Al-Qasas

القصص

The Stories88 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

طسٓمٓ﴿١

1طسم [1]

تِلۡكَ ءَايَٰتُ ٱلۡكِتَٰبِ ٱلۡمُبِينِ﴿٢

2دا د څرګندوونكي كتاب آيتونه دي.

نَتۡلُواْ عَلَيۡكَ مِن نَّبَإِ مُوسَىٰ وَفِرۡعَوۡنَ بِٱلۡحَقِّ لِقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ﴿٣

3موږ د موسى او فرعون څه خبر په سمه توګه پر تا لولو، د هغو خلكو لپاره چې ايمان راوړي.

إِنَّ فِرۡعَوۡنَ عَلَا فِي ٱلۡأَرۡضِ وَجَعَلَ أَهۡلَهَا شِيَعٗا يَسۡتَضۡعِفُ طَآئِفَةٗ مِّنۡهُمۡ يُذَبِّحُ أَبۡنَآءَهُمۡ وَيَسۡتَحۡيِۦ نِسَآءَهُمۡۚ إِنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلۡمُفۡسِدِينَ﴿٤

4بې شكه فرعون په ځمكه كې لويي وكړه او د هغې اوسېدونكي يې ډلې ډلې كړل، له هغو يوه ډله به يې لاس لاندې كړې وه چې زامن به يې ور حلالول او نجونې به يې ژوندۍ پرېښودې، يقيناً هغه له فساد كوونكو څخه و.

وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى ٱلَّذِينَ ٱسۡتُضۡعِفُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَنَجۡعَلَهُمۡ أَئِمَّةٗ وَنَجۡعَلَهُمُ ٱلۡوَٰرِثِينَ﴿٥

5او موږ غوښتل چې په هغو خلكو مهرباني وكړو چې په ځمكه كې كمزوري كړى شوي وو او امامان يې وګرځوو او هم هغوى وارثان وګرځوو.

وَنُمَكِّنَ لَهُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَنُرِيَ فِرۡعَوۡنَ وَهَٰمَٰنَ وَجُنُودَهُمَا مِنۡهُم مَّا كَانُواْ يَحۡذَرُونَ﴿٦

6او په ځمكه كې هغوى ته واكمني وركړو او فرعون، هامان او لښكرو ته يې له هغوى (بنى اسرائيلو) څخه هغه څه ور وښايو چې ترې وېرېدل به.

وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰٓ أُمِّ مُوسَىٰٓ أَنۡ أَرۡضِعِيهِۖ فَإِذَا خِفۡتِ عَلَيۡهِ فَأَلۡقِيهِ فِي ٱلۡيَمِّ وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحۡزَنِيٓۖ إِنَّا رَآدُّوهُ إِلَيۡكِ وَجَاعِلُوهُ مِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ﴿٧

7او ښوونه وکړه موږ مور د موسى ته چې ته شېدې ورکوه ده لره خو كله چې پرې ووېرېدلې نو په سيند كې يې وغورځوه او څه وېره او خپګان مه كوه بې شكه موږ يې تا ته بيا راوستونكي او په رسولانو كې د هغه شاملوونكي يو.

فَٱلۡتَقَطَهُۥٓ ءَالُ فِرۡعَوۡنَ لِيَكُونَ لَهُمۡ عَدُوّٗا وَحَزَنًاۗ إِنَّ فِرۡعَوۡنَ وَهَٰمَٰنَ وَجُنُودَهُمَا كَانُواْ خَٰطِـِٔينَ﴿٨

8نو راپورته کړ هغه لره د فرعون كورنۍ تر څو د هغوى لپاره دښمن او خپګان جوړ شي، بې شكه فرعون، هامان او د هغوى لښكرې، ټول خطا كاران (غوليدلي) وو.

وَقَالَتِ ٱمۡرَأَتُ فِرۡعَوۡنَ قُرَّتُ عَيۡنٖ لِّي وَلَكَۖ لَا تَقۡتُلُوهُ عَسَىٰٓ أَن يَنفَعَنَآ أَوۡ نَتَّخِذَهُۥ وَلَدٗا وَهُمۡ لَا يَشۡعُرُونَ﴿٩

9او د فرعون مېرمن وويل: (دا) زما او ستا لپاره د سترګو يخوالى دى، مه يې وژنئ، كېداى شي څه ګټه راورسوي يا به يې خپل زوى وګرځوو، حال دا چې هغوى نه پوهېدل.

وَأَصۡبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَىٰ فَٰرِغًاۖ إِن كَادَتۡ لَتُبۡدِي بِهِۦ لَوۡلَآ أَن رَّبَطۡنَا عَلَىٰ قَلۡبِهَا لِتَكُونَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ﴿١٠

10او د موسى د مور زړه (د زوی د غم پرته) له هر څه نه تش (اوزګار) شو، نېږدې وه چې د هغه څرګندونه وكړي، كه موږ يې زړه نه واى ټينګ كړى، تر څو هغه له باور كوونكو واوسي.

وَقَالَتۡ لِأُخۡتِهِۦ قُصِّيهِۖ فَبَصُرَتۡ بِهِۦ عَن جُنُبٖ وَهُمۡ لَا يَشۡعُرُونَ﴿١١

11او د هغه (موسى) خور ته يې وويل چې ورپسې شه نو هغې به له لرې ورته كتل چې هغوى نه ورباندې پوهېدل.

۞ وَحَرَّمۡنَا عَلَيۡهِ ٱلۡمَرَاضِعَ مِن قَبۡلُ فَقَالَتۡ هَلۡ أَدُلُّكُمۡ عَلَىٰٓ أَهۡلِ بَيۡتٖ يَكۡفُلُونَهُۥ لَكُمۡ وَهُمۡ لَهُۥ نَٰصِحُونَ﴿١٢

12او موږ پر هغه لا مخكې پۍ وركوونكې حرامې كړې وې، نو (خور يې) وويل: آيا زه د يو داسې كور د خلكو درك دركړم چې هغه درته وساتي او د ده خير غوښتونكي وي.

فَرَدَدۡنَٰهُ إِلَىٰٓ أُمِّهِۦ كَيۡ تَقَرَّ عَيۡنُهَا وَلَا تَحۡزَنَ وَلِتَعۡلَمَ أَنَّ وَعۡدَ ٱللَّهِ حَقّٞ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ﴿١٣

13نو بيا مو هغه بيرته خپلې مور ته ورستون كړ، تر څو د هغې سترګې يخې او غمجنه نه شي او وپوهيږي چې د الله ژمنه حقه وه خو زياتره يې نه پوهيږي.

وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُۥ وَٱسۡتَوَىٰٓ ءَاتَيۡنَٰهُ حُكۡمٗا وَعِلۡمٗاۚ وَكَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿١٤

14او كله چې خپلې ځوانۍ ته ورسېد او سم برابر شو؛ نو موږ هغه ته حكمت او علم وركړ او نېكانو ته همدغسې بدله وركوو.

وَدَخَلَ ٱلۡمَدِينَةَ عَلَىٰ حِينِ غَفۡلَةٖ مِّنۡ أَهۡلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيۡنِ يَقۡتَتِلَانِ هَٰذَا مِن شِيعَتِهِۦ وَهَٰذَا مِنۡ عَدُوِّهِۦۖ فَٱسۡتَغَٰثَهُ ٱلَّذِي مِن شِيعَتِهِۦ عَلَى ٱلَّذِي مِنۡ عَدُوِّهِۦ فَوَكَزَهُۥ مُوسَىٰ فَقَضَىٰ عَلَيۡهِۖ قَالَ هَٰذَا مِنۡ عَمَلِ ٱلشَّيۡطَٰنِۖ إِنَّهُۥ عَدُوّٞ مُّضِلّٞ مُّبِينٞ﴿١٥

15او هغه (يو ځل) ښار ته په داسې وخت کې ننوت چې خلك يې (د غرمې د خوب) په غفلت كې وو؛ نو هلته يې دوه كسان خپلو كې سره په جګړه وموندل، دا يو يې د خپل قوم او بل يې له دښمن قوم څخه و؛ نو د هغه د قوم سړي د هغه بل دښمن قوم سړي پر خلاف له هغه (موسى) مرسته وغوښته، خو موسى چې هغه بل يو سوك وواهه، ختم يې كړ، وېلې: دا د شيطان كار و، بې شكه هغه يو څرګند بې لارې كوونكى دښمن دى.

قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمۡتُ نَفۡسِي فَٱغۡفِرۡ لِي فَغَفَرَ لَهُۥٓۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلۡغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ﴿١٦

16وېلې زما ربه! ما پر خپل ځان ظلم وكړ، نو ما ته بخښنه وكړې، الله هغه ته بخښنه وكړه، بې شكه همغه ډېر مهربان بخښونكى دى.

قَالَ رَبِّ بِمَآ أَنۡعَمۡتَ عَلَيَّ فَلَنۡ أَكُونَ ظَهِيرٗا لِّلۡمُجۡرِمِينَ﴿١٧

17وېلې زما ربه! د هغې پېرزوينې له امله چې تا راباندې كړې، بيا به زه هيڅكله د مجرمانو ملاتړی نه شم.

فَأَصۡبَحَ فِي ٱلۡمَدِينَةِ خَآئِفٗا يَتَرَقَّبُ فَإِذَا ٱلَّذِي ٱسۡتَنصَرَهُۥ بِٱلۡأَمۡسِ يَسۡتَصۡرِخُهُۥۚ قَالَ لَهُۥ مُوسَىٰٓ إِنَّكَ لَغَوِيّٞ مُّبِينٞ﴿١٨

18نو (بله ورځ) سهار وېرېدونكى او په څار څار كې و چې دا دى كوم تن چې پرون يې مرسته ترې غوښتې وه، بيا چېغې ورته وهي، موسى ورته وويل: ته خو يقيناً ښكاره بې لارې يې.

فَلَمَّآ أَنۡ أَرَادَ أَن يَبۡطِشَ بِٱلَّذِي هُوَ عَدُوّٞ لَّهُمَا قَالَ يَٰمُوسَىٰٓ أَتُرِيدُ أَن تَقۡتُلَنِي كَمَا قَتَلۡتَ نَفۡسَۢا بِٱلۡأَمۡسِۖ إِن تُرِيدُ إِلَّآ أَن تَكُونَ جَبَّارٗا فِي ٱلۡأَرۡضِ وَمَا تُرِيدُ أَن تَكُونَ مِنَ ٱلۡمُصۡلِحِينَ﴿١٩

19نو كله چې موسى وغوښتل هغه كس راونيسي كوم چې د دواړو دښمن و، نو هغه وويل ای موسى! ته غواړې چې هغه شان ما هم ووژنې لكه پرون دې چې يو كس ووژلو، ته بل څه نه غواړې پرته له دې چې په دې سيمه كې د يو زورواكي په توګه واوسې او نه غواړې چې سوله ګرى شې.

وَجَآءَ رَجُلٞ مِّنۡ أَقۡصَا ٱلۡمَدِينَةِ يَسۡعَىٰ قَالَ يَٰمُوسَىٰٓ إِنَّ ٱلۡمَلَأَ يَأۡتَمِرُونَ بِكَ لِيَقۡتُلُوكَ فَٱخۡرُجۡ إِنِّي لَكَ مِنَ ٱلنَّٰصِحِينَ﴿٢٠

20بيا يو سړى د ښار له لرې سيمې په منډه راغى وېلې اې موسى! مشران ستا په هكله مشورې كوي چې ودې وژني، نو ځان وباسه، زه بالكل ستا لپاره خير غوښتونكى يم.

فَخَرَجَ مِنۡهَا خَآئِفٗا يَتَرَقَّبُۖ قَالَ رَبِّ نَجِّنِي مِنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ﴿٢١

21نو په څار څار ترې ووتو، وېلې زما ربه له ظالمانو مې وژغورې!

وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلۡقَآءَ مَدۡيَنَ قَالَ عَسَىٰ رَبِّيٓ أَن يَهۡدِيَنِي سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ﴿٢٢

22او هر كله چې مخ یې کړو طرف د مدین ته وویل ده هيله ده چې رب مې سمه لار راوښايي.

وَلَمَّا وَرَدَ مَآءَ مَدۡيَنَ وَجَدَ عَلَيۡهِ أُمَّةٗ مِّنَ ٱلنَّاسِ يَسۡقُونَ وَوَجَدَ مِن دُونِهِمُ ٱمۡرَأَتَيۡنِ تَذُودَانِۖ قَالَ مَا خَطۡبُكُمَاۖ قَالَتَا لَا نَسۡقِي حَتَّىٰ يُصۡدِرَ ٱلرِّعَآءُۖ وَأَبُونَا شَيۡخٞ كَبِيرٞ﴿٢٣

23او کله چې ورسېد اوبو (كوهي) د مدین ته؛ نو يوه ډله خلك يې وموندل چې خپل څاروي اوبه كوي او له هغوی بل خوا دوې ښځې دي چې خپل څاروي يې ايسار كړي موسىٰ ورته وويل: ستاسو دواړو څه حالت دى؟ وېلې: موږ يې تر هغه نه شو اوبه كولى څو چې دا شپانه بېرته نه وي ګرځېدلي او زموږ پلار ډېر سپين ږيرى دى.

فَسَقَىٰ لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّىٰٓ إِلَى ٱلظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَآ أَنزَلۡتَ إِلَيَّ مِنۡ خَيۡرٖ فَقِيرٞ﴿٢٤

24نو موسى هغوى ته (څاروي) اوبه كړل بيا سيوري ته ورتاو شو، وېلې زما ربه! هره ښېګڼه چې پر ما راكوزه كړې، زه ورته اړ يم.

فَجَآءَتۡهُ إِحۡدَىٰهُمَا تَمۡشِي عَلَى ٱسۡتِحۡيَآءٖ قَالَتۡ إِنَّ أَبِي يَدۡعُوكَ لِيَجۡزِيَكَ أَجۡرَ مَا سَقَيۡتَ لَنَاۚ فَلَمَّا جَآءَهُۥ وَقَصَّ عَلَيۡهِ ٱلۡقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفۡۖ نَجَوۡتَ مِنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ﴿٢٥

25نو له هغو يوه يې په حيا ورته راغله وېلې زما پلار دې غواړي چې د هغه كار بدله دركړي چې څاروي دې راته اوبه كړي دي، نو كله چې هغه ته ورغی او (ټوله) كيسه يې ورته وكړه وېلې: مه وېرېږه (اوس) له ظالمانو ژغورل شوى يې.

قَالَتۡ إِحۡدَىٰهُمَا يَٰٓأَبَتِ ٱسۡتَـٔۡجِرۡهُۖ إِنَّ خَيۡرَ مَنِ ٱسۡتَـٔۡجَرۡتَ ٱلۡقَوِيُّ ٱلۡأَمِينُ﴿٢٦

26له هغو دواړو يوې يې وويل: اې پلاره! هغه مزدور کړه، بې شكه يو غوره مزدور چې ته يې نيسي هغه دى چې قوي او امين وي.

قَالَ إِنِّيٓ أُرِيدُ أَنۡ أُنكِحَكَ إِحۡدَى ٱبۡنَتَيَّ هَٰتَيۡنِ عَلَىٰٓ أَن تَأۡجُرَنِي ثَمَٰنِيَ حِجَجٖۖ فَإِنۡ أَتۡمَمۡتَ عَشۡرٗا فَمِنۡ عِندِكَۖ وَمَآ أُرِيدُ أَنۡ أَشُقَّ عَلَيۡكَۚ سَتَجِدُنِيٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ﴿٢٧

27هغه (شعيب) وويل: زه غواړم چې له خپلو دغو لوڼو يوه يې تا ته په نكاح كړم، په دې شرط چې اته كاله ما سره نوكري وكړې، او كه لس دې پوره كړل نو دا به ستا له لوري (نيكي) وي او زه پر تا څه سختي كول نه غواړم، ان شاء الله زر دی چې ته ما به ښه سړى ومومې.

قَالَ ذَٰلِكَ بَيۡنِي وَبَيۡنَكَۖ أَيَّمَا ٱلۡأَجَلَيۡنِ قَضَيۡتُ فَلَا عُدۡوَٰنَ عَلَيَّۖ وَٱللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٞ﴿٢٨

28موسى وويل: زما او ستا ترمنځ همدا خبره شوه چې كه له دې دواړو مې هره يوه نېټه پوره كړه بيا به پر ما څه زياتى نه وي، او الله پر هغه خبرو چې موږ یې وایو ذمه دار دی.

۞ فَلَمَّا قَضَىٰ مُوسَى ٱلۡأَجَلَ وَسَارَ بِأَهۡلِهِۦٓ ءَانَسَ مِن جَانِبِ ٱلطُّورِ نَارٗاۖ قَالَ لِأَهۡلِهِ ٱمۡكُثُوٓاْ إِنِّيٓ ءَانَسۡتُ نَارٗا لَّعَلِّيٓ ءَاتِيكُم مِّنۡهَا بِخَبَرٍ أَوۡ جَذۡوَةٖ مِّنَ ٱلنَّارِ لَعَلَّكُمۡ تَصۡطَلُونَ﴿٢٩

29نو كله چې موسىٰ هغه نېټه پوره كړه او له خپلې كورنۍ سره روان شو نو د طور لخوا يې يو اور وليد، هغه خپلې كورنۍ ته وويل: تاسي (دلته) اوسئ، ما يو اور ليدلى ښايي له هغه (لوري) څه خبر راوړم يا د اور كومه سكروټه چې تاسو (پرې) تاوده شئ.

فَلَمَّآ أَتَىٰهَا نُودِيَ مِن شَٰطِيِٕ ٱلۡوَادِ ٱلۡأَيۡمَنِ فِي ٱلۡبُقۡعَةِ ٱلۡمُبَٰرَكَةِ مِنَ ٱلشَّجَرَةِ أَن يَٰمُوسَىٰٓ إِنِّيٓ أَنَا ٱللَّهُ رَبُّ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿٣٠

30نو كله چې هلته ورغی د ښۍ خوا د ناو د څنډې په يوه بركتناکه ټوټه ځمكه كې له يوې ونې لخوا غږ وشو چې ای موسى! همدا زه الله يم د ټولو مخلوقاتو پالونکی.

وَأَنۡ أَلۡقِ عَصَاكَۚ فَلَمَّا رَءَاهَا تَهۡتَزُّ كَأَنَّهَا جَآنّٞ وَلَّىٰ مُدۡبِرٗا وَلَمۡ يُعَقِّبۡۚ يَٰمُوسَىٰٓ أَقۡبِلۡ وَلَا تَخَفۡۖ إِنَّكَ مِنَ ٱلۡأٓمِنِينَ﴿٣١

31او امسا دې وغورځوه، نو كله چې ده وليدل هغه د مار په څېر خوځيږي نو مخ يې وګرځولو شا يې كړه او بيرته را ونه ګرځېد، (وويل شو) اى موسىٰ راوګرځه او مه وېرېږه، ته بیخي په امن يې.

ٱسۡلُكۡ يَدَكَ فِي جَيۡبِكَ تَخۡرُجۡ بَيۡضَآءَ مِنۡ غَيۡرِ سُوٓءٖ وَٱضۡمُمۡ إِلَيۡكَ جَنَاحَكَ مِنَ ٱلرَّهۡبِۖ فَذَٰنِكَ بُرۡهَٰنَانِ مِن رَّبِّكَ إِلَىٰ فِرۡعَوۡنَ وَمَلَإِيْهِۦٓۚ إِنَّهُمۡ كَانُواْ قَوۡمٗا فَٰسِقِينَ﴿٣٢

32خپل لاس دې په ګرېوان كې ننباسه، تك سپين به راووځي، بې له كوم عيبه، او له وېرې (بچ كېدو لپاره) دې خپل مټ در جوخت كړه نو فرعون او د هغه سردارانو ته ستا د رب لخوا دا دوه (ښكاره) کلک دلیلونه دي، بې شكه هغوى سرغړوونکي خلك دي.

قَالَ رَبِّ إِنِّي قَتَلۡتُ مِنۡهُمۡ نَفۡسٗا فَأَخَافُ أَن يَقۡتُلُونِ﴿٣٣

33وېلې زما ربه! ما خو له هغوى يو تن وژلى نو ډارېږم چې ما به ووژني.

وَأَخِي هَٰرُونُ هُوَ أَفۡصَحُ مِنِّي لِسَانٗا فَأَرۡسِلۡهُ مَعِيَ رِدۡءٗا يُصَدِّقُنِيٓۖ إِنِّيٓ أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ﴿٣٤

34او زما ورور هارون تر ما زيات فصیح (خوله ور) دى؛ نو له ما سره يې مرستيال ولېږه چې تصديق مې كوي، زه وېرېږم چې درواغجن به مې وګڼي.

قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجۡعَلُ لَكُمَا سُلۡطَٰنٗا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيۡكُمَا بِـَٔايَٰتِنَآۚ أَنتُمَا وَمَنِ ٱتَّبَعَكُمَا ٱلۡغَٰلِبُونَ﴿٣٥

35الله وويل: دا دى په خپل ورور به دې مټ در قوي كړو او يو داسې برلاسى به دركړو چې دوى به هيڅ نه شي در رسولاى، زموږ په دې نښانو به تاسي او ستاسي پيروان برلاسي وي.

فَلَمَّا جَآءَهُم مُّوسَىٰ بِـَٔايَٰتِنَا بَيِّنَٰتٖ قَالُواْ مَا هَٰذَآ إِلَّا سِحۡرٞ مُّفۡتَرٗى وَمَا سَمِعۡنَا بِهَٰذَا فِيٓ ءَابَآئِنَا ٱلۡأَوَّلِينَ﴿٣٦

36نو كله چې موسى زموږ له څرګندو نښانو سره هغوى ته ورغى، وېلې دا خو په درواغو جوړ شوو كوډو پرته بل څه نه دي او دا خو موږ په پخوانيو پلرونو كې نه وې اورېدلې.

وَقَالَ مُوسَىٰ رَبِّيٓ أَعۡلَمُ بِمَن جَآءَ بِٱلۡهُدَىٰ مِنۡ عِندِهِۦ وَمَن تَكُونُ لَهُۥ عَٰقِبَةُ ٱلدَّارِۚ إِنَّهُۥ لَا يُفۡلِحُ ٱلظَّٰلِمُونَ﴿٣٧

37او موسى وويل: زما رب په هغه چا ښه پوه دى چې د ده له لوري هدايت سره راغلى او (دا چې) ښه پايله به د چا وي؟ يقيناً ظالمان برى نه مومي.

وَقَالَ فِرۡعَوۡنُ يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡمَلَأُ مَا عَلِمۡتُ لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرِي فَأَوۡقِدۡ لِي يَٰهَٰمَٰنُ عَلَى ٱلطِّينِ فَٱجۡعَل لِّي صَرۡحٗا لَّعَلِّيٓ أَطَّلِعُ إِلَىٰٓ إِلَٰهِ مُوسَىٰ وَإِنِّي لَأَظُنُّهُۥ مِنَ ٱلۡكَٰذِبِينَ﴿٣٨

38او فرعون وويل: اى د قوم مشرانو! نه پېژنم زه ستاسو لپاره د بندګۍ هېڅ حقدارپرته له ما څخه، نو ای هامانه زما لپاره په خټو باندې اور بل کړه، نو جوړه کړه ما لره یوه بنګله، کېدی شي چې پورته د موسی معبود ته وروخېژم، او یقینا زه په ده باندې د دروغجنو ګمان کوم.

وَٱسۡتَكۡبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُۥ فِي ٱلۡأَرۡضِ بِغَيۡرِ ٱلۡحَقِّ وَظَنُّوٓاْ أَنَّهُمۡ إِلَيۡنَا لَا يُرۡجَعُونَ﴿٣٩

39او لویې وکړه ده او لښکرو د ده په ملک کې بغیر د حق نه او ګمان وکړ دوی چې یقینا دوی به موږ ته نشي راګرځیدلی.

فَأَخَذۡنَٰهُ وَجُنُودَهُۥ فَنَبَذۡنَٰهُمۡ فِي ٱلۡيَمِّۖ فَٱنظُرۡ كَيۡفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلظَّٰلِمِينَ﴿٤٠

40نو موږ هغه او د هغه لښكرې راونيولې او په سيند كې مو وغورځول، نو ګوره چې د ظالمانو پايله څنګه وه.

وَجَعَلۡنَٰهُمۡ أَئِمَّةٗ يَدۡعُونَ إِلَى ٱلنَّارِۖ وَيَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ لَا يُنصَرُونَ﴿٤١

41او وګرځول موږ دوی لره پېشوایان چې اور ته بلنه کوي او د قیامت په ورځ به د دوی مرسته نشي کیدلی.

وَأَتۡبَعۡنَٰهُمۡ فِي هَٰذِهِ ٱلدُّنۡيَا لَعۡنَةٗۖ وَيَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ هُم مِّنَ ٱلۡمَقۡبُوحِينَ﴿٤٢

42او په دې دنيا كې مو هم لعنت ورپسې كړ او هغوى به د قيامت په ورځ هم له بد ویلی شوو څخه وي.

وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَا مُوسَى ٱلۡكِتَٰبَ مِنۢ بَعۡدِ مَآ أَهۡلَكۡنَا ٱلۡقُرُونَ ٱلۡأُولَىٰ بَصَآئِرَ لِلنَّاسِ وَهُدٗى وَرَحۡمَةٗ لَّعَلَّهُمۡ يَتَذَكَّرُونَ﴿٤٣

43او یقینا ورکړی و موږ موسی ته کتاب وروسته له هغې نه چې موږ هلاکې کړې مخکینۍ پيړۍ تر څو شي د خلکو لپاره بينايي (د زړه)، لارښوونه او رحمت، تر څو هغوى درس واخلي.

وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ ٱلۡغَرۡبِيِّ إِذۡ قَضَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَى ٱلۡأَمۡرَ وَمَا كُنتَ مِنَ ٱلشَّٰهِدِينَ﴿٤٤

44او هغه مهال خو ته په لويديځه غاړه كې نه وې چې موسى ته مو امر (پیغمبري) وركړ او نه (هلته) حاضر وې.

وَلَٰكِنَّآ أَنشَأۡنَا قُرُونٗا فَتَطَاوَلَ عَلَيۡهِمُ ٱلۡعُمُرُۚ وَمَا كُنتَ ثَاوِيٗا فِيٓ أَهۡلِ مَدۡيَنَ تَتۡلُواْ عَلَيۡهِمۡ ءَايَٰتِنَا وَلَٰكِنَّا كُنَّا مُرۡسِلِينَ﴿٤٥

45او یقینا موږ پيړۍ (خلک) پیدا کړي دي، نو اوږده تېر شول په هغوی باندې عمرونه او نه وې ته اوسیدونکی په مدین والو کې چې لوستلی تا پر هغوی باندې آیتونه زموږ او لیکن یو موږ رالیږونکي.

وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ ٱلطُّورِ إِذۡ نَادَيۡنَا وَلَٰكِن رَّحۡمَةٗ مِّن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوۡمٗا مَّآ أَتَىٰهُم مِّن نَّذِيرٖ مِّن قَبۡلِكَ لَعَلَّهُمۡ يَتَذَكَّرُونَ﴿٤٦

46او ته د طور په څنډه كې هم نه وې، كله چې موږ (موسىٰ ته) غږ وكړ خو دا ستا د رب رحمت دى تر څو هغه قوم ووېروې چې له تا مخكې كوم وېروونكى نه دى ورغلى ښایي چې پند واخلي.

وَلَوۡلَآ أَن تُصِيبَهُم مُّصِيبَةُۢ بِمَا قَدَّمَتۡ أَيۡدِيهِمۡ فَيَقُولُواْ رَبَّنَا لَوۡلَآ أَرۡسَلۡتَ إِلَيۡنَا رَسُولٗا فَنَتَّبِعَ ءَايَٰتِكَ وَنَكُونَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ﴿٤٧

47او كه داسې نه واى چې هغوى ته به د خپلو كړو وړو له امله څه مصيبت (عذاب) ورسيږي، بيا به وايي چې اې زموږ ربه! ولې دې موږ ته كوم رسول راونه لېږلو چې ستا د آيتونو پيروي مو كړې واى او مومنان شوي واى.

فَلَمَّا جَآءَهُمُ ٱلۡحَقُّ مِنۡ عِندِنَا قَالُواْ لَوۡلَآ أُوتِيَ مِثۡلَ مَآ أُوتِيَ مُوسَىٰٓۚ أَوَلَمۡ يَكۡفُرُواْ بِمَآ أُوتِيَ مُوسَىٰ مِن قَبۡلُۖ قَالُواْ سِحۡرَانِ تَظَٰهَرَا وَقَالُوٓاْ إِنَّا بِكُلّٖ كَٰفِرُونَ﴿٤٨

48نو كله چې هغوى ته زموږ له لوري حق ورغى وېلې ولې هغه څه ورنه كړل شول كوم چې موسىٰ ته وركړل شوي وو؟ آيا نو هغوى له هغه څه نه وو منكر شوي کوم چې له دې مخکې موسىٰ ته وركړل شوي وو؟ وېلې دا دواړه كوډې دي چې يو د بل مرسته (ټينګتن) كوي او ويل يې: موږ دا ټول نه منو.

قُلۡ فَأۡتُواْ بِكِتَٰبٖ مِّنۡ عِندِ ٱللَّهِ هُوَ أَهۡدَىٰ مِنۡهُمَآ أَتَّبِعۡهُ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ﴿٤٩

49ورته ووايه: ښه نو د الله له لوري كوم داسې كتاب راوړئ چې له دې دواړو زيات لارښوونكى وي، زه به يې پيروي وكړم، كه تاسي رېښتوني ياست.

فَإِن لَّمۡ يَسۡتَجِيبُواْ لَكَ فَٱعۡلَمۡ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهۡوَآءَهُمۡۚ وَمَنۡ أَضَلُّ مِمَّنِ ٱتَّبَعَ هَوَىٰهُ بِغَيۡرِ هُدٗى مِّنَ ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّٰلِمِينَ﴿٥٠

50نو كه ستا خبره يې ونه منله نو پوه شه چې هغوى ايله خپلو هوسونو پسې روان دي، او تر هغه چا زيات بې لارې به څوك وي چې د الله لخوا له لارښوونو پرته خپلو هوسونو پسې درومي؟ بې شكه الله ظالمو خلكو ته هدايت نه كوي.

۞ وَلَقَدۡ وَصَّلۡنَا لَهُمُ ٱلۡقَوۡلَ لَعَلَّهُمۡ يَتَذَكَّرُونَ﴿٥١

51او موږ پرله پسې هغوى ته (د نصيحت) خبره رسولې ده چې ښايي څه درس واخلي.

ٱلَّذِينَ ءَاتَيۡنَٰهُمُ ٱلۡكِتَٰبَ مِن قَبۡلِهِۦ هُم بِهِۦ يُؤۡمِنُونَ﴿٥٢

52هغه كسان چې له دې مخكې مو كتاب وركړى و، هغوى په دې (قرآن) ايمان راوړي.

وَإِذَا يُتۡلَىٰ عَلَيۡهِمۡ قَالُوٓاْ ءَامَنَّا بِهِۦٓ إِنَّهُ ٱلۡحَقُّ مِن رَّبِّنَآ إِنَّا كُنَّا مِن قَبۡلِهِۦ مُسۡلِمِينَ﴿٥٣

53او كله چې پر هغوى لوستل كيږي وايي موږ پرې ايمان راوړى، بې شكه دا زموږ د رب لخوا حق دى، موږ له دې لا مخکې مسلمانان وو.

أُوْلَٰٓئِكَ يُؤۡتَوۡنَ أَجۡرَهُم مَّرَّتَيۡنِ بِمَا صَبَرُواْ وَيَدۡرَءُونَ بِٱلۡحَسَنَةِ ٱلسَّيِّئَةَ وَمِمَّا رَزَقۡنَٰهُمۡ يُنفِقُونَ﴿٥٤

54دغو خلكو ته به يې اجر دوه ځلې وركړى شي، چې صبر يې كړى وو، او دوى د بدۍ مخنيوى په نيكۍ كوي او له هغه څه چې موږ ور روزي كړي لګښت كوي.

وَإِذَا سَمِعُواْ ٱللَّغۡوَ أَعۡرَضُواْ عَنۡهُ وَقَالُواْ لَنَآ أَعۡمَٰلُنَا وَلَكُمۡ أَعۡمَٰلُكُمۡ سَلَٰمٌ عَلَيۡكُمۡ لَا نَبۡتَغِي ٱلۡجَٰهِلِينَ﴿٥٥

55او كله چې دوی واوري بې فایدې خبرې مخ اړوي د هغې نه او دوی وایې موږ لپاره زموږ عملونه دي او تاسو ته خپل عملونه، سلام (د بیلتون) دې وي پر تاسو، نه لټوو موږ ملګرتیا د جاهلانو.

إِنَّكَ لَا تَهۡدِي مَنۡ أَحۡبَبۡتَ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يَهۡدِي مَن يَشَآءُۚ وَهُوَ أَعۡلَمُ بِٱلۡمُهۡتَدِينَ﴿٥٦

56ته هغه چا ته هدايت نه شې كولاى چې ستا خوښ وي خو چا ته چې الله وغواړي هدايت ورته كوي او همغه په لار موندونكو ښه پوه دى.

وَقَالُوٓاْ إِن نَّتَّبِعِ ٱلۡهُدَىٰ مَعَكَ نُتَخَطَّفۡ مِنۡ أَرۡضِنَآۚ أَوَلَمۡ نُمَكِّن لَّهُمۡ حَرَمًا ءَامِنٗا يُجۡبَىٰٓ إِلَيۡهِ ثَمَرَٰتُ كُلِّ شَيۡءٖ رِّزۡقٗا مِّن لَّدُنَّا وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ﴿٥٧

57او هغوى وويل: كه له تاسره د دې هدايت پيروي وكړو نو له خپلې ځمكې به وتښتول شو! آيا هغوى ته مو بې غمه حرم كې ځاى نه دى وركړى؟ چې زموږ لخوا د روزۍ په توګه هر ډول مېوې ورته راچليږي خو زياتره يې نه پوهيږي.

وَكَمۡ أَهۡلَكۡنَا مِن قَرۡيَةِۭ بَطِرَتۡ مَعِيشَتَهَاۖ فَتِلۡكَ مَسَٰكِنُهُمۡ لَمۡ تُسۡكَن مِّنۢ بَعۡدِهِمۡ إِلَّا قَلِيلٗاۖ وَكُنَّا نَحۡنُ ٱلۡوَٰرِثِينَ﴿٥٨

58او څومره داسې كلي موږ تباه كړي دي چې په خپل ژوندون كې مغرور شوي وو، نو دا دی كورونه يې چې له هغوى وروسته څه ډېره لږ هستوګنه پكې شوې ده او وو موږ اخري مالکان.

وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهۡلِكَ ٱلۡقُرَىٰ حَتَّىٰ يَبۡعَثَ فِيٓ أُمِّهَا رَسُولٗا يَتۡلُواْ عَلَيۡهِمۡ ءَايَٰتِنَاۚ وَمَا كُنَّا مُهۡلِكِي ٱلۡقُرَىٰٓ إِلَّا وَأَهۡلُهَا ظَٰلِمُونَ﴿٥٩

59او نه و رب ستا هلاكوونكى د کلیو، څو چې په مینځ د هغې کې به يې يو رسول نه و لېږلى چې زموږ آيتونه به يې پرې لوستل او نه و موږ هلاکوونکي د کلیو، مګر اوسیدونکي د هغې ظالمان دي.

وَمَآ أُوتِيتُم مِّن شَيۡءٖ فَمَتَٰعُ ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا وَزِينَتُهَاۚ وَمَا عِندَ ٱللَّهِ خَيۡرٞ وَأَبۡقَىٰٓۚ أَفَلَا تَعۡقِلُونَ﴿٦٠

60او تاسي ته چې څه دركړ شوي، هغه خو د دنيوي ژوند وسايل او ښكلا ده، خو څه چې الله سره دي هغه غوره او ډېر پايېدونكي دي، آيا نو تاسي عقل نه كاروئ؟

أَفَمَن وَعَدۡنَٰهُ وَعۡدًا حَسَنٗا فَهُوَ لَٰقِيهِ كَمَن مَّتَّعۡنَٰهُ مَتَٰعَ ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا ثُمَّ هُوَ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ مِنَ ٱلۡمُحۡضَرِينَ﴿٦١

61آيا نو هغه كس چې موږ غوره ژمنه وركړې او هغه يې موندونكى وي، د هغه چا غوندې دى چې (يوازې) د دنيوي ژوند سامان مو وركړى، بيا به هغه د قيامت په ورځ (عذاب ته) له حاضرېدونكو څخه وي.

وَيَوۡمَ يُنَادِيهِمۡ فَيَقُولُ أَيۡنَ شُرَكَآءِيَ ٱلَّذِينَ كُنتُمۡ تَزۡعُمُونَ﴿٦٢

62او (په) كومه ورځ چې آواز ورته وكړي: زما هغه شريكان چېرته دي چې تاسو به ګومان كولو؟

قَالَ ٱلَّذِينَ حَقَّ عَلَيۡهِمُ ٱلۡقَوۡلُ رَبَّنَا هَٰٓؤُلَآءِ ٱلَّذِينَ أَغۡوَيۡنَآ أَغۡوَيۡنَٰهُمۡ كَمَا غَوَيۡنَاۖ تَبَرَّأۡنَآ إِلَيۡكَۖ مَا كَانُوٓاْ إِيَّانَا يَعۡبُدُونَ﴿٦٣

63بيا به هغه كسان ووايي كوم چې (د عذاب) خبره ورباندې ثابته شوې: اې زموږ ربه! همدغه خلك دي چې موږ بې لارې كړي وو، داسې مو بې لارې كړي وو لكه موږ چې بې لارې شوي وو، موږ تاته له هغوى نه بېزاري څرګندوو، دوى زموږ عبادت نه كولو.

وَقِيلَ ٱدۡعُواْ شُرَكَآءَكُمۡ فَدَعَوۡهُمۡ فَلَمۡ يَسۡتَجِيبُواْ لَهُمۡ وَرَأَوُاْ ٱلۡعَذَابَۚ لَوۡ أَنَّهُمۡ كَانُواْ يَهۡتَدُونَ﴿٦٤

64او وبه ويل شي، خپل شريكان مو راوبولئ، نو هغوى به يې راوبولي خو هغوى به څه ځواب ورنه كړي او عذاب به وويني، ( او وایې به ) كاشكې دوى پوهېدلی (چې دا شریکان هیڅ مرسته نشي کولی).

وَيَوۡمَ يُنَادِيهِمۡ فَيَقُولُ مَاذَآ أَجَبۡتُمُ ٱلۡمُرۡسَلِينَ﴿٦٥

65او هغه ورځ چې دوى ته غږ وكړي وايي څه ځواب وركړی و تاسو رسولانو ته؟

فَعَمِيَتۡ عَلَيۡهِمُ ٱلۡأَنۢبَآءُ يَوۡمَئِذٖ فَهُمۡ لَا يَتَسَآءَلُونَ﴿٦٦

66نو هغه ورځ به ټول خبرونه (ځوابونه) ورباندې پټ كړی شي بيا به يو بل پوښتلى هم نه شي.

فَأَمَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صَٰلِحٗا فَعَسَىٰٓ أَن يَكُونَ مِنَ ٱلۡمُفۡلِحِينَ﴿٦٧

67نو چا چې توبه وكړه، ايمان يې راوړو او نېك عمل يې وكړ، نیږدې دی چې هغه له بري موندونكو څخه وي.

وَرَبُّكَ يَخۡلُقُ مَا يَشَآءُ وَيَخۡتَارُۗ مَا كَانَ لَهُمُ ٱلۡخِيَرَةُۚ سُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشۡرِكُونَ﴿٦٨

68او ستا رب چې څه غواړي هغه پيدا كوي او غوره كوي يې، د دوى څه اختيار نشته، الله لره پاكي ده او له هغه څه ډېر اوچت دى چې دوى يې ورسره شريكوي.

وَرَبُّكَ يَعۡلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمۡ وَمَا يُعۡلِنُونَ﴿٦٩

69او ستا پالونکي پوهیږي په هغه څه چې د هغوى سينې يې پټوي او هغه چې څرګندوي يې.

وَهُوَ ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۖ لَهُ ٱلۡحَمۡدُ فِي ٱلۡأُولَىٰ وَٱلۡأٓخِرَةِۖ وَلَهُ ٱلۡحُكۡمُ وَإِلَيۡهِ تُرۡجَعُونَ﴿٧٠

70او همغه الله دى، له هغه پرته كوم بل لایق د عبادت نشته، همغه لره ستاينه ده په دنيا او آخرت كې او حكم د هغه دى او د همغه لور ته به ورستنېږئ.

قُلۡ أَرَءَيۡتُمۡ إِن جَعَلَ ٱللَّهُ عَلَيۡكُمُ ٱلَّيۡلَ سَرۡمَدًا إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ مَنۡ إِلَٰهٌ غَيۡرُ ٱللَّهِ يَأۡتِيكُم بِضِيَآءٍۚ أَفَلَا تَسۡمَعُونَ﴿٧١

71ووایه: خبر راکړئ که چېرته الله د قيامت تر ورځې پورې شپه درباندې اوږده كړي، نو له الله پرته هغه معبود څوك دى چې تاسي ته رڼايي راولي؟ نو آيا تاسي نه اورئ؟

قُلۡ أَرَءَيۡتُمۡ إِن جَعَلَ ٱللَّهُ عَلَيۡكُمُ ٱلنَّهَارَ سَرۡمَدًا إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ مَنۡ إِلَٰهٌ غَيۡرُ ٱللَّهِ يَأۡتِيكُم بِلَيۡلٖ تَسۡكُنُونَ فِيهِۚ أَفَلَا تُبۡصِرُونَ﴿٧٢

72ورته ووايه: آيا تاسي پام كړی چې كه الله تر قيامت ورځې پورې ورځ درباندې هميشه كړي، له الله پرته بل معبود څوك دى چې تاسي ته شپه راولي تر څو پكې آرام وكړئ؟ آيا نو تاسي نه وينئ؟

وَمِن رَّحۡمَتِهِۦ جَعَلَ لَكُمُ ٱلَّيۡلَ وَٱلنَّهَارَ لِتَسۡكُنُواْ فِيهِ وَلِتَبۡتَغُواْ مِن فَضۡلِهِۦ وَلَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ﴿٧٣

73او له خپل رحمته يې تاسي ته شپه او ورځ پيدا كړي چې تاسي پكې آرام وكړئ او د هغه فضل ولټوئ او د دې لپاره چې شكر وباسئ.

وَيَوۡمَ يُنَادِيهِمۡ فَيَقُولُ أَيۡنَ شُرَكَآءِيَ ٱلَّذِينَ كُنتُمۡ تَزۡعُمُونَ﴿٧٤

74او (په) كومه ورځ چې آواز ورته وكړي: زما هغه شريكان چېرته دي چې تاسو به ګومان كولو؟

وَنَزَعۡنَا مِن كُلِّ أُمَّةٖ شَهِيدٗا فَقُلۡنَا هَاتُواْ بُرۡهَٰنَكُمۡ فَعَلِمُوٓاْ أَنَّ ٱلۡحَقَّ لِلَّهِ وَضَلَّ عَنۡهُم مَّا كَانُواْ يَفۡتَرُونَ﴿٧٥

75او راوباسو به موږ له هر امته يو شاهد بيا به ووايو: راوړئ خپل دليل مو (په شرک باندې) نو بيا به پوه شي چې حق (د الوهیت) الله لره دى او هغه ټول درواغ به ترې ورك شي چې هغوى به جوړول.

۞ إِنَّ قَٰرُونَ كَانَ مِن قَوۡمِ مُوسَىٰ فَبَغَىٰ عَلَيۡهِمۡۖ وَءَاتَيۡنَٰهُ مِنَ ٱلۡكُنُوزِ مَآ إِنَّ مَفَاتِحَهُۥ لَتَنُوٓأُ بِٱلۡعُصۡبَةِ أُوْلِي ٱلۡقُوَّةِ إِذۡ قَالَ لَهُۥ قَوۡمُهُۥ لَا تَفۡرَحۡۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلۡفَرِحِينَ﴿٧٦

76بې شکه قارون د موسىٰ له قومه و، خو بيا يې پر هغوى تېرى وكړ او هغه ته مو دومره خزانې وركړې وې چې کنجيانې (چابیانې) به يې پر يوې ځواكمنې ډلې هم درنېدلې، يو وخت چې قوم يې ورته ووېل: (په دنيا) مه نازېږه! بې شكه الله نازېدونكي نه خوښوي.

وَٱبۡتَغِ فِيمَآ ءَاتَىٰكَ ٱللَّهُ ٱلدَّارَ ٱلۡأٓخِرَةَۖ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ ٱلدُّنۡيَاۖ وَأَحۡسِن كَمَآ أَحۡسَنَ ٱللَّهُ إِلَيۡكَۖ وَلَا تَبۡغِ ٱلۡفَسَادَ فِي ٱلۡأَرۡضِۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلۡمُفۡسِدِينَ﴿٧٧

77او په هغه څه (مال) كې چې الله دركړی، د آخرت كور ولټوه او په دنيا كې دې هم خپله برخه مه هېروه او ښېګڼه كوه لكه تا سره چې الله ښېګڼه كړې ده او په ځمكه كې فساد (جوړول) مه غواړه، بې شكه الله فساد كوونكي نه خوښوي.

قَالَ إِنَّمَآ أُوتِيتُهُۥ عَلَىٰ عِلۡمٍ عِندِيٓۚ أَوَلَمۡ يَعۡلَمۡ أَنَّ ٱللَّهَ قَدۡ أَهۡلَكَ مِن قَبۡلِهِۦ مِنَ ٱلۡقُرُونِ مَنۡ هُوَ أَشَدُّ مِنۡهُ قُوَّةٗ وَأَكۡثَرُ جَمۡعٗاۚ وَلَا يُسۡـَٔلُ عَن ذُنُوبِهِمُ ٱلۡمُجۡرِمُونَ﴿٧٨

78هغه ويل: دا خو ماته په هغه پوهه راكړی شوي چې زه يې لرم، آيا هغه ته نه وه معلومه چې بې شكه الله له هغه مخكى (هم) داسې قومونه هلاك كړي دي چې له هغه ډېر ځواكمن او په ډله كې ډېر زيات وو؟ او له (داسې) مجرمانو خو د ګناهونو پوښتنه نه كيږي.

فَخَرَجَ عَلَىٰ قَوۡمِهِۦ فِي زِينَتِهِۦۖ قَالَ ٱلَّذِينَ يُرِيدُونَ ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا يَٰلَيۡتَ لَنَا مِثۡلَ مَآ أُوتِيَ قَٰرُونُ إِنَّهُۥ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٖ﴿٧٩

79نو راووتلو دی خپل قوم ته په سينګار كې نو كومو خلكو چې دنيوي ژوند غوښته، وويل: كاشكې زموږ هم هغه څه واى لكه قارون ته چې وركړى شوي، رېښتيا چې دى د لويې برخې څښتن دى.

وَقَالَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡعِلۡمَ وَيۡلَكُمۡ ثَوَابُ ٱللَّهِ خَيۡرٞ لِّمَنۡ ءَامَنَ وَعَمِلَ صَٰلِحٗاۚ وَلَا يُلَقَّىٰهَآ إِلَّا ٱلصَّٰبِرُونَ﴿٨٠

80او چا ته چې علم وركړى شوى و، هغوى وويل: ستاسي په حال افسوس دى، د الله ثواب د هغه چا لپاره ډېر غوره دى چې ايمان راوړي او نيك عمل وكړي او دا پرته له صابرانو بل چا ته نه وركول كيږي.

فَخَسَفۡنَا بِهِۦ وَبِدَارِهِ ٱلۡأَرۡضَ فَمَا كَانَ لَهُۥ مِن فِئَةٖ يَنصُرُونَهُۥ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ ٱلۡمُنتَصِرِينَ﴿٨١

81نو هغه او د هغه كور مو په ځمكه ننوېست، نو بيا د هغه کومه ډله نه وه چې د الله په مقابله كې يې مرسته وكړي او نه په خپله د ځان مرسته كوونكى و.

وَأَصۡبَحَ ٱلَّذِينَ تَمَنَّوۡاْ مَكَانَهُۥ بِٱلۡأَمۡسِ يَقُولُونَ وَيۡكَأَنَّ ٱللَّهَ يَبۡسُطُ ٱلرِّزۡقَ لِمَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦ وَيَقۡدِرُۖ لَوۡلَآ أَن مَّنَّ ٱللَّهُ عَلَيۡنَا لَخَسَفَ بِنَاۖ وَيۡكَأَنَّهُۥ لَا يُفۡلِحُ ٱلۡكَٰفِرُونَ﴿٨٢

82او سبا کړو هغو کسانو چې ارمان یې کړی و د حالت د ده پرون، ویل یې: آیا ته نه ګورې؟ یقینا الله تعالی پراخوي روزي هغه چا لره چې وغواړي د بنده ګانو خپلو نه او تنګوي، که چیرته احسان نه و کړی الله تعالی پر موږ باندې خامخا ښخ کړی به یې وای موږ لره، آیا ته پوه نه یې؟ یقینا کافران نشي بچ کیدلی.

تِلۡكَ ٱلدَّارُ ٱلۡأٓخِرَةُ نَجۡعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوّٗا فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلَا فَسَادٗاۚ وَٱلۡعَٰقِبَةُ لِلۡمُتَّقِينَ﴿٨٣

83هغه د آخرت كور موږ د هغو كسانو لپاره ټاكو چې په ځمكه كې لويي او فساد كول نه غواړي او ښه پايله د متقيانو ده.

مَن جَآءَ بِٱلۡحَسَنَةِ فَلَهُۥ خَيۡرٞ مِّنۡهَاۖ وَمَن جَآءَ بِٱلسَّيِّئَةِ فَلَا يُجۡزَى ٱلَّذِينَ عَمِلُواْ ٱلسَّيِّـَٔاتِ إِلَّا مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ﴿٨٤

84چا چې نيكى راوړه نو د هغه لپاره به بهتره بدله وي د هغې نه، او چا چې راتلل وکړل په بدۍ سره نو بيا هغوى ته چې بدۍ يې كړې وي، له خپل عمله پرته بله بدله نه وركول كيږي.

إِنَّ ٱلَّذِي فَرَضَ عَلَيۡكَ ٱلۡقُرۡءَانَ لَرَآدُّكَ إِلَىٰ مَعَادٖۚ قُل رَّبِّيٓ أَعۡلَمُ مَن جَآءَ بِٱلۡهُدَىٰ وَمَنۡ هُوَ فِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٖ﴿٨٥

85بې شکه هغه ذات چې فرض کړی یې دی پر تا باندې دا قران، خامخا واپس کوي به تا لره ځای د واپسۍ ته، ووايه: زما رب ښه پوه دی په هغه چا باندې چې راتلل وکړي په هدایت سره او په هغه چا چې هغه وي په ښکاره ګمراهۍ کې.

وَمَا كُنتَ تَرۡجُوٓاْ أَن يُلۡقَىٰٓ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبُ إِلَّا رَحۡمَةٗ مِّن رَّبِّكَۖ فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرٗا لِّلۡكَٰفِرِينَ﴿٨٦

86او ستا خو دا هيله نه وه چې دا كتاب دې تاته راولېږل شي، پرته له دې چې ستا د رب له لوري يو رحمت و نو ته د كافرو ملاتړی مه كېږه.

وَلَا يَصُدُّنَّكَ عَنۡ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ بَعۡدَ إِذۡ أُنزِلَتۡ إِلَيۡكَۖ وَٱدۡعُ إِلَىٰ رَبِّكَۖ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡمُشۡرِكِينَ﴿٨٧

87او په كار ده چې هغوى دې هيڅكله د الله له اّيتونو وانړوي، له هغه وروسته چې تاته رانازل شي، او د خپل رب لور ته بلنه كوه او هېڅكله په مشركانو كې مه شاملېږه.

وَلَا تَدۡعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَۘ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۚ كُلُّ شَيۡءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجۡهَهُۥۚ لَهُ ٱلۡحُكۡمُ وَإِلَيۡهِ تُرۡجَعُونَ﴿٨٨

88او له الله سره كوم بل معبود مه رابوله، د هغه پرته بل د عبادت لایق نشته، د هغه له مخ (ذات) پرته هر څه له منځه تلونكي دي واكمني يوازې د هغه ده او تاسي ټول به همغه ته ورستنېږئ.

RELATED SURAHS