Yusuf

يوسف

Joseph111 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

الٓرۚ تِلۡكَ ءَايَٰتُ ٱلۡكِتَٰبِ ٱلۡمُبِينِ﴿١

1الر،[1] دا د واضح كتاب آیتونه دي.

إِنَّآ أَنزَلۡنَٰهُ قُرۡءَٰنًا عَرَبِيّٗا لَّعَلَّكُمۡ تَعۡقِلُونَ﴿٢

2بې شكه هغه مو يو عربي قرآن نازل كړى چې تاسو پوه شئ.

نَحۡنُ نَقُصُّ عَلَيۡكَ أَحۡسَنَ ٱلۡقَصَصِ بِمَآ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانَ وَإِن كُنتَ مِن قَبۡلِهِۦ لَمِنَ ٱلۡغَٰفِلِينَ﴿٣

3موږ پر تا له ټولو ښایسته كيسه بيانوو، په دې چې تاته مو دا قرآن وحي كړى دى او بې شكه له دې مخكې خو ته له ناخبرو څخه وي.

إِذۡ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَٰٓأَبَتِ إِنِّي رَأَيۡتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوۡكَبٗا وَٱلشَّمۡسَ وَٱلۡقَمَرَ رَأَيۡتُهُمۡ لِي سَٰجِدِينَ﴿٤

4كله چې يوسف (علیه السلام) خپل پلار ته وويل: زما پلار جانه! ما په خوب كې وليدل چې يوولس ستوري، لمر او سپوږمۍ ما ته سجده كوونكي وي.

قَالَ يَٰبُنَيَّ لَا تَقۡصُصۡ رُءۡيَاكَ عَلَىٰٓ إِخۡوَتِكَ فَيَكِيدُواْ لَكَ كَيۡدًاۖ إِنَّ ٱلشَّيۡطَٰنَ لِلۡإِنسَٰنِ عَدُوّٞ مُّبِينٞ﴿٥

5ويلې اې بچیه! خپلو وروڼو ته دې خوب مه بيانوه، بيا به تاته څه چل جوړ كړي، بې شکه شيطان د انسان يو څرګند غليم (دښمن) دى.

وَكَذَٰلِكَ يَجۡتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِن تَأۡوِيلِ ٱلۡأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعۡمَتَهُۥ عَلَيۡكَ وَعَلَىٰٓ ءَالِ يَعۡقُوبَ كَمَآ أَتَمَّهَا عَلَىٰٓ أَبَوَيۡكَ مِن قَبۡلُ إِبۡرَٰهِيمَ وَإِسۡحَٰقَۚ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٞ﴿٦

6او همداسې به دې خپل رب غوره كړي او تاته به (اصل واقعيت ته) د خبرو ورګرځول وښايي او خپل نعمت به پر تا او د يعقوب (علیه السلام) پر ټبر پوره كړي لكه چې مخكې يې ستا په دوو پلرونو ابراهيم او اسحاق (علیهما السلام) پوره كړى و، بې شكه ستا رب پوه ځيرک دى.

۞ لَّقَدۡ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخۡوَتِهِۦٓ ءَايَٰتٞ لِّلسَّآئِلِينَ﴿٧

7خامخا په يوسف (علیه السلام) او ورونو كې يې د پوښتنو کوونكو لپاره (ډېرې) نښانې دي.

إِذۡ قَالُواْ لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَىٰٓ أَبِينَا مِنَّا وَنَحۡنُ عُصۡبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٍ﴿٨

8كله چې ورونو یې وويل: بې شکه زموږ پلار ته يوسف (علیه السلام) او ورور يې تر موږ ډېر ګران دي حال دا چې موږ يوه پوره ډله يو، بې شكه زموږ پلار په ښكاره خطا كې دى.

ٱقۡتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ ٱطۡرَحُوهُ أَرۡضٗا يَخۡلُ لَكُمۡ وَجۡهُ أَبِيكُمۡ وَتَكُونُواْ مِنۢ بَعۡدِهِۦ قَوۡمٗا صَٰلِحِينَ﴿٩

9يوسف ووژنئ يا يې په كومه ځمكه وغورځوئ چې د پلار توجه مو درته ځانګړې شي او له دې وروسته به بېرته سم نېكان خلک شئ.

قَالَ قَآئِلٞ مِّنۡهُمۡ لَا تَقۡتُلُواْ يُوسُفَ وَأَلۡقُوهُ فِي غَيَٰبَتِ ٱلۡجُبِّ يَلۡتَقِطۡهُ بَعۡضُ ٱلسَّيَّارَةِ إِن كُنتُمۡ فَٰعِلِينَ﴿١٠

10له دوى څخه يو ويونكي وويل: يوسف مه وژنئ، او په كوم تياره كوهي كې وغورځوئ، څوک تلونكى كاروان به يې راواخلي که چېرې څه کوونکي یاست.

قَالُواْ يَٰٓأَبَانَا مَا لَكَ لَا تَأۡمَ۬نَّا عَلَىٰ يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُۥ لَنَٰصِحُونَ﴿١١

11وويلې دوی ای زموږ پلاره! څه خبره ده چې د يوسف په هكله باور راباندې نه كوې، حال دا چې بې شکه موږ د هغه خواخوږي يو.

أَرۡسِلۡهُ مَعَنَا غَدٗا يَرۡتَعۡ وَيَلۡعَبۡ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَٰفِظُونَ﴿١٢

12سبا يې موږ سره واستوه چې مېوې وخوري او لوبي وكړي او موږ خو حتماً د هغه ساتونكي يو.

قَالَ إِنِّي لَيَحۡزُنُنِيٓ أَن تَذۡهَبُواْ بِهِۦ وَأَخَافُ أَن يَأۡكُلَهُ ٱلذِّئۡبُ وَأَنتُمۡ عَنۡهُ غَٰفِلُونَ﴿١٣

13وويلې (یعقوب علیه السلام): دا مې اندېښمنوي چې تاسو يې بوځئ او وېرېږم چې لېوه به يې وخوري او تاسي به ترې غافل ياست.

قَالُواْ لَئِنۡ أَكَلَهُ ٱلذِّئۡبُ وَنَحۡنُ عُصۡبَةٌ إِنَّآ إِذٗا لَّخَٰسِرُونَ﴿١٤

14دوى ويل: كه لېوه يې را څخه وخوري حال دا چې موږ يوه قوي ډله يو نو بيا خو به موږ خامخا تاوانيان يو.

فَلَمَّا ذَهَبُواْ بِهِۦ وَأَجۡمَعُوٓاْ أَن يَجۡعَلُوهُ فِي غَيَٰبَتِ ٱلۡجُبِّۚ وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمۡرِهِمۡ هَٰذَا وَهُمۡ لَا يَشۡعُرُونَ﴿١٥

15نو كله يې چې له ځان سره بوتللو او اتفاق يې سره وكړو چې كوم تياره كوهي كې يې وغورځوي نو موږ يوسف ته وحي وكړه چې خامخا به (يوه ورځ) دوى ته دا كار ور په زړه كړي او دوى به نه پوهيږي.

وَجَآءُوٓ أَبَاهُمۡ عِشَآءٗ يَبۡكُونَ﴿١٦

16او ماښام پلار ته په ژړا راغلل.

قَالُواْ يَٰٓأَبَانَآ إِنَّا ذَهَبۡنَا نَسۡتَبِقُ وَتَرَكۡنَا يُوسُفَ عِندَ مَتَٰعِنَا فَأَكَلَهُ ٱلذِّئۡبُۖ وَمَآ أَنتَ بِمُؤۡمِنٖ لَّنَا وَلَوۡ كُنَّا صَٰدِقِينَ﴿١٧

17دوی وویلې اې زموږ پلاره! موږ لاړو د منډو سيالي مو سره كوله او يوسف مو خپل سامان سره پرېښود، نو لېوه وخوړ او ته زموږ په خبره باور كوونكى نه يې كه څه هم موږ ریښتيني اوسو.

وَجَآءُو عَلَىٰ قَمِيصِهِۦ بِدَمٖ كَذِبٖۚ قَالَ بَلۡ سَوَّلَتۡ لَكُمۡ أَنفُسُكُمۡ أَمۡرٗاۖ فَصَبۡرٞ جَمِيلٞۖ وَٱللَّهُ ٱلۡمُسۡتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ﴿١٨

18او هغوى د يوسف كميس د دروغو په وينه لړلى له ځانه سره راوړى و. د دې په اورېدلو د هغوی پلار وويل: بلكې ستاسي نفس تاسي لپاره يو لوى كار آسانه كړ، ښه نو صبر به وكړم او په ښه شان به يې وكړم، كومه خبره چې تاسي غوټه كوئ پر هغې له الله نه مرسته غوښتل كيداى شى.

وَجَآءَتۡ سَيَّارَةٞ فَأَرۡسَلُواْ وَارِدَهُمۡ فَأَدۡلَىٰ دَلۡوَهُۥۖ قَالَ يَٰبُشۡرَىٰ هَٰذَا غُلَٰمٞۚ وَأَسَرُّوهُ بِضَٰعَةٗۚ وَٱللَّهُ عَلِيمُۢ بِمَا يَعۡمَلُونَ﴿١٩

19او يو كاروان راغى او خپل اوبه راوړونكى يې ولېږلو نو چې خپله بوكه يې وغورځوله، ويلې ای زېرۍ! دا دى هلک! او د سوداګرۍ مال يې وګاڼه او پټ يې كړ، حال دا چې دوى څه كول الله ډېر ښه ورباندې پوه و.

وَشَرَوۡهُ بِثَمَنِۭ بَخۡسٖ دَرَٰهِمَ مَعۡدُودَةٖ وَكَانُواْ فِيهِ مِنَ ٱلزَّٰهِدِينَ﴿٢٠

20بيا يې په كمه بيه د شمار په څو روپو خرڅ كړ، او هغوى د ده په هكله بې رغبته وو.

وَقَالَ ٱلَّذِي ٱشۡتَرَىٰهُ مِن مِّصۡرَ لِٱمۡرَأَتِهِۦٓ أَكۡرِمِي مَثۡوَىٰهُ عَسَىٰٓ أَن يَنفَعَنَآ أَوۡ نَتَّخِذَهُۥ وَلَدٗاۚ وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلِنُعَلِّمَهُۥ مِن تَأۡوِيلِ ٱلۡأَحَادِيثِۚ وَٱللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰٓ أَمۡرِهِۦ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعۡلَمُونَ﴿٢١

21او د مصر هغه سړي چې دى يې واخيستلو، خپلې مېرمنې ته وويل: د ده د ځاى عزت ساته، ښايې ګټه راورسوي، يا به يې په زوي ولۍ ونيسو او همدا شان مو په هغه ځمكه كې يوسف ته ځاى ورکړ، او دا چې د خبرو ورګرځولو (واقعي حالت ته) څه ور زده كړو او الله پر خپل كار برلاسى دى خو زياتره خلک نه پوهيږي.

وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُۥٓ ءَاتَيۡنَٰهُ حُكۡمٗا وَعِلۡمٗاۚ وَكَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿٢٢

22او كله چې هغه پوره ځوانۍ ته ورسېد نو موږ حكم او علم وركړ او نېكانو ته په همدې ډول بدله وركوو.

وَرَٰوَدَتۡهُ ٱلَّتِي هُوَ فِي بَيۡتِهَا عَن نَّفۡسِهِۦ وَغَلَّقَتِ ٱلۡأَبۡوَٰبَ وَقَالَتۡ هَيۡتَ لَكَۚ قَالَ مَعَاذَ ٱللَّهِۖ إِنَّهُۥ رَبِّيٓ أَحۡسَنَ مَثۡوَايَۖ إِنَّهُۥ لَا يُفۡلِحُ ٱلظَّٰلِمُونَ﴿٢٣

23او هغې ښځې چې دى يې په كور كې اوسېده په چل ول خپل لور ته د هغه توجه راګرځوله او ورونه (دروازې) يې کلک وتړل او ويې ويل: زما خواته راشه، هغه وويل: په الله پورې پناه غواړم، زما رب خو ما ته ښه قدر او منزلت راكړى، په حقيقت كې داسې ظالمان برى نشي موندلى.

وَلَقَدۡ هَمَّتۡ بِهِۦۖ وَهَمَّ بِهَا لَوۡلَآ أَن رَّءَا بُرۡهَٰنَ رَبِّهِۦۚ كَذَٰلِكَ لِنَصۡرِفَ عَنۡهُ ٱلسُّوٓءَ وَٱلۡفَحۡشَآءَۚ إِنَّهُۥ مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُخۡلَصِينَ﴿٢٤

24او خامخا ده ته ورمخكې شوه او دى به هم ورمخكې شوى واى كه د خپل رب څرګند دليل يې نه وى ليدلى، همداسې وشو، تر څو له هغه نه بدي او بې حيايي واړوو، بې شکه هغه زموږ له غوره شویو بندګانو څخه و.

وَٱسۡتَبَقَا ٱلۡبَابَ وَقَدَّتۡ قَمِيصَهُۥ مِن دُبُرٖ وَأَلۡفَيَا سَيِّدَهَا لَدَا ٱلۡبَابِۚ قَالَتۡ مَا جَزَآءُ مَنۡ أَرَادَ بِأَهۡلِكَ سُوٓءًا إِلَّآ أَن يُسۡجَنَ أَوۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ﴿٢٥

25او دواړو دروازې ته سره منډې کړلې او هغې له څټه د ده كميس ورڅيرې كړ، او په وره (دروازه) كې دواړو د هغې خاوند بياموند، ښځې وويل: د هغه چا سزا څه ده چې ستا كورنۍ ته يې د بدۍ اراده كړې وي، پرته له دې چې بندي شي يا دردناک عذاب وي.

قَالَ هِيَ رَٰوَدَتۡنِي عَن نَّفۡسِيۚ وَشَهِدَ شَاهِدٞ مِّنۡ أَهۡلِهَآ إِن كَانَ قَمِيصُهُۥ قُدَّ مِن قُبُلٖ فَصَدَقَتۡ وَهُوَ مِنَ ٱلۡكَٰذِبِينَ﴿٢٦

26يوسف وويل: دې خپله ماته د ځان ست وكړ او د همدې له ټبره يو چا شاهدي وركړه چې كه د هغه كميس له مخې نه شلېدلى وي نو ښځې رښتيا ويلي او دى له دروغجنو څخه دى.

وَإِن كَانَ قَمِيصُهُۥ قُدَّ مِن دُبُرٖ فَكَذَبَتۡ وَهُوَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ﴿٢٧

27او كه چېرې كميس يې له څټه شلېدلى وي نو هغې دروغ ويلي او دى له ریښتينو دى.

فَلَمَّا رَءَا قَمِيصَهُۥ قُدَّ مِن دُبُرٖ قَالَ إِنَّهُۥ مِن كَيۡدِكُنَّۖ إِنَّ كَيۡدَكُنَّ عَظِيمٞ﴿٢٨

28نو كله چې كميس يې له څټه شلېدلى وليد، وېلې بې شكه دا هم ستاسو د ښځو مكرونه دي، بې شکه ستاسي فريب ډېر لوى دى.

يُوسُفُ أَعۡرِضۡ عَنۡ هَٰذَاۚ وَٱسۡتَغۡفِرِي لِذَنۢبِكِۖ إِنَّكِ كُنتِ مِنَ ٱلۡخَاطِـِٔينَ﴿٢٩

29يوسفه! له دې خبرې تېر شه، او (ای ښځې!) ته د خپلې ګناه بخښنه وغواړه، بې شکه همدا ته خطا كاره يې.

۞ وَقَالَ نِسۡوَةٞ فِي ٱلۡمَدِينَةِ ٱمۡرَأَتُ ٱلۡعَزِيزِ تُرَٰوِدُ فَتَىٰهَا عَن نَّفۡسِهِۦۖ قَدۡ شَغَفَهَا حُبًّاۖ إِنَّا لَنَرَىٰهَا فِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٖ﴿٣٠

30او په ښار كې ښځو وويل: د عزيز مېرمن په خپل زلمي غلام پسې شوې او د هغه مينې يې زړه ورسورى كړى، موږ خو هغه يقيناً په ښكاره بې لاريتوب كې وينو.

فَلَمَّا سَمِعَتۡ بِمَكۡرِهِنَّ أَرۡسَلَتۡ إِلَيۡهِنَّ وَأَعۡتَدَتۡ لَهُنَّ مُتَّكَـٔٗا وَءَاتَتۡ كُلَّ وَٰحِدَةٖ مِّنۡهُنَّ سِكِّينٗا وَقَالَتِ ٱخۡرُجۡ عَلَيۡهِنَّۖ فَلَمَّا رَأَيۡنَهُۥٓ أَكۡبَرۡنَهُۥ وَقَطَّعۡنَ أَيۡدِيَهُنَّ وَقُلۡنَ حَٰشَ لِلَّهِ مَا هَٰذَا بَشَرًا إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا مَلَكٞ كَرِيمٞ﴿٣١

31نو كله چې د هغوى مكر (غيبت) يې واورېدلو، استازى يې ورواستولو او يو مجلس (د مېلمستيا) يې ورته چمتو كړ، او د هغوى هرې يوې ته يې يو چاكو وركړ، او بيا يې (يوسف ته) وويل: چې هغوى ته راووځه، نو كله چې وليدو، ډېر لوى (ښايست يې پكې) وموندو، خپل لاسونه يې غوڅ كړل او ويې ويل: الله لره پاكي ده، دا خو بشر نه دى، دا خو پرته له يوې لویې (عزتمندې) ملايكې بل څه نه دى.

قَالَتۡ فَذَٰلِكُنَّ ٱلَّذِي لُمۡتُنَّنِي فِيهِۖ وَلَقَدۡ رَٰوَدتُّهُۥ عَن نَّفۡسِهِۦ فَٱسۡتَعۡصَمَۖ وَلَئِن لَّمۡ يَفۡعَلۡ مَآ ءَامُرُهُۥ لَيُسۡجَنَنَّ وَلَيَكُونٗا مِّنَ ٱلصَّٰغِرِينَ﴿٣٢

32هغى وويل: دا هماغه كس دى چې تاسو پرې ملامتولم، او يقيناً د هغه د جلبولو هڅه مې كړې وه خو ځان يې وساتلو، او بيا هم كه هغه څه ونه كړي چې زه ورته امر كوم، حتماً به بندي او خوار ذليل كړى شي.

قَالَ رَبِّ ٱلسِّجۡنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدۡعُونَنِيٓ إِلَيۡهِۖ وَإِلَّا تَصۡرِفۡ عَنِّي كَيۡدَهُنَّ أَصۡبُ إِلَيۡهِنَّ وَأَكُن مِّنَ ٱلۡجَٰهِلِينَ﴿٣٣

33يوسف وويل: زما ربه دا بندې كېدل ماته له هغه څه ډېر غوره دي كوم ته چې مې دوى وربولي او كه ته د هغوى چل (مکر) له ما بل خوا و نه ګرځوې نو زه به ميلان ور وكړم او بيا به له جاهلانو اوسم.

فَٱسۡتَجَابَ لَهُۥ رَبُّهُۥ فَصَرَفَ عَنۡهُ كَيۡدَهُنَّۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ﴿٣٤

34نو خپل رب يې دعا قبوله کړه او د هغوى چلونه يې ترې وګرځول، بې شكه هماغه ډېر پوه اورېدونكى دى.

ثُمَّ بَدَا لَهُم مِّنۢ بَعۡدِ مَا رَأَوُاْ ٱلۡأٓيَٰتِ لَيَسۡجُنُنَّهُۥ حَتَّىٰ حِينٖ﴿٣٥

35بيا هغوى ته دا (رايه) څرګنده شوه وروسته له دې چې څه نښانې يې وليدې چې تر يو مهاله يې خامخا بندي كړي.

وَدَخَلَ مَعَهُ ٱلسِّجۡنَ فَتَيَانِۖ قَالَ أَحَدُهُمَآ إِنِّيٓ أَرَىٰنِيٓ أَعۡصِرُ خَمۡرٗاۖ وَقَالَ ٱلۡأٓخَرُ إِنِّيٓ أَرَىٰنِيٓ أَحۡمِلُ فَوۡقَ رَأۡسِي خُبۡزٗا تَأۡكُلُ ٱلطَّيۡرُ مِنۡهُۖ نَبِّئۡنَا بِتَأۡوِيلِهِۦٓۖ إِنَّا نَرَىٰكَ مِنَ ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿٣٦

36او له ده سره بندې خانې ته دوه نور زلمي هم ننوتل، يو كس له هغو نه وويل: ما په خوب كې وليدل چې شراب زبېښم، بل وويل او ما وليدل چې په سر مې ډوډۍ اېښې وړم او مرغان يې خوري، موږ يې په معنا خبر كړه، يقيناً ته له ښو خلكو راته ښكاري.

قَالَ لَا يَأۡتِيكُمَا طَعَامٞ تُرۡزَقَانِهِۦٓ إِلَّا نَبَّأۡتُكُمَا بِتَأۡوِيلِهِۦ قَبۡلَ أَن يَأۡتِيَكُمَاۚ ذَٰلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِي رَبِّيٓۚ إِنِّي تَرَكۡتُ مِلَّةَ قَوۡمٖ لَّا يُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَهُم بِٱلۡأٓخِرَةِ هُمۡ كَٰفِرُونَ﴿٣٧

37يوسف وويل: كوم خواړه چې دركول كيږى د هغه له راتګ څخه مخکې به يې تاسو په معنا خبر كړم دا له هغې پوهې څخه ده چې ما ته خپل رب راښوولې ده، بې شكه ما د هغو خلكو دين پريښى چې پر الله ايمان نه راوړي او همدوى له آخرته هم منكر دي.

وَٱتَّبَعۡتُ مِلَّةَ ءَابَآءِيٓ إِبۡرَٰهِيمَ وَإِسۡحَٰقَ وَيَعۡقُوبَۚ مَا كَانَ لَنَآ أَن نُّشۡرِكَ بِٱللَّهِ مِن شَيۡءٖۚ ذَٰلِكَ مِن فَضۡلِ ٱللَّهِ عَلَيۡنَا وَعَلَى ٱلنَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَشۡكُرُونَ﴿٣٨

38او ما د خپلو پلرونو ابراهيم، اسحاق او يعقوب د دين پېروي كړې، موږ ته نه ښايي چې الله سره كوم شى شريک وګڼو دا پر موږ او نورو (ټولو) خلكو د الله يو فضل دى خو زياتره خلک شكر نه باسي.

يَٰصَٰحِبَيِ ٱلسِّجۡنِ ءَأَرۡبَابٞ مُّتَفَرِّقُونَ خَيۡرٌ أَمِ ٱللَّهُ ٱلۡوَٰحِدُ ٱلۡقَهَّارُ﴿٣٩

39اى زما د زندان ملګرو! آيا ډېر بېلا بېل معبودان غوره دي كه هماغه يو برلاسى الله؟

مَا تَعۡبُدُونَ مِن دُونِهِۦٓ إِلَّآ أَسۡمَآءٗ سَمَّيۡتُمُوهَآ أَنتُمۡ وَءَابَآؤُكُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ بِهَا مِن سُلۡطَٰنٍۚ إِنِ ٱلۡحُكۡمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعۡبُدُوٓاْ إِلَّآ إِيَّاهُۚ ذَٰلِكَ ٱلدِّينُ ٱلۡقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعۡلَمُونَ﴿٤٠

40تاسو د الله تعالی پرته د بل شي عبادت نه کوئ مګر هسې نومونه دي چې تاسو او ستاسو پلرونو پرې ایښې دي الله تعالی پرې کوم دلیل نه دی نازل کړی، پرېکړه له هغه پرته د بل چا نده، امر يې كړى چې له هغه پرته د بل هيچا عبادت مه کوئ، همدا سم دين دى خو زياتره خلک نه پوهېږي.

يَٰصَٰحِبَيِ ٱلسِّجۡنِ أَمَّآ أَحَدُكُمَا فَيَسۡقِي رَبَّهُۥ خَمۡرٗاۖ وَأَمَّا ٱلۡأٓخَرُ فَيُصۡلَبُ فَتَأۡكُلُ ٱلطَّيۡرُ مِن رَّأۡسِهِۦۚ قُضِيَ ٱلۡأَمۡرُ ٱلَّذِي فِيهِ تَسۡتَفۡتِيَانِ﴿٤١

41اى زما د زندان دوه ملګرو ستاسو يو تن به خپل رب (د مصر باچا) باندې شراب څښي، او دا بل به په سولۍ (دار) كړى شي نو مرغان به يې (غوښې) له سر څخه خوري، هغه كار فيصله شوى دى چې تاسو یې له ما پوښتنه كوئ.

وَقَالَ لِلَّذِي ظَنَّ أَنَّهُۥ نَاجٖ مِّنۡهُمَا ٱذۡكُرۡنِي عِندَ رَبِّكَ فَأَنسَىٰهُ ٱلشَّيۡطَٰنُ ذِكۡرَ رَبِّهِۦ فَلَبِثَ فِي ٱلسِّجۡنِ بِضۡعَ سِنِينَ﴿٤٢

42او هغه كس ته یې وویل چې ګومان يې كولو چې بچ كېدونكى دى له دوی دواړه څخه: خپل رب (د مصر باچا) ته دې زما يادونه وكړه خو خپل رب ته د هغه وريادول ترې شيطان هېر كړل، نو دى په زندان كې څو كاله (نور هم) پاتې شو.

وَقَالَ ٱلۡمَلِكُ إِنِّيٓ أَرَىٰ سَبۡعَ بَقَرَٰتٖ سِمَانٖ يَأۡكُلُهُنَّ سَبۡعٌ عِجَافٞ وَسَبۡعَ سُنۢبُلَٰتٍ خُضۡرٖ وَأُخَرَ يَابِسَٰتٖۖ يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡمَلَأُ أَفۡتُونِي فِي رُءۡيَٰيَ إِن كُنتُمۡ لِلرُّءۡيَا تَعۡبُرُونَ﴿٤٣

43او باچا وويل: ما په خوب كې وليدل چې اووه څربې غواوې دي چې اووه خوارې غواوې يې خوري او اووه شنه وږي او نور وچ، ای درباريانو! ما ته مې د خوب معنا وكړئ كه تاسو د خوب تعبیر كولى شئ.

قَالُوٓاْ أَضۡغَٰثُ أَحۡلَٰمٖۖ وَمَا نَحۡنُ بِتَأۡوِيلِ ٱلۡأَحۡلَٰمِ بِعَٰلِمِينَ﴿٤٤

44هغوى وويل دا خو ګډوډ خيالي خوبونه دي او موږ د ګډوډو خيالي خوبونو په معنا نه پوهېږو.

وَقَالَ ٱلَّذِي نَجَا مِنۡهُمَا وَٱدَّكَرَ بَعۡدَ أُمَّةٍ أَنَا۠ أُنَبِّئُكُم بِتَأۡوِيلِهِۦ فَأَرۡسِلُونِ﴿٤٥

45او له هماغو دوو نه چې كوم كس بچ شوى و او هغه ته له ډېرې مودې وروسته ورياد شو، وويل: زه به مو د دې په تعبیر خبر كړم نو ما واستوئ.

يُوسُفُ أَيُّهَا ٱلصِّدِّيقُ أَفۡتِنَا فِي سَبۡعِ بَقَرَٰتٖ سِمَانٖ يَأۡكُلُهُنَّ سَبۡعٌ عِجَافٞ وَسَبۡعِ سُنۢبُلَٰتٍ خُضۡرٖ وَأُخَرَ يَابِسَٰتٖ لَّعَلِّيٓ أَرۡجِعُ إِلَى ٱلنَّاسِ لَعَلَّهُمۡ يَعۡلَمُونَ﴿٤٦

46يوسفه! اې رښتينيه! موږ ته حكم راكړه په اوو څربو غواګانو كې چې اوه خوارې يې خوري او اوه شنو وږو او نورو وچو كې، ښايي زه هغو خلكو ته ورستون شم د دې لپاره چې دوى وپوهېږي.

قَالَ تَزۡرَعُونَ سَبۡعَ سِنِينَ دَأَبٗا فَمَا حَصَدتُّمۡ فَذَرُوهُ فِي سُنۢبُلِهِۦٓ إِلَّا قَلِيلٗا مِّمَّا تَأۡكُلُونَ﴿٤٧

47ورته ويې ويل: اوه كاله به تاسي پرله پسې په كرهڼه بوخت ياست، نو څه مو چې لو كړل هغه (ټول) په خپل وږي كې پرېږدئ، پرته له هغه چې تاسو يې خورئ.

ثُمَّ يَأۡتِي مِنۢ بَعۡدِ ذَٰلِكَ سَبۡعٞ شِدَادٞ يَأۡكُلۡنَ مَا قَدَّمۡتُمۡ لَهُنَّ إِلَّا قَلِيلٗا مِّمَّا تُحۡصِنُونَ﴿٤٨

48بيا به له دې وروسته اوه كلونه ډېر سخت راشي چې ټول هغه څه به پكې وخوړل شي كوم چې تاسو ورته ساتلي و پرته له هغه چې تاسو يې (تخم لپاره) ساتئ.

ثُمَّ يَأۡتِي مِنۢ بَعۡدِ ذَٰلِكَ عَامٞ فِيهِ يُغَاثُ ٱلنَّاسُ وَفِيهِ يَعۡصِرُونَ﴿٤٩

49بيا له دى وروسته يو بل كال راځي چې په هغه كې به (بارانونو سره) د خلكو فرياد واورېدل شي او په هغه كې به وزبېښي.

وَقَالَ ٱلۡمَلِكُ ٱئۡتُونِي بِهِۦۖ فَلَمَّا جَآءَهُ ٱلرَّسُولُ قَالَ ٱرۡجِعۡ إِلَىٰ رَبِّكَ فَسۡـَٔلۡهُ مَا بَالُ ٱلنِّسۡوَةِ ٱلَّٰتِي قَطَّعۡنَ أَيۡدِيَهُنَّۚ إِنَّ رَبِّي بِكَيۡدِهِنَّ عَلِيمٞ﴿٥٠

50او باچا وويل: هغه ماته راولئ، خو كله چې استازى ورغلو ويلې خپل رب (باچا) ته دې بېرته ورشه، ويې پوښته چې د هغو ښځو څه حالت و چې خپل لاسونه يې غوڅ كړي وو؟ بې شكه زما رب د هغوى په مكارۍ ډېر ښه پوه دى.

قَالَ مَا خَطۡبُكُنَّ إِذۡ رَٰوَدتُّنَّ يُوسُفَ عَن نَّفۡسِهِۦۚ قُلۡنَ حَٰشَ لِلَّهِ مَا عَلِمۡنَا عَلَيۡهِ مِن سُوٓءٖۚ قَالَتِ ٱمۡرَأَتُ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡـَٰٔنَ حَصۡحَصَ ٱلۡحَقُّ أَنَا۠ رَٰوَدتُّهُۥ عَن نَّفۡسِهِۦ وَإِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ﴿٥١

51باچا وويل: (ای ښځو) ستاسو څه حال و كله چې د يوسف د ځان غوښتلو هڅه مو كړې وه؟ ټولو ښځو وويل: الله لره پاكي ده، موږ خو د هغه په هېڅ بدۍ نه يو پوه شوي؛ د عزيز ښځې وويل: اوس حق څرګند شو، ما هغه نه د هغه ځان غوښتلی و، او هغه بې شكه له ریښتينو څخه و.

ذَٰلِكَ لِيَعۡلَمَ أَنِّي لَمۡ أَخُنۡهُ بِٱلۡغَيۡبِ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي كَيۡدَ ٱلۡخَآئِنِينَ﴿٥٢

52دا له دې کبله چې وپوهيږي (عزيز) چې ما په غياب كې هم له ده سره خيانت نه دى كړى، او دا چې بې شکه الله د خيانت ګرو چلونه د بري په لاره نه سموي.

۞ وَمَآ أُبَرِّئُ نَفۡسِيٓۚ إِنَّ ٱلنَّفۡسَ لَأَمَّارَةُۢ بِٱلسُّوٓءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّيٓۚ إِنَّ رَبِّي غَفُورٞ رَّحِيمٞ﴿٥٣

53او زه د خپل نفس پاكي نه وايم، نفس خو خامخا پر بدۍ هڅوونكى دى، پرته له هغه چې زما رب ورباندې رحم وكړي، بې شکه زما رب بخښونكى مهربان دى.

وَقَالَ ٱلۡمَلِكُ ٱئۡتُونِي بِهِۦٓ أَسۡتَخۡلِصۡهُ لِنَفۡسِيۖ فَلَمَّا كَلَّمَهُۥ قَالَ إِنَّكَ ٱلۡيَوۡمَ لَدَيۡنَا مَكِينٌ أَمِينٞ﴿٥٤

54او باچا وويل: هغه ماته راولئ چې ځان ته یې یوازې کړم، نو كله چې ورسره وغږېده ویې ویل: نن ته موږ سره د ډاډ وړ قدرمن یې.

قَالَ ٱجۡعَلۡنِي عَلَىٰ خَزَآئِنِ ٱلۡأَرۡضِۖ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٞ﴿٥٥

55(يوسف) وويل: (ښه نو) ما د ځمكې پر خزانو وټاكه، زه ډېر پوه ساتونكى يم.

وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي ٱلۡأَرۡضِ يَتَبَوَّأُ مِنۡهَا حَيۡثُ يَشَآءُۚ نُصِيبُ بِرَحۡمَتِنَا مَن نَّشَآءُۖ وَلَا نُضِيعُ أَجۡرَ ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿٥٦

56او په همدې توګه مو يوسف ته په ځمكه كې ځاى وركړ، چې كوم ځاى به يې خوښ و، هلته به اوسېدلو، چاته مو چې خوښه وي (همدغه شان) خپل رحمت ور رسوو او موږ د نېكانو بدله نه ضايع كوو.

وَلَأَجۡرُ ٱلۡأٓخِرَةِ خَيۡرٞ لِّلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ﴿٥٧

57او د اّخرت بدله خامخا هغو كسانو ته ډېره غوره ده چې ايمان يې راوړى او ځان به يې (له ګناه) ساتلو.

وَجَآءَ إِخۡوَةُ يُوسُفَ فَدَخَلُواْ عَلَيۡهِ فَعَرَفَهُمۡ وَهُمۡ لَهُۥ مُنكِرُونَ﴿٥٨

58او د يوسف ورونه راغلل او پرې ورننوتل نو هغه دوى وپېژندل خو دوى د يوسف سره نا اشنا وو.

وَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمۡ قَالَ ٱئۡتُونِي بِأَخٖ لَّكُم مِّنۡ أَبِيكُمۡۚ أَلَا تَرَوۡنَ أَنِّيٓ أُوفِي ٱلۡكَيۡلَ وَأَنَا۠ خَيۡرُ ٱلۡمُنزِلِينَ﴿٥٩

59او كله چې یې دوى ته خپل سامان چمتو كړ، ویې ويل: خپل مېرنى ورور مو ماته راولئ، نه ګورئ چې زه پوره پيمانه دركوم او غوره ميلمه پال يم.

فَإِن لَّمۡ تَأۡتُونِي بِهِۦ فَلَا كَيۡلَ لَكُمۡ عِندِي وَلَا تَقۡرَبُونِ﴿٦٠

60او كه هغه مو رانه وستلو بيا نو ماسره ستاسو لپاره نه پيمانه شته او نه به ماته نږدې راځئ.

قَالُواْ سَنُرَٰوِدُ عَنۡهُ أَبَاهُ وَإِنَّا لَفَٰعِلُونَ﴿٦١

61دوى وويل: موږ به يې له پلاره غوښتنه وكړو او خامخا د دې كار كوونكي يو.

وَقَالَ لِفِتۡيَٰنِهِ ٱجۡعَلُواْ بِضَٰعَتَهُمۡ فِي رِحَالِهِمۡ لَعَلَّهُمۡ يَعۡرِفُونَهَآ إِذَا ٱنقَلَبُوٓاْ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِمۡ لَعَلَّهُمۡ يَرۡجِعُونَ﴿٦٢

62او خپلو مريانو ته يې وويل چې د دوى پانګه بېرته په خپلو څټو (بارونو) كې ورته واچوئ، ښايې دوى يې وپېژني كله چې خپل كور ته ورګرځي او بيا هم راستانه شي.

فَلَمَّا رَجَعُوٓاْ إِلَىٰٓ أَبِيهِمۡ قَالُواْ يَٰٓأَبَانَا مُنِعَ مِنَّا ٱلۡكَيۡلُ فَأَرۡسِلۡ مَعَنَآ أَخَانَا نَكۡتَلۡ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَٰفِظُونَ﴿٦٣

63نو كله چې خپل پلار ته ورستانه شول ويلې اى زموږ پلاره! موږ نه پيمانه ايساره كړی شوې ده نو ورور مو راسره واستوه چې پيمانه واخلو او موږ خامخا د هغه ساتونكي يو.

قَالَ هَلۡ ءَامَنُكُمۡ عَلَيۡهِ إِلَّا كَمَآ أَمِنتُكُمۡ عَلَىٰٓ أَخِيهِ مِن قَبۡلُ فَٱللَّهُ خَيۡرٌ حَٰفِظٗاۖ وَهُوَ أَرۡحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ﴿٦٤

64ويلې آيا د ده په هكله هم هماغه شان باور درباندې وكړم لكه چې ړومبى مې د ده د ورور په هكله باور درباندې كړى و، نو الله غوره ساتونكى او هماغه تر ټولو زيات رحم كوونكى دى.

وَلَمَّا فَتَحُواْ مَتَٰعَهُمۡ وَجَدُواْ بِضَٰعَتَهُمۡ رُدَّتۡ إِلَيۡهِمۡۖ قَالُواْ يَٰٓأَبَانَا مَا نَبۡغِيۖ هَٰذِهِۦ بِضَٰعَتُنَا رُدَّتۡ إِلَيۡنَاۖ وَنَمِيرُ أَهۡلَنَا وَنَحۡفَظُ أَخَانَا وَنَزۡدَادُ كَيۡلَ بَعِيرٖۖ ذَٰلِكَ كَيۡلٞ يَسِيرٞ﴿٦٥

65او كله چې خپل سامان يې پرانستلو نو خپلې پانګې يې بياموندې چې دوى ته واپس شوي دي، هغوى وويل: پلاره نور څه غواړو؟ دغه ده زموږ پانګه چې را واپس شوې ده، نو موږ به خپل كور ته (نوره) غله هم راوړو، د خپل ورور ساتنه به كوو او يو اوښ بار به زيات راوړو، دغه پيمانه ده په آسانۍ سره.

قَالَ لَنۡ أُرۡسِلَهُۥ مَعَكُمۡ حَتَّىٰ تُؤۡتُونِ مَوۡثِقٗا مِّنَ ٱللَّهِ لَتَأۡتُنَّنِي بِهِۦٓ إِلَّآ أَن يُحَاطَ بِكُمۡۖ فَلَمَّآ ءَاتَوۡهُ مَوۡثِقَهُمۡ قَالَ ٱللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٞ﴿٦٦

66يعقوب (علیه السلام) وويل هېڅكله به يې درسره ونه لېږم، تر څو چې د الله په نوم كلک لوظ رانكړئ چې خامخا به يې راته راولئ مګر دا چې ټول ګير شئ، نو كله چې هغوى كلک لوظ وركړ يعقوب (علیه السلام) وويل: موږ چې څه وايو الله پر هغه شاهد او ساتونكى دى.

وَقَالَ يَٰبَنِيَّ لَا تَدۡخُلُواْ مِنۢ بَابٖ وَٰحِدٖ وَٱدۡخُلُواْ مِنۡ أَبۡوَٰبٖ مُّتَفَرِّقَةٖۖ وَمَآ أُغۡنِي عَنكُم مِّنَ ٱللَّهِ مِن شَيۡءٍۖ إِنِ ٱلۡحُكۡمُ إِلَّا لِلَّهِۖ عَلَيۡهِ تَوَكَّلۡتُۖ وَعَلَيۡهِ فَلۡيَتَوَكَّلِ ٱلۡمُتَوَكِّلُونَ﴿٦٧

67او ورته ويې ويل: ای زامنو! ټول په يوه وره (دروازه) مه ننوځئ بلكې په بېلا بېلو دروازو ورننوځئ، او زه خو د الله له لوري هېڅ شى له تاسو نه شم ايسارولى، له الله پرته د بل چا حكم نه چليږي، پر هماغه مې بروسه ده او توكل كوونكي دې هم پر ده بروسه وكړي.

وَلَمَّا دَخَلُواْ مِنۡ حَيۡثُ أَمَرَهُمۡ أَبُوهُم مَّا كَانَ يُغۡنِي عَنۡهُم مِّنَ ٱللَّهِ مِن شَيۡءٍ إِلَّا حَاجَةٗ فِي نَفۡسِ يَعۡقُوبَ قَضَىٰهَاۚ وَإِنَّهُۥ لَذُو عِلۡمٖ لِّمَا عَلَّمۡنَٰهُ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعۡلَمُونَ﴿٦٨

68او كله چې هماغسې ورننوتل څنګه چې یې پلار ورته امر كړى و، نه و چې ايسار کړي (د دوی دا تدبیر) د الله څخه هېڅ شی، خو د يعقوب (علیه السلام) په زړه كې يوه تلوسه وه چې تر سره يې كړه، او بې شکه هغه د هغې پوهې خاوند و چې موږ وركړې وه خو زياتره خلک نه پوهېږي.

وَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَىٰ يُوسُفَ ءَاوَىٰٓ إِلَيۡهِ أَخَاهُۖ قَالَ إِنِّيٓ أَنَا۠ أَخُوكَ فَلَا تَبۡتَئِسۡ بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ﴿٦٩

69او كله چې پر يوسف ورننوتل نو هغه خپل ورور ځان ته ورنږدې كړ ويلې زه ستا ورور يم نو په هغو چارو مه خفه كېږه چې دوى يې كوي.

فَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمۡ جَعَلَ ٱلسِّقَايَةَ فِي رَحۡلِ أَخِيهِ ثُمَّ أَذَّنَ مُؤَذِّنٌ أَيَّتُهَا ٱلۡعِيرُ إِنَّكُمۡ لَسَٰرِقُونَ﴿٧٠

70نو كله چې یې د هغوى سامان چمتو كړ، خپل جام يې د خپل ورور په بار كې كېښود بيا يو آواز كوونكي نارې كړې چې ای كاروانيانو تاسو خامخا غله ياست.

قَالُواْ وَأَقۡبَلُواْ عَلَيۡهِم مَّاذَا تَفۡقِدُونَ﴿٧١

71هغوى وويل او مخ يې پرې راواړولو چې څه شى مو ورک دي.

قَالُواْ نَفۡقِدُ صُوَاعَ ٱلۡمَلِكِ وَلِمَن جَآءَ بِهِۦ حِمۡلُ بَعِيرٖ وَأَنَا۠ بِهِۦ زَعِيمٞ﴿٧٢

72هغوى وويل د باچا پيمانه مو وركه كړې ده او چا چې راوړه هغه ته د يو اوښ بار ډالۍ ده او زه ذمه وار يم.

قَالُواْ تَٱللَّهِ لَقَدۡ عَلِمۡتُم مَّا جِئۡنَا لِنُفۡسِدَ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَمَا كُنَّا سَٰرِقِينَ﴿٧٣

73هغوى وويل: په الله قسم دى موږ د دې لپاره نه يو راغلي چې په ځمكه كې فساد جوړ كړو او نه غله يو.

قَالُواْ فَمَا جَزَٰٓؤُهُۥٓ إِن كُنتُمۡ كَٰذِبِينَ﴿٧٤

74ویې وېلې نو سزا به يې څه وي كه تاسو دروغجن وئ.

قَالُواْ جَزَٰٓؤُهُۥ مَن وُجِدَ فِي رَحۡلِهِۦ فَهُوَ جَزَٰٓؤُهُۥۚ كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلظَّٰلِمِينَ﴿٧٥

75هغوى وويل: سزا يې دا ده چې د هر چا بار كې وموندل شوه نو هغه به خپله په سزا كې ځي، ظالمانو ته همدغه شان سزا وركوو.

فَبَدَأَ بِأَوۡعِيَتِهِمۡ قَبۡلَ وِعَآءِ أَخِيهِ ثُمَّ ٱسۡتَخۡرَجَهَا مِن وِعَآءِ أَخِيهِۚ كَذَٰلِكَ كِدۡنَا لِيُوسُفَۖ مَا كَانَ لِيَأۡخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ ٱلۡمَلِكِ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُۚ نَرۡفَعُ دَرَجَٰتٖ مَّن نَّشَآءُۗ وَفَوۡقَ كُلِّ ذِي عِلۡمٍ عَلِيمٞ﴿٧٦

76نو د هغه د ورور له بار څخه مخکې يې د هغوى په بارونو پيل وكړ بيا يې د ورور له باره راواېستله، همداسې مو يوسف ته يو تدبير وښوده، د باچا په قانون کې (ممکن) نه و چې دی دې خپل ورور راونیسي مګر دا چې الله څه وغواړي، هر چاته مو چې خوښ شي درجې يې اوچتوو او د پوهې د هر څښتن دپاسه بل پوه شته دى.

۞ قَالُوٓاْ إِن يَسۡرِقۡ فَقَدۡ سَرَقَ أَخٞ لَّهُۥ مِن قَبۡلُۚ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفۡسِهِۦ وَلَمۡ يُبۡدِهَا لَهُمۡۚ قَالَ أَنتُمۡ شَرّٞ مَّكَانٗاۖ وَٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِمَا تَصِفُونَ﴿٧٧

77هغوى وويل: كه دى غلا كوي نو ورور يې هم لا ړومبى غلا كړې وه، نو يوسف دا خبره په زړه كې پټه وساتله او ورته څرګنده يې نكړه، (پټ) يې وويل: تاسو په مرتبه كې لا ډېر بدتر ياست او الله په هغه څه ښه پوه دى چې تاسو يې بيانوئ.

قَالُواْ يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡعَزِيزُ إِنَّ لَهُۥٓ أَبٗا شَيۡخٗا كَبِيرٗا فَخُذۡ أَحَدَنَا مَكَانَهُۥٓۖ إِنَّا نَرَىٰكَ مِنَ ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿٧٨

78دوى وويل: ای عزيزه! د ده يو زوړ سپين ږيرى پلار دى نو د ده پر ځاى له موږ څخه كوم يو ونيسه، موږ دې له نېكانو څخه وينو.

قَالَ مَعَاذَ ٱللَّهِ أَن نَّأۡخُذَ إِلَّا مَن وَجَدۡنَا مَتَٰعَنَا عِندَهُۥٓ إِنَّآ إِذٗا لَّظَٰلِمُونَ﴿٧٩

79يوسف وويل: الله پورې پنا غواړو له دې نه چې څوک ونيسو پرته له هغه چې خپل سامان مو ورسره موندلى دى كنه بيا خو به موږ ظالمان يو.

فَلَمَّا ٱسۡتَيۡـَٔسُواْ مِنۡهُ خَلَصُواْ نَجِيّٗاۖ قَالَ كَبِيرُهُمۡ أَلَمۡ تَعۡلَمُوٓاْ أَنَّ أَبَاكُمۡ قَدۡ أَخَذَ عَلَيۡكُم مَّوۡثِقٗا مِّنَ ٱللَّهِ وَمِن قَبۡلُ مَا فَرَّطتُمۡ فِي يُوسُفَۖ فَلَنۡ أَبۡرَحَ ٱلۡأَرۡضَ حَتَّىٰ يَأۡذَنَ لِيٓ أَبِيٓ أَوۡ يَحۡكُمَ ٱللَّهُ لِيۖ وَهُوَ خَيۡرُ ٱلۡحَٰكِمِينَ﴿٨٠

80نو كله چې ترې ناهيلي شول، د مشورې لپاره سره بېل شول، مشر يې وويل: آيا نه پوهېږئ چې پلار مو د الله په نامه پوخ لوظ در څخه اخيستى او هغه ړومبى مو چې د يوسف په هكله څه زياتى كړى (هغه هم درمعلوم دى) نو زه خو به له دې ځايه ولاړ نه شم څو چې پلار مې اجازه نه وي راته كړي، يا خو الله څه پرېکړه را ونكړي او هماغه ښه پرېکړه كوونكى دى.

ٱرۡجِعُوٓاْ إِلَىٰٓ أَبِيكُمۡ فَقُولُواْ يَٰٓأَبَانَآ إِنَّ ٱبۡنَكَ سَرَقَ وَمَا شَهِدۡنَآ إِلَّا بِمَا عَلِمۡنَا وَمَا كُنَّا لِلۡغَيۡبِ حَٰفِظِينَ﴿٨١

81پلار ته مو ورستانه شئ او ورته وواياست چې زوى دې غلا كړې ده! او موږ له هغه پرته چې راته معلوم دي د بل څه شاهدي نه وايو او نه موږ د غيبو ساتونكي يو.

وَسۡـَٔلِ ٱلۡقَرۡيَةَ ٱلَّتِي كُنَّا فِيهَا وَٱلۡعِيرَ ٱلَّتِيٓ أَقۡبَلۡنَا فِيهَاۖ وَإِنَّا لَصَٰدِقُونَ﴿٨٢

82او هغه كلى وپوښته چې موږ پكې وو او هغه كاروان چې موږ ورسره راغلو او بې شكه موږ ريښتيني يو.

قَالَ بَلۡ سَوَّلَتۡ لَكُمۡ أَنفُسُكُمۡ أَمۡرٗاۖ فَصَبۡرٞ جَمِيلٌۖ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَأۡتِيَنِي بِهِمۡ جَمِيعًاۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلۡعَلِيمُ ٱلۡحَكِيمُ﴿٨٣

83(يعقوب علیه السلام) وويل: (نه) بلكې خپلو نفسونو مو كوم كار درته ښايسته كړى نو زه به په دې ښه صبر كوم نږدې ده چې الله دوى ټول راته راولي، بې شكه هماغه ډېر ځيرک پوه دى.

وَتَوَلَّىٰ عَنۡهُمۡ وَقَالَ يَٰٓأَسَفَىٰ عَلَىٰ يُوسُفَ وَٱبۡيَضَّتۡ عَيۡنَاهُ مِنَ ٱلۡحُزۡنِ فَهُوَ كَظِيمٞ﴿٨٤

84او (بيا يې) ترې مخ واړولو او ويې ويل هاى د یوسف غمه! او دواړه سترګې يې له غمه سپينې شوې او دى له غم او غوسې ډک و.

قَالُواْ تَٱللَّهِ تَفۡتَؤُاْ تَذۡكُرُ يُوسُفَ حَتَّىٰ تَكُونَ حَرَضًا أَوۡ تَكُونَ مِنَ ٱلۡهَٰلِكِينَ﴿٨٥

85هغوى وويل: په الله قسم ته خو تر هغه پورې همېشه يوسف يادوې چې يا ډېر كمزورى ناروغ او يا ځان هلاك كړې.

قَالَ إِنَّمَآ أَشۡكُواْ بَثِّي وَحُزۡنِيٓ إِلَى ٱللَّهِ وَأَعۡلَمُ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا تَعۡلَمُونَ﴿٨٦

86ویې وېل خبره دا ده چې زه خو مې د خپل خپګان او غم فرياد يوازې الله ته كوم او د الله له خوا نه په هغه څه پوهېږم چې تاسو نه پوهېږئ.

يَٰبَنِيَّ ٱذۡهَبُواْ فَتَحَسَّسُواْ مِن يُوسُفَ وَأَخِيهِ وَلَا تَاْيۡـَٔسُواْ مِن رَّوۡحِ ٱللَّهِۖ إِنَّهُۥ لَا يَاْيۡـَٔسُ مِن رَّوۡحِ ٱللَّهِ إِلَّا ٱلۡقَوۡمُ ٱلۡكَٰفِرُونَ﴿٨٧

87اې زما زامنو ځئ، د يوسف او د هغه د ورور پلټنه وكړئ او د الله له رحمته مه ناهيلي كيږئ، حقيقت دا دى چې د هغه له رحمته پرته له كافرانو بل څوک نه ناهيلي كيږي.

فَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَيۡهِ قَالُواْ يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهۡلَنَا ٱلضُّرُّ وَجِئۡنَا بِبِضَٰعَةٖ مُّزۡجَىٰةٖ فَأَوۡفِ لَنَا ٱلۡكَيۡلَ وَتَصَدَّقۡ عَلَيۡنَآۖ إِنَّ ٱللَّهَ يَجۡزِي ٱلۡمُتَصَدِّقِينَ﴿٨٨

88نو كله چې پر هغه ورننوتل وېلې ای عزيزه! موږ او زموږ كورنۍ ډېره كړېدلې او پانګه مو هم نيمګړې غوندې راوړې ده نو موږ ته پوره پيمانه راكړه او خيرات هم راباندې وكړه، بې شكه الله خيرات کوونكو ته بدله وركوي.

قَالَ هَلۡ عَلِمۡتُم مَّا فَعَلۡتُم بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذۡ أَنتُمۡ جَٰهِلُونَ﴿٨٩

89وېلې آيا هغه (کړنې) در معلومې دي چې له يوسف او د هغه له ورور سره مو وكړې، هغه وخت چې تاسو ناپوهان وئ.

قَالُوٓاْ أَءِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُۖ قَالَ أَنَا۠ يُوسُفُ وَهَٰذَآ أَخِيۖ قَدۡ مَنَّ ٱللَّهُ عَلَيۡنَآۖ إِنَّهُۥ مَن يَتَّقِ وَيَصۡبِرۡ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجۡرَ ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿٩٠

90هغوى وويل: آيا خامخا همدا ته يوسف يې؟ ويلې (هو) زه يوسف او دا مې ورور دى چې ریښتيا هم الله احسان راباندې كړى، بې شکه څوک چې (الله څخه) وېرېږي او صبر كوي نو بې شكه الله د نېكانو بدله نه ضايع كوي.

قَالُواْ تَٱللَّهِ لَقَدۡ ءَاثَرَكَ ٱللَّهُ عَلَيۡنَا وَإِن كُنَّا لَخَٰطِـِٔينَ﴿٩١

91هغوى وويل: قسم په الله چې خامخا الله پر موږ غوره كړى يې او بې شكه چې موږ خطا كاران وو.

قَالَ لَا تَثۡرِيبَ عَلَيۡكُمُ ٱلۡيَوۡمَۖ يَغۡفِرُ ٱللَّهُ لَكُمۡۖ وَهُوَ أَرۡحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ﴿٩٢

92يوسف وويل: نن پر تاسو كومه پړه نشته، الله دې بخښنه درته وكړي او هماغه تر ټولو زيات لوروونكى دى.

ٱذۡهَبُواْ بِقَمِيصِي هَٰذَا فَأَلۡقُوهُ عَلَىٰ وَجۡهِ أَبِي يَأۡتِ بَصِيرٗا وَأۡتُونِي بِأَهۡلِكُمۡ أَجۡمَعِينَ﴿٩٣

93زما دا كميس يوسئ او زما د پلار پرمخ يې ورواچوئ چې بېرته ليدونكى شي، او كورنۍ مو ټوله ماته راولئ.

وَلَمَّا فَصَلَتِ ٱلۡعِيرُ قَالَ أَبُوهُمۡ إِنِّي لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَۖ لَوۡلَآ أَن تُفَنِّدُونِ﴿٩٤

94او كله چې كاروان (له مصره) را بېل شو، پلار يې (يعقوب) وويل بې شکه ما ته د يوسف بوى راځي، كه چېرې مې كم عقله نه بولئ.

قَالُواْ تَٱللَّهِ إِنَّكَ لَفِي ضَلَٰلِكَ ٱلۡقَدِيمِ﴿٩٥

95هغوى ويل: په الله قسم ته خو دې لا په هماغه زاړه سودايي توب كې يې.

فَلَمَّآ أَن جَآءَ ٱلۡبَشِيرُ أَلۡقَىٰهُ عَلَىٰ وَجۡهِهِۦ فَٱرۡتَدَّ بَصِيرٗاۖ قَالَ أَلَمۡ أَقُل لَّكُمۡ إِنِّيٓ أَعۡلَمُ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا تَعۡلَمُونَ﴿٩٦

96نو كله چې زېرى وركوونكى راغى (كميس) يې د هغه پر مخ ورواچوه نو بېرته بينا شو، ویې وېل: نه مې وو درته ويلي چې زه د الله له لوري په هغه څه پوهېږم چې تاسو نه پوهېږئ.

قَالُواْ يَٰٓأَبَانَا ٱسۡتَغۡفِرۡ لَنَا ذُنُوبَنَآ إِنَّا كُنَّا خَٰطِـِٔينَ﴿٩٧

97هغوى وويل: اې زموږ پلاره زموږ د ګناهونو بخښنه راته وغواړه بې شكه موږ خطا كاران وو.

قَالَ سَوۡفَ أَسۡتَغۡفِرُ لَكُمۡ رَبِّيٓۖ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلۡغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ﴿٩٨

98هغه وویل: زر به له الله څخه درته بخښنه وغواړم، بې شكه هماغه ډېر مهربان بخښونكى دى.

فَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَىٰ يُوسُفَ ءَاوَىٰٓ إِلَيۡهِ أَبَوَيۡهِ وَقَالَ ٱدۡخُلُواْ مِصۡرَ إِن شَآءَ ٱللَّهُ ءَامِنِينَ﴿٩٩

99نو كله چې پر يوسف ورننوتل، مور او پلار يې ځان ته ورنږدې كړل او ويې ويل: ښار ته ننوځئ كه د الله خوښه وي نو ډاډمن به اوسئ.

وَرَفَعَ أَبَوَيۡهِ عَلَى ٱلۡعَرۡشِ وَخَرُّواْ لَهُۥ سُجَّدٗاۖ وَقَالَ يَٰٓأَبَتِ هَٰذَا تَأۡوِيلُ رُءۡيَٰيَ مِن قَبۡلُ قَدۡ جَعَلَهَا رَبِّي حَقّٗاۖ وَقَدۡ أَحۡسَنَ بِيٓ إِذۡ أَخۡرَجَنِي مِنَ ٱلسِّجۡنِ وَجَآءَ بِكُم مِّنَ ٱلۡبَدۡوِ مِنۢ بَعۡدِ أَن نَّزَغَ ٱلشَّيۡطَٰنُ بَيۡنِي وَبَيۡنَ إِخۡوَتِيٓۚ إِنَّ رَبِّي لَطِيفٞ لِّمَا يَشَآءُۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلۡعَلِيمُ ٱلۡحَكِيمُ﴿١٠٠

100او مور او پلار يې پر تخت پورته وخېژول او بيا ټول د هغه پر وړاندې په سجده ټيټ شول او ده وويل اې زما پلاره دا زما د هغه پخواني خوب تعبیر دی چې دا دى الله رښتيا كړ، او دا ښېګړه يې هم راسره وكړه چې كله يې زه له زندانه راووېستم او تاسو يې له بيديا راوستلئ، له هغه وروسته چې زما او د ورونو ترمنځ شيطان فساد واچولو، بې شكه زما رب د هغه څه لپاره چې غواړي يې د باریک بین تدبيرونو جوړوونكى دى، بې شکه هماغه د حكمت والا ډېر پوه دى.

۞ رَبِّ قَدۡ ءَاتَيۡتَنِي مِنَ ٱلۡمُلۡكِ وَعَلَّمۡتَنِي مِن تَأۡوِيلِ ٱلۡأَحَادِيثِۚ فَاطِرَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ أَنتَ وَلِيِّۦ فِي ٱلدُّنۡيَا وَٱلۡأٓخِرَةِۖ تَوَفَّنِي مُسۡلِمٗا وَأَلۡحِقۡنِي بِٱلصَّٰلِحِينَ﴿١٠١

101زما ربه! خامخا ماته دې واكمني راكړې او (اصلي معنا ته) د خبرو ورګرځولو پوهه راكړې ده، د آسمانونو او ځمكې پېدا کوونکیه! همدا ته مې په دنيا او اّخرت كې کار جوړوونكى يې، د مسلمانۍ حالت كې مې درواخلې او صالحانو سره مې يو ځاى كړې.

ذَٰلِكَ مِنۡ أَنۢبَآءِ ٱلۡغَيۡبِ نُوحِيهِ إِلَيۡكَۖ وَمَا كُنتَ لَدَيۡهِمۡ إِذۡ أَجۡمَعُوٓاْ أَمۡرَهُمۡ وَهُمۡ يَمۡكُرُونَ﴿١٠٢

102دا د غيبو له خبرونو څخه ده چې تا ته يې وحي كوو، او ته خو دوى سره نه وې كله چې خبره يې راټوله او په دسيسه يې لاس پورې كړ.

وَمَآ أَكۡثَرُ ٱلنَّاسِ وَلَوۡ حَرَصۡتَ بِمُؤۡمِنِينَ﴿١٠٣

103او ته كه هر څومره تلوسه وكړې، زياتره خلک منونكي ندي.

وَمَا تَسۡـَٔلُهُمۡ عَلَيۡهِ مِنۡ أَجۡرٍۚ إِنۡ هُوَ إِلَّا ذِكۡرٞ لِّلۡعَٰلَمِينَ﴿١٠٤

104او له دوى نه خو څه بدله پرې نه غواړې، دا خو د ټولو نړيوالو لپاره له يو درس نه پرته بل څه ندى.

وَكَأَيِّن مِّنۡ ءَايَةٖ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ يَمُرُّونَ عَلَيۡهَا وَهُمۡ عَنۡهَا مُعۡرِضُونَ﴿١٠٥

105او څومره نښانې دي په آسمانو او ځمكه كې چې دوى ورباندې تېريږي خو (تل) د هغو نه څنګ كوونكي دي.

وَمَا يُؤۡمِنُ أَكۡثَرُهُم بِٱللَّهِ إِلَّا وَهُم مُّشۡرِكُونَ﴿١٠٦

106او زياتره يې د الله منونكي نه دي مګر داسې چې شرک كوونكي وي.

أَفَأَمِنُوٓاْ أَن تَأۡتِيَهُمۡ غَٰشِيَةٞ مِّنۡ عَذَابِ ٱللَّهِ أَوۡ تَأۡتِيَهُمُ ٱلسَّاعَةُ بَغۡتَةٗ وَهُمۡ لَا يَشۡعُرُونَ﴿١٠٧

107اّيا لدې ډاډه دي چې د الله د عذاب كومه بلا به ورباندې راشي يا ناڅاپي ډول د قيامت ساعت چې دوى به خبر هم نه وي.

قُلۡ هَٰذِهِۦ سَبِيلِيٓ أَدۡعُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِۚ عَلَىٰ بَصِيرَةٍ أَنَا۠ وَمَنِ ٱتَّبَعَنِيۖ وَسُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ وَمَآ أَنَا۠ مِنَ ٱلۡمُشۡرِكِينَ﴿١٠٨

108ورته وايه: همدغه زما لاره ده چې د الله په لور بلنه كوم، هم زه او هم زما ملګري په څرګند حقيقت (روان يو) او الله لره پاكي ده او زه له مشركانو څخه نه يم.

وَمَآ أَرۡسَلۡنَا مِن قَبۡلِكَ إِلَّا رِجَالٗا نُّوحِيٓ إِلَيۡهِم مِّنۡ أَهۡلِ ٱلۡقُرَىٰٓۗ أَفَلَمۡ يَسِيرُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَيَنظُرُواْ كَيۡفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡۗ وَلَدَارُ ٱلۡأٓخِرَةِ خَيۡرٞ لِّلَّذِينَ ٱتَّقَوۡاْۚ أَفَلَا تَعۡقِلُونَ﴿١٠٩

109او له تا مخكې مو هم پرته له سړيو بل څوک نه وو لېږلي، چې وحي مو ورته كوله، د كليو د خلكو نه، آيا نو دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي چې وګوري د هغو خلكو انجام څنګه شو كوم چې دوى نه مخكې وو، او د آخرت كور خامخا د هغو خلكو لپاره ډېر غوره دى چې تقوى كوي، آيا نو عقل نه كاروئ.

حَتَّىٰٓ إِذَا ٱسۡتَيۡـَٔسَ ٱلرُّسُلُ وَظَنُّوٓاْ أَنَّهُمۡ قَدۡ كُذِبُواْ جَآءَهُمۡ نَصۡرُنَا فَنُجِّيَ مَن نَّشَآءُۖ وَلَا يُرَدُّ بَأۡسُنَا عَنِ ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡمُجۡرِمِينَ﴿١١٠

110تر دې چې پېغمبران ناهيلي شول (د خلکو له ایمان راوړلو) او (خلکو) ګومان وكړ چې دروغجن کړل شول، ناڅاپه زموږ مرسته ورته راغله نو چاته مو چې خوښه وه هغه وژغورل شول او له مجرمانو خو زموږ عذاب (هېڅكله) نه ګرځول كيږي.

لَقَدۡ كَانَ فِي قَصَصِهِمۡ عِبۡرَةٞ لِّأُوْلِي ٱلۡأَلۡبَٰبِۗ مَا كَانَ حَدِيثٗا يُفۡتَرَىٰ وَلَٰكِن تَصۡدِيقَ ٱلَّذِي بَيۡنَ يَدَيۡهِ وَتَفۡصِيلَ كُلِّ شَيۡءٖ وَهُدٗى وَرَحۡمَةٗ لِّقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ﴿١١١

111د هغوى په دې كيسو كې خامخا د هوښيارانو لپاره عبرت دى، دا څه له ځانه جوړې خبرى نه دي، بلكې د هغه څه تصديق دى چې ترې مخكى (نازل شوى) وو او د هر شي بېل بېل بيان او د مومنانو لپاره هدايت او رحمت دى.

RELATED SURAHS