الكهف
The Cave • 110 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1ثنا ستاينه الله ته ده چې پر خپل بنده دغه كتاب نازل كړ او په هغه كې يې كوم كوږوالى پرېنښود.
2سم برابر دى، تر څو (خلک) د هغه (الله) له سخت عذاب څخه ووېروي، او هغو مومنانو ته چې سم كارونه كوي، زېرى وركړي چې يقيناً دوى لره ډېره ښه بدله (د جنت) ده.
3په هغه كې به تر تله پاتې کېدونكي وي.
4او هغه كسان هم ووېروي چې وايي: الله زوى نیولی.
5په دې كې نه دوى څه پوهه لري، نه يې پلرونه، ډېره لويه (غلطه) خبره يې له خولي راوځي، خو پرته له دروغو بل څه نه وايي.
6نو ښايې ته له ډېره غمه د هغوى په وروسته ګرځېدو د خپل ځان وژونكى يې، كه په دې خبره يې ايمان رانه وړلو.
7څه چې پر دې ځمكه دي هغه مو د هغې لپاره ښكلا ګرځولې، تر څو هغوى وازميو چې كوم يو يې په عمل كې ډېر غوره دى.
8او څه چې پر هغې دي، يقيناً موږ يې هوار ډاګ جوړونكي يو.
9آيا ته انګېرې چې د سمڅې او تختې والا زموږ له عجيبه نښانو څخه دي؟
10كله چې هغو زلميانو سمڅې ته پناه يوړه نو ويې ويل: زموږ ربه! له خپل لوري دې موږ ته رحمت راكړه او په (دې) كار كې مو سمون راوله.
11نو هغوى مو په هماغې سمڅه كې یو شمېر كلونو پورې په درانده خوب ويده كړل.
12بيا مو را پاڅول ترڅو وګورو د هغو له دوو ډلونه كومه يوه د خپلې استوګنې موده ښه شميرلاى شي.
13موږ یې ریښتیني کیسه درته کوو، هغوى څو تنه زلميان وو چې پر خپل پروردګار يې ايمان راوړى و او موږ یې هدايت لا ور زیات کړ.
14او د هغوى زړونه مو لا هغه مهال ورټينـګ كړي و كله چې دوى پاڅېدل او ويې ويل: زموږ رب خو هماغه د آسمانو او ځمكې رب دى، هېڅكله به له هغه پرته بل معبود راونه بولو، كنه بيا خو به مو ډېره غلطه خبره كړي وي.
15زموږ دې قوم خو د الله نه پرته نور معبودان نيولي دي، د هغوى لپاره ولې كوم څرګند دليل نه راوړي؟ نو څوک به له هغه چا ډېر ظالم وي چې الله پورې دروغ تړي؟
16نو كله چې تاسو له دوى او له هغو چې دوى يې الله نه پرته لمانځي، ګوښه شوئ نو هغې سمڅې ته پناه يوسئ، ستاسو رب به خپل رحمت درباندې راخپور كړي او ستاسو چارو ته به سمون راوړي.
17او كله چې لمر راخېژي نو ته به ګورې چې د دوى سمڅه پرېږدي، ښۍ خواته ترې اوړي او چې پرېوځي نو په كيڼه خوا ترې اوړي او هغوى يې په يوه ارت (پراخه) ميدان كې دي دا د الله له نښانو (يوه) ده. چاته چې الله نېغه لار وښوده نو هماغه لار موندونكى دى او څوک چې یې بې لارې كړي نو بيا به كوم لارښود ملګرى ورته ونه مومې.
18او ته به يې ويښ ګڼي خو هغوى ويده دي او موږ يې په ښي او كيڼ لوري اړوو را اړوو اوسپى يې د غار په خوله كې غوړولې څنګلې پروت دى كه (يو ځل) سر ورښكاره كړې نو خامخا به په تېښته ترې راوګرځې او ډېر به يې له وېرې ډک شې.
19او په همدې (عجيبه) توګه مو راويښ هم كړل چې خپلو كې سره وپوښتي، نو يوه يې وويل: څومره به (دلته) ځنډېدلي ياست؟ ويلې يوه يا نيمه ورځ، بيا يې سره وويل: الله ښه پوه دى چې څومره ځنډېدلي ياست، خو يو كس مو له دغو سپينو روپيو سره ښار ته واستوئ چې وګوري كوم يوه سره ښه پاک خواړه دي نو بيا دې له هماغه نه څه خواړه درته راوړي او نرمي او هوښياري دې كوي او هېڅوک دې نه درباندې خبروي.
20ځكه چې دوى كه درباندې خبر او برلاسي شول نو يا به مو سنګسار كوي يا به مو د هغوى دين ته وراړوي او بيا به هېڅكله بريالي نه شئ.
21او همداسې مو (خلک) پرې خبر كړل، څو وپوهېږي چې د الله وعده ریښتينې ده او دا چې په قيامت كې شک نشته، كله چې دوى په دې كې سره شخړه كوله نو ځينو وويل: په دوى يو دېوال جوړ كړئ، رب يې ډېر ښه پرې عالم دى خو هغو كسانو چې د دوى په كار برلاسي شوي وو، وويل: خامخا به يو مسجد (عبادت ځاى) پرې جوړوو.
22ځينې به ووايي هغوى درې وو، څلورم يې سپى دى، ځينې به وايي پنځه دي شپږم يې سپى دى، (دا ټول) د غیبو ګزارونه (بې دليله خبرې) دي، او ځينې به وايي اوه دي، اتم يې سپى دى، ورته ووايه: زما رب يې په شمېر ډېر ښه پوه دى، له كمو خلكو پرته بل چاته نه دي معلوم، نو د هغوى په هكله له سرسري خبرو پرته چا سره چېړ مه كوه اومه له هېچا د دوى په هكله فتوىٰ غواړه.
23او د يو شي په هكله دا مه وايه چې زه به سبا خامخا دا (كار) كوم.
24پرته له دې چې د الله اراده وشي، او كله چې درنه هېر شي نو خپل رب دې يادوه او دا وايه چې: ښايي خپل رب مې د نېكۍ خواته د ډېرې نږدې لارې ښوونه راته وكړي.
25او هغوى په خپله سمڅه كې درې سوه كاله پاتې شول، او دوى نهه نور هم پرې ورزيات كړي دي.
26ورته ووايه: الله ډېر ښه ورباندې پوه دى چې دوى څومره ځنډېدلي دي، د آسمانونو او ځمكې غيب ټول هغه لره دي، څومره ښه ليدونكى او اورېدونكى دى، له هغه پرته دوى لره څوک دوست نشته او نه په خپله واكمنۍ كې څوک شريكوي.
27او (يوازې) هماغه څه ولوله چې ستا د رب له كتابه درته وحى شوي، د الله د خبرو هېڅ بدلوونكى نشته او نه به هېڅكله له هغه پرته بل د پناه ځاى ومومې.
28او خپل ځان دې له هغو خلكو سره ټينـګ كړه چې سبا بېګا خپل رب رابولي، د هغه رضا غواړي او له هغوى سترګې مه اړوه، آيا ته د دنيايي ژوند ښكلا غواړې؟ او د داسې كس مه منه چې موږ د هغه زړه له خپله ياده غافل كړى او په خپل هوس پسې روان شوى او كار يې (يو مخ) تباهي او زياتى دى.
29او ووايه دا حق دى ستاسو د رب له خوا، نو څوک چې غواړي ودې مني او څوک چې غواړي نه دې مني، يقيناً موږ ظالمانو ته داسې اور چمتو كړى چې پردې يې له هغوى نه راچاپېر دي او كه (له تندې) فرياد كوي نو په داسې اوبو به يې پالنه وشي لكه د تېلو خټ چې مخونه وريتوي، (دا) ډېر بد څښاك او ناوړه استوګنځى دى.
30يقيناً هغه خلک چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي، نو موږ خو د هغه چا اجر نه ضايع كوو چې په عمل كې غوره وي.
31هغوى لپاره همېشني جنتونه دي چى لاندې به يې ويالې بهيږي، هلته به د سرو زرو په وښيو (بنګړو) سينګار كړى شي او د نريو ورېښمو او اطلسو (مخملو) شنې جامې به واغوندي، هلته به يې پر تختونو تكيه وهلې وي، ډېر ښه اجر او غوره استوګنځى دى.
32او هغوى ته يو مثال بيان كړه، لكه دوه تنه سړي وو، چې يوه ته يې موږ د انګورو دوه باغونه وركړي او هغه مو د كجورو په ونو پوښلي وو او د هغو ترمنځ مو كرونده پيدا كړې وه.
33دواړو باغونو به خپلې مېوې پوره وركولې او هېڅ شى به يې نه ترې كمول، او د هغو په منځ كې مو يوه وياله هم وبهوله.
34او (ښه) مېوه يې درلوده، نو هغه خپل ملګري ته په خبرو اترو كې وويل: زه له تانه هم په مال كې زيات او هم په مېړونو (کسانو) كې پتمن يم.
35او خپل باغ ته ننوتلو په داسې حال كې چې پر خپل ځان ظلم كوونكى و، وېلې: زه خو ګومان نه كوم چې دا به كله هم پناه شي.
36او ګومان نه كوم چې قيامت دې راتلونكى وي او خامخا كه خپل رب ته ورستون كړى شوم نو حتماً به له دې هم لاغوره ځاى بيا مومم.
37ملګري يې په خبرو اترو كې ورته وويل: آيا له هغه ذاته منكر شوې چې ته يې له خاورې بيا له نطفې پيدا او وروسته يې سم روغ سړى جوړ كړې.
38لیکن هماغه الله زما پالونکی دی، او خپل پالونکي سره هېڅوک هم نه شریکوم.
39او كله چې ته خپل باغ ته ننوتې، ولې دې ونه ويل: ما شاء الله د الله نه پرته بل ځواک نشته، كه ته مې لا هم په مال او اولاد كې له ځانه كم ګڼي.
40نو لرې نه ده چې رب مې ستا له باغه ماته غوره څه راكړي او (ستا) په هغه له اسمانه كوم آفت راكوز كړي چې ښویه ميدان وګرځي.
41يا يې اوبه (په زمكه) ډوبې شې او بيا يې په هېڅ شان ونه لټولاى شې.
42او (همداسې وشول) مېوه يې (ټوله) تباه شوه نو سبا يې په هغه لګښت لاسونه مروړل چې په هغه يې كړى و، او هغه (باغ) په خپلو څپرو باندې نسكور غورځېدلى و، ويلې ارمان چې له خپل رب سره مې څوک شريک نه وى ګڼلى.
43او (بيا نو) د ده كومه داسې ډله نه وه چې مرسته يې كړې واى او نه يې خپله د ځان څه مرسته كولى شوه.
44دلته نو ټوله واكمني الله لره ثابته شوه، هماغه (الله) هم په ثواب (وركولو) كې غوره دى او هم په انجام كې.
45او دوى ته د دنيايي ژوند مثال بيان كړه، لكه له اسمانه چې اوبه راتويې كړو نو په دې سره د زمكې شنيلي سره ګډ شي (له ګڼوالي) او بيا سبا وچ خلي خځلې شي چې بادونه يې الوځوي او الله په هر څه قادر دى.
46دا مال او زامن خو د دنيايي ژوند ښكلا ده او پايښت لرونكې نېكۍ ستا له رب سره هم په ثواب كې غوره دي او هم د هيلې له پلوه.
47او هغه ورځ چې غرونه وخوځوو او زمكه لغړه ووينې او دوى (ټول) داسې راغونډ كړو چې له هغو نه يو هم پرېنږدو.
48او (ټول به) ستا د رب حضور ته كتار كتار وړاندې كړى شي، دا دى تاسو خو داسى راته راغلئ لكه ړومبى ځل مو چې پيدا كړي وئ، بلكې تاسو لا داسې ګڼلې وه چې د وعدې هېڅ وخت به درته ونه ټاكو.
49او (د عمل) كتاب به كېښودل شي نو ته به مجرمان ګورې چې له هغه څه نه وېرېدونكي دي، كوم چې په هغه (كتاب) كې دي او وايي به هاى زموږ بده بخته دا څنګه ليكنه ده چې (زموږ) وړه او غټه يې بې شمېرلو نه ده پريښې، او څه يې چې كړي وو حاضر به يې ومومي او ستا رب په هېچا ظلم نه كوي.
50او كله چې موږ ملايكو ته وويل: آدم ته سجده وكړئ نو له ابليس پرته ټولو سجده وكړه، هغه له پېريانو و نو (ځكه) د خپل رب له حكمه ووت، نو آيا اوس تاسو هغه او ځوځات يې له ما پرته خپل واكمنان جوړوئ حال دا چې هغوى مو غليمان دي، هغه د ظالمانو لپاره ناوړه بدل دى.
51هغوى مې نه د اسمانو او زمكې پيدا كولو وخت كې حاضر كړي وو او نه مې خپله د دوى په پيدا كولو كې (شريک كړي وو) او نه داسې بې لاره كوونكي خپل مرستيالان نيسم.
52او هغه ورځ چې (الله) ووايي: (اوس) راوبلئ هغه چې ما سره مو شريكان ګڼلي وو، نو دوى به يې راوبلي خو هغوى به ځواب ورنكړي او موږ به د دوى ترمنځ د هلاكت يوه كنده منځ ته راوړو.
53او دا مجرمان به هغه اور وويني نو يقين به يې راشي چې دوى حتماً پكې ورغورځېدونكي دي او له هغه د اړخ ته كېدو څه لورى به ونه مومي.
54او یقینا موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر قسم بیان کړی دی، خو انسان له هر شي زيات جګړه مار دى.
55او كله چې خلكو ته هدايت راغى نو څه شي له دې ايسار كړل چې ايمان راوړي او خپل رب نه بخښنه وغواړي؟ پرته له دې چې (هماغه) د پخوانيو (مجرمانو) دستور (چې هلاكت دى) ورسره وشي يا مخامخ عذاب ورته راشي.
56او موږ رسولان له دې پرته چې زېرى وركوونكي به وى، بل څه لپاره نه لېږو، او كافران د باطل په وسيله د حق له منځه وړلو لپاره جګړه كوي او زما پر آيتونو او هغو اخطارونو چې دوى ته وركړى شوي ملنډې وهي.
57او تر هغه به لا بل كوم ظالم وي چې د خپل رب په آيتونو نصيحت ورته وشي خو دى ترې مخ واړوي او هغه څه هېر كړي چې خپلو لاسو يې وړاندې لېږلي، بې شکه موږ د هغوى په زړونو پردې اچولې چې ورباندې پوه نه شي او په غوږنو كې يې كوڼوالى دى او كه ته يې سمې لارې ته رابولي بيا هم هېڅكله، دوى لار موندونكي نه دي.
58او ستا رب بخښونكى، د رحمت خاوند دى، كه په هغه ګناه يې نيولي واى چې كړې يې ده نو سمدلاسه به يې عذاب ورته رالېږلى و، خو هغوى لره يوه نېټه ټاکل شوې چې بيا به له هغه پرته بل د پټېدو ځاى ونه مومي.
59او دا كلي موږ هغه وخت تباه كړل چې كله يې ظلم وكړ او د دوى د هلاكت لپاره مو يوه نېټه ټاكلې وه.
60او كله چې موسىٰ خپل ځوان (خدمتګار) ته وويل: تر هغه به ځمه چې د دواړو سيندونو يو ځاى كېدو (سيمې) ته ورسېږم، كنه تر ډېرو زمانو به همداسې روان يم.
61نو كله چې دواړه د سيندونو يو ځاى كېدو حد ته ورسېدل، خپل كب (ماهي) يې هېر كړ، نو (کب) په سمندر كې يې د يو سرنګ په شان خپله لار ونيوله.
62نو كله چې تېر شول خپل ځوان (خدمتګار) ته يې وويل: راوړه هغه زموږ سبا نارى! په دې سفر كې خو له ډېرې ستومانۍ سره مخامخ شولو.
63(ځوان خدمتګار) وویل: تا وليدل؟ كله چې هغه لوى ګټ سره مو دمه كړې وه، نو هماغلته كب رانه هېر شو، او له شيطانه پرته بل هېڅ شي نه دى رانه هېر كړى چې په ياد يې ولرم، او (كب) په عجيبه توګه سمندر كې خپله لار ونيوله.
64موسىٰ -عليه السلام- وويل: موږ خو همدا غوښتل، نو دواړه قدم په قدم په شا راستانه شول.
65نو زموږ له بندګانو يې يو بنده وموندلو چې هغه ته مو له خپل لوري رحمت وركړى و او له خپلې خوا مو په يو (خاص) علم پوه كړى و.
66موسىٰ -علیه السلام- هغه ته وويل: آيا زه دې متابعت وكړم تر څو ماته هم د سمې لارې هغه علم راوښيي چې تاته دركړى شوى؟
67هغه وویل: ته له ماسره صبر نشې كولاى.
68او په هغه څه به څنګه صبر وكړې چې ته نه يې ترې خبر.
69موسىٰ -علیه السلام- وويل: ان شاء الله (که الله وغواړي) ما به صابر ومومې او په هېڅ كار كې به دې سرغړونه ونه كړم.
70ويلې: (ښه) نو كه په ما پسې ځې، بيا به مې تر هغه په يو شي كې نه پوښتې چې ما يې خپله يادونه درته نه وي كړې.
71نو دواړه روان شول تر دې چې په بېړۍ كې سپاره شول نو هغه (خضر) سورى پكې وكړ، (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: د دې لپاره دې سورۍ كړه چې خلک يې ډوب كړې؟ تا خو يو سخت (بد) كار وكړ.
72هغه وويل: نه مې و درته ويلي چې ته به ما سره صبر ونكړى شې؟
73(موسىٰ -علیه السلام ـ) ورته وويل: په هغه څه مې مه نيسه چې رانه هېر شوې وي او زما په (دې) كار كې سختي مه راباندې كوه.
74بيا روان شول تر دې چې له يو هلک سره مخ شول، نو هغه يې ووژلو! (موسىٰ- علیه السلام-) وويل: آيا تا يو بې ګناه كس د بل كس د بدل نه پرته ووژلو؟ دا خو دې يو بد كار وكړ.
75هغه وويل: ما نه وو درته ويلي چې ته ما سره صبر نه شې كولاى.
76موسىٰ -علیه السلام- وويل: كه له دې وروسته مې په څه كې وپوښتلې نو بيا مې مه ملګرى كوه، اوس خو زما له خوا عذر درته ورسېدلې.
77بيا روان شول، تر دې چې د يوه كلي خلكو ته ورسېدل، او د هغه ځاى له خلكو يې خواړه وغوښتل خو هغوى يې له مېلمه كولو ډډه وكړه، بيا يې (هلته) يو دېوال پكې وليد چې غورځېدو ته چمتو و، نو هغه يې نېغ كړ، (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: كه تا غوښتي واى، په دې به دې مزدوري اخيستې وه.
78(خضر -عليه السلام-) ووېل: همدا زما او ستا ترمنځ بېلتون دى، اوس به دې د هغو خبرو په حقيقت خبر كړم چې تا صبر نه شو پرې كولاى.
79هر چې بېړۍ (کښتۍ) ده، نو د څو كسو مسكينانو وه چې په سمندر كې يې كار كولو نو ما وغوښتل چې عيب جنه يې كړم او ترې وړاندې يو پاچا و چې هره بېړۍ به يې په زور اخيستله.
80او هر چې هلک و، نو مور او پلار يې مومنان وو، موږ پرې وډارېدو چې (هسې به مور او پلار) سركښۍ او كفر ته ورټېل وهي.
81نو ومو غوښتل چې رب يې په بدل كې له هغه ډېر پاک او په صله رحمۍ كې لا ښه اولاد وركړي.
82او هر چې دېوال دی، نو هغه د دوو يتيمانو دی په دې ښار كې، چې تر لاندې د هغوى خزانه ده او د دوى پلار يو ښه سړى و، نو ستا رب وغوښتل چې (كله) دوى ځوانۍ ته ورسيږي نو خپله خزانه به راوباسي، دا ستا د رب په رحمت سره (شوي دي) او ماله ځانه څه نه دي كړي، دا و د هغو كارونو حقيقت چې تا پرې صبر ونه شو كړاى.
83او له تانه د ذوالقرنين په هكله پوښتنه کوي، ورته وايه زه به يې څه حال درته واوروم.
84بې شکه موږ هغه ته په زمكه كې قدرت وركړى و او هر ډول اسباب مو وركړي وو.
85نو روان شو په یوه لاره.
86تر دې چې د لمر ډوبېدو تر حده ورسېدلو، او هغه يې داسې وموندلو چې په يوه توره چيكړه چينه كې ډوبيږي او ورسره يې يو قوم هم وموندو، موږ وويل: ای ذوالقرنينه! (خوښه دې) يا يې په عذاب كړه او يا ورسره ښه چلند ونيسه.
87هغه وويل: هر هغه څوک چې له دوى نه ظلم وكړي نو موږ به هغه ته څه سزا وركړو، بيا به د خپل رب لور ته ورستون كړى شي او هغه به (لا) سخته سزا وركړي.
88خو څوک چې ايمان راوړي او سم كارونه وكړي نو د هغه لپاره غوره بدله ده او موږ به هم په خپلو چارو كې اسانه حكم وركړو.
89بیا په (یوه بله) لاره روان شو.
90تر دې چې د لمر خاته حد ته ورسېدو نو هغه يې ولېدو چې په يو داسې قوم راخيژي چې له هغه نه د پټېدو څه شى مو نه و وركړى.
91همداسې و، او له هغه سره چې څه و، موږ ته يې علم و.
92بیا په (یوه بله) لاره روان شو.
93تر دې چې دوو غرونو منځ ته ورسېدو، نو له هغو سره يې داسې يو قوم بياموندو چې نږدې نه وه چې (د ذوالقرنين) په خبره وپوهېږي.
94دوی وویل: ای ذوالقرنین! بی شکه چې یاجوج او ماجوج فساد کوونکي دي په زمکه کې نو آیا موږ تاته محصول (خرچه) درکړو چې ته زموږ او د هغوی تر منځ یو غټ دېوال جوړ کړې؟
95هغه وويل: زما رب چې ماته د كوم شي وس راكړى، هغه غوره دى نو تاسو ما سره په (ځاني) طاقت مرسته وكړئ چې ستاسو او د هغوی ترمنځ يو دېوال جوړ كړم.
96ماته اوسپنيزې تختېراوړئ تر دې چې هغه د دواړو غرونو ترمنځ (دېوال) برابر كړ، وېلې: (اوس) پو كړئ، تر دې چې هغه يې (بالكل) اور وګرځولو، وېلې: راوړئ چې اوس ويلې شوې تامبه (مس یا پیتل) پرې واچوم.
97نو بيا هغوى (يأجوج او مأجوج) نه ورباندې راختلى شول او نه يې پكې سورى كولى شو.
98(ذوالقرنين) وويل: دا زما د رب له خوا يوه مهرباني ده، نو كله چې زما د رب وعده راشي نو دا به هوار ميده ميده كړي او زما د رب وعده رښتينې ده.
99او په هغه ورځ به خلک پرېږدو چې (د څپو په څېر) يو بل كې سره ګډ شي او شپېلۍ به پو كړى شي نو ټول به (يو ځاى) راغونډ كړو.
100او په هماغه ورځ به كافرانو ته جهنم ورمخې ته كړو.
101هغوى چې زما له ياده (نصيحته) يې سترګې په پردو كې وې او (حق خبره يې) اورېدلى هم نه شوه.
102نو آيا هغه خلک چې كافر شوي دا ګومان کوي چې له ما پرته زما بندګان خپل ملګري (معبودان) ونيسي؟ د دغه شان كافرانو د مېلمستيا لپاره مو جهنم تيار كړى دى.
103ورته ووايه: چې آيا په عمل كې تر ټولو تاواني خلک دروښيم؟
104هغوى (دي) چې په دنيايي ژوند كې يې ټولې هڅې بې لارې شوې دي خو دا ګومان كوي چې دوى ښه كارونه كوي.
105دا هغه كسان دي چې د خپل رب له آيتونو او هغه سره مخامېدلو نه منكر شول او ټول عملونه يې عبث لاړل نو موږ به هغوى ته د قيامت په ورځ څه وزن ورنكړو.
106(خبره) دا ده چې سزا د دوی جهنم ده، په دې چې كافر شوي او زما پر آيتونو او رسولانو يې ملنډې وهلې دي.
107يقيناً هغو كسانو چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي، د هغوى لپاره به د فردوس باغونه مېلمستيا وي.
108تل به پكى اوسېدونكي وي، هېڅكله به له هغه ځايه بدلېدل ونه غواړي.
109ووايه: كه چېرې سمندر زما د رب د خبرو سياهي شي نو هغه به هم ختمه شي، له هغه مخكې چې زما د رب خبرې پاى ته ورسېږي، كه څه هم همدومره ورسره نوره كومكي راوړو.
110ووايه: خبره دا ده چې زه خو ستاسو په شان يو انسان يم، ماته وحى شوې چې بې شكه ستاسو معبود هماغه يو معبود دى، نو هر څوک چې له خپل رب سره د ملاقات هيله لري هغه دې سم كارونه وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې بل هېڅوك نه شريكوي.