الرعد
The Thunder • 43 ayahs • Medinan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1المر [1] ، دا د هغه (الهى) كتاب اّيتونه دي، او څه چې د خپل رب له خوا درته نازل شوي، هغه حق دي خو زياتره خلك باور نه كوي.
2الله هماغه ذات دى چې اسمانونه يې بې ستنو پورته كړي چې تاسو يې (خپله) وینئ، بيا پر (خپل) عرش پورته شو او لمر او سپوږمۍ يې تابع كړي دي، دا ټول تر يوې ټاكلې مودې پورې چليږي او هماغه دا كارونه سمبالوي، هغه په تفصيل سره خپل دلايل بيانوي د دې لپاره چې تاسو له خپل رب سره په مخامخ کېدلو يقين وكړئ.
3او دى هماغه ذات دى چې دا زمكه يې غوړولې ده او غرونه او سيندونه يې پكى پيدا كړي، او د هر ډول مېوو جوړې يې پكې پيدا كړې، په ورځې باندې شپه راخپروي، بې شكه په دې كې د هغو خلكو لپاره خامخا نښې دي چې فكر كوي.
4او په زمكه كې يو بل سره نښتې بېلا بېلې سيمې دي، او د انګورو باغونه، كښتونه، او د كجورو ونې چې ځينې له يوه بېخه او ځينې له ځانګړو بيخونو دي چې دا ټولې له يو ډول اوبو خړوبېږي خو په خوراك كې يې ځينې پر ځينو غوره ګرځوو، بې شكه په دې كې د هغو خلكو لپاره چې عقل كاروي خامخا سترې نښې دي.
5او كه ته حيرانېږې نو د هغوى لا دا وينا د حيرانتیا وړ ده چې: كله موږ خاورې شو نو اّيا خامخا بېرته نوي پيدا كېږو؟! دوى هغه خلك دي چې په خپل رب كافر شوي او همدوى دي چې د (اور) امېلونه به يې غاړو كې وي او دوى دوزخيان دي چې تل تر تله پكې اوسېدونكې دي.
6او دوى له تا نه تر نېكۍ مخكې بدي په تلوار غواړي، حال دا چې له دوى مخكې هم عذابونه (او مثالونه يې) تېر شوي او بې شکه ستا رب پر خلكو د هغوى د ظلم سره هم د بخښنې څښتن دى او بې شکه ستا رب سخت سزا وركوونكى (هم) دى.
7او وايي هغه کسان چې کافران شوي: ولې د خپل رب له لورې څه نښه پرې نازله نه شوه؟ خبره دا ده چې ته خو يوازې وېروونكى يې او د هر قوم لپاره يو لارښود دى.
8الله ښه پوهېږي د هرې ښځينې په هغه بار چې اخلي يې او پر هغه چې رحمونه يې كموي او زياتوي او هر څه له هغه سره په ټاكلې اندازه دي.
9په پټ او ښكاره پوه، ستر او لوړ دى.
10هغه ته برابره ده كه تاسو نه څوك په ورو ورو خبره كوي، كه په زوره او څوك چې د شپې پټېدونكى دى او كه د ورځې روان دى.
11هغه (انسان) لره وړاندې وروسته څارونكي وار په وار راتلونكي پريښتې دي چې د الله په امر يې ساتنه كوي، بې شكه الله تر هغه د يو قوم حالت نه بدلوي څو چې هغوى خپل اوصاف نه وي بدل كړي، او كله چې الله كوم قوم ته د بدۍ اراده وكړي نو بيا يې بېرته ګرځېدل نشته او نه بيا د هغوى لپاره پرته له هغه څوك ملګرى.
12دى هماغه ذات دى چې برېښنا درښايي له وېرې او هيلې لپاره او درنې وريځې راپورته كوي.
13يوه پرېښته (رعد) له ستاينې سره د هغه پاكي بيانوي او نورې پرېښتې يې له وېرې (پاكي وايي) او تندرونه راليږي نو چا ته يې چې خوښه شي پرې غورځوي يې په داسى حال كې چې دوى د الله په اړه شخړې كوي او د هغه سزا او نيول ډېر سخت دي.
14همغه ته بلنه وركول حق دي، پاتې شوې هغه نورې هستۍ چې دوى ورته له هغه پرته بلنه وركوي، هغوى د دوى د دعاګانو هيڅ ځواب نشي وركولى، هغو ته بلنه وركول خو داسې دي لكه څوك چې اوبو ته لاس اوږد كړي او ورنه وغواړي چې راشئ زما خولې ته، په داسې حال كې چې اوبه هغه ته رسېدونكې نه دي. كټ مټ همدغه شان د كافرانو دعاګانې هم هېڅ شى نه دى، مګر يو بې هدفه باطل كار دى.
15او هماغه الله ته سجدې كوي څوك چې په اسمانونو او زمكه كې دي په خوښه او ناخوښه او د هغوى سيوري (هم) په سهار او ماښام كې.
16ورته ووايه: د اسمانونو او زمكې رب څوك دى؟ ووايه: الله دى. ورته ووايه ښه نو آيا له هغه پرته مو ځانته داسې دوستان نيولي دي چې هغوى خپله د ځان لپاره د ګټې او تاوان واك نه لري، ورته ووايه: آيا ړوند او بینا (لیدونکی) سره برابر دي؟ يا ترږمۍ او رڼا سره برابرې دي؟ او كنه دوى الله سره داسې شريكان ټاكلي چې د هغه په شان پيدايښت دوى هم كړى نو د پيدايښت خبره پر دوى ګډه وډه شوې، ووايه: الله د هر شي خالق او هماغه يو برلاسی دى.
17له اسمانه یې اوبه وورولې او خوړونه د خپل ډکون په انداز وبهیدل، بيا سيلاب ځګ پورته راواخیست، او پر هغو شیانو چې خلک د ګاڼې یا څه سامان په لټون اور پرې بلوي هم دغه شان ځګ وي، همدغسې الله حق او باطل بیانوي، نو کوم چې ځګ دی هغه بې ګټې له منځه ځي او کوم چې خلکو ته ګټه رسوي، هغه په زمکه کې پاتېږي، الله همدغه شان مثالونه بیانوي.
18كومو خلكو چې د الله بلنه منلې ده هغو لپاره ښېګڼه ده او چا چې نه ده منلې، كه هغو لره د زمكې ټول شته او ورسره هغومره نور وي خامخا به يې (د ځان ژغورنې لپاره) فديه وركړي، دوى هغه خلك دي چې بد حساب ورته ټاكل شوى او استوګنځى يې جهنم دى او هغه ډېر بد د اّرام ځاى دى.
19اّيا نو هغه څوك چې پوهيږي چې كوم كتاب تا ته د خپل رب له لوري نازل شوى (بالكل) حق دى، د هغه چا په شان دى چې هغه ړوند وي، خبره دا ده چې پند خو يوازې هوښياران اخلي.
20هغوى چې الله سره كړى لوظ پوره كوي او (هغه) تړون نه ماتوي.
21او هغوى چې هغه اړيكې ټينګوي چې الله يې د ټينګولو امر كړى او له خپل ربه ډاريږي او له بد حسابه وېره لري.
22او هغوى چې صبر كوي د خپل رب د رضا په لټون او لمونځ كوي او پټ او ښكاره له هغې روزي نه لګښت (خيرات) كوي چې موږ وركړې ده او د بدۍ مخنيوى په نېكۍ سره كوي، د همدې خلكو لپاره د آخرت كور دى.
23د تل اوسېدلو جنتونه چې هم به دوى ورننوځي او هم به يې له پلرونو، ښځو او اولادې څوك چې صالحان وي او پرېښتې به هم له هرې دروازې ورننوځي.
24پر تاسو دې سلامتيا وي چې صبر مو وكړ، نو څه ښه دى دغه د اخرت كور.
25او هغوى چې الله سره كړى لوظ له ټينګولو وروسته هم ماتوي او هغه اړيكې شلوي چې الله يې د ټينګولو امر كړى او پر زمكه فساد كوي، د هغوى لپاره لعنت او د هغوى لپاره د اخرت ناكاره كور دي.
26هر چا ته چې الله وغواړي روزي یې پراخوي او تنګوي، او هغوى (كفار) د دنيا په ژوند خوشاله شوي حال دا چې د دنيا ژوند د اخرت په مقابل كې له يوې ناچيزې متاع پرته بل هېڅ شى نه دى.
27او هغه كسان چې كافر شوي وايي ولې پر ده باندې كومه نښه د خپل رب له لوري نده نازله شوې؟ ورته وايه چا ته چې الله یې وغواړي بې لارې كوي يې او خپل لور ته د ورتللو سمه لار هغه چا ته ښايي چې ده ته ورګرځېدلى وى.
28هغوى چې ايمان راوړى او د الله په يادولو يې زړونه ډاډه شوي خبردار اوسئ چې زړونه خو د الله په ياد ډاډه كيږي.
29چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي هغوى لره نېكمرغي او د استوګنې ښه ځاى دى.
30همدارنګه ته مو يو داسې ولس ته پېغمبر لېږلى يې چې له دوى مخكې ډېر قومونه تېر شوي، تر څو هغه (پيغام) ورباندې ولولې چې تا ته مو وحې كړى، حال دا چې دوى په رحمٰن ذات كافران شوي دي. ورته ووايه هماغه زما رب دى، له هغه پرته بل معبود نشته، پر هغه مې بروسه كړې او هماغه لور ته مې ورګرځېدل دي.
31او كه يو داسې قراّن (نازل شوى) وى چې غرونه پرې خوځېدلي وى يا زمكه پرې څيرې شوې وی، يا مړي پرې غږېدلي وى، بلكې ټوله واكمني الله لره ده آيا نو مومنان ناهيلى شوي نه دي چې كه الله غوښتي وى نو خامخا به يې ټولو خلكو ته هدايت كړى و؟ او هغه خلك چې كافران شوي تل به يې د خپل عمل په وجه (يو نه) يو آفت ورباندې راپرېوځي يا به يې (چېرته) د كور خواته را نازليږي، تر هغو چې د الله ژمنه راورسيږي بې شکه الله د خپلې ژمنې مخالفت نه كوي.
32او له تا څخه مخكې هم په (ډېرو) پېغمبرانو ملنډې وهل شوې دي خو ما كافرانو ته مهلت وركړى، بيا مې رانيولي دي نو ګوره چې زما سزا (وركول) څنګه وو؟
33آيا نو هغه ذات چې د هر كس د لاس ته راوړنې پر سر ولاړ دى (د باطل معبود په شان دى؟) او دوى له الله سره شريكان نيولي، ووايه: نومونه يې واخلئ، آيا په يو داسې څه يې خبروئ چې هغه په (خپله) زمكه كې ترې نا خبره دى او كه دا هسې په ظاهره يوه وينا ده؟ بلكې كافرانو ته يې خپله دوکه (چل ول) ښايسته كړى شوى او له (سمې) لارې ايسار كړى شوي دي او هغه چې الله يې بې لارې كړي نو بيا د هغه څوك لارښوونكى نشته.
34هغوى لره په دنيايي ژوند كې هم عذاب او د آخرت عذاب خو خامخا ډېر سخت دى او دوى لره به د الله له عذابه هيڅوك ژغورونكى نه وي.
35د هغه جنت مثال چې له پرهیزګارانو سره يې ژمنه شوې، (داسې دی) چې ويالې به يې ترې لاندې بهيږي، مېوې به يې هم همېشنۍ وي او سيورى يې هم، همدا د هغو كسانو انجام دى چې تقوى يې كړې خو د كافرانو انجام اور دى.
36او هغوى ته مو چې كتاب وركړى په هغه څه خوښيږي چې تا ته نازل شوي او بېلا بېلو ډلو كې داسې كسان شته چې ځينې (احكام) يې نه مني. ورته ووايه: زه خو ايله په دې ګومارل شوى يم چې يوازى د الله عبادت وکړم او شريك ورسره ونه نيسم، د هغه لور ته بلنه كوم او د هماغه لور ته مې ورستنېدل دي.
37او همدغه شان پر تا مو هم دغه عربي فرمان نازل كړى او كه وروسته له هغه چې تا ته له دې پوهنې هم څه راغلي دي، بيا هم د هغوې په هوسونو پسې لاړ شې نو بيا به تا لره نه له الله نه څوك (بچ كوونكى) ملګرى وي او نه كوم ساتونكى.
38او له تا څخه مخكى مو هم پېغمبران لېږلي وو او هغوى ته مو هم مېرمنې او اولادې وركړې وې، او هيڅ كوم رسول ته هم دا واك نه و چې د الله له حكمه پرته يې كومه نښه راوړې واى د هر وخت لپاره يو كتاب (يا يو حكم) دى.
39الله چې څه غواړي هغه له منځه وړي او څه ثابت پاتې كوي او هماغه سره د كتاب اصل دى.
40او كه څه نا څه هغه عذاب چې دوى سره يې ژمنه كوو ستا په ژوندانه دروښايو او يا دې (ترې مخكې) وفات كړو نو پر تا خو يې تبليغ او پر موږ حساب كول دي.
41آیا نه ګوري چې موږ دغې سيمې ته ورځو او له څنډو يې وركموو؟ او الله حکم كوي، هيڅوك يې د حكم بېرته ګرځوونكى نشته او هماغه زر حساب كونكى دى.
42او له دوى مخكې چې څوك وو هغوى هم فريبونه چلولي دي خو (په اصل كې) ټول تدبير الله لره دى، هغه ته معلومه ده چې هر څوك څه ترلاسه كوي او دغه منكران به زر وپوهيږي چې د آخرت ښه انجام به د چا وي.
43او هغوى چې كافر شوي وايي ته خو پېغمبر نه يې، ورته ووايه: زما او ستاسو تر منځ د شاهد په توګه الله بس دى، او هغه څوك چې هغه سره د كتاب علم دى.