Maryam

مريم

Mary98 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

كٓهيعٓصٓ﴿١

1كهيعص [1].

ذِكۡرُ رَحۡمَتِ رَبِّكَ عَبۡدَهُۥ زَكَرِيَّآ﴿٢

2دغه یاد دی ستا د رب د رحمت پر خپل بنده چې زکریا و.

إِذۡ نَادَىٰ رَبَّهُۥ نِدَآءً خَفِيّٗا﴿٣

3کله چې یې اواز وکړ خپل رب ته په پټ اواز سره.

قَالَ رَبِّ إِنِّي وَهَنَ ٱلۡعَظۡمُ مِنِّي وَٱشۡتَعَلَ ٱلرَّأۡسُ شَيۡبٗا وَلَمۡ أَكُنۢ بِدُعَآئِكَ رَبِّ شَقِيّٗا﴿٤

4ووېل: زما ربه! هډوكي مې كمزوري شوي او سر مې له ډېر زوړوالي (سپين) ځليږي، او زه خو له تا نه په غوښتنه كې اې زما ربه نامراده شوى هم نه يم.

وَإِنِّي خِفۡتُ ٱلۡمَوَٰلِيَ مِن وَرَآءِي وَكَانَتِ ٱمۡرَأَتِي عَاقِرٗا فَهَبۡ لِي مِن لَّدُنكَ وَلِيّٗا﴿٥

5او بې شکه زه ویریږم له دې خپلوانو (خپلو) چې زما نه وروسته دي (په دین باندې)، او ښځه زما هم شنډه ده؛ نو راوبخښه ما ته خاص له خپل طرفه څوک دین سمبالوونکی.

يَرِثُنِي وَيَرِثُ مِنۡ ءَالِ يَعۡقُوبَۖ وَٱجۡعَلۡهُ رَبِّ رَضِيّٗا﴿٦

6چې وارث شي زما په دین کې او وارث شي د کورنۍ د یعقوب -علیه السلام- په دین کې، او وګرځوه هغه لره غوره.

يَٰزَكَرِيَّآ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَٰمٍ ٱسۡمُهُۥ يَحۡيَىٰ لَمۡ نَجۡعَل لَّهُۥ مِن قَبۡلُ سَمِيّٗا﴿٧

7(اواز وشو) ای زکریا! یقینا زیری درکوو تا ته په یو هلک چې نوم یې یحیی دی، نه دی ګرځولی موږ څوک مخکې له ده نه د ده هم نامی.

قَالَ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي غُلَٰمٞ وَكَانَتِ ٱمۡرَأَتِي عَاقِرٗا وَقَدۡ بَلَغۡتُ مِنَ ٱلۡكِبَرِ عِتِيّٗا﴿٨

8وویل (زکریا): ای ربه زما څرنګه به وي ما لره هلک او زما ښځه شنډه ده، او یقینا رسیدلی یم زه له زوړوالي نه ډیرې کمزورتیا ته.

قَالَ كَذَٰلِكَ قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٞ وَقَدۡ خَلَقۡتُكَ مِن قَبۡلُ وَلَمۡ تَكُ شَيۡـٔٗا﴿٩

9وویل: همداسې ستا رب ویلي چي دا کار پر ما آسان دی؛ په داسې حال کې چې ته مې پخوا پیدا کړی یې هېڅ هم نه وې.

قَالَ رَبِّ ٱجۡعَل لِّيٓ ءَايَةٗۖ قَالَ ءَايَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ ٱلنَّاسَ ثَلَٰثَ لَيَالٖ سَوِيّٗا﴿١٠

10وویل (زکریا -علیه السلام-): ای ربه زما! وګرځوه زما لپاره یوه ځانګړې نښه، وویل هغه: نښه ستا دا داه چې خبرې به نشې کولی له خلکو سره درې شپې او حال دا چې روغ به هم یې.

فَخَرَجَ عَلَىٰ قَوۡمِهِۦ مِنَ ٱلۡمِحۡرَابِ فَأَوۡحَىٰٓ إِلَيۡهِمۡ أَن سَبِّحُواْ بُكۡرَةٗ وَعَشِيّٗا﴿١١

11نو خپل قوم ته له عبادت خونې څخه راووت، نو په اشاره ئې وویل هغوی ته چې تسبیح ووایاست سبا او بیګا.

يَٰيَحۡيَىٰ خُذِ ٱلۡكِتَٰبَ بِقُوَّةٖۖ وَءَاتَيۡنَٰهُ ٱلۡحُكۡمَ صَبِيّٗا﴿١٢

12ای یحیی! کتاب (تورات) ټینګ ونیسه، او ورکړې وه موږ ده ته د دین پوهه په وړوکوالي کې.

وَحَنَانٗا مِّن لَّدُنَّا وَزَكَوٰةٗۖ وَكَانَ تَقِيّٗا﴿١٣

13او له خپل لوري مو خواخوږي او پاكي وركړې وه، او هغه پرهېزګار (سړى) و.

وَبَرَّۢا بِوَٰلِدَيۡهِ وَلَمۡ يَكُن جَبَّارًا عَصِيّٗا﴿١٤

14او نیکي کوونکی و د مور او پلار سره، او نه و سرکښ او نافرمان.

وَسَلَٰمٌ عَلَيۡهِ يَوۡمَ وُلِدَ وَيَوۡمَ يَمُوتُ وَيَوۡمَ يُبۡعَثُ حَيّٗا﴿١٥

15او سلام دی پر هغه په كومه ورځ چې هغه پيدا شو او په كومه ورځ چې هغه وفات شي او په كومه ورځ چې هغه ژوندى راپاڅول شي.

وَٱذۡكُرۡ فِي ٱلۡكِتَٰبِ مَرۡيَمَ إِذِ ٱنتَبَذَتۡ مِنۡ أَهۡلِهَا مَكَانٗا شَرۡقِيّٗا﴿١٦

16او یاد کړه په دغه کتاب کې (کېسه د) مریم کله چې په څنګ شوه (لاړه) له کورنۍ خپلې هغه ځای ته چې (د کور په) ختیځه (ډډه) کې و.

فَٱتَّخَذَتۡ مِن دُونِهِمۡ حِجَابٗا فَأَرۡسَلۡنَآ إِلَيۡهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرٗا سَوِيّٗا﴿١٧

17او له هغو نه پرده نيولې (ناسته وه)، نو هغې ته مو خپل روح (جبرائيل) ورولېږلو او هغه ورته بالكل د يو بشر په شكل ورڅرګند شو.

قَالَتۡ إِنِّيٓ أَعُوذُ بِٱلرَّحۡمَٰنِ مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيّٗا﴿١٨

18هغې وویل: یقینا زه له تا څخه پناه وړم رحمن ذات ته، که ېې ته د الله تعالی نه ویره کوونکی.

قَالَ إِنَّمَآ أَنَا۠ رَسُولُ رَبِّكِ لِأَهَبَ لَكِ غُلَٰمٗا زَكِيّٗا﴿١٩

19وویل (جبریل -علیه السلام-): یقینا زه رالیږل شوی (ملک) یم ستا د رب له خوا د دې لپاره چې تا ته یو پاک هلک درکړم.

قَالَتۡ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي غُلَٰمٞ وَلَمۡ يَمۡسَسۡنِي بَشَرٞ وَلَمۡ أَكُ بَغِيّٗا﴿٢٠

20وویل (مریم -علیها السلام-): څنګه به زما هلک وي؟! او حال دا دی چې لاس نه دی لګولی زما سره هېڅ انسان او نه زه بدکاره یم.

قَالَ كَذَٰلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٞۖ وَلِنَجۡعَلَهُۥٓ ءَايَةٗ لِّلنَّاسِ وَرَحۡمَةٗ مِّنَّاۚ وَكَانَ أَمۡرٗا مَّقۡضِيّٗا﴿٢١

21جبریل -علیه السلام- ورته وویل: همداسې به ته يې، ستا رب ویلي دا کار په ما باندې اسان دی، او له دې لپاره چې ویې ګرځوو له خپل لوري خلکو ته رحمت، او دا داسې کار دی چې له مخکې یې پریکړه شوې.

۞ فَحَمَلَتۡهُ فَٱنتَبَذَتۡ بِهِۦ مَكَانٗا قَصِيّٗا﴿٢٢

22نو حامله شوه (مریم) په ده (عیسی) سره نو په ډډه شوه سره له دغه (عیسی) یو لرې ځای ته.

فَأَجَآءَهَا ٱلۡمَخَاضُ إِلَىٰ جِذۡعِ ٱلنَّخۡلَةِ قَالَتۡ يَٰلَيۡتَنِي مِتُّ قَبۡلَ هَٰذَا وَكُنتُ نَسۡيٗا مَّنسِيّٗا﴿٢٣

23د زوکړې درد دې لره د کجورې تنې ته راوستله، نو ویې ویل: های ارمان چې زه له دې وړاندې مړه وی او هیره شوی او له زړونو وتلې وای.

فَنَادَىٰهَا مِن تَحۡتِهَآ أَلَّا تَحۡزَنِي قَدۡ جَعَلَ رَبُّكِ تَحۡتَكِ سَرِيّٗا﴿٢٤

24پس اواز ورته وکړو (عیسی-علیه السلام-) د لاندې طرف د هغې نه: خپګان مه کوه یقینا پیداکړې ستا رب ستا نه لاندې یوه چینه.

وَهُزِّيٓ إِلَيۡكِ بِجِذۡعِ ٱلنَّخۡلَةِ تُسَٰقِطۡ عَلَيۡكِ رُطَبٗا جَنِيّٗا﴿٢٥

25او وخوځوه (وڅنډه) خپل ځان ته تنه د کجورې راوغورځوي به په تا باندې تازه تازه کجورې راشوکول شوې.

فَكُلِي وَٱشۡرَبِي وَقَرِّي عَيۡنٗاۖ فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ ٱلۡبَشَرِ أَحَدٗا فَقُولِيٓ إِنِّي نَذَرۡتُ لِلرَّحۡمَٰنِ صَوۡمٗا فَلَنۡ أُكَلِّمَ ٱلۡيَوۡمَ إِنسِيّٗا﴿٢٦

26نو خوره، او څښه او خپلې سترګې يخې كړه بيا كه كوم يو انسان دې وليده نو ورته ووايه چې ما درحمن له پاره روژه نذر منلې ده، له دې امله نن به زه له هېچا سره خبرې ونه كړم.

فَأَتَتۡ بِهِۦ قَوۡمَهَا تَحۡمِلُهُۥۖ قَالُواْ يَٰمَرۡيَمُ لَقَدۡ جِئۡتِ شَيۡـٔٗا فَرِيّٗا﴿٢٧

27نو راوړ مریم -علیها السلام- هغه (خپل زوی) خپل قوم ته په خپله غیږه کې، وویل دوی: ای مریم! یقینا تا راتلل وکړل یو شي ډیر ناکاره ته.

يَٰٓأُخۡتَ هَٰرُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ ٱمۡرَأَ سَوۡءٖ وَمَا كَانَتۡ أُمُّكِ بَغِيّٗا﴿٢٨

28ای خور د هارون! نه و پلار ستا سړی د بدې او نه وه مور ستا بد کاره.

فَأَشَارَتۡ إِلَيۡهِۖ قَالُواْ كَيۡفَ نُكَلِّمُ مَن كَانَ فِي ٱلۡمَهۡدِ صَبِيّٗا﴿٢٩

29نو اشاره وکړه (مریم) هغه بچي ته، نو هغوی وویل: څرنګه خبرې وکړو موږ په زانګو کې له کوچني سره.

قَالَ إِنِّي عَبۡدُ ٱللَّهِ ءَاتَىٰنِيَ ٱلۡكِتَٰبَ وَجَعَلَنِي نَبِيّٗا﴿٣٠

30وویل (عیسی -علیه السلام-) چې بې شکه زه د الله بنده یم؛ ما ته یې کتاب راکړی او زه یې نبي ګرځولی یم.

وَجَعَلَنِي مُبَارَكًا أَيۡنَ مَا كُنتُ وَأَوۡصَٰنِي بِٱلصَّلَوٰةِ وَٱلزَّكَوٰةِ مَا دُمۡتُ حَيّٗا﴿٣١

31او زه یې برکت مند ګرځولی یم هر ځای کې چې وم، او د لمانځه زکات سپارښتنه یې راته کړې څو چې زه ژوندی یم.

وَبَرَّۢا بِوَٰلِدَتِي وَلَمۡ يَجۡعَلۡنِي جَبَّارٗا شَقِيّٗا﴿٣٢

32او (ګرځولی یم زه) نیکي کوونکی له مور خپلې سره اونه یې یم ګرځولی زه سرکښه بدبخته.

وَٱلسَّلَٰمُ عَلَيَّ يَوۡمَ وُلِدتُّ وَيَوۡمَ أَمُوتُ وَيَوۡمَ أُبۡعَثُ حَيّٗا﴿٣٣

33او سلام دی پر ما په هغه ورځ چې پیداشوی یم او په کومه ورځ چې به مړ کیږم او په کومه ورځ چې به ژوندی راپورته کیږم.

ذَٰلِكَ عِيسَى ٱبۡنُ مَرۡيَمَۖ قَوۡلَ ٱلۡحَقِّ ٱلَّذِي فِيهِ يَمۡتَرُونَ﴿٣٤

34دغه دى د مريم زوى عيسى او دغه ده د هغه په باب هغه ريښتوني خبره چې په هغې كې خلك شك كوي.

مَا كَانَ لِلَّهِ أَن يَتَّخِذَ مِن وَلَدٖۖ سُبۡحَٰنَهُۥٓۚ إِذَا قَضَىٰٓ أَمۡرٗا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ﴿٣٥

35نه ښایې الله تعالی لره چې ودې نیسي بچی، پاک دی هغه د بچو نه، کله چې اراده وکړي د یو کار د کولو نو ووایي هغه ته وشه نو هغه وشي.

وَإِنَّ ٱللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمۡ فَٱعۡبُدُوهُۚ هَٰذَا صِرَٰطٞ مُّسۡتَقِيمٞ﴿٣٦

36او یقینا الله تعالی رب زما او رب ستاسي دی نو (یوازې) د هغه بندګي وکړئ، دا ده سمه نیغه لار.

فَٱخۡتَلَفَ ٱلۡأَحۡزَابُ مِنۢ بَيۡنِهِمۡۖ فَوَيۡلٞ لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ مِن مَّشۡهَدِ يَوۡمٍ عَظِيمٍ﴿٣٧

37نو اختلاف وکړو ډلو د دوی ترمنځ (په باره د عیسی -علیه السلام-) کې، نو تباهي ده کافرانو لره د د لويې ورځې له حاضرۍ نه.

أَسۡمِعۡ بِهِمۡ وَأَبۡصِرۡ يَوۡمَ يَأۡتُونَنَا لَٰكِنِ ٱلظَّٰلِمُونَ ٱلۡيَوۡمَ فِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٖ﴿٣٨

38څه ډیر ښه اوریدنکي به وي دوی او څه ډیر ښه لیدونکي به وي دوی په هغې ورځې کې چې رابه شي دوی موږ ته، لیکن ظالمان خلک نن ورځ په ګمراهۍ ښکاره کې دي.

وَأَنذِرۡهُمۡ يَوۡمَ ٱلۡحَسۡرَةِ إِذۡ قُضِيَ ٱلۡأَمۡرُ وَهُمۡ فِي غَفۡلَةٖ وَهُمۡ لَا يُؤۡمِنُونَ﴿٣٩

39او ووېروه دوی د پښېمانتیا له ورځې، کله چې د کارونو پرېکړه وشي، او دوی (اوس) په غفلت کې دي او ایمان نه راوړي.

إِنَّا نَحۡنُ نَرِثُ ٱلۡأَرۡضَ وَمَنۡ عَلَيۡهَا وَإِلَيۡنَا يُرۡجَعُونَ﴿٤٠

40یقینا موږ اخري مالکان یو د ځمکې او د هغه چا چې په ځمکه کې دي او یوازې موږ ته به را وګرځول شي دا ټول.

وَٱذۡكُرۡ فِي ٱلۡكِتَٰبِ إِبۡرَٰهِيمَۚ إِنَّهُۥ كَانَ صِدِّيقٗا نَّبِيًّا﴿٤١

41او یاد کړه (ای پیغمبره! دې خلکو ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) ابراهیم، یقینا هغه ډیر ریښتیا ویونکی نبي و.

إِذۡ قَالَ لِأَبِيهِ يَٰٓأَبَتِ لِمَ تَعۡبُدُ مَا لَا يَسۡمَعُ وَلَا يُبۡصِرُ وَلَا يُغۡنِي عَنكَ شَيۡـٔٗا﴿٤٢

42کله چې وویل (ابراهیم) خپل پلار ته: ای زما پلار جانه! ولی د هغه چا بندګي کوې چې نه څه اوري او نه څه ویني، او نه له تا نه څه لرې کولی شي.

يَٰٓأَبَتِ إِنِّي قَدۡ جَآءَنِي مِنَ ٱلۡعِلۡمِ مَا لَمۡ يَأۡتِكَ فَٱتَّبِعۡنِيٓ أَهۡدِكَ صِرَٰطٗا سَوِيّٗا﴿٤٣

43ای پلاره جانه! بې شکه ما ته هغه علم (وحې) راغلی چې تا ته نه دی راغلی، نو زما پېروي وکړه چې سمه لار در وښایم.

يَٰٓأَبَتِ لَا تَعۡبُدِ ٱلشَّيۡطَٰنَۖ إِنَّ ٱلشَّيۡطَٰنَ كَانَ لِلرَّحۡمَٰنِ عَصِيّٗا﴿٤٤

44ای پلار جانه! د شیطان عبادت مه کوه؛ بې شکه شیطان د رحمن ذات نافرمانه دی.

يَٰٓأَبَتِ إِنِّيٓ أَخَافُ أَن يَمَسَّكَ عَذَابٞ مِّنَ ٱلرَّحۡمَٰنِ فَتَكُونَ لِلشَّيۡطَٰنِ وَلِيّٗا﴿٤٥

45ای پلاره جانه! بې شکه زه له دې ویریږم چې تا ته د رحمن ذات لخوا عذاب در ورسي، نو ته به د شیطان ملګری شې.

قَالَ أَرَاغِبٌ أَنتَ عَنۡ ءَالِهَتِي يَٰٓإِبۡرَٰهِيمُۖ لَئِن لَّمۡ تَنتَهِ لَأَرۡجُمَنَّكَۖ وَٱهۡجُرۡنِي مَلِيّٗا﴿٤٦

46وویل (پلار د ابراهیم) آیا ته زما د معبودانو (له عبادت) څخه مخ ګرځوونکی يې ای ابراهیمه! که (له دې) منع نه شوې نو خامخا به دې په تیږو وولم، او ما پریږده ډیره زمانه.

قَالَ سَلَٰمٌ عَلَيۡكَۖ سَأَسۡتَغۡفِرُ لَكَ رَبِّيٓۖ إِنَّهُۥ كَانَ بِي حَفِيّٗا﴿٤٧

47وویل (ابراهیم -علیه السلام-) سلام (د رخصتۍ) دې وي پر تا، زر دی چې له خپل ربه نه تا ته بخښنه وغواړم، یقینا هغه پر ما ډیر مهربان دی.

وَأَعۡتَزِلُكُمۡ وَمَا تَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَأَدۡعُواْ رَبِّي عَسَىٰٓ أَلَّآ أَكُونَ بِدُعَآءِ رَبِّي شَقِيّٗا﴿٤٨

48زه له تاسي او هغو باطلو معبودانو ګوښه کېږم چې تاسي يې له الله پرته رابلئ، او زه به خپل رب رابلم، هيله ده چې زه د خپل رب په بلنه نا هیلی نه شم.

فَلَمَّا ٱعۡتَزَلَهُمۡ وَمَا يَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَهَبۡنَا لَهُۥٓ إِسۡحَٰقَ وَيَعۡقُوبَۖ وَكُلّٗا جَعَلۡنَا نَبِيّٗا﴿٤٩

49هر کله چې هغه ګوښه شو له دوی نه او له هغه چا نه چې هغوی یې له الله پرته بندګي کوله؛ نو ورکړ موږ ده ته اسحاق (زوی) او یعقوب (لمسی)، او هر یو مو پیغمبر وګرځولو.

وَوَهَبۡنَا لَهُم مِّن رَّحۡمَتِنَا وَجَعَلۡنَا لَهُمۡ لِسَانَ صِدۡقٍ عَلِيّٗا﴿٥٠

50او وکړي و موږ دوی (دري واړو) ته خپل رحمتونه، او دوی لپاره مو د ریښتینې ژبې لوړ (یاد) ګرځولی و.

وَٱذۡكُرۡ فِي ٱلۡكِتَٰبِ مُوسَىٰٓۚ إِنَّهُۥ كَانَ مُخۡلَصٗا وَكَانَ رَسُولٗا نَّبِيّٗا﴿٥١

51او یاد کړه (ای پیغمبره! دوی ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) موسی -علیه السلام-، بې شکه چې هغه یو سوچه شوی رسول او نبي.

وَنَٰدَيۡنَٰهُ مِن جَانِبِ ٱلطُّورِ ٱلۡأَيۡمَنِ وَقَرَّبۡنَٰهُ نَجِيّٗا﴿٥٢

52او اواز ورکړی و موږ هغه ته د طور غره له ښي اړخ څخه، او نږدې کړی مو و د رازدار په توګه.

وَوَهَبۡنَا لَهُۥ مِن رَّحۡمَتِنَآ أَخَاهُ هَٰرُونَ نَبِيّٗا﴿٥٣

53او په خپلې مهربانۍ سره مو هغه ته ورور يې هارون چې نبي و، (مرستيال) ور وبخښلو.

وَٱذۡكُرۡ فِي ٱلۡكِتَٰبِ إِسۡمَٰعِيلَۚ إِنَّهُۥ كَانَ صَادِقَ ٱلۡوَعۡدِ وَكَانَ رَسُولٗا نَّبِيّٗا﴿٥٤

54او یاد کړه (ای پیغمبره! دوی ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) اسماعیل -علیه السلام-، یقینا هغه ډیر ریښتونی و په وعده کې او رالېږل شوی نبي و.

وَكَانَ يَأۡمُرُ أَهۡلَهُۥ بِٱلصَّلَوٰةِ وَٱلزَّكَوٰةِ وَكَانَ عِندَ رَبِّهِۦ مَرۡضِيّٗا﴿٥٥

55او ده به خپل اهل (قوم یا امت) ته په لمانځه او زکات امر کاوه، او د خپل رب په نزد غوره کړی شوی و.

وَٱذۡكُرۡ فِي ٱلۡكِتَٰبِ إِدۡرِيسَۚ إِنَّهُۥ كَانَ صِدِّيقٗا نَّبِيّٗا﴿٥٦

56او یاد کړه (ای پیغمبره! دې خلکو ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) ادریس -علیه السلام- یقینا هغه ډیر ریښتیا ویونکی نبي و.

وَرَفَعۡنَٰهُ مَكَانًا عَلِيًّا﴿٥٧

57او پورته کړی و موږ دې لره لوړ مقام ته.

أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ أَنۡعَمَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِم مِّنَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ مِن ذُرِّيَّةِ ءَادَمَ وَمِمَّنۡ حَمَلۡنَا مَعَ نُوحٖ وَمِن ذُرِّيَّةِ إِبۡرَٰهِيمَ وَإِسۡرَٰٓءِيلَ وَمِمَّنۡ هَدَيۡنَا وَٱجۡتَبَيۡنَآۚ إِذَا تُتۡلَىٰ عَلَيۡهِمۡ ءَايَٰتُ ٱلرَّحۡمَٰنِ خَرُّواْۤ سُجَّدٗاۤ وَبُكِيّٗا۩﴿٥٨

58دا هغه کسان دي چې الله تعالی پرې انعام کړی له پیغمبرانو څخه د ادم -علیه السلام- له اولادې، او د هغه چا څخه چې موږ د نوح -علیه السلام- سره په کښتۍ کې سپاره کړي وو، او د اولادې د ابراهیم -علیه السلام- او اسرائیل (یعقوب -علیه السلام-) څخه، او د هغه چا څخه چې موږ ورته هدایت کړی او غوره کړې مو (په پیغمبرۍ سره) دي، کله چې دوی ته د رحمن ذات آیتونه بیانیدل، پریوتل به دوی سجده کوونکي ژړا کوونکي.

۞ فَخَلَفَ مِنۢ بَعۡدِهِمۡ خَلۡفٌ أَضَاعُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَٱتَّبَعُواْ ٱلشَّهَوَٰتِۖ فَسَوۡفَ يَلۡقَوۡنَ غَيًّا﴿٥٩

59خو له دوى وروسته يې داسې ځاى ناستو ځاى ونيو چې لمونځ يې ضايع كړ او هوسونو پسې ولاړل نو زر به له بد انجام سره مخ شي.

إِلَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صَٰلِحٗا فَأُوْلَٰٓئِكَ يَدۡخُلُونَ ٱلۡجَنَّةَ وَلَا يُظۡلَمُونَ شَيۡـٔٗا﴿٦٠

60مګر هغه چا چې توبه وویستله او ایمان يې راوړ او نیک عمل یې وکړ پس دغه کسان به جنت ته ننوځي او پر دوی به هېڅ ظلم نه شي کیدلی.

جَنَّٰتِ عَدۡنٍ ٱلَّتِي وَعَدَ ٱلرَّحۡمَٰنُ عِبَادَهُۥ بِٱلۡغَيۡبِۚ إِنَّهُۥ كَانَ وَعۡدُهُۥ مَأۡتِيّٗا﴿٦١

61د همېشه اوسېدو هغه جنتونه چې رحمن يې خپلو بندګانو سره په غيبو وعده كړې ده، او يقيناً د هغه وعده راتلونكې ده.

لَّا يَسۡمَعُونَ فِيهَا لَغۡوًا إِلَّا سَلَٰمٗاۖ وَلَهُمۡ رِزۡقُهُمۡ فِيهَا بُكۡرَةٗ وَعَشِيّٗا﴿٦٢

62دوى به هلته چټي خبره نه اوري، پرته (له سلامه) او هلته به د دوى لپاره سهار او ماښام خپله روزى وي.

تِلۡكَ ٱلۡجَنَّةُ ٱلَّتِي نُورِثُ مِنۡ عِبَادِنَا مَن كَانَ تَقِيّٗا﴿٦٣

63دا هغه جنت دى چې موږ يې له خپلو بندګانو نه، (صرف) متقيانو ته په ميراث وركو.

وَمَا نَتَنَزَّلُ إِلَّا بِأَمۡرِ رَبِّكَۖ لَهُۥ مَا بَيۡنَ أَيۡدِينَا وَمَا خَلۡفَنَا وَمَا بَيۡنَ ذَٰلِكَۚ وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيّٗا﴿٦٤

64او (جبريل وويل) موږ ستا د رب له امر پرته، هسې نه راكوزېږو، هغه ته هغه هم معلوم دي چې زموږ مخې ته دي او څه چې زموږ شاته دي او څه يې چى ترمنځه دي او ستا رب هېرونكى نه دى.

رَّبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا فَٱعۡبُدۡهُ وَٱصۡطَبِرۡ لِعِبَٰدَتِهِۦۚ هَلۡ تَعۡلَمُ لَهُۥ سَمِيّٗا﴿٦٥

65د اسمانو، زمكې او هغو شيانو رب دى چې ترمنځه يې دى نو هماغه ولمانځه او په عبادت يې ټينـګ اوسه آيا د هغه كوم هم (سيال) درته معلوم دى؟

وَيَقُولُ ٱلۡإِنسَٰنُ أَءِذَا مَا مِتُّ لَسَوۡفَ أُخۡرَجُ حَيًّا﴿٦٦

66او وايې انسان (کافر) کله چې زه مړ شم نو آیا بیا به ژوندی راویستلی شم؟!

أَوَلَا يَذۡكُرُ ٱلۡإِنسَٰنُ أَنَّا خَلَقۡنَٰهُ مِن قَبۡلُ وَلَمۡ يَكُ شَيۡـٔٗا﴿٦٧

67آیا انسان ته نه دي یاد چې یقینا موږ له دې مخکې پیدا کړی و او دې هیڅ نه و.

فَوَرَبِّكَ لَنَحۡشُرَنَّهُمۡ وَٱلشَّيَٰطِينَ ثُمَّ لَنُحۡضِرَنَّهُمۡ حَوۡلَ جَهَنَّمَ جِثِيّٗا﴿٦٨

68نو ستا په رب دې قسم وي چې دوى او شيطانان به ټول راغونډ كړو او بيا به يې په ګونډو جهنم نه راچاپېر كړو.

ثُمَّ لَنَنزِعَنَّ مِن كُلِّ شِيعَةٍ أَيُّهُمۡ أَشَدُّ عَلَى ٱلرَّحۡمَٰنِ عِتِيّٗا﴿٦٩

69بيا به له هرې ډلې نه هر هغه راوباسو چې د رحمن (ذات) په مقابل كې زيات سركښ وي.

ثُمَّ لَنَحۡنُ أَعۡلَمُ بِٱلَّذِينَ هُمۡ أَوۡلَىٰ بِهَا صِلِيّٗا﴿٧٠

70بيا موږ په هغو كسانو دېر ښه پوه يو چې تر ټولو زيات په هغه كې د غورځېدو وړ وى.

وَإِن مِّنكُمۡ إِلَّا وَارِدُهَاۚ كَانَ عَلَىٰ رَبِّكَ حَتۡمٗا مَّقۡضِيّٗا﴿٧١

71او په تاسو كې هېڅوك داسې نشته چې هغه ته ورتلونكى نه وي، دا ستا د رب په غاړه يوه فيصله شوې خبره ده.

ثُمَّ نُنَجِّي ٱلَّذِينَ ٱتَّقَواْ وَّنَذَرُ ٱلظَّٰلِمِينَ فِيهَا جِثِيّٗا﴿٧٢

72بيا به موږ هغه كسان وژغورو چې ځان ساتنه (تقوا) يې كوله او ظالمان به په ګونډو غورځېدلي پكې پرېږدو.

وَإِذَا تُتۡلَىٰ عَلَيۡهِمۡ ءَايَٰتُنَا بَيِّنَٰتٖ قَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لِلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَيُّ ٱلۡفَرِيقَيۡنِ خَيۡرٞ مَّقَامٗا وَأَحۡسَنُ نَدِيّٗا﴿٧٣

73او كله به چې هغوى ته زموږ څرګند اّيتونه لوستل كېدل نو كافرانو به مومنانو ته ويل: له دې دواړو نه كومه يوه ډله د غوره حالت او شانداره مجلس والا ده؟

وَكَمۡ أَهۡلَكۡنَا قَبۡلَهُم مِّن قَرۡنٍ هُمۡ أَحۡسَنُ أَثَٰثٗا وَرِءۡيٗا﴿٧٤

74حال دا چې له دوى مخكې مو څومره ډېر داسې قومونه تباه كړي دي چې په سامان او (ظاهري) ډول سينګار كې له دوى دېر غوره وو.

قُلۡ مَن كَانَ فِي ٱلضَّلَٰلَةِ فَلۡيَمۡدُدۡ لَهُ ٱلرَّحۡمَٰنُ مَدًّاۚ حَتَّىٰٓ إِذَا رَأَوۡاْ مَا يُوعَدُونَ إِمَّا ٱلۡعَذَابَ وَإِمَّا ٱلسَّاعَةَ فَسَيَعۡلَمُونَ مَنۡ هُوَ شَرّٞ مَّكَانٗا وَأَضۡعَفُ جُندٗا﴿٧٥

75ورته ووايه: څوك چې په بې لاريتوب كې وي نو هغه ته رحمن مهلت وركوي، تر دې چې هغه څه وګوري كوم چې وعده يې ورسره كيږي، يا عذاب (په دنيا كې) يا قيامت، نو بيا به وپوهيږي چې د چا بده مرتبه او كمزورې ډله ده.

وَيَزِيدُ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ٱهۡتَدَوۡاْ هُدٗىۗ وَٱلۡبَٰقِيَٰتُ ٱلصَّٰلِحَٰتُ خَيۡرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابٗا وَخَيۡرٞ مَّرَدًّا﴿٧٦

76او څوك چې په سمه لار برابر شوي، هغوى ته الله نور هم هدايت ورزياتوي، او ستا د رب پر وړاندې پاتېدونكې نېكۍ هم په ثواب كې غوره دي او هم د انجام په اعتبار.

أَفَرَءَيۡتَ ٱلَّذِي كَفَرَ بِـَٔايَٰتِنَا وَقَالَ لَأُوتَيَنَّ مَالٗا وَوَلَدًا﴿٧٧

77آيا هغه كس دې وليدو چې زموږ له آيتونو انكار كوي او وايي چې ماته خو به مال او اولاد همداسې راكول كيږي.

أَطَّلَعَ ٱلۡغَيۡبَ أَمِ ٱتَّخَذَ عِندَ ٱلرَّحۡمَٰنِ عَهۡدٗا﴿٧٨

78آيا هغه له غيبو خبر شوى كه له رحمن نه يې څه لوز اخيستى؟

كَلَّاۚ سَنَكۡتُبُ مَا يَقُولُ وَنَمُدُّ لَهُۥ مِنَ ٱلۡعَذَابِ مَدّٗا﴿٧٩

79هيڅكله داسې نه ده، موږ هغه څه ليكو چې دى يې وايي او هغه ته به عذاب لا ورزيات کړو.

وَنَرِثُهُۥ مَا يَقُولُ وَيَأۡتِينَا فَرۡدٗا﴿٨٠

80او څه چې دا يادوي، هغه به موږ ته راپاتې او ايكى يوازې به راځي.

وَٱتَّخَذُواْ مِن دُونِ ٱللَّهِ ءَالِهَةٗ لِّيَكُونُواْ لَهُمۡ عِزّٗا﴿٨١

81او دوى الله نه پرته څه خدايان نيولي چې د دوى لپاره ملاتړي وي.

كَلَّاۚ سَيَكۡفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمۡ وَيَكُونُونَ عَلَيۡهِمۡ ضِدًّا﴿٨٢

82هيڅكله نه، هغوى به يې له عبادته منكر او د دوى پر ضد (دښمنان) شي.

أَلَمۡ تَرَ أَنَّآ أَرۡسَلۡنَا ٱلشَّيَٰطِينَ عَلَى ٱلۡكَٰفِرِينَ تَؤُزُّهُمۡ أَزّٗا﴿٨٣

83آيا نه دې دي ليدلي چې شيطانان مو دغو منكرانو ته ورخوشي كړي چې دوى (د حق دښمنۍ ته) ښه وهڅوي.

فَلَا تَعۡجَلۡ عَلَيۡهِمۡۖ إِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمۡ عَدّٗا﴿٨٤

84نو پر دوى تلوار مه كوه، موږ حقيقتاً د دوى لپاره (ورځې) شمارو.

يَوۡمَ نَحۡشُرُ ٱلۡمُتَّقِينَ إِلَى ٱلرَّحۡمَٰنِ وَفۡدٗا﴿٨٥

85هغه ورځ چې متقيان (ځان ساتونكي) به لكه بلل شوي مېلمانه رحمن ته راغونډ كړو.

وَنَسُوقُ ٱلۡمُجۡرِمِينَ إِلَىٰ جَهَنَّمَ وِرۡدٗا﴿٨٦

86او مجرمان به د جهنم لور ته (د تږو څارويو په شان) ور وشړو.

لَّا يَمۡلِكُونَ ٱلشَّفَٰعَةَ إِلَّا مَنِ ٱتَّخَذَ عِندَ ٱلرَّحۡمَٰنِ عَهۡدٗا﴿٨٧

87د سپارښتنې واك به نه شي تر لاسه كولاى، پرته له هغه چې الله نه يې لوز اخيستى وي.

وَقَالُواْ ٱتَّخَذَ ٱلرَّحۡمَٰنُ وَلَدٗا﴿٨٨

88او دوى وايي چې رحمن څوك په زویتوب نيولي .

لَّقَدۡ جِئۡتُمۡ شَيۡـًٔا إِدّٗا﴿٨٩

89يقيناً ډېره بده ناوړه خبره مو كړې ده.

تَكَادُ ٱلسَّمَٰوَٰتُ يَتَفَطَّرۡنَ مِنۡهُ وَتَنشَقُّ ٱلۡأَرۡضُ وَتَخِرُّ ٱلۡجِبَالُ هَدًّا﴿٩٠

90نږدې ده چې اسمانونه ترې وچوي، ځمكه څيرې شي او غرونه دړې وړې راپرېوځي.

أَن دَعَوۡاْ لِلرَّحۡمَٰنِ وَلَدٗا﴿٩١

91په دې چې رحمن ته يې د اولاد د شتون دعوی كړې ده.

وَمَا يَنۢبَغِي لِلرَّحۡمَٰنِ أَن يَتَّخِذَ وَلَدًا﴿٩٢

92او رحمن ته نه ښايي چې (څوك) اولاد ونيسي.

إِن كُلُّ مَن فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ إِلَّآ ءَاتِي ٱلرَّحۡمَٰنِ عَبۡدٗا﴿٩٣

93څه (خلك) چې په اسمانو او ځمكه كې دي، ټول رحمن ته د بنده په توګه ورتلونكي دي.

لَّقَدۡ أَحۡصَىٰهُمۡ وَعَدَّهُمۡ عَدّٗا﴿٩٤

94خامخا هغوى يې راګير كړي او (ښه يې) شمېرلي دي.

وَكُلُّهُمۡ ءَاتِيهِ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ فَرۡدًا﴿٩٥

95او دوى ټول هغه ته يو يو ورتلونكي دي.

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ سَيَجۡعَلُ لَهُمُ ٱلرَّحۡمَٰنُ وُدّٗا﴿٩٦

96بې شكه چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي زر به رحمن د هغوى لپاره په زړونو كې مينه واچوي.

فَإِنَّمَا يَسَّرۡنَٰهُ بِلِسَانِكَ لِتُبَشِّرَ بِهِ ٱلۡمُتَّقِينَ وَتُنذِرَ بِهِۦ قَوۡمٗا لُّدّٗا﴿٩٧

97نو خبره دا ده چې دا موږ ستا په ژبه اسانه (نازل) كړى دى چې متقيانو ته زېرى وركړې او جګړه مار خلك پرې ووېروې.

وَكَمۡ أَهۡلَكۡنَا قَبۡلَهُم مِّن قَرۡنٍ هَلۡ تُحِسُّ مِنۡهُم مِّنۡ أَحَدٍ أَوۡ تَسۡمَعُ لَهُمۡ رِكۡزَۢا﴿٩٨

98او له دوى مخكې مو څومره قومونه تباه كړي؟ آيا (اوس) د كوم يوه څه مومې؟ يايې كښهار اورې؟

RELATED SURAHS