البقرة
The Cow • 286 ayahs • Medinan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1الم [1]
2دا کتاب (دی) هیڅ شک په دې (کتاب) کې نه شته (چي د الله تعالی له لوری نازل شوی دی)، (دغه کتاب) لارښوونکی دی د پرهیزګارانو لپاره.
3هغه کسان چې پر غیبو ایمان (باور) لري او لمونځ کوي (سم یې ادا کوي سره له ټولو حقوقو) او له هغو شیانو چې موږ دوی ته ورکړي دي (د الله تعالی د رضا لپاره یې) مصرفوي.
4او هغه کسان چې ایمان لري (دوی) پر هغه (کتاب) چې نازل کړی شوی دی تاته او (پر) هغو (کتابونو) چې له تا وړاندې نازل شوي دي، په آخرت باور (یقین) کوي.
5دغه (ستایلي شوي کسان) د خپل رب له لوري پر سمه لاره دي او هم دوی پوره بریالي دي.
6بې له شکه هغه (خاص) کسان چې کافران شوي دي، هغوی ته یوشان ده که هغوی ته (ای پیغمبره) ووېروې او که یې ونه وېروې، هغوی ایمان نه راوړي.
7الله مهر لګولې دی د دوی پر زړونو او غوږونو او د دوی پر سترګو (یوه ځانګړې) پرده ده او دوی لره ډېر لوی عذاب دی.
8او یوه ډله له خلکو هغه ده چې وایي موږ په الله او وروستۍ (قیامت) ورځ ایمان راوړی، په داسې حال کې چې دوی مؤمنان نه دي.
9دوی (په خپل ګمان) له الله او له هغو کسانو سره چې ایمان يې راوړی دی ټګي کوي، په داسې حال کې چې نه کوي ټګي دوی مګر له خپلو ځانونو سره، او دوی شعور نه لري. (نه پوهیږي چې ضرر يې هم دوی ته رسېږي).
10د دوی په زړونو کې ناروغي (د شک او نفاق مرض) دی، نو الله د دوی ناروغي زیاته کړه او (مقرر) دی دوی لپاره ډېر دردناک عذاب په سبب د دې چې دوی به دروغ ویل (په اظهار د ایمان سره).
11او کله چې دوی (منافقانو) ته وویل شي چې په زمکه کې فساد مکوئ، نو دوی وايي، بې شکه خبره داده چې موږ خو اصلاح کوونکي یو.
12خبردار اوسئ بې شکه همدوی فساد کوونکي دي مګر دوی شعور نه لري (په خپل فساد نه پوهېږي).
13او کله چې دوی ته وویل شي چې ایمان راوړئ، لکه چې نورو خلکو ایمان راوړی دی، نو دوی وايي آیا موږ داسې ایمان راوړو لکه څنګه چې ناپوهانو (ایمان) راوړی دی؟ خبردار اوسئ بې شکه همدوی ناپوهان دي خو دوی (په خپله ناپوهۍ) نه پوهېږي.
14او کله چې ملاقات وکړي (منافقان) له هغو کسانو سره چې ایمان يې راوړی دی نو وايي: موږ هم ایمان راوړی دی. او کله چې خپلو (مشرانو) شیطانانو سره یوازې شي، نو دوی (بیا) وايي: بې شکه موږ له تاسو سره یو. بیشکه هم دا خبره ده چې مونږ مسخرې (ټوکې) کوونکي یو (په مؤمنانو پورې).
15الله تعالی پر دوی مسخرې (ملنډې) وهي او دوی ته مهلت ورکوي چې په سرکښۍ کې به سرګردان (حیران) وي.
16دوی هغه کسان دي چې ګمراهي یې د هدایت په بدل کې پېرلې (اخیستې) ده، نو هیڅ ګټه (فائده) ونه کړه سوداګرۍ د دوی او نه وو دوی لارموندونکي (حق ته).
17د دوى (منافقانو) مثال داسې دى، لكه چې يو څوك اور بل كړي او چې كله (دغه اور) د هغه شاوخوا روښانه كړي، نو الله -تعالی- د دوى رڼا (د سترګو بينايي) یوسي او دوی په تیارو کې پرېږدي چې هېڅ نه ویني.
18(دوی) کاڼه، ګونګیان او ړانده دي، نو دوی بېرته (له ګمراهۍ څخه) نه را ګرځي.
19يا د دوى مثال داسې دی لکه چې له اسمان نه شړكنده جړۍ (باران) اورېږي او له هغه سره تورې تيارې، تالنده او برېښنا هم وي، دوى (د تندر د ګړزار په اورېدلو) د مرګ له وېرې په غوږونو کې ګوتې ننباسي او الله تعالی د کافرانو را ګېروونکی دی.
20نږدې ده چې برېښنا په چټکۍ سره د دوی د سترګو رڼا یوسي، هر کله چې رڼا وکړي دوی ته نو مزل پکې وکړي او کله چې تیاره کړي په دوی نو هک پک ودرېږي او که چېرته د الله تعالی خوښه شي نو د دوی غوږونه او سترګې به یوسي (کاڼه او ړانده به یې کړي) بې شکه الله تعالی په هر څه قادر او برلاسی دی.
21ای خلکو! د خپل رب عبادت وکړئ، هغه (رب) چې تاسي او له تاسي وړاندې خلک یې پيدا کړي، کېدای شي چې تاسي ځانونه وژغورئ (د الله تعالی له عذاب څخه).
22هغه (رب) چې ستاسې لپاره یې زمکه فرش (هواره) کرځولې ده او هسک (آسمان) یې چت او د آسمان له لوري یې اوبه نازل کړې دي، نو راویستې یې دي په دې اوبو سره هر ډول مېوې ستاسې لپاره روزي (رزق)، نو له الله سره شریکان مه نیسئ، په داسې حال کې چې تاسي پوهېږئ (چې الله شریک نه لري).
23او که چېرې تاسي د هغه څه (قرآن) په اړه په شک کې یاست، چې مونږ پر خپل بنده باندې نازل کړی دی نو تاسي د دې (سورت) په څېر یو سورت راوړئ او له الله تعالی پرته خپل ټول ګواهان (مشران) راوبلئ، که چېرې تاسي ریښتېني یاست.
24پس که چېرې مو دا کار ونه کړ او هېڅکله یې (هم) نه شئ کولای، نو پس وساتئ (ځانونه) له هغه اور څخه چې خس (خشاک) د هغې انسانان او تیږې (ګټې) دي، چې تیار کړی شوی دی (دا اور) د کافرانو لپاره.
25او زیری ورکړه (ای محمده) هغو کسانو ته چې ایمان يې راوړی دی (په ټولو مؤمن به شیانو) او ښه (عملونه) یې کړي دي، چې بېشکه د دوی لپاره جنتونه دي چې د هغو (تر ماڼیو او ونو) لاندې ویالې بهېږي، هر کله چې له دې (جنتي مېوو) څخه دوی (جنتیانو) ته د رزق (خوړلو) لپاره (څه) ورکړل شي، نو دا (جنتیان) به وايي، دا هغه شان میوه ده چې موږ ته پخوا هم راکړل شوې وه او رابه وړلی شي دوی ته میوه هم رنګه (او په خوند کې سره بېله) او د دوی لپاره به په دغو (جنتونو) کې پاکې مېرمنې وي او دوی به په دغو (جنتونو) کې همېشه وي.
26بېشکه الله تعالی (له دې) حیا نه کوي چې یو مثال (له مثالونو څخه) بیان کړي، که (هغه) د ماشي (مثال هم) وي او یا هم له دې پورته وي، پس هغه کسان دې چې ایمان یې راوړی دی نو پوهیږي چې دا مثال د دوی د رب له لوري حق دی او هغه کسان چې کافران شوي دي نو وايي (له ډیرې ناپوهۍ او عناد څخه) چې الله تعالی په دې مثال سره د څه شي اراده کړې ده، ګمراه کوي په دې (مثال) سره ډیر خلک او ډېرو ته په دې (مثال) سره سمه لاره ښايې او نه ګمراه کوي (الله) په دې (مثال) سره مګر فاسقان.
27هغه خلك (فاسقان) چې د الله عهد له ټينګ تړون نه وروسته ماتوي او الله چې د كوم شي د پېوندولو امر كړيدى، هغه پرې کوي او په زمكه كې فساد خوروي، په حقيقت کې همدغه کسان (په دنیا او آخرت کې) زيانكاران دي.
28تاسې څنګه پر الله تعالی کافران کېږئ، په داسې حال کې چې تاسې مړه وئ، بیا (الله) تاسې ژوندي کړئ (د روح په درکولو سره) بیا به (الله) تاسې مړه کړي، بیا به (الله) تاسې ژوندي کړي، (او په آخر کې به) بیا هغه ته ورستانه کړای شئ.
29الله هغه ذات دی چې ستاسې لپاره یې د زمکې ټول شیان پیدا کړي دي، بیا یې هسک (آسمان) ته پام وکړ، پس اووه آسمانونه یې برابر کړل او هغه (الله) پر هر څه باندې ښه عالم (پوه) دی.
30او (یاد کړه ای محمده!) هغه وخت چې ستا پروردګار پرښتو ته وویل، چې بېشکه زه په زمکه کې د یوه خلیفه پیداکوونکی یم، نو پرښتو وویل: آیا ګرځوی (ټاکې) ته په زمکه کې هغه څوک چې په هغې کې به فساد کوي او (په ناحقه سره) به وینې تویوي، په داسې حال کې چې موږ ستا تسبیح او ثنا وایو او نسبت د پاکی کوو تاته، (الله) وویل: بېشکه زه په هغه څه پوهېږم چې تاسې پرې نه پوهېږئ.
31او (الله) آدم ته دټولو (ضروري شیانو) نومونه وښودل، بیا يې هغه ټول شیان پرښتو ته وړاندې کړل او ویې ویل ماته د دې شیانو نومونه راوښیئ که تاسې (په خپلې دغې وینا کې) ریښتیني یاست.
32پرښتو وویل، نسبت د پاکۍ کوو تاته (له ټولو عیبونو او اعتراضونو) موږ لره هیڅ علم نشته مګر د هغه څه چې تا موږ ته ښودلي، بېشکه ته هم ښه عالم او ښه د حکمت خاوند يې.
33(الله) وویل، اې آدمه! خبر کړه دوی په نومونو د دې شیانو، نو کله چې آدم خبر ورکړ دوی ته په نومونو د هغو شیانو، (الله) وویل: آیا ما تاسې ته نه ؤ ویلي چې بېشکه زه پوهیږم په پټو شیانو د آسمانونو او زمکې او په هغو شیانو چې تاسې یې ښکاره کوئ او په هغو شیانو چې تاسې یې پټوئ (په زړونو کې).
34او (یاد کړه اې محمده!) کله چې موږ پرښتو ته وویل چې آدم ته سجده وکړئ، پس دوی (ټولو) سجده وکړه، مګر (یوازې) ابلیس سرغړونه وکړه (له سجدی نه) او لويې يې وکړه او دی (له پخوا څخه د الله په علم کې) له کافرانو څخه ؤ.
35او موږ وویل، اې آدمه! ته او مېرمن دې په جنت کې میشت شئ او د جنت له میوو څخه وخورئ (څه چې مو زړه غواړي) پریمانه او چېرته مو چې خوښه وي او دې ونې ته (د خوړلو لپاره) مه نږدې کېږئ نو (که نږدې شوئ) د ظالمانو له ډلې به شئ.
36پس شیطان دوی دواړه له جنته وښویول، نو ویې ایستل دواړه له هغه (عزت او راحت) څخه چې دوی پکې وو او موږ وویل چې (له جنته زمکې ته) ښکته شئ، په داسې حال کې چې ستاسې ځينې به له ځینې نورو سره دښمنان وي او شته تاسې ته په زمکه کې ځای د هستوګنې او اسباب د ګټې (فائدی) اخستلو تر یوه وخته پورې (چې اجل یا قیامت دی).
37پس آدم له خپل پروردګاره څو کلمې زده کړې، نو په هغو یې (الله ته) رجوع وکړه (په رحمت سره) بېشکه هغه (الله) ښه توبه قبلوونکی (او) رحیم دی.
38(بیا) موږ وویل، چې ټول له جنته کوز شئ، کله چې تاسې ته زما له لوري كوم هدايت ورسېږي، نو څوک چې زما د هدایت پیروي وکړي، نو پر هغوی به هیڅ وېره نه وي او نه به غمجن کېږي.
39او هغه کسان چې کافران شول او زموږ آیاتونه یې دروغ وګڼل، هم دغه کسان د اور (دوزخ) څښتنان دی او هم دوی به په هغه (اور د دوزخ) کې همېشه وي.
40اې بني اسرائیلو (د یعقوب علیه السلام اولاده)! یاد کړئ زما هغه نعمت چې پر تاسو مې انعام کړی دی او وفا وکړئ زما پر وعدې (په متابعت د نبي کې) نو زه به هم وفا وکړم ستاسو پر وعدو (جنت ته په ننویستلو) او خاص له ما څخه ووېرېږئ.
41او پر هغه (کتاب) ایمان راوړئ چې ما نازل کړی دی، تصدیق کوونکی د هغه (کتاب) دی چې تاسې سره دی او تر ټولو وړاندې په دې (قرآن) مه کافر کېږئ او زما آیاتونه په لږه بیه مه پلورئ او خاص له مانه ووېرېږئ!
42او حق پر باطل مه پوښئ او حق مه پټوئ په داسې حال کې چې تاسې پوهېږئ (چې دا حق دی).
43او لمونځ قائم کړئ او زکات ورکړئ او له رکوع کوونکو (لمونځ کوونکو) سره رکوع وکړئ.
44آیا تاسې نورو خلکو ته د نېکۍ امر کوئ او خپل ځانونه هېروئ؟ په داسې حال کې چې تاسې کتاب لولئ، نو آیا تاسي له عقل څخه کار نه اخلئ؟
45په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ او په تحقیق سره لمونځ ډېر دروند دې مګر (نه دی دروند) په عاجزي کوونکو.
46هغه کسان چې باور لري په دې چې بېشکه هغوی له خپل پروردګار سره مخامخ کېدونکي دي او په تحقیق دوی هم هغه (الله) ته (په آخرت کې) ورستنېدوکي دي.
47ای بني اسرائیلو (د یعقوب علیه السلام اولاده)! زما هغه نعمت یاد کړئ چې ما پر تاسې پېرزو کړی دی او دا چې د نړۍ پر ټولو امتونو مې تاسې ته فضيلت دركړى وْ.
48او د هغې ورځې (له عذاب) څخه ووېرېږئ چې هیڅ نفس به له بل (کافر) نفس څخه هیڅ شی نه شي لرې کولی او نه به دهغه نفس په اړه شفاعت (سپارښتنه) منل کېږي او نه به له هغه څخه فدیه قبلېږي او نه به له هغوی (کافرو او ګناه کوونکو سره) له كوم لوري مرسته وكړاى شي.
49او (یاد کړئ) هغه وخت چې موږ تاسي وژغورلۍ له فرعونیانو څخه چې تاسي ته به یې سخت عذاب درکولو، ستاسي زامن به یې حلالول او ستاسي ښځې (لوڼې) به یې (دخدمت لپاره) ژوندۍ پرېښودلې او په دې کې ستاسې د رب له لوري پر تاسي لوی ازمیښت ؤ.
50او (یاد کړئ!) هغه وخت چې موږ ستاسي لپاره سمندر څیرې کړ او تاسو مو وژغورلئ او فرعونیان مو غرق کړل، په داسې حال کې چې تاسي ورته کتل.
51او هغه وخت چې وعده کړې وه موږ له موسی علیه السلام سره څلويښت شپې، بیا تاسي خوسی ونیوه (معبود) پس له (تللو) د موسی علیه السلام (طور ته) او تاسې ظالمان وئ.
52بیا موږ تاسي ته بخښنه وکړه وروسته له هغې (د خوسي له عبادت څخه) تر څو تاسي (د الله) شکر وباسئ.
53او (یاد کړئ!) هغه وخت چې ورکړی ؤ موږ موسی علیه السلام ته کتاب (تورات) او بېلونکی (د حق او باطل) د دې لپاره چې تاسي سمه لار ومومئ.
54او هغه وخت (در یاد کړئ) چې موسی خپل قوم ته وویل، ای زما قومه! بېشکه تاسي پر خپلو ځانونو ظلم کړی دی، په سبب د نیولو د خوسي لره (په خدايۍ سره) پس توبه وباسئ خپل خالق ته او خپل ځانونه ووژنئ، همدا کار (ځان وژنه) ستاسو د خالق پر وړاندې تاسو لپاره غوره دی، پس (الله) ستاسي توبه قبوله کړه، بېشکه هغه ښه توبه قبلوونکی او ډېر مهربان دی.
55او (یاد کړئ) هغه وخت چې تاسي وویل، ای موسی علیه السلام! مونږ به ستا پر خبره هېڅکله باور ونه کړو (تر څو) چې څرګنده الله ونه وینو، پس تاسي تندر ونیولئ په داسې حال کې چې تاسي (ورته) کتل.
56پس بيا موږ ستاسي له مړينې وروسته راپاڅولئ، د دې لپاره چې تاسي شکر وباسئ.
57او (هغه مهال) موږ وریځ پر تاسي سیوری کړه او تاسي ته مو ترنجبین او مړزان نازل کړي وو، وخورئ له هغو پاکو شیانو چې موږ تاسو ته روزي کړي دي نو هغوی پر موږ ظلم نه ؤ کړی، بلکې پر خپلو نفسونو (ځانونو) یې ظلم کولو.
58او (یاد کړئ) هغه وخت چې موږ (بني اسرائیلو ته) وویل، چې دې کلي ته ننوځئ، پس هرڅه مو چې زړه غواړي هغه پرېمانه وخورئ او سجده کوونکي په دروازه (د دې ښار) ننوځئ او ووایئ: حطة (اې ربه! موږ ته بخښنه وکړه) چې ستاسې ګناهونه وبخښو او پر نېکانو به زیات (اجر) پېرزو کړو.
59پس هغو کسانو چې ظلم يې کړی و خبره په بل شان بدله کړه له هغې خبرې څخه کومه چې دوی ته شوې وه، نو نازل کړ موږ پر هغو کسانو چې ظلم يې کړی و عذاب له (طرفه) د اسمانه په سبب د دې چې دوی به (د الله له فرمانه) سرغړونه کوله.
60او (یاد کړئ) هغه وخت چې موسی -علیه السلام- خپل قوم لپاره د اوبو غوښتنه وکړه (په میدان د تیه کې) پس موږ وویل (موسی -علیه السلام- ته) چې په خپلې همسا تېږه (ګټه) ووهه، (نو چې ويې وهله) پس روانی شوی له هغې تېږې (ګټی) څخه دولس چېنې، په تحقیق سره هر قوم د خپلو اوبو څښلو ځای وپېژنده (وویل موږ) خورئ او څښئ د الله له روزۍ څخه او مه تېرېږئ له حده په زمکه کې حال دا چې ورانی کوونکی اوسئ تاسي.
61او (یاد کړئ) هغه وخت چې وویل تاسي ای موسی علیه السلام! موږ پر یو طعام صبر نه شو کولای، له خپل رب نه دې وغواړه چې موږ ته د زمکې هغه حاصلات راوباسي (لکه)، تره، بادرنګ، غنم، دال او پياز، نو وویل (موسی علیه السلام) آیا بدلوئ تاسي هغه شی چې ناکاره دي په هغه څه چې ډیر غوره دی. (نو اوس) کوز شئ یوه ښار ته پس بېشکه ستاسي لپاره هغه څه دي چې غوښتنه يې کوئ او مقرر کړی شو پر دوی ذلت او محتاجي او اخته شول دوی په غضب د الله، دا په سبب د دې چې دوی د الله په آیاتونو کفر کولو او په ناحقه به یې پیغمبران وژل، دا (کفر او قتل) په دې سبب ؤ چې سرکشي يې کوله او وو دوی چې له حدودو به تېرېدل.
62بې له شکه هغه کسان چې ایمان يې راوړی دی او هغه کسان چې یهودان شوي دي او نصرانیان او بی دینان دي، هر څوک چې (د دوی له ډلې) پر الله او د قیامت پر ورځ ایمان راوړي او (له محمدي شریعت سر سم) نیک عمل و کړي، نو د دوی لپاره به د دوی د رب (پالونکي) په نزد اجر (ثواب) وي، او نه به وي (هیڅ قسم) ویره پر دوی باندې او نه به دوی خپه کېږي.
63او (یاد کړئ) هغه وخت چې موږ له تاسي څخه ټینګه وعده واخیسته او پورته کړ موږ په سر تاسې د طور (غر)، واخلئ هغه څه (احکام) چې درکړي دي موږ تاسي ته په ښه کوښښ سره او یاد کړئ هغه (احکام) چې په هغه کې دي، ښایي چې تاسې ځانونه وساتئ.
64له هغه وروسته تاسي واوښتئ، نو که چېرې د الله فضل او د هغه رحمت پر تاسو نه وی نو هرومرو (خامخا) به تاسو له زیانکارانو څخه وای.
65او په تحقیق سره تاسي هغه کسان ښه پېژندلي وو چې تجاوز يې کړی ؤ ستاسي له ډلې څخه (د کبانو په ښکار) د شنبې (په ورځ) نو موږ دوی ته وویل چې ذلیله بیزوګان شئ.
66نو وګرځاوه مونږ دا (عقوبت او مسخه کول) عبرت لپاره د هغو خلکو چې حاضر وو او د هغو لپاره چې وروسته راځي او پند دی پرهیزګارانو لره.
67او (یاد کړه ای محمده!) هغه وخت چې موسی علیه السلام خپل قوم ته وویل: بیشکه الله امر کوي تاسي ته چې یوه غوا حلاله کړئ (بني اسرائیلو) وویل: آیا ته په موږ ملنډې وهې؟ (موسی علیه السلام) وویل: زه له دېنه الله ته پناه وروړم چې له ناپوهانو څخه شم.
68وویل (بني اسرايېلو) چې وغواړه مونږ لپاره له خپل پروردګاره چې بیان کړي موږ ته چې هغه غوا څنګه ده؟ (موسی علیه السلام) وویل: بېشکه الله جل جلاله وایي هغه یوه غوا ده چې نه ډیره زړه ده او نه ډیره ځوانه، میانه حاله ده په منځ د دغو کې پس هغه څه وکړئ چې امر درته شوی دی.
69(بني اسرائیلو) وویل: وغواړه (ای موسی علیه السلام) موږ لپاره له خپل پروردګاره چې بیان کړی موږ ته چې رنګ یې څه شان دی؟ (موسی علیه السلام) وویل: بېشکه الله وایې: هغه یوه زېړه غوا ده چې رنګ یې ډېر روښانه دی او لیدونکي خوشحالوي.
70(بني اسرائیلو) وویل: له خپل پروردګاره وغواړه چې بیان کړي موږ ته چې څه قسم ده دغه غوا؟ بېشکه غوا موږ په شک کې اچولي یو، او که د الله خوښه وه موږ خامخا لارموندونكي يو.
71(موسی علیه السلام) وویل: الله جل جلاله وايي: دا يوه غواده، نه خواري كښه چې زمكه يوې كوي او نه كښت خړوبوي، سالمه پاتې شوې، هيڅ عيب پكې نشته، هغوى ويل: اوس دې سمه (حق) خبره راوړه نو حلاله يې كړه خو نږدې وو چې ويې نه كړي.
72(او یاد کړئ) هغه وخت چې تاسي یو کس وژلی ؤ، نو د هغه (مقتول) په اړه په جګړه شوئ او الله ښکاره کوونکی دی د هغه څه (قتل) چې تاسو پټولو.
73نو موږ وویل چې پر وژل شوي د هغې (غوا) یوه ټوټه ووهئ (بیا هغه مړی ژوندی شو)، هم داسې الله تعالی (په قیامت کې) مړي ژوندي کوي او تاسې ته (د خپل قدرت) آیتونه (نښانې) درښیي ترڅو تاسو غور وکړئ.
74بیا پس له دې ستاسو زړونه سخت شول، نو دغه (زړونه) په شان د تیږې (ګټی) دي بلکې ډیر زیات دي په سختوالي کې. او بېشکه چې له ځینو تیږو (ګټو) هغه دي چې بهیږي له هغو څخه ویالې او په تحقیق سره ځینې له دې تیږو (ګټو) څخه هغه دي چې چوي نو راوځي له هغو څخه اوبه او بیشکه ځینې له دې تیږو (ګټو) څخه هغه دی چې د الله له وېرې رارغړي او الله له هغه څه چې تاسو یې کوئ نا خبره نه دی.
75آیا نو تمه کوئ تاسې (ای مسلمانانو) چې ایمان به راوړي دوی (په وینا ستاسې) او بیشکه وه یوه ډله (د پخوانیو) له دوی چې اوریده به يې کلام د الله بیا به يې اړوله هغه خبره وروسته له دې چې پوه به شول په داسې حال کې چې دوی به پوهېدل.
76او کله چې دوی ملاقات وکړي له هغو کسانو سره چې مؤمنان دي نو وايې موږ ایمان راوړی دی او کله چې له یو بل سره یوازې شي، نو وایې، آیا خبروئ تاسې دوی په هغه شي چې پرانستلي دي الله په تاسې (په تورات کې) د دې لپاره چې جګړه وکړي له تاسې سره مؤمنان په هغه سره په نزد د پروردګار ستاسې آیا نو نه پوهیږي؟
77آیا نه پوهیږي دوی چې بیشکه الله عالم دی په هغه څه چې پټوي يې دوی او په هغه څه چې ښکاره کوي يې.
78او ځینې له هغوی څخه امیان (ناپوهه) دي چې په کتاب (تورات) باندې نه پوهېږي، مګر دا چې بې بنسټه هیلې (امیدونه) لري او نه دي دوی مګر ګومانونه کوي.
79نو عذاب (هلاک او خرابي) دی لپاره د هغو خلکو چې لیکي کتاب په خپلو لاسونو بیا وايې چې دا د الله له لوري دی، دې لپاره چې په دغه (کتاب) لږ قیمت ترلاسه کړي، نو هلاکت (عذاب) دی دوی لره د هغه شی چې لیکلی دی لاسونو د دوی او بیا هلاکت دی دوی لره د هغه کار چې دوی یې کوي.
80او وایې دوی چې موږ ته به کله هم (د جهنم) اور ونه رسېږي، مګر څو شمېرل شوې ورځې، ته ورته ووایه (ای محمده) آیا تاسې له الله -تعالی- څخه عهد (ژمنه) اخیستې؟ نو الله د خپل عهد مخالفت نه کوي، یا په الله پورې داسې خبرې تړئ چې تاسې پرې نه پوهېږئ.
81بلکې ولې نه، (رسېږي تاسې ته دائمي اور) هر چا چې بدي وکړه او چاپيره شوه پر ده ګناه د ده. نو هم دغه کسان څښتنان د اور (د دوزخ) دي، دوی به په هغه اور (د دوزخ) کې تل وي.
82او هغه کسان چې مؤمنان دي او نېک عملونه یې کړي دي، هم دغه کسان دجنت څښتنان دي، دوی به په هغه جنت کې تل وي.
83او (یاد کړه ای محمده!) هغه وخت چې موږ کلکه وعده له بني اسرائیلو څخه واخیستله، دا چې له الله پرته د بل چا عبادت به نه کوئ او له مور او پلار سره به نېکي کوئ، او له خپلوانو سره به هم او له یتیمانو او مسکینانو سره به هم (نیکي کوئ) او خلقو ته ښایسته خبرې وکړئ او لمونځ سم قائموئ او ورکوئ زکات، بیا تاسې (له دې وعدې) وګرځیدئ مګر لږ له تاسې څخه (ونه ګرځیدل)، حال دا چې همدا تاسي (له الهي احکامو څخه) مخ ګرځوونکي یاست.
84او (یاد کړئ ای بني اسرايېلو) هغه وخت چې ستاسو له پلرونو مو کلکه وعده واخیستله دا چې خپلې وینې مه تویوئ او مه وباسئ ځانونه خپل له خپلو کورنو، بیا تاسې اقرار وکړ، حال دا چې تاسې حاضر واست.
85پس (له دې وعدې) تاسې هغه کسان یاست چې خپل ځانونه وژنئ او وباسئ تاسې یوه ډله خپله له خپلو کورونو له دوی څخه، مرسته (مدد) کوئ پر دوی په ګناه او ظلم سره، او که راشي دوی تاسې ته بندیان نو فدیه ورکوئ تاسې د دوی په ځای، حال دا چې حرام کړی شوي دي پر تاسې ایستل د هغو آیا پس ایمان راوړئ تاسې پر ځینو (احکامو) د کتاب (چې فدیه ده) او کافران کیږئ په ځینو نورو (احکامو د کتاب چې بی ګناه وژنه ده او په ګناه سره مرسته (مدد) کوئ د دوی او مغلوبان له وطنه شړئ). پس نه ده سزا د هغه چا چې کوي دا (کارونه) له تاسې څخه مګر رسوايي ده په ژوند د دنیا کې او په ورځ د قیامت کې ګرځول کیږي دوی ډیر سخت عذاب د (دوزخ) ته او نه دی الله غافل له هغه څه چې کوئ يې تاسې.
86دا هغه کسان دي چې د دنیا ژوند یې په بدل د آخرت کې اخیستئ دی، سپک به نه کړی شي له دوی څخه عذاب او نه به له دوی سره مرسته (مدد) وکړل شي.
87یقینًا یقینًا موږ موسٰی علیه السلام ته كتاب وركړى و او له هغه نه وروسته مو پرلپسې رسولان لېږلي وو، او موږ د مریمې زوى عیسٰی علیه السلام ته څرګندې نښې وركړې وې۔ او موږ هغه په پاك روح سره قوي كړى و، آیا نو كله چې به هم كوم رسول تاسو ته هغه (احكام) راوړل چې ستاسو نفسونو به نه خوښَوَل، تاسو به ډېره لويي وكړه؛ نو یوه ډله (د پېغمبرانو) مو دروغژنه وګڼله او بله ډله به مو ووژله.
88او وايي: زموږ زړونه مو په پردو کې دي (وینا پرې اثر نه کوي داسې نه ده) بلکې الله پر دوی لعنت کړی، په سبب د کفر د دوی، نو ډېر لږ (کسان د دوی له ډلې څخه) ایمان راوړي.
89او هر کله چې راغی دوی ته کتاب (قرآن) د الله له لوري چې تصدیق کوونکی دی د هغه کتاب چې له دوی سره دی، حال دا چې وو دوی پخوا له دې چې فتح به يې غوښته (له الله څخه په قرآن او محمد سره) په مقابل د هغو کسانو چې کافران وو نو کله چې راغی دوی ته هغه رسول چې پيژندلی ؤ دوی، نو کافران شول پرې، نو لعنت د الله دې په کافرانو.
90بد دې هغه څه چې پلورلی (خرڅ کړی) دی دوی په مقابل د هغه ځانونه خپل، دا چې کافران کېږي په هغه څه (قرآن) چې الله نازل کړی دی په سبب د دې حسد او کينی چې (ولې) الله خپل فضل نازلوي په هغه چا چې اراده یې وکړي له خپلو بندګانو، نو اخته شول په یو غضب (چې کفر دی په محمد صلی الله علیه وسلم او قرآن) د پاسه د بل غضب (چې کفر دی په عیسی علیه السلام او انجیل)، او د کافرانو لپاره سپکوونکی عذاب (مقرر) دی.
91او کله چې وویل شي دوی ته چې ایمان راوړئ پر هغو (کتابو) چې الله نازل کړي دي، دوی وایي: موږ ایمان راوړو په هغه (کتاب) چې نازل کړی شوی دی پر موږ (یعنې تورات) حال دا چې له هغه ور هغه خوا (په نورو) کافران کیږي، په داسې حال کې چې دا (نور کتابونه هم) حق دی، تصدیقونکي دي د هغه کتاب چې له دوی سره دی، ووایه (ای محمده!) نو ولې به وژل تاسې پېغمبران د الله پخوا (له دې) که چيری وئ تاسې ایمان راوړنکي.
92او بېشکه راغلی و تاسو ته موسی علیه السلام په ښکاره (معجزو) سره، بیا ونیولو تاسي خوسی (په خدایۍ سره) وروسته د موسی علیه السلام (له تللو څخه د طور غره ته) حال دا چې تاسي ظالمان واست.
93او (یاد کړئ!) هغه وخت چې موږ له تاسو کلکه وعده واخیستله، او ستاسو (پر سرونو) مو د طور غر پورته کړ، (او ومو ویل) او کلک ونیسئ هغه (احکام) چې تاسو ته مو درکړي دي او واورئ، وویل (دوی) (ستا خبره) مو اوریدلې، او (ستا حکم) مو نه دی منلی، او ورڅښل (څکل) شوی وه په زړونو د دوی کې (مینه د) خوسي (سخی) په سبب د کفر د دوی. ووایه (ای محمده! دوی ته) بد دې هغه شی چې امر کوي تاسي ته په هغه ایمان ستاسو که چېرې یاست تاسو ایمان راوړونکي.
94دوی ته ووایه (اې محمده!) که چېرې د آخرت كور له نورو ټولو انسانانو پرته يوازې تاسو له پاره خاص ګرځول شوی وي، نو تاسې ته ښايي چې د مرګ غوښتنه وکړئ كه تاسې رښتیني یاست.
95او هیڅکله به د مرګ هیله ونه کړي، په سبب د هغو عملونو چې د دوی لاسونو وړاندې لېږلي دي او الله د ظالمانو په (احوالو) ښه پوه دی.
96او ته به هرومرو دوی له بل هر چا څخه پر ژوند ډېر حريصان ومومې او له مشرکانو څخه هم ډېر حریصان دي، هر یو د دوی (یهودو) خوښوي چې کاش زر کاله عمر وکړي او نه دی دا (ډېر عمر) ده لره د عذاب څخه خلاصوونکی، دا چې ډیر عمر ورکړل شي، او الله ښه لیدونکی دی په هر څه چې دوی يې کوي.
97ووایه (اې محمده!) هر څوک چې د جبریل دښمن وي (نو ودې مري له قهره!) ځکه چې هغه (جبریل) نازل کړی دی قرآن ستا پر زړه په اذن (او حکم) د الله په داسې حال کې چې تصدیق کوونکی دی (دا کتاب) د هغو کتابونو چې پخوا له ده دی، او لارښوونکی دی او زیری ورکوونکی دی مؤمنانو ته.
98څوك چې د الله او د هغه د پرښتو او د هغه د پېغمبرانو او د جبريل او ميكائيل دښمن وي نو الله د دې كافرانو دښمن دى.
99او په تحقیق مونږ تاته روښانه آیاتونه نازل کړي دي او له فاسقانو پرته بل څوک پرې نه کافر کېږي.
100او هر کله چې دوی یو عهد (هوډ) کړی، نو له دوی څخه یوې دلې هغه مات کړی دی، بلكې ډېری کسان د دوی (د زړه له كومي) ايمان نه راوړي.
101او هر کله چې راغی دوی ته رسول (محمد) له طرفه د الله چې تصدیقوونکی دی د هغه کتاب (تورات) چې له دوی سره دی، نو له دې اهل كتابو څخه يوې ډلې د الله كتاب په داسې شان شاته وغورځاوه ، لكه چې دوى په هېڅ نه پوهېږي.
102او متابعت وکړ (یهودو) د هغه څه چې شیطانانو به د سلیمان علیه السلام په زمانه (د پاچاهۍ) کې لوستل، او سلیمان علیه السلام کفر نه و کړی، بلکې شیطانانو کفر وکړ، چې خلکو ته به یې کوډې (سحر) ښودلې او (متابعت به يې کاوه) د هغه شي چې نازل کړی شوی ړ په دوو پرښتو د بابل په (ښار) کې چې هاروت او ماروت وو، او ښودنه به نه کوله دوی هیچا ته تر هغه پورې چې وبه ویل دواړو بیشکه هم دا خبره ده چې موږ آزموینه (ازمیښت) یو نو مه کافر کیږه (په زده کولو د سحر) نو زده کاوه به هغوی له دوی دواړو نه هغه شی چې بیلتون به يې کاوه په هغه سره په منځ د میړه (خاوند) او ښځی د هغه کې، او نه وو دوی ضرر رسوونکي په دغه سحر سره هیچا ته مګر په اذن (حکم) د الله سره، او زده کوي دوی (یعنې یهودان) هغه څه چې ضرر رسوي دوی ته او نفع نه رسوي دوی ته، او هرومرو (خامخا) په تحقیق پوهیدل دوی چې خامخا هغه څوک چې پيری (اخلي) (زده کوي به اعتقاد د جواز) سحر نشته ده لره په آخرت کې هیڅ برخه (د نیکی)، او هرومرو (خامخا) ډیر بد دې هغه شی چې پلورلې (اخستی) دی دوی به هغه شی سره (حصه د) ځانو خپلو که چېرې وي دوی چي پوهیدلی (به بد انجام د سحر نو نه به يې زده کاوه).
103او که په تحقیق دوی ایمان راوړی وی او پرهېز يې کړی وی (له سحره او له یهودیته) نو هرومرو (خامخا) ثواب له طرفه د الله څخه ډیر غوره دی که چېرې دوی پوهېدلی.
104ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی (یعنې ای مؤمنانو) مه وایئ تاسې (لفظ د) راعنا (رسول الله ته) او ووایئ (لفظ د) انظرنا، او واورئ تاسې. او د کافرانو لپاره دردوونکی عذاب دی.
105نه خوښوي هغه کسان چې کافران شوي دي له اهل کتابو څخه او (نه) له مشرکانو څخه دا (خبره) چې نازله شي پر تاسي کومه ښه خبره ستاسو د رب لخوا، او الله تعالی ځانګړي کوي (خاصوي) په رحمت خپل سره هغه څوک چې اراده (يې) وکړي او الله د ډېر لوی فضل خاوند دی.
106مونږ نه منسوخوو یو آیت او نه یې هېروو (له زړونو) مګر پر ځای یې له هغه غوره راوړو، آیا نه پوهېږئ چې الله پر هر څه برلاسی (قادر) دی.
107آیا ته نه پوهېږې چې بېشکه الله جل جلاله لره ده باچاهي د آسمانو او زمکې او نشته تاسي لره پرته له الله څخه هیڅ دوست او نه مرستندوی.
108آیا اراده لرئ تاسې چې سوال وکړئ له رسول خپله (محمد صلی الله علیه وسلم ځینی) لکه چې سوال کړل شوی و له موسی علیه السلام څخه پخوا له دې، او هر څوک چې بدلوي (او غوره کوي) کفر په ایمان (چې ایمان ورکوي او کفر آخلي) نو په تحقیق سره ورکه يې کړه سمه لار.
109خوښوي (او دوست ګڼی) ډیر له اهل کتابو څخه (دا) چې وګرځوي دوی تاسې پس له ایمان راوړلو ستاسې کافران د حسد (له کبله) چي له (خبیثو) نفسونو د دوی (پیدا شوي) دي، وروسته له هغه چې ښکاره شو دوی ته حق (چې رسول قرآن او د اسلام دین دی). نو عفو وکړئ! او مخ تری وګرځوئ! تر هغه پورې چې راولېږي الله امر خپل، بېشکه چې الله په هر څه ښه قادر دی.
110لمونځ قائم کړئ او زکات ورکړئ، او هغه خیر (ښېګڼه) چې د ځانونو لپاره یې مخ کې لیږئ، وبه مومئ (ثواب د) هغه په نزد د الله، بېشکه چې الله په هغه څه چې تاسي یې کوئ ښه لیدونکی دی.
111او (اهل کتاب) وایي: هېڅکله به جنت ته نننوځي پرته له هغو چې یهودي یا نصراني وي، دا د دوی هیلې (غوښتنې) دي، (دوی ته) ووایه: (ای محمده!) خپل دلیل راوړئ، که تاسې رښتیني یاست.
112داسې نه ده، حقه خبره دا ده هر څوك چې ځان الله ته تسلیم كړي او په عملي توګه ښه چلن غوره كړي، هغه لپاره د هغه د رب په نزد د هغه اجر شته او پرداسې خلكو څه وېره او خپګان نشته.
113يهوديان وايي ، له عیسویانو سره هېڅ حق نشته او عیسویان وايي، له يهودو سره هېڅ حق نشته په داسې حال کې چې دوى دواړه كتاب لولي، همدا شان هغه خلك هم وايي (دعوه كوي) چې هغوى د كتاب عالمان نه دي (مشركان). الله به دا اختلافونه چې دا خلك په کې اخته دي د قيامت په ورځ فيصله كړي.
114او له هغه چانه به غټ ظالم څوك وي چې نه پرېږدي د الله په جوماتونو کې چې د هغه نوم واخيستل شي او د هغه په ورانولو کې هڅه کوي، دغه کسان د دې وړ نه دي چې دې جوماتونو ته پرته (د مؤمنانو) له وېرې ننوځي، دوی ته په دنیا کې ذلت دی او په آخرت کې ورته لوی عذاب دی.
115ختیځ او لویدیځ خاص الله لره دي، نو هر لوري ته چې مخ وګرځوئ (په لمانځه کې) نو هماغه لوري ته د الله مخ دى. الله د ډېرې پراختيا خاوند او په هر څه پوهېدونكى دى.
116او هغوى (کفار) وايي چې الله څوك په زوى ولۍ سره نيولى دى، الله له دې خبرو پاك دى. اصل حقيقت دا دى چې څه په آسمانونو او زمکې کې دي ټول د هغه (الله) دی او ټول د هغه د امر منونكي دي.
117هغه د آسمانونو او زمکې (نوی او پرته له نمونې) پیدا کوونکی دی او هر کله چې د یوه کار اراده وکړي نو وايي هغه کار ته چې وشه! نو هغه وشي.
118او وايي هغه کسان چې نه پوهېږي: ولې الله له موږ سره خبرې نه کوي؟ یا ولې موږ ته یوه نښه (ستا په رښتینولۍ دلالت کوونکې) نه راځي؟ همدا رنګه به ویل هغو کسانو چې پخوا له دوی وو د دوی د خبرو په شان، یو رنګ شوي دي زړونه د دوی، په تحقیق بیان کړي دي موږ آیاتونه هغو خلقو ته چې یقین کوي.
119بېشکه موږ ته لیږلی يې (ای محمده!) په حقه سره زیری ورکوونکی (په جنت) او ویروونکی (له دوزخ). او تا څخه به د دوزخ د خاوندانو په اړه پوښتنه ونشي.
120او هیڅ کله به له تا څخه (ای محمده!) یهودان او نه نصرانیان راضي نشي تر څو چې ته د دوی د دین متابعت ونکړې، ووایه (ای محمده!) دوی ته چې بېشکه هدایت د الله (اسلام) همدا هدایت دی او قسم دی که چېرې پیروي وکړې ته د آرزوګانو د دوی وروسته له هغې چې تا ته علم (د وحي او توحید) راغلی دی، نه به وي تا لره له (عذابه د) الله هیڅ دوست او مرستندوی.
121هغه کسان چې موږ ورته کتاب ورکړی دی، هغو په حق سره کتاب لولي (دغه د اهل کتابو مؤمنان) همدا کسان ایمان راوړي په دغه (کتاب)، او هغه څوک چې کافر شي په دې نو دغه کسان زیانکاران دي.
122اې بني اسرائیلو (د یعقوب علیه السلام اولاده!) یاد کړئ زما هغه نعمت چې انعام کړی دی ما پر تاسي (او بل دا یاد کړئ چې) بېشکه ما غوره کړي یاست تاسي (یعنې نیکونه ستاسې) پر عالمیانو (د زمانې ستاسي).
123او ووېرېږئ، له (عذابه د) هغې ورځې چې لرې کولې به نه شي هیڅ نفس له هیڅ (کافر) نفس څخه هیڅ شی (له عذابه) او نه به شي قبلولی له دغه نفس څخه بدل (فدیه) او نه به نفع رسوي ده ته شفاعت (سپارښتنه) او نه به له دوی سره مدد وکړی شي (په دفع د عذاب کې).
124ياد كړه (اې محمده) هغه وخت چې پر ابراهيم (علیه السلام) د هغه رب د څو خبرو ازمېښت وكړ او (ابراهيم) هغه ټولې سرته ورسولې؛ نو (الله) وویل: بېشکه زه تا د ټولو خلكو امام ټاكم، (ابراهیم) وویل: او زما له اولادې سره هم همدا وعده ده؟ (الله) وویل: زما وعده ظالمانو ته نه رسي.
125او (یاده کړه اې محمده) کله چې موږ دا كور (كعبه) د خلكو لپاره (د ثواب) مركز او د امن ځاى جوړ كړ، او (امر مو وکړ چې) د ابراهیم علیه السلام له مقام (اودرېدلو ځای) څخه د لمانځه ځای جوړ کړئ او موږ ابراهیم او اسماعیل ته حکم کړی و چې زما کور د طواف کوونکو، اعتکاف کوونکو او رکوع کوونکو او سجده کوونکو (لمونځ کونکو) لپاره پاک کړئ.
126او (یاد کړه اې محمده!) هغه وخت چې وویل ابراهیم علیه السلام: اې زما ربه دا ښار (چې کعبه پکې ده) د امن ځای وګړځوه، او د دې له اوسېدونكو څخه هغه چا ته چې پر الله او اخرت ایمان لري، هغو ته له هر ډول مېوو څخه روزې وركړه، (الله) وفرمایل: او هر څوک چې کافر شو نو هغه ته هم لږه ګټه (د دنیا د ژوند) ورکوم، بیا به یې په زور د اور عذاب (جهنم) ته ورکاږم، او بد ځای د ورتلو دی (هغه اور).
127او (یاد کړه اې محمده!) هغه وخت چې پورته کړل ابراهیم او اسماعیل بنیادونه (دېوالونه) د دې کور (کعبې) (او دواړو وویل) اې زموږ ربه (پالونکیه) له موږ څخه دا (چاره) قبوله کړه، بېشکه همدا ته ښه اوریدونکی (او پر هر څه) ښه پوهیدونکی يې.
128اې زموږ ربه! وګرځوه موږ (دواړه) حکم منونکی ستا او (وګرځوه) له اولادې زموږ یوه ډله حکم منونکي ستا او موږ ته د حج احکام وښایه او زموږ توبه قبوله کړه، بېشکه همدا ته ښه توبه قبلوونکی (او) رحم کوونکی يې.
129اې زموږ ربه! په دوی (دې خلکو) کې د همدوى له قوم نه يو داسې پیغمبر راپاڅوه چې دوی ته ستا ايتونه لولي او دوی ته کتاب (یعنې قرآن) او حکمت (شرعي احکام) ورښايي او پاک کړې دوی (له ګناهونو)، بېشکه همدا ته ښه غالب (او) د حکمت خاوند یې.
130او د ابراهیم علیه السلام له دین څخه مخ نه کړځوي، مګر هغوی چې ځان یې احمق کړی وي، او په تحقیق سره غوره کړی و موږ ابراهیم علیه السلام په دنیا کې (په نبوت او د بیت الله په ودانولو سره)، او بېشکه په آخرت کې له (خاصو) نیکانو څخه دی.
131او (یاد کړه) چې كله يې رب (ابراهیم علیه السلام ته) وویل: (زما احکامو ته) غاړه كېږده! نو هغه (ابراهیم) وویل: ما د عالمیانو رب ته غاړه ايښې ده.
132پر همدې مسلك د تللو وصیت (سپارښتنه) ابراهيم علیه السلام خپلو زامنو ته كړې وه او یعقوب علیه السلام (هم)، چې اې زما زامنو! بېشکه چې الله غوره کړی دی تاسې ته دین (د اسلام) نو مه مرئ تاسې مګر په هغه حال کې چې تاسي مسلمانان یاست.
133آیا تاسې هغه مهال حاضر واست چې یعقوب علیه السلام ته مرګ راغی کله چې (یعقوب علیه السلام) خپلو زامنو ته وویل، چې زما له مرګ وروسته به د څه عبادت کوئ؟ نو دوی وویل چې ستا د معبود عبادت به کوو او ستا د پلرونو چې ابراهیم او اسمعیل او اسحاق علیهم السلام دي د معبود عبادت به کوو، هغه یو الله دی (شریک نه لري) او موږ ټول هغه ته غاړه ایښودونکي یو.
134هغه یوه ډله وه چې تېره شوی ده، هغوی لپاره ده (جزا) د هغه څه چې کړی يې دي او ستاسې لپاره (جزا) ده، د هغه څه چې تاسې کړي او له تاسې نه به د هغوی د کړنو په اړه پوښتنه نه کېږي.
135او (اهل کتاب مسلمانانو ته) وایي چې یهودیان یا نصرانیان شئ چې سمه لاره ومومئ. ووایه (اې محمده دوی ته) بلکې د ابراهیم د دین (متابعت کوو) چې له باطل څخه حق ته مائل دی او هغه (ابراهیم) د مشرکانو څخه نه و.
136ووایئ (اې مؤمنانو!) چې موږ ایمان راوړی دی پر الله او پر هغه (قرآن) چې نازل شوی دی پر موږ او پر هغو (صحیفو) چې نازل کړل شوي دي پر ابراهیم او اسمعیل او اسحاق او یعقوب علیهم السلام او اولادې (د دوی) او پر هغو (کتابونو او معجزاتو هم ایمان لرو) چې موسی او عیسی علیهما السلام ته ورکړل شوي دي او (پر) هغو (کتابونو) چې ورکړی شوي دي (نورو) انبیاوو ته د دوی د رب لخوا، حال دا چې نه کوو فرق په منځ د یوه تن د دوی کې او موږ الله ته غاړه ایښودونکي یو.
137نو که ایمان راوړي دوی (یهود او نصاری) لکه چې تاسې ایمان راوړی دی په هغه (مؤمن به شیانو) نو په تحقیق سره چې سمه لاره یې وموندله او که يې مخ وګرځاوه (له ایمانه) نو بېشکه هم دا خبره ده چې دوی (له تاسي سره) په مخالفت کې دي، نو ژر ده چې کافي به شي په (دفع د شر) د دوی کې تا لره الله، او هم دی ښه اوریدونکي دی (د اقوالو)، ښه عالم دی (په احوالو).
138(ووایئ اې مؤمنانو! چې موږ الله رنګ کړی یو) په رنګ د الله، او څوک د الله له رنګ (دین) څخه غوره دي؟ او موږ یوازې د هغه (الله) عبادت کوو.
139ووایه (اې محمده! دوی ته) ایا جګړه کوئ تاسې له موږه سره په (دین) د الله کې حال دا چې هغه زموږ او تاسې رب (پالونکی) دی او زموږ خپلې کړنې (عملونه) دي او ستاسې خپلې کړنې او موږ یوازې الله لره په اخلاص (عبادت کوونکي) یو.
140آیا تاسې داسې واياست (اې اهل کتابو)، چې ابراهیم او اسماعیل او اسحق او یعقوب علیهم السلام او د هغوی اولاد (ټول) یهودیان یا نصرانیان وو، (هغوی ته) ووایه (اې محمده) آیا تاسې ښه پوهیږئ، که الله؟ او له هغه چا نه به بل لوی ظالم څوك وي، چې د الله له لوري هغه ته د يوې شاهدۍ ذمه واري ورتر غاړى شوې وي او هغه پټه كړي او نه دی الله بې خبره له هغه څه چې تاسي يې کوئ.
141هغه یوه ډله وه چې په تحقیق سره تېره شوې ده، د هغوی کړنې (عملونه) د هغوی لپار ه وې او ستاسې کړنې ستاسې لپاره دي او له تاسې نه به د هغه څه په اړه پوښتنه و نشي چې هغوی ترسره کول.
142هرومرو به د خلکو ناپوهان ووایي چې څه شي وګرځول دوی (یعنې رسول صلی الله علیه وسلم او مؤمنان) له قبلی د دوی څخه هغې نه چې وو دوی په هغې باندې؟ ووایه (اې محمده! دوی ته) چې مشرق او مغرب (بلکې ټول جهات) د الله له پاره دي، هر چاته چې وغواړي د سمې لارې (اسلام) هدایت کوي.
143او هم داسې (لکه چې هدایت مو درته کړی دی) ګرځولي یئ موږ تاسې یوه ډله غوره لپاره د دې چې شئ شاهدان پر نورو خلقو (د جزا په ورځ د انبیاؤ له خوا) او چې شې (محمد) رسول (د الله) پر تاسې شاهد. او نه ده ګرځولې موږ (دا) قبله هغه چې وې ته (پخوا له هجرت نه) پر هغې باندې مګر لپاره د دې چې موږ (بیل او) ښکاره کړو هغه څوک چې پيروي کوي د رسول له هغه چانه چې بیرته ګرځي په پوندو خپلو، اګر که دي دا ګرځیدل (کعبې ته) هرومرو (خامخا) ډیر ګران (سخت) مګر نه دي ګران (سخت) په هغو کسانو چې سمه لاره ورته ښوولې ده الله. او نه دی الله چې ضایع کړي ایمان (لمونځ) ستاسې (اې مؤمنانو!) بېشکه الله پر خلکو ډېر مهربان، پوره رحم کوونکی دی.
144په تحقیق سره وینو موږ (بیا بیا) ګرځول د مخ ستا په (طرف د) آسمان، نو موږ به وګرځوو هرومرو (خامخا) تا (هغې) قبلی ته چې ته یې خوښوې. نو وګرځوه مخ خپل په لوري د مسجد الحرام (کعبې ته په لمانځه کې). او په هر ځای کې چې یې، نو وګرځوئ (تاسې) مخونه خپل (په لمانځه کې) په لوري د هغې (کعبی)، او بېشکه هغه کسان چې هغوی ته کتاب ورکړل شوی دی، خامخا پوهېږي چې دا د دوی د رب له لوري حق ده او الله غافل نه دی له هغو کړنو چې دوی یې کوي.
145او که چېرې ته دې اهل كتابو ته هر دلیل (نښانه) راوړې، دوی به ستا د قبلې پیروي و نه کړي او نه یې ته (اې محمده) د دوی د قبلې پېروي کوونکی او نه دي ځینې د دوی پېروان د قبلی د ځینو (نورو). او که چېرې ته تابع شې د هیلو (آرزوګانو) د دوی وروسته له هغه علم (وحي) څخه چې تا ته راغی، نو بېشکه ته به له ظالمانو ځينې شې.
146هغو کسانو ته چې موږ کتاب ورکړی دی، هغوی هغه (یعنې محمد یا اسلام) داسې پېژني لکه خپل اولاد چې پېژني او په تحقیق سره یوه ډله له دوی (یعنې کتابیانونه) ځینې حق پټوي په داسې حال کې چې دوی پوهېږي.
147حق ثابت دی ستا د رب له لوري، نو ته د شک کوونکو له ډلې څخه مه کېږه.
148او د هر چا (امت) لپاره یو لوری (قبله) ده چې هغې ته (په لمانځه کې) مخ اړوي، نو تاسې نېکیو ته وړاندی شئ، هر چېرته چې یاست الله به تاسي ټول راولي (د اعمالو د بدلې لپاره په قیامت) بېشکه چې الله په هر شي ښه قادر دی.
149او له هر ځایه چې ته ووځې (اې محمده!) نو خپل مخ (په لمانځه کې) د مسجد حرام په لوري وګرځوه او بېشکه چې دا ستا د رب په حقه فيصله ده او نه دی الله بې خبر له هغه څه چې تاسې یې کوئ.
150او له هر ځایه په هر وخت کې چې ووځې ته (اې محمده! سفر ته، او قصد د لمانځه وکړې) نو وګرځوه ته مخ خپل لوري د مسجد حرام ته (په لمانځه کې) او په هر ځای او هر وخت کې چې یاست (اې مومنانو) نو وګرځوئ خپل مخونه په لوري د هغې (کعبی)، د دې لپاره چې پر تاسي د خلکو (یعنې یهودانو او مشرکانو) هیڅ اعتراض نه وي مګر د هغو کسانو چې ظالمان دي له دوی ځینې نو له هغوی مه وېرېږئ، بلکې له ما څخه ووېرېږئ (او زما نافرماني مه کوئ!). او دې لپاره چې پوره کړم زه نعمت خپل پر تاسي (د هدایت) او ښايي چې تاسې (حق ته) لار ومومئ.
151لکه څنګه مو چې په تاسي کې ستاسې (له جنس) څخه رسول درولېږه (د اتمام د نعمت لپاره) چې پر تاسي به زموږ آیاتونه (قرآن) لولي او تاسي به (له کفره) پاکوي او تاسي ته به کتاب (قرآن او حلال او حرام) او حکمت (سنت) در زده کوي او تاسي ته به هغه شیان در ښایي چې تاسي پرې نه پوهېدلئ.
152پس تاسې ما یاد کړئ زه به هم تاسې یاد کړم او زما شکر وباسئ او ناشکري مه کوئ.
153ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! په صبر او لمانځه سره له (الله) څخه مرسته وغواړئ، بېشکه الله له صبر کوونکو سره دی.
154او هغو کسانو ته چې د الله په لار (جهاد) کې وژل کېږي، مړه مه وایئ، بلکې هغوی ژوندي دي، خو تاسي (د دوی په ژوند) نه پوهېږئ.
155او موږ به ار مرو په وېره، خطر، لوږې، د سراو مال په زیان او دمیوو په تاوان (په وچکالۍ او نورو افتونو سره) تاسې ازمایو او (اې پیغمبره) صبره کوونکو ته زېری ورکړه.
156(دا) هغه کسان دي چې کله کوم مصیبت ورورسېږي، نو وایي: بېشکه موږ (مملوک) د الله یو او بېشکه موږ هم ده (الله ته) بیا ورتلونکي یو (په آخرت کې).
157په همدوی درودونه (بخښنې) او مهرباني ده له (طرفه) د رب د دوی او همدوی (حق ته) لارموندونکي دي.
158په يقيني توګه صفا او مروه د الله د دین له نښانو ځینې دي، نو څوک هم چې د حج بیت الله او یا عمرې (اراده) وکړي، نو پر ده هیڅ وبال (ګناه) نه شته (په دې کې) چې طواف وکړي په دې دواړو، او هر څوک چې په خپله خوښه څه نیکي وکړي، نو بېشکه الله قدرکوونکی، ښه عالم دی.
159بېشکه كوم کسان چې زموږ نازلې کړل شوې روښانه لارښوونې او هدايات پټوي پس له هغه چې موږ هغه خلکو (بني اسرائیلو) ته په کتاب (تورات) کې. روښانه کړل، دا هغه کسان دي چې الله پرې لعنت وايي او لعنت ویونکي (پرښتې، انسانان، پېریان او نور مخلوقات) هم پرې لعنت وايي.
160مګرهغه کسان چې توبه یې وویستله (له شرکه او پټولو د نعمت څخه) او ځانونه یې جوړ (اصلاح) کړل او (هغه څه یې چې پټول) هغه یې بیان کړل، نو دا هغه کسان دي چې زه به ورته بخښنه وکړم او زه ښه توبه قبلوونکی، همیشه رحم کوونکی یم.
161بېشکه هغه کسان چې کافران شوي او د کفر په حالت کې مړه شوي دي، په دې کسانو د الله او ملایکو او ټولو خلکو لعنت دی.
162(په داسې حال کې چې) دوی به همېشه وي په دې (لعنت، یا اور، یا عقوبت) کې، نه به د دوی په عذاب کې سپکوالی راځي او نه به دوی ته مهلت ورکولی شي.
163او ستاسې (په حقه) معبود یو دی، نشته بل څوک لائق د عبادت مګر هغه (الله) ډېر مهربان پوره رحم کوونکی دی.
164بېشکه د آسمانو او زمکې په پیداکولو کې او په اختلاف د شپې او د ورځې کې (چې اوږدیږي، لنډیږي پرله پسې رڼا او تیاره راځي، یخیږي او ګرمیږي) او په بیړیو (کښتیو) هغو کې چې روانې وي په دریاب کې په هغه سره چې فائده رسوي خلکو ته او په هغه څه کې چې نازل کړي دي الله تعالی له (طرفه د) آسمانه له اوبو ځينې نو ژوندۍ (زرغونه) کړې یې ده په هغو (اوبو) سره زمکه وروسته له مرګه (وچوالی) د هغې او خواره کړي یې دي په دې زمکه کې له هر قسمه خوځیدونکو (حیواناتو) څخه، او په ګرځولو (بدلولو) د بادونو کې او په (ودرولو) د هغې وریځې کې چې مسخره کړل شوې ده په مینځ د اسمان او زمکې کې، خامخا دلیلونه دي (په وحدانیت د الله تعالی) لپاره د هغه قوم چې له عقله کار اخلي.
165او ځینې خلک داسې دي چې له الله پرته شریکان (په عبادت کې) نیسي، له هغوی سره داسې مینه کوي لکه څنګه چې له الله سره (مینه لازمه) ده او هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دی له الله سره ډېره (بې درېغه) مینه کوي او که ووینې هغه کسان چې ظلم یې کړی دی (په خپلو نفسونو په شرک سره) په هغه وخت کې چې وویني دوی عذاب چې بېشکه ټول قوت خاص الله تعالی لره دی او بېشکه الله تعالی سخت عذاب ورکوونکی دی.
166کله چې مشران (چې پرته له الله یې تابعداري کېدله) له خپلو پیروانو (کشرانو) بېزاري څرګنده کړي او دوی عذاب وویني او غوڅ شي په دوی (هغه ټول) سببونه (د خپلولۍ اړیکې).
167او هغه خلك (چې په دنيا كې) پیروان وو، و به وايي چې كاشكې يو ځل بېرته دنيا ته ستانه شوي وای؛ نو څنګه چې نن دوى له موږ بېزاري څرګندوي، نو موږ به هم له دوی څخه بېزاري ښكاره كړې واى، همداسې (لکه چې وښوده الله جل جلاله دوی ته د عذاب سختي او د یوه بل نه بیزاري) وبه ښایي دوی ته الله (ناکاره) عملونه د دوی افسوسونه په دوی باندې او نه به وي دوی هېڅکله (د دوزخ) له اور څخه وتونکي.
168اې خلکو! خورئ تاسې له (ځینو هغو) شیانو څخه چې په زمکه کې دي حلال پاک او د شیطان د قدمونو پیروي مه کوئ (شیطان پسې مه ځئ!) بېشکه چې هغه (شیطان) ستاسې ښکاره دښمن دی.
169بېشکه هغه (شیطان) خو تاسې ته د بدو کړنو او ګناه حکم کوي او تاسې ته د الله تعالی په اړه داسې څه وايي (په الله پورې دروغ خبرې تړي) چې تاسې پرې نه پوهېږئ.
170او کله چې دوی ته وویل شي چې تابعداري وکړئ د هغه حکم چې نازل کړی دی الله تعالی نو دوی وايي: بلکې موږ د هغه څه (دین) پيروي كوو چې موږ پر هغه خپل پلرونه (نيكونه) موندلي دي، که څه هم د دوی پلرونه په هیڅ نه پوهېدل او نه (حق ته) لارموندونکي وو.
171او حال د هغو کسانو چې کافران شوي دي د هغو کسانو (د حال) په څېر دی، چې هغه چا ته نارې وهي چې هغه یوازې غږ او بلنه اوري او نور هیڅ هم نه اوري، (دوی) کاڼه، ګونګیان او ړانده دي، نو دوی عقل نه لري (چې حق ته لار ومومي).
172اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، خورئ تاسې! له پاکو حلالو هغو شیانو څخه چې موږ تاسې ته درکړي دي او د الله تعالی شکر وباسئ (په دغو حلالو شیانو) که چېرې (په ریښتیا) یوازې د هغه (الله) بندګي کوونکي یاست.
173بېشکه (الله) پر تاسې حرام کړي دي خوړل د مردارې او وینې او د خوګ (خنزیر) د غوښې او هغه حلال کړل شوي څاروي چې د ذبحې پر مهال له الله پرته د بل چا نوم پرې اخيستل شوى وي (دا ټول یې حرام کړي دي)، پس که څوک د ضرورت له مخې (د دې شیانو خوړلو ته) اړ شول، پرته له دې چې د الهي حكم ماتولو اراده ولري يا له حده تېری وكړي، بېشکه چې الله تعالی لوی بخښونکی مهربان دی.
174بېشکه هغه کسان چې د الله د نازل کړل شوي کتاب شیان (حکمتونه) پټوي او پر هغو لږه (دنیایي) ګټه اخلي، نو دغه کسان خپلو خېټو کې له اور پرته بل څه نه خوري، او د قیامت په ورځ به الله له دوی سره خبرې و نه کړي (په خوښئ سره) او نه به دوی (له کفر څخه) پاک کړل شي او د دوی لپاره به دردناک عذاب وي.
175دوی هغه کسان دي چې ګمراهي یې د هدایت په بدل کې او عذاب یې د بخښنې (مغفرت) په بدل کې اخیستی (غوره کړی دی)، نو (ځای د تعجب دی چې) دوی د اور په مقابل کې څومره زغم لري!
176دا د دې لپاره چې الله تعالی په حق سره کتاب نازل کړی دی او هغه کسان چې اختلاف يې کړی دی په کتاب کې نو هغوى په خپلو لانجو كې له حق نه ډېر لرې دي.
177(یوازې دا کار) نيكي نه ده چې تاسي خپل مخونه ختيځ یا لوېدیځ لوري ته (په لمانځه کې) واړوئ؛ بلكې (غوره) ښېګڼه (نېکي) هغه ده چې چا پر الله، د قیامت پر ورځ او پريښتو او کتابونو او پر پیغمبرانو ایمان راوړی وي او د الله په مینه خپل مال خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو، پرديسانو (مسافرو)، سوالګرو او د مريانو په آزادولو کې ورکوي، د لمانځه پابندي کوي او زکات ورکوي او خپلې (هغه) وعدې پر ځای کوي چې کله وعده وکړي او د تنګستیا او غمونو پر مهال او د حق او باطل په جګړه کې صبر وكړي همدا ريښتیني او همدا کسان متقیان دي.
178اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسي (په قصد سره) وژل شویو (قتل شویو کسانو) کې قصاص فرض کړل شوی دی. اصیل (آزاد) په اصیل باندې (قصاصېږي) او مریی په مریي (قصاصېږي) او ښځه په ښځه باندې (قصاصېږي). نو که چا ته (مصلحتاً) د ده د (مسلمان) ورور له طرفه څه بخښنه وشوه، نو لازمه ده (په دې عفوه کوونکي) مطالبه د دېت (له قاتله) په ښې طریقې سره او ورکول (د دېت دی) هغه ته په غوره طریقې سره، دا کار (د قصاص جواز، یا دیت، یا عفوه) ستاسې د رب له لوري اسانتيا او رحمت دى، كه له دې (پرېکړې) وروسته څوك تېری وكړي د هغه لپاره دردوونكى عذاب دى.
179او تاسې لپاره په قصاص کې (لوی) ژوند دی اې د عقل څښتنانو! په کار ده چې تاسي ځان وساتئ (له ناحقو وینو څخه).
180پر تاسي فرض کړی شوې ده چې کله له تاسو څخه یو چا ته مرګ راشي، که ډېر مال یې پرېښی وي نو مور، پلار او (نورو) خپلوانو ته دې په غوره توګه وصیت وکړي، دا حکم لازم دی پر پرهیږګارانو.
181نو چا چې وصيت له اورېدو وروسته بدل كړ؛ نو بېشکه د هغه ګناه به د (وصیت) بدلوونكو پر غاړه وي، بېشکه الله (د ټولو اقوالو) ښه اورېدونكى (او پر ټولو اقوالو) ښه پوهېدونكى دى.
182نو کله چې څوک له وصیت کوونکی څخه وېره لري د ظلم (په خطا سره) یا د ګناه (په قصد سره) او د دوی (د موصي او موصی له) تر مینځ سوله وکړي، نو پر هغه هیڅ ګناه نه شته، بېشکه الله ښه بښوونکی او پوره رحم کوونکی دی.
183اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسې روژه فرض کړی شوې ده لکه څنګه چې ستاسي پر پخوانیو فرض کړی شوې وه، د دې لپاره چې تاسي پرهېزګاران شئ.
184د شمېرل شویو ورځو روژې دي، پس چې څوک له تاسي څخه ناروغه او یا په سفر کې وي (او روژه وخوري) نو په نورو ورځو كې دې همدغه شمېر پوره كړي. او په هغو کسانو باندې چې د روژې نیولو توان لري (او روژه نه نیسي) فدیه ورکول دي (چې) د یوه مسکین خواړه (د یوې روژې برابر دي). او څوك چې په خپله خوښه زياته نيكي وكړي؛ نو دا د هغه لپاره غوره ده؛ خو كه تاسي (د روژې په فضیلت) پوهېږئ، نو ستاسي لپاره غوره همدا ده چې روژه ونيسئ.
185روژه هغه میاشت ده چې قرآن په کې نازل کړی شوی دی، چې د خلکو لپاره هدایت او ښکاره دلیلونه دي (له جنسه د هغو شیانو) چې هغه لار ښایي او بېلوونکی د حق او باطل دی. نو هر څوک له تاسي (مکلفینو) څخه چې دا میاشت ومومي، نو هرومرو دې د دې (رمضان) روژه ونیسي او هغه څوک چې ناروغ یا مسافر وي، نو هغه دې په نورو ورځو كې د روژو شمېر پوره كړي، الله پر تاسې اسانتيا راوستل غواړي، سختي راوستل نه غواړي، او لپاره د دې چې پوره کړئ (تاسي په قضا سره) شمار (د روژې د میاشتې) او چې الله په لویۍ سره یاد کړئ په دې چې هدایت يې تاسي ته کړی دی او (د الله) شکر وباسئ.
186او کله چې (اې محمده) له تا څخه زما بنده ګان زما په هکله پوښتنه وکړي، نو بېشکه چې زه نږدې یم (دوی ته په علم او اجابت سره)، زه د غوښتونکي سوال قبلوم چې کله ما وبلي، نو هغوی ته هم ښايي چې زما بلنه (احکام) ومني او پرما ټینګ ایمان راوړي، کېدای شي چې سمه لاره ومومي.
187تاسي لپاره د روژې په شپو كې خپلو مېرمنو سره يو ځاى كېدل (جماع کول) حلال کړل شوي دي، هغوی ستاسي جامې (لباس) دي او تاسي د هغوی لباس یاست، الله ته څرګنده ده چې تاسي په پټه له خپلو ځانونو سره خيانت کوئ؛ پس ستاسي له ګناه نه تېر شو او ویې بخښلئ، نو اوس له خپلو ښځو سره یوځای کېږئ (د روژی په شپو کې) او له الله نه هغه څه وغواړئ چې تاسي ته یې لیکلي دي. خورئ، څښئ تر هغه وخته چې د شپې د تروږمۍ له تورې ليكې نه مو (د سهار) سپینه کرښه (خط) تر سترګو شي. بیا تر شپې پورې خپله روژه بشپړه (پوره) کړئ او کله چې په جوماتونو کې اعتکاف کوئ نو (بیا) خپلو ښځو ته مه نږدې کېږئ (په جماع سره). دا احکام او حدود د الله تعالی دي، نو دې ته مه نږدې کېږئ (چې هغه مات کړئ) هم داسې (لکه چې دا یې درته بیان کړل) بیانوي الله تعالی خپل آیتونه د خلکو لپاره تر څو دوی تقوا غوره کړي.
188او تاسي په خپلو كې يو د بل مال په ناروا توګه مه خورئ او مه حاکمانو ته دا مال د دې لپاره ورکوئ چې ستاسي یوه ډله په ناروا سره د خلکو مالونه وخوري، سره له دې چې تاسي پوهېږئ (چې دا ظلم دی).
189خلك له تا څخه (اې پیغمبره!) د نویو میاشتو (سپوږمۍ د نرۍ كېدو او غټېډو) په اړه پوښتنه كوي، ته دوی ته ووایه: چې دا د خلكو لپاره د نېټې (تاریخونو) او د حج نښانې دي او نېکي دا نه ده چې تاسې خپلو کورونو ته د شا له لوري راشئ، بلکې نېکي داده چې (له الله تعالی څخه) و وېرېږئ او خپلو کورونو ته د دروازو له لورې راشئ، نو له الله وېره وکړئ، کېدای شئ چې بریالي شئ.
190او (اې مؤمنانو!) د الله تعالی په لار کې وجنګېږئ له هغو کسانو سره چې له تاسي سره جګړه کوي، او تېرى مه كوئ، ځکه چې الله تېري كوونكي نه خوښوي.
191او هغوی ووژنئ! په هر ځائ کې مو چې وموندل او هغوى وباسئ له هغه ځايه چې تاسې یې ترې ايستلي ياست، او فتنه (شرک او له دین څخه اړول) له وژلو څخه ډېر سخت دي او له هغوی سره د مسجد حرام په خوا کې جګړه مه کوئ، تر هغو چې دوی له تاسي سره په دې (حرم) کې و نه جنګېږي، نو که دوی تاسي سره جګړه وکړه، نو تاسي هم دوی ووژنئ، د کافرانو همداسې سزا ده.
192پس که دوی منعه شول، نو بېشکه چې الله بخښوونكى او رحم كوونكى دى.
193او تاسي له هغوی سره تر هغې پورې وجنګېږئ چې فتنه (شرک او فساد) پاتې نشي او دين (حکم یوازې) د الله لپاره شي، نو که هغوی لاس پر سر شول (له جګړې څخه)، نو (پوهه شئ) چې بیا پرته له ظلم کوونکو څخه پر بل چا زیاتی نه شته.
194د حرامې مياشتې بدله هماغه حرامه مياشت ده او ټول حرام شیان بدل لري، نو که چا پر تاسي تېری وکړ، نو تاسي هم د هغوی د تېري په شان پر هغو تېری وکړئ او له الله و وېرېږئ او پوهه شئ چې بېشکه الله تعالی له متقیانو سره دی.
195او د الله تعالی په لار كې (خپل مالونه) ولګوئ او په خپلو لاسونو خپل ځانونه (په سر او مال سره د جهاد په پرېښودلو) په هلاكت كې مه غورځوئ او ښېګڼه کوئ، بېشکه چې الله ښېګڼه کوونکي خوښوي.
196او (یوازې) د الله لپاره حج او عمره ادا کړئ، نو که چېرې ایسار شوئ (د حج او عمرې له پوره کولو)، نو د توان په اندازه هدیه (قرباني) وکړئ او خپل سرونه (وېښتان) مه خرئی تر څو چې قرباني خپل ځای ته نه وي رسېدلي، خو كه څوك له تاسې نه ناروغ وي يا يې په سر كې څه تكليف وي (او له دې امله خپل سر وخريي) نو هغه دې د فديې په توګه روژې ونيسي، يا دې خيرات ورکړي، يا دې قرباني وكړي. نو کله چې په امن کې شوئ (او تاسې دحج له ورځو وړاندې مكې ته ورسېدئ) نو چا چې له تاسې څخه له حج نه وړاندې له عمرې څخه ګټه واخيستله، هغه دې د خپل وس په اندازه قرباني وكړي، او كه (قرباني) یې ونه موندله، نو درې روژې دې په حج كې ونيسي او اوه روژې چې کله (خپل ځای ته) ستانه شئ، دا لس پوره ورځې دي دا (حکم د حج تمتع) د هغه چا لپاره دی چې کورنۍ (ځای یې) په مسجد الحرام کې نه وي. او له الله و وېرېږئ او پوهه شئ چې الله تعالی سخت عذاب ورکوونکی دی.
197د حج (وخت) معلومې میاشتې دي، نو چا چې په دې میاشتو کې پر خپل ځان حج فرض کړ (د حج نیت یې وکړ)، نو نه دې هغه جماع (شهواني عمل) کوي، نه ګناهونه او نه جګړې د حج (په ورځو) کې او تاسې چې څه ښېګڼې (نېکۍ) کوئ الله تعالی پرې پوهېږئ او (له ځانونو سره) توښه واخلئ، بېشکه (تر هرڅه) غوره توښه تقوا (پرهېزګاري) ده او له ما نه ووېرېږئ اې د عقل خاوندانو.
198نشته په تاسې باندې هیڅ ګناه په دې کې چې غواړئ فضل (روزي) د رب خپل، نو هر کله چې راکوز شئ له عرفات څخه نو له مشعر الحرام (د مزدلفې وروستۍ برخې) سره د الله تعالی ذکر (یادونه) کوئ او هغه شان یې یادوئ، لکه څنکه یې چې تاسي ته لارښوونه کړې ده، که نه نو تاسي له دې وړاندې له ګمراهانو ځینې واست.
199بیا له هغه لوري راکوز شئ (له عرفات څخه) له کوم لوري چې خلک راکوزېږي او له الله څخه بخښنه وغواړئ، بېشکه الله تعالی بخښونکی او رحیم دی.
200نو کله مو چې د حج مناسک ترسره کړل، نو د الله د تعالی داسې یادونه وکړئ، لکه څنګه به مو چې خپل پلرونه (د جاهلیت پر مهال په ویاړ) یادول، بلکې له هغې هم زیات، نو له خلکو نه ځینې داسې دي چې وايي: اې زموږ ربه! موږ ته په دنیا کې (زموږ برخه او نعمتونه) راکړه، نو داسې (انسان) ته په آخرت کې هیڅ برخه نشته.
201او له دوی نه ځینې هغه څوک دي، چې وايي: اې زموږ ربه، موږ ته په دې دنیا (لږ ژوند) کې ښېګڼه (نعمت) راکړه او په آخرت کې هم ښېګڼه (جنت) راکړه او موږ د اور له عذابه وساته.
202د دغو کسانو لپاره د خپلو کړنو (نېکو اعمالو) په سبب (لویه) برخه ده او الله تعالی ډېر ژر حساب اخیستونکی دی.
203او یادوئ! الله تعالی په څو شمیرل شویو ورځو (د تشریق) کې، نو هر چا چې بیړه وکړه (په تلو کې له منی څخه مکې ته) په دوو ورځو کې نو نشته هیڅ ګناه پر دغه تلوار کوونکی او هر چا چې تاخیر وکړ نو نشته هیڅ ګناه په ده باندې دا (بېګناهی) د هغه چا لپاره ده چې پرهیز يې کړی وي (له مناهیو څخه). او له الله څخه (تل) وېرېږئ! او پوهه شئ چې بېشکه تاسې خاص الله ته ورټولېږئ (د سزا لپاره).
204په انسانانو كې ځینې داسې دي چې د هغه خبرې د دنيا په ژوند كې تا ته ډېرې ښې ښكاري او هغه الله شاهد نيسي پر هغه څه چې په زړه کې یې دي، حال دا چې هغه ډېر سخت دي په جګړه او عداوت کې.
205او کله چې بېرته وګرځي (له تانه اې محمده!) نو ګړندی ګرځي په زمکه کې د دې لپاره چې په هغې (زمکه) کې فساد وکړي، او کښت (فصل) او ساکښان (ذي روح) (په سوځولو او وژلو سره) له منځه یوسي، حال دا چې الله فساد نه خوښوي.
206او کله چې ورته وویل شي چې له الله تعالی څخه ووېرېږئ، نو غرور (عار او ننګ) یې په ګناه کولو ټینګوي، نو پس کافي دی ده ته جهنم (عذاب د اور) او ډېر بد ځای د اوسېدو دی.
207او په انسانانو کې ځینې داسې کسان دي چې د الله د رضا لپاره خپل نفس خرڅوي (قرباني کوي) او الله پر بندګانو ډېر مهربان دی.
208اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! په اسلام کې په هراړخیز ډول ننوځئ او د شیطان پیروي مه کوئ، بېشکه هغه (شیطان) ستاسي ښکاره دښمن دی.
209بیا که تاسي وښویېدئ وروسته له هغې چې تاسي ته ښکاره معجزې راغلي دي، نو پوهه شئ چې بېشکه الله ډېر غالب دی (په انفاذ د احکامو) لوی حکمت والا دی (چې هر کار په تدبیر او مصلحت سره کوي).
210دوی انتظار نه كوي مګر د دې چې الله تعالی دوی ته د ورېځو په سیورو كې راشي او ملايك (پریښتې هم) او معامله فیصله كړى شي، او ټولې چارې یوازې الله ته ورګرځول كېږي.
211پوښتنه وکړه (ای محمده!) له بني اسرايېلو څخه چې څومره ورکړي دي موږ دوی ته له څرګندو معجزاتو څخه؟ او هر څوک چې بدل کړي نعمت د الله تعالی (په ناشکرۍ سره) وروسته له هغه چې راغلی و دا (نعمت) ده ته نو بېشکه الله تعالی سخت عذاب ورکوونکی دی.
212ژوند د دنیا ښایسته کړی شوی دی هغو کسانو ته چې کافران شوي دي، نو پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دوی (کافران) ملنډې وهي، او هغه کسان چې تقوا یې غوره کړې ده د دوی (کافرانو) له پاسه به وي د قیامت پر ورځ او الله تعالی هر چا ته چې اراده وکړي بې حسابه (پراخه) روزي ورکوي.
213ټول خلک (په لومړیو کې) یو امت (ډله) وو، (بیا ځینې کافران شول) نو الله پیغمبران ولېږل چې (مؤمنانو ته) زيري وركوونكي او (کافرانو ته) وېروونكي وو ، او له دوی سره یې په حقه کتاب راولېږه د دې لپاره چې د خلکو ترمنځ فیصله (حکم) وکړي په هغه څه کې چې دوی په هغه کې اختلاف کړی دی او اختلاف نه دی کړی په هغه کې مګر هغو کسانو چې ورکړی شوی و دوی ته کتاب وروسته له هغه چې راغلی و دوي ته دلیلونه ښکاره په سبب د کینې په منځ د دوی کې پس سمه صافه لاره وښووله الله تعالی هغو کسانو ته چې ایمان يې راوړی دی هغه شی ته چې جګړه کړی وه دوي په هغه کې (چې عبارت دی) له حقه په حکم خپل سره او الله تعالی هر چا ته چې اراده وکړي د سمې لارې هدایت کوي.
214ایا ګمان کوئ تاسي (اې مؤمنانو) چې تاسي به جنت ته (پرته له ازمیښت څخه) داخل شئ او حال دا چې تر اوسه نه دي راغلي تاسو ته واقعات د هغو کسانو چې له تاسو څخه مخکې تیر شوي دي، رسیدلي وو هغوئ تکلیفونه (د مال) او مرضونه (د بدن) او لړزول شوي وو په ډیرو تکلیفونو، تر دې چې ویل به رسول او هغو کسانو چې ایمان یې راوړی و د هغه ملګرتیا کې؛ کله به وي د الله تعالی مدد؛ ځواب راغی یقینا خبر شئ د الله تعالی مرسته نږدې ده.
215له تا څخه (اې محمده! مومنان) پوښتنه کوي چې څه شی مصرف کړي دوی (په لار د الله کې)؟ ووایه (اې محمده!) څومره چې خرچ کوئ تاسي له حلال مال څخه نو مور، پلار، خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو او مسافرو ته (یې ورکړئ) او تاسي چې هره ښېګڼه کوئ یقینا الله تعالی پر هغه پوهه دی.
216فرض کړی شوی دی پر تاسي باندې جنګ کول (له کفارو سره)، حال دا چې دغه (جنګ) بد ښکاري تاسي ته (ستاسي مزاج یې نه خوښوي) او کېدای شي چې بد ګڼئ تاسي یو شی، حال دا چې هغه تاسي ته ډېر غوره وي، او ښایي چې ښه وګڼئ تاسي یو شی حال دا چې هغه به ډیر بد وي تاسي ته او الله تعالی عالم دی (په خیر ستاسي) او تاسي (په خپل خیر) نه پوهیږئ.
217پوښتنه کوي له تا نه (اې محمده!) د حرام (عزت) میاشتې په اړه، له جنګ کولو په دې کې (چې روا دی که ناروا؟) ووایه (ته اې محمده!) چې جنګ کول په دې (میاشتو) کې (عمداً) لویه ګناه ده او منع کول له لارې (دین) د الله څخه او پر الله کفر کول او (منع کول له) مسجد حرام نه او ایستل د اهل د مسجد حرام له هغه څخه ډېره لویه (ګناه) ده په نزد د الله تعالی (له قتاله په اشهر الحرام کې). او فتنه (له دېن څخه د خلکو ایستل) ډیره لویه (ګناه) ده له جنګ څخه. او همیشه به وي دوی (کافران) چې جنګ به کوي له تاسي سره تر هغو پورې چې بیرته وګرځوي دوی تاسي له دین څخه ستاسي که يې لاس ورسېږي. او هر څوک چې وګرځي له تاسي څخه له خپل دین نه، پس مړ شي په داسې حال کې چې کافر وي، نو برباد دي (تیر) عملونه د دوی په دنیا او آخرت کې او دغه کسان خاوندان د اور (د دوزخ) دي. هم دوی به په دې (اور) کې تل وي.
218بېشکه هغه کسان چې ایمان يې راوړی دی او هغه کسان چې هجرت يې کړی دی او جهاد يې کړی دی په لار د الله جل جلاله کې دغه کسان امید لري د رحمت (مهربانۍ) د الله او الله ښه بخښونکی، مهربان دی.
219دوی پوښتنه کوي له تا نه په باره د شرابو او جوارۍ (قمار) کې! ته ورته ووایه په دې دواړو کې لویه ګناه ده او (څه لږ) فایده هم پکې شته د خلکو لپاره، خو د دې دواړو ګناه له ګټې څخه ډېره زیاته (غټه) ده. او پوښتنه کوي دوی له تا څخه چې (د الله په لاره کې) څه شی مصرف کړو؟ ته ورته ووایه! هغه څه چې ستاسي له اړتيا نه زيات وي، په دې ډول الله تاسي ته خپل احكام په څرګنده توګه بيانوي چې کېدایشي فكر وكړئ.
220فکر وکړئ په باره د دنیا او آخرت کې او پوښتنه کوي دوی له تا نه -ای محمده!- په باره د یتیمانو کې، ته ورته ووایه: په كوم ډول چلن كې چې د هغو ښېګڼه وي، هماغه غوره کار دي، او که د هغوی او خپل خرڅ سره یوځای کړئ نو هغوی ستاسي ورونه دي او الله مفسد (ضایع کوونکي د مال) له اصلاح کوونکو (دواړه) ښه پېژني، او که اراده کړې وي الله تعالی (ستاسي د مشقت) نو خامخا به يې پرتاسي مشقت راوستی وای. بېشکه چې الله ښه غالب، ښه تدبیرونکی دی (چې هر کار په حکمت او مصلحت سره کوي).
221او له مشرکو ښځو سره نکاح مه کوئ! تر هغو چې ایمان را نه وړي او بېشکه مومنه وینځه له اصیلې مشرکې نه غوره ده، که څه هم (مشرکه ښځه) تاسي په تعجب کې واچوي او په نکاح مه ورکوئ (مسلمانې ښځې) کافرانو ته تر څو چې هغوی ايمان نه وي راوړى او خامخا مومن مریی تر اصیل کافر غوره دی، که څه هم هغه (کافر) تاسي په تعجب کې واچوي دا كسان تاسي د اور لوري ته دعوت كوي او الله په خپل اذن سره تاسي ته د جنت او بخښنې په لور بلنه دركوي، او هغه خلكو ته خپل حكمونه په څرګنده توګه بيانوي، كيداى شي چې هغوى پند ومومي.
222او پوښتنه کوي دوی له تا نه -اې محمده!- د حیض (د احکامو) په اړه، ته ورته ووایه! دا یوه پلیتي ده نو په څنګ (جدا) شئ (له جماع د) ښځو (خپلو) په وخت د حیض کې. او مه نږدې کېږئ! (په جماع سره) دوی ته تر څو پورې چې (ښې) پاکې شي، نو هر کله چې ښې پاکې شوې، نو له هغو سره له هغې خوا يوځاى شئ (جماع وکړئ) چې الله درته امر كړيدى، بېشکه الله تعالی خوښوي توبه ایستونکی (له ګناهونو څخه) او خوښوي ځان ساتونکي له (پلیتیو څخه).
223ستاسو ښځې ستاسي کروندې (د کرلو ځایونه) دي، نو خپلو کروندو ته مو چې په کوم ډول (طریقه) خوښه وي، راشئ. او له ځان نه وړاندې (نیک اعمال) ولېږئ او له الله و وېرېږئ او وپوهېږئ! چې بېشکه تاسي له الله سره ملاقات کوونکي ياست او زېری ورکړه! (اې محمده!) مومنانو ته (د جنت).
224او مه ګرځوئ! د الله (نوم) نښانه لپاره د قسمونو خپلو (پر دغه) چې (نه) به نیکي کوئ او (نه) به پرهېزګاري کوئ او (نه) به روغه کوئ په مینځ د خلکو کې. او الله (د ټولو اقوالو) ښه اوریدونکی، (پر ټولو اعمالو) ښه عالم دی.
225الله تعالی تاسي ستاسو په بې ارادې (بې معنا) قسمونو نه نیسي، بلکې په هغه (قسم) مو (الله) نیسي چې قصد کړی وي (د هغه) زړونو ستاسي. او الله ډېر بخښونکی او زغمونکی دی.
226هغو کسانو ته چې قسمونه کوي له (جماع د ) خپلو ښځو څخه انتظار د څلورو میاشتو دی، نو که بیا رجوع وکړه دوی او سره یو ځای شول پس بېشکه الله تعالی ښه بخښونکی مهربان دی.
227او که قصد وکړ دوی طلاق (او رجوع يې ونه کړه) پس بېشکه چې الله ښه اوریدونکی (د ټولو اقوالو) ښه عالم دی (پر ټولو احوالو).
228او طلاقې کړی شوې ښځې دې انتظار کوي په ځانو خپلو (له نکاح نه تر) درې حیضونو (کاملو) پورې او نه دی روا دوی لره چې پټ کړي هغه څه چې پیداکړي الله تعالی د دوی په رحمونو کې که دوی پر الله او د آخرت پر ورځ ایمان لري. او د دوی مېړونه حقدار دي چې بېرته یې راوګرځوي په دې موده کې که چېرې د جوړښت اراده لري (په خپلو منځو کې). او د دوی (ښځو) لپاره هغه (حقوق) دي څرنګه چې پر دوي (ښځو) لازم دي په غوره طریقه، البته نارينه پر هغوی يوه درجه (فضيلت) لري. او الله ښه غالب (د احکاموپه انفاذ) او ډېر تدبیر والا دی (چې هر کار په حکمت او مصلحت سره کوي).
229طلاق دوه ځلې (کرته) دی، نو بیا ساتنه د ښځو ده په رجوع سره په معروف (ښه طریقه) یا پرېښودل دي د دې ښځو په غوره طريقې سره. او روا نه دي تاسو ته -اې خاوندانو- چې واخلئ تاسي له هغه مال څخه هیڅ شی چې ورکړی وي تاسي دوی ته په مهر کې، مګر که وېرېږي دوی (مېړه او ښځه) چې وبه نشي ساتلی دوی دواړه احکام د الله تعالی. پس که تاسي وېره لرئ -اې حاکمانو- چې وبه نشي ساتلی دوی دواړه حکمونه د الله تعالی، پس نشته هیڅ ګناه پر دې دواړو باندې په هغه شي کې چې (دا ښځه) فدیه ورکړي (او ځان خلاص کړي). دا (ذکر شوي احکام) د الله تعالی حدود (پولې) دي نو له هغو تېری مه کوئ؛ او هر هغه څوک چې د الله تعالی له پولو تېرېږي نو همدا کسان ظالمان دي.
230نو وروسته له دې دوو طلاقو څخه که بیا يې طلاقه کړه دا ښځه (درېیم ځل) پس بیا (دا ښځه) ده ته له دې نه وروسته حلاله نه ده تر څو چې له ده پرته بل کس سره نکاح و نه کړي، نو که هغه (دویم مېړه) طلاقه کړه (او عدت يې تېر شو) پس په دوی دواړو څه پړه (ګناه) نه شته چې بېرته (یو بل ته) رجوع وکړي، که چېرې ګمان کوي چې د الله حدود به پر ځای کوي، دا د الله حدود (پولې) دي هغو خلکو ته یې بیانوي چې پوهېږي.
231او کله چې طلاق ورکړئ تاسو ښځو ته (رجعي طلاق) او د هغو د عدت نېټه نږدي شي، نو (یا یې) په ښه توګه له ځان سره ایسارې کړئ او (یا یې) په غوره طریقه رخصت کړئ او یوازې د ځورولو لپاره يې مه ايساروئ چې له حده تېری وکړئ. او څوک چې دا کار وکړي نو پر خپل ځان یې ظلم وکړ او د الله پر آیاتونو ملنډې مه وهئ او یاد کړئ د الله تعالی نعمت پر تاسي او هغه چې پرتاسي له کتاب او حکمت نه نازل شوي دي چې تاسي ته پر هغو الله پند درکوي او له الله نه ووېرېږئ او پوه شئ چې بېشکه الله تعالی پر هر څه ښه پوه دی.
232او کله چې تاسو ښځو ته طلاق ورکړئ او هغوی د خپل عدت آخر ته ورسېږي، نو هغوی له خپلو پخوانیو خاوندانو سره له نکاح مه منع کوئ، چې په نیکه طریقه په خوښه سره وي. په دې (حکم د نه منع کولو) باندې هغه چا ته پند ورکول کېږي څوک چې له تاسي نه پر الله او د آخرت پر ورځ ایمان لري، دا پاکوونکی (بچ کوونکی) دی تاسو لپاره (له بدنامۍ نه) او پاکوونکی دی (له بد کارۍ نه) او الله تعالی پوهیږي او تاسو نه پوهیږئ.
233او میندې دې خپلو اولادونو ته تر دوه کاله (پس له طلاق او عدت نه هم) شيدې (پۍ) ورکوي، هغه چې غواړي د رضاعت (پۍ ورکولو) موده پوره کړي او د بچي پر پلار د هغوی (میندو) خواړه او جامې دي، په غوره طریقه (له دود او دستور سره سم) او پر هیڅ نفس (کس) د هغه له توان نه زیاتی نه شي کولی او نه به مور ته د هغه د بچې په سبب ضرر رسول کېږي او نه به پلار ته په سبب د هغه د اولاد، او شته په وارث (د پلار) باندې په شان د هغه (نفقه چې په پلار وه). نو که دوی دواړه (مور او پلار) وغواړي (له تي ځینې پخوا له دوه کلونو څخه) بېلول (دماشوم) په خوښۍ او مشورې (د دواړو سره)، پس نشته هیڅ ګناه پر دوی دواړو باندې (په دې کې) او که قصد وکړئ تاسي چې دایې (پۍ ورکوونکې ښځې) ونیسئ! د خپلو بچو لپاره. نو نشته هیڅ ګناه پر تاسي کله چې وسپارئ هغه شی چې مقرر کړې وي تاسو د عرف مطابق او له الله نه ووېرېږئ، او پوه شئ! چې بېشکه الله تعالی هغه عملونه چې تاسي یې کوئ ویني.
234او کوم کسان چې ستاسي نه مړه شي او ښځې پرېږدي (کونډې ترې پاتې شي) دوی دې انتظار کوي پر خپلو ځانو څلور میاشتې او لس (ورځې او نکاح دې نه کوي). نو کله چې د دوی (د عدت) موده پوره شي، پس نشته هیڅ ګناه پر تاسي باندې په هغه کار کې چې کوي يې دا ښځی په (حق د) نفسونو خپلو کې په ښه توګه (له شرعي اصولو سره سم). او الله په هغه څه چې تاسي یې کوئ ښه خبر دی (نو جزا به پرې درکړي).
235او پر تاسي باندې هیڅ ګناه نه شته په هغه (کار) کې چې اشاره کوئ تاسي په هغه سره چې غوښتل (د هغو) ښځو دي (چې په عدت کې وي) یا (يې) پټ ساتئ په زړونو خپلو کې، الله تعالی پوهېږي چې بېشکه تاسې به دوئ (ښځې) یادې کړئ، خو له دوی سره په پټه (د نکاح) وعده مه کوئ، مګر دا چې غوره خبرې ورته وکړئ! (له شریعت او رواج سره سم) او تر هغو د نکاح تړلو قصد مه کوئ، ترڅو چې عدت خپلې ټاکلې (وروستۍ) نېټې ته ورسیږي. او پوه شئ! چې بېشکه الله تعالی عالم دی په هر هغه څه چې ستاسو په زړونو کې دي، نو له هغه څخه ووېرېږئ، او پوه شئ چې بېشکه الله بخښوونکی (او) صبر کوونکی دی.
236نشته پر تاسو هیڅ قسم ګناه او پړه چې طلاق کړئ تاسي ښځې (خپلې) تر څو چې صحیح خلوت مو له هغوی سره نه وي کړی او مقرر کړی مو (نه) وي د هغوی لپاره ټاکلی مهر، او هغوی ته څه خرڅ ورکړئ، (واجب) دی پر مالداره (مېړه) باندې په اندازه (د توان) د ده او (شته) په فقیر (مېړه) په اندازه د هغه د توان، په غوره طریقه خرڅ (ورکول) چې په نیکي کوونکو لازم (حق) دی.
237او که طلاقې کړئ تاسي دوی (ښځې) وړاندې له دې چې ورسره یوځای شئ، او تاسي د هغوی مهر ټاکلی وي، نو (لازم) دي (پر تاسې) نیمایي د هغه مهر چې ټاکلی مو وي، مګر دا چې دا ښځې ټول مهر خاوند ته وروبخښي، یا بخښنه وکړي هغه څوک چې په لاس د ده کې د نکاح غوټه ده، او دا چې بخښنه وکړئ تاسو نو (دا بخښنه) پرهیزګارۍ ته ډېره نږدې ده او مه هیروئ تاسي فضل (احسان کول) په خپلو منځو کې بېشکه چې الله تعالی پر هغه څه چې کوئ يې تاسي ښه لیدونکي دی.
238د (ټولو) لمونځونو ساتنه وکړئ او (په ځانګړې توګه) د منځني لمانځه (چې د مازدیګر لمونځ دی) او الله تعالی ته په عاجزۍ سره ودرېږئ.
239نو که ویریدئ تاسي (له دښمنه یا له بل شي نه) نو (لمونځ کوئ تاسي) په پلي (پیاده) تګ یا په سورلۍ سره نو کله چې تاسي په امن کې شئ، نو یادوئ تاسي الله تعالی لکه څنګه یې چې درته ښوونه کړې چې (تر دې وړاندې) تاسي په هغې نه پوهیدئ.
240او هغه کسان چې مړه شي له تاسي نه او پرېږدي دوی خپلې ښځې (لازم) دي پر دوی باندې چې وصیت دې وکړي د خپلو د ښځو لپاره د خرچ ورکولو تر یوه کاله پورې بې له ایستلو (له خپلو کورونو څخه). نو که پخپله ووتلې (دا ښځی له خپلو کورونو څخه وروسته له پوره کولو د عدت واجبه نه) نو نشته هیڅ ګناه پر تاسي باندې په هغه کار کې چې دوی پر خپلو ځانونو کې په شرعی طریقه تر سره کوي او الله تعالی زورور دی حکمتونو والا دی.
241او شته طلاقې کړی شویو ښځو ته خرڅ ورکول په نیکې طریقې سره. چې مقرر لازم کړی شوی دی پر پرهیزګارانو باندې.
242هم داسې (لکه چې دا احکام يې بیان کړل) الله تعالی تاسي ته خپل آیتونه (احکام) بیانوي د دې لپاره چې تاسو له عقل نه کار واخلئ.
243آیا نه ګورې ته حال د هغو کسانو ته چې وتلي وو له خپلو کورونو نه، حال دا چې دوی په زرګونو وو د مرګ له وېرې، پس الله تعالی دوی ته وفرمایل، چې مړه شئ (پس مړه شول) بیا يې ژوندي کړل، بېشکه الله تعالی خامخا (خاوند) د فضل او مهربانۍ دی پر خلکو باندې، خو اکثره کسان شکر نه باسي.
244او جنګ کوئ (ای مؤمنانو!) د الله تعالی په لار کې او پوه شئ تاسي چې بېشکه الله تعالی ښه اورېدونکی (د ټولو اقوالو) ښه عالم (په ټولو احوالو) دی.
245هغه څوک دی چې قرض ورکړی الله تعالی ته، قرض په اخلاص، نو الله تعالی به یې هغه ته څو چنده کړي، په چندونو ډیرو او الله تنګوي (رزق) او پراخوي (رزق) او هم یوازې هغه ته به تاسي وګرځولی شئ.
246آیا ته نه ګورې حال د یوې ډلې د بني اسرائيلو ته وروسته له زمانې د موسی -علیه السلام- نه کله چې دوی خپل نبي ته وویل: ته موږ ته یو پاچا وټاکه چې موږ (د هغه تر مشرۍ لاندې) د الله په لاره کې جګړه وکړو، (نو) وویل (نبي) یقینا نږدې ده که فرض کړی شي پر تاسو دا جنګ، تاسو به جګړه ونه کړئ. دوی وویل: دا څنګه کېدای شي چې موږ د الله په لاره کې جنګ ونه کړو؟ حال دا چې موږ له خپلو کورونو ویستل شوي یو او له اولادونو نه (لرې کړای شوي یو) نو کله چې فرض کړی شو پر دوی باندې جنګ، نو له لږ کسانو پرته نورو ټولو (له جګړې) مخ وګرځولو او الله تعالی ښه عالم دی پر ظالمانو باندې (نو هغوی ته جزا ورکوي).
247او وویل دوی ته نبي د دوی چې بېشکه الله تعالی تاسي ته طالوت (د) پاچا (په توګه) غوره کړی دی. دوی (بني اسرائیلو) وویل: چې څنګه به (طالوت) پر موږ پاچا وي؟ په داسې حال کې چې موږ ډېر مستحق یو له هغه نه چې په پاچايۍ؛ او هغه ته د مال پراخي (هم) نه ده ورکړل شوې، (نبي) وویل: چې بېشکه الله تعالی غوره کړی دی دا طالوت پر تاسي باندې او زیات کړی يې دی هغه له جهته د پراخۍ په علم او (په) جسم کې او الله تعالی ورکوي خپله پاچاهي چاته یې چې وغواړي او الله تعالی پراخ فضل والا عالم دی.
248او د دوی نبي دوی ته وویل: چې بېشکه علامه د پادشاهۍ د ده (طالوت) دا ده چې تاسې ته به (یو) صندوق راشي چې په هغه کې به ستاسې د رب (له لوري) آرامتیا او د موسی او هارون د اولادې میراثونه وي چې هغه (صندوق) به ملایکې حمل کوي، بېشکه په دې کې ستاسو لپاره لویه نښه ده که چېرې تاسي مومنان یاست.
249نو کله چې طالوت سره له لښکرو وخوځېد، نو ویې ویل: بېشکه الله تعالی ازمویونکی ستاسي دی په یوې ویالې (نهر) سره نو هر هغه څوک چې (اوبه) وڅکي له هغې ویالې (نهر) څخه نو نه دی زما له تابعدارانو څخه، او هر هغه څوک چې ونه څکي دا (اوبه) نو بېشکه زما له تابعدارانو څخه دی. مګر هغه څوک چې اخلي یوه لپه اوبه په لاس خپل سره، نو وڅښلې دوی (ټولو) له هغې (ویالې) مګر (ونه څښلې) لږو له دوی څخه، نو کله چې تېر شو له هغې ویالې نه دی (طالوت) او هغه کسان چې ایمان لرونکي وو له ده سره، دوی (وروستو پاتی کیدونکو) وویل: نشته طاقت موږ لره نن ورځ د جالوت او د ده د لښکرو د مقابلې، وویل هغو کسانو چې یقین يې و (په دې) چې بېشکه دوی ورتلونکي دي الله تعالی ته، ډېر (ځلې) وړه ډله غالبه شوې په ستره ډله د الله په حکم سره، او الله تعالی دی خاص مددګار د صبرناکو خلکو.
250او کله چې راووتل (مخامخ شول) دوی لپاره (د جنګ) د جالوت او د لښکرو د ده نو دوی وویل (یعنې مومنانو) اې زموږ ربه! نازل (راتوی) کړه پر موږ صبر او کلک کړه قدمونه زموږ (په جنګ کې) او پر کافر قوم موږ برلاسي کړه (له موږ سره مرسته وکړه).
251نو پس مؤمنانو هغوی (کافرانو) ته د الله تعالی په حکم ماتې ورکړه او داود علیه السلام جالوت مړ کړ او الله هغه ته سلطنت او حكمت ور په برخه كړ او هر هغه څه يې ور زده كړل چې د الله خوښه وه، كه دغه شان الله د يوې ډلې مخنيوى په بلې ډلې نه كولاى نو زمکه به فاسده شوې وه (نظام به یې ګډوډ شوی و)، لیکن الله تعالی خاوند د لوی فضل دی په خلکو باندې.
252دا د الله آیاتونه دي چې مونږ یې تاته (اې پیغمبره) په حق سره لولو او بېشکه ته د رسولانو څخه یې.
253دا رسولان (چې يادشول) ځينې مو پر ځينو غوره كړي، له دوى نه څوك داسې دي چې الله ورسره كلام (خبرې) كړې او د ځينو يې مرتبې لوړې كړي او د مريمې زوى عيسى ته مو ښكاره معجزې وركړې وې او په پاك روح مو يې مرسته كړې وه. او كه الله غوښتلى نو دوى به نه سره جنګېدل، پس له هغه چې څرګندې معجزې هم ورته راغلې، خو سره وران شول نو ځينو يې ايمان راوړلو او ځينې يې كافر شول او (بياهم) كه الله غوښتي وى نو دوى به نه سره جنګېدل خو الله هغه څه كوي چې اراده يې كوي.
254اى موْمنانو ! څه مال شتمني چې موږ دركړې ده ، له هغې نه لګښت وكړئ مخكې له دې چې هغه ورځ راشي چې په هغې كې به نه پېرل پلورل وي، نه دوستي (په درد خوري) او نه (به) سپارښت (كار وكړي) او ظالمان اصلاً هغه كسان دي چې د كفر لاره غوره كوي.
255الله هماغه دى چې له ده پرته بل معبود نشته تل ترتله ژوندى سمبالونكى دى، نه پركالي پرې راځي او نه خوب، څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي (ټول) د هغه دي، دا به څوك وي چې د هغه له خوښې پرته د چا سپارښتنه ورته وكړي؟ په هر هغه څه پوهيږي چې د دوى مخې يا يې شاته دي، او دوى د هغه له معلوماتو هيڅ شى نه شي راګيرولاى مګر هغه چې د ده خوښه وي، كرسۍ يې پر اسمانو او ځمكې پراخه ده، او د دې دواړو (ځمكى او اسمان) ساتنه يې نه ستومانه كوي او هغه لوى اوچت ذات دى.
256په دين (منلو) كې زور نشته، سمه لار له بې لارۍ څخه څرګنده شوې ده، نو څوك چې د طاغوت (شيطان او بت) څخه منكر شي او په الله ايمان راوړي نو په داسې ټينګې كړۍ يې منګولې ولګولې چې پرې کېدل يې نشته او الله اوريدونكى پوه دى.
257الله د هغو خلكو دوست دى چې ايمان يې راوړى، له تيارو يې د رڼا خوا ته باسي او هغوى چې كافر شوي، دوستان يې شيطانان دي چې له رڼا يې د تيارو لوري ته باسي، دا خلك د اور والا دي، همدوى به تل پكې اوسېدونكي وي.
258آيا هغه کس دې ندى ليدلى چې له ابراهيم سره يې د خپل رب په هكله جګړې کولې (د انکار په طریقه) خکه چې الله پاچاهي وركړې وه، كله چې ابراهيم وويل: زما رب خو هماغه دى چې ژوندي كول او مړه كول كوي، ويى ويل: زه هم ژوندي كول او مړه کول كوم، ابراهيم وويل: ښه نو الله خو لمر له ختيځه راخېژوي نو ته يې له لويديځه راوله نو هغه كافر شوى كس حيران پاتې شو. او الله ظالم قوم ته هدايت نه كوي [کله چې پخپل ظلم کلک پاتې شي].
259او يا لكه هغه كس چې په يو داسې كلي تېر شو چې پريوتی و پر بامونو يې، ويې ويل: الله به دا پس له دغې مړينې څرنګه را ژوندی كوي؟ نو الله هغه په سل كاله مرګ مړ كړ او بيا يې راپور ته كړ، ورته یې وويل: څومره وځنډېدې؟ ویې ويل: يوه ورځ به ځنډېدلى يم يا د ورځې څه برخه! ويې فرمايل: نه، ته سل كاله ځنډېدلى يې خو دې خوراك او څښاك ته دې وګوره چې لا ندي خراب شوي! او خره ته دې وګوره، او دا د دې لپاره چې خلكو ته دې يوه نښانه وګرځوو، او دې هډوكو ته ګوره چې څرنګه يې خوځوو او بيا يې په غوښه پټوو! نو كله چې ورته څرګنده شوه، ویې ویل اوس پوهېږم چې بېشكه الله پر هر څه قادر دى.
260او كله چې ابراهيم وويل: اي ربه! ته راوښايه چې د مړي څرنګه را ژوندي كوې؟ ويې فرمايل: آيا باور نه كوې؟ وېلې څنګه نه، خو د دې لپاره چې زړه مې (ښه) ډاډه شي [ایمان مې ډیرشي]. ويې فرمايل: ښه نو له دې مرغانو څلور ونيسه بيا يې ښه درنږدې كړه او ټوټه ټوټه یې کړه بيا يې په هر غره يوه يوه برخه كيږده، بيا يې را وبوله، په منډه به درته راشي، او پوه شه چې بېشکه الله حکمت والا برلاسى ذات دى.
261د هغو خلكو مثال چې خپل مالونه د الله په لار كې لګوي داسې دى لكه يوه دانه (تخم) چې اوه وږي راشنه كړي (بيا) په هر وږي كې سل دانې وي او چا ته چې الله وغواړي (نورهم) زياتوي او الله ښه پوه د پراخۍ څښتن دى.
262هغه کسان چې خپل مالونه د الله په لار كې لګوى بيا په خپلو لګښتونو پسى منت بارول او ځورول نه كوي نو له خپل رب سره يې اجرونه دي چې نه به پر دوى څه ډار وي او نه به خپه كيږي.
263ښه خبره او بخښنه تر هغه خيراته ډېره غوره ده چې ځورول ورپسې وي او الله خو د ډېر زغم والا غني ذات دى.
264اى مومنانو! خپل خيراتونه مو په احسان بارولو او كړولو مه باطلوئ، لكه هغه كس چې خپل مال خلكو ته د ځان ښودنې په خاطر لګوي حال دا چې په الله او ورستۍ ورځ ايمان هم نه لري. نو مثال يې هغې تيږې ته ورته دى چې څه خاوره ورباندى پرته وي، بيا پرې يو سخت باران وشى چې پاكه ښويه يې پريږدي. له خپلو لاسته راوړنو به په هيڅ شي ونه توانېږي. او الله ظالم قوم ته هدايت نه كوي.
265او د هغو كسانو مثال چې خپل مالونه د الله د رضا په لټون او د خپلى ځاني ټينګښتيا په بنا لګوي، لكه په لوړه ځمكه يو باغ وي چې كه زورور باران ور ورسيږى نو دوه برابره مېوه وركوي او كه زورور باران ور ونه رسيږى نو نری باران يا پرخه (هم بس ده) او الله ستاسو د كړو وړو ښه ليدونكى دى.
266ايا له تاسي نه يو څوك دا خوښوي چې د هغه يو ښېرازه تك شين بڼ وي، په ويالو خړوبه، له كجورو، انګورو او هر ډول مېوو نه ډك وي، او په داسې حال كې ناڅاپه د اور بړبړه كۍ ورباندې پرېوځي او ويې سوځوي، په داسې حال کې چې هغه خپله هم بوډا او اولادونه يې ماشومان او د هېڅ كار نه وي؟ په دغه ډول الله تاسي ته خپلې خبرې بيانوي، تاسې ته ښايې چې غور او فكر وكړئ.
267اى مؤمنانو! له هغو پاكو مالونو لګښت وكړئ چې تاسو ګټلي او له هغو چې موږ له ځمكى درته را ايستلي دي او هغو نا پاكو ته يې قصد مه كوئ چې تاسو يى لګوئ خو په خپله يې اخيستونكي نه ياست، مګر دا چې هسې سترګى پرې پټې كړئ او پوه شئ چې يقيناً الله ستايل شوى له هر شي بې پروا دى.
268شيطان تاسي له بېوزلۍ نه وېروي او شرمناك چلن غوره كولو ته مو هڅوي، خو الله خپلې بخښنې او پېرزونې ته تاسي هيله من كوي، الله د پراخۍ څښتن او پوه دى.
269چاته يې چې خوښه شي حکمت (په قران پوهه) وركوي، او چاته چې حکمت (په قران پوهه) وركړای شو، هغه ته په حقيقت كې ستر دولت وركړ شو، له دې خبرو نه يوازې هغه كسان پند اخلي چې د خالص عقل خاوندان دي.
270او كوم لګښت چې تاسو يې كوئ يا څه نذر (منښته) منئ نو الله (ښه) ورباندى پوهيږي او د ظالمانو لپاره څوك مرستيالان نشته.
271خيراتونه كه څرګند وركوئ نو هم ښه دي او كه پټ يې كړئ او خوارانو ته يې وركوئ نو دا درته غوره ده او له تاسو به (الله) څه ګناهونه ورژوي، او الله ستاسو له عمله ښه خبر دى.
272خلكو ته د هدايت نصيب كولو مسئوليت پر تا نشته يوازې الله دى چې چا ته يې خوښه شي هدايت ور په برخه كوي او تاسي چي كوم مال په خيرات كې لګوئ ښېګڼه همدا تاسي ته ده او تاسې خو يې په همدې خاطر لګوئ چې الله خوشحاله كړئ؛ نو كوم مال چې تاسي په خيرات كې ولګوئ، د هغه پوره او بشپړ ثواب به دركړاى شي او هېڅكله به ستاسي حق ونه سوځي.
273(له بل هر چا څخه زيات د مرستي وړ) هغه بېوزلي دي چې د الله په لار كې داسې بند دي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د ځمكې پر مخ هېڅ راز هلې ځلې نشي كولاى د هغو د استغناء په ليدلو بې خبره خلك ګومان كوي چې دوى شتمن دي ته د هغو د څېرو په ليدو د هغو پر حال خبرېداى شې؛ خو هغوى داسې خلك ندي چې چاته كلك ودرېږي او څه وغواړي د هغو په لاس نيوي كې چې تاسې څه مال ولګوئ هغه به له الله نه پټ پاتې نشي.
274هغوى چې خپل مالونه شپه ورځ، پټ او ښكاره (په ښه لار كې) لګوي نو اجرونه يې له الله سره دي او نه به ورباندې څه ډار وي او نه به غمجن شي.
275كوم خلك چې سود خوري، د هغو حال به د هغه چا غوندې وي چې پېريانو نيولى وي او پر دې حال د هغو د اخته كېدو دليل دا دى چې وایي: تجارت خو هم لكه سود غوندې دى پداسې حال كې چې الله تجارت روا او سود ناروا كړيدى نو چا ته چې د هغه د رب له لوري دا نصيحت ورسېده او په راتلونكي كې يې د سود له خوړولو نه ډډه وكړه، نو څه چې يې مخكې خوړلي هغه خو يې خوړلي دي، د هغه معامله له الله سره ده او څوك چې له دې حكم نه وروسته بيا هم همداسې كار كوي، هغوى دوزخيان دي تل به په كې اوسېږي.
276الله سود له مينځه وړي او خيراتونو ته وده او ښېرازي وركوي او الله هېڅ نا شكره بدعمله انسان نه خوښوي.
277هو، كوم كسان چې ايمان راوړي او غوره عملونه وكړي او لمونځ وکړي او زكات وركړي، د هغو ثواب بېشكه د هغو له رب سره دى او پر هغو څه وېره او غم نشته.
278اى مؤمنانو! له الله څخه وډار شئ او له سود څخه چې څه پاتې وي هغه پرېږدئ كه چېرې (رښتيني) مؤمنان یاست.
279خو كه تاسي داسې ونه كړل، نو خبر اوسئ چې د الله او د هغه د رسول له خوا ستاسي پر خلاف د جګړې اعلان دى، كه اوس هم توبه وباسئ (او سود پرېږدئ) نو تاسي د خپلې پانګې اخېستلو حقدار ياست، مه تاسي تيرى كوئ او نه به پر تاسي تيرى وشي.
280كه (ستاسي پوروړى) تنګلاسى و نو تر لاس چلېدو پورې مهلت وركړئ او كه خيرات وكړئ نو دا تاسي لپاره ډېره ښه ده، كه پوهېږئ.
281او له هغې ورځې څخه ځان وژغورئ، چې د الله لوري ته ورستنېږئ، هلته به هر چا ته د هغه د كړې نيكۍ يا بدۍ پوره بشپړه بدله وركړل شي او پر هېچا به هېڅكله هم تيرى ونشي.
282اى مومنانو، كله چې د كومې ټاكلې نېټې لپاره تاسي په خپلو مينځو كې د پور د راكړې وركړې معامله كوئ، نو ویې ليكئ، د دواړو خواو ترمينځ دې يو څوك چې هغه ته الله د ليكلو اهليت وركړى وي په انصاف سره سند وليكي هغه دې له ليكلو نه انكار نه كوي ليكنه او املا دې هغه څوك وكړي چې حق ورباندې دى ( يعنې پوراخيستونكى) او هغه دې له الله، خپل رب نه ووېرېږي چې څه معامله شوې وي په هغې كې دې كمى زياتى نه كوي. خو كه پور اخيستونكى په خپله نا پوه يا كمزورى وي، يا املا نشي كولاى، نو د هغه ولي دې په انصاف سره املا وكړي بيا له خپلو نارينه وو دوه تنه پرې شاهدان ونيسئ او كه دوه سړي نه وي نو يو سړى او دوه ښځې دې وي، دا شاهدان دې له داسې خلكو څخه وي چې د هغو شاهدې ستاسې په مينځ كې قبلېدونكې وي، چې كه يوې يې هېر شي، نو هغه بله به يې ور په زړه كړي، او شاهدان ته چې كله شاهدۍ ته راوغوښتل شي نو هغوى دې انكار نه كوي، كه معامله وړه وي او كه غټه، د هغې نېټه ټاكل او سند ليكل بې اهميته مه ګڼئ، د الله په وړاندې دا چلن ستاسي لپاره ښه د انصاف كار دى، په دې سره شاهدۍ تېرولو كې ښه اسانتيا راځي، او په شكونو او شبهو كې ستاسي د اخته كېدو امكان كمېږي. هو، كه تاسې په خپلو مينځو كښې لاس په لاس تجارتي راكړه وركړه كوئ، نو د هغه د نه ليكلو هېڅ پروا نشته؛ خو د سوداګرۍ د راكړې وركړې په وخت كې شاهدان ونيسئ ليكونكى او شاهد دې نه ځورول كېږي كه داسې وكړئ نو ګناه كوئ د الله له قهره ووېرېږئ هغه تاسي ته د عمل سمه لار درښايي او هغه پر هر څه پوه دى.
283كه تاسي د مسافرۍ په حال كې واست او د سند ليكلو لپاره مو كوم ليكونكى پيدا نکړ، نو د شيانو په ګرو اخېتسلو معامله وكړئ كه له تاسې نه څوك پر بل باور وكړي يا له هغه سره څه معامله وكړي نو پر چا چې باور شوی دى هغه دې امانت ادا كړي او له خپل رب الله څخه دې ووېرېږي او شاهدي هېڅكله مه پټوئ څوك چې شاهدي پټوي د هغه زړه ګنهګار دى او الله ستاسي له عملونو څخه بې خبره ندى.
284یوازې الله لره دي هغه څه چې په اسمانونو او زمكه كې دي، او زړه كې مو چې څه دي څرګندوئ يې كه پټوئ، الله به يې حساب درسره وكړي، نو چا ته چې وغواړي بخښي يې او چا ته چې وغواړي عذاب ورکوي، او الله پر هر څه قادر دى.
285پېغمبر صلی الله علیه وسلم (پر هغه هدايت) ايمان راوړی دي چې د هغه د رب له خوا پر هغه نازل شوی دى او څوك چې د دې پېغمبر منونكي دي، هغوى هم دا هدايت د زړه په مينه منلى دى، دوى ټولو الله، د هغه پریښتې، د هغه كتابونه او د هغه پېغمبران (علیهم السلام) منلي دي او د هغو وينا دا ده چې: موږ د الله د پېغمبرانو ترمنځ توپير نه كوو، موږ حكم واورېده او اطاعت مو ومانه ای الله! موږ ستا څخه د ګناه بخښنې غوښتنونكي يو او همدا ستا لوري ته زموږ درتګ دى.
286الله هېڅ ساكښ ته د هغه له وسې څخه پورته مسؤوليت نه متوجه كوي چا چې څه ښه كړيدي، د هغه ګټه د هماغه ده او چا چې څه بدي كړېده، د هغه ګناه پر هماغه ده. (موْمنانو! تاسې داسې دعا وكړئ) اى زموږ ربه! كه له موږ څخه څه هېره او خطا شوې وي، موږ پرې مه نيسه، ای ربه! پر موږ هغه پېټى مه ږده چې له موږ څخه پر مخكېنېو خلكو دې ايښى و. زموږه ربه! د كوم پيټي پورته كولو چې په موږ كې وس نشته، هغه پر موږ مه ږده، له موږ سره اساني وكړه، زموږ (له ګناهونو) څخه تېر شه، پر موږ رحم وكړه، ته زموږ كار جوړونكى يې، د كافرانو په مقابل كې زموږ مرسته وكړه.