Ibrahim

إبراهيم

Abraham52 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

الٓرۚ كِتَٰبٌ أَنزَلۡنَٰهُ إِلَيۡكَ لِتُخۡرِجَ ٱلنَّاسَ مِنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ بِإِذۡنِ رَبِّهِمۡ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡحَمِيدِ﴿١

1الر [1]، دا (قراّن) يو كتاب دى چې تا ته مو نازل كړى تر څو خلك د هغوى د رب په اراده له تيارو څخه رڼا ته را وباسې، د ستايل شوي برلاسي الله لارې ته.

ٱللَّهِ ٱلَّذِي لَهُۥ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۗ وَوَيۡلٞ لِّلۡكَٰفِرِينَ مِنۡ عَذَابٖ شَدِيدٍ﴿٢

2هغه الله چې د اسمانو او زمكې ټول شته هغه لره دي، او كافرانو لره د سخت عذاب تباهي ده.

ٱلَّذِينَ يَسۡتَحِبُّونَ ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا عَلَى ٱلۡأٓخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَيَبۡغُونَهَا عِوَجًاۚ أُوْلَٰٓئِكَ فِي ضَلَٰلِۭ بَعِيدٖ﴿٣

3هغوى چې پر اخرت باندې د دنيا ژوند خوښوي او د الله لارې نه ايسارول كوي او كوږوالى يې لټوي، هماغه كسان په لرې ګمراهۍ كې دي.

وَمَآ أَرۡسَلۡنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوۡمِهِۦ لِيُبَيِّنَ لَهُمۡۖ فَيُضِلُّ ٱللَّهُ مَن يَشَآءُ وَيَهۡدِي مَن يَشَآءُۚ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ﴿٤

4او هيڅ پېغمبر مو د خپل قوم له ژبې پرته په بله نه دى لېږلى تر څو ښه څرګندونه ورته وكړي، نو بيا چې الله وغواړي څوك بې لارې كوي او چا ته سمه لار ښايي او هماغه حكمت والا برلاسى دى.

وَلَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا مُوسَىٰ بِـَٔايَٰتِنَآ أَنۡ أَخۡرِجۡ قَوۡمَكَ مِنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ وَذَكِّرۡهُم بِأَيَّىٰمِ ٱللَّهِۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّكُلِّ صَبَّارٖ شَكُورٖ﴿٥

5او شك نشته چې موسى مو له خپلو نښو سره لېږلى و، چې قوم دې له تيارو څخه رڼا ته راوباسه او د الله (عبرتناكې) ورځې وريادې كړه، بې شكه په دې (پېښو) كې هر صبرناك شكر وېستونكي لره خامخا (سترې) نښې دي.

وَإِذۡ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوۡمِهِ ٱذۡكُرُواْ نِعۡمَةَ ٱللَّهِ عَلَيۡكُمۡ إِذۡ أَنجَىٰكُم مِّنۡ ءَالِ فِرۡعَوۡنَ يَسُومُونَكُمۡ سُوٓءَ ٱلۡعَذَابِ وَيُذَبِّحُونَ أَبۡنَآءَكُمۡ وَيَسۡتَحۡيُونَ نِسَآءَكُمۡۚ وَفِي ذَٰلِكُم بَلَآءٞ مِّن رَّبِّكُمۡ عَظِيمٞ﴿٦

6او كله چې موسى خپل قوم ته وويل: پر تاسو د الله هغه نعمت درياد كړئ چې له فرعونیانو يې وژغورلئ، چې تاسو به يې سخت كړولئ، زامن به يې درته حلالول او ښځې به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې مو د خپل رب له لوري لوى ازميښت و.

وَإِذۡ تَأَذَّنَ رَبُّكُمۡ لَئِن شَكَرۡتُمۡ لَأَزِيدَنَّكُمۡۖ وَلَئِن كَفَرۡتُمۡ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٞ﴿٧

7او كله چې خپل رب مو خبردار كړئ چې كه شكر مو ووېستو نو خامخا به (نعمتونه) در زيات كړم، او كه ناشكري مو وكړه نو بې شکه زما عذاب ډېر سخت دى.

وَقَالَ مُوسَىٰٓ إِن تَكۡفُرُوٓاْ أَنتُمۡ وَمَن فِي ٱلۡأَرۡضِ جَمِيعٗا فَإِنَّ ٱللَّهَ لَغَنِيٌّ حَمِيدٌ﴿٨

8او كله چې موسى وويل: كه تاسو او څوك چې په زمكه كې دي ټول كافران شي نو بې شكه (بيا هم) الله خامخا بې نيازه ستايل شوى دى.

أَلَمۡ يَأۡتِكُمۡ نَبَؤُاْ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ قَوۡمِ نُوحٖ وَعَادٖ وَثَمُودَ وَٱلَّذِينَ مِنۢ بَعۡدِهِمۡ لَا يَعۡلَمُهُمۡ إِلَّا ٱللَّهُۚ جَآءَتۡهُمۡ رُسُلُهُم بِٱلۡبَيِّنَٰتِ فَرَدُّوٓاْ أَيۡدِيَهُمۡ فِيٓ أَفۡوَٰهِهِمۡ وَقَالُوٓاْ إِنَّا كَفَرۡنَا بِمَآ أُرۡسِلۡتُم بِهِۦ وَإِنَّا لَفِي شَكّٖ مِّمَّا تَدۡعُونَنَآ إِلَيۡهِ مُرِيبٖ﴿٩

9اّيا تاسو ته د ړومبنيو خلكو څه خبر ندى راغلى؟ د نوح قوم، عاديان، ثموديان او تر دوى وروسته خلكو چې الله نه پرته بل چا ته ندي معلوم، چې زموږ پېغمبران له څرګندو نښو سره ورغلي وو خو هغوى پر خپلو خولو لاسونه كېښودل او ويل يې چې له كوم پيغام سره تاسو راغلي ياست موږ هغه نه منو او بې شکه موږ د هغه څه په هكله چې تاسو مو وربولئ پرېشانوونكي شك كې يو.

۞ قَالَتۡ رُسُلُهُمۡ أَفِي ٱللَّهِ شَكّٞ فَاطِرِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ يَدۡعُوكُمۡ لِيَغۡفِرَ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمۡ وَيُؤَخِّرَكُمۡ إِلَىٰٓ أَجَلٖ مُّسَمّٗىۚ قَالُوٓاْ إِنۡ أَنتُمۡ إِلَّا بَشَرٞ مِّثۡلُنَا تُرِيدُونَ أَن تَصُدُّونَا عَمَّا كَانَ يَعۡبُدُ ءَابَآؤُنَا فَأۡتُونَا بِسُلۡطَٰنٖ مُّبِينٖ﴿١٠

10پېغمبرانو يې وويل: اّيا په الله كې شك دى چې د اسمانو او زمكې پيدا كوونكى دى، تاسو ته بلنه دركوي چې څه ګناهونه مو درته وبخښي او تر يوې ټاكلې مودې پورې مهلت دركړي، دوى وويل: نه یاست تاسي مګر زموږ په شان بشر ياست، غواړئ له هغه څه مو ايسار كړئ چې زموږ پلرونو یې عبادت کولو، پس يو څرګند دليل خو راته راوړئ.

قَالَتۡ لَهُمۡ رُسُلُهُمۡ إِن نَّحۡنُ إِلَّا بَشَرٞ مِّثۡلُكُمۡ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يَمُنُّ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦۖ وَمَا كَانَ لَنَآ أَن نَّأۡتِيَكُم بِسُلۡطَٰنٍ إِلَّا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلۡيَتَوَكَّلِ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ﴿١١

11پېغمبرانو يې ورته وويل: موږ ستاسو په شان له بشر پرته نور څه نه يو، خو الله چې له خپلو بندګانو هر چا ته وغواړي احسان پرې كوي او دا مو هم په واك كې نده چې د الله له حكمه پرته كوم سند درته راوړو او پر هماغه الله دې مومنان بروسه كوي.

وَمَا لَنَآ أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى ٱللَّهِ وَقَدۡ هَدَىٰنَا سُبُلَنَاۚ وَلَنَصۡبِرَنَّ عَلَىٰ مَآ ءَاذَيۡتُمُونَاۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلۡيَتَوَكَّلِ ٱلۡمُتَوَكِّلُونَ﴿١٢

12او ولې به پر الله توكل نه كوو حال دا چې هماغه موږ ته د خپلو لارو ښوونه كړې ده او خامخا به صبر كوو پر هغو كړاونو چې تاسو رارسولي او پر الله دې بروسه كوي بروسه كوونكي.

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لِرُسُلِهِمۡ لَنُخۡرِجَنَّكُم مِّنۡ أَرۡضِنَآ أَوۡ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَاۖ فَأَوۡحَىٰٓ إِلَيۡهِمۡ رَبُّهُمۡ لَنُهۡلِكَنَّ ٱلظَّٰلِمِينَ﴿١٣

13او څوك چې كافران شوي وو خپلو پېغمبرانو ته يې وويل چې موږ به خامخا تاسو له خپلې سيمې وباسو او يا به بېرته زموږ دين ته راګرځئ، نو بيا هغوى ته خپل رب وحي وکړه چې موږ به دا ظالمان خامخا هلاكوو.

وَلَنُسۡكِنَنَّكُمُ ٱلۡأَرۡضَ مِنۢ بَعۡدِهِمۡۚ ذَٰلِكَ لِمَنۡ خَافَ مَقَامِي وَخَافَ وَعِيدِ﴿١٤

14او خامخا به دغه زمكه كې له دوى وروسته تاسو مېشت كړو، دا د هغه چا لپاره چې زما په وړاندې درېدلو نه وېريږي او زما (د عذاب) له ژمنې وېريږي.

وَٱسۡتَفۡتَحُواْ وَخَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِيدٖ﴿١٥

15او (كافرانو) فيصله وغوښته او هر كبرجن سركښ نامراده شو.

مِّن وَرَآئِهِۦ جَهَنَّمُ وَيُسۡقَىٰ مِن مَّآءٖ صَدِيدٖ﴿١٦

16او له دې وړاندې جهنم دى او د زوو اوبه به ورڅښلى شي.

يَتَجَرَّعُهُۥ وَلَا يَكَادُ يُسِيغُهُۥ وَيَأۡتِيهِ ٱلۡمَوۡتُ مِن كُلِّ مَكَانٖ وَمَا هُوَ بِمَيِّتٖۖ وَمِن وَرَآئِهِۦ عَذَابٌ غَلِيظٞ﴿١٧

17چې په غړپونو به يې څښي او په اسانه به يې تېرولى نه شي او له هرې خوا به مرګ ورته راځي خو دى به مړه كېدونكی نه وي او بيا وړاندې يې يو سخت عذاب دى.

مَّثَلُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بِرَبِّهِمۡۖ أَعۡمَٰلُهُمۡ كَرَمَادٍ ٱشۡتَدَّتۡ بِهِ ٱلرِّيحُ فِي يَوۡمٍ عَاصِفٖۖ لَّا يَقۡدِرُونَ مِمَّا كَسَبُواْ عَلَىٰ شَيۡءٖۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلضَّلَٰلُ ٱلۡبَعِيدُ﴿١٨

18د هغو مثال چې په خپل رب كافران شوي دي، عملونه يې د هغو ايرو په شان دي چې په كومه توپاني ورځ سخته سيلۍ ورباندې راشي، دوى به د خپلو عملونو په هيڅ (ګټه) وس ونشي، همدا (له حقه) لرې ګمراهي ده.

أَلَمۡ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ بِٱلۡحَقِّۚ إِن يَشَأۡ يُذۡهِبۡكُمۡ وَيَأۡتِ بِخَلۡقٖ جَدِيدٖ﴿١٩

19آيا ته نه وينې چې الله اسمانونه او زمكه په حقه پيدا كړي كه هغه وغواړي تاسو به له منځه يوسي او يو نوى مخلوق به راولي.

وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ بِعَزِيزٖ﴿٢٠

20او دا خو الله ته هيڅ ګرانه نه ده.

وَبَرَزُواْ لِلَّهِ جَمِيعٗا فَقَالَ ٱلضُّعَفَٰٓؤُاْ لِلَّذِينَ ٱسۡتَكۡبَرُوٓاْ إِنَّا كُنَّا لَكُمۡ تَبَعٗا فَهَلۡ أَنتُم مُّغۡنُونَ عَنَّا مِنۡ عَذَابِ ٱللَّهِ مِن شَيۡءٖۚ قَالُواْ لَوۡ هَدَىٰنَا ٱللَّهُ لَهَدَيۡنَٰكُمۡۖ سَوَآءٌ عَلَيۡنَآ أَجَزِعۡنَآ أَمۡ صَبَرۡنَا مَا لَنَا مِن مَّحِيصٖ﴿٢١

21او دوى ټول به د الله پر وړاندې ورڅرګند شي نو بيا به كمزوري هغو خلكو ته چې لويي يې كوله ووايي چې موږ خو ستاسو پېروان وو، نو آيا (اوس) تاسو د الله له عذابه څه شي رانه ايسارولى شئ؟ هغوى به ووايي: كه موږ ته الله سمه لار ښوولې وى نو خامخا به مو تاسو ته هم ښوولې وه، (اوس) پر موږ برابره ده، كه څه شور فرياد كوو او يا صبر كوو، هيڅ د خلاصي ځاي مو نشته.

وَقَالَ ٱلشَّيۡطَٰنُ لَمَّا قُضِيَ ٱلۡأَمۡرُ إِنَّ ٱللَّهَ وَعَدَكُمۡ وَعۡدَ ٱلۡحَقِّ وَوَعَدتُّكُمۡ فَأَخۡلَفۡتُكُمۡۖ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيۡكُم مِّن سُلۡطَٰنٍ إِلَّآ أَن دَعَوۡتُكُمۡ فَٱسۡتَجَبۡتُمۡ لِيۖ فَلَا تَلُومُونِي وَلُومُوٓاْ أَنفُسَكُمۖ مَّآ أَنَا۠ بِمُصۡرِخِكُمۡ وَمَآ أَنتُم بِمُصۡرِخِيَّ إِنِّي كَفَرۡتُ بِمَآ أَشۡرَكۡتُمُونِ مِن قَبۡلُۗ إِنَّ ٱلظَّٰلِمِينَ لَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ﴿٢٢

22او شيطان به ووايي كله چې پرېکړه وكړى شي: بې شكه الله ریښتينې ژمنه درسره كړې وه او ما هم ژمنه كړې وه خو مخالفت مې وكړ، او پر تاسو خو مې څه واكمني نه وه، پرته له دې چې څه ژمنه مې درسره وكړه نو تاسو راسره ومنله نو (اوس) ما مه ګرموئ او خپل ځانونه پړ وګڼئ، (دلته) نه زه ستاسو فرياد ته رسېدلى شم او نه تاسو زما فرياد ته، بې شکه زه له هغه څه منكر يم چې تاسو مخكې شريك ګرځولى وم، د داسې ظالمانو لپاره خامخا دردناك عذاب دى.

وَأُدۡخِلَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا بِإِذۡنِ رَبِّهِمۡۖ تَحِيَّتُهُمۡ فِيهَا سَلَٰمٌ﴿٢٣

23او چا چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي هغوى به د خپل رب په حكم داسې جنتونو ته ننوېستل شي چې ترې لاندې به ويالې بهيږي، تلپاتې په هغو كې، هلته به يې هر كلى د سلامتيا په مباركۍ ويلو سره وشي.

أَلَمۡ تَرَ كَيۡفَ ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلٗا كَلِمَةٗ طَيِّبَةٗ كَشَجَرَةٖ طَيِّبَةٍ أَصۡلُهَا ثَابِتٞ وَفَرۡعُهَا فِي ٱلسَّمَآءِ﴿٢٤

24اّيا ته نه ګورې چې الله د سپېڅلې كلمې مثال څنګه ښودلى؟ لكه يوه ښه ونه چې جرړې يې (په ځمكه كې) خښې وي او څانګې يې تر اّسمانه رسېدلې وي.

تُؤۡتِيٓ أُكُلَهَا كُلَّ حِينِۭ بِإِذۡنِ رَبِّهَاۗ وَيَضۡرِبُ ٱللَّهُ ٱلۡأَمۡثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمۡ يَتَذَكَّرُونَ﴿٢٥

25چې هر وخت د خپل رب په حكم سره خپلې مېوې راوړي او الله خلكو ته دا مثالونه (ځكه) بيانوي چې ښايي هغوى پند واخلي.

وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٖ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ ٱجۡتُثَّتۡ مِن فَوۡقِ ٱلۡأَرۡضِ مَا لَهَا مِن قَرَارٖ﴿٢٦

26او د ناولې كلمې مثال د يوې بد ذاتې ونې په شان دى چې د زمكې (له مخ) نه راوېستل شوې او هيڅ کلکوالى يې نه وي.

يُثَبِّتُ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ بِٱلۡقَوۡلِ ٱلثَّابِتِ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا وَفِي ٱلۡأٓخِرَةِۖ وَيُضِلُّ ٱللَّهُ ٱلظَّٰلِمِينَۚ وَيَفۡعَلُ ٱللَّهُ مَا يَشَآءُ﴿٢٧

27الله ايمان راوړونكي هم د دنيا په ژوند كې او هم اّخرت كې په (هماغه) ثابته خبره كلك پاتې كوي او ظالمان (له هغې نه) بې لارې كوي او الله چې څه وغواړي هماغه كوي.

۞ أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ بَدَّلُواْ نِعۡمَتَ ٱللَّهِ كُفۡرٗا وَأَحَلُّواْ قَوۡمَهُمۡ دَارَ ٱلۡبَوَارِ﴿٢٨

28اّيا هغه خلك دې وليدل چې د الله نعمت يې په ناشكرۍ بدل كړ او خپل قوم يې هم د هلاكت په كور دېره كړ.

جَهَنَّمَ يَصۡلَوۡنَهَاۖ وَبِئۡسَ ٱلۡقَرَارُ﴿٢٩

29جهنم چې ورننوځي به او ډېر بد استوګنځى دى.

وَجَعَلُواْ لِلَّهِ أَندَادٗا لِّيُضِلُّواْ عَن سَبِيلِهِۦۗ قُلۡ تَمَتَّعُواْ فَإِنَّ مَصِيرَكُمۡ إِلَى ٱلنَّارِ﴿٣٠

30او الله لره يې څه سيالان وټاكل تر څو د هغه له لارې يې واړوي، ورته ووايه: مزې كوئ، بې شکه ستاسو ورتګ (اّخر) د اور خوا ته دى.

قُل لِّعِبَادِيَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ يُقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُنفِقُواْ مِمَّا رَزَقۡنَٰهُمۡ سِرّٗا وَعَلَانِيَةٗ مِّن قَبۡلِ أَن يَأۡتِيَ يَوۡمٞ لَّا بَيۡعٞ فِيهِ وَلَا خِلَٰلٌ﴿٣١

31زما هغو بندګانو ته ووايه چې ايمان يې راوړی دا چې لمونځ دې ترسره كوي او له هغه څه چې موږ ور په برخه كړي پټ او ښكاره لګښت وكړي، له هغه مخكې چې يوه (داسې) ورځ راشي چې نه پكې خرڅلاو وي او نه كومه دوستي.

ٱللَّهُ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ فَأَخۡرَجَ بِهِۦ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ رِزۡقٗا لَّكُمۡۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلۡفُلۡكَ لِتَجۡرِيَ فِي ٱلۡبَحۡرِ بِأَمۡرِهِۦۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلۡأَنۡهَٰرَ﴿٣٢

32الله هماغه ذات دى چې اسمانونه او زمكه يې پيدا كړل او له اسمانه يې اوبه نازلې كړې چې بيا يې په هغو سره ستاسو د روزۍ لپاره هر ډول مېوې راووېستې او ستاسو لپاره يې بېړۍ په كار واچوله چې د هغه په حكم په سمندر كې روانه شي او سيندونه يې (هم) ستاسو لپاره په كار واچول.

وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلشَّمۡسَ وَٱلۡقَمَرَ دَآئِبَيۡنِۖ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلَّيۡلَ وَٱلنَّهَارَ﴿٣٣

33او لمر او سپوږمۍ يې درته په كار لګولي چې له قانون سره سم چليږي او (همدارنګه) شپه او ورځ يې په كار درته لګولي.

وَءَاتَىٰكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلۡتُمُوهُۚ وَإِن تَعُدُّواْ نِعۡمَتَ ٱللَّهِ لَا تُحۡصُوهَآۗ إِنَّ ٱلۡإِنسَٰنَ لَظَلُومٞ كَفَّارٞ﴿٣٤

34او هر څه مو چې وغوښتل هغه يې دركړل او كه تاسو وغواړئ چې د الله نعمتونه وشمېرئ نو شمېرلى يې نه شئ، بې شكه انسان ډېر بې انصافه او نا شكره دى.

وَإِذۡ قَالَ إِبۡرَٰهِيمُ رَبِّ ٱجۡعَلۡ هَٰذَا ٱلۡبَلَدَ ءَامِنٗا وَٱجۡنُبۡنِي وَبَنِيَّ أَن نَّعۡبُدَ ٱلۡأَصۡنَامَ﴿٣٥

35او كله چې ابراهيم وويل: زما ربه! دا يو د امن ښار وګرځوه او ما او زامن مې له دې وساتې چې د بتانو عبادت وکړو.

رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضۡلَلۡنَ كَثِيرٗا مِّنَ ٱلنَّاسِۖ فَمَن تَبِعَنِي فَإِنَّهُۥ مِنِّيۖ وَمَنۡ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ﴿٣٦

36زما ربه! دغو (بتانو) خو زياتره خلك بې لارې كړي دي نو څوك چې ما پسې ولاړ هغه زما دى او چا چې زما مخالفت وكړ نو بيا هم ته مهربان بخښونكى يې.

رَّبَّنَآ إِنِّيٓ أَسۡكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيۡرِ ذِي زَرۡعٍ عِندَ بَيۡتِكَ ٱلۡمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ فَٱجۡعَلۡ أَفۡـِٔدَةٗ مِّنَ ٱلنَّاسِ تَهۡوِيٓ إِلَيۡهِمۡ وَٱرۡزُقۡهُم مِّنَ ٱلثَّمَرَٰتِ لَعَلَّهُمۡ يَشۡكُرُونَ﴿٣٧

37زموږ ربه! بې شكه ما خپله ځينې اولاده په يو بې كښته ناو كې ستا د عزتمند كور خواته مېشت كړې ده، زموږ ربه! دا د دې لپاره چې دوى لمونځ ترسره كړي نو د خلكو زړونه د دوى په طرف وهڅوه او د هر ډول مېوو نه روزي وركړې چې دوى شكر وباسي.

رَبَّنَآ إِنَّكَ تَعۡلَمُ مَا نُخۡفِي وَمَا نُعۡلِنُۗ وَمَا يَخۡفَىٰ عَلَى ٱللَّهِ مِن شَيۡءٖ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلَا فِي ٱلسَّمَآءِ﴿٣٨

38زموږ ربه بې شکه تا ته هغه هم معلوم دي چې موږ يې پټوو او هغه څه هم چې څرګندوو يې او الله نه هيڅ شى نه په زمكه پټېډى شي او نه په اسمان كې.

ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ ٱلَّذِي وَهَبَ لِي عَلَى ٱلۡكِبَرِ إِسۡمَٰعِيلَ وَإِسۡحَٰقَۚ إِنَّ رَبِّي لَسَمِيعُ ٱلدُّعَآءِ﴿٣٩

39هغه الله لره ستاينه ده چې بوډا توب كې يې اسماعيل او اسحاق (زامن) راكړل، بې شکه رب مې خامخا د دعا اورېدونكى دى.

رَبِّ ٱجۡعَلۡنِي مُقِيمَ ٱلصَّلَوٰةِ وَمِن ذُرِّيَّتِيۚ رَبَّنَا وَتَقَبَّلۡ دُعَآءِ﴿٤٠

40زما ربه! ما (هم) ښه لمونځ كونكى وګرځوې او له اولادې مې هم (داسې خلك پيدا كړه) زموږ ربه! او دعا مو قبوله كړې.

رَبَّنَا ٱغۡفِرۡ لِي وَلِوَٰلِدَيَّ وَلِلۡمُؤۡمِنِينَ يَوۡمَ يَقُومُ ٱلۡحِسَابُ﴿٤١

41زموږ ربه! ما ته بخښنه وكړې، مور او پلار ته مې او مومنانو ته، هغه ورځ چې حساب قائميږي.

وَلَا تَحۡسَبَنَّ ٱللَّهَ غَٰفِلًا عَمَّا يَعۡمَلُ ٱلظَّٰلِمُونَۚ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمۡ لِيَوۡمٖ تَشۡخَصُ فِيهِ ٱلۡأَبۡصَٰرُ﴿٤٢

42او هيڅكله الله د ظالمانو له هغو عملونو بې خبره مه ګڼه چې دوى يې كوي، بې شکه خبره دا ده چې هغې ورځې ته يې ځنډوي چې سترګې به وركې رډې پاتې شي.

مُهۡطِعِينَ مُقۡنِعِي رُءُوسِهِمۡ لَا يَرۡتَدُّ إِلَيۡهِمۡ طَرۡفُهُمۡۖ وَأَفۡـِٔدَتُهُمۡ هَوَآءٞ﴿٤٣

43نېغ سرونه به (بلونکي لور ته ذلیله) ځغلي، سترګې به يې نه رپيږي، او زړونه به یې تش وي.

وَأَنذِرِ ٱلنَّاسَ يَوۡمَ يَأۡتِيهِمُ ٱلۡعَذَابُ فَيَقُولُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ رَبَّنَآ أَخِّرۡنَآ إِلَىٰٓ أَجَلٖ قَرِيبٖ نُّجِبۡ دَعۡوَتَكَ وَنَتَّبِعِ ٱلرُّسُلَۗ أَوَلَمۡ تَكُونُوٓاْ أَقۡسَمۡتُم مِّن قَبۡلُ مَا لَكُم مِّن زَوَالٖ﴿٤٤

44او له هغې ورځې دا خلك ووېروه چې عذاب ورته راځي نو چا چې ظلم كړى وي هغوى به وايي: زموږ ربه! موږ تر يوې لنډې مودې پورې وځنډوه چې ستا بلنه ومنو او د پېغمبرانو پېروي وكړو، (ورته وبه ويل شي) آيا تاسو به قسمونه نه كول چې موږ هيڅ زوال نه لرو.

وَسَكَنتُمۡ فِي مَسَٰكِنِ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓاْ أَنفُسَهُمۡ وَتَبَيَّنَ لَكُمۡ كَيۡفَ فَعَلۡنَا بِهِمۡ وَضَرَبۡنَا لَكُمُ ٱلۡأَمۡثَالَ﴿٤٥

45او حال دا چې تاسو د هماغو خلكو په كليو كې اوسېدلئ چې پر خپلو ځانو يې ظلم كړى و او (دا هم) درته څرګنده شوه چې موږ له هغوى سره څه وكړل او (ډېر) مثالونه مو درته بيان كړي وو.

وَقَدۡ مَكَرُواْ مَكۡرَهُمۡ وَعِندَ ٱللَّهِ مَكۡرُهُمۡ وَإِن كَانَ مَكۡرُهُمۡ لِتَزُولَ مِنۡهُ ٱلۡجِبَالُ﴿٤٦

46او خامخا هغوى خپلې دسيسې په كار واچولې خو الله سره يې هم د چلونو ځواب و، او چلونه خو يې څه داسې نه وو چې غرونه بې ځايه كړي.

فَلَا تَحۡسَبَنَّ ٱللَّهَ مُخۡلِفَ وَعۡدِهِۦ رُسُلَهُۥٓۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٞ ذُو ٱنتِقَامٖ﴿٤٧

47نو هيڅكله الله د خپلو پېغمبرانو سره د ژمنې ماتوونكى ونه ګڼې، بې شكه الله برلاسى بدل اخيستونكى دى.

يَوۡمَ تُبَدَّلُ ٱلۡأَرۡضُ غَيۡرَ ٱلۡأَرۡضِ وَٱلسَّمَٰوَٰتُۖ وَبَرَزُواْ لِلَّهِ ٱلۡوَٰحِدِ ٱلۡقَهَّارِ﴿٤٨

48هغه ورځ چې زمكه او اسمانونه به بدل كړى شي او ټول خلك به يو غالب الله ته ورڅرګند حاضر شي.

وَتَرَى ٱلۡمُجۡرِمِينَ يَوۡمَئِذٖ مُّقَرَّنِينَ فِي ٱلۡأَصۡفَادِ﴿٤٩

49او په هغه ورځ به مجرمان ووینې چې په زولنو كې تړل شوي وي.

سَرَابِيلُهُم مِّن قَطِرَانٖ وَتَغۡشَىٰ وُجُوهَهُمُ ٱلنَّارُ﴿٥٠

50كميسونه به يې د تاركولو وي او پر مخونو به يې اور خپرېدونكى وي.

لِيَجۡزِيَ ٱللَّهُ كُلَّ نَفۡسٖ مَّا كَسَبَتۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَرِيعُ ٱلۡحِسَابِ﴿٥١

51تر څو هر كس ته الله د خپل عمل بدله وركړي، بې شكه الله زر حساب كوونكى دى.

هَٰذَا بَلَٰغٞ لِّلنَّاسِ وَلِيُنذَرُواْ بِهِۦ وَلِيَعۡلَمُوٓاْ أَنَّمَا هُوَ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞ وَلِيَذَّكَّرَ أُوْلُواْ ٱلۡأَلۡبَٰبِ﴿٥٢

52دا د ټولو خلكو لپاره يو پيغام دى او د دې لپاره دى چې پرې خبردار كړى شي او په دې پوه شي چې بې شکه معبود يو دى او د عقلونو خاوندان پند واخلي.

RELATED SURAHS