Al-Fatiha

الفاتحة

The Opening7 ayahsMeccan

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ﴿١

1د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی.

ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿٢

2ټولې ستاینې (صفتونه) خاص الله لره دي، چې د عالمیانو پالونکی دی.

ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ﴿٣

3ډېر مهربان اوتل (همېشه) مهربان

مَٰلِكِ يَوۡمِ ٱلدِّينِ﴿٤

4څښتن (مالک) د ورځې د جزا دی.

إِيَّاكَ نَعۡبُدُ وَإِيَّاكَ نَسۡتَعِينُ﴿٥

5خاص (یوازې) ستا عبادت کوو، او خاص له تا څخه مرسته (مدد) غواړو.

ٱهۡدِنَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلۡمُسۡتَقِيمَ﴿٦

6وښایه موږ ته سمه (نېغه) لاره

صِرَٰطَ ٱلَّذِينَ أَنۡعَمۡتَ عَلَيۡهِمۡ غَيۡرِ ٱلۡمَغۡضُوبِ عَلَيۡهِمۡ وَلَا ٱلضَّآلِّينَ﴿٧

7د هغو كسانو لاره چې تا پر هغوی پېرزوېنه كړېده، نه د هغو كسانو لاره چې غضب ورباندې شوى او نه د هغو كسانو لاره چې لار وركي (ګمراهان) دي.

RELATED SURAHS