النحل
The Bee • 128 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1د الله فيصله راغله، اوس یې تلوار مه كوئ، هغه پاک دى او له هغه شرك نه پورته او لوړ دى چې دوی يې كوي.
2له خپلو بندګانو چاته چې وغواړي، روح د ملايک په واسطه په خپل حكم پرې نازلوي چې (خلک) وپوهوئ، چې له ما پرته بل معبود نشته نو (يوازې) له ما ووېرېږئ.
3هغه اسمانونه او ځمكه په حقه پيدا كړيدي، له هغه شرک څخه ډېر پورته او لوړ دى چې دوى يې كوي.
4انسان یې له نطفې پېدا كړ، نو ترې یو څرګند جګړه مار جوړ شو.
5څاروي یې (هم) پېدا كړيدي، چې په هغو كې تاسي لپاره ګرم پوښاك او نورې ګټې هم شته، او له هغو څخه خوراک هم كوئ.
6په هغو كې تاسي لپاره ښكلا ده چې سهار يې د څرولو لپاره لېږئ او ماښام يې بېرته راولئ.
7او ستاسو درانه پيټي تر هغې سيمې وړي چې تاسو يې له ډېر كړاو ګاللو پرته نه شئ رسولى، رښتيا چې ستاسو رب خامخا ډېر مهربان خواخوږى دى.
8آسونه، كچر او خره يې دې لپاره پيدا كړل چې هم پرې سپاره شئ او هم ښكلا وي، او نور داسې شيان هم پيدا كوي چې تاسو ورباندې نه پوهېږئ.
9او پر هماغه الله د سمې لارې ښودل دي، او (سره له دې چې) څه لارې كږې هم دي او كه هغه غوښتي وى نو تاسو ټولو ته به يې هدايت كړى و.
10هماغه ذات دى چې له اسمانه یې اوبه ورولي چې هم ستاسو څښاك دى او هم ونې بوټي چې خپل څاروي پكې څروئ.
11رازرغونوي (الله تعالی) تاسي ته په دغو اوبو سره کښت (فصل) او زیتون (خونه) او خرماوې او انګور او له هر قسمه میوو څخه، بې شکه په دې کې خامخا دلیلونه دي د هغه قوم لپاره چې د فکر نه کار اخلي.
12او تاسي لپاره یې شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ په كار اچولي دي او ټول ستوري هم د هغه په حكم په كار اچول شويدي، په دې كې د هغو خلكو لپاره ډېرې نښانې دي چې له پوهې څخه كار اخلي.
13او دا چې هغه تاسي لپاره په ځمكه كې ډېر رنګارنګ شيان پېدا كړيدى، په دې كې هم د هغو خلكو لپاره ارومرو نښانه ده چې درس اخيستونكي دي.
14او هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې سمندر په كار اچولى څو تازه غوښه ترې وخورئ، او د ښكلا هغه ګاڼه ترې وباسئ چې اغوندئ يې، او ته وينې چې بېړۍ ګانې پكې څېروونكې روانې دي څو تاسو د هغه (الله) د لورينې لټون وكړئ او شكرونه وباسئ.
15او په ځمكه كې يې كلک غرونه واچول چى درباندې ونه خوځيږي، او (پيدا كړې يې دى) ويالې او لارې چې تاسو لار ومومئ.
16او (پيدا كړې يې دي) علامې (نښانې) او په ستورو سره (هم) دوى لار مومي.
17نو آيا هغه څوک چې پيدا كوي د هغه چا په شان دی چې هېڅ هم نه پيدا كوي؟ آيا تاسي پند نه اخلئ؟
18او كه تاسي د الله د نعمتونو شمېرل وغواړئ نه يې شئ شمېرلى، بې شکه هغه ډېر بخښونكى او مهربان دى.
19او الله تعالی پوه دی په هغه څه چې تاسو یې پټوئ او په هغه څه چې ښکاره کوئ یې.
20او هغوى چې له الله پرته نور څه رابلي، هغه هېڅ نه پيدا كوي بلكې خپله مخلوق دي.
21مړه دي، نه ژوندي، او نه پوهيږي چې بيا به كله راپاڅول شي.
22په حقه سره ستاسو معبود هماغه يو معبود دى، نو هغوى چې آخرت نه مني، زړونه يې منكر او دوى په لويي كې تللي دي.
23شک نشته چې الله ښه پوهيږي په هغه څه چې دوى يې پټوي او په هغه څه چې څرګندوي يې، بې شکه هغه لویي کوونکي نه خوښوي.
24او چې ورته وويل شي رب مو څه نازل كړي؟ وايي: د ړومبنيو څه نكلونه (کیسې).
25تر څو د قيامت په ورځ هم خپل پيټي پوره په شا كړي او هم د هغو له پېټو چې په ناپوهي كې دوى بې لارې كړي دي، ګورئ څومره بد پيټي دي چې دوى يې وړي.
26له دوى مخكې خلكو هم (دغسې) چلونه جوړ كړي وو خو الله يې د چلونو كلا له بېخه ونړوله، چت يې له پاسه پرې وغورځېد او له يو داسې لوري آفت ورباندې راغى چې دوى نه پوهېدل.
27بيا به يې د قيامت په ورځ (نور هم) سپكوي، ورته وايي به چې زما هغه شريكان چېرې دي چې تاسو يې په هكله (مسلمانانو سره) جګړې كولې؟ چاته چې علم وركړى شوى هغوى به وايي: بې شكه چې رسوايي او بدي نن ورځ په همدغو كافرانو ده.
28هغوى چې پر خپلو ځانو ظالمان وو نو كله چې یې ملايكې سا اخلي، دوى به سمدلاسه روغه جوړه وړانداې كړي، چې موږ خو هېڅ بد نه كول، ولې نه! يقيناً الله په هغه څه ښه خبر دى چې تاسو به كول.
29نو (اوس) د جهنم په دروازو ورننوځئ تلپاتې په هغه كې، د كبرجنو استوګنځى نو خامخا ډېر ناكاره دى.
30او (بل لور ته) چا چې نيكي وكړه، هغوى لپاره په دې دنيا هم ښېګڼه ده او د آخرت كور خو حتماً لا غوره دى، او ډېر ښه كور د ځان ساتونكو (له ګناه) دى.
31د تل اوسېدو باغونه چې دوى به ورننوځي، ترې لاندې به ويالې بهيږي هلته به دوى لره هر هغه څه وي چې غواړي يې، الله متقيانو ته همدغه شان بدله وركوي.
32هغوى چې پاک دي، كله چې ملايكې يې سا اخلي ورته وايي: پر تاسو دې سلام وي، (ځئ) جنت ته ننوځئ، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول.
33آيا (اوس) دوى له دې پرته د بل څه انتظار كوي چې يا ملايكې ورته راشي او يا ستا د رب پرېکړه ورته راشي؟ له دوى ړومبنيو خلكو هم دغه شان كړي دي، او الله پر هغوى ظلم نه و كړى، ظلم خو دوى خپله پر ځانو كولو.
34نو بيا دوى ته هم د خپلو کړنو شر ورسېد، او هغه څه ترى چاپېر شول چې (پخوا) به يې ملنډې پرې كولې.
35او چا چې شرک كړى وايي چې كه الله نه واى غوښتي نه به موږ له هغه پرته څه شى لمانځلی و، نه زموږ پلرونو او نه به مو د هغه له حكمه پرته كوم شى حرام كړى و، له دوى مخكنيو هم دغه شان كول، نو آيا په رسولانو باندې پرته له ښكاره تبليغه نور څه شته؟
36او موږ هر ولس ته يو رسول ولېږه چې الله ولمانځئ او له باطلو معبودانو ځان وساتئ، نو بيا له هغو نه چاته الله سمه لار وښوده، او ځينى يې هغه و چې بې لاريتوب پرې مسلط شو، نو وګرځئ په ځمكه كې او وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه شو؟
37كه ته د هغوى لار موندنې ته (هر څومره) حرص هم كوې خو الله هغه چاته هدايت نه كوي چې بې لارې كوي يې، او هغوى لره به څوک مرستندوى نه وي.
38او دوى په الله كلک كلک قسمونه وكړل چې بيا به الله هغه يو هم راژوندى نه كړي چې مړ كيږي، ولې نه، دا خو يوه ژمنه ده چې هغه پر ځان منلې، خو زياتره خلک نه پوهيږي.
39دې لپاره چې الله هغه څه ورته څرګند كړي چې دوى پكې اختلاف كوي، او كافرانو ته معلومه شي چې بې شكه دوى دروغجن وو.
40زموږ وينا خو چې كله د يو شي اراده وكړو، بس چې ورته وايو: شه نو هغه كيږي.
41او هغوى چې د الله په لار كې هجرت كړى وروسته له هغه چې ظلم ورباندې شوى، نو خامخا به دنيا كې هم ښه ځاى وركړو او د آخرت بدله خو ډېره لويه ده، كه چېري دوى پوهېدلاى.
42هغوى چې صبر يې كړى او په خپل رب بروسه كوي.
43او نه دي لیږلي موږ ستا نه مخکې مګر سړي (پېغمبران) چې وحي مو ورته کوله، نو پوښتنه وکړئ د علم والاو نه که چیرته تاسي نه پوهیږئ.
44هغوى مو هم له ښكاره نښانو او كتابونو سره لېږلي وو، او تاته مو دغه ذكر (قرآن) درنازل كړ چې هغه څه ورته بيان كړې چې دوى لپاره نازل شوي او تر څو دوى خپله هم څه فكر وكړي.
45آيا هغه خلک چې ناوړه چلونه جوړوي، له دې بې غمه دي چې الله به يې په ځمكه ښخ كړي؟ يا به له كوم داسې لوري عذاب پرې راشي چې دوى پوه هم نه شي.
46يا به يې هسې ګرځېدو راګرځېدو كې ګير كړي، بيا به دوى عاجزونكي نه وي.
47يا به يې په وېره كې ونيسي، په يقين سره ستا رب ډېر مهربان لوروونکی دى.
48اّيا دوى د الله كوم پيدا كړى شى هم نه ويني چې څنګه يې سيورى له ښۍ او كيڼې خوا الله ته په سجده كولو پرېوځي؟ حال دا چې (ټول) عاجزي كوونكي دي.
49او هماغه الله ته سجدې كوي څه چې په آسمانونو او ځمكه كې دي له خوځېدونكو حيواناتو او ملايكو پورې په داسې حال كې چې دوى (هېڅ) لويي نه كوي.
50دپاسه يې خپل رب نه وېريږي او څه چې ورته امر كيږي ترسره كوي يې.
51او الله وايي چې دوه معبودان مه نيسئ، بې شكه چې هماغه يو معبود دى، نو يوازې مانه ووېرېږئ.
52او هماغه لره دي څه چې په آسمانوو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، او دين (تسليمي) سوچه هماغه لره ده، نو آيا پرته له الله بل چانه وېره كوئ؟
53او په تاسي چې كومه لورينه (نعمت) ده هم د الله له لوري ده او بيا چې څه كړاو درته رسي هم هغه ته زارۍ كوئ.
54خو بيا چې هغه كړاو درنه لرې كړي، يو دم ستاسو څه خلک خپل رب سره شريكان نيسي.
55څو چې د هغو نعمتونو ناشكري وكړي، چې موږ وركړي نو مزې وكړئ، زر به وپوهېږئ.
56او موږ چې څه ور روزي كړي له هغو نه، هغه څه ته برخه ټاكي چې (كوم دليل يې) ورته معلوم نه دى، نو په الله قسم چې وبه پوښتل شئ له هغو دروغو نه چې تاسو به تړل.
57اودوى الله لپاره لوڼي ټاكي، پاکي ده هغه (الله) لره! او دوى لپاره هغه څه دي چې غواړي يې.
58او كله چې كوم يو ته يې د لور زېرى وشي، مخ يې تک تور واوړي او له غوسې ډک وي.
59له خلكو نه پټ ګرځي له هغه ناكاره خبر له امله چې ده اورېدلى، آيا (لور يې) له شرم سره سره وساتي او كه په خاوره كې يې ومنډي؟ ګورئ! څومره ناوړه حكم دى چې دوى يې (د الله په هكله) كوي.
60هغوى لره چې په آخرت باور نه لري ناكاره صفتونه دي، او الله لره خو تر ټولو غوره صفتونه دي، او هماغه حكمت والا برلاسى دى.
61او كه چېرى الله تعالی خلک د هغوى په ظلم سره سمدلاسه رانيولاى نو د ځمكې پر مخ به هېڅ ساكښ نه و پاتې، خو هغه يې تر يوه ټاكلي وخته ځنډوي بيا چې كله يې همغه نېټه راشي نو يو ساعت هم نه وروسته كيږي او نه ړومبى كيږي.
62او دوى هغه څه الله ته ټاكي چې خپله يې بد ګڼي، او ژبې يې دا دروغ بيانوي چې دوى لپاره ښېګڼه ده، په حقيقت كې دوى لپاره یوازې اور دى، او دوى تر ټولو مخكې ورغورځېدونكى دي.
63په الله قسم له تا مخكې مو هم ډېرو قومونو ته رسولان لېږلي دي، بيا يې شيطان بد عملونه ورته ښايسته كړل، نو نن ورځ يې هم هماغه دوست دی، او دوى لپاره دردناک عذاب دى.
64او موږ له دې پرته بل څه لپاره دا كتاب نه دى نازل كړى چې ته هغه څه ورته روښانه كړې چې دوى پكې اختلاف كوي، او (بل دا چې) مومنانو لپاره به لارښوونه او رحمت وي.
65او الله له اسمانه اوبه را واورولې او دا مړه ځمكه يې پرې ژوندۍ كړه، په دې كې خو يقيناً هغو خلكو ته (لويه) نښه ده چې (خبره) اوري.
66او په دې څارويو كې هم تاسو لپاره خامخا يو درس شته، د هغو په ګېډو كې له څه شيانو د خوشيو او وينې له منځه تاسو ته سوچه پۍ درڅښو چې د څښونكو لپاره آسانه په خوند تېرېدونكې دي.
67او (همداسې) د كجورو او انګورو له مېوو چې تاسو هم نېشه يي مواد او هم ښه روزي ترې لاس ته كوئ، يقيناً په دې كې هغو خلكو ته (لويه) نښه ده چې عقل كاروي.
68او ستا رب د شاتو مچۍ ته په زړه كې ورواچوله چې په غرونو، ونو او هغو څپرو كې چې خلک يې لوړې جوړوي، كورونه جوړ كړه.
69بيا د هر ډول مېوو نه خوراک كوه او د خپل رب په هوارو كړيو لارو روانه اوسه، د دوى له ګېدو د بېلا بېلو رنګونو يو څښاک راوځي چې په هغه كې خلكو لپاره شفا ده، يقيناً په دې كې هغو خلكو ته (لويه) نښه ده چې فكر كوي.
70او الله تاسو پيدا كړئ بيا مو پوره اخلي (مړه کوي مو) او له تاسو نه څوک بد (د ذلت) عمر ته پريږدي، چې له پوهېدو وروسته بيا په هېڅ ونه پوهيږي، بې شكه الله ډېر پوه ځواکمن دى.
71او الله له تاسو نه ځينو ته پر ځينو باندې په روزي كې زيات والى وركړى دى، نو چاته چې زيات والى وركړ شوى هغوى د خپلو مريانو لور ته د دې روزۍ ورګرځونكي نه دي په داسې شان چې هغوى ټول پكې يو برابر شي، نو آيا د الله له (دغې) پېرزوينې منكريږي؟
72او الله تاسو ته له خپله جنسه مېرمنې پيدا كړې او له مېرمنو يې زامن او لمسي دركړي او له ښو پاكيزه شيانو يې روزي دركړې ده، نو آيا دوى باطل مني او د الله له پېرزوينې انكار كوي.
73او له الله پرته د هغه شي بندګي كوي چې د هغه په لاس كې نه له اسمان نه دوى ته څه روزي وركول شته، نه له ځمكې نه او نه دا كار د هغوى له وسې پوره دى.
74نو الله لپاره مثالونه مه جوړوئ، بې شکه الله پوهيږي، او تاسو نه پوهيږئ.
75الله يو مثال راوړي: لكه د چا په ملكيت كې يو مريى دى چې خپله څه واک نه لري او بل څوک داسې چې هغه ته مو له خپله لوري غوره روزي وركړې او دى په پټه او ښكاره لګښت ترې كوي، آيا دوى سره برابر دي؟ الله لره ستاينه ده، بلكې زياتره يې نه پوهيږي.
76او الله يو (بل) مثال راوړي: لكه دوه كسان دي چې يو يې ګونګ دى، هېڅ نه شي كولاى او په خپل څښتن باندې هسې پېټى دى، هرې خوا ته يې چې استوي څه خير نه راوړي، آيا دى او هغه كس چې په عدالت حكم كوي او په سمه سيده لار برابر دى، سره يو شان كېداى شي؟
77او د اسمانو او ځمكې غيب الله لره دي، او د قيامت معامله لكه د سترګو رپ لا څه چې ډېره نږدې ده، بې شكه الله په هر څه قادر دى.
78او الله تاسو د خپلو ميندو له ګېډو په داسې حال كې راووېستئ چې په هېڅ هم نه پوهېدئ او هغه تاسو ته غوږونه، سترګې او زړونه دركړل چې شكر وباسئ.
79آيا دوى الوتونكو ته نه دي كتلي چې څنګه د اسمان په هوا كې مسخر شوي دي؟ الله نه پرته يې بل هېڅوک نه ساتي، يقيناً په دې كې ايمان راوړونكو ته ډېرې نښې دي.
80او الله مو كورونه آرام ځايونه درته وګرځول او د څارويو له پوستكو يې داسې كورونه درته پيدا كړل چې د كوچېدو او دېره كېدو په ورځ يې سپک مومئ او د هغو له وړيو، اون او وژغنو يې ستاسي د ګټې وړ سامان پيدا كړ تر يوې ټاكلې نېټى پورې.
81او له هغو شيانو چې ده پيدا كړي ستاسي لپاره يې سيوري برابر كړل، په غرونو كې يې پناه ځايونه درته جوړ كړل او داسې كميسونه چې له ګرمۍ مو ساتي او هغه كميسونه چې (په جنګ كې) ستاسي ساتنه كوي، په دې ډول خپل نعمتونه درباندې تماموي ښايي چې تاسو غاړه كيږدئ.
82نو كه دوى مخ اړوي نو پر تا هم له څرګند تبليغه پرته بل څه نشته.
83دوى د الله نعمت (ښه) پېژني خو بيا ترې منكريږي او زياتره يې كافران دي.
84او هغه ورځ چې له هر امت نه يو شاهد راپاڅوو نو بيا به كافرانو ته نه (د څه ويلو) اجازه وي او نه به د توبې غوښتنه ترې وكړى شي.
85او كله چې ظالمان هغه عذاب وګوري نو بيا به نه ورباندې سپک كړى شي او نه به مهلت وركړى شي.
86او كله چې مشركان خپل (باطل) شريكان وويني وايي به: اى زموږ ربه! همدا زموږ هغه (انګېرلي) شريكان وو چې له تا پرته مو رابلل، نو هغوى به دا خبره ور وړاندې كړي چې يقيناً تاسي (خپله) دروغجن ياست.
87او په هغه ورځ به الله ته سوله وړاندې كړي او هغه ټول دروغ به يې له منځه ولاړ شي چې دوى به (دنيا كې) جوړول.
88څوک چې خپله هم كافر شوي او (نور يې هم) د الله له لارې اړولي هغو ته به د عذاب له پاسه عذاب ورزياتوو، په دې چې دوى به فساد كولو.
89او هغه ورځ چې موږ به هر امت كې خپله له هغوى نه يو شاهد ورباندې راپاڅوو، او تا به پر همدغو خلكو د شاهد په توګه راولو، او (د همدې لپاره) موږ دا كتاب پر تا نازل كړ چې په ډاګه د هر شي څرګندونكى، لارښوونه، رحمت او زېرى دى مسلمانانو ته.
90يقيناً الله د عدل، ښېګڼې او خپلوانو ته د وركړې امر كوي او له بې حيايي، بدۍ او تيري نه منع كوي، هغه تاسو ته نصيحت كوي تر څو درس واخلئ.
91د الله ژمنه پوره كوئ، كله چې ژمنه سره كوئ او خپلې لوړې (قسمونه) له ټينګولو وروسته مه ماتوئ، كله چې تاسو الله (هم) درباندې شاهد نيولى وي، بې شكه الله خو په هغه څه پوهيږي چې تاسو يې كوئ.
92او د هغې ښځې په شان مه كيږئ چې خپل ورېشلي تارونه به يې له مزي كولو وروسته بېرته سپخول، خپل منځ كې مو قسمونه د ټګۍ وسيله ګرځوئ تر څو يو قوم د بل قوم نه زياته ګټه ترلاسه كړي، (حال دا چې) الله مو په دې سره ازميښت كوي او د قيامت په ورځ به حتماً هغه څه در څرګند كړي چې تاسو پكې اختلاف كولو.
93او كه الله غوښتي واى نو تاسو به يې خامخا يو امت ګرځولى وای خو چاته يې چې خوښه شي بې لارې كوي يې، او چاته چې وغواړي سمه لار ورښيي او خامخا به له هغه څه وپوښتل شئ چې تاسو به كول.
94او خپل منځ كې مو قسمونه د غولونې وسيله مه ګرځوئ كنه بيا به كوم قدم له ټينګېدو وروسته وښوييږي او په دې به كړاو وڅكئ چې خلک مو د الله له لارې اړولي او ستاسو لپاره به لوى عذاب وي.
95او د الله ژمنه په لږه غوندې بيه مه پلورئ، بې شكه څه چې الله سره دي هغه درته غوره دي كه تاسو پوهېږئ.
96څه چې تاسو سره دي هغه ختميږي او څه چې الله سره دي، هغه باقي دي، او هغوى چې صبر كړى خامخا به يې د هغو نېكو عملونو په سر بدله وركړو چې هغوى به كول.
97چا چې نېک عمل وكړ، كه نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو حتماً به ښه ژوند ورباندې تېر كړو او (آخرت كې به) د هغو نېكو عملونو چې دوى به كول، ښه بدله وركړو.
98نو كله چې ته قرأن لولې، له رټل شوي شيطانه په الله پورې پنا وغواړه.
99حقيقت كې د ده په هغه چا څه برلاسى نشته چې ايمان يې راوړى او په خپل رب بروسه كوي.
100د هغه برلاسى خو پر هغو كسانو دى چې له ده سره ملګرتيا كوي او هغوى چې له (الله) سره شريک جوړونكې دي.
101او كله چې د يو آيت پر ځاى بل آيت بدل كړو او الله ښه پوه دى چې څه رانازل كړي نو دوى وايي چې ته دروغ تړونكى يې، بلكى زياتره يې نه پوهيږي.
102ورته ووايه دا خو سپېڅلې پرښتې په رښتيني ډول ستا د رب له خوا نازل كړى دى، تر څو مومنان پرې ټينـګ او د امر منونكو لپاره هدايت او زېرى وي.
103او موږ پوهېږو چې دوى وايي: كوم انسان ده ته ښوونه كوي! خو حال دا چې كوم كس ته دوى اشاره كوي، د هغه ژبه عجمي، او دا څرګنده عربى ژبه ده.
104بې شكه الله هغو كسانو ته هدايت نه كوي چې د الله پر آيتونو باور نه کوي، او دوى لره به دردناک عذاب وي.
105په حقيقت كې هغه كسان دروغ جوړوي چې د الله پر آيتونو ايمان نه راوړي او همدوى دروغجنان دي.
106څوک چې له ايمانه وروسته يې الله نه منكر شي، پرته له هغه چې مجبور كړى شي او زړه يې پر ايمان ډاډه وي (نو بيا خو خير دى) خو چا چې د زړه په خوښۍ سره كفر ومنلو، نو پر هغوى د الله له لوري غضب دى، او دوى (ټولو) ته ستر عذاب.
107دا ځكه چې هغوى د آخرت په مقابل كې د دنيا ژوند غوره وګڼلو او دا چې الله دغسې كافرانو خلكو ته (د ژغورنې) لار نه ښيي.
108دا هماغه خلک دي چې الله يې پر زړونو، غوږونو او سترګو مهر وهلى دى او همدوى غافلان دي.
109حتمى ده چې همدوى به په آخرت كې تاوانيان وي.
110خو بيا (بل لور ته) چا چې هجرت وكړ له هغه وروسته چې وځورېدل، بيا يې جهاد وكړ او صبر يې وكړ نو يقيناً له دې وروسته ستا رب بخښونكى مهربان دى.
111هغه ورځ چې هر ساكښ به راځي او د خپل ځان لپاره به جګړه كوي او هر چاته به د خپل عمل پوره بدله وركړل شي او په دوى به (هېڅ) ظلم نه كيږي.
112او الله د يو كلي مثال بيانوي چې بې غمه ډاډه پروت و، او له هر لوري پرېمانه روزي ورته راتله خو بيا يې د الله د نعمتونو ناشكري وكړه نو الله د لوږې او ډار خوند وروڅكلو د هغو عملونو په وجه چې دوى به كول.
113او دوى ته له خپل قوم څخه يو رسول هم ورغلى و خو دروغجن يې وګڼلو نو عذاب راګير كړل په داسې حال کې چې دوى ظالمان وو.
114نو له هغه څه نه چې الله در روزي كړي دي حلال پاک شيان خورئ، كه چېرې تاسو د هغه (رښتینی) عبادت كوئ.
115هغه خو پر تاسو یوازې مرداره، وينه، د خنزير غوښه او هغه څه حرام كړي چې د غير الله نوم پرې اخيستل شوى وي. نو كه څوک مجبور شو نو چى سركښي او زياتى كوونكى نه وي نو بيا الله بخښونكى مهربان دى.
116او هغه څه ته چې خپله يې ستاسو ژبې په دروغو بيانوي دا حلال او دا حرام مه واياست چې په الله پورې دروغ تړئ، يقيناً هغوى چې الله پورې دروغ تړي (هېڅكله) نه بريالي كيږي.
117دا لږه ګټه اخيستنه ده، بيا به د دوى لپاره دردناک عذاب دى.
118او (خاص) پر يهودو مو هغه څه حرام كړي چې مخكې مو درته بيان كړي دي، او موږ خو څه ظلم نه دى پرې كړى، خپله دوى پر ځانو ظلم كولو.
119بيا هم ستا رب هغو كسانو لپاره چې په ناپوهۍ سره يې ناوړه عمل وكړ، بيا يې له هغه وروسته توبه وكړه او سم كارونه يې وكړل نو يقيناً ستا رب له هغه وروسته خامخا بخښونكى مهربان دى.
120بې شكه ابراهيم (په يوازې ځان) يو امت و، الله ته غاړه اېښودونكى حق پلوى (سړى) و، او (هېڅكله) له مشركانو څخه نه و.
121د هغه د نعمتونو شكر وېستونكى و، الله هغه غوره او سمې لارې ته وربرابر كړ.
122په دنيا كې مو ښيګڼه وركړه او په اخرت كې به يقيناً له صالحانو څخه وي.
123بيا مو تاته (هم) دا وحى وكړه چې د ابراهيم د دين تابعداري كوه چې حق پلوى و، او له مشركانو نه و.
124خبره دا ده چې د خالي ورځې (درناوى) پر هغو خلكو ټاكل شوى و چې هغوى پكې اختلاف وكړ، او ستا رب به خامخا د قيامت په ورځ د هغوى ترمنځ په هغه څه كې فيصله وكړي چې دوى پكې اختلاف كولو.
125بلنه كوه د خپل رب لارې ته په حكمت او غوره نصيحت او (خلكو سره) په ډېره ښه توګه بحث كوه، يقيناً هماغه ستا رب په هغه چا هم ډېر ښه پوه دى چې د ده له لارې اوښتى او همدى په لار موندونكو هم ښه پوه دى.
126كه تاسې کسات اخلئ نو هغه شان کسات واخلئ چې څومره پر تاسي تيرى شوى وي؛ خو كه تاسې صبر وكړئ نو په دې كې شک نشته چې دا د صبر كوونكو لپاره ډيره ښه ده.
127او صبر كوه او ستا صبر د الله له توفيقه پرته په بل څه نه دى او د دوى په (حال) مه خپه كيږه، او په هغو دسيسو چې دوى يې كوي زړه تنګى كېږه مه.
128بې شكه الله هغو كسانو سره (مل) دى چې تقوى كوي او هغوى چې نيک چاري دي.