الإسراء
The Night Journey • 111 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1پاك دى هغه ذات چې يوه شپه يې خپل بنده له مسجد حرام نه تر هغه لرې مسجد (اقصی) پورې بوتللو چې د هغه چاپېريال مو بركتي كړى دى، تر څو پر هغه خپلې ځينې نښانې وګورو، په حقيقت كې هماغه د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دى.
2موږ له دې مخكې موسى (علیه السلام) ته كتاب وركړى و، او هغه مو د بني اسرائيلو لپاره د هدايت وسيله ګرځولى و، له دې سپارښت سره چې له ما څخه پرته بل څوک خپل معتمد (ذمه وار) مه نيسئ.
3تاسي د هغو خلكو ځوځات (اولاده) ياست چې موږ له نوح سره په بېړۍ كې سپاره كړي وو، او نوح يو شكر كوونكى بنده و.
4او موږ په خپل كتاب كې بني اسرائيل پر دې هم خبر كړي وو چې تاسي به په ځمكه كې دوه ځله ډېر لوى فساد راولاړ كړئ، او لويه سركښي به وکړئ.
5نو كله چې د هغو د لومړۍ سركښۍ وخت راغى؛ نو اى بني اسرائيلو موږ ستاسي د مقابلې لپاره خپل داسې بندګان راپاڅول چې په جنګ كې ډېر زورور وو او هغوى ستاسي په هېواد كې په ننوتلو هر لوري ته خواره شول، دا يوه پوره كېدونكې وعده وه.
6له دې وروسته موږ تاسي ته پر هغو د برلاسۍ موقع دركړه او له تاسو سره مو د مال او اولاد په دركولو مرسته وكړه او ستاسي شمير مو هم ډېر زيات كړ.
7(ګورئ!) كه تاسو ښېګڼه وكړه نو هم خپلو ځانو سره مو وكړه، او كه بدى مو وكړه نو هم خپل ځان سره، نو كله چې وروستۍ (دويمه) نېټه راغله (بيا مو دښمن برلاسى كړ) چې ستاسو مخونه در بدرنګ كړي او مسجد (بيت المقدس) ته هماغسې ننوځي لكه چې اول ځل ورننوتلي وو او پر څه چې برلاسي شي هغه تبا كړي، په پوره تبا کولو سره.
8ښايي رب مو اوس رحم درباندې وكړي او كه بېرته (فساد ته) وګرځېدئ موږ به هم (ستاسو عذاب ته) در وګرځو او كافرانو ته مو جهنم بندي خانه ګرځولې ده.
9يقيناً دا قرآن هغې لارې ته ښوونه كوي چې سمه سيده ده، او هغو مومنانو ته چې سم كارونه كوي دا زېرى وركوي چې بې شكه د دوى لپاره لويه بدله ده.
10او دا چې كوم خلک په آخرت باور نه كوي هغوی ته مو دردناک عذاب چمتو كړيدى.
11انسان په هغه شان بدي غواړي څرنګه چې د خير غوښتل یې دي، انسان ډېر تلوار كوونكى دى.
12(ګورئ!) شپه او ورځ مو دوه نښانې ګرځولې دي، د شپې نښانه مو بې نوره وګرځوله او دورځې نښانه مو روښانه كړه، تر څو تاسي د خپل رب فضل ولټولى شئ او د مياشتو كلونو حساب معلوم كړاى شئ، په دغه ډول موږ هر شى په تفصيل سره يو له بله بېل كړيدی.
13او د هر انسان بخت (تالې) مو خپله د هغه په غاړه كې زوړندې كړې دي او د قيامت په ورځ خو به هغه ته يو ليک راوباسو چې (تيار) پرانيستى به يې ومومي.
14(ورته به وویل شي) ولوله خپله عمل نامه؛ نن د خپلې محاسبې لپاره ته په خپله كافي يې.
15څوک چى سمه لاره ونيسي نو هغه په نېغه لار سميږي صرف د ځان لپاره او څوک چې بې لارې شو نو هم د خپل ځان پر ضرر بې لارى شو، او هېڅ پېټى وړونكى به د بل پېټى وانخلي، او موږ هم تر هغو څوک نه عذابوو چې كوم رسول مو نه وي ورلېږلى.
16او كله چې غواړو كوم كلى تباه كړو نو بډايانو ته يې امر كوو نو بيا هغوى پكې سرغړونې پيل كړي نو خبره پرې ثابته شي بيا يې سم (بشپړ) تباه كړو.
17او له نوح (علیه السلام) وروسته مو څومره نسلونه تباه كړي دى؟ او يوازې ستا رب د خپلو بندګانو په ګناهونو د باخبره ليدونكي په توګه بس دى.
18څوک چې د سملاسې ګټې غوښتنه كوي نو چاته چې د څه وركول وغواړو (په دې دنیا يې) زر وركوو، بيا جهنم ورته (برخه) ګرځوو، چې رټلى ديكه شوى به ورننوځي.
19او چا چې آخرت وغوښت او د هغه لپاره يې هڅه وكړه، مناسبه هڅه، او دى مومن هم وي نو د داسې خلكو هڅه په مننې سره منل شوې ده.
20هرې ډلې سره مرسته كوو، دغې سره هم او هغې سره هم، ستا د رب له وركړې نه، او ستا د رب وركړې لره مخه نيول كېده نشته.
21ګوره څنګه مو (په دنيا كې) ځينو ته پر ځينو فضيلت وركړى، او آخرت خو خامخا په درجو كې هم ډېر لوى دى او هم په غوره والي كې.
22الله سره بل معبود شريک مه نيسه، كنه بيا به كېنې پړ او بې ملاتړه.
23او ستا رب حكم كړى دى چې له هغه پرته بل څوک مه لمانځئ، او مور پلار سره ښېګڼه كوئ، كه تا سره يو له هغو يا دواړه يې زړښت ته ورسېږي نو هغوئ ته اُف قدرې هم مه وايه، رټه يې مه او هغوى سره په درناوى خبرې كوه.
24او په رحمت سره هغوى دواړو ته مات غاړى اوسه او داسې وايه چې اى زما ربه، پر دواړو داسې رحم وكړې لكه زه يې چې وړوكى روزلى يم.
25ستاسي رب په هغه څه ډېر ښه پوه دى چې په زړونو كې مو دي، كه تاسو صالحان اوسئ نو بې شكه هغه توبه كوونكو لپاره بخښونكى دى.
26او خپلوانو ته يې حق وركوه، او مسكين او لاروي ته هم، او بې ځايه لګښتونه مه كوه.
27يقيناً بې ځايه لګښت كوونكي د شيطانانو ورونه دي، او شيطان خو د خپل رب ناشكره دى.
28او كه تا له هغو نه څنګ كولو د خپل رب د رحمت د لټون په هيله، نو بيا هغوى ته پسته نرمه خبره وكړه.
29او خپل لاس دې مه تر غاړې تړلى نيسه او مه يې داسې بشپړ پرانيستى چې بيا پړ او پښېمانه كېنې.
30بې شكه ستا رب چاته چې وغواړي روزى پراخوي او (يا يې) تنګوي، هغه پر خپلو بندګانو ښه باخبر ليدونكى دى.
31او خپل اولاد مو د نېستۍ له وېرې مه وژنئ، موږ هغوى ته هم روزي وركوو او تاسو ته هم، د هغوى وژل خو يقيناً لويه ګناه ده.
32او زنا ته مه نږدې كېږئ هغه يو ډېر ناوړه كار او بده لاره ده.
33او هغه كس مه وژنئ چې الله (یې قتل) حرام كړى دى مګر په حقه، او هر څوک چې په ظلم سره ووژل شو نو یقیناً موږ يې وارث ته (د بدل اخيستلو) ځواک وركړى خو په وژلو كې به زياتى نه كوي، بې شكه هغه سره مرسته شوې ده.
34او د يتيم مال ته مه ورنږدې كېږئ مګر په هغه توګه چې ډېره ښه وي، تر هغو چې خپلې ځوانۍ ته ورسېږي او په ژمنه وفا كوئ، د ژمنې په هكله يقيناً پوښتنه كېدونكې ده.
35او چې پيمانه كوئ نو پوره يې وركوئ او په سمه تله تول كوئ، دا ښه او په انجام كې ډېره غوره (طريقه) ده.
36او په هغه څه پسې مه كېږه چې تاته يې پوهه نه وي، غوږ، سترګې او زړه دا ټول پوښتېدونكي دي.
37او د لويي په نخرو په زمكه كې مه ګرځه، بې شكه ته نه زمكه څيرولى شې او نه په هسكوالي غرونو ته رسېدلى شې.
38د دې ټولو چارو بدي ستا د رب په وړاندې ناخوښه ده.
39دا هغه د حكمت خبرې دي چې خپل رب دې تاته وحى كړې دي، او (پام كوه) الله سره كوم بل معبود مه نيسه، كنه بيا به جهنم كې پړ او ټېله شوى غورځول كېږې.
40آيا رب مو تاسو ته زامن در پېرزو كړل او خپل ځان ته يې ملايكې لوڼې ونيولې، يقيناً تاسو ډېره لويه (غلطه) خبره كوئ.
41او موږ په دې قرآن كې راز راز بيان وكړ چې خلک پند واخلي، خو له حقه تښتېدلو پرته نور څه نه ور زياتوي.
42ورته ووايه چې كه هغه (الله) سره نور معبودان هم واى لكه دوى چې وايي نو بيا خو به هغه هم حتماً د عرش څښتن (مقام) ته لار لټولې وه.
43هغه لره پاکي ده، او له هغو خبرو ډېر پورته دى چې دوى يې وايي.
44اوه واړه اسمانونه، زمكه او څه چې په هغو كې دي، ټول د هغه پاكي وايي او داسې هېڅ شى نشته چې له ستاينې سره د هغه پاكي نه وايي خو تاسي يې په تسبيح نه پوهېږئ بې شكه هغه د ډېر زغم والا بخښونكى دى.
45او كله چې ته قرآن لولې نو ستا او په آخرت ايمان نه راوړونكو ترمنځ يوه پټه پرده اچوو.
46او په زړونو يې داسې پردې وراچوو چې دوى ورباندې پوه نه شي او په غوږو كې يې كوڼوالى، او كله چې ته په قرآن كې يوازې خپل رب يادوې نو هغوى بيا په كركه شاته وګرځي.
47موږ يې د غوږ نيولو په غرض ښه پوه يو كله چې دوى تاته غوږ نيسي او كله چې هغوى پټې خبرې كوي، هغه مهال چې دا ظالمان وايي تاسي خو له يو كوډو وهلي سړي پرته بل چا پسې روان نه ياست.
48ګوره دوى تا پورې څنګه مثالونه وايي، دوى بې لارې شول، نو بيا د لار موندلو وس نه لري.
49او دوى وايي: كله چې موږ ميده خاورې او هډوكي شو نو آيا موږ به په نوي پېدایښت بيا راپاڅول شو؟
50ورته ووايه: (ځئ) كاڼي يا اوسپنې شئ.
51او يا كوم بل داسې مخلوق چې ستاسو په سینو (زړونو) كې ډېر لوى (كلك) ښكاري، نو بيا به هم دوى وايي: څوک مو بېرته راولي؟ ورته وايه هماغه ذات چې په لومړي ځل يې پيدا كړي یاست، بيا به نو سرونه درته خوځوي وايي به دا به نو كله وي؟ ورته وايه: ښايي هغه نږدې وي.
52كومه ورځ چې تاسو راوبلي نو تاسو به يې له ستاينې سره بلنه ومنئ او ګومان به كوئ چې له څه كم وخته پرته نه یاست ځنډېدلي.
53او زما بندګانو ته ووايه چې دوى دې هغه خبره كوي كومه چې ډېره ښه وي، يقيناً شيطان يې ترمنځ شر جوړوي، بې شكه شيطان د انسان يو څرګند غليم دى.
54ستاسو رب ډېر ښه درباندې پوه دى، كه خوښه يې شي رحم به درباندې وكړي يا يې كه وغوښتل په عذاب به مو كړي او ته مو پر دوى څارونكى نه يې ټاكلى.
55او ستا رب په هغه چا ډېر ښه پوه دى چې په آسمانو او زمكه كې دي، او موږ ځينو نبيانو ته پر ځينو غټه مرتبه وركړې ده او موږ داود ته زبور وركړى ؤ.
56ورته ووايه: هغه معبودان مو راوبلئ چې تاسي يې له هغه (الله) پرته (خپل چارواكي) ګڼئ، نو نه خو د ضرر لرې کولو څه توان لري او نه د راګرځولو.
57دوى چې چاته بلنه وركوي هغوى خو په خپله د خپل رب لور ته وسيله لټوي چې كوم يو (هغه ته) ډېر ورنږدې دى او د رحمت هيله يې كوي او له عذابه يې ويريږي، يقيناً ستا د رب عذاب د وېرې وړ دى.
58او داسې كوم كلى به نه وى چې موږ يې له قيامت ورځې نه مخكې تباه كوونكي يا سخت عذاب وركوونكي نه يو، دا په (الهي) كتاب كې ليكل شوي دى.
59او موږ د نښانو له لېږلو نه بل څه نه يو ايسار كړي مګر دا چې له دوې مخكې خلكو هغه دروغ ګڼلي وو، او (لكه چې) ثموديانو ته مو په څرګنده اوښه راوستله خو هغوى ظلم پرې وكړ او (دا) نښانې موږ پرته له وېرولو د بل څه لپاره نه لېږو.
60او كله چې موږ درته وويل: بې شكه ستا رب دا خلک را ايسار كړي دي، او دغه څه چې تاته مو ښودلي دى او هغه ونه چې په دې قرآن كې لعنت پرې شوى، موږ د دې خلكو لپاره صرف يوه فتنه ګرځولې او دوى بيا بيا وېروو خو پرته د لويې سركښي نه بل څه نه ورزياتوي.
61او كله مو چې ملايكو ته وويل: آدم ته سجده وكړئ نو ټولو سجده وكړه پرته له ابليسه، ويې ویل: آیا زه هغه چاته سجده وكړم چې تا له خټې پيدا كړى؟
62ويې ويل: خبر راكړه! دا (كوم يو) چې دې پر ما غوره وګرځولو، (آیا د دې وړ دی؟) كه زه خو دې د قيامت تر ورځې پورې وځنډولم نو خامخا به يې له كمو پرته د اولادې سټه وباسم.
63(الله تعالی) وويل: ځه (لاړ شه) خو له هغوى نه چې هر چا ستا تابعداري وكړه نو بې شكه ستاسو لپاره به جهنم بشپړه سزا وي.
64او له هغوى نه چې هر څوک په خپله بلنه ښويولاى شې ويې ښويوه، خپل سپاره او پلي دې ورباندې راوله، په مالو او ځانو كې ورسره شريک شه او وعدې وركړه، او (حال دا چې) د شيطان وعدې له دوكې پرته بل څه نه دي.
65بې شكه زما پر (سوچه) بندګانو به ستا كوم برلاسى نه وي، او ستا رب د ساتونكي په توګه بس دى.
66ستاسو رب هغه دى چې په سمندر كې بېړۍ درته روانوي تر څو د هغه فضل (حلال رزق) ولټوئ، يقيناً هغه پر تاسو مهربان دى.
67او كله چې په سمندر كې څه كړاو در ورسېږي، له هغه (الله) پرته ټول هغه (معبودان) چې تاسو يې رابلئ، درنه ورک شي، خو چې بيا مو كله وچې ته راوژغوري نو ترې څنګ كوئ او انسان خو دى ناشكره.
68آيا له دې بې غمه ياستئ چې د وچې په كومه څنډه كې به مو پر زمكه ننباسي، يا به كاڼي اورونكې سيلۍ درباندې راولي بيا به څوک خپل ساتونكى ملاتړ ونه مومئ.
69يا له دې نه بې غمه ياست چې يو ځل بيا مو سمندر ته ورولي او سخت توپاني باد درباندې را والوزوي او ډوب مو كړي، د هغه كفر په سبب چې تاسو كړى، بيا به ځان ته داسې څوک ونه مومئ چې ستاسو په اړه له موږ څخه پوښتونكى وي.
70او بې شكه د آدم خېلخانې ته مو ډېر عزت وركړى او هغوى ته مو په وچه او لمده كې سپرلۍ وركړي دي او د پاكيزه شيانو روزي مو وركړې ده او پر زياترو هغو شيانو مو غوره والی وركړى، چې موږ پيدا كړي.
71هغه ورځ چې هره ډله به له خپل امام (رسول يا مشر) سره وبولو، نو د چا كتاب چې په ښي لاس وركړى شو نو هغوى به خپل كتاب لولي او د خرما د زړي نري تار په اندازه ظلم به هم نه ورسره كيږي.
72او څوک چې په دې دنيا كې ړوند وي (له حقه)، نو هغه به آخرت كې هم ړوند وي بلکې لا ډېر زيات لار وركى به وي.
73او حقيقتاً نږدې و چې دوى دې په فتنه كې واچوې، له هغې وحې دې واړوي چې موږ درلېږلې تر څو پر موږ پورې بل څه وتړې، او بيا به يې نو خامخا په دوستۍ نيولى وې.
74او كه ته مو ټينـګ كړى نه واى نو نږدې وه چې د دوى لور ته لږ وركوږ شوى واى.
75بيا به مو حتماً په ژوند كې هم دوه برابره عذاب درڅكلى واى او په مړينه (آخرت) كې هم دوه برابره، بيا به دې زموږ پر خلاف كوم مرستندوى نه واى موندلى.
76او بى شكه نږدې و چې دوى دې له دغې زمكې (سيمې) وښویوي څو ترې دې وباسي، خو بيا به خپله دوى هم له تا وروسته ونه ځنډيږى، مګر ډېر لږ.
77دا زموږ کړنلاره ده د هغو رسولانو په هكله چې له تا مخكې مو لېږلي وو او زموږ د کړنلارې څه بدلون به نه مومې.
78لمونځ كوه د لمر له زواله د شپې ترږمۍ پورې او د سهار قرائت هم كوه، بې شكه د سهار د قرائت شاهدي ويل كيږي.
79او د شپې تهجد كوه چې ستا لپاره نفل دي، ښايي چې رب دې يو ستايلي مقام ته ولېږي.
80او ووايه چې ای زما ربه! هر چېرته مې چې ننباسې نو له رښتينولۍ سره مې ننباسه او چې له هره ځايه مې باسې نو له رښتينولۍ سره مې وباسه او له خپل لوري ماته يو قوت مرستندوى وګرځوه.
81او وايه چې حق راغى او باطل له منځه ولاړ، يقيناً باطل له منځه تلونكى دى.
82او موږ د دې قرآن په لړ كې هغه څه نازلوو چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دى خو ظالمانو ته له تاوانه پرته بل څه نه ورزياتوي.
83او كله چې په انسان پېرزوينه كوو نو مخ ګرځوي او لرې شي، او چې كله بدي ورته ورسېږې نو بيا ناهيلى وي.
84ورته ووايه چې هر څوک په خپله كړنلاره عمل كوي، نو (يوازې) رب مو ښه پوه دى چې څوک پر سمه لار دى.
85او هغوى د روح په هكله له تا پوښتنه كوي، ورته وايه: روح خو زما د رب له امر (له علم يا پيدايښته) ده او تاسو ته له پوهنې څه نه دې دركړل شوي مګر ډېر لږ.
86او كه موږ وغواړو هغه څه به درنه يوسو چې تاته مو وحى كړي بيا به زموږ پر خلاف كوم وكيل (ملاتړ) په دې هكله ونه مومې.
87خو ستا د رب رحمت دى، يقيناً پر تا د هغه ستره پېرزوينه ده.
88ورته ووايه كه دا ګرد انسانان او پېريان په دې راغونډ شي چې د دې قرآن مثال راوړي، نو را به يې نه وړي كه څه هم يو د بل مرستيالان هم شي.
89او حقيقتاً موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر ډول مثال بيان كړ، خو زياترو خلكو پرته له انكاره (او ناشكرۍ) بل څه ونه منل.
90او ويې ويل: تر هغو به دې ونه منو چې له دې ځمكې دې يوه چينه راته بهولې نه وي.
91يا ستا لپاره د كجورو او انګورو يو باغ وي چې په منځ كې يې بهېدلې ويالې روانې كړې.
92يا ته پر موږ اسمان ټوټه ټوټه راوغورځوې لكه چې دعوه كوې، يا الله او پرښتې موږ ته مخامخ راولې.
93يا ستا لپاره د سرو زرو يو كور وي، يا ته اسمان ته وخېژې، او لا په ختلو دې هم باور نه كوو، څو چې يو داسې كتاب موږ ته را نازل نه كړې چې موږ یې ولولو! ورته ووايه: زما رب لره پاكي ده، آيا زه له يو رالېږل شوي انسان پرته بل څه يم؟!
94او كله چې دغو خلكو ته هدايت راغى نو له ايمان راوړلو نه كوم بل شي ايسار نه كړل پرته له دې چې ويل به يې: آيا الله يو انسان د رسول په توګه رالېږلى؟
95ورته وايه: كه چېرې په ځمكه كې ملايكې ډاډه ګرځېداى راګرځېداى نو خامخا به مو پر هغوى له اسمانه كوم ملايک د رسول په توګه ور نازل كړى واى.
96ورته ووايه: زما او ستاسو ترمنځ (يوازې) الله د شاهد په توګه بس دى، بې شكه هماغه پر خپلو بندګانو ښه باخبر ليدونكى دى.
97او چاته چې الله سمه لار ښيي نو همدى لار موندونكى دى او څوک چې بې لارې كړي نو بيا به له هغه پرته څوک دوستان ورته ونه مومې، او د قيامت په ورځ به يې پړمخې ړانده، ګونګيان او كاڼه راغونډوو، استوګنځى به يې جهنم وي، هر كله چې لږ غلی شى لا به يې لمبې زياتوو.
98همدا يې سزا ده ځكه چې دوى زموږ په آيتونو كافر شوي او ويلي يې وو: آيا كله چې موږ رژېدلي هډوكي او خاورې شو نو بيا به له نوي سره راپاڅولى شو.
99آيا نه ګوري چې كوم الله اسمانونه او ځمكه پيدا كړي هغه په دې هم قادر دى چې د دوى په شان څه پيدا كړي (خو) د دوى لپاره يې نېټه ټاكلې ده چې هېڅ شک پكې نشته، خو دا ظالمان له انكاره پرته بل څه نه مني.
100ورته ووايه كه ستاسو په لاس كې زما د رب د رحمتونو خزانې واى نو د لګښت له وېرې به مو هغه هم (په كنجوسۍ سره) ساتلې واى او انسان خو دى تنګ زړى.
101او موسىٰ (علیه السلام) ته مو نهه څرګندې نښانې وركړې وې نو له بنى اسرائيلو پوښتنه وكړه كله چې دوى ته ورغى نو فرعون ورته وويل: ای موسىٰ زه ګومان كوم چې په تا كوډې شوې دي.
102وېلې ته خو پوهېږي چې دغه سترګې پرانيستونكې نښانې د اسمانو او ځمكى له رب نه پرته بل چا نه دي نازلې كړې او ای فرعونه په تا مې د تباه كېدونكي ګومان دى.
103نو ويې غوښتل (فرعون) چې دوى (بنى اسرائيل) له هغې ځمكې وشړي، نو بيا مو هغه (فرعون) او څوک چې ورسره وو، ټول ډوب كړل.
104او له هغه وروسته مو بني اسرائيلو ته وويل چې په هغه ځمكه كې تاسو اوسېږئ، نو كله چې د آخرت نېټه راشي، تاسو به ټول يوځاى راحاضر كړو.
105او په حقه مو نازل كړى او په حقه نازل شوى او ته مو له زېري وركونكي او وېرونكي پرته بل څه نه يې لېږلى.
106او قرآن مو بېل بېل كړ چې وخت پر وخت يې په خلكو ولولې او هغه مو كرار كرار نازل كړ.
107ورته وايه چې كه تاسو يې منئ يا يې نه منئ خو له دې مخكې چې چاته علم وركړى شوى، كله چې دا پر هغو لوستل كيږي نو پړمخې په سجده پرېوځي.
108او وايي زموږ رب لره پاكي ده، بې شكه زموږ د رب وعده ترسره كېدونكې ده.
109او پړمخې پرېوځي، ژاړي او عاجزي يې لاپسې زياتيږي.
110ورته ووايه: الله راوبولئ يا رحمن، هر يو چې رابلئ نو د هغه ډېر ښه نومونه دي، او لمونځ دې مه په لوړ اواز كوه او مه په ډېر ټيټ، بلكې د دې ترمنځ يوه (منځنۍ) لار ونيسه.
111او وايه: هغه الله لره ستاينه ده چې نه يې څوک زوى نيولى، نه يې په باچاهۍ كې څوک شريک شته او نه يې د بې وسۍ له امله څوک ملاتړ شته، او د هغه لويي وايه، بشپړه لويي.