آل عمران
Family of Imran • 200 ayahs • Medinan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1الم [1]
2الله هغه ذات دى چې له ده پرته بل معبود نشته، تل ژوندى ښه سمبالونكى ښه تدبیر والا دى.
3په حقه يې پر تا داسې كتاب نازل كړى چې د مخكنيو تصديقونكى دى، او تورات او انجيل يې هم نازل كړي.
4له دې (قرآن) څخه یې مخکې د خلكو لارښوونې لپاره، او نازل کړی یې دی فرقان (جدا کوونکی د حق او باطل)، یقینا هغه کسان چې کفر یې کړی دی پر آیتونو د الله تعالی، دوی لره سخت عذاب دی، او الله تعالی ځواکمن او بدله اخستونکی دی.
5په ځمكه او اسمان كې هېڅ شى له الله څخه پټ نه دى.
6دا خو هماغه ذات دى چې د مېندو په ګېډو كې ستاسي صورتونه (شکلونه) چې څنګه يې خوښه وي همغسې يې جوړوي. له هغه مقتدر حكمت والا څخه پرته بل هېڅوک لایق د عبادت نشته.
7هغه ذات دى چې پر تا يې كتاب نازل كړ، له هغه څخه څه اّيتونه محكم (څرګندې معنا والا) دي چې دا د كتاب بنسټ دى او نور يې متشابه (بې ټاكلې معنا) دي، نو د چا زړونو كې چې كوږوالى وي هغوى يې د فتنې او اصلي معنا په لټون متشابهاتو پسې درومي، حال دا چې په اصلي معنا يې يوازې الله پوهيږي او په علم كې پاخه او کلک كسان بيا وايي: موږ پرې ايمان راوړى، دا ټول زموږ د رب لخوا دي او پند نه اخلي مګر د عقل خاوندان.
8(هغوى دعا كوي چې) زموږ پروردګاره! كله چې تا موږ پر سمه لاره روان کړي يو، نو بيا مو هېڅكله زړونه مه كږوه، موږ ته د خپلې پېرزوينې له زيرمې نه رحمت را پر برخه كړه چې بېشکه همدا ته حقيقي لوروونكى يي.
9ای زموږ پروردګاره! ته هرومرو يوه ورځ د ټولو خلكو غونډوونكى يې، چې د هغې په راتګ كې هيڅ شك نشته، الله هېڅكله له خپلې وعدې څخه اووښتونكى نه دى.
10بېشكه هغوى چې كافران شوي، مالونه او اولادونه به يې د الله د عذاب څخه بچ نه کړي، او همدوى خپله به د اور سون (خشاک) وي.
11حال د دوی په شان د حال د فرعون د تابعدارانو دی، او هغه کسان چې له دوی څخه مخکې و، زموږ آیتونه یې دروغ وګڼل نو الله تعالی پر خپلو ګناهونو ونیول، او الله سخت عذاب ورکونکی دی.
12(نو اى محمده!) كومو خلكو چې ستا د دعوت له منلو څخه انكار كړی دى، هغو ته ووايه چې هغه وخت نږدې دى چې تاسي به مغلوب شئ او د دوزخ لوري ته به په منډه منډه وروستل شئ او دوزخ ډېر بد استوګنځى دى.
13يقيناًِ تاسي لپاره په هغو دوو ډلو كې د عبرت يوه نښه وه، چې ( په بدر كې) يوه له بلې سره په جنګ شولې، يوه ډله د الله په لار كې جنګېدله او بله ډله د كافرانو وه، ليدونكو په سترګو دوی لره خپل دوه چنده ليدل، او د الله چې چا ته خوښه شي په خپل بري او نصرت ورسره مرسته كوي د بصيرت خاوندانو لپاره په دې كې ستر درس پروت دى.
14خلكو ته د خوندورو شيانو (لكه) د ښځو، زامنو، د سرو او سپينو زرو راغونډ شوو مالونو، نښاني شوو اسونو، څارويو او كرهڼې مينه ښايسته شوې ده، خو دا (ټول) د دنيايي ژوند متاع (ګټه او سامان) دى، او (يوازې) د الله خوا ته د ورتګ ښه ځاى دى.
15ورته وايه! ايا له دې نه په غوره څه مو خبركړم؟ د هغو كسانو لپاره چې تقوى يې كړي له خپل رب سره يې داسې باغونه دي چې ويالې ترې لاندې بهيږي، همېشه به پكې اوسېدونكي وي او پاكيزه جوړې او د الله رضامندي او الله د بندګانو ښه ليدونكى دى.
16هغوى چې وايى: ای زموږ ربه! بېشكه موږ ايمان راوړى نو زموږ ګناهونه راته و بخښه او د اور له عذابه مو وساته.
17همدوی صابران، رښتيني، غاړه اېښودونكي، خيرات وركوونكي او په سهارونو كى بخښنه غوښتونكي خلك دي.
18الله په خپله د دې خبرې شاهدي وېلې ده چې له هغه پرته بل هېڅوک مستحق د عبادت نشته او پرښتې او ټول اهل علم هم په ريښتينې او منصفانه توګه پر دې شاهدان دي چې له هغه زورور با حكمته څخه پرته په واقع كې هېڅ بل لایق د عبادت نشته.
19بېشکه الله ته منلى دين اسلام دى او د اهل كتابو مخالفت خو د خپل منځي ضد له امله يوازې له هغه وروسته و چې علم ورته راغى او څوك چې د الله له اّيتونو منكر شي نو بېشكه الله ډېر زر حساب والا دى.
20اوس كه داخلك له تا سره شخړه وكړي، نو دوی ته ووايه : ما او زما پيروانو خو د الله پر وړاندې د تسليمۍ سر ښكته كړی دى. او له اهل كتابو او غير اهل كتابو (مشركانو) دواړو څخه پوښتنه وكړه: آيا تاسي هم د هغه اطاعت او بندګي منلې ده؟ كه يې منلې وه نو سمه لار يې وموندله، او كه يې ورڅخه مخ اړولى؛ نو پر تا يوازې د پېغام رسولو مسؤوليت و، نور الله په خپله د خپلو بندګانو د چارو ليدونكى دى.
21كوم خلك چې د الله د حكمونو او لارښوونو له منلو څخه انكار كوي او (د هغه) پېغمبران په ناحقه وژني او داسې خلك هم وژني چې په عدل کولو امر کوي، نو هغو ته د دردناك عذاب زيرى وركړه.
22دا هماغه خلک دي چې په دنيا او اّخرت كې يې عملونه برباد شوي دي او د دوى لپاره څوك مرستندويان نشته.
23آيا ته نه وینې هغه خلک چې د كتاب یوه برخه وركړل شوې، (خو اوس ) چې د خداى كتاب ته و بلل شي ترڅو په منځ كى يې پريكړه وشي نو يوه ډله يې (له حقه) مخ ګرځوي حال دا چى دوى (تل) مخ اړوونكى دى.
24دا په دې چې دوى وايې له څو شمېرلو ورځو پرته به اور (دوزخ) راونه رسيږي، هماغه خپلو دروغو چې جوړول به يى، په خپل دين كې دوكه كړل.
25نو څه حال به يې وى كله يې چې راغونډ كړو هغې ورځې ته چې شك پكى نشته او هر چاته به د خپل عمل پوره بدله وركړل شي او ظلم به نه ورسره كيږي.
26ووايه: ای الله! د پاچاهۍ واكمنه! دا ته چې چا ته وغواړې پاچاهى وركوې او بېرته پاچاهى اخلې له چا نه دې چې خوښه شي، او چا ته چې وغواړې عزت وركوې او چا ته چې وغواړې خواروې يې، ښېګڼه ستا په لاس كې ده همدا ته په هر شي واکمن يې.
27شپه په ورځ كې ننباسې او ورځ په شپه كې، او راوباسې ژوندی له مړي څخه او مړی له ژوندي څخه، او چاته چې دې خوښه شي بې حسابه روزي وركوې.
28مومنان دې پرته له مؤمنانو (نور) كافران په دوستۍ نه نيسي، او هرچا چې دا (كار) وكړ نو له الله سره په هيڅ شى كې نه دی مګر دا چې په څه ډول ځان ترې وساتئ او الله مو د خپل ځان (له عذاب) څخه وېروي او ورتګ د الله لورته دى.
29ورته وايه: كه پټوئ څه مو چې په سينو (زړونو) كې دي يا يې څرګندوئ، الله پرې پوهيږي او (همدا راز) په هر هغه څه پوهيږي چې په آسمانونو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي او الله پر هر څه قادر دى.
30هغه ورځ چې هر څوك به تيار حاضر ومومي څه چې ښېګړه يې كړې وي او څه چې يې بد كړي وي، دا به خوښوي چې ارمان د ده او دغه بد (عمل) ترمنځ لرې واټن واى، او الله تاسو له خپل ځانه وېروي او الله پر بندګانو ډېر مهربان دى.
31(اى پېغمبره! خلكو ته) ووايه: كه تاسي په رښتيا له الله سره مينه لرئ نو زما د پيروۍ لاره غوره كړئ، الله به له تاسي سره مينه وكړي او ستاسې خطاوې به دروبخښي هغه ډېر ښه بخښونكى او د رحمت څښتن دى.
32ووايه: د الله او رسول تابعداري وکړئ نو كه یې مخ واړولو، نو بېشکه الله کافران نه خوښوي.
33بېشکه الله غوره كړي دي اّدم، نوح او د ابراهيم او عمران اولاد پر ټولو خلكو[د خپلې زمانې].
34دوى یو د بل اولاد وو، او الله د هر څه اورېدونكى او پوه دى.
35كله چې د عمران ښځې وويل زما ربه! زما په ګېډه كې چې څه (ماشوم) دى، هغه مې تا ته نذر کړی، نو له ما يې قبول كړه، بېشكه همدا ته ښه پوه اورېدونكى يې.
36بيا چې كله يې هغه ماشوم وزېږاوه؛ نو ویې وېل: زما پروردګاره! ما خو جینۍ وزېږوله او الله په هغه څه چې زېږولی یې و ښه پوه و، او هلك خو د جینۍ غوندې نه وي. او ما هغه مريم ونوموله او زه هغه او د هغې اولاد له رټلی شوي شيطان څخه ستا پناه کې درکوم.
37نو د هغې رب هغه په ښه توګه قبوله كړه، او ښه روزنه ورکړه، او زكريا يې پالنه وکړه، هر کله به چې زكريا د هغې عبادتځای ته ورننوت نو د هغې سره به روزي موندله، ویې ویل ای مریمې! دا دې له کومه کړل؟ هغې به ویل: د الله له لوري، بېشکه الله چې چا ته وغواړي بې حسابه روزي وركوي.
38دلته نو زكريا خپل رب ته دعا وكړه ویې ويل: زما ربه! له خپل لوري دې ما ته پاكيزه اولاد راكړه؟ بېشكه ته خو د دعا ښه اوريدونكى يې.
39نو پرښتو ورته په داسې حال کې غږ وكړ چې هغه عبادتځای كې په لمانځه ولاړ و، چې الله تا ته د يحيى زيرى دركوي هغه به د الله له لوري د يوې کلمې تصدیقونکی، سردار او ځان ساتونکی (له شهواتو) او له صالحانو یو نبي وي.
40ویې ووېل: زما ربه! زما به زوى له كومه شي، حال دا چې بوډاتوب مې رارسېدلی دی او ښځه مې (هم) شنډه ده؟ ويې فرمايل: (همداسې به وشي) د الله چې څه خوښه وي كوي یې.
41ویې ویل: ای زما ربه! څه نښه خو راته وټاکه، ويې فرمايل: نښه دې دا ده چې درې ورځې به پرته له اشارې خلکو سره خبرې نشې کولای، او خپل رب ډېر يادوه، او سهار او ماښام د هغه پاكي وایه.
42او کله چې پرښتو وویل اى مريمې! الله ته غوره كړې، پاکه کړې او د ټولو خلکو پر ښځو يې غوره ګرځولې یې.
43اى مريمې! رب ته دې غاړه كيږده، سجده كوه او ركوع كونكو سره ركوع كوه.
44دا پټ خبرونه دي چې موږ يې تا ته وحي کوو، او ته خو هغه مهال دوی سره نه وې چې کله دوی خپل قلمونه غورځول چى د مريم پالنه به څوك كوي، او هغه مهال هم ورسره نه وې چې هغوی شخړه کول.
45كله چې پرښتو ووېل: اى مريمې! الله تا ته له خپل لورې د يوې کلمې زيرى دركوي، چې نوم به یې مسيح عيسى زوی د مريم وي، په دنيا او اخرت كې به د عزت څښتن وي. د الله له نږدې بندګانو به وي.
46له خلكو سره به په زانګو كې هم خبرې وكړي او په زړښت كې به يې هم وكړي، او له صالحینو به وي.
47و وېل (مریمې) زما پروردګاره! څرنګه به ما لره زوی وي چې هیڅ بشر را باندې نه دی لګېدلی، ویې فرمایل: همداسې، الله چې څه وغواړي کوي یې، کله هم چې د څه پرېکړه وکړي نو ایله دومره ورته وایي چې وشه نو وشي.
48او کتاب، حکمت، تورات او انجیل به ور زده كړي.
49او بني اسرائيلو ته به د پېغمبر په توګه ( وایي) چې زه ستاسې د رب له لوري له یوې لویې نښې سره تاسي ته راغلى يم زه درته له خټې څخه د مرغۍ په شان څېره جوړوم نو په هغې كې پوكوم، او د الله په حکم به (ژوندی) مرغه شي، او د الله په حکم مورزادى ړوند او پيس (برګی) روغوم او مړي به ژوندي كوم، او خبروم به مو چې تاسي په خپلو کورونو کې څه خورئ او څه زېرمه كوئ، بېشکه په دې كې تاسي ته لویه نښه ده كه رښتیا ايمان لرونكي ياست.
50او زه د تورات تصديقونكي يم چې له ما مخكې و او ترڅو ځيني هغه شيان هم درته حلال كړم چې پرتاسو حرام شوي وو او د الله له لوري مو له يوې لويې نښې سره درته راغلى يم نو الله نه ووېرېږئ او خبره مې ومنئ.
51بېشکه الله زما رب دى او هم ستاسي، نو ویې لمانځئ، همدا سمه نېغه لار ده.
52نو كله چې عيسى د دوى كفر معلوم كړ، ويلې د الله په لور مې څوك ملګري دي؟ حواريانو وويل: موږ د الله ( د دين) ملګري يو، په هماغه الله مو ايمان راوړى او ته هم شاهد اوسه چې موږ مسلمانان يو.
53ای زموږ ربه! په هغه څه مو ایمان راوړی چې تا نازل کړي او د دې رسول پېروي مو کړې نو موږ له شاهدانو سره ولیکه.
54هغوی پټ تدبیر وکړ، الله هم تدبیر وکړ، او الله ښه تدبیر نیونکی دی.
55كله چې الله وفرمايل: اى عيسى بېشكه زه دې وفات كونكى (يا اخيستونكى) او خپل لور ته پورته کونكى يم، او له كافرانو ستا پاكونكى، او تر قيامته پر كافرانو ستا د تابعدارانو اوچتونكى يم، بيا مو زما خواته راتله دي نو ستاسو ترمنځ به هغه څه فيصله كړم چې اختلاف كوئ پكې.
56پس څوک چې کافر شوي هغوی ته به په دنيا او اخرت کې سخت عذاب وركړم او دوی لره به مرستندوى نه وي.
57او چا چې ایمان راوړی او ښه کارونه یې کړي، نو پوره بدلې به ورکړي، او الله ظالمان نه خوښوي.
58دا چې پر تا یې لولو د آیتونو، پند او حکمت څخه دي.
59بېشكه د الله پر وړاندې د عیسی مثال اّدم ته ورته دى چې له خاورې يې پيدا كړ بيا یې ورته وويل (بشر) شه نو (بشر) شو.
60دا حق ستا د رب له لوري دى نو له شكمنو مه كيږه.
61نو څوك چې په دې كى ناندرۍ درسره وهي، وروسته له هغه علمه چې درته راغلى نو ورته وايه راځئ چې راوغواړو زموږ زامن او ستاسو زامن او زموږ ښځې او ستاسو ښځې او موږ په خپله او تاسو په خپله بيا زاري او عاجزي وكړو او په دروغجنو د الله لعنت ووايو.
62بېشكه دا ريښتینی بيان دی، او له الله پرته بل معبود نشته او بېشکه الله حكمت والا برلاسى دى.
63نو كه وګرځېدل نو بېشکه الله په فسادیانو ښه پوه دی.
64ورته وايه اى اهل كتابو هغه څه ته راشئ چې زموږ او ستاسو ترمنځ يو برابر دى، دا چې د الله نه پرته بل څه به نه لمانځو، نه به څه شى ورسره شريكوو او نه به څوك الله نه پرته يو بل د خدايانو په توګه نيسي، نو كه وګرځېدل بيا ورته ووايئ تاسو شاهدان اوسئ چې موږ مسلمانان يو.
65اى اهل كتابو! تاسو د ابراهيم (علیه السلام) په اړه ولې له موږ سره ناندرۍ وهئ؟ حال دا چې تورات او انجيل خو نه و نازل شوی مګر له ده وروسته، ایا عقل نه کاروئ.
66خبردار تاسو هماغه خلك ياست چې شخړه مو وكړه په هغه څه كې چې څه پوهه مو پكې درلوده نو په هغه څه كې ولې شخړه كوئ چې نه ورباندې پوهېږئ او الله پوهيږي خو تاسو نه پوهېږئ.
67ابراهيم (علیه السلام) خو نه يهودي وْ نه نصراني، بلكې حق پلوی مسلمان وْ او له مشركانو څخه نه وْ.
68بېشکه ابراهیم علیه السلام ته له ټولو خلکو نږدې خامخا هغه څوک دي چې د ده پیروي یې کړې او دا نبي دی او هغوی چې ایمان یې راوړی، او الله د مومنانو مل دی.
69له اهل كتابو يوه ډله دا خوښوي چې تاسي بې لارې کړي، خو له خپلو ځانو پرته بل څوک نشي بې لارې کولای او دوی نه پوهېږي.
70اى اهل كتابو! ولې د الله په ايتونو کافران کېږئ حال دا چې تاسي خپله شاهدي ورکوئ؟
71اى اهل كتابو! ولې حق د باطل سره ګډوئ؟ او حق پټوئ او حال دا چې تاسو (ښه) پوهېږئ.
72له اهل كتابو يوه ډله وايي چې د ورځې په سر کې هغه څه ومنئ چې پر مومنانو نازل شوي، او د ورځې په پای کې پرې کافر شئ؛ ښايي دوی هم ترې بېرته راوګرځي.
73او له هغه پرته چې ستاسو د دين متابعت يې كړى، په بل چا باور مه كوئ، ورته وايه بېشكه هدايت خو همدا د الله هدايت دى، دا چې يو چاته هغه څه وركړ شي چې تاسو ته دركړى شوي، يا دا چې د خپل رب پر وړاندې مو حجت درباندي راوړي، ورته وايه: (دا) فضل (لورينه) د الله په لاس ده، چاته يې چې غواړي وركوي يې او الله ډېر پوه د پراخۍ والا دى.
74څوک چې وغواړي د خپلې لورینې (رحمت) لپاره یې ځانګړی (غوره) کوي، او الله د ستر فضل خاوند دی.
75او له اهل كتابو ځينې هغه دي چې كه په يوه خزانه يې امين كړې هم بېرته به يې درسپاري، او ځينې يې هغه څوك دي چې كه په يو دينار يې امين كړې نو هم بېرته يې نه درسپاري مګر كه تل پرې ولاړ وې، دا ځكه چې دوى ويل: په دې اميانو كې پرموږ څه ګناه نشته او پر الله دروغ وايي او دوى (ښه) پوهيږي.
76داسې نه ده؛ هر چا چې خپله وعده (ژمنه) پوره کړه او ځان یې وساته نو بېشکه الله هم متقیان خوښوي.
77بېشكه هغوى چې د الله په ژمنه او خپلو قسمونو لږه بيه پيري، دې خلكو ته نه په اّخرت كې څه برخه شته، نه به الله خبرې ورسره كوي نه به د قيامت په ورځ ورګوري، نه به يې پاكوي او دوى لپاره دردناك عذاب دى.
78او له دوى نه خامخا يوه ډله ده چې په كتاب (لوستو) ژبې داسې اړوي څو تاسو يې له كتابه وګڼئ حال دا چى هغه له كتابه نه دي او دوى وايي چې هغه د الله له لوري دي حال دا چې هغه د الله له خوا نه دي او پر الله دروغ وايي او دوى (ښه) پوهيږي.
79دا خو هيڅ بشر ته نه ښايي چې الله ورته د كتاب، حكم (دشريعت پوهه) او نبوت وركړي او بيا خلكو ته وايي چې له الله پرته زما بندګان شئ مګر (داسې ووايي چې) رب پالونكي شئ ځكه چې تاسو خو به نورو ته دا كتاب ورښودلو او په خپله به مو (هم) لوستلو.
80او هغه داسې امر نه درته كوي چې ملايكې او پېغمبران معبودان ونيسئ، نو آيا وروسته له هغه به هم د کفر امر درته كوي چې تاسو مسلمانان شوئ.
81او كله چې الله له پېغمبرانو ژمنه واخيسته چې كله مې كتاب او حكمت دركړ، بيا كه يو داسې پېغمبر درشي چې تاسو سره د موجود كتاب تصديقونكى وي نو خامخا به ايمان پرى راوړئ او ملاتړ به يې كوئ! (بيايى) وفرمايل: آيا په دې اقرار کوئ او زما دا پېټى (ټينګه وعده) مو واخيست، دوى ويل اقرار كوو، ويې فرمايل نو شاهدان اوسئ او زه هم درسره له شاهدانو يم.
82نو څوك چې له دې وروسته وګرځېد نو همدوى په خپله فاسقان دي.
83آيا د الله له دينه پرته (بل دين) لټوي؟ حال دا چې هر هغه څه چې په آسمانو او ځمكه كې دي په خوښه او ناخوښه يې هغه ته غاړه اېښې او هغه ته ورګرځول كيږي.
84وايه موږ خو په الله ايمان راوړى او په هغه چې پرموږ نازل شوي او پر ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، يعقوب او پر اولاده يې نازل شوي او هغه چې موسى، عيسى او نورو نبيانو ته يې د خپل رب له خوا وركړل شوي د دوى ترمنځ يوه كې هم فرق نه كوو او موږ همده ته غاړه اېښودونكي يو.
85او هر څوك چې له اسلامه پرته بل دين لټوي نو هيڅكله به ترې قبول نه شي او هغه به په اّخرت كې له تاوانيانو وي.
86الله به څنګه هغه قوم ته هدايت وكړي چې له خپل ايمانه وروسته كافران شي حال دا چې دوى (په خپله) شاهدي وركړې چې دا رسول حق دى او څرګندې نښې هم ورته راغلي او الله داسې ظالم قوم ته هدايت نه كوي.
87د دوی بدله دا ده چې پر دوی د الله، پرښتو او ټولو خلکو لعنت دى.
88تلپاتې به وي په هغه كې، چې نه به ترې عذاب سپك شي او نه به مهلت وركړل شي.
89پرته له هغو چې له دې وروسته یې توبه وویسته او سم شول، نو بېشکه بیا الله بخښونکی مهربان دی.
90بېشكه هغوى چې وروسته له خپل ايمانه كافران شول بیا یې په كفر كې (ښه) زياتوالى وكړ، نو هيڅكله به يې توبه قبوله نه شي، او همدا دوى بې لارې دي.
91بېشكه هغوى چې كافران شول او د كفر په حال کې مړه شول، نو هيڅكله به د دوى له يوه هم د ځمكې په ډكوالي سره زر، ونه منل شي كه هغه فديه وركوي، دې خلكو ته درد ناك عذاب دى او هيڅ مرستندوى يې نشته.
92تر هغه به نېکۍ ته ونه رسئ څو چې له خپلو ګرانو شيانو مو څه خيرات كړي نه وي او كوم شى چې تاسو يې لګوئ (د الله په لاركې) نو الله ښه ورباندې پوه دى.
93ټول خواړه د بني اسرائیلو لپاره حلال وو، مګر هغه څه چې اسرائیل (یعقوب علیه السلام) پر ځان حرام كړي وو، مخكې له دې چې تورات نازل شي، ووایه: نو تاسي تورات راوړئ، بيا یې ولولئ، كه تاسو رښتیني یاست.
94نو چا چې پس له دې پر الله تعالی دروغ وتړل، همغوی ظالمان دي.
95ووایه: الله رښتیا ویلي نو د ابراهيم د دین متابعت وکړئ چې حق پلوی ؤ، او له مشرکانو څخه نه ؤ.
96بېشکه لومړنی کور چې خلکو ته جوړ شوی (عبادت لپاره) هماغه دی چې په مکه کې دی، برکتي او ټولو خلکو ته لارښود دی.
97په دې (کوټه) کې ښکاره نښې دي (ځینې يې) مقام د ابراهیم دی، او هر څوک چې ننووت دې (کعبې) ته، نو په امن کې شو او پر خلکو د الله دا (فرض حق) دی، د دې کور (بیت الله) حج (قصد کول په نیت د حج)، پر هغه چا چې هغه (بیت الله) ته د تګ توان لري او څوک چې کافر شو (د دې امر له منلو انکار وکړي)، نو بېشکه چې الله له ټولو عالمیانو بې نیازه دی.
98ووایه: اې اهل کتابو! ولې د الله پر آیاتونو (قرآن) کفر کوئ، او تاسې چې څه کوئ الله پرې شاهد (خبر) دی.
99ووایه: ای اهل کتابو! ولې د الله له لارې هغه څوک ایساروئ چې ایمان یې راوړی او کوږوالی ورته لټوئ حال دا چې تاسو شاهدان یاست، او الله له هغه څه چې تاسو یې کوئ نا خبره نه دی.
100ای مومنانو! که د اهل کتابو د کومې ډلې پېروي مو وکړه نو له خپل ایمان راوړلو وروسته به مو بیرته کافران کړي.
101او تاسو به څنګه کافران کېږئ حال دا چې د الله آیتونه درباندې لوستل کېږي او رسول یې هم په تاسو کې دی، او څوک چې په الله منګولې ټينګې کړي نو بېشکه نیغې لارې ته یې ښوونه وشوه.
102ای مومنانو! الله نه ووېرېږئ څرنګه وېرېدل چې ښایي، او مه مرئ مګر دا چې تاسو مسلمانان وئ.
103او تاسو ټول د الله په رسۍ منګولې ولګوئ اوګوندي مه كوئ او د الله هغه نعمت درياد كړئ چې كله په خپلو كې دښمنان وئ بيا يې ستاسو د زړونو ترمنځ مينه واچوله نو د ده په نعمت (لورينه) سره ورونه ورونه شوئ، او تاسو د اور د يو ګړنګ پرغاړه وئ نو ترې ويې ژغورلئ، په همدې ډول الله تاسو ته خپل اّيتونه بيانوي ترڅو په سمه لار (ټينګ) شئ.
104او باید له تاسي یوه ډله داسې وي چې خلک خیر ته رابلي، او پر نېکۍ امر کوي او له بدۍ منعه کوئ او همدا کسان کامیاب دي.
105او د هغو په شان مه کیږئ چې بېل شول او اختلاف یې وکړ وروسته له هغې چې څرګندې نښې ورته راغلې، او دوی لپاره ستر (لوی) عذاب دی.
106په هغه ورځ چې سپین به شي (ځینې) مخونه (د مؤمنانو) او تور به شي (ځینې) مخونه (د کافرانو). پس هغه کسان چې تور شوي دي مخونه د دوی (نو وبه ویل شي دوی ته) آیا له ایمان راوړلو وروسته کافران شوي یاست؟ نو وڅکئ عذاب په سبب د دې چې تاسي کافر کیدئ.
107او هر چې هغوی دي چې مخونه به یې سپین شي، نو د الله په رحمت کې به وي، دوی به تل (همیشه) په کې وي.
108دا د الله آیتونه دي چې په حقه یې درباندې لولو، او الله پر نړیوالو د ظلم اراده نه لري.
109او خاص الله تعالی لره دي څه چې په آسمانو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي او ټولې چارې هم الله ته ورګرځول كېږي.
110تاسي هغه غوره ډله ياست چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره راویستل شوېده تاسي د نيكۍ امر كوئ او له بديو منعه، او پر الله ايمان لرئ كه دغو كتابيانو ايمان راوړى واى؛ نو دهمدوى لپاره ښه وه، په هغو كې ځينې مومنان هم شته؛ خو د دوى زياتره سرغړوونكي دي.
111له ځورولو پرته بل هېڅ تاوان نه شي در رسولای، او که درسره وجنګېدل نو شا به در واړوي بیا به یې مرسته ونشي.
112خواري پرې تپل شوې ده، هر چېرې چې وموندل شي مګر د الله په كومې رسۍ (كه منګولې ولګوي) او د خلكو په كومې رسۍ (او له خوارۍ خلاص شى)، او په الهى غضب اخته شول او (اړتيا) پرې وتپل شوه، دا ځكه چې دوى به د الله پر ايتونو كافر كېدل او په ناحقه به يې نبيان وژل، دا د دې لپاره چې سرغړونه يې وكړه او تېرى يې كولو.
113ټول سره برابر نه دي، له اهل کتابو یوه ډله (په حق) ولاړه ده، چې د شپې په شېبو کې د الله آيتونه لولي او دوی سجدې کوي.
114پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان لري، پر نيكيو امر كوي او له بدېو منع كوي او په ښو چارو كې بیړه کوي، او دوى له صالحانو څخه دي.
115او دوى چې څه نيكي کوي د هغې به نا شکري ونشي (ضایع به نشي)، او الله په متقیانو ښه پوه دی.
116بېشکه هغوی چې کفر یې وکړ نو مالونه او اولادونه به یې هېڅکله هم د الله (له عذابه) هېڅ شی ترې ایسار نه کړی شي، او دوی د اور والا دي، په هغه کې به تلپاتې وي.
117د هغه لګښت مثال چې د دنيا په دغه ژوند كې يې كوي، هغه باد ته ورته دى چې پكې سخت ساړه (يا اور) وي او د هغو خلكو كښت ته ورسي چې پرځانو يې ظلم كړى نو (ټول يې) تباه كړي، او الله خو ظلم نه دى پرې كړى بلكې خپله يې پر ځانو ظلم كاوه.
118اى مومنانو! له خپلو (مومنانو) پرته مو څوك د راز ملګرى مه نيسئ، د هيڅ فساد او ضرر كمى او سپما درباندې نه كوي، هغه څه خوښوي چې تاسو پرې كړيږئ، دښمني يې له خولو هم څرګنده شوې خو څه يې چې سينې پټ ساتي تر دې هم ستر دي، دا دى تاسو ته مو نښې (د نفاق) بيان كړې، كه چېرې تاسو عقل كاروئ.
119خبردار تاسي اې هغو (مومنانو) چې دوی خوښوئ خو دوى تاسو نه خوښوي او تاسو پر ټولو كتابو ايمان هم لرئ، او چې درسره مخامخ شي، وايي موږ ايمان لرو خو كله چې ګوښي شي نو پر تاسي د ډېرې غوسې له لاسه خپلې ګوتې چيچي، ورته وايه (ځئ)، له ډېرې غوسې دې ومرئ، بېشكه الله پر هغه څه پوه دى چې په سينو كې دي.
120كه څه ښه والى در ورسي نو خپه يې كړي، او كه څه كړاو در ورسي نو پرې خوښيږي، او كه صبر او ځان ساتنه وكړئ نو بيا يې چل ول كوم تاوان نه در رسوي، يقيناً دوى چې څه كوي (د) الله (علم او قدرت) ترې راچاپېر دى.
121او کله چې سهار له کوره ووتې، او مومنان دې مورچلو کې جګړې ته ځای پرځای کول، او الله ښه پوه اورېدونکی دی.
122كله چې له تاسو نه دوو قبيلو د بې زړه توب قصد وكړ حال دا چې الله يې مرستندوى و او مؤمنان دې پر الله بروسه وكړي.
123او الله په بدركې (هم) مرسته درسره كړې وه، هغه مهال چې كمزوري وئ نو الله نه وويږئ، ترڅو يې شكر پرځاى كړئ.
124كله چې تا مومنانو ته ويل: ايا دا مو بس نه ده چې رب مو په دريو زرو رالېږليو ملايكو مرسته وكړي؟
125ولې نه، كه صبر او تقوى وكړئ او هغوى دا اوس درباندې راشي نو رب به مو په پنځو زرو نښانمنو ملايكو مرسته وكړي.
126او دا (د ملايكو راتګ) يې نه و ګرځولى تاسو ته مگر يو زېرى او چې زړونه مو پرې ډاډه شي، حال دا چې مرسته د ځېرك برلاسي الله نه پرته، له بلې خوا نشته.
127ترڅو د كافرانو يو لورى غوڅ يا خوارو زار كړي او نا مراده بيرته وګرځي.
128(اى پېغمبره !) د فيصلې په واكمنۍ كښې ستا څه برخه نشته، دالله واك دى كه يې خوښه شي و به يې بخښي او كه وغواړي په سزا به يې ورسوي؛ ځكه چې هغوى تيری كوونكي دي.
129او الله لره دي څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، چاته چې وغواړي بخښي يې او چاته چې وغواړي په عذابوي يې او الله مهربانه بخښونكى دى.
130اى مومنانو څو څو برابره زيات سود مه خورئ او الله نه ووېريږئ ترڅو بريالي شئ.
131له هغه اور نه ځان وژغورئ چې د كافرانو لپاره تيار كړاى شوی دى.
132او د الله او رسول حكم ومنئ، تر څو رحم درباندې وشي.
133او دخپل رب د بخښنې او هغه جنت په لوري بيړه وكړئ چې پلنوالى يې (لكه) اسمانونه او ځمكه ده، متقيانو ته چمتو شوى.
134هغوى چې په پراخۍ او تنګستیا كې لګښت كوي او غوسه زغمونكي او له (بدۍ د) خلكو تېرېدونكي او الله (داسې) نېكان خوښوي.
135او هغوى چې كله څه لويه ګناه او يا پرځانو ظلم وكړي نو الله ياد كړي او د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړي او الله نه پرته څوك دي چې ګناه بخښلى شي او په خپلو كړيو (ګناهونو) ټينګارهم نه كوي كله چې ښه پوهيږي.
136د دې خلكو بدله د خپل رب له لوري بخښنه ده او داسې باغونه چې ويالې ترې لاندې بهيږي، تلپاتې به وي په هغه كې، او د (ښه) عمل كونكو اجر څومره ښه دى.
137له تاسي نه مخكې ډېرې دورې تېرې شوي دي، په ځمكه كښې وګرځئ نو وګورئ چې هغه خلك له څه عاقبت سره مخامخ شول چې هغو ( د الله حكمونو او لارښودنو ته ) د دروغو نسبتونه وكړل.
138دا د خلكو لپاره بيان او متقيانو ته هدايت او نصيحت دى.
139نو مه سستېږئ او مه خپه كېږئ او همدا تاسي برلاسي ياست كه مؤمنان اوسئ.
140كه تاسو ته څه ټپ در ورسېږي نو دښمن قوم ته خو هم دغه شان ټپونه رسېدلي دي او دا ورځې دي چې د خلكو ترمنځ یې اړوو را اړوو، تر څو الله هغه معلوم كړي چې ايمان يې راوړى او له تاسې نه ځينى شهيدان واخلي او الله (داسې) ظالمان نه خوښوي.
141او د دې لپاره چې مومنان بېل چاڼ (پاک) كړي او كافران هلاك كړي.
142ايا انګېرلې مو ده چې جنت ته به ننوځئ او الله به نه ستاسو مجاهدين معلوم كړي وي او نه صابران؟
143او يقيناً چې تاسو به د مرګ هيله كوله چې لا ورسره مخامخ شوي نه وئ نو دا دى اوس خو مو وليد چې پخپله مو ورته كتل.
144او محمد (صلی الله علیه وسلم) خو د يو رسول پرته بل څه نه دى چې له ده وړاندې هم رسولان تېرشوي، نو كه هغه ومري يا ووژلى شي تاسو به بېرته په پوندو وګرځئ؟ او هر څوك چې بيرته په پوندو وګرځي نو هيڅكله به الله ته څه تاوان ونه رسوي، او الله به ډېر زر شاكرانو ته اجر وركړي.
145اوهيڅ يو كس لره دا (واك) نشته چې ومري مګر د الله په حكم سره په ليكلې ټاكلې نېټه، او څوك چې د دنيا اجرغواړي نو له همدې يې برخه وركوو او څوك چې د اّخرت ثواب غواړي نو له هماغه يې وركوو او زر به شكر وېستونكو ته ښه بدله وركړو.
146او ډېر داسې نبيان دي چې په خوا كې يې ډېر خداى پالونكي جنګېدلي دي خو د الله په لار كې ور رسېدلو مصيبتونو له کبله نه سست شول، نه كمزوري شول، او نه یې سرونه ټیټ کړل او الله همداسې صابران خوښوي.
147او له دې پرته يې بله خبره نه وه چې ويل به يې: اې زموږ ربه ګناهونه مو راته و بخښه او په خپلو چارو كې زموږ تېرى، زياتى (راوبخښه) او پښې مو ټينګې كړې او پركافر قوم مرسته (برى) راکړه.
148نو الله هغوى ته په دنيا هم بدله وركړه او په اّخرت لا غوره ثواب، او الله همداسې نېكان خوښوي.
149اې مومنانو كه د كافرانو اطاعت وكړئ نو بېرته به مو په پوندو وګرځوي نو بيا به زيانمن وګرځئ.
150بلکه الله تعالی ستاسو مولا (مرستندوی) دی، او هغه غوره مرستندوی دی.
151زر به د كافرانو په زړونوكې وېره واچوو، په دې چې الله سره يې هغه څه شريك كړل چې كوم دليل يې پرې نه دى نازل كړى او هستوګنځى به يې اور وي، او د ظالمانو ډېر بد ځاى دى.
152او بېشكه الله خپله وعده درسره رښتينې كړه كله مو چې هغوى د الله په اذن وژل او ځپل، تر هغه چې بې زړه شوئ او په (خپل) كار كې مو سره شخړه شوه او سرغړاوى مو وكړ، له هغه وروسته چې تاسو ته يې د خوښۍ شيان دروښودل، په تاسو كې خو هم چا دنيا غوښته او چا اّخرت، بيا يې نو ترې راوګرځولئ چې ومو ازمويي او يقيناً ستاسو له ګناه تېر شو او الله خو پر مومنانو د لورينې څښتن دى.
153كله چې په بره مو منډې وهلې او هيچاته مو بېرته نه راكتل او رسول له څټه رابللئ نو د غم د پاسه غم سزا يي دركړه تر څو په هغه څه خپه نه شئ چې له لاسه مو وتلي او نه په هغه چې در رسېدلي، او الله په هغه څه ښه خبر دى چې تاسو يې كوئ.
154بيا يې له دې غمه وروسته يو ډاډ درباندې راوست چې د پركالۍ په بڼه مو پر يوه ډله خپرېده او يوه بله ډله نو د خپل ځان غم اخيستې وه چې پر الله يې هم ناروا ګومانونه كول، هماغه د جاهليت ګومان، دوى وايي ايا د دې كار څه واك موږ لره شته؟ ورته وايه رښتيا چې كار خو ټول الله لره دى خو دوى په سينو كې څه (خبرې) پټې ساتي هغه چې تا ته يې نه څرګندوي، وايي كه په دې كار كې زموږ څه (واك) واى نو دلته به نه وژل كېدو، ورته وايه كه تاسو په خپلو كورو كى هم واى نو چا ته چې وژل ټاكل شوي و د خپلې مړينې ځاى ته به راوتلي واى، او (دا پېښه) د دې لپاره چې الله وازمايي څه مو چې سينو كې دي او هغه (خبرې) راښكاره كړې چې مو په زړوكې دي او الله د سينو په شته وو ښه خبر دى.
155يقيناً ستاسو هغه خلك چې د دواړو ډلو د نښتې په ورځ په شا وګرځېدل، بل څه نه و، شيطان دوى لره د ځينو عملونو په وجه وښويول او الله خو عفو ورته وكړه بېشكه الله زغمونكى بخښونكى دى.
156اې مومنانو د هغو په شان مه كيږئ چې كافر شوي او د خپلو ورونو په هكله چې په ځمكه كې به په سفر وتلي وو او يا به غزا كونكي وو نو ويل به يې: كه چېرې دوى موږ سره واى نه به مړه شوي وای او نه به وژل شوي وای، تر څو الله دا خبره د دوى په زړونو كې د يو افسوس په ډول واچوي حال دا چې الله ژوندي كول او مړه كول كوي او الله په هغو كارو چې تاسو يې كوئ ډېر ښه ليدونكى دى.
157خو كه د الله په لار كې ووژل شوئ يا مړه شوئ نو د الله له لوري بخښنه او لورينه له هغه څه چې دا نور يې غونډوي ډېره غوره ده.
158او كه مړه يا ووژل شوئ نو خامخا به الله ته ورغونډېږئ.
159نو د خپل رب په لورينه ورته نرم شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى واى نو دوى ټول به دى له چاپېره خواره شوي وو نو عفو ورته كوه، بخښنه ورته غواړه او په كارو كې مشوره ورسره كوه بيا چې پر څه دې اراده ټينګه شوه نو په الله توكل كوه، يقيناً الله توكل كوونكي خوښوي.
160كه الله مو مرسته وكړي نو بيا پر تاسو څوك برلاسى نشته او كه مو پريږدي نو بيا هغه څوك دى چې له ده وروسته مو مرسته وكړى شي؟ او مومنان خو دې (تل) په الله توكل كوي.
161او هيڅ نبي سره نه ښايي چې خيانت وكړي او څوك چې خيانت كوي نو د قيامت په ورځ به له خپل خيانت سره راځي بيا نو هر چا چې څه ګټلي وي پوره وركول كيږي او دوى سره هيڅ ظلم نه كيږى.
162ښه نو څوك چې (تل) د الله په رضا پسې وي د هغه چا په شان كېداى شي چې د الله په غضب اخته شوى او وروستى ځاى يې جهنم وي؟ او ډېر بد هستوګنځى دى.
163دوى له الله سره په درجو درجو (توپير) كې دي او الله د هغه څه ليدونكى دى چې دوى يې كوي.
164پرمومنانو د الله احسان شوى چې په دوى كې يې خپله دوى نه يو داسې رسول راولېږلو چې د هغه ( الله) اّيتونه پرې لولي، پاكوي يې (له بديو) او كتاب او پوهه ورښايي، شك نشته چې دوى پخوا څرګنده بې لارۍ كې وو.
165آيا نو كله چې يو مصيبت در ورسېد چې د هغه دوه برابره مو (دښمن ته هم) ور رسولى دى نو ويل مو: دا له كومه؟ ورته وايه دا مو له خپلو ځانو، يقيناً الله خو په هرڅه برلاسی دى.
166او د دواړو ډلو د نښتې په ورځ چې څه درورسېدل، نو هغه د الله په حكم سره وو، تر څو مومنان معلوم كړي.
167او هغه هم معلوم كړي چې منافقت يې وكړ، (هغوى چې) ورته وويل شو راځئ د الله په لار كې وجنګېږئ يا (لږ ترلږه) دفاع خو وكړئ، نو ويل يې: كه موږ په جګړه پوهېدلاى (چې نن كيږي) نو خامخا به درپسې شوي وو، دوى په هغه ورځ له ايمانه لا كفر ته ډېر نږدې وو، په خوله هغه څه وايي چې په زړونو كې يې نشته، او الله خو په هغه څه چې پټ يې ساتي ډېر ښه پوه دى.
168هغوى چې (له جګړې) ناست وو او د خپلو وروڼو په هكله يې ويل: كه زموږ يې منلې واى نه به وژل كېدل! ورته وايه: ښه نو له خپلو ځانو مو مرګ ايساركړئ، كه ریښتيني ياست.
169او هيڅكله هغه كسان مړه مه ګڼه چې د الله په لار كې وژل شوي، هغوى ژوندي او د خپل رب خوا كې روزي وركول كيږي.
170الله چې له خپلې لورينې څه وركړي په هغو خوشاله دي او د هغو كسانو لپاره هم خوشالي كوي چې د دوى تر شا دي او لا يو ځاى شوي نه دي ورسره، ځكه چې په دوى به هيڅ ډار نه وي او نه به دوى خپه كيږي.
171او د الله له لوري په نعمت او لورينه خوشالي كوي او دا چى الله د مومنانو اجر نه ضايع كوي.
172هغوى چې د الله او د هغه د استازي بلنه يې له هغه وروسته هم ومنله چې ټپونه ور رسېدلي وو، له دوى نه چې هر چا ښېګړه او تقوى وكړه، لوى اجر يې دى.
173(دا) هغوى (دي) چې خلكو ورته وويل: بېشكه (ډېر) خلك درته راټول شوي نو وډار شئ ترې، خو دې خبرى د هغوى ايمان لا زيات كړ او ويل به يې الله مو بس دى او هغه ښه كار جوړونكى دى.
174نو د الله له نعمت او لورينې سره بېرته راوګرځېدل، هيڅ بد هم ور ونه رسېدل او د الله په رضا پسې هم تللي وو او الله خو د لوى فضل خاوند دى.
175(بيا معلومه شوه) دا صرف شيطان و چې خپل ملګري به يې ډارول نو (ګورئ بيا) مه ترې ډارېږئ او ما نه وډار شئ كه تاسو ریښتيا مومنان ياست.
176او (ګوره) هغوى دې هم ونه وېروي چې په كفر كې بیړه کوي، هغوى به الله ته هيڅ تاوان ونه رسوي، الله غواړي چې هغوى ته په اّخرت كې څه برخه ونه ټاكي او دوى لره ستر عذاب دى.
177بېشكه هغوى چې كفر د ايمان په بيه وپيرلو، هيڅكله به الله ته كوم تاوان ونه رسوي او دوى لره دردناك عذاب دى.
178او كافران دې هيڅكله ګومان نه كوي چې زموږ له خوا مهلت وركول به دوى ته غوره وي، موږ خو ايله د دې لپاره مهلت وركوو چې دوى ګناه زياته كړي او سپكونكى عذاب يې وي.
179الله داسې نه دى چې مومنان به پرېږدي په همدې حال چې تاسو ياستئ، تر هغو چې پاك او ناپاك سره بېل نه كړي او الله داسې هم نه دى چې پرغيبو مو خبر كړي، خو الله له خپلو رسولانو چې څوك وغواړي غوره كوي، نو په الله او رسولانو يې ايمان راوړئ، او كه ايمان راوړئ او ځان وساتئ نو تاسو لره به لوى اجر وي.
180او چا ته چې الله له خپل فضل څخه څه وركړي او دوى بخيلى پرې كوي، هيڅكله دې ګومان نه كوي چې هغه به يې په خير وي، بلكى هغه ورته شر دى، زر ده چې د قيامت په ورځ به يې هغه څه د غاړې امېل شي چې بخيلي يې پرى كوله، او د اسمانو او ځمكې ميراث الله لره دى او الله په هغه څه ښه خبر دى چې تاسو يې كوئ.
181الله د هغو خلكو خبره (ښه) اورېدلې چې ويل يې: الله فقير دى او موږ غنيان یو، زر به وليكو څه یې چې ويلي، او په نا حقه د نبيانو وژنه، او (بيا به) ورته وايو: وڅكئ! د سوځونكي اور عذاب.
182دا په هغه (ګناه) چې خپلو لاسو مو وړاندې كړي وو او بېشكه الله په بندګانو ظلم كونكى نه دى.
183هغوى چې وايي: بېشكه موږ ته خو الله داسې پيغام راكړى چې ترهغو به يو رسول نه منو څو چې يوه داسى قرباني رانه وړي چې اور يې خوري، ورته وايه تاسو ته خوله ما مخكې هم رسولان له څرګندو نښو سره او له هغه څه سره هم راغلي وو چې تاسو وويل نو هغوى مو ولې ووژل؟ كه تاسو رښتيني ياست.
184نو كه ته يې دروغجن بللى يې (مه خپه كيږه) له تا مخكې رسولان هم دروغجن بلل شوي چې له ښكاره نښو، صحيفو او روښانه كتاب سره راغلي وو.
185هر ساكښ د مرګ څكونكى دى او پوره پوره بدلې به مو يوازي د قيامت په ورځ ترلاسه كوئ، نو څوك چې له اوره خلاص او جنت ته ورننوېستل شو نو بريالى شو او د دنيا ژوند خو له څه غولونكي سامان سودا نه پرته بل څه نه دى.
186خامخا به مو په مالونو او ځانوركى وازمايل شئ او حتماً به له هغو چې تاسورنه مخكې كتاب وركړى شوى او له هغورنه چې مشركان شوي، ډېر ضرر (بدې خبرې) واورئ او كه صبر او ځان ساتنه وكړئ نو (بس) همدا د مېړانې او همت كارونه دي.
187او كله چې الله له هغو خلكو پوخ لوز واخيست چې كتاب وركړ شوى و، چې خامخا به يې نورو خلكو ته بيانوئ او پټوي به يې نه، خو هغوى شاته وغورځاو او كمه ناڅيزه بيه يې پرې واخيسته نو هغوى څومره بد شى پيري.
188ګومان مه كوه، هغوى چې په خپلو كړو خوشاله دي او خوښوى چې په هغو كارو هم وستايل شي چې بيخي يې كړي نه دي نو هيڅكله يې له عذابه خلاصېدونكي مه ګڼه، او دوى لره خو دردناك عذاب دى.
189د اسمانو او ځمكى واكمني الله لره ده او الله په هر شى برلاسى دى.
190د اّسمانو او ځمكې په پيدايښت او د شپى ورځې په اوښتون كې حتماً عقلمندو ته ډېرې نښې (د عبرت) دي.
191هماغه كسان چې په ولاړه، ناسته او اړخونو پراته الله يادوي او د اسمانو او ځمكې په پيدايښت كې سوچونه كوي چې اې زموږ ربه دا خو دې چټي نه دي پيدا كړي، تا لره (عبثياتو نه) پاكي ده نو د اور له عذابه مو وساتې.
192زموږ ربه! تا چې څوك اور ته داخل كړ، نو هغه دې خوار كړ او ظالمانو لره څوك مرستندوى نشته.
193زموږ ربه! موږ له يو بلونكي څخه د ايمان لور ته بلنه واورېده چې په خپل رب مو ايمان راوړئ، نو ايمان مو راوړو، زموږ ربه نو ګناهونه راته و بخښه او بدۍ مو ورژوه او له نيكانو سره مو وفات كړه.
194زموږ ربه! او هغه څه هم راكړه چې د خپلو رسولانو په ژبه دې موږ سره وعده كړې او د قيامت په ورځ مو مه شرموه، يقيناً ته خپله وعده نه ماتوې.
195نو د هغوی پالونکي هغوى ته ځواب وركړ چې بېشكه زه له تاسو نه د چا عمل كوونكي هيڅ كار نه ضايع كوم، نارينه وي كه ښځينه (ځكه) تاسى يو له بله (زېږېدلي) ياست، نو چا چې هجرت كړى او له خپلو كورونو اېستل شوي او زما په لار كې ځورېدلي، جنګيدلي او وژل شوي، نو خامخا به يې بدۍ ترې لرې كړم او داسې جنتونو ته به يې داخل كړم چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي (دا) د الله له لوري يوه بدله، او الله سره خو ډېره ښه بدله ده.
196(ګوره) چې په ښارونو كې د كافرانو ګرځېدل راګرځيدل دې و نه غولوي.
197دا د لږو (ورځو) ګټه اخيستل دي بيا يې ځاى جهنم دى او څومره بد هستوګنځى دى.
198خو (بل خوا) هغو كسانو ته چې له خپله ربه وېرېرېدلي داسى جنتونه دي چې ترې لاندې ويالې بهيږي، تلپاتې به وي په هغو كې، (دا) د الله له خوا يوه مېلمستيا، او الله سره چې څه دي هغه نېكانو ته ډېر غوره دي.
199او له اهل كتابو نه خامخا ځينې هغه دي چې په الله ايمان راوړي او په هغه څه هم چې تاسو ته نازل شوي او څه چې هغوى ته نازل شوي، الله ته عاجزي كوونكي دي او د الله په ايتونو (دا) لږ غوندى بيه نه پيري، دې خلكو ته يې له خپل رب سره اجر دى، بېشكه چې الله ډېر زر حساب كوونكى دى.
200اې مومنانو صبر كوئ، صابر اوسئ، ټينګ اوسئ (په اسلامي سرحد كې) او الله نه وډار شئ تر څو بريالي شئ.