الأعراف
The Heights • 206 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1المص [1]
2دا يو كتاب دى چې تاته نازل شوی دى نو (اى محمده!- صلی الله علیه وسلم-) ستا په زړه كې دې له ده نه څه انديښنه نه وي، د ده له نازلولو نه هدف دا دى چې ته د ده په وسيله (منكران) وويروې او د مومنانو لپاره يادونه وي.
3(اى خلكو!) څه چې ستاسي د رب له لورې پر تاسي نازل شوي دي د هغو پيروي وكړئ او له خپل رب نه پرته د نورو سرپرستانو پيروي مه كوئ، خو تاسي نصيحت ډير لږ منئ.
4څومره ودانۍ دي چې هغه موږ تباه كړې، پر هغو په ناڅاپي ډول د شپې زموږ عذاب پرېووت، يا په رڼا ورځ په داسې وخت كې راغى چې هغوى استراحت كړى وو.
5او كله چې پر هغوى زموږ عذاب راغى نو د هغوى (په ژبه) وېنا پرته لدې نور څه نه وه چې موږ په رښتيا سره ظالمان وو.
6نو خامخا وبه وپوښتو (په قیامت کې) موږ هغه خلک چې لیږلی شوي وو هغوی ته (پیغمبران) او خامخا به له پېغمبرانو هم پوښتو.
7بيا به موږ په خپله په كامل علم سره ټوله کیسه د هغوى مخې ته وړاندې كړو، او موږ چېرته غائب نه وو.
8او تول د (کړنو) په دغه ورځ (قیامت) حق دی، نو د چا چې تله (د نیکیو) درنده شوه همدوی کامیاب دي.
9او د چا چې پلې سپكې شي هغوى به په زيان كې د خپل ځان اخته كوونكي وي ځكه چې هغوى زموږ له اّيتونو سره له ظلمه ډك چلند كاوه.
10موږ تاسي له واك سره په ځمكه كې مېشت كړئ او ستاسي لپاره مو دلته د اوسيدو وسايل برابر كړل، خو تاسي ډېر كم شكر وېستونكي ياست.
11او بې شكه تاسو مو پيدا كړئ، بيا مو صورت درجوړ كړ، بيا مو ملائكو ته وويل چې آدم ته سجده وكړئ، نو ټولو سجده وكړه پرته له ابليسه چې له سجده كونكو سره (شامل) نه شو.
12وې فرمايل: څه شي له سجدې كولو منع كړې كله چې ما امر درته وكړ؟ ويلې: زه خو ترې غوره يم! زه دې له اوره پيدا كړى يم او هغه دې له خټې.
13ويې فرمايل: نو ته له دې ځايه كوز شه، تا ته دا حق نشته چې لويي پكې وكړې، نو وځه! رښتيا چې ته له ذليلانو يې.
14ويې ويل: ماته تر هغې ورځې مهلت راكړه چې دوی راپاڅول کېږي.
15وویل (الله تعالی) بیشکه ته یې له مهلت ورکړی شوو څخه (د قیامت تر ورځې).
16ويې ويل: نو په دې چې تا زه دې په بې لارېتوب اخته كړم، خامخا به دوی ته ستا په سمه لاره کې كښېنم.
17بيا به يې مخې ته هم راځم او له څټه، ښۍ خوا او كيڼې خوا يې هم او زياتره به يې شكر ويستونكي نه مومې.
18ويې فرمايل: وځه! له دې (ځايه) سپك اورټل شوی، له دوى نه چې هر چا ستا تابعداري وكړه، خامخا به تاسو ټولو نه جهنم ډكوم.
19او اې آدمه! ته او مېرمن دې دواړه په جنت كې او سېږئ، او له كومه ځايه مو چې خوښه وي هر څه خورئ خو دغى ونې ته مه وړ لنډېږئ، بيا به له ظالمانو ياست.
20بيا نو دواړو ته شيطان وسوسه ور واچوله تر څو هغه شرم ځايونه يې چې يو له بله پټ كړى شوي وو، دوى ته ورڅرګند كړي او ويې ويل: رب مو تاسو له دغې ونې ځكه ايسار كړي ياست چې هسې نه پرښتې شئ او يا تلپاتې كېدونكي شئ.
21او قسم يې وخوړ چې زه مو خير غوښتونكى يم.
22نو همداسې يې دوى په غولولو سره راكوز كړل، بيا يې كله چې د هغې ونې (خواړه) وڅكل، عورتونه يې ورته څرګند شول او په ځان پورې يې د جنت د پاڼو نښلول پیل كړل نو رب يې ورته اواز وكړ: آيا تاسو مې له دغې ونې ايسار كړي نه وئ؟ او نه مې و درته ويلي چې دا شيطان ستاسو يو څرګند غليم دى؟
23دوى وويل: زموږ ربه! پر خپلو ځانو مو ظلم كړى اوكه ته مو ونه بخښې او رحم را باندې ونه كړې، نو موږ به خامخا له تاوانيانو يو.
24ويې فرمايل: كوز شئ، تاسو به يو د بل دښمنان ياست، او تاسو لره په ځمكه كې هستوګنځى او تر څه وخته پورې د ژوند وسايل (ټاكل شوي) دي.
25او ويې فرمايل: په هماغې كې به ژوند كوئ او په هماغې كې به مرئ او له هماغې به راوېستل كيږئ.
26اى د آدم اولادې! تاسو ته مو جامې در نازلې كړې چې ستاسو شرم ځايونه پټوي او ښكلا هم ده، او د تقوى جامه، دا ډېره غوره ده دا د الله له نښانو څخه ده په كار ده چې خلك پند واخلي.
27اى د آدم اولادې! شيطان مو چېرى داسې فتنه كې وانه چوي لكه چې ستاسو مور او پلار يې له جنته را واېستل په داسى حال چې جامې يې ترې اېستلې تر څو عورتونه يې ورښكاره كړي، بې شكه هغه او لښكر يې تاسو له هغې خوا ويني چې تاسو يې نه شئ ليدلاى، يقيناً دا شيطانان مو د هغو خلكو لپاره ملګري ګرځولي چې ايمان نه راوړي.
28او كله چې دوى كوم ناوړه كار وكړي، وايي: په دې كار مو هم پلرونه موندلي او هم الله پرې موږ ته امر كړى، ورته وايه: يقيناً الله د ناوړه چارو امر نه كوي، آيا په الله پورې هغه څه واياست چې نه ورباندې پوهېږئ.
29ورته وايه: زما رب د عدالت امر كړى او دا چې مخونه مو د هر لمانځه په مهال سم برابر كړئ او داسې يې رابلئ چې هغه ته د خپل دين سوچه كوونكي ياست، څنګه يې چې ړومبى ځل پيدا كړئ هماغه شان بيا پيدا كيږئ.
30يوې ډلې ته يې سمه لار وښوده او پر بلې ډلې بې لارې توب ثابت شو، رښتيا چې هغوى الله نه پرته شيطانان ځان ته په ملګریتوب نيولي او داسې انګيري چې دوى (بالكل) لار موندونكي دي.
31اې د آدم اولادې! د هر عبادت په وخت كې مو خپل د ښكلا لباس واخلئ او خورئ، څښئ خو اسراف مه كوئ، بې شكه هغه (الله) اسرافيان نه خوښوي.
32ورته وايه: د الله هغه (د) ښكلا (سامان) چا حرامه كړې چې خپلو بندګانو ته يې را اېستلې او د روزي هغه پاكيزه شيان؟ ورته وايه: هغه خو په دنيايي ژوند كې هم (اصلاً) د مومنانو لپاره دي او د قيامت په ورځ خو به يوازې د دوى لپاره وي، په همدې توګه موږ هغو خلكو ته خپل آيتونه څرګند بيانوو چې پوهيږي.
33ورته وايه: زما رب خو ايله ښكاره او پټ بې حيا كارونه حرام كړي، ګناه، په ناحقه تېرى، دا چې الله سره هغه څه شريك وګڼئ چې د هغه په هكله يې څه سند نه دى رانازل كړى او دا چې په الله پورې داسې څه ووايئ چې نه (ورباندې) پوهيږئ.
34او د هر ولس لپاره يوه نېټه (ټاكل شوې) ده، نو كله چې هغه نېټه يې راورسېده بيا به نه يو ساعت وروسته كيږي او نه به وړاندې كيږي.
35اې د آدم اولادې! كه چېرې تاسو ته له تاسو څخه داسې رسولان درشي چې زما آيتونه درته بيانوي، نو بيا چې څوك تقوى خپله او (عملونه) سم كړي، نه به څه وېره ورباندې وي او نه به دوى خپه كيږي.
36او هغوى چې زموږ آيتونه يې دروغ وبلل او تكبر يې ترې وكړ، نو هغوى دوزخيان دي، تل ترتله پكې اوسېدونكي.
37نو تر هغه لوى ظالم به څوك وي چې په الله پورې دروغ تړي يا يې آيتونه دروغ ګڼي، داسې خلكو ته به يې خپله ټاكل شوې برخه تر هغه پورې رسيږي چې زموږ استازي ورشي، سايي اخلې، ورته وايي به: چېرې دي هغه چې تاسو به الله نه پرته رابلل؟ دوى به وايي: (اوس) خو ټول رانه ورك شول، او پر خپلو ځانو به شاهدي ووايي چې يقيناً دوى كافران وو.
38(الله به) وفرمايي: د پېريانو او انسانانو له هغو ډلو سره تاسو هم اور ته ننوځئ چې له تاسو مخكې تېرشوي، هر كله چې كومه ډله ورننوځي نو پر خپلې مخكينۍ ډلې به لعنت وايي تر څو هلته ټول پكې يو ځاى شي، وروستۍ (ډله) به يې د ړومبۍ په هكله وايي: زموږ ربه! همدا خلك وو چې موږ يې بې لارې كړو نو (اوس) دوى ته د اور دوه برابره سزا وركړه، فرمايي به: هرې يوې ته دوه برابره (سزا) ده خو تاسو نه پوهېږئ.
39او ړومبني به يې وروستنو ته ووايي: نو ستاسو پر موږ څه ښه توب و؟ نو اوس د هغو عملونو سزا وڅكئ چې تاسو به كول.
40بې شكه هغو خلكو ته چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي او تكبر يې ترې كړى، د اسمان ورونه نه پرانيستل كيږي او نه به تر هغه جنت ته ننوځي چې اوښ د ستنى په سپم (سوري) ننوځي! او مجرمانو ته همداسى سزا وركوو.
41د هغوى لپاره به د جهنم هم فرش او هم د پاسه اغوستن وي او ظالمانو ته همداسې سزا وركوو.
42او هغوى چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي، -په هيچا له وسې پورته ذمه وارى هم نه وراچوو- نو داسې خلك جنتيان دي، دوى به هلته تل ترتله اوسېدونكي وي.
43او په سينو كې يې چې څه كينه ده هغه به ترې بهر كړو. (له ونو او ماڼيو) لاندې به يې ويالې بهيږي او وايي به: هغه الله لره ستاينه ده چې دې (ځاى) ته يې زموږ لارښوونه وکړه، او كه الله نه واى راښودلې موږ به دا لار نه وه موندلې، بې شكه چې زموږ د رب استازي په حقه راغلي وو. او آواز به ورته وشي چې دغه جنت مو د هغو عملونو په سر ميراث واخيستو چې تاسو به كول.
44او جنتيان به دوزخيانو ته اواز وكړي چې: يقيناً موږ خو هغه (ټولې) وعدې رښتيا وموندلې چې خپل رب مو راسره كړې وې، نو آيا تاسو هغه څه رښتيا وموندل چې رب مو درسره لوز كړى و؟ وايي به: هو، بيا به يو اواز كوونكى د دوى ترمنځ ناره وكړي چې: د الله لعنت دې وي پر ظالمانو.
45هغوى چې د الله له لارې خلك ايساروي او كوږوالى پكې لټوي او دوى له آخرته هم منكران دي.
46او د هغو دواړو (جنت او دوزخ) ترمنځ پرده ده، او د اعراف د پاسه څه كسان دي چې دا هر يو له نښو پېژني، او جنتيانو ته به اواز وكړي چې پر تاسو دې سلامتي وي دوى به ورننوتلي نه وي خو هيله به لري.
47او كله چې سترګې يې د دوزخيانو لور ته واوړي، وايي به: زموږ ربه! موږ له دې ظالمو خلكو سره (ملګري) نه كړې.
48او بيا به همدا د اعراف والا څه سړو (کسانو) ته چې په څېره يې پېژني، ور اواز كړي چې دا دى نه مو ډېروالي څه درنه ايسار كړل او نه مو هغې لويي چې تاسو كوله.
49آيا دا (جنتيان) هماغه كسان دي چې تاسو به قسمونه كول چې الله به هېڅ رحمت ورنكړي؟ (دا دى ورته وويل شول چې) ځۍ جنت ته ننوځئ، نه به څه ډار درباندې وي او نه به تاسو خپه كيږئ.
50او دوزخيان به جنتيانو ته اواز وكړي چې لږ اوبه خو راباندې راتوى كړئ، يا لږ هغه څه چې الله در روزي كړي! وايي به: يقيناً دا دواړه الله پر كافرانو حرام كړي دي.
51هغوى چې خپل دين يې تماشه او لوبه ګرځولى او دنيايي ژوند غولولي وو. نو نن به يې داسې هېر كړو لكه دوى چې له خپلې دغې ورځې سره مخامخ كېدل هېر كړي وو او (لكه دوى) چې زموږ له آيتونو انكار كولو.
52او رښتيا ده چې موږ يو داسې كتاب ورته راوړى چې له علم سره مو څرګند بيان كړى، د هغو خلكو لپاره چې ايمان راوړي هدايت او رحمت دى.
53آيا د هغه له انجام را رسېدو پرته د بل څه انتظار كوي؟ په هغه ورځ چې انجام يې راورسيږي نو هغه خلك به ووايي كوم چې هغه يې له ياده اېستلى و: واقعاً چې زموږ د رب استازي په حقه راغلي وو، نو آيا اوس زموږ لپاره څوك سپارښتونكي شته چې سپارښتنه مو وكړي او يا بېرته واپس شو تر څو داسې عمل وكړو چې د پخواني عمل په څېر مو نه وي، دوى خپل ځانونه تاواني كړل او كوم دروغ يې چې تړل هغه ترې ورك شول.
54بې شكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل، بيا يې پر عرش استواء (د عرش د پاسه شو) وكړه، شپه په ورځې باندې پټوي چې هر يو په تلوار سره لټوي او لمر، سپوږمۍ او ستوري (يې پيدا كړل) چې د هغه په امر غاړه اېښودونكي دي. خبر اوسئ! پيدا كول او حكم چلول خاص هغه لره دي، الله بركت والا دى، د ټولو مخلوقاتو رب.
55خپل رب مو په زاريو پټ پټ رابلئ، يقيناً هغه له حده تېرېدونكي نه خوښوي.
56او په ځمكه كې له سمون (توحيد) وروسته بيا فساد مه جوړوئ او هغه (الله) له وېرې او هيلې سره رابلئ، د الله رحمت يقيناً نيكانو ته ورنږدې دى.
57او دا هماغه ذات دى چې بادونه د خپل رحمت نه مخكې زېرى وركوونكي راليږي تر څو درنې ورېځې را والوزوي چې هغه كومې مړې ځمكې لور ته روانوو بيا چې اوبه پرې تويې كړو نو په دې سره هر ډول مېوې راوباسو، هغه شان مړي هم راوباسو، په كار ده چې تاسو پند واخلئ.
58او ځمكه چې ښه وي، د خپل رب په حكم يې (ښه) شنېلي راوځي او هغه چې خرابه وي نو پرته له كوم بې كاره بوټي بل څه نه (ترې) وځي (خپل) آيتونه همداسې بيا بيا هغو خلكو ته بيانوو چې شكر باسي.
59رښتيا هم نوح مو د هغه قوم ته ورلېږلى و نو ورته ويې ويل: اې زما قومه! (يوازې) الله ولمانځئ، ستاسو خو له هغه پرته كوم بل معبود نشته، زه پر تاسو د لويې ورځې له عذابه وېرېږم.
60د قوم مشرانو يې ورته وويل: موږ ته خو (خپله) ته په څرګند بې لاريتوب كې ښكارې!
61ده وويل: ای زما قومه! په ما كې څه بې لاريتوب نشته، زه خو د الله رب العالمين له خوا يو استازى يم.
62چې تاسو ته د خپل رب پيغامونه رسوم، ستاسو خير غواړم او د الله له لوري هغه علم راكړل شوى چې تاسو نه ورباندې پوهېږئ.
63آيا په دې حيران شوئ چې د خپل رب له خوا مو د خپل يو سړي په خوله څه يادونه درته راغله چې تاسو ووېروي او ځان وساتئ او د دې لپاره چې رحم درباندې وشي.
64خو هغوى دروغجن وګاڼه، بيا مو دى او څوك يې چې ملګري وو، په هغه بېړۍ كې بچ كړل او چا چې زموږ آيتونه دروغ ګڼل هغوى مو (په اوبو كې) ډوب كړل، رښتيا چې هغوى ړانده خلك وو.
65او عاديانو ته مو د هغوى ورور هود (علیه السلام) واستوه، ويلي: ای زما قومه! (يوازې) الله ولمانځئ، له هغه پرته ستاسو كوم معبود نشته، آيا تاسو نه وېريږئ؟
66د قوم هغو مشرانو چې كافر شوي وو، ده ته وويل: موږ خو دې په ناپوهۍ كې اخته ګڼو او په تا د دروغجنو ګومان كوو.
67ويلې: ای زما قومه! په ما كې څه بې عقلې نشته، زه خو (فقط) د رب العالمين له خوا يو استازى يم.
68چې د خپل رب پيغامونه در رسوم او تاسو ته يو ډاډمن خير غوښتونكى یم.
69ايا په دې حيران شوئ چې د خپل رب له خوا مو د يوه خپل سړي (په خوله) څه يادونه درته راغله چې تاسو ووېروي، او درياد كړئ کله چې یې تاسو د نوح له قوم وروسته د هغو پر ځاى كېنولئ، او په (بدني) پيدايښت كې يې قوت در زيات كړ، نو د الله نعمتونه دريادوئ ښايي خلاصى ومومئ.
70دوى وويل: ايا د همدى لپاره راته راغلى يې چې يوازې الله ولمانځو او هغه پرېږدو چې زموږ پلرونو لمانځل، نو كه رښتينى يې هغه (عذاب) راباندې راوله چې ته مو پرې ډاروې.
71هغه وويل: د خپل رب عذاب او قهر مو درباندې را پرېوتى دى! آيا په هغو نومونو كې شخړه راسره كوئ چې تاسو او ستاسو پلرونو ايښي دي، چې په هغو الله كوم سند (دلیل) نه دى رانازل كړى؟ نو انتظار كوئ! زه هم درسره انتظار كوونكى يم.
72نو بيا مو په خپلې مهربانۍ سره دى او د ده ملګري وژغورل او د هغو خلكو سټه مو واېستله چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي وو او دوى مومنان نه وو.
73او ثموديانو ته مو د هغوى ورور صالح ولېږلو، ويلې اى زما قومه! (يوازې) الله ولمانځئ له هغه پرته مو كوم بل خداى نشته، دا دى تاسو ته د خپل رب له خوا څرګنده نښانه راغلې، دغه د الله اوښه تاسو لپاره نښانه ده، نو هغه پرېږدئ چې د الله پر ځمكه خوراك كوي او په بدۍ لاس مه ور وړئ چې بيا به مو يو دردناك عذاب راګير كړي.
74او درياد كړئ چې له عاديانو وروسته يې د هغو پر ځاى كېنولئ او پر ځمكه يې ځاى دركړ چې دا دى په سمه كې يې ماڼۍ جوړوئ او غرونه د كورونو لپاره كنئ (تراشئ) خو د الله نعمتونه درياد كړئ او پر ځمكه فساد كوونكي مه ګرځئ.
75د ده د قوم هغو لويانو چې كبر يې کړی و، هغو كمزورو خلكو ته چې ايمان يې راوړى و، وويل: ايا (په باورسره) پوهېږئ چې صالح د خپل رب له خوا يو رالېږل شوى استازى دى؟ دوى ويل: يقيناً موږ د هغه (پيغام) منونكي يو چې دى پرې رالېږل شوى.
76هغو كسانو چې لويي غوره كړې وه، وويل: موږ خو له هغه څه منكر يو چې تاسو منلي دي.
77بيا يې اوښه ووژله او د خپل رب له حكمه يې سر وغړولو او ويې ويل: اى صالحه! كه ته (رښتيا) له رسولانو يې نو هغه (عذاب) راوله چې موږ پرې ډاروې.
78نو (سختې) جټكې راونيول او له سباوون سره بيا په خپلو كورونو كې پړمخي مړه پراته وو.
79نو (صالح) ترې وګرځېد او ويې ويل اې زما قومه! ما خو د خپل رب پيغام در ورسولو او نصيحت مې درته وكړ، خو تاسو نصيحت كوونكي نه خوښوئ.
80او لوط (علیه السلام) چې كله خپل قوم ته وويل: آيا داسې ناوړه كار كوئ چې په هغه كې له ټولو خلكو نه هيڅوك هم له تاسو نه دي ړومبي شوي.
81تاسو ښځى پرېږدئ نارينه و ته د شهوت لپاره ورځئ، بلكې تاسو (بالكل) له حده تېرېدونكي خلك ياست.
82او د قوم ځواب يې له دې پرته بل څه نه و چې ويل يې: دوى مو له كلي وباسئ، دوى ځان ډېر پاك ساتي.
83نو هغه (لوط علیه السلام) او د هغه كورنۍ مو وژغورله، پرته له مېرمنې يې چې له شاته پاتې کېدونكو وه.
84او يو باران (د كاڼو) مو پرې وواراوه، نو وګوره چې د مجرمانو انجام څنګه شو؟
85او مدين ته (مو) د دوى ورور شعيب (ولېږه) ويلې ای زما قومه! الله ولمانځئ، له هغه پرته مو كوم بل معبود نشته، ( دا دى) د خپل رب له خوا مو څرګنده نښانه درته راغلې نو پيمانه او تله پوره كوئ او خلكو ته يې خپل شيان كم مه وركوئ او په ځمكه كې له اصلاح راتلو وروسته فساد مه كوئ، دا ډېر درته غوره ده كه تاسو مومنان ياست.
86او په هره لار (د شوكې لپاره) مه كېنئ چې خلك ډاروئ او د الله له لارې مومنان ايساروئ او كوږوالى يې غواړئ، او درياد كړئ هغه وخت چې تاسو لږ وئ بيا يې ډېركړئ او وګورئ چې د فساد كوونكو انجام څنګه شو؟
87او كه له تاسو نه يوې ډلې هغه (هدايت) منلى وي چې زه ورسره رالېږل شوى يم او بلي نه وي منلى نو بيا صبروكړئ څو چې الله مو ترمنځ فيصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فيصله كوونكى دى.
88د ده د قوم هغو مشرانو چې لويي كړې وه، وويل اې شعيبه! يا به تا او تا سره چې هر چا ايمان راوړى، له خپل كلي باسو، يا به حتماً زموږ دين ته را اوړئ. ده ويل: آيا كه څه هم موږ نا خوښه اوسو؟
89بيا خو به مو په الله پورې (لوى) دروغ تړلي وي كه ستاسو دين ته ورستانه شو، له هغه وروسته چې الله ترې وژغورلو، او موږ ته خو دا (هيڅكله) نه ښايي چې هغه (دين) ته ورستانه شو مګر دا چې زموږ رب الله اراده وكړي. زموږ د رب علم په هر شي پراخ چاپېر دى، په الله مو بروسه كړې ده. زموږ ربه! زموږ او زموږ د قوم ترمنځ په حقه فيصله وكړې او همدا ته غوره فيصله كوونكى يې.
90او د ده د قوم هغو مشرانو چې كافران شوي وو، وويل: كه د شعيب تابعداري مو وكړه بيا به خامخا تاسو زيانمن ياست.
91نو بيا هغوى زلزلې راونيول او چې سبا كېدلو نو خپلو كورو كې پړمخې (مړه) پراته وو.
92چا چې شعيب دروغجن ګڼلى و (داسې تباه شول) لكه چې بيخي پكې اوسېدلي نه وي، چا چې شعيب دروغجن بللى و همدوى تاوانيان شول.
93نو هغه (شعيب) ترې (واپس) وګرځېد او ويى ويل: زما قومه! تاسو ته مې د خپل رب پيغامونه ورسول او نصيحت مې درته وكړ، نو اوس په يو داسې كافر قوم څنګه افسوس وكړم؟!
94او هيڅ كلي ته به مو يو نبي نه وي لېږلى چې بيا مو هغه خلك په تنګلاسيو او كړاوونو كې نه وي راګير كړي ترڅو هغوى په زاريو شي.
95بيا مو د تنګسې په ځاى سوكالي راوسته تر هغه چې ښه ډېر شول (په مال او ځان كې) او دا وينا يې پيل كړه چې (داسې) تنګسې او سوكالۍ خو زموږ په پلرونو هم راغلي وې، نو بيا مو ناڅاپه راګير كړل او دوى خبر هم نه وو.
96او كه چېرى د دې كليو خلكو ايمان راوړى واى او تقوى يې كړې واى نو پر دوى به مو د اسمان او ځمكې د بركتونو (دروازې) پرانيستلې وې، خو دروغ يې وګڼل (رسولان) نو په هغه عمل كې مو راونيول چې دوى كولو.
97ايا د دې كليو خلك له دې بې غمه وو چې د شپې په ويدو به زموږ عذاب ورته راشي؟
98يا د دې كليو خلك له دې بې غمه وو چې په (رڼا) غرمه به زموږ عذاب ورته راشي په داسې حال چې دوى به لوبې كوي.
99آيا د الله له پټ تدبيره ډاډه دي؟ نو د الله له پټ تدبيره خو پرته له تباه كېدونكي قومه بل څوك نه بې غمه كيږي.
100آيا هغوى ته چې له (پخوانيو) خلكو وروسته ځمكه په ميراث اخلي، نه ده څرګنده شوې چې كه موږوغواړو نو په ګناهونو يې سزا وركولى شو او په زړونو به يې مهر ووهو بيا به هغوى څه نه اوري.
101دا (هغه) كلي چې موږ يې تاته كيسې بيانوو، او رسولان يې هم له څرګندو نښانو سره ورته راغلي وو، خو كوم شى چې دوى مخكى دروغ ګڼلى و بيا په هغه ايمان راوړونكي نه وو، همدارنګه الله به د دې كافرانو په زړونو هم مهر وهي.
102او په زياترو كې يې موږ څه لوز نه دى موندلى بلكې زياتره يې موږ فاسقان موندلي دى.
103بيا مو له خپلو نښانو سره له دوې وروسته فرعون او د هغه (د قوم) مشرانو ته موسى ولېږلو خو هغوى ظالمانه چلند ورسره وكړ نوګوره چې د هغو ورانكارو انجام څنګه شو؟
104او موسى وويل ای فرعونه! زه د مخلوقاتو د رب له خوا يو استازى راغلى يم.
105ما سره په ټينګه دا ښايي چې الله پورې پرته له رښتيا (بل) څه ونه وايم، رښتيا هم ستاسو د رب له خوا مې څرګنده نښانه درته راوړې ده، نو بني اسرائيل راسره ولېږه (شام ته).
106ويلې كه څه نښانه دې راوړې وي نو هغه راوړه كه ته رښتينی یې.
107نو خپله لکړه (امسا) يي وغورځوله چې له واره يو څرګند ښامار ترې جوړ شو.
108او چې خپل لاس يې را واېست نو (ټولو) كتونكو ته تك سپين وځلېد.
109د فرعون د قوم مشرانو وويل: بې شكه چې دا يو پوه كوډګر دى.
110غواړي تاسو له خپلې ځمكې وباسي نو څه امر (يا مشوره) كوئ؟
111دوى ويل: هغه او ورور ته يې څه مهلت وركړه او (بېلا بېلو) ښارونو ته راټولونكي ولېږه.
112چې هر پوه جادوګر درته راولي.
113او بيا فرعون ته كوډګران راغلل ويلې: كه موږ بريالي شو نو موږ ته خو به حتماً څه بدله وي.
114ويلې هو او تاسې به (د دربار) له نږدې كسانو ياست.
115هغوى ويل: ای موسى يا به يې ته غورځوې، يا به موږ (ړومبي) غورځوونكي یو.
116ويلې: وغورځوئ، نو چې ويې غورځول د خلكو په سترګو يې جادو وكړ، ويې وېرول او سترې كوډې يې وكړې.
117او موسى ته مو حكم وكړ چې لکړه (امسا) دې وغورځوه! نو ناڅاپه يې د هغوى د دروغو جوړ كړي شيان ښوى تېرول.
118نو (په دې توګه) حق ثابت شو او څه چې هغو كول (چور) باطل شول.
119نو هماغلته مغلوب شول او سپك وګرځېدل.
120او كوډګران سجده كوونكي وغورځول شول.
121ويلې په رب العالمين مو ايمان راوړو.
122هماغه د موسى او هارون -علیهما السلام- په رب.
123فرعون وويل: مخكې له دې چې زه اجازه دركړم تاسو پرې ايمان راوړو، دا خامخا يوه دسيسه ده چې تاسو په دې ښار كې جوړه كړې ده، ترڅو خلك (واكمنان) يې ترې وباسئ، نو زر به وپوهېږئ.
124خامخا به مو لاسونه او پښې ردې بدلې غوڅې، بيا به مو ټول په سولۍ وخېژوم (په دار وځړوم).
125هغوى وويل: يقيناً موږ د خپل رب لور ته ورستنېدونكي يو.
126او ته له موږ څخه پرته له دې د بل څه غچ نه اخلې چې موږ د خپل رب آيتونه ومنل، كله چې راته راغلل. زموږ ربه! پر موږ صبر راتوی كړه او مسلمانان مو له دنيا تېر كړه.
127او د فرعون د قوم مشرانو وويل: آيا ته موسى او قوم يې (نور هم) پرېږدې چې په ځمكه كې ورانى جوړ او تا او ستا خدايان پرېږدي؟ ويلې موږ به يې زامن وژنو او ښځې به يې ژوندۍ پرېږدو او موږ خو پر دوى برلاسي يو.
128موسى خپل قوم ته وويل: الله نه مرسته وغواړئ او صبركوئ، بې شكه دا ځمكه د الله ده، له خپلو بندګانو يې چاته چې خوښه شي، د هغى وارث ګرځوي او وروستۍ (بريا) د متقيانو ده.
129بنى اسرائيلو وويل: ستا له راتګه مخكې هم ځورول كېدلو او ستا له راتلو وروسته هم ځورول كيږو، (موسى) وويل: نږدې ده چې رب مو دښمن تباه كړي او په ځمكه كې خلافت دركړي، بيا به ګوري چې تاسو څنګه كار كوئ.
130او فرعونيان مو په كلونو كلونو د وچکالۍ او د مېوو په كمي اخته كړل، ترڅو ښايي هغوى پند واخلي.
131نو كله چې ښه وخت به پرى راغلو، ويل به يې موږ خو د همدې وړ يو، او كه تنګسه به پرې راغله نو په موسى او ملګرو به يې بد شاګوم (بد فال) نيولو، خبر اوسئ چې د دوى شومتوب الله سره و خو زياتره يې نه پوهيږي.
132او هغوى وويل: ته كه هر څنګه نښانه راته راوړې چې پر موږ جادو وكړې، بيا هم ستا د خبرو منونكي نه يو.
133نو پر هغوى مو توپان راوستو او ملخان، سپګې، چنګښې او وينه د بېلا بېلو نښانو په توګه، خو دوى لويي وكړه او (ډېر) مجرم خلك وو.
134او كله به چې پر هغوى كوم عذاب راغلو نوويل به يې: ای موسى: تاته يې چې كومه وعده دركړې په هغې سره له خپله ربه موږ ته وغواړه چې كه دا عذاب دې رانه لرې كړ نو خامخا به ايمان در باندې راوړو او حتماً به بني اسرائيل درسره وليږو.
135خو كله چې موږ به هغه عذاب تر يوه ټاكلي وخته چې دوى ور رسېدونكي وو، ترې لرې كړ نو بيا به يې (فى الحال) خپله وعده ماتوله.
136نو بيا مو غچ ترې واخيست او په سمندر مو لاهو كړل ځكه چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼل او ترې بې پروا شوي وو.
137او د دوى پر ځاى مو هغه خلك چې كمزوري كړل شوي وو، د هغې ځمكې د ختيځ او لويديځ وارثان كړل چې بركت مو پكې اچولى دى او ستا د رب دښېګڼې وعده په بني اسرائيلو تمامه شوه ځكه چې دوى صبر كړى و او ټول هغه څه مو تباه كړل چې فرعون او قوم يې جوړول او لوړول.
138او بني اسرائيل مو له سمندره پورې وېستل نو په يوه قوم ورغلل چې (تل به) د خپلو (څو) بتانو په عبادت ولاړ وو، ويلې اى موسى! موږ ته هم يو دغسې معبود جوړ كړه لكه د دوى معبودان. ويلې رښتيا چې تاسي ډېره ناپوهي کوونکي خلک یاست.
139يقيناً هغه (دين) چې دوى پرې دي تباه دى او څه چې دوى كول هغه (ټول) باطل دي.
140(موسى -علیه السلام-) وويل: آيا له الله پرته بل معبود درته ولټوم؟ حال دا چې هماغه تاسو پر ټولو خلكو غوره كړي ياست.
141او كله چې له فرعونيانو مو وژغورلئ كومو چې تاسو سخت عذابولئ، ستاسو زامن به يې وژل او ښځې به يې ژوندۍ پرېښودې، او په دې كې مو د خپل رب له خوا لوى ازميښت و.
142او له موسى -علیه السلام- سره مو د دېرشو شپو لوز كړى و چې لس مو ور زياتې كړې نو د هغه د رب ټاكلې موده څلويښت شپې پوره شوه، او موسى خپل ورور هارون ته وويل: زما په قوم كې زما ځاى ناستى اوسه، سمون راوله او د ورانكارو په لار مه ځه.
143او كله چې موسى -علیه السلام- زموږ ټاكلې مودې ته راغى (د طور غره ته) او رب يې خبرې ورسره وكړې، ويلې زما ربه! ځان راوښايه چې ودې ګورم، ويې فرمايل: ته ما نه شې ليدلاى، خو دې غره ته وګوره كه هغه پر خپل ځاى (ولاړ) پاتې شو نو ته به مې هم ووينې. نو كله چې رب يې غره ته وړانګې وغورځولې نو هغه يې ذرى ذرې كړ او موسی -علیه السلام- بې هوښه پريوت، كله چې په هوښ شو ويلې: ته پاك يې، تاته مې توبه ده او زه تر ټولو مخكې ايمان راوړونكى يم.
144ويې فرمايل: ای موسى -علیه السلام-! ته مې په خپلو پيغامونو او خپل كلام سره پر خلكو غوره كړى يې، نو هغه څه مې چې دركړل هغه واخله او له شكر ويستونكو اوسه.
145او هغه ته مو په تختو كې د هر شي نصيحت او د هر شي لپاره بېل بېل هدايت وليكلو، نو هغه ټينګ ونيسه او خپل قوم ته دې حكم وكړه چې په غوره (احكامو) يې عمل وكړي زه به زر د فاسقانو كور دروښايم.
146ډېر زر به له خپلو نښانو د هغو كسانو پام واړوم چې پر ځمكه ناحقه تكبر كوي، دوى كه هر څنګه نښانې وګوري ايمان نه پرې راوړي او كه سمه لار وويني، د لارې په توګه يې نه خپلوي خو كه د كوږوالي لار وويني نو هغه د لارى په توګه خپلوي، دا ځكه چې هغوى زموږ آيتونه دروغ وګڼل او ترې بې خبره وو.
147او چا چې زموږ آيتونه او آخرت سره مخامخېدل دروغ وګڼل، عملونه يې برباد شول، آيا دوى ته به له خپلو عملونو پرته د بل څه بدله وركړی شي؟
148او د موسى -علیه السلام- قوم د ده (له تګ) وروسته له خپلو ګاڼو څخه د خوسي (په څېر) بت جوړ كړ چې رمباړه یې هم لرله، آيا دوى نه كتل چې نه خبرې ورسره كوي او نه څه لار ورښايي، خو بيا يې هم په خدايۍ ونيوه او دوى (په خپلو ځانو) ظالمان وو.
149او كله چې پښېمانه شول او ويې ليدل چې واقعاً دوى بې لارې شوي دي نو ويې ويل: كه خپل رب مو رحم را باندې ونه كړي او موږ ونه بخښي نو خامخا به له تاوانيانو يو.
150او كله چې موسى -علیه السلام- خپل قوم ته په غوسه او خپه بېرته راستون شو، ويلې: له ما وروسته خو تاسو زما ډېره ناوړه ځاى ناستي كړې ده، آيا د خپل رب له امره مو بيړه وكړه، او تختې يې وغورځولې او د خپل ورور د سر وېښتان يې ونيول، ځانته یې را ښكوده. (ورور یې) وویل: زما د مور زويه! دې خلكو زه كمزورى كړم او نږدې يې وژلى وم نو غليمان مه را باندې خوشالوه او له دې ظالمانو خلكو سره مې مه يوځاى كوه.
151موسى -علیه السلام- وويل: زما ربه! ما او ورور مې وبخښې او په خپل رحمت كې مو داخل كړې او ته له ټولو زيات رحم كوونكى يې.
152بې شكه چا چې خوسى په خدايۍ نيولى زر به د خپل رب له خوا په غضب اخته او په دنيايي ژوند كې له سپكاوي سره مخ شي، او دروغ تړونكو ته همدغسې سزا وركوو.
153او هغو كسانو چې ناوړه كارونه یې وكړل او بيا يې وروسته توبه وكړه او ايمان يې راوړ نو يقيناً ستا رب له هغه وروسته خامخا بخښونكى مهربان دى.
154او كله چې د موسى -علیه السلام- غوسه سړه شوه، تختې يې را واخيستې، چې په ليكنه كې يې هغو كسانو ته لارښوونه او رحمت و چې هغوى له خپل رب څخه ويريږي.
155او موسى -علیه السلام له خپل قوم نه زموږ ټاكلي وخت لپاره اويا كسان خوښ كړي وو، بيا چې يوې سختې زلزلې راګير كړل ويلې زما ربه! كه تا غوښتي وى لا ړومبى دې دوى او زه هلاكولاى شولو، آيا په هغه كار چې له موږ نه څو ناپوهانو وكړ (اوس) موږ ټول هلاكوې، دا دې له يوه ازميښته پرته بل څه نه و چې په هغه سره چاته چې وغواړې بې لارې كوې يې او چاته چې وغواړې سمه لار ښايې، ته زموږ واكمن يې نو بخښنه راته وكړه او رحم را باندې وكړه او همدا ته له ټولو غوره بخښونكى يې.
156او په دې دنيا كې هم ښېګڼه راته وليكه او په آخرت كې هم، موږ تاته دروګرځېدو، (الله تعالی) وفرمايل: عذاب خو مې چاته چې وغواړم رسوم يې او رحمت مې په هر څه باندې خپور شوى دى نو دا به د هغو خلكو لپاره وليكم چې تقوى كوي، زكات وركوي او زموږ په آيتونو ايمان راوړي.
157هغوى چې د همدې امي رسول متابعت كوي كوم چې دوى سره په تورات او انجيل كې يې (نوم) ليكلى مومي، (هغه) چې د ښېګڼې امر ورته كوي، له بدۍ يې ايساروي، پاكيزه شيان ورته حلالوي، ناپاكه ورباندې حراموي او درانه پيټي يې ترې ايسته كوي او هغه بنديزونه چې پر دوى وو (ماتوي يې). نو هغو چې ايمان پرې راوړو، ملاتړ او مرسته يې وكړه او په هغې رڼايي پسې روان شول چې له ده سره نازله شوې، همدوى بريالي كېدونكي دي.
158ووايه: ای خلكو! زه تاسو ټولو ته د هغه الله رسول يم چې داسمانو او ځمكې باچاهي خاص هغه لره ده، له هغه پرته (په حق سره) بل معبود نشته هماغه ژوندي كوي او مړه كوي نو په الله او هغه رالېږلي امي نبي يي ايمان راوړئ چې په الله او ټولو خبرو يې ايمان لري او متابعت يې وكړئ چې سمه لار ومومئ.
159او د موسى -علیه السلام- د قوم يوې ډلې له حق سره سمه ښوونه كوله او په همدې سره انصاف کوي.
160او دوى مو په دولسو بیلو بیلو ډلو او قومونو وېشلي وو، او موسى -علیه السلام- ته مو حكم ولېږلو كله چې خپل قوم ته يې اوبه وغوښتې چې په كونټۍ دې دا ګټ ووهه! نو بيا دولس چينې ترې وخوټېدې، او هرې ډلې خپل اوبهخور و پېژندو، او پر هغوى مو ورېځ سيورى كړه او ترنجبين او مړزان مو پرې نازل كړل، خورئ هغه پاك شيان چې موږ در روزى كړي او پر موږ يې ظلم نه دى كړي، پر خپلو ځانو يې ظلم كولو.
161او كله چې ورته وويل شول: په دې كلي كې واوسئ او څنګه مو چې خوښه وي له حاصلاتو يې خورئ او حطة (بخښنه غواړو) وايئ، او په وره باندې سجده كوونكي ننوځئ، موږ به ستاسي ګناهونه در وبخښو او زر به نېكانو ته اجر ورزيات كړو.
162خو له دوى نه (ځينو) ظالمانو هغه خبره بدله كړه چې ورته ويل شوې وه، نو په دې چې ظلم يې كولو له اسمانه مو يو عذاب ورباندې راوستلو.
163او د هغه كلي په هكله يې وپوښته چې د سمندر په غاړه و، هغه مهال چې د خالي په ورځ يې تېرى كولو، كله چې كبان به يې د خالي په ورځ څرګند راتلل او چې د خالي ورځ به نه وه، نه به ورته راتلل، همداسې يې ازمايو، په دې چې سرغړونه يې كوله.
164او كله چې يوې ډلې يې وويل: د څه لپاره داسې خلكو ته نصيحت كوئ چې الله يې تباه كوونكى يا سخت عذاب وركوونكى دى، هغوى ويل: ستاسو رب ته د عذر پيدا كولو لپاره او دا چې ښايي دوى هم وويريږي.
165نو كله چې هغه نصيحت يې هېر كړ چې يادونه يې ورته شوې وه نو بيا مو هغه كسان بچ كړل چې له بديو يې منع كوله او چا چې ظلم كړى و هغوى مو په سخت عذاب راونيول، په دې چې سرغړونه به يې كوله.
166نو كله چې له هغه څه يې سر وغړولو چې ترې ايسار كړى شوي وو نو موږ ورته وويل (ځئ) خوار ذليل بيزوګان شئ.
167او كله چې ستا رب اعلان وكړ چې: تر قيامته به داسې خلك پر دوى (بنى اسرائيلو) خامخا واكمن كړي چې ډېر بد يې عذابوي، يقيناً ستا رب په سزا وركولو كې ګړندى دى او بې شكه هغه مهربان بخښونكى دى.
168او هغوى مو په ځمكه كې ډلې ډلې خپاره واره كړل، ځينې يې نېكان او ځينې يې لږ راښكته دي او هغوى مو په ښو او بدو حالاتو وازمايل چې ښايي بيرته راوګرځي.
169خو بيا له دوى وروسته يې داسې خلك ځاى ناستي شول چې د كتاب وارثان شول (نو) د همدې (بى ارزښته) دنيا سامان را اخلي او وايي: زر به وبخښل شو او كه بيا هغه شان سامان ورته راشي (بيا يې) را اخلي. آيا له دوى نه د كتاب ژمنه اخيستل شوې نه وه چې په الله پورې به له حق پرته بل څه نه وايي او څه چې پكې دي هغه يې (ټول) لوستلي هم دي، او د آخرت استوګنځى حتماً هغو خلكو ته غوره دى چې تقوا كوي، آيا تاسو عقل نه كاروئ.
170او هغوى چې كتاب ټينګ نيولى او لمونځ يې ترسره كړى، يقيناً موږ د (داسې) نېكانو اجر نه ضايع كوو.
171او كله چې پر دوى مو غر داسې راپورته كړ لكه چې هغه چترۍ وي او ګومان يې كولو چې هغه ورباندې راپرېوتونكى دى، څه مو چې دركړي هغه ټينګ ونيسئ او څه چې پكې (ليكلي) دي هغه ياد كړئ ښايي ځانونه وساتئ.
172او كله چې ستا رب د بنيادمانو له شاګانو د هغوى ځوځات (اولاده) راووېستله او هغوى يې پر خپلو ځانو شاهدان ګرځولي وو (او پوښتلي يې وو) آيا ستاسو رب نه يم؟ هغوى وويل: هو! رب مو يې، موږ شاهدي وايو، (د دى لپاره) چې بيا د قيامت په ورځ ونه واياست چې موږ خو له دې ناخبره وو.
173يا دا ونه واياست چې شرك خو زموږ پلرونو مخكې (پيل) كړى وو او موږ يې ځوځات (اولاد) و له هغوى وروسته، آيا نو په هغه كار مو هلاكوې چې باطله عمل كوونكو كړى و.
174او همدغه شان په تفصيل سره آيتونه بيانوو، او ښايي چې هغوى راوګرځي.
175او پر دوى د هغه چا حال ولوله چې موږ خپل آيتونه وركړي وو خو هغه ترى ووتو، نو شيطان ورپسې شو نو هغه له لار وركو شو.
176او كه موږ غوښتي واى نو په دې به مو لوړتيا وركړې وه خو هغه د ځمكې لور ته سركوزى (ورښکته) شو او په هوس پسې شو نو مثال يې د سپي غوندې شو چې كه حمله ورباندې كوې هم ژبه را باسي او كه پرېږدې يې هم ژبه را باسي، دا د هغو خلكو مثال دى چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي نو ته دا كيسې ورته بيان كړه ښايي دوى څه فكر وكړي.
177د هغو خلكو ناوړه مثال دى چې زموږ آيتونه يې دروغ وګڼل او په خپلو ځانو يې ظلم كولو.
178چاته چې الله هدايت وكړي نو يوازې هماغه سمه لارموندونكى دى، او هغه چې الله يې بې لارې كړي نو همدوى تاوانيان دي.
179او رښتيا چې په پېريانو او انسانانو كې مو ډېر (خلك) د جهنم لپاره پيدا كړي دي، د هغوى زړونه شته خو فكر نه ورباندې كوي او د هغوى سترګې شته خو څه ورباندې نه ويني او غوږونه يې شته خو څه پرې نه اوري، دا خلك د څارويو په شان دي، بلكې زيات بې لارې، همدوى په خپله غافلان دي.
180او د الله ډېر ښه ښه نومونه دي نو په هماغو يې وبولئ او هغه خلك پرېږدئ چې د ده په نومونو كې كوږوالى كوي، دوى چې څه كول د هغو بدله به مومي.
181او له هغو خلكو نه چې موږ پيدا كړي يوه ډله په حقه ښوونه كوي او په همدې سره انصاف كوي.
182او هغوى چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي په كرار كرار به يې داسې راونيسو چې دوى به هيڅ نه پوهيږي.
183او مهلت وركوم، بې شکه زما تدبير (پلان) ډېر پوخ دى.
184آيا دوى سوچ نه دى كړى؟ د دوى په ملګري كې هېڅ ليونتوب نشته، هغه خو پرته له يو څرګند ويروونكي بل څه نه دى.
185آيا دوى د اسمانو او ځمكې په باچايۍ كې څه سوچ نه دى كړى او كوم شيان چې الله پيدا كړي دي او دا چې ښايي نېټه يې رانږدې شوې وي نو له دې وروسته په كومه خبره ايمان راوړي.
186څوك چې الله يې بې لارې كړي نو څوك لارښود يې نشته، او همداسې يې په خپلې ناړامۍ كې پرېږدي چې لا لهانده ګرځي.
187د قيامت په اړه دې پوښتي، چې كله به يې راڅرګندېدل وي؟ ورته وايه: د هغه معلومات زما رب سره دى، يوازې هغه به يې په خپل وخت راڅرګندوي، دروند دى (ډار يې) په اسمانو او ځمكه كې، نه درته راځي مګر ناڅاپه، داسې دې پوښتي لكه ته چې د هغه په هكله څېړونكى يې، ورته وايه: معلومات يې الله سره دى خو زياتره خلك نه پوهيږي.
188ووايه: زه خپل ځان ته هم د ګټې او تاوان واك نه لرم، مګر څه چې الله غواړي او كه زه په غيبو پوهېدلى نو ډېرې ګټې به مې كړې وې او هېڅ زيان به نه و را رسېدلى، زه مومنانو ته له يو وېروونكي او زېري وركوونكي پرته بل څه نه يم.
189دى هماغه دى چې تاسو يې له يو كس نه پيدا كړئ او له هماغه يې د ده جوړه پيدا كړه چې له هغې سره بسيا (ارام) شي، نو بيا يې كله چې وپوښله (کوروالی وکړ)، هغې سپك بار (حمل) واخيست، چې ورسره ګرځېده به (وخت پرې تېر شو)، نو كله چې درنه شوه (په حمل سره نو) دواړو خپل رب الله ته سوال وكړ چې كه ښه بچى دې راكړ نو خامخا به موږ شكر وېستونكي اوسو.
190خو كله چې ښه بچى يې وركړ، دواړو په هغه وركړه كې له ده سره نور شريكان وګڼل نو الله له هغو ډېر اوچت دى چې دوى يې ورسره شريكوي.
191آيا هغه څه ورسره شريكوي چې هېڅ شي نه پيدا كوي بلكې خپله دوى پيدا كول كيږي.
192او نه هغوى سره څه مرسته كولاى شي او نه خپلو ځانو سره څه مرسته كولاى شي.
193او كه سمې لارې ته يې راوبلې، نه در پسې راځي، پر تاسو برابره ده كه راومو بلل يا تاسو چوپ پاتې شوئ.
194بې شكه هغه چې تاسو يې الله نه پرته رابلئ، هغوى هم ستاسو په شان بندګان دي، نو كه تاسو رښتيني ياست راويې بلئ، نو ځواب دې دركړي.
195آيا د هغوى پښې شته چې ورباندې لاړشي؟ يا يې لاسونه شته چې څه پرې ونيسي؟ يا يې سترګې شته چې پرې ګوري؟ يا يې غوږونه شته چې پرې واوري؟ ورته وايه شريكان مو راوبلئ بيا ماته دسيسې جوړې كړئ او هېڅ مهلت مه راكوئ.
196بې شكه زما ملاتړ هماغه الله دى چې كتاب يې نازل كړى او هماغه د صالحانو ساتنه او پالنه كوي.
197او هغوى چې تاسو يې له هغه پرته رابلئ نه ستاسو څه مرسته كولاى شي او نه د خپلو ځانو څه مرسته كولاى شى.
198او كه سمې لارې ته يې رابلئ نو هم څه نه اوري، او ته يې وينې چې درته ګوري به خو هغوى څه نه ويني.
199(اى پېغمبره !) د تېرېدنې (لار) ونيسه، په ښو چارو امر كوه، او له جاهلانو مخ واړوه.
200او كه د شيطان له لوري دې كومه وسوسه ولمسوي نو په الله پورې پناه وغواړه، يقيناً هماغه پوه اورېدونكى دى.
201بې شكه څوك چې الله نه وېريږي كله چې د شيطان له خوا كومه وسوسه ورورسي، نو (سمدلاسه) متوجه كيږي نو بيا دوى ليدونكي شي.
202او د هغوى (كافرانو) ورونه (شيطانان) دوى په كږه لار كې راكاږي او بيا هېڅ لنډون (سستي) نه كوي.
203او كله چې كومه نښانه (آیت) ورته رانه وړې وايي: ولې دې له ځانه جوړه نه كړه ورته وايه: زه خو يوازې د هغه څه متابعت كوم چې له خپله ربه مې راته وحى كيږي، دا (قرآن) ستاسو د رب له خوا د بصيرت روښنايي، لارښوونه او رحمت دى هغو خلكو ته چې ايمان راوړي.
204او كله چې قرآن لوستل كيږي نو غوږ ورته كېږدئ، او چوپ اوسئ ښايي چې رحم درباندې وشي.
205او خپل رب دې په زړه كې له زارۍ او وېرې سره او په ژبه له ورو اواز سره سهاراو ماښامونو كې يادوه او له غافلانو څخه مه كېږه.
206بې شكه هغه (ملايكې) چې ستا د رب خوا كې (مقربې) دي، د هغه له عبادته لويي نه كوي، د هغه پاكي وايي او هغه ته سجدې كوي.