Ghafir

غافر

The Forgiver85 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

حمٓ﴿١

1حم [1]

تَنزِيلُ ٱلۡكِتَٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡعَلِيمِ﴿٢

2راتلل د دی کتاب د الله له طرفه دي چې پوه او زورور دی.

غَافِرِ ٱلذَّنۢبِ وَقَابِلِ ٱلتَّوۡبِ شَدِيدِ ٱلۡعِقَابِ ذِي ٱلطَّوۡلِۖ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۖ إِلَيۡهِ ٱلۡمَصِيرُ﴿٣

3د ګناه بخښونكى، د توبې قبلونكى او سخت عذاب والا، د فضل او قدرت څښتن دى، نشته لایق د عبادت مګر همغه یې لایق دی همغه ته ورتګ دى.

مَا يُجَٰدِلُ فِيٓ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ إِلَّا ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فَلَا يَغۡرُرۡكَ تَقَلُّبُهُمۡ فِي ٱلۡبِلَٰدِ﴿٤

4د الله په ايتونو كې يوازې هغه كسان جګړې كوي چې كافر شوي، نو په ښارونو كې د هغوى ګرځېدل راګرځېدل دې تا په دوكه كې وانه چوي.

كَذَّبَتۡ قَبۡلَهُمۡ قَوۡمُ نُوحٖ وَٱلۡأَحۡزَابُ مِنۢ بَعۡدِهِمۡۖ وَهَمَّتۡ كُلُّ أُمَّةِۭ بِرَسُولِهِمۡ لِيَأۡخُذُوهُۖ وَجَٰدَلُواْ بِٱلۡبَٰطِلِ لِيُدۡحِضُواْ بِهِ ٱلۡحَقَّ فَأَخَذۡتُهُمۡۖ فَكَيۡفَ كَانَ عِقَابِ﴿٥

5له هغوى مخكې هم د نوح قوم او تر هغوى وروسته نورو قومونو (دا خبره) دروغ ګڼلې وه او هر ولس د خپل رسول رانيولو قصد وكړ او په باطله به يې جګړې كولې تر څو په دې سره حق بیکاره [باطل] [ثابت] كړي، بيا مې هغوى راګير كړل نو (ګوره) زما سزا څنګه وه.

وَكَذَٰلِكَ حَقَّتۡ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ أَنَّهُمۡ أَصۡحَٰبُ ٱلنَّارِ﴿٦

6او همدغسې ستا د پالونکي خبره پر هغو خلكو حقه (رښتيا) شوه كوم چې كافر شوي وو چې هغوى به په رېښتيا دوزخيان وي.

ٱلَّذِينَ يَحۡمِلُونَ ٱلۡعَرۡشَ وَمَنۡ حَوۡلَهُۥ يُسَبِّحُونَ بِحَمۡدِ رَبِّهِمۡ وَيُؤۡمِنُونَ بِهِۦ وَيَسۡتَغۡفِرُونَ لِلَّذِينَ ءَامَنُواْۖ رَبَّنَا وَسِعۡتَ كُلَّ شَيۡءٖ رَّحۡمَةٗ وَعِلۡمٗا فَٱغۡفِرۡ لِلَّذِينَ تَابُواْ وَٱتَّبَعُواْ سَبِيلَكَ وَقِهِمۡ عَذَابَ ٱلۡجَحِيمِ﴿٧

7هغوى چې عرش (پورته كړی) او څوك چې د هغه چاپېره دي د خپل پالونکي له ستاينې سره د هغه پاکي وايي، په هغه ايمان لري او د مومنانو لپاره بخښنه غواړي، چې ای زموږ ربه! پراخه دی ستا علم او رحمت هر شی ته، نو هغو كسانو ته بخښنه وكړه چې توبه يې اېستلې او ستا د لارې متابعت يې كړى او د دوزخ له عذابه يې وساته.

رَبَّنَا وَأَدۡخِلۡهُمۡ جَنَّٰتِ عَدۡنٍ ٱلَّتِي وَعَدتَّهُمۡ وَمَن صَلَحَ مِنۡ ءَابَآئِهِمۡ وَأَزۡوَٰجِهِمۡ وَذُرِّيَّٰتِهِمۡۚ إِنَّكَ أَنتَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ﴿٨

8ای زموږ پالونکيه! او هغوى د تل هستوګنې هغو جنتونو ته ننباسه چې ژمنه دې ورسره كړې او (همدارنګه) د هغوى له پلرونو، مېرمنو او اولادونو چې څوک نېك عمله وي، په رېښتيا همدا ته برلاسى د حكمت والا يې.

وَقِهِمُ ٱلسَّيِّـَٔاتِۚ وَمَن تَقِ ٱلسَّيِّـَٔاتِ يَوۡمَئِذٖ فَقَدۡ رَحِمۡتَهُۥۚ وَذَٰلِكَ هُوَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ﴿٩

9او هغوى له بدو (حالاتو) وساته او په هغه ورځ چې ته څوک له بدو وساتې، نو په رېښتيا رحم دې پرې وكړ، او ستر برى خو همدا دى.

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ يُنَادَوۡنَ لَمَقۡتُ ٱللَّهِ أَكۡبَرُ مِن مَّقۡتِكُمۡ أَنفُسَكُمۡ إِذۡ تُدۡعَوۡنَ إِلَى ٱلۡإِيمَٰنِ فَتَكۡفُرُونَ﴿١٠

10له شک پرته چا چې كفر كړى هغوى ته به غږ وكړى شي چې د الله غوسه هرومرو له هغې غوسې زياته ده چې تاسو خپلو ځانونو باندې كوله، كله چې د ايمان په لور بلل كېدلئ، نو تاسو به كفر كولو.

قَالُواْ رَبَّنَآ أَمَتَّنَا ٱثۡنَتَيۡنِ وَأَحۡيَيۡتَنَا ٱثۡنَتَيۡنِ فَٱعۡتَرَفۡنَا بِذُنُوبِنَا فَهَلۡ إِلَىٰ خُرُوجٖ مِّن سَبِيلٖ﴿١١

11هغوى به وايي اې زموږ ربه! دوه ځله دې مړه كړو او دوه ځله دې ژوندي كړو، موږ پر خپلو ګناهونو اقرار وكړ نو آيا (اوس) د وتلو كومه لار شته؟

ذَٰلِكُم بِأَنَّهُۥٓ إِذَا دُعِيَ ٱللَّهُ وَحۡدَهُۥ كَفَرۡتُمۡ وَإِن يُشۡرَكۡ بِهِۦ تُؤۡمِنُواْۚ فَٱلۡحُكۡمُ لِلَّهِ ٱلۡعَلِيِّ ٱلۡكَبِيرِ﴿١٢

12دا ستاسو (عذاب) ځكه دى چې كله به الله يوازې وبلل شو نو تاسو به انكار كولو او كه شرك به ورسره (منل) كېدو نو بيا به مو منلو نو (اوس) پرېكړه (يوازې) لوړ او ستر الله لره ده.

هُوَ ٱلَّذِي يُرِيكُمۡ ءَايَٰتِهِۦ وَيُنَزِّلُ لَكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ رِزۡقٗاۚ وَمَا يَتَذَكَّرُ إِلَّا مَن يُنِيبُ﴿١٣

13الله هغه ذات دى چې تاسي ته خپلې نښانې درښایی او له اسمانه روزي درته رانازلوي او پند نه اخلي مګر هغه څوک چې (الله ته) ورګرځي.

فَٱدۡعُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡكَٰفِرُونَ﴿١٤

14[کله چې خبره داسې ده] نو رابلئ الله لره په دې حال کې چې اخلاص کوونکي یاستئ خاص د هغه لپاره دین (طاعت) کې، اګر که کافران دا بد ګڼي.

رَفِيعُ ٱلدَّرَجَٰتِ ذُو ٱلۡعَرۡشِ يُلۡقِي ٱلرُّوحَ مِنۡ أَمۡرِهِۦ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦ لِيُنذِرَ يَوۡمَ ٱلتَّلَاقِ﴿١٥

15د اوچتو درجو والا، د عرش څښتن، رالیږي وحې په خپلو بندګانو کې چا ته یې چې وغواړي [له نبیانو] دې لپاره چې وویروي [خلک] د یو ځای کېدلو له ورځې څخه.

يَوۡمَ هُم بَٰرِزُونَۖ لَا يَخۡفَىٰ عَلَى ٱللَّهِ مِنۡهُمۡ شَيۡءٞۚ لِّمَنِ ٱلۡمُلۡكُ ٱلۡيَوۡمَۖ لِلَّهِ ٱلۡوَٰحِدِ ٱلۡقَهَّارِ﴿١٦

16هغه ورځ چې هغوى (ټول) به راڅرګندېدونكي وي، د هغوى هيڅ شى به له الله پټ نه وي، نن باچايي د چا ده؟ يوازې او يوازې يو برلاسي الله لره.

ٱلۡيَوۡمَ تُجۡزَىٰ كُلُّ نَفۡسِۭ بِمَا كَسَبَتۡۚ لَا ظُلۡمَ ٱلۡيَوۡمَۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَرِيعُ ٱلۡحِسَابِ﴿١٧

17نن به هر چاته د خپلو كړنو بدله وركول كيږي، نن ظلم نشته، بېشكه الله چټک حساب کوونکی دى.

وَأَنذِرۡهُمۡ يَوۡمَ ٱلۡأٓزِفَةِ إِذِ ٱلۡقُلُوبُ لَدَى ٱلۡحَنَاجِرِ كَٰظِمِينَۚ مَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنۡ حَمِيمٖ وَلَا شَفِيعٖ يُطَاعُ﴿١٨

18او هغوى د نږدې راتلونكې ورځې څخه ووېروه كله چې زړونه تر مرۍ راورسيږي (او هغوى) له غمه ډک وي، د ظالمانو به نه كوم دوست وي او نه څوک سپارښتونكى چې خبره يې ومنل شي.

يَعۡلَمُ خَآئِنَةَ ٱلۡأَعۡيُنِ وَمَا تُخۡفِي ٱلصُّدُورُ﴿١٩

19هغه ته د سترګو خيانت او څه چې زړونه يې پټوي (ښه) معلوم دي.

وَٱللَّهُ يَقۡضِي بِٱلۡحَقِّۖ وَٱلَّذِينَ يَدۡعُونَ مِن دُونِهِۦ لَا يَقۡضُونَ بِشَيۡءٍۗ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡبَصِيرُ﴿٢٠

20او الله په حقه پرېکړه كوي او څه چې له هغه پرته يې هغوى رابولي په هيڅ شي حكم نه شي كولاى له شک پرته همغه الله ښه اورېدونكى ليدونكى دى.

۞ أَوَلَمۡ يَسِيرُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَيَنظُرُواْ كَيۡفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ كَانُواْ مِن قَبۡلِهِمۡۚ كَانُواْ هُمۡ أَشَدَّ مِنۡهُمۡ قُوَّةٗ وَءَاثَارٗا فِي ٱلۡأَرۡضِ فَأَخَذَهُمُ ٱللَّهُ بِذُنُوبِهِمۡ وَمَا كَانَ لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ مِن وَاقٖ﴿٢١

21آيا پر ځمكه نه دي ګرځېدلي چې وګوري تر هغوى مخكې د خلكو پايله څنګه وه؟ هغوى خو په زور، او ځمكه كې خپلو نښو (پرېښودو) كې تر دوى ډېر زيات وو، خو بيا د دوى د ګناهونو له امله الله راګير كړل او له الله يې څوک ساتونكى نه و.

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ كَانَت تَّأۡتِيهِمۡ رُسُلُهُم بِٱلۡبَيِّنَٰتِ فَكَفَرُواْ فَأَخَذَهُمُ ٱللَّهُۚ إِنَّهُۥ قَوِيّٞ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ﴿٢٢

22دا لدې امله چې یقینا راتلل به دوی ته رسولان په ښکاره حکمونو، نو دوی به انکار کاوه، نو ونیول الله دوی لره، یقینا الله تعالی ځواک والا، سخت عذاب ورکوونکی دی.

وَلَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا مُوسَىٰ بِـَٔايَٰتِنَا وَسُلۡطَٰنٖ مُّبِينٍ﴿٢٣

23او په رېښتيا موسى مو له خپلو ايتونو [معجزو] او څرګند دليل [تورات] سره لېږلى و.

إِلَىٰ فِرۡعَوۡنَ وَهَٰمَٰنَ وَقَٰرُونَ فَقَالُواْ سَٰحِرٞ كَذَّابٞ﴿٢٤

24فرعون، هامان او قارون ته، خو هغوى وويل چې دى ډېر درواغجن كوډګر دی.

فَلَمَّا جَآءَهُم بِٱلۡحَقِّ مِنۡ عِندِنَا قَالُواْ ٱقۡتُلُوٓاْ أَبۡنَآءَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مَعَهُۥ وَٱسۡتَحۡيُواْ نِسَآءَهُمۡۚ وَمَا كَيۡدُ ٱلۡكَٰفِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَٰلٖ﴿٢٥

25بيا چې هغه زموږ لخوا له حق سره ورغلو، هغوى وويل: د هغو خلكو زامن ووژنئ چې له ده سره يې ايمان راوړى او ښځې يې ژوندۍ پرېږدئ! او د كافرانو چل هيڅ نه دى مګر غلط (او خطا يا عبث).

وَقَالَ فِرۡعَوۡنُ ذَرُونِيٓ أَقۡتُلۡ مُوسَىٰ وَلۡيَدۡعُ رَبَّهُۥٓۖ إِنِّيٓ أَخَافُ أَن يُبَدِّلَ دِينَكُمۡ أَوۡ أَن يُظۡهِرَ فِي ٱلۡأَرۡضِ ٱلۡفَسَادَ﴿٢٦

26او فرعون وويل: ما پرېږدئ چې موسى ووژنم او هغه دې خپل رب را وبولي، زه وېرېږم چې ستاسي دين به بدل كړي يا به په دې ځمكه كې فساد را ولاړ كړي.

وَقَالَ مُوسَىٰٓ إِنِّي عُذۡتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُم مِّن كُلِّ مُتَكَبِّرٖ لَّا يُؤۡمِنُ بِيَوۡمِ ٱلۡحِسَابِ﴿٢٧

27او موسى وويل: زه پنا غواړم په خپل رب او ستاسو رب پورې له هر هغه كبرجنه چې د حساب په ورځ ايمان نه لري.

وَقَالَ رَجُلٞ مُّؤۡمِنٞ مِّنۡ ءَالِ فِرۡعَوۡنَ يَكۡتُمُ إِيمَٰنَهُۥٓ أَتَقۡتُلُونَ رَجُلًا أَن يَقُولَ رَبِّيَ ٱللَّهُ وَقَدۡ جَآءَكُم بِٱلۡبَيِّنَٰتِ مِن رَّبِّكُمۡۖ وَإِن يَكُ كَٰذِبٗا فَعَلَيۡهِ كَذِبُهُۥۖ وَإِن يَكُ صَادِقٗا يُصِبۡكُم بَعۡضُ ٱلَّذِي يَعِدُكُمۡۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ مُسۡرِفٞ كَذَّابٞ﴿٢٨

28او د فرعون له كورنۍ يو مومن چې خپل ايمان يې پټولو، وويل: آيا تاسو يو داسې سړى وژنئ چې وايي زما رب الله دى، حال دا چې ستاسي د رب لخوا يې څرګند دليلونه هم درته راوړي، كه دروغجن وي نو دروغ يې پر ده دي او كه رښتينى وي څه نا څه هغه (عذاب) به در ورسيږي چې درسره ژمنه كوي، بېشكه الله هغه چاته لار نه ښايي چې زياتى كوونكى دروغجن وي.

يَٰقَوۡمِ لَكُمُ ٱلۡمُلۡكُ ٱلۡيَوۡمَ ظَٰهِرِينَ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَمَن يَنصُرُنَا مِنۢ بَأۡسِ ٱللَّهِ إِن جَآءَنَاۚ قَالَ فِرۡعَوۡنُ مَآ أُرِيكُمۡ إِلَّا مَآ أَرَىٰ وَمَآ أَهۡدِيكُمۡ إِلَّا سَبِيلَ ٱلرَّشَادِ﴿٢٩

29ای زما قومه! نن خو پاچايي ستاسو ده، په ځمكه كې برلاسي ياست خو كه د الله عذاب راغلو نو بيا به مو څوك بچ كړي؟ فرعون وويل: زه يوازې هغه (مصلحت) درښايم چې زه يې وينم او د ښېګڼې له لارې پرته بله نه درښايم.

وَقَالَ ٱلَّذِيٓ ءَامَنَ يَٰقَوۡمِ إِنِّيٓ أَخَافُ عَلَيۡكُم مِّثۡلَ يَوۡمِ ٱلۡأَحۡزَابِ﴿٣٠

30(بيا) هغه (كس) چې ايمان يې راوړى و، وويل: ای قومه! زه پر تاسو د (پخوانيو) ډلو له ورځې وېرېږم.

مِثۡلَ دَأۡبِ قَوۡمِ نُوحٖ وَعَادٖ وَثَمُودَ وَٱلَّذِينَ مِنۢ بَعۡدِهِمۡۚ وَمَا ٱللَّهُ يُرِيدُ ظُلۡمٗا لِّلۡعِبَادِ﴿٣١

31لكه د نوح د قوم حالت، د عاد، ثمود او كوم چې له هغوى وروسته وو او الله د بندګانو لپاره د ظلم اراده نه لري.

وَيَٰقَوۡمِ إِنِّيٓ أَخَافُ عَلَيۡكُمۡ يَوۡمَ ٱلتَّنَادِ﴿٣٢

32او ای زما قومه! زه پر تاسو (يو بل ته) د چېغو وهلو له ورځې ډارېږم.

يَوۡمَ تُوَلُّونَ مُدۡبِرِينَ مَا لَكُم مِّنَ ٱللَّهِ مِنۡ عَاصِمٖۗ وَمَن يُضۡلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنۡ هَادٖ﴿٣٣

33هغه ورځ چې تاسې بېرته په شا ګرځېدونكي ياست، نه به وي ستاسو لپاره له الله نه څوك ژغورونكى، او هغه څوك چې الله يې بې لارې كړي نو بيا یې څوک لارښوونكى نشته.

وَلَقَدۡ جَآءَكُمۡ يُوسُفُ مِن قَبۡلُ بِٱلۡبَيِّنَٰتِ فَمَا زِلۡتُمۡ فِي شَكّٖ مِّمَّا جَآءَكُم بِهِۦۖ حَتَّىٰٓ إِذَا هَلَكَ قُلۡتُمۡ لَن يَبۡعَثَ ٱللَّهُ مِنۢ بَعۡدِهِۦ رَسُولٗاۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ ٱللَّهُ مَنۡ هُوَ مُسۡرِفٞ مُّرۡتَابٌ﴿٣٤

34او په رېښتيا له دې مخكې يوسف هم له څرګندو دليلونو سره درته راغلى و، خو تاسو به د هغه څه په هكله تل په شك كې وئ چې هغه درته راوړي و تر دې چې وفات شو نو تاسو ويل چې له ده وروسته به الله هيڅكله (بل) رسول را ونه ليږي، الله همدغه شان هر زياتى كوونكى شک کوونكى بې لارې كوي.

ٱلَّذِينَ يُجَٰدِلُونَ فِيٓ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ بِغَيۡرِ سُلۡطَٰنٍ أَتَىٰهُمۡۖ كَبُرَ مَقۡتًا عِندَ ٱللَّهِ وَعِندَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْۚ كَذَٰلِكَ يَطۡبَعُ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ قَلۡبِ مُتَكَبِّرٖ جَبَّارٖ﴿٣٥

35(شک کوونکي) هغه خلک دي چې د الله په ایتونو کې جګړې کوي چې راشي دوی ته او هیڅ دلیل ورسره نشته، د الله او مومنانو پر وړاندې په ایتونو کې جګړې کول ډېره د غوسې خبره ده، همدا رنګه الله مهر (ټاپه) وهي د هر لویي کوونکي سرغړونکي پر زړه.

وَقَالَ فِرۡعَوۡنُ يَٰهَٰمَٰنُ ٱبۡنِ لِي صَرۡحٗا لَّعَلِّيٓ أَبۡلُغُ ٱلۡأَسۡبَٰبَ﴿٣٦

36او فرعون وويل: ای هامانه! يوه دنګه ماڼۍ راته جوړه كړه، ښايي زه هغو لارو ته ورسېږم.

أَسۡبَٰبَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ فَأَطَّلِعَ إِلَىٰٓ إِلَٰهِ مُوسَىٰ وَإِنِّي لَأَظُنُّهُۥ كَٰذِبٗاۚ وَكَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِفِرۡعَوۡنَ سُوٓءُ عَمَلِهِۦ وَصُدَّ عَنِ ٱلسَّبِيلِۚ وَمَا كَيۡدُ فِرۡعَوۡنَ إِلَّا فِي تَبَابٖ﴿٣٧

37(يعنې) د اسمانو لارو ته بيا به د موسى الله ته ور وګورم او بېشكه زه ګومان كوم چې هغه (موسى) دروغجن دى. په همدې توګه فرعون ته د هغه ناوړه عمل ښكلى شو او له (سمې) لارې ايسار كړى شو. او د فرعون (دا) چل بل څه نه مګر په تاوان كې یې کړ.

وَقَالَ ٱلَّذِيٓ ءَامَنَ يَٰقَوۡمِ ٱتَّبِعُونِ أَهۡدِكُمۡ سَبِيلَ ٱلرَّشَادِ﴿٣٨

38او چا چې ايمان راوړى و هغه وويل: ای زما قومه! زما پيروي وكړئ چې د ښې لارې ښوونه درته وكړم.

يَٰقَوۡمِ إِنَّمَا هَٰذِهِ ٱلۡحَيَوٰةُ ٱلدُّنۡيَا مَتَٰعٞ وَإِنَّ ٱلۡأٓخِرَةَ هِيَ دَارُ ٱلۡقَرَارِ﴿٣٩

39ای زما قومه! خبره دا ده چې دغه د دنيا ژوند لږه ګټه اخيستنه ده او يقيناً آخرت د كرارۍ (تلپاتې) كور دى.

مَنۡ عَمِلَ سَيِّئَةٗ فَلَا يُجۡزَىٰٓ إِلَّا مِثۡلَهَاۖ وَمَنۡ عَمِلَ صَٰلِحٗا مِّن ذَكَرٍ أَوۡ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤۡمِنٞ فَأُوْلَٰٓئِكَ يَدۡخُلُونَ ٱلۡجَنَّةَ يُرۡزَقُونَ فِيهَا بِغَيۡرِ حِسَابٖ﴿٤٠

40چا چې ناوړه كار وكړ نو همغسې برابره بدله وركول كيږي او چا چې سم كار وكړ، كه نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو هغوى به جنت ته ننوځي هلته به بې حسابه روزي وركول كيږي.

۞ وَيَٰقَوۡمِ مَا لِيٓ أَدۡعُوكُمۡ إِلَى ٱلنَّجَوٰةِ وَتَدۡعُونَنِيٓ إِلَى ٱلنَّارِ﴿٤١

41او ای قومه! څه خبره ده چې زه مو د خلاصون لور ته بولم او تاسو مې اور ته بولئ؟

تَدۡعُونَنِي لِأَكۡفُرَ بِٱللَّهِ وَأُشۡرِكَ بِهِۦ مَا لَيۡسَ لِي بِهِۦ عِلۡمٞ وَأَنَا۠ أَدۡعُوكُمۡ إِلَى ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡغَفَّٰرِ﴿٤٢

42تاسو مې (دېته) رابولئ چې پر الله كافر شم او هغه څه ورسره شريك كړم چې مارسره يې هيڅ علم نشته او زه مو برلاسي بخښونكي (الله) ته وربولم!

لَا جَرَمَ أَنَّمَا تَدۡعُونَنِيٓ إِلَيۡهِ لَيۡسَ لَهُۥ دَعۡوَةٞ فِي ٱلدُّنۡيَا وَلَا فِي ٱلۡأٓخِرَةِ وَأَنَّ مَرَدَّنَآ إِلَى ٱللَّهِ وَأَنَّ ٱلۡمُسۡرِفِينَ هُمۡ أَصۡحَٰبُ ٱلنَّارِ﴿٤٣

43يقيني ده چې خامخا تاسو مې كوم شي ته وربولئ هغه لره نه په دنيا كې څه بلنه شته او نه په آخرت كې او دا چې زموږ ورتګ د الله په لوري دى او بېشكه زياتى كوونكي خپله دوزخيان دي.

فَسَتَذۡكُرُونَ مَآ أَقُولُ لَكُمۡۚ وَأُفَوِّضُ أَمۡرِيٓ إِلَى ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ بَصِيرُۢ بِٱلۡعِبَادِ﴿٤٤

44پس زر دی چې یاد به کړئ هغه څه چې زه یې تاسو ته وایم، او سپارم خپل کار الله تعالی ته، یقینا الله تعالی لیدونکی دی بندګانو خپلو لره.

فَوَقَىٰهُ ٱللَّهُ سَيِّـَٔاتِ مَا مَكَرُواْۖ وَحَاقَ بِـَٔالِ فِرۡعَوۡنَ سُوٓءُ ٱلۡعَذَابِ﴿٤٥

45نو الله د هغوى د چلونو له بديو بچ كړ او د فرعون له كورنۍ بد عذاب راچاپېر شو.

ٱلنَّارُ يُعۡرَضُونَ عَلَيۡهَا غُدُوّٗا وَعَشِيّٗاۚ وَيَوۡمَ تَقُومُ ٱلسَّاعَةُ أَدۡخِلُوٓاْ ءَالَ فِرۡعَوۡنَ أَشَدَّ ٱلۡعَذَابِ﴿٤٦

46(يعنې) اور چې هغوى به سهار او ماښام ور وړاندې كول كيږي، او په هغه ورځ چې قيامت شي (حكم به وشي) د فرعون كورنۍ تر ټولو.سخت عذاب ته ننباسئ.

وَإِذۡ يَتَحَآجُّونَ فِي ٱلنَّارِ فَيَقُولُ ٱلضُّعَفَٰٓؤُاْ لِلَّذِينَ ٱسۡتَكۡبَرُوٓاْ إِنَّا كُنَّا لَكُمۡ تَبَعٗا فَهَلۡ أَنتُم مُّغۡنُونَ عَنَّا نَصِيبٗا مِّنَ ٱلنَّارِ﴿٤٧

47او یاد کړه هغه وخت ای مخاطبه کله چې جګړې به کوي په اور كې [کشران او مشران] نو کمزوري به لويانو ته وايي: یقینا موږ خو ستاسو پيروان وو، آيا (اوس) تاسو له موږ څخه د اور څه برخه ايسارولاى شئ؟

قَالَ ٱلَّذِينَ ٱسۡتَكۡبَرُوٓاْ إِنَّا كُلّٞ فِيهَآ إِنَّ ٱللَّهَ قَدۡ حَكَمَ بَيۡنَ ٱلۡعِبَادِ﴿٤٨

48چا چې لويي كړې هغوى به وايي: یقینا موږ ټول پكې يو، بېشكه الله د بندګانو ترمنځ پرېکړه كړې ده.

وَقَالَ ٱلَّذِينَ فِي ٱلنَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ٱدۡعُواْ رَبَّكُمۡ يُخَفِّفۡ عَنَّا يَوۡمٗا مِّنَ ٱلۡعَذَابِ﴿٤٩

49او څوك چې په اور كې دي هغوى به د جهنم څوكيدارانو ته ووايي: له خپل ربه مو وغواړئ چې يوه ورځ خو له موږ عذاب سپک كړي.

قَالُوٓاْ أَوَلَمۡ تَكُ تَأۡتِيكُمۡ رُسُلُكُم بِٱلۡبَيِّنَٰتِۖ قَالُواْ بَلَىٰۚ قَالُواْ فَٱدۡعُواْۗ وَمَا دُعَٰٓؤُاْ ٱلۡكَٰفِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَٰلٍ﴿٥٠

50هغوى به وايي [ملایک]: آيا قصه دا نه ده؛ چې تاسو ته رسولان په څرګندو دليلونو راتګ کړی و؟ هغوى [کاقران] به وايي ولې نه (راغلي وو) هغوى [ملایک] به وايي: نو (خپله) تاسو يې را وبولئ؛ او نه ده دعا د کاقرانو [په اخرت کې] مګر بې ګټې.

إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا وَيَوۡمَ يَقُومُ ٱلۡأَشۡهَٰدُ﴿٥١

51یقینا خامخا موږ د دنيا په ژوند كې هم د خپلو رسولانو او (نورو) مومنانو مرسته كوو او په هغه ورځ هم چې شاهدان دريږي.

يَوۡمَ لَا يَنفَعُ ٱلظَّٰلِمِينَ مَعۡذِرَتُهُمۡۖ وَلَهُمُ ٱللَّعۡنَةُ وَلَهُمۡ سُوٓءُ ٱلدَّارِ﴿٥٢

52هغه ورځ چې ظالمانو ته به د هغوى عذر غوښتنه (هيڅ) ګټه نه رسوي او هغوى لره به لعنت وي او هغوى لره به ناكاره كور وي.

وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَا مُوسَى ٱلۡهُدَىٰ وَأَوۡرَثۡنَا بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ ٱلۡكِتَٰبَ﴿٥٣

53قسم دی خامخا په تحقیق سره ورکړې وې موږ موسی علیه السلام ته معجزې او په میراث کې مو ورکړی و بني اسرایلو ته کتاب.

هُدٗى وَذِكۡرَىٰ لِأُوْلِي ٱلۡأَلۡبَٰبِ﴿٥٤

54چې هغه د سوچه عقل والاو لپاره لارښوونه او نصيحت و.

فَٱصۡبِرۡ إِنَّ وَعۡدَ ٱللَّهِ حَقّٞ وَٱسۡتَغۡفِرۡ لِذَنۢبِكَ وَسَبِّحۡ بِحَمۡدِ رَبِّكَ بِٱلۡعَشِيِّ وَٱلۡإِبۡكَٰرِ﴿٥٥

55نو صبر كوه، یقینا د الله ژمنه رښتينې ده او د خپلې ګناه بخښنه غواړه او سهار ماښام د خپل رب له ستاينې سره د هغه تسبيح وايه.

إِنَّ ٱلَّذِينَ يُجَٰدِلُونَ فِيٓ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ بِغَيۡرِ سُلۡطَٰنٍ أَتَىٰهُمۡ إِن فِي صُدُورِهِمۡ إِلَّا كِبۡرٞ مَّا هُم بِبَٰلِغِيهِۚ فَٱسۡتَعِذۡ بِٱللَّهِۖ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡبَصِيرُ﴿٥٦

56بېشكه هغه كسان چې د الله په آيتونو كې پرته له كوم دلیل [علم] جګړې كوي، د هغوى په زړونو كې پرته له هغه كبره بل څه نشته چې هغوى ور رسېدونكي نه دي. نو په الله پورې پناه غواړه، يقيناً همغه ښه اورېدونكى ليدونكى دى.

لَخَلۡقُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ أَكۡبَرُ مِنۡ خَلۡقِ ٱلنَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعۡلَمُونَ﴿٥٧

57د آسمانو او ځمكې پيدا كول خامخا د انسانانو له پيدايښته زياته لويه خبره ده خو ډېر خلك نه پوهيږي.

وَمَا يَسۡتَوِي ٱلۡأَعۡمَىٰ وَٱلۡبَصِيرُ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَلَا ٱلۡمُسِيٓءُۚ قَلِيلٗا مَّا تَتَذَكَّرُونَ﴿٥٨

58او نه دی برابر ړوند او ليدونكى، او (نه دي برابر) هغه کسان چې ايمان یې راوړى او نیک عملونه یې کړي له بدكاره (سره)، ډېر لږ دي په تاسو کې هغه چې پند اخلي.

إِنَّ ٱلسَّاعَةَ لَأٓتِيَةٞ لَّا رَيۡبَ فِيهَا وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يُؤۡمِنُونَ﴿٥٩

59بېشكه قيامت خامخا راتلونكى دى، شک نشته پكې، خو ډېر خلك ايمان نه راوړي.

وَقَالَ رَبُّكُمُ ٱدۡعُونِيٓ أَسۡتَجِبۡ لَكُمۡۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَسۡتَكۡبِرُونَ عَنۡ عِبَادَتِي سَيَدۡخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ﴿٦٠

60او ستاسو پالونکي ويلي دي چې ما دروبولئ سوال به مو قبول كړم يقيناً هغه كسان چې زما له عبادته لويي كوي زر به په سپكاوي سره جهنم ته ننوځي.

ٱللَّهُ ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُمُ ٱلَّيۡلَ لِتَسۡكُنُواْ فِيهِ وَٱلنَّهَارَ مُبۡصِرًاۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَذُو فَضۡلٍ عَلَى ٱلنَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَشۡكُرُونَ﴿٦١

61الله هغه ذات دى چې تاسو ته يې شپه د دې لپاره پيدا كړې چې آرام پكې وكړئ او ورځ يې روښانه كړې ده، بېشكه الله پر خلكو پېرزوينې والا دى خو ډېر خلك شكر نه باسي.

ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمۡ خَٰلِقُ كُلِّ شَيۡءٖ لَّآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۖ فَأَنَّىٰ تُؤۡفَكُونَ﴿٦٢

62همدا ستاسي رب دى، د هر شي پيدا كوونكى، له هغه پرته بل الله نشته، نو تاسي كوم خواته ګرځول كېږئ.

كَذَٰلِكَ يُؤۡفَكُ ٱلَّذِينَ كَانُواْ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ يَجۡحَدُونَ﴿٦٣

63همداسې به اړول كېدل هغه كسان چې د الله له اّيتونو به يې انكار كولو.

ٱللَّهُ ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُمُ ٱلۡأَرۡضَ قَرَارٗا وَٱلسَّمَآءَ بِنَآءٗ وَصَوَّرَكُمۡ فَأَحۡسَنَ صُوَرَكُمۡ وَرَزَقَكُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَٰتِۚ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمۡۖ فَتَبَارَكَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿٦٤

64الله هغه ذات دى چې تاسو ته يې ځمكه ارامه پر ځای ولاړه ګرځولى، اسمان يې چت او ستاسي صورتونه يې جوړ كړل نو ډېر ښه صورتونه يې در جوړ كړل او له پاكو شيانو يې روزي دركړه، دا ستاسي رب دى، نو برکتناک الله د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی.

هُوَ ٱلۡحَيُّ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَٱدۡعُوهُ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَۗ ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿٦٥

65هغه ژوندى دى، له هغه پرته بل الله نشته، نو په سوچه عقيده سره يې رابولئ، ټوله ستاينه د مخلوقاتو رب الله لره ده.

۞ قُلۡ إِنِّي نُهِيتُ أَنۡ أَعۡبُدَ ٱلَّذِينَ تَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَمَّا جَآءَنِيَ ٱلۡبَيِّنَٰتُ مِن رَّبِّي وَأُمِرۡتُ أَنۡ أُسۡلِمَ لِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿٦٦

66ووايه: يقيناً زه د هغو شيانو له عبادته بند کړی شوى يم چې له الله پرته يې تاسي رابولئ، ځكه چې د خپل رب له لوري ښكاره دليلونه راته راغلي او ماته امر شوى چې د ټولو مخلوقاتو رب ته غاړه كېږدم.

هُوَ ٱلَّذِي خَلَقَكُم مِّن تُرَابٖ ثُمَّ مِن نُّطۡفَةٖ ثُمَّ مِنۡ عَلَقَةٖ ثُمَّ يُخۡرِجُكُمۡ طِفۡلٗا ثُمَّ لِتَبۡلُغُوٓاْ أَشُدَّكُمۡ ثُمَّ لِتَكُونُواْ شُيُوخٗاۚ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّىٰ مِن قَبۡلُۖ وَلِتَبۡلُغُوٓاْ أَجَلٗا مُّسَمّٗى وَلَعَلَّكُمۡ تَعۡقِلُونَ﴿٦٧

67[الله] هغه ذات دى چې تاسي يې له خاورې پيدا كړئ، بيا له يو څاڅكي (مني) بيا د وينې له ټوټې، بيا مو د ماشوم په توګه راوباسي، بيا مو (لويوي) تر څو خپلې ځوانۍ ته ورسېږئ بيا تر دې چې بوډاګان شئ، او له تاسي څوک مخكې مري او (تاسي پرېږدي) چى ټاكلې نېټې ته ورسېږئ او د دې لپاره چې تاسې عقل وكاروئ.

هُوَ ٱلَّذِي يُحۡيِۦ وَيُمِيتُۖ فَإِذَا قَضَىٰٓ أَمۡرٗا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ﴿٦٨

68هغه ذات [الله] دی چې ژوندي کول او مړه کول كوي پس کله چې فیصله د یو کار وکړي یقینا ورته ووایي شه سمدلاسه هغه وشي.

أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يُجَٰدِلُونَ فِيٓ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ أَنَّىٰ يُصۡرَفُونَ﴿٦٩

69آيا تا هغه كسان نه دي ليدلي چې د الله په آيتونو كې جګړې کوي، هغوى كوم خوا اړول كيږي؟

ٱلَّذِينَ كَذَّبُواْ بِٱلۡكِتَٰبِ وَبِمَآ أَرۡسَلۡنَا بِهِۦ رُسُلَنَاۖ فَسَوۡفَ يَعۡلَمُونَ﴿٧٠

70هغه کسانو چې (دا) كتاب دروغ ګڼلى او هغه طریقې یې هم دروغ ګڼلي چې موږ استولي خپل پیغمبران په هغې پس زر به وپوهيږي.

إِذِ ٱلۡأَغۡلَٰلُ فِيٓ أَعۡنَٰقِهِمۡ وَٱلسَّلَٰسِلُ يُسۡحَبُونَ﴿٧١

71دغه وخت طوقونه (کړۍ) به يې څټونو کې وي او پښو کې به یې ځنځيرونه وي، را ښکل کيږي به.

فِي ٱلۡحَمِيمِ ثُمَّ فِي ٱلنَّارِ يُسۡجَرُونَ﴿٧٢

72په خوټکېدلو اوبو كې بيا به په اور كې سوځول كيږي.

ثُمَّ قِيلَ لَهُمۡ أَيۡنَ مَا كُنتُمۡ تُشۡرِكُونَ﴿٧٣

73بيا به ورته وويل شي: چېرې دي هغه [باطل معبودان] چې تاسو به د الله سره شريكول.

مِن دُونِ ٱللَّهِۖ قَالُواْ ضَلُّواْ عَنَّا بَل لَّمۡ نَكُن نَّدۡعُواْ مِن قَبۡلُ شَيۡـٔٗاۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ ٱللَّهُ ٱلۡكَٰفِرِينَ﴿٧٤

74له الله پرته، وايي به: رانه ورك شول، بلكې موږ خو هيڅ شى مخكې نه رابلل [انکار به وکړي]! الله په همدې توګه كافران بې لارې كوي.

ذَٰلِكُم بِمَا كُنتُمۡ تَفۡرَحُونَ فِي ٱلۡأَرۡضِ بِغَيۡرِ ٱلۡحَقِّ وَبِمَا كُنتُمۡ تَمۡرَحُونَ﴿٧٥

75دا لدې امله چې تاسو خوشحالي کوله په ځمكه كې ناحقه او په دي چې تاسي به لويي كوله. [په ناروا خوشحالۍ کې مو براخوالی کاوه].

ٱدۡخُلُوٓاْ أَبۡوَٰبَ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَاۖ فَبِئۡسَ مَثۡوَى ٱلۡمُتَكَبِّرِينَ﴿٧٦

76ننوځئ د جهنم دروازو ته، تلپاتې په هغه كې، هغه د كبرجنو ناكاره هستوګنځى دى.

فَٱصۡبِرۡ إِنَّ وَعۡدَ ٱللَّهِ حَقّٞۚ فَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعۡضَ ٱلَّذِي نَعِدُهُمۡ أَوۡ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيۡنَا يُرۡجَعُونَ﴿٧٧

77نو صبر كوه په رېښتیا د الله ژمنه رښتينې ده، نو كه تا ته څه ناڅه هغه (عذاب) در وښایو چې هغوى سره يې ژمنه كوو يا دې (له هغه مخكې) وفات كړو (په هر حال) خو هغوى به (ټول) موږ ته راګرځول كيږي.

وَلَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا رُسُلٗا مِّن قَبۡلِكَ مِنۡهُم مَّن قَصَصۡنَا عَلَيۡكَ وَمِنۡهُم مَّن لَّمۡ نَقۡصُصۡ عَلَيۡكَۗ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَن يَأۡتِيَ بِـَٔايَةٍ إِلَّا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ فَإِذَا جَآءَ أَمۡرُ ٱللَّهِ قُضِيَ بِٱلۡحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ ٱلۡمُبۡطِلُونَ﴿٧٨

78او بېشكه موږ له تا مخكې هم رسولان لېږلي چې موږ يې تا ته د ځينو (حالات) بيان كړی او د ځينو مو نه دی درته بيان كړی، او هيڅ كوم رسول ته دا (واك) نشته چې د الله له اجازې پرته څه نښانه راوړي، خو بيا چې د الله امر راشي نو په حقه پرېكړه وشي او باطل منونكي هملته په تاوان كې پرېوځي.

ٱللَّهُ ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُمُ ٱلۡأَنۡعَٰمَ لِتَرۡكَبُواْ مِنۡهَا وَمِنۡهَا تَأۡكُلُونَ﴿٧٩

79الله هغه ذات دى چې تاسو ته يې څاروي د دې لپاره پيدا كړي چې په ځينو يې سپرېږئ او له ځينو يې خوراك كوئ.

وَلَكُمۡ فِيهَا مَنَٰفِعُ وَلِتَبۡلُغُواْ عَلَيۡهَا حَاجَةٗ فِي صُدُورِكُمۡ وَعَلَيۡهَا وَعَلَى ٱلۡفُلۡكِ تُحۡمَلُونَ﴿٨٠

80او تاسو ته په هغو كې (ډېرې) ګټې دي او د دې لپاره هم چې تاسو په خپلو زړونو كې نيولې موخې پورې ورسيږئ او په هغو (څارويو) او بېړۍ باندې تاسي بارول كېږئ.

وَيُرِيكُمۡ ءَايَٰتِهِۦ فَأَيَّ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ تُنكِرُونَ﴿٨١

81او هغه تاسو ته خپلې نښانې درښایي نو د الله له كومو نښانو منكرېږئ.

أَفَلَمۡ يَسِيرُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَيَنظُرُواْ كَيۡفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡۚ كَانُوٓاْ أَكۡثَرَ مِنۡهُمۡ وَأَشَدَّ قُوَّةٗ وَءَاثَارٗا فِي ٱلۡأَرۡضِ فَمَآ أَغۡنَىٰ عَنۡهُم مَّا كَانُواْ يَكۡسِبُونَ﴿٨٢

82آیا نو هغوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي تر څو وګوري چې تر هغوى مخكې كسانو پايله څنګه وه؟ هغوى په ځواك او د ځمكې (ودانۍ) په نښانو كې تر هغوى زيات تكړه وو، خو څه چې هغوى لاس ته راوړي وو، هيڅ شى يې ترې ايسار نه كړل.

فَلَمَّا جَآءَتۡهُمۡ رُسُلُهُم بِٱلۡبَيِّنَٰتِ فَرِحُواْ بِمَا عِندَهُم مِّنَ ٱلۡعِلۡمِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُواْ بِهِۦ يَسۡتَهۡزِءُونَ﴿٨٣

83نو كله چې رسولان يې له ښكاره دليلونو سره ورته راغلل نو څه علم چې هغوى سره و په همغه خوښ پاتې شول او هغه (عذاب) ترې راچاپېر شو چې هغوى به ملنډې پرې وهلې.

فَلَمَّا رَأَوۡاْ بَأۡسَنَا قَالُوٓاْ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَحۡدَهُۥ وَكَفَرۡنَا بِمَا كُنَّا بِهِۦ مُشۡرِكِينَ﴿٨٤

84نو كله یې چې زموږ عذاب وليد، وېلې يوازې پر يو الله مو ايمان راوړى او كوم شيان چې موږ شريك ګڼل، له هغو (ټولو) مو انكار كړى دى.

فَلَمۡ يَكُ يَنفَعُهُمۡ إِيمَٰنُهُمۡ لَمَّا رَأَوۡاْ بَأۡسَنَاۖ سُنَّتَ ٱللَّهِ ٱلَّتِي قَدۡ خَلَتۡ فِي عِبَادِهِۦۖ وَخَسِرَ هُنَالِكَ ٱلۡكَٰفِرُونَ﴿٨٥

85خو كله چې زموږ عذاب يې وليدلو نو بيا يې ايمان (راوړلو) څه ګټه نه ورته رسوله، همدا د الله هغه دستور دى چې د خپلو بندګانو په هكله يې تېر شوى او هملته كافران په زيان كې پرېوتل.

RELATED SURAHS