندى وي هغه ته خبردارى وركړي او پر كافرانو (د عذاب) خبره ثابته شي.

أَوَلَمۡ يَرَوۡاْ أَنَّا خَلَقۡنَا لَهُم مِّمَّا عَمِلَتۡ أَيۡدِينَآ أَنۡعَٰمٗا فَهُمۡ لَهَا مَٰلِكُونَ﴿٧١

71او آيا دوی نه ګوري چې یقینا پیدا کړي موږ دوى لپاره له هغو څه چې زموږ لاسونو کړي څاروي نو دوى يې مالكان دي.

وَذَلَّلۡنَٰهَا لَهُمۡ فَمِنۡهَا رَكُوبُهُمۡ وَمِنۡهَا يَأۡكُلُونَ﴿٧٢

72او هغه مو ورته تابع كړي هم دي چې ځينې يې د دوى سپرلۍ دي او له ځينو يې خوراك كوي.

وَلَهُمۡ فِيهَا مَنَٰفِعُ وَمَشَارِبُۚ أَفَلَا يَشۡكُرُونَ﴿٧٣

73او په هغو كې د دوى لپاره ډېرې ګټې او د څښاك شيان دي نو اّيا شكر نه باسي.

وَٱتَّخَذُواْ مِن دُونِ ٱللَّهِ ءَالِهَةٗ لَّعَلَّهُمۡ يُنصَرُونَ﴿٧٤

74او نیولي دي دوى پرته له الله څخه حقداران د بندګۍ د دې لپاره چې دوی سره مرسته وکړی شي.

لَا يَسۡتَطِيعُونَ نَصۡرَهُمۡ وَهُمۡ لَهُمۡ جُندٞ مُّحۡضَرُونَ﴿٧٥

75ځواک نه لري (د خپل ځان او د دوی) د مرستې کولو او دوی [دا مشرکان] هغوی [دې باطل معبودانو] لره لښکر دی حاضر کړی شوی.

فَلَا يَحۡزُنكَ قَوۡلُهُمۡۘ إِنَّا نَعۡلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعۡلِنُونَ﴿٧٦

76پس غمجن دې نه کړي تا لره وینا د دوی، يقيناً موږ پوهيږو په هغه څه چې دوى يې پټوي او په هغه څه چې ښكاره کوي یې.

أَوَلَمۡ يَرَ ٱلۡإِنسَٰنُ أَنَّا خَلَقۡنَٰهُ مِن نُّطۡفَةٖ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٞ مُّبِينٞ﴿٧٧

77اّيا انسان نه دي ليدلي چې هغه مو له يوه څاڅكي (نطفې) پيدا كړ خو بيا يو دم څرګند جګړه مار (ترې جوړ) شو.

وَضَرَبَ لَنَا مَثَلٗا وَنَسِيَ خَلۡقَهُۥۖ قَالَ مَن يُحۡيِ ٱلۡعِظَٰمَ وَهِيَ رَمِيمٞ﴿٧٨

78او موږ ته مثال بيانوي او خپل پيدايښت يې هېر كړ وايي څوك به دا هډوكي راژوندي كوي چې وراسته رژېدلي وي.

قُلۡ يُحۡيِيهَا ٱلَّذِيٓ أَنشَأَهَآ أَوَّلَ مَرَّةٖۖ وَهُوَ بِكُلِّ خَلۡقٍ عَلِيمٌ﴿٧٩

79ورته وايه: هغه ذات به يې راژوندي كوي كوم چې په لومړي ځل يې پيدا كړي او هماغه په هر ډول پيدايښت ښه پوه دى.

ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُم مِّنَ ٱلشَّجَرِ ٱلۡأَخۡضَرِ نَارٗا فَإِذَآ أَنتُم مِّنۡهُ تُوقِدُونَ﴿٨٠

80هغه چې تاسو ته يې له شنې ونې اور پيدا كړ او له هغې نه تاسو اور بلوئ.

أَوَلَيۡسَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ بِقَٰدِرٍ عَلَىٰٓ أَن يَخۡلُقَ مِثۡلَهُمۚ بَلَىٰ وَهُوَ ٱلۡخَلَّٰقُ ٱلۡعَلِيمُ﴿٨١

81اّيا هغه ذات چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي، په دې نه دى قادر چې د دوى په شان (نور څه) پيدا كړي؟ ولې نه، (قادر دى) او هماغه ښه پيدا كونكى ډېر پوه دى.

إِنَّمَآ أَمۡرُهُۥٓ إِذَآ أَرَادَ شَيۡـًٔا أَن يَقُولَ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ﴿٨٢

82بیشکه د هغه امر خو كله چې څه وغواړي دا دى چې و وايي: شه! نو هغه وشي.

فَسُبۡحَٰنَ ٱلَّذِي بِيَدِهِۦ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيۡءٖ وَإِلَيۡهِ تُرۡجَعُونَ﴿٨٣

83نو هغه ذات لره پاكي ده چې د هر شي باچايي يې په لاس کې ده او (خاص) ده ته به ورګرځول كېږئ.

RELATED SURAHS