Al-'Ankabut

العنكبوت

The Spider69 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

الٓمٓ﴿١

1الم [1]

أَحَسِبَ ٱلنَّاسُ أَن يُتۡرَكُوٓاْ أَن يَقُولُوٓاْ ءَامَنَّا وَهُمۡ لَا يُفۡتَنُونَ﴿٢

2آيا خلك ګمان کوي چې هغوى به همداسې پرېښودل شي كله چې ووايي موږ ايمان راوړى او څه ازمايښت به ورباندې ونه کړای شي؟

وَلَقَدۡ فَتَنَّا ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡۖ فَلَيَعۡلَمَنَّ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ صَدَقُواْ وَلَيَعۡلَمَنَّ ٱلۡكَٰذِبِينَ﴿٣

3قسم دی خامخا مخكې خلك موږ ازمايلي دي، پس قسم دی هرومرو الله راڅرګندوي هغه کسان چې ریښتیني دي [پخپله ویناکې] اوهغه کسان چې درواغجن دي.

أَمۡ حَسِبَ ٱلَّذِينَ يَعۡمَلُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ أَن يَسۡبِقُونَاۚ سَآءَ مَا يَحۡكُمُونَ﴿٤

4آیا ګومان کوي هغه کسان چې بد کارونه کوي چې پرموږبه مخکې شي؟ ډېره بده پریکړه ده چې دوی یې کوي.

مَن كَانَ يَرۡجُواْ لِقَآءَ ٱللَّهِ فَإِنَّ أَجَلَ ٱللَّهِ لَأٓتٖۚ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ﴿٥

5څوك چې له الله سره د مخامخ کېدلو هيله لري نو د الله نېټه خامخا راتلونكې ده او همغه ډېر پوه اورېدونكى دى.

وَمَن جَٰهَدَ فَإِنَّمَا يُجَٰهِدُ لِنَفۡسِهِۦٓۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَغَنِيٌّ عَنِ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿٦

6او چا چې ځان وکړاوه نو بې شکه کړاو یې له ځان لپاره دی، بې شکه الله تعالی له مخلوقاتو څخه بې پروا دی.

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَنُكَفِّرَنَّ عَنۡهُمۡ سَيِّـَٔاتِهِمۡ وَلَنَجۡزِيَنَّهُمۡ أَحۡسَنَ ٱلَّذِي كَانُواْ يَعۡمَلُونَ﴿٧

7او هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، خامخا به له هغوی ګناهونه ورژوو او كوم غوره عملونه چې هغوى كول، هرومرو به د هغو ښایسته بدله وركړو.

وَوَصَّيۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ بِوَٰلِدَيۡهِ حُسۡنٗاۖ وَإِن جَٰهَدَاكَ لِتُشۡرِكَ بِي مَا لَيۡسَ لَكَ بِهِۦ عِلۡمٞ فَلَا تُطِعۡهُمَآۚ إِلَيَّ مَرۡجِعُكُمۡ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ﴿٨

8او انسان ته مو له خپل مور او پلار سره يې د نيكۍ امر كړى، او كه هغوى دواړه دا كوښښ درباندې وكړي چې له ماسره څه داسې شى شريك كړې چې تا ته يې څه علم نه وي، نو بيا يې مه منه، يوازې ما ته ستاسي راتګ دى بيا به مو پر هغه څه خبر كړم چې تاسي به كول.

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَنُدۡخِلَنَّهُمۡ فِي ٱلصَّٰلِحِينَ﴿٩

9او هغه کسانو چې ايمان يې راوړى او نیک عملونه یې کړي نو هرومرو به يې په صالحانو كې شامل كړو.

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَقُولُ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ فَإِذَآ أُوذِيَ فِي ٱللَّهِ جَعَلَ فِتۡنَةَ ٱلنَّاسِ كَعَذَابِ ٱللَّهِۖ وَلَئِن جَآءَ نَصۡرٞ مِّن رَّبِّكَ لَيَقُولُنَّ إِنَّا كُنَّا مَعَكُمۡۚ أَوَلَيۡسَ ٱللَّهُ بِأَعۡلَمَ بِمَا فِي صُدُورِ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿١٠

10او ځينى خلک داسې وايي چې موږ پر الله ايمان راوړى، خو كله چې د الله په هكله وځورول شي نو بيا د خلكو لخوا سختي (خپګان) لكه د الله عذاب ګڼي، او كه ستا د رب له لوري څه مرسته راشي، هرومرو وايي چې موږ خو درسره وو، آيا الله پر هغه څه ډېر ښه عالم نه دى چې د مخلوقاتو په زړونو كې دي؟

وَلَيَعۡلَمَنَّ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَلَيَعۡلَمَنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ﴿١١

11او خامخا ښکاره کوي به الله هغه خلك چې ایمان یې راوړی دی او خامخا به ښکاره کوي منافقانو لره.

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لِلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱتَّبِعُواْ سَبِيلَنَا وَلۡنَحۡمِلۡ خَطَٰيَٰكُمۡ وَمَا هُم بِحَٰمِلِينَ مِنۡ خَطَٰيَٰهُم مِّن شَيۡءٍۖ إِنَّهُمۡ لَكَٰذِبُونَ﴿١٢

12او هغوى چې كافر شوي وو مومنانو ته يې وويل: زموږ په لار پسې راځئ او ستاسي ګناهونه به هم پر ځان واخلو! حال دا چې د هغوى د ګناهونو هيڅ شى پر ځان نه شي اخيستلى، بې شكه هغوى خو حتماً درواغجن دي.

وَلَيَحۡمِلُنَّ أَثۡقَالَهُمۡ وَأَثۡقَالٗا مَّعَ أَثۡقَالِهِمۡۖ وَلَيُسۡـَٔلُنَّ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ عَمَّا كَانُواْ يَفۡتَرُونَ﴿١٣

13او هرومرو به خپل درانه بارونه هم په سر واخلي او له خپلو درنو بارو سره (ډېر) نور درانه بارونه هم او خامخا به د قيامت په ورځ له هغو درواغو وپوښتل شي چې دوى به جوړول.

وَلَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوۡمِهِۦ فَلَبِثَ فِيهِمۡ أَلۡفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمۡسِينَ عَامٗا فَأَخَذَهُمُ ٱلطُّوفَانُ وَهُمۡ ظَٰلِمُونَ﴿١٤

14او نوح مو د هغه قوم ته ورواستولو، نو د هغوی ترمنځ پنځوس كم زر كاله وځنډېدو، بيا هغوى توپان راګير كړل، حال دا چې (په خپله) هغوى ظالمان وو.

فَأَنجَيۡنَٰهُ وَأَصۡحَٰبَ ٱلسَّفِينَةِ وَجَعَلۡنَٰهَآ ءَايَةٗ لِّلۡعَٰلَمِينَ﴿١٥

15نو هغه او د بېړۍ خلک مو وژغورل او د نړيوالو لپاره مو نښانه وګرځول.

وَإِبۡرَٰهِيمَ إِذۡ قَالَ لِقَوۡمِهِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱتَّقُوهُۖ ذَٰلِكُمۡ خَيۡرٞ لَّكُمۡ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ﴿١٦

16او لیږلی و موږ ابراهيم كله چې هغه خپل قوم ته وويل: د الله بندګي وكړئ او له هغه نه وويرېږئ، دا ستاسي لپاره ډيره ښه ده كه تاسي پوهيږئ.

إِنَّمَا تَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَوۡثَٰنٗا وَتَخۡلُقُونَ إِفۡكًاۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ تَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَا يَمۡلِكُونَ لَكُمۡ رِزۡقٗا فَٱبۡتَغُواْ عِندَ ٱللَّهِ ٱلرِّزۡقَ وَٱعۡبُدُوهُ وَٱشۡكُرُواْ لَهُۥٓۖ إِلَيۡهِ تُرۡجَعُونَ﴿١٧

17تاسو چې له الله پرته د چا عبادت كوئ هغه يوازې بتان دي او تاسي (هسې) درواغ جوړوئ، بې شكه له الله پرته چې د چا عبادت کوئ هغوى ستاسي لپاره د روزۍ واك نه لري، نو الله سره روزي ولټوئ او د همغه عبادت او شكر وکړئ، تاسي ټول به هغه ته ورګرځول كيږئ.

وَإِن تُكَذِّبُواْ فَقَدۡ كَذَّبَ أُمَمٞ مِّن قَبۡلِكُمۡۖ وَمَا عَلَى ٱلرَّسُولِ إِلَّا ٱلۡبَلَٰغُ ٱلۡمُبِينُ﴿١٨

18او كه تاسي د دروغو نسبت كوئ نو له تاسي وړاندې ډیرو قومونو د دروغو نسبتوته كړي دي او نشته پر پيغمبر پرته له څرګند پېغام رسولو بل مسؤولیت.

أَوَلَمۡ يَرَوۡاْ كَيۡفَ يُبۡدِئُ ٱللَّهُ ٱلۡخَلۡقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥٓۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٞ﴿١٩

19آيا هغوى نه دي ليدلي چې الله څرنګه د پيدايښت پيل كوي، بيا يې (څنګه) دوهم ځلي كوي؟ يقيناً دا پر الله (ډېره) آسانه ده.

قُلۡ سِيرُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَٱنظُرُواْ كَيۡفَ بَدَأَ ٱلۡخَلۡقَۚ ثُمَّ ٱللَّهُ يُنشِئُ ٱلنَّشۡأَةَ ٱلۡأٓخِرَةَۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ﴿٢٠

20ورته ووايه: په زمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ چې پيدايښت يې څرنګه پيل كړى بيا يې وروستى ځل هم پيدا كوي بې شكه الله په هر څه قادر دى.

يُعَذِّبُ مَن يَشَآءُ وَيَرۡحَمُ مَن يَشَآءُۖ وَإِلَيۡهِ تُقۡلَبُونَ﴿٢١

21چا ته چې وغواړي عذابوي يې او چا ته چې وغواړي رحم پرې كوي او تاسي به همغه ته ورګرځول كېږئ.

وَمَآ أَنتُم بِمُعۡجِزِينَ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلَا فِي ٱلسَّمَآءِۖ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِن وَلِيّٖ وَلَا نَصِيرٖ﴿٢٢

22او تاسي نه په زمكه كې (د هغه) بې وسه كوونكي ياست، نه په اسمان كې او تاسو لپاره له الله پرته نه كوم دوست شته او نه مرستندوى.

وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَلِقَآئِهِۦٓ أُوْلَٰٓئِكَ يَئِسُواْ مِن رَّحۡمَتِي وَأُوْلَٰٓئِكَ لَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ﴿٢٣

23او هغه كسان چې د الله له آيتونو او مخامخ کېدو منكر شوي، هغوى زما له رحمته ناهيلي شوي او د هغوى لپاره دردناك عذاب دى.

فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوۡمِهِۦٓ إِلَّآ أَن قَالُواْ ٱقۡتُلُوهُ أَوۡ حَرِّقُوهُ فَأَنجَىٰهُ ٱللَّهُ مِنَ ٱلنَّارِۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ﴿٢٤

24خو د هغه (ابراهيم) د قوم ځواب له دې پرته بل څه نه و چې ويل يې: ويې وژنئ يا يې وسوځوئ! چې بيا الله هغه له اوره بچ كړ، بې شكه په دې كې نښانې دي د هغو خلكو لپاره چې باور كوي.

وَقَالَ إِنَّمَا ٱتَّخَذۡتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ أَوۡثَٰنٗا مَّوَدَّةَ بَيۡنِكُمۡ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَاۖ ثُمَّ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ يَكۡفُرُ بَعۡضُكُم بِبَعۡضٖ وَيَلۡعَنُ بَعۡضُكُم بَعۡضٗا وَمَأۡوَىٰكُمُ ٱلنَّارُ وَمَا لَكُم مِّن نَّٰصِرِينَ﴿٢٥

25او هغه وويل: تاسي چې له الله پرته څه نيولي هغه خو ايله بتان دي چې دنيوي ژوند كې مو خپل ترمنځ د مينې وسيله ګرځولې، خو وروسته به د قيامت په ورځ يو بل څخه انكار او ځينې به مو پر ځينو لعنت كوي او هستوګنځى به مو اور او هيڅوك مرستندويان به مو نه وي.

۞ فَـَٔامَنَ لَهُۥ لُوطٞۘ وَقَالَ إِنِّي مُهَاجِرٌ إِلَىٰ رَبِّيٓۖ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ﴿٢٦

26نو لوط علیه السلام پر هغه ایمان راوړ، او (ابراهيم) وويل: زه د خپل رب لوري ته هجرت كوم، بې شكه همغه حكمت والا برلاسى دى.

وَوَهَبۡنَا لَهُۥٓ إِسۡحَٰقَ وَيَعۡقُوبَ وَجَعَلۡنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ ٱلنُّبُوَّةَ وَٱلۡكِتَٰبَ وَءَاتَيۡنَٰهُ أَجۡرَهُۥ فِي ٱلدُّنۡيَاۖ وَإِنَّهُۥ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ لَمِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ﴿٢٧

27او موږ هغه ته اسحاق او يعقوب (زامن) وروبخښل او د هغوى په خېلخانه كې مو نبوت او كتاب كېښودل او د هغه بدله مو په دنيا كې هم وركړه او په آخرت كې به هغه له صالحانو څخه وي.

وَلُوطًا إِذۡ قَالَ لِقَوۡمِهِۦٓ إِنَّكُمۡ لَتَأۡتُونَ ٱلۡفَٰحِشَةَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنۡ أَحَدٖ مِّنَ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿٢٨

28او لیږلی و موږ لوط [پیغمبر] كله یې چې خپل قوم ته وويل: تاسي يو داسې ناوړه كار كوئ چې په هغه كې له نړيوالو نه يو هم پر تاسي نه دى مخكې شوى.

أَئِنَّكُمۡ لَتَأۡتُونَ ٱلرِّجَالَ وَتَقۡطَعُونَ ٱلسَّبِيلَ وَتَأۡتُونَ فِي نَادِيكُمُ ٱلۡمُنكَرَۖ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوۡمِهِۦٓ إِلَّآ أَن قَالُواْ ٱئۡتِنَا بِعَذَابِ ٱللَّهِ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ﴿٢٩

29اّيا تاسي سړيو ته (په شهوت) ورځئ او لاره شوكوئ او په خپلو مجلسونو كې ناكاره كارونه كوئ؟ خو د هغه د قوم ځواب له دې پرته بل څه نه ؤ چې ويل يې: د الله عذاب راولیږه كه ته رښتينى يې.

قَالَ رَبِّ ٱنصُرۡنِي عَلَى ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡمُفۡسِدِينَ﴿٣٠

30وېلې: زما ربه د مفسدو خلكو پر خلاف زما مرسته وكړې.

وَلَمَّا جَآءَتۡ رُسُلُنَآ إِبۡرَٰهِيمَ بِٱلۡبُشۡرَىٰ قَالُوٓاْ إِنَّا مُهۡلِكُوٓاْ أَهۡلِ هَٰذِهِ ٱلۡقَرۡيَةِۖ إِنَّ أَهۡلَهَا كَانُواْ ظَٰلِمِينَ﴿٣١

31او کله چې راغلل رسولان زموږ ابراهیم ته په زیری نو ویې ویل: ب یشکه موږ هلاکوونکي یو د دغه کلي خلکو لره، بی شکه د دې کلي خلک ظالمان دي.

قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطٗاۚ قَالُواْ نَحۡنُ أَعۡلَمُ بِمَن فِيهَاۖ لَنُنَجِّيَنَّهُۥ وَأَهۡلَهُۥٓ إِلَّا ٱمۡرَأَتَهُۥ كَانَتۡ مِنَ ٱلۡغَٰبِرِينَ﴿٣٢

32ده ويل: په هغه (كلي) كې خو لوط (هم) دى! وېلې موږ ته معلومه ده چې څوك پكې دي، خامخا به هغه او كورنۍ يې وژغورو – پرته له مېرمنې يې چې هغه له پاتې کېدونكو ده.

وَلَمَّآ أَن جَآءَتۡ رُسُلُنَا لُوطٗا سِيٓءَ بِهِمۡ وَضَاقَ بِهِمۡ ذَرۡعٗاۖ وَقَالُواْ لَا تَخَفۡ وَلَا تَحۡزَنۡ إِنَّا مُنَجُّوكَ وَأَهۡلَكَ إِلَّا ٱمۡرَأَتَكَ كَانَتۡ مِنَ ٱلۡغَٰبِرِينَ﴿٣٣

33او كله چې زموږ استازي لوط ته ورغلل نو په هغو سره خپه او زړه تنګى شو او هغوى وويل وېرېږه مه او خپګان مه كوه، يقيناً موږ به تا او ستا كورنۍ ژغورو، پرته له مېرمنې دې چې هغه له پاتې کېدونكو ده.

إِنَّا مُنزِلُونَ عَلَىٰٓ أَهۡلِ هَٰذِهِ ٱلۡقَرۡيَةِ رِجۡزٗا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ بِمَا كَانُواْ يَفۡسُقُونَ﴿٣٤

34بې شكه موږ د دې كلي پر خلكو له اسمانه يو عذاب رانازلوو، د هغه فسق له امله چې هغوى به كولو.

وَلَقَد تَّرَكۡنَا مِنۡهَآ ءَايَةَۢ بَيِّنَةٗ لِّقَوۡمٖ يَعۡقِلُونَ﴿٣٥

35او بې شكه موږ له هغه كلي يوه څرګنده نښانه پريښې ده، د هغو خلكو لپاره چې عقل كاروي.

وَإِلَىٰ مَدۡيَنَ أَخَاهُمۡ شُعَيۡبٗا فَقَالَ يَٰقَوۡمِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱرۡجُواْ ٱلۡيَوۡمَ ٱلۡأٓخِرَ وَلَا تَعۡثَوۡاْ فِي ٱلۡأَرۡضِ مُفۡسِدِينَ﴿٣٦

36او مدين (سيمې) ته مو د هغوى ورور شعيب ورلېږلى و نو هغه ورته وويل: الله ولمانځئ او د وروستۍ ورځې هيله من اوسئ او پر زمكه كې فساد كوونكي مه ګرځئ.

فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَتۡهُمُ ٱلرَّجۡفَةُ فَأَصۡبَحُواْ فِي دَارِهِمۡ جَٰثِمِينَ﴿٣٧

37خو بيا يې هغه درواغجن وباله نو يوې سختې زلزلې راګير كړل او سهار په خپلو كورونو كې پړمخ په زنګنونو مړه پراته پاتې شول.

وَعَادٗا وَثَمُودَاْ وَقَد تَّبَيَّنَ لَكُم مِّن مَّسَٰكِنِهِمۡۖ وَزَيَّنَ لَهُمُ ٱلشَّيۡطَٰنُ أَعۡمَٰلَهُمۡ فَصَدَّهُمۡ عَنِ ٱلسَّبِيلِ وَكَانُواْ مُسۡتَبۡصِرِينَ﴿٣٨

38او عاديان او ثموديان (وګورئ) او دا دى تاسو ته يې له كورونو پته لګېدلې ده چې شيطان يې عملونه ورته ښايسته كړل او له سمې لارې يې واړول په داسې حال كې چې هغوی ځانونه عقلمند ګڼل.

وَقَٰرُونَ وَفِرۡعَوۡنَ وَهَٰمَٰنَۖ وَلَقَدۡ جَآءَهُم مُّوسَىٰ بِٱلۡبَيِّنَٰتِ فَٱسۡتَكۡبَرُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَمَا كَانُواْ سَٰبِقِينَ﴿٣٩

39او قارون، فرعون او هامان (وګورئ) چې راغلی و هغوی ته موسى په څرګندو نښانوسره، خو هغوى پر زمكه لويې وکړه اونه ووهغوی وړاندې کیدونکي.

فَكُلًّا أَخَذۡنَا بِذَنۢبِهِۦۖ فَمِنۡهُم مَّنۡ أَرۡسَلۡنَا عَلَيۡهِ حَاصِبٗا وَمِنۡهُم مَّنۡ أَخَذَتۡهُ ٱلصَّيۡحَةُ وَمِنۡهُم مَّنۡ خَسَفۡنَا بِهِ ٱلۡأَرۡضَ وَمِنۡهُم مَّنۡ أَغۡرَقۡنَاۚ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيَظۡلِمَهُمۡ وَلَٰكِن كَانُوٓاْ أَنفُسَهُمۡ يَظۡلِمُونَ﴿٤٠

40نو دا هر يو مو په خپله ګناه راونيوه چې له هغوى مو پر چا كاڼي اوروونكى باد راواستولو، څوك يوې سختې چېغې راګير كړل، څوك مو په زمكه كې ننوېست او څوك مو ډوب كړل او الله پر هغوى ظلم نه كولو خو هغوى خپله پر ځانو ظلم كولو.

مَثَلُ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَوۡلِيَآءَ كَمَثَلِ ٱلۡعَنكَبُوتِ ٱتَّخَذَتۡ بَيۡتٗاۖ وَإِنَّ أَوۡهَنَ ٱلۡبُيُوتِ لَبَيۡتُ ٱلۡعَنكَبُوتِۚ لَوۡ كَانُواْ يَعۡلَمُونَ﴿٤١

41د هغو خلكو بېلګه چې له الله پرته يې نور دوستان نيولي، داسې ده لكه غڼې چې ځان ته يو كور نيولى او تر ټولو زيات كمزورى كور دغڼې كور دى، كاشكې هغوى پوهېدلى.

إِنَّ ٱللَّهَ يَعۡلَمُ مَا يَدۡعُونَ مِن دُونِهِۦ مِن شَيۡءٖۚ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ﴿٤٢

42يقيناً الله ته هغه څه ښه معلوم دي چې هغوى يې له الله پرته رابولي او همغه برلاسى حكمت والا دى.

وَتِلۡكَ ٱلۡأَمۡثَٰلُ نَضۡرِبُهَا لِلنَّاسِۖ وَمَا يَعۡقِلُهَآ إِلَّا ٱلۡعَٰلِمُونَ﴿٤٣

43او دا بېلګې موږ خلكو ته بيانوو خو له عالمانو پرته د بل چا عقل نه پرې رسيږي.

خَلَقَ ٱللَّهُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ بِٱلۡحَقِّۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗ لِّلۡمُؤۡمِنِينَ﴿٤٤

44الله اسمانونه او ځمكه په حقه پيداكړي دي [د حکمت لپاره]، یقینا شته دی په دې کې نښه د مومنانو لپاره.

ٱتۡلُ مَآ أُوحِيَ إِلَيۡكَ مِنَ ٱلۡكِتَٰبِ وَأَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَۖ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ تَنۡهَىٰ عَنِ ٱلۡفَحۡشَآءِ وَٱلۡمُنكَرِۗ وَلَذِكۡرُ ٱللَّهِ أَكۡبَرُۗ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ مَا تَصۡنَعُونَ﴿٤٥

45لوله هغه كتاب چې تا ته وحى کړل شوى دى او لمونځ ترسره كوه، بې شكه لمونځ له بې حيايي او ناوړه كارونو څخه ايسارول كوي، او د الله يادول ډېر لوى (شى) دى او الله ته هغه څه معلوم دي چې تاسي يې كوئ.

۞ وَلَا تُجَٰدِلُوٓاْ أَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ إِلَّا بِٱلَّتِي هِيَ أَحۡسَنُ إِلَّا ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنۡهُمۡۖ وَقُولُوٓاْ ءَامَنَّا بِٱلَّذِيٓ أُنزِلَ إِلَيۡنَا وَأُنزِلَ إِلَيۡكُمۡ وَإِلَٰهُنَا وَإِلَٰهُكُمۡ وَٰحِدٞ وَنَحۡنُ لَهُۥ مُسۡلِمُونَ﴿٤٦

46او بحث مه کوئ د اهل كتابو سره مګر په ښه توګه، مګر هغه کسان چې ظلم یې کړی د دوی نه (په عناد سره) او وایې ایمان راوړی دی موږ پر هغه څه چې نازل کړی شوي دي موږ ته او نازل کړی شوي دي تاسو ته او زموږ د بندګۍ حقدار او ستاسو د بندګۍ حقدار یو دی او موږ هغه لره غاړه ایښودونکي یو.

وَكَذَٰلِكَ أَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَۚ فَٱلَّذِينَ ءَاتَيۡنَٰهُمُ ٱلۡكِتَٰبَ يُؤۡمِنُونَ بِهِۦۖ وَمِنۡ هَٰٓؤُلَآءِ مَن يُؤۡمِنُ بِهِۦۚ وَمَا يَجۡحَدُ بِـَٔايَٰتِنَآ إِلَّا ٱلۡكَٰفِرُونَ﴿٤٧

47او دغسې نازل کړی دی موږ تا ته کتاب، نو چا ته مو چې (مخكې) كتاب وركړى و هغوى په دې هم ايمان راوړي او له دغو خلكو هم ځينې ايمان پرې راوړي او پرته له كافرانو بل څوك زموږ له آيتونو نه منكريږي.

وَمَا كُنتَ تَتۡلُواْ مِن قَبۡلِهِۦ مِن كِتَٰبٖ وَلَا تَخُطُّهُۥ بِيَمِينِكَۖ إِذٗا لَّٱرۡتَابَ ٱلۡمُبۡطِلُونَ﴿٤٨

48او لدې (قرآن) نه مخکې نه تا كوم كتاب لوستلو او نه دې په ښي لاس سره ليكلو، دغه وخت خامخا شک به کړی وی باطل پرستو.

بَلۡ هُوَ ءَايَٰتُۢ بَيِّنَٰتٞ فِي صُدُورِ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡعِلۡمَۚ وَمَا يَجۡحَدُ بِـَٔايَٰتِنَآ إِلَّا ٱلظَّٰلِمُونَ﴿٤٩

49بلکې دا څرګند آيتونه دي د هغو خلكو په سينو كې چې علم وركړى شوى او له ظالمانو پرته بل څوك زموږ له آيتونو څخه نه منكريږي.

وَقَالُواْ لَوۡلَآ أُنزِلَ عَلَيۡهِ ءَايَٰتٞ مِّن رَّبِّهِۦۚ قُلۡ إِنَّمَا ٱلۡأٓيَٰتُ عِندَ ٱللَّهِ وَإِنَّمَآ أَنَا۠ نَذِيرٞ مُّبِينٌ﴿٥٠

50او دوى وويل: ولې په ده باندې د خپل رب له لورې څه نښې نازلې نه شوې؟ ورته ووايه: نښې خو یوازې الله سره دي او زه خو صرف يو ښكاره وېرونكى يم.

أَوَلَمۡ يَكۡفِهِمۡ أَنَّآ أَنزَلۡنَا عَلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ يُتۡلَىٰ عَلَيۡهِمۡۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَرَحۡمَةٗ وَذِكۡرَىٰ لِقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ﴿٥١

51اّيا دوی ته بس نه ده چې موږ پر تا كتاب نازل كړ چې پر دوى لوستل كيږي؟ بې شكه په دې كې د هغو خلكو لپاره رحمت او نصيحت دى چې ايمان راوړي.

قُلۡ كَفَىٰ بِٱللَّهِ بَيۡنِي وَبَيۡنَكُمۡ شَهِيدٗاۖ يَعۡلَمُ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۗ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ بِٱلۡبَٰطِلِ وَكَفَرُواْ بِٱللَّهِ أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡخَٰسِرُونَ﴿٥٢

52ورته ووايه: زما او ستاسي ترمنځ الله شاهد بس دى، څه چې په اسمانو او زمكه كې دي هغه پرې پوهيږي، او كومو خلكو چې باطل منلى او په الله كافر شوي همغوى تاوانيان دي.

وَيَسۡتَعۡجِلُونَكَ بِٱلۡعَذَابِ وَلَوۡلَآ أَجَلٞ مُّسَمّٗى لَّجَآءَهُمُ ٱلۡعَذَابُۚ وَلَيَأۡتِيَنَّهُم بَغۡتَةٗ وَهُمۡ لَا يَشۡعُرُونَ﴿٥٣

53او دوى په عذاب (راتلو) كې پر تا بيړه كوي او كه يوه ټاكلې نېټه نه واى، نو خامخا به عذاب ورته راغلى و، او راځي خو به ورته خامخا ناڅاپه په داسې حال کې چې دوى به خبر هم نه وي.

يَسۡتَعۡجِلُونَكَ بِٱلۡعَذَابِ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةُۢ بِٱلۡكَٰفِرِينَ﴿٥٤

54له تا نه عذاب په بيړه غواړي، او حال دا دی چې يقيناً جهنم له كافرانو راچاپېرېدونكى دى.

يَوۡمَ يَغۡشَىٰهُمُ ٱلۡعَذَابُ مِن فَوۡقِهِمۡ وَمِن تَحۡتِ أَرۡجُلِهِمۡ وَيَقُولُ ذُوقُواْ مَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ﴿٥٥

55هغه ورځ چې په دوى به عذاب هم له پاسه راخپور شي او هم له پښو لاندې يې، او ورته وبه وايي چې (اوس) د هغو كړنو خوند وڅكئ چې تاسي به كول.

يَٰعِبَادِيَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِنَّ أَرۡضِي وَٰسِعَةٞ فَإِيَّٰيَ فَٱعۡبُدُونِ﴿٥٦

56اې زما هغو بندګانو چې ايمان يې راوړى بې شكه زما زمكه پراخه ده نو يوازې زما عبادت وکړئ.

كُلُّ نَفۡسٖ ذَآئِقَةُ ٱلۡمَوۡتِۖ ثُمَّ إِلَيۡنَا تُرۡجَعُونَ﴿٥٧

57هر ساكښ د مرګ څكونكى دى، بيا به (ټول) زموږ خواته راګرځول كيږئ.

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَنُبَوِّئَنَّهُم مِّنَ ٱلۡجَنَّةِ غُرَفٗا تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَاۚ نِعۡمَ أَجۡرُ ٱلۡعَٰمِلِينَ﴿٥٨

58او كومو خلكو چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي، خامخا به يې د جنت لوړو ماڼيو كې استوګن كړو چې تر لاندې به يې ويالې بهيږي، تل تر تله به پكې اوسېدونكي وي، د كار كونكو غوره بدله ده.

ٱلَّذِينَ صَبَرُواْ وَعَلَىٰ رَبِّهِمۡ يَتَوَكَّلُونَ﴿٥٩

59هغوى چې صبر يې كړى او په خپل رب بروسه كوي.

وَكَأَيِّن مِّن دَآبَّةٖ لَّا تَحۡمِلُ رِزۡقَهَا ٱللَّهُ يَرۡزُقُهَا وَإِيَّاكُمۡۚ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ﴿٦٠

60او ډیر خوځېدونكي ژوي دي چې نه باروي خپلې روزۍ لره، الله هغوی ته هم روزي وركوي او تاسو ته هم او هماغه ډېر پوه اورېدونكى دى.

وَلَئِن سَأَلۡتَهُم مَّنۡ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ وَسَخَّرَ ٱلشَّمۡسَ وَٱلۡقَمَرَ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُۖ فَأَنَّىٰ يُؤۡفَكُونَ﴿٦١

61او كه دوى وپوښتې چې دا اسمانونه او زمكه چا پيدا كړي او لمر او سپوږمۍ يې په كار اچولي؟ نو خامخا به ووايي چې الله، نو بيا څرنګه (له توحيده) اړول كيږي.

ٱللَّهُ يَبۡسُطُ ٱلرِّزۡقَ لِمَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦ وَيَقۡدِرُ لَهُۥٓۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٞ﴿٦٢

62الله دى چې له خپلو بندګانو چا ته وغواړي روزى يې پراخوي او (يا يې) تنګوي ورته، يقيناً الله په هر څه پوه دى.

وَلَئِن سَأَلۡتَهُم مَّن نَّزَّلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ فَأَحۡيَا بِهِ ٱلۡأَرۡضَ مِنۢ بَعۡدِ مَوۡتِهَا لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُۚ قُلِ ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِۚ بَلۡ أَكۡثَرُهُمۡ لَا يَعۡقِلُونَ﴿٦٣

63او كه دوى وپوښتې چې له اسمانه اوبه چا را ورولې دي چې مړه زمكه يې پرې ژوندۍ كړې ده؟ نو خامخا به ووايي: الله، ووايه: الحمدلله! خو زياتره د دوی عقل نه لري.

وَمَا هَٰذِهِ ٱلۡحَيَوٰةُ ٱلدُّنۡيَآ إِلَّا لَهۡوٞ وَلَعِبٞۚ وَإِنَّ ٱلدَّارَ ٱلۡأٓخِرَةَ لَهِيَ ٱلۡحَيَوَانُۚ لَوۡ كَانُواْ يَعۡلَمُونَ﴿٦٤

64او دغه د دنيا ژوند له ساعت تيرۍ (چټیات) او لوبې پرته بل څه نه دى، او بې شکه اصلي ژوندون خو د اّخرت د كور دى، كاشكې دوى پوهېدلاى.

فَإِذَا رَكِبُواْ فِي ٱلۡفُلۡكِ دَعَوُاْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ فَلَمَّا نَجَّىٰهُمۡ إِلَى ٱلۡبَرِّ إِذَا هُمۡ يُشۡرِكُونَ﴿٦٥

65او هر کله چې دوی سپاره شي په کښتیو کې نو رابولي الله تعالی لره، اخلاص کوي د هغه په بلنه کې نو هر کله چې دوی ته نجات ورکړي وچې ته، دغه وخت دوی شریک جوړوي (له الله تعالی سره).

لِيَكۡفُرُواْ بِمَآ ءَاتَيۡنَٰهُمۡ وَلِيَتَمَتَّعُواْۚ فَسَوۡفَ يَعۡلَمُونَ﴿٦٦

66تر دې چې موږ څه وركړي د هغو نا شكري وكړي او خوندونه دې واخلي نو زر به وپوهيږي.

أَوَلَمۡ يَرَوۡاْ أَنَّا جَعَلۡنَا حَرَمًا ءَامِنٗا وَيُتَخَطَّفُ ٱلنَّاسُ مِنۡ حَوۡلِهِمۡۚ أَفَبِٱلۡبَٰطِلِ يُؤۡمِنُونَ وَبِنِعۡمَةِ ٱللَّهِ يَكۡفُرُونَ﴿٦٧

67آيا دوى نه ويني چې موږ حرم په امن كړى حال دا چې د هغه چاپېره (سيمو كې) خلك تښتول كيږي، نو آيا دوى باطل مني او د الله د نعمت ناشكري كوي.

وَمَنۡ أَظۡلَمُ مِمَّنِ ٱفۡتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوۡ كَذَّبَ بِٱلۡحَقِّ لَمَّا جَآءَهُۥٓۚ أَلَيۡسَ فِي جَهَنَّمَ مَثۡوٗى لِّلۡكَٰفِرِينَ﴿٦٨

68او څوک ډیر ظالم دی له هغه چا چې پر الله دروغ جوړوي، یا د دروغو نسبت کوي حق ته کله چې راغی ده ته، آیا په جهنم کې د کافرانو لپاره د دېره کېدلو ځای نشته؟

وَٱلَّذِينَ جَٰهَدُواْ فِينَا لَنَهۡدِيَنَّهُمۡ سُبُلَنَاۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَمَعَ ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿٦٩

69او كوم كسان چې زموږ په لار كې ځان کړوي، خامخا به خپلى لارې ور وښايو او خامخا الله ملګری دی د ښایسته عمل کوونکو.

RELATED SURAHS