طه
Ta-Ha • 135 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1طه [1]
2نه دی نازل کړی موږ پر تا قرآن دې لپاره چې ته پرې وکړېږې.
3مګر يوه يادونه ده، هغه چاته چې وېرېږي.
4د هغه ذات له خوا نازل شوى چې ځمكه او هسک آسمانونه يې پيدا كړي.
5الرحمن (ډېر زیات مهربان) ذات دی پر عرش پورته شوی دی.
6هغه لره دي څه چې په آسمانو، ځمكه، د دواړو تر منځه او لمدې خاورې نه لاندې دي.
7او كه ته په لوړ غږ خبره كوې (حاجت نشته) هغه خو په پټ او ډېره پټه خبره هم پوهيږي.
8الله تعالی دی؛ نشته حقدار د بندګۍ مګر هغه دی، خاص هغه لره دي ښایسته ښایسته نومونه.
9او آیا راغلی تا ته خبر د موسی -علیه السلام-؟
10كله چې یې اور وليد، نو خپل ټبر ته يې وويل: لږ تم شئ، ما يو اور وليدو، ښايي تاسو ته كومه سكروټه راوړم، يا په دې اور سره څه لارښوونه ومومم.
11پس کله چې راغی هغه (اور ته) نو غږ ورته وکړای شو چې ای موسی (عليه السلام).
12یقینا زه (خبرې کوونکی) ستا رب یم نو وباسه خپلې څپلۍ یقینا ته د طوی په پاکه دره کې یې.
13او ما غوره کړی يې ته (د پېغمبرۍ لپاره) پس غوږ کیده هغه حکم ته چې تا ته یې وحې کیدلی شي.
14بی شکه همدا زه الله یم چې نشته لائق د عبادت بل هېڅوک پرته له ما، پس یوازې ماته عبادت کوه، او لمونځ کوه زما د یادولو لپاره.
15بی شکه قیامت راتلونکی دی، نږدې ده چې پټ یې وساتم، څو هر نفس ته د هغه د کړنې (پوره) بدله ورکړل شي.
16نو هغه څوک دې ترې ايسار نه كړي چې نه يې مني او خپل هوس پسې روان وي، كنه ته به (هم) هلاک شې.
17او څه دي ستا په ښي لاس کې ای موسی؟
18نو وویل (موسی-علیه السلام-) دا زما امسا ده تکیه کوم پر دې او وهم (څنډم) په دې سره (پاڼې د ونې چې تویې شي) پر ګډو زما او زما لپاره په دې کې نورې ګټې هم دي.
19وویل (الله): وغورځوه دې لره ای موسی.
20نو وغورځوله هغه، نو ناڅاپه دا مار و چې منډې یې وهلې.
21وویل (الله): ویې نېسه او مه ویرېږه ترې، زر دی ګرځوو موږ دې لره لومړني حالت ته.
22او لاس دې تخرګ (ترخ) پورې ولګوه، راوبه وځي تک سپين پرته له عیب نه، دا بله نښه ده.
23چې تاته له خپلو سترو نښانو څه دروښيو.
24لاړ شه فرعون ته یقینا هغه سرکشي کړې ده.
25وویل (موسی -علیه السلام-) ای زما ربه! پرانیځه (پراخه کړه) زما سېنه.
26او آسان کړه کار زما.
27پرانیځه (وسپړه) زما د ژپې غوټه.
28چې پوهه شي (دا خلک) زما په وینا.
29او وګرځوه (وټاکه) ماته یو وزیر (مرستیال) زما د کورنۍ نه.
30چې هغه زما ورور هارون دى.
31په هغه سره مې ملا ټينګه كړې.
32او زما په دې كار كې يې راسره برخمن كړې.
33تر څو دې ډېره پاكي ووايو.
34او تا ډېر یاد کړو.
35ته بې شكه پر موږ ليدونكى يې.
36ويې ویل (الله): ای موسىٰ غوښتنه دې دركړې شوه.
37او يو بل ځل مو هم پر تا احسان كړى و.
38كله چې ستا مور ته مو هغه څه وحى (الهام) كړل چې وحى (الهام) كېداى شول.
39دا چې هغه په يو صندوق كې واچوه، بيا يې په سيند كې وغورځوه، سيند به يې غاړې ته راواچوي چې زما دښمن او خپله دهغه دښمن به يې راونيسي او له خپل لوري مې پرتا مينه در واچوله چې زما د سترګو لاندې تربيت شې.
40كله چې ستا خور روانه وه، بيا يې وويل: آيا داسې څوک دروښيم چې د هغه روزنه وكړي، نو په دې ډول مو بيرته خپلې مور ته ورستون كړې، چې سترګې يې يخې او اندېښمنه ونه اوسي او (هغه وخت) چې يو كس دې وژلى و، نو موږ له غمه وژغورلې او راز راز مو وازمويلې، بيا څو كاله د مدين خلكو كې واوسېدې، بيا له يو تقدير سره سم راغلې اى موسى.
41او ته مې د خپل ځان لپاره جوړ كړى يې.
42ته او ورور دې زما له نښانو سره ولاړ شئ او زما په يادونه كې سستي مه كوئ.
43دواړه فرعون ته ورشئ هغه سرغړاند شوى.
44نو دواړه ورته نرمه خبره وكړئ ښايي پند واخلي يا ووېريږي.
45دواړو (موسی او هارون) وويل: زموږ ربه! وېرېږو چې هغه به پر موږ بيړه وكړي (په سزا كې) يا به سرکښي وکړي.
46(الله) وفرمايل: وېرېږئ مه، زه درسره يم، اورم او وينم.
47نو دواړه ورشئ وواياست چې موږ ستا د رب استازي، يو نو بني اسرائيل موږ سره تلو ته پرېږده او مه يې كړوه، دا دى ستا د رب له نښانې سره درته راغلي يو، او په هغه چا سلام دی چې د سمې لارې متابعت وكړي.
48بې شكه موږ ته وحى شوې چې عذاب پر هغه چا دى څوک چې (دا خبره) دروغ ګڼي او مخ ګرځوي.
49(فرعون) ووېل: نو ستاسو رب څوک دى اى موسىٰ؟
50(موسىٰ) وويل: زموږ رب هغه دى چې هر څه ته يې خپل جوړښت وركړ بيا يې ورته لار وښودله.
51ووېل (فرعون): دا پخوا چې كوم نسلونه تېر شوي څه حال يې و؟
52(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: د هغو علم زما رب سره په يو كتاب (لوح محفوظ) كې دى، زما له ربه نه څه وركېداى شي او نه څه هېروي.
53هغه چې تاسو ته يې زمكه فرش ګرځولې، په هغې كې يې لارې درته غځولې او له آسمانه يې اوبه درته راتويې كړي دي، بيا په دې سره موږ هر ډول شنيلى راباسو، رنګ په رنګ.
54خورئ او خپل څاروي وڅروئ، يقيناً په دې كې د هوښيارانو لپاره نښانې شته.
55له همدې (زمكې) مو تاسو پيدا كړئ، همدې ته مو بېرته ورولو او له همدې به مو بل وار (هم) راوباسو.
56او موږ هغه (فرعون) ته خپلې ټولې نښانې وروښودې خو دروغ يې وګڼلې او ويې نه منلې.
57(الله تعالی) وویل: ای موسى آيا دې لپاره راته راغلى يې چې په خپلو كوډو مو له خپل وطنه وباسې.
58نو خامخا به همدغسې كوډې درته راوړو، نو زموږ او ستا ترمنځ د وعدې نېټه وټاكه چې نه به يې موږ مخالفت كوو او نه ته، يو منځنى هوار ځاى.
59(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: د وعدې نېټه مو هماغه د اختر ورځ، او دا چې خلک دې (هم) څاښت مهال راغونډ كړى شي.
60نو فرعون بېرته وګرځېد، خپلې دسيسې يې راټولې كړې، بيا راغى.
61موسىٰ (علیه السلام) دوى ته وويل: تباه شئ! په الله پورې دروغ مه تړئ، كنه په څه عذاب به مو هلاک كړي، او چا چې دروغ پرې وتړل هغه خامخا نامراده شو.
62نو په خپل كار كې يې ترمنځه اختلاف وكړ او هغه راز يې سره پټ كړو.
63هغوى وويل: دا دواړه خامخا كوډګران دي غواړي چې تاسو په خپلو كوډو سره له خپل وطنه وباسي او ستاسو دا مثالي (غوره) طريقه له منځه يوسي.
64نو خپل چلونه رايو ځاى كړئ او بيا صف صف (کتار کتار) راشئ او بې شكه نن هماغه بريالى دى چې برلاسى شو.
65هغوى (کوډګرانو) وويل: ای موسىٰ يا به يې ته غورځوې، يا به موږ ړومبي غورځونكي شو؟
66(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: نه تاسي يې وغورځوئ، نو يو دم يې رسۍ ګانې او كونټۍ په كوډو سره موسىٰ (علیه السلام) ته ځغلېدونكې وبرېښېدلې.
67نو موسىٰ (علیه السلام) په خپل زړه كې وېره ومونده.
68موږ وويل: مه وېرېږه، همدا ته برلاسى يې.
69او څه دې چې په لاس كې دي هغه وغورځوه، دوى چې څه جوړ كړي هغه به له ستوني تېروي، دا څه يې چې جوړ كړي، د كوډګرټګي ده، او كوډګر چې هر چېرته راشي نه بريالى كيږي.
70نو كوډګر په سجده پرېوتل، وېلې موږ د هارون او موسىٰ -علیهما السلام- رب ومنلو.
71(فرعون) وويل: تاسو ايمان راوړو مخكې له دې چې زه اجازه دركړم؟ ښكاري چې همدى ستاسو هغه مشر دى چې كوډې يې درښوولې دي، نو حتماً به مو لاسونه او پښې ردوبدلې سره پرې كړم او د كجورو په ونو كې به مو راځوړند كړم او خامخا به وپوهېږئ چې په موږ كې د كوم يوه عذاب سخت او پايښت لرونكى دى.
72(كوډګرو) وويل: تا به هېڅکله په هغه څه غوره ونه ګڼو چې د ښكاره نښانو له جملې موږ ته راغلې، په هغه ذات قسم چې موږ يې پيدا كړي يو، نو ته چې څه كوې هغه وكړه، ته ايله د همدې دنيايي ژوند فيصله كولاى شې.
73موږ په خپل رب ايمان راوړى چې زموږ ګناهونه او دغه كوډې چې تا پرې مجبور كړلو راوبخښي، او الله ډېر غوره او باقي پاتې كېدونكى دى.
74بې شکه هر څوک چې له مجرموالي سره خپل رب ته ورشي نو د هغه لپاره جهنم دى، چې نه به پكې مري او نه به ژوند كولاى شي.
75او څوک چې هغه ته مومن ورشي په داسې حال کې چې سم كارونه يې هم كړي وي، نو د هغوى لپاره لوړې درجې دي.
76د تل استوګنې جنتونه چې ترلاندې به ويالې بهيږي، تل تر تله اوسېدونكي پكې، او دا (یوازې) د هغه چا بدله ده چې ځان يې پاک كړى وي.
77او موسىٰ (علیه السلام) ته مو وحى وكړه چې زما بندګان شپې مهال درسره وباسه او په سيند كې وچه لار ورته جوړه كړه، له شانه د ګيرېدو ډار هم مه كوه او هم مه وېرېږه.
78نو فرعون له خپلو لښكرو سره ورپسې شو چې بيا د سيند هغه څه ورباندې راخپور شو كوم چې پرې راخپور شوى و.
79او (په دې شان) فرعون خپل قوم بې لارې كړ او سمه لار يې ور ونه ښوده.
80ای بني اسرائيلو! موږ له خپل دښمنه وژغورلئ او د طور ښي اړخ ته مو (ستاسي د حاضرېدو لپاره) وخت وټاكلو او پر تاسو مو ترنجبين او مړزان رانازل كړل.
81خورئ، هغه پاكيزه شيان چې موږ در روزي كړي او په هغو كې زياتى (بخل يا ناشكرى) مه كوئ، كنه بيا به مې غضب در باندې پرېوځي او په هر چا چې زما غضب پرېوځي نو هغه (پكې) وغورځېد (هلاک شو).
82او زه خامخا هغه چاته ښه بخښونكى يم چې توبه يې ووېسته، ايمان يې راوړو، ښه عمل يې وكړ بيا په سمه لار برابر شو.
83او څه شي له خپل قومه را ګړندى كړې اى موسىٰ؟
84وېلې: دا دي هغوى راپسې دي او ما ځكه بيړه درته راوكړه چې ته رانه رضا شې اې زما ربه!
85(الله) وفرمايل: ښه نو موږ خو ستا قوم له تا وروسته په ازميښت كې واچولو او سامري هغوى بې لارې كړل.
86بيا موسىٰ -علیه السلام- خپل قوم ته ډېر په غوسه او خواشينى راستون شو، ویې ویل: زما قومه! آيا ستاسو رب يوه غوره وعده نه وه درسره كړې؟ آيا دا موده درباندې اوږده شوه، كه غوښتل مو چې د خپل رب له خوا غضب درباندې نازل شي چې ما سره مو وعده خلافي وكړه.
87هغوى ويل: موږ خو په خپل اختيار ستا له وعدې خلاف نه دی كړی، خو پر موږ د (فرعون) د قوم له ګاڼو نه څه پېټي بار شوي وو نو هغه مو وغورځول او همداسې سامري هم څه وغورځول.
88بيا يې د خوسكي يوه څېره ورته راووېسته چې رمباړه يې هم درلوده، نو دوى وويل چې همدا ستاسو معبود هم دى او د موسىٰ -علیه السلام- معبود هم، خو له هغه هېر شوى.
89آيا نو دوى نه ګوري چې هغه نه خبره ورګرځولاى شي او نه دوی ته د تاوان او ګټې واک لري؟
90او هارون -علیه السلام- لارړومبى ورته ويلي و چې ای زما قومه! تاسو په دې سره ازميښت كې غورځېدلي ياست، او يقيناً ستاسو رب خو رحمن دى نو ما پسې راځئ او خبره مې ومنئ.
91هغوى وويل: خامخا به د هغه په عبادت ټينـګ ولاړ يو څو چې موږ ته موسىٰ راستون شي.
92(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: ای هارونه! كله چې د هغوى بې لاريتوب دې وليد نو څه شي ايسار كړى وې؟
93دا چې زما متابعت دې ونكړ، آيا زما له امره دې سرغړونه وكړه؟
94ووېل (هارون -علیه السلام-) ای زما د مور زويه! مه مې له ږيرې نيسه او مه له سره، زه خو له دې وډار شوم چې بيا به ته وايې: د بني اسرائيلو ترمنځ دې بېلتون واچولو او زما وينا ته دې ونه كتل.
95(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: سامريه ستا څه خبره وه؟
96(سامري) وویل: ما داسې څه كتلي وو چې هغوى نه وو كتلي، نو د هغه رسول (جبريل -علیه السلام-) له پله مې يو موټى راپورته كړ او هغه مې بيا وغورځولو، په همدې توګه زما نفس يو څه راته ښكلي كړل.
97(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: ځه نو، ته به ټول ژوند همدا وايې چې (لاس مه راوړئ!) او يقيناً ستا لپاره يوه وعده ده چې هېڅكله به يې مخالفت ونه كړى شي، او خپل هغه معبود ته دې ګوره چې ته يې په عبادت ټينـګ ولاړ وې، موږ به هغه وسوځوو او ميده ميده به يې په سيند كې ورواچوو.
98بې شکه ستاسو معبود هماغه الله دى چې له هغه پرته كوم بل معبود نشته، له هر څه نه د هغه علم راچاپېر دى.
99موږ همدغسې د پخوانيو تېر شوو خبرونو بيان درته كوو، او خاص له خپله لوري مو تاته يو ذكر (درس) دركړى دى.
100هر څوک چې له هغه نه مخ واړوي نو د قيامت په ورځ به دروند پېټى پورته كړي.
101او دوى به تل ترتله په هغه (عذاب) كې وي او د قيامت په ورځ هغوى لپاره دا ډېر بد پېټى دى.
102هغه ورځ چې په شپېلۍ كې پو كړى شي او مجرمان په هغه ورځ شين سترګي راغونډ كړو.
103خپلو كې به پټ پټ سره وايي چې (دنيا كې به) تاسو ايله لس (ورځې) ځنډېدلي ياست.
104موږ په هغه څه ښه پوه يو چې دوى يې وايي، كله چې یې ډېر عادل (هوښيار) وايي تاسو خو ايلگه پوه ورځ ځنډېدلي ياست.
105او هغوى د غرونو په هكله درنه پوښتنه كوي، نو ورته وايه چې زما رب به يې ټوټه ټوټه والوزوي.
106نو هوار ډاګ به يې پرېږدي.
107چې بيا به هېڅ ټيټه هسكه پكې نه وينې.
108هغه ورځ به ټول د يو بلونكي متابعت كوي چې له هغه به هېڅ كوږوالى نه وي، او ټول غږونه به د رحمٰن پر وړاندې خپ شي نو پرته له كښاري (پسپسک) به څه نه اورې.
109په هغه ورځ به شفاعت څه ګټه نه رسوي مګر چاته چې رحمٰن اجازه وركړې وي او خبره يې خوښه كړي.
110د دوى په مخكې وروستو (حالاتو) هغه پوهېږي خو دوى په هغه (پوره) علم نه لري.
111او د تل ژوندي او سمبالونكي (الله) په وړاندې به د خلكو مخونه (سرونه) ټيټ شي او نامراد هغه څوک شو چې د ظلم (ګناه) بار يې پورته كړى وي.
112او څوک چې ښه كارونه وكړي او دى مومن وي نو بيا به نه له ظلمه وېرېږي او نه له تاوانه.
113او په همدې توګه مو دا عربي قرآن نازل او په هغه كې مو راز راز اخطارونه راوړي دي، تر څو هغوى (له شره) ځان وساتي يا څه نصيحت ورته پيدا كړي.
114نو هماغه اوچت الله رښتينى باچا دی، او په قرآن (لوستلو) كې بيړه مه كوه، له هغه مخكى چې تاته يې وحى پوره شوې نه وي او (دا) وايه چې زما ربه! زما علم نور هم زيات كړې.
115او په تحقیق سره موږ آدم ته يو حكم كړى و له دې مخكې، خو هېر يې كړ او په هغه كې مو ټينـګتيا ونه مونده.
116او كله چې موږ ملايكو ته وويل: آدم ته سجده وكړئ! نو ټولو سجده وكړه، پرته له ابليس، هغه انكار وكړ.
117نو موږ وويل: ای آدمه! دا ستا او ستا د مېرمنې دښمن دى، نو (ګوره چې) له جنته مو را ونه باسي بيا به (ډېر) وكړېږې.
118(اوس خو) تا لره بې شكه دا حال دى چې نه پكې (جنت کې) وږى كيږې او نه بربنډېږې.
119او نه تږى كيږې پكې او نه دې ګرمي كيږي.
120خو شيطان هغه ته وسوسه ورواچوله وېلې اې آدمه! د همېشني ژوند او نه ختمېدونكې پاچاهۍ ونه دروښيم؟
121بيا دواړو له هغې (ونې) وخوړل نو (سمدلاسه) يې يو بل ته عورتونه ښكاره شول، او په هغو پورې د جنت د پاڼو په نښلولو لګيا شول، او نافرماني وکړه آدم د خپل رب (له حکم څخه) او له سمې لارې واوښت.
122خو رب يې هغه بيا غوره كړ، توبه يې ورقبوله كړه او هغه ته يې لارښوونه وكړه.
123او (الله) وفرمايل: دواړه (ډلې، شيطان او انسان) ټول ترې كوز شئ، تاسي به يو د بل دښمنان ياست، نو چې زما له خوا څه لارښوونه درشي نو چا چې زما د لارښوونې متابعت وكړ، هغه به نه بې لارې او نه بدبخته شي.
124او څوک چې زما له ذكره مخ واړوي، هغه لپاره تنـګ ژوند دى او د قيامت په ورځ به يې ړوند راپاڅوو.
125بيا به وايي زما ربه ولې دې ړوند راپاڅولم زه خو سترګور وم.
126(الله) به وفرمايي: همدغه شان زموږ آيتونه تاته راغلي و خو هېر دې كړل او همداسې به نن ته هم هېرېږې.
127او همدا راز بدله وركوو هغه چاته چې له حده اوښتى وي او د خپل رب آيتونه يې نه وي منلي او د آخرت عذاب خامخا ډېر سخت او تلپاتې دى.
128آيا دا نه ده ورته څرګنده شوې چې له دوى مخكې مو څومره پېړۍ هلاکې كړي دي چې (اوس) يې دوى په کورونو كې ګرځي، په دې كې يقيناً د هوښيارانو لپاره ډېرې نښانې دي.
129او كه ستا د رب له خوا د يوې خبرې فيصله نه وى تېره شوې او يوه نېټه نه وى ټاكل شوې نو خامخا به د دوى هلاكت هم لازمي و.
130نو دوى چې څه وايي په هغو صبر كوه او د خپل رب له ستاينې سره د هغه پاكي وايه، مخكې له لمر ختلو او مخكې له ډوبېدو يې او د شپې په (څه) شېبو كې يې هم پاكي وايه او د ورځې په څنډو كې هم، ښايي ته راضي شې.
131او هغو شيانو ته سترګې مه ور اړوه چې د دوى بېلا بېلو خلكو ته مو د دنيايي ژوند د ښكلا په توګه دې لپاره وركړي چې هغوى پكې وازميو، او ستا د رب دركړ شوې روزي غوره او تلپاتې ده.
132او خپل اهل (ټبر) ته د لمانځه امر كوه او خپله هم پرې ټينـګ اوسه، موږ له تا څه روزي نه غواړو، روزى خو موږ دركوو او ښه انجام (د) تقوىٰ (خاوندانو) لره دى.
133او (کافران) وايي: ولې (محمد -صلی الله علیه وسلم-) موږ ته د خپل رب نه كومه نښانه رانه وړه؟ آيا دوى ته د هغه څه ښكاره دليل نه دى راغلى چې په ړومبنيو صحيفو كې و؟
134او كه موږ د هغه (محمد -صلی الله علیه وسلم-) له راتګ مخكې په كوم عذاب سره دوى هلاک كړي وى نو بيا به يې خامخا ويل چې ولې دې موږ ته كوم رسول راونه لېږلو چې ستا د آيتونو متابعت مو كړى وى، مخكې له هغه چې موږ وشرمېږو او رسوا شو.
135ووایه: ټول خلک انتظار کوونکي دي نو تاسې هم انتظار وکړئ، زر دی چې تاسې به پوه شئ چې څوک دي خاوندان د برابرې لارې او چا هدايت موندلى دى.