Az-Zumar

الزمر

The Groups75 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

تَنزِيلُ ٱلۡكِتَٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡحَكِيمِ﴿١

1راتلل د دې کتاب د الله له طرفه دي زورور او حکمتونو والا دی.

إِنَّآ أَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ فَٱعۡبُدِ ٱللَّهَ مُخۡلِصٗا لَّهُ ٱلدِّينَ﴿٢

2موږ يقينا دا كتاب تا ته په حقه نازل كړى پس د یو الله عبادت کوه په داسې حال کې چې سوچه کونکی یې الله لره په طاعت کې.

أَلَا لِلَّهِ ٱلدِّينُ ٱلۡخَالِصُۚ وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَ مَا نَعۡبُدُهُمۡ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلۡفَىٰٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ فِي مَا هُمۡ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ كَٰذِبٞ كَفَّارٞ﴿٣

3خبر اوسئ چې الله لره سوچه (له شركه پاك) دين دى او كومو خلكو چې له هغه پرته نور دوستان نيولي (او وايي چې) موږ خو د دوی عبادت نه کوو مګر د دې لپاره چې دوی نږدې کړي موږ الله ته، بېشكه الله به د دوى تر منځ په هغه څه كې فيصله كوي چې د دوى پكې اختلاف دى، يقيناً الله هغه چا ته هدايت نه كوي چې ډیر دروغجن او غټ کافر دی.

لَّوۡ أَرَادَ ٱللَّهُ أَن يَتَّخِذَ وَلَدٗا لَّٱصۡطَفَىٰ مِمَّا يَخۡلُقُ مَا يَشَآءُۚ سُبۡحَٰنَهُۥۖ هُوَ ٱللَّهُ ٱلۡوَٰحِدُ ٱلۡقَهَّارُ﴿٤

4كه چېرې الله غوښتلى چې (څوك) زوى ونيسي نو خامخا به يې چې څه خوښه واى له هغه مخلوق نه چې پيدا كوي يې څه غوره كړى و، هغه لره پاكي ده، هماغه يو برلاسى الله دى.

خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ بِٱلۡحَقِّۖ يُكَوِّرُ ٱلَّيۡلَ عَلَى ٱلنَّهَارِ وَيُكَوِّرُ ٱلنَّهَارَ عَلَى ٱلَّيۡلِۖ وَسَخَّرَ ٱلشَّمۡسَ وَٱلۡقَمَرَۖ كُلّٞ يَجۡرِي لِأَجَلٖ مُّسَمًّىۗ أَلَا هُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡغَفَّٰرُ﴿٥

5آسمانونه او ځمكه يې په حقه پيدا كړي، هغه شپه پر ورځي ورتاووي او ورځ پر شپې ورتاووي او لمر او سپوږمۍ يې په كار لګولي دي، دا ټول به تر يوې ټاكلې نېټې چليږي خبر اوسئ هماغه برلاسى ډېر بخښونكى دى.

خَلَقَكُم مِّن نَّفۡسٖ وَٰحِدَةٖ ثُمَّ جَعَلَ مِنۡهَا زَوۡجَهَا وَأَنزَلَ لَكُم مِّنَ ٱلۡأَنۡعَٰمِ ثَمَٰنِيَةَ أَزۡوَٰجٖۚ يَخۡلُقُكُمۡ فِي بُطُونِ أُمَّهَٰتِكُمۡ خَلۡقٗا مِّنۢ بَعۡدِ خَلۡقٖ فِي ظُلُمَٰتٖ ثَلَٰثٖۚ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمۡ لَهُ ٱلۡمُلۡكُۖ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۖ فَأَنَّىٰ تُصۡرَفُونَ﴿٦

6تاسو (ټول) يې له يو كس نه پيدا كړئ بيا يې د هغه جوړه ترې پيدا كړه او تاسو ته يې له څارويو نه اته جوړې پیدا كړې دي، هغه تاسي د خپلو ميندو په ګېډو كې د يو پيدايښت نه وروسته بل پيدايښت سره په دريو تيارو كې پيدا كوي، دا الله ستاسو رب دى باچايي د هغه ده، له هغه پرته كوم بل د عبادت لایق نشته نو تاسو كومې خواته اړول كېږئ؟

إِن تَكۡفُرُواْ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَنِيٌّ عَنكُمۡۖ وَلَا يَرۡضَىٰ لِعِبَادِهِ ٱلۡكُفۡرَۖ وَإِن تَشۡكُرُواْ يَرۡضَهُ لَكُمۡۗ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٞ وِزۡرَ أُخۡرَىٰۚ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُم مَّرۡجِعُكُمۡ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَۚ إِنَّهُۥ عَلِيمُۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ﴿٧

7كه تاسو كفر وكړئ نو الله يقيناً له تاسي بې پروا دى او هغه خپلو بندګانو ته كفر نه خوښوي او كه شكر وكړئ نو دا درته خوښوي او هيڅ بار وړونكى به د بل بار يونسي، بيا به مو ورتګ د خپل رب په لور وي نو تاسو چې څه كول بيا به مو په هغو خبر كړي، بېشكه هغه د سينو په رازونو ښه پوه دى.

۞ وَإِذَا مَسَّ ٱلۡإِنسَٰنَ ضُرّٞ دَعَا رَبَّهُۥ مُنِيبًا إِلَيۡهِ ثُمَّ إِذَا خَوَّلَهُۥ نِعۡمَةٗ مِّنۡهُ نَسِيَ مَا كَانَ يَدۡعُوٓاْ إِلَيۡهِ مِن قَبۡلُ وَجَعَلَ لِلَّهِ أَندَادٗا لِّيُضِلَّ عَن سَبِيلِهِۦۚ قُلۡ تَمَتَّعۡ بِكُفۡرِكَ قَلِيلًا إِنَّكَ مِنۡ أَصۡحَٰبِ ٱلنَّارِ﴿٨

8او كله چې انسان ته څه تكليف ورسي نو خپل رب رابلي په داسې حال کې چې هغه ته ښه ورګرځېدونكى وي، او كله چې الله له خپل لوري څه نعمت وروبخښي نو له هغه مخكې يې چې څه ته رابللو هغه (ذات) هېر كړي او الله سره نور شريكان وټاكي چې بيا (نور خلك هم) د هغه له لارې واړوي، ورته وايه: له خپل كفر دې لږه نوره ګټه هم واخله، ته خو يې له دوزخيانو.

أَمَّنۡ هُوَ قَٰنِتٌ ءَانَآءَ ٱلَّيۡلِ سَاجِدٗا وَقَآئِمٗا يَحۡذَرُ ٱلۡأٓخِرَةَ وَيَرۡجُواْ رَحۡمَةَ رَبِّهِۦۗ قُلۡ هَلۡ يَسۡتَوِي ٱلَّذِينَ يَعۡلَمُونَ وَٱلَّذِينَ لَا يَعۡلَمُونَۗ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُواْ ٱلۡأَلۡبَٰبِ﴿٩

9آیا هغه څوک چې د شپې په وختونو كې په سجده او قيام په عبادت لګياوى، له اّخرته وېريږي او د خپل رب رحمت ته په هيله وي [دا کیدای شي په شان د هغه چا چې داسې نه دی]؟ ووايه: آيا هغه كسان چې پوهيږي او هغه چې نه پوهيږي (دواړه) سره برابر دي؟ یقینا هغه څوک پند اخلي چې د خالص عقل خاوندان وي.

قُلۡ يَٰعِبَادِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱتَّقُواْ رَبَّكُمۡۚ لِلَّذِينَ أَحۡسَنُواْ فِي هَٰذِهِ ٱلدُّنۡيَا حَسَنَةٞۗ وَأَرۡضُ ٱللَّهِ وَٰسِعَةٌۗ إِنَّمَا يُوَفَّى ٱلصَّٰبِرُونَ أَجۡرَهُم بِغَيۡرِ حِسَابٖ﴿١٠

10ورته ووايه: اې زما هغه بندګانو چې ايمان يې راوړى، د خپل رب نه وېره وكړئ، د هغو كسانو لپاره چې په دې دنيا كې يې نيكي وكړه، ښه بدله ده او د الله ځمكه پراخه ده او يقيناً چې د صبر كونكو اجر به بې حسابه پوره پوره وركول كيږي.

قُلۡ إِنِّيٓ أُمِرۡتُ أَنۡ أَعۡبُدَ ٱللَّهَ مُخۡلِصٗا لَّهُ ٱلدِّينَ﴿١١

11ورته ووايه: بېشكه ماته امر شوى چې د الله لپاره په بندګۍ او طاعت کې اخلاص وکړم

وَأُمِرۡتُ لِأَنۡ أَكُونَ أَوَّلَ ٱلۡمُسۡلِمِينَ﴿١٢

12او (بل دا) امر راته شوى چې تر ټولو لومړى مسلمان واوسم.

قُلۡ إِنِّيٓ أَخَافُ إِنۡ عَصَيۡتُ رَبِّي عَذَابَ يَوۡمٍ عَظِيمٖ﴿١٣

13ووايه: كه زه د خپل رب نه سرغړونه وكړم نو يقيناً د هماغې لويې ورځې له عذابه وېريږم.

قُلِ ٱللَّهَ أَعۡبُدُ مُخۡلِصٗا لَّهُۥ دِينِي﴿١٤

14ووايه چې زه خو به دالله لپاره د دين په خالصولو سره د همغه بندګي وكړم.

فَٱعۡبُدُواْ مَا شِئۡتُم مِّن دُونِهِۦۗ قُلۡ إِنَّ ٱلۡخَٰسِرِينَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓاْ أَنفُسَهُمۡ وَأَهۡلِيهِمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۗ أَلَا ذَٰلِكَ هُوَ ٱلۡخُسۡرَانُ ٱلۡمُبِينُ﴿١٥

15نو تاسو له هغه پرته چې څه غواړئ بندګي یې وکړئ! ووايه بېشكه (حقیقي) زيانمن هغه خلك دي چې د قيامت په ورځ يې ځانونه او خپلې كورنۍ په تاوان كې اچولې دي، خبر اوسئ چې همدغه څرګند تاوان دى.

لَهُم مِّن فَوۡقِهِمۡ ظُلَلٞ مِّنَ ٱلنَّارِ وَمِن تَحۡتِهِمۡ ظُلَلٞۚ ذَٰلِكَ يُخَوِّفُ ٱللَّهُ بِهِۦ عِبَادَهُۥۚ يَٰعِبَادِ فَٱتَّقُونِ﴿١٦

16د هغوى لپاره به لاندې باندې د اور (ټوټې) وريځې (لكه چترۍ راتاو) وي، دا هغه عذاب دى چې الله خپل بندګان پرې ډاروي، اې زما بندګانو له ما نه ووېرېږئ.

وَٱلَّذِينَ ٱجۡتَنَبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ أَن يَعۡبُدُوهَا وَأَنَابُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ لَهُمُ ٱلۡبُشۡرَىٰۚ فَبَشِّرۡ عِبَادِ﴿١٧

17او هغه کسانو چې د باطل معبود دعبادت څخه یې ځان ساتلى او الله ته ورګرځېدلي، د هغو لپاره زېرى دى، نو زما بندګانو ته زېرى وركړه.

ٱلَّذِينَ يَسۡتَمِعُونَ ٱلۡقَوۡلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحۡسَنَهُۥٓۚ أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ هَدَىٰهُمُ ٱللَّهُۖ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمۡ أُوْلُواْ ٱلۡأَلۡبَٰبِ﴿١٨

18هغه کسان چې خبرې ته (ښه) غوږ ږدي، بيا چې كومه ډېره غوره وي د هماغې متابعت كوي، دوى هغه خلك دي چې الله هدايت ورته كړى او همدوى د سوچه عقل خاوندان دي.

أَفَمَنۡ حَقَّ عَلَيۡهِ كَلِمَةُ ٱلۡعَذَابِ أَفَأَنتَ تُنقِذُ مَن فِي ٱلنَّارِ﴿١٩

19اّيا نو پر چا چې د عذاب خبره ثابته شوې وي، نو ته هغه ژغورلى شې چې په اور كې وي؟

لَٰكِنِ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوۡاْ رَبَّهُمۡ لَهُمۡ غُرَفٞ مِّن فَوۡقِهَا غُرَفٞ مَّبۡنِيَّةٞ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُۖ وَعۡدَ ٱللَّهِ لَا يُخۡلِفُ ٱللَّهُ ٱلۡمِيعَادَ﴿٢٠

20خو كوم كسان چې د خپل رب څخه وېرېدلي وي د هغو لپاره داسې ماڼۍ دي چې د پاسه يې (نورې) ماڼۍ جوړې شوې (او) د هغو لاندې ويالې بهيږي، الله وعده كړې ده، الله وعده نه ماتوي.

أَلَمۡ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ فَسَلَكَهُۥ يَنَٰبِيعَ فِي ٱلۡأَرۡضِ ثُمَّ يُخۡرِجُ بِهِۦ زَرۡعٗا مُّخۡتَلِفًا أَلۡوَٰنُهُۥ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَىٰهُ مُصۡفَرّٗا ثُمَّ يَجۡعَلُهُۥ حُطَٰمًاۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَذِكۡرَىٰ لِأُوْلِي ٱلۡأَلۡبَٰبِ﴿٢١

21اّيا تا نه دي ليدلي چې الله اوبه له اسمانه را اورولې، بيا يې د ځمكې په چينو كې ننوېستې بيا په هغو سره رنګارنګ كښتونه راباسي، بيا هغه وچيږي نو تك زېړ يې وينې بيا يې مات رامات وګرځوي، يقيناً په دې كې لوى پند دى د عقل خاوندانو ته.

أَفَمَن شَرَحَ ٱللَّهُ صَدۡرَهُۥ لِلۡإِسۡلَٰمِ فَهُوَ عَلَىٰ نُورٖ مِّن رَّبِّهِۦۚ فَوَيۡلٞ لِّلۡقَٰسِيَةِ قُلُوبُهُم مِّن ذِكۡرِ ٱللَّهِۚ أُوْلَٰٓئِكَ فِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٍ﴿٢٢

22ایا هغه څوک چې پرایزي الله سینه د هغه اسلام ته، نو هغه خو د خپل رب له لورې په يوه رڼا (كې) وي، نو د هغو كسانو لپاره تباهي ده چې د الله له يادولو يې زړونه سخت دي، دوى په څرګند بې لارېتوب كې دي.

ٱللَّهُ نَزَّلَ أَحۡسَنَ ٱلۡحَدِيثِ كِتَٰبٗا مُّتَشَٰبِهٗا مَّثَانِيَ تَقۡشَعِرُّ مِنۡهُ جُلُودُ ٱلَّذِينَ يَخۡشَوۡنَ رَبَّهُمۡ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمۡ وَقُلُوبُهُمۡ إِلَىٰ ذِكۡرِ ٱللَّهِۚ ذَٰلِكَ هُدَى ٱللَّهِ يَهۡدِي بِهِۦ مَن يَشَآءُۚ وَمَن يُضۡلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنۡ هَادٍ﴿٢٣

23الله يو ډېر غوره كلام نازل كړى، داسې كتاب چې (آيتونه يې) يو بل ته ورته او بيا بيا لوستل كيږي، د هغو كسانو پوستكي ترې لړزيږي چې خپل رب نه وېره كوي، وروسته يې پوستكي او زړونه د الله يادولو په لور نرم شي، دا د الله لارښوونه ده، چا ته چې الله وغواړي په دې سره يې لارښوونه كوي، او هغه چې الله يې بې لارې كړي نو بيا د هغه لپاره لارښود نشته.

أَفَمَن يَتَّقِي بِوَجۡهِهِۦ سُوٓءَ ٱلۡعَذَابِ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۚ وَقِيلَ لِلظَّٰلِمِينَ ذُوقُواْ مَا كُنتُمۡ تَكۡسِبُونَ﴿٢٤

24نو آيا څوك چې د قيامت ورځې له ناكاره عذابه په خپل مخ (ډال كولو) سره ځان ساتي، او (داسې) ظالمانو ته به وويل شي تاسو چې څه ترلاسه كول هغه وڅكئ.

كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡ فَأَتَىٰهُمُ ٱلۡعَذَابُ مِنۡ حَيۡثُ لَا يَشۡعُرُونَ﴿٢٥

25له دوى مخكې خلكو هم (دا خبرې) دروغ وګڼلې نو له يو داسې لوري عذاب ورته راغلو چې دوى نه پوهېدل.

فَأَذَاقَهُمُ ٱللَّهُ ٱلۡخِزۡيَ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَاۖ وَلَعَذَابُ ٱلۡأٓخِرَةِ أَكۡبَرُۚ لَوۡ كَانُواْ يَعۡلَمُونَ﴿٢٦

26نو الله د دنيا په ژوند كې (هم) رسوايي ور وڅكله او د آخرت عذاب خو حتماً ډېر لوى دى، كه چېرې دوى پوهېدلى.

وَلَقَدۡ ضَرَبۡنَا لِلنَّاسِ فِي هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانِ مِن كُلِّ مَثَلٖ لَّعَلَّهُمۡ يَتَذَكَّرُونَ﴿٢٧

27او بېشكه موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر ډول مثال بيان كړی، تر څو هغوى پند واخلي.

قُرۡءَانًا عَرَبِيًّا غَيۡرَ ذِي عِوَجٖ لَّعَلَّهُمۡ يَتَّقُونَ﴿٢٨

28(دا) يو عربي قراّن دى، پرته له څه كوږوالي، د دې لپاره چې دوى ځان وساتي.

ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلٗا رَّجُلٗا فِيهِ شُرَكَآءُ مُتَشَٰكِسُونَ وَرَجُلٗا سَلَمٗا لِّرَجُلٍ هَلۡ يَسۡتَوِيَانِ مَثَلًاۚ ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِۚ بَلۡ أَكۡثَرُهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ﴿٢٩

29الله يو مثال بيانوي: يو سړى (مريى) دى چې په هغه كې (ګڼ) يو بل سره مخالف شريكان دي، او (يو) بل سړى سلامت د يو سړي دى، نو آيا دواړه مثالونه سره برابر دي؟ الله لره ستاينه ده خو د هغوى زياتره نه پوهيږي.

إِنَّكَ مَيِّتٞ وَإِنَّهُم مَّيِّتُونَ﴿٣٠

30بېشكه ته مړ كېدونكى يې او دوى هم مړه كېدونكي دي.

ثُمَّ إِنَّكُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ عِندَ رَبِّكُمۡ تَخۡتَصِمُونَ﴿٣١

31بيا به تاسي (ټول) د قيامت په ورځ د خپل رب پر وړاندې جګړې کوئ.

۞ فَمَنۡ أَظۡلَمُ مِمَّن كَذَبَ عَلَى ٱللَّهِ وَكَذَّبَ بِٱلصِّدۡقِ إِذۡ جَآءَهُۥٓۚ أَلَيۡسَ فِي جَهَنَّمَ مَثۡوٗى لِّلۡكَٰفِرِينَ﴿٣٢

32پس له هغه چا لوى ظالم څوك دى چې پر الله دروغ تړي، او رېښتیا (قرآن) دروغ ګڼي، كله چې دغه (رېښتیا) ده ته راشي؟ آیا په دوزخ كې د كافرانو لپاره هستوګنځى نشته؟

وَٱلَّذِي جَآءَ بِٱلصِّدۡقِ وَصَدَّقَ بِهِۦٓ أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُتَّقُونَ﴿٣٣

33او هغه چا چې راتګ کړی په صدق [چې خبر یې د واقع مطابق وي] او عمل یی ورباندې کړی وي همدوی پرهیزګاران دي.

لَهُم مَّا يَشَآءُونَ عِندَ رَبِّهِمۡۚ ذَٰلِكَ جَزَآءُ ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿٣٤

34د هغوى لپاره د خپل رب پر وړاندې هغه څه دي چې هغوى يې غواړي، دغه د نېكانو بدله ده.

لِيُكَفِّرَ ٱللَّهُ عَنۡهُمۡ أَسۡوَأَ ٱلَّذِي عَمِلُواْ وَيَجۡزِيَهُمۡ أَجۡرَهُم بِأَحۡسَنِ ٱلَّذِي كَانُواْ يَعۡمَلُونَ﴿٣٥

35انجام به دا شي چې الله له هغوی هغه ناوړه کړنې له منځه يوسي چې کړې يې دي اوهغوی ته يې د هغه څه غوره بدله ورکړي چې کول يې.

أَلَيۡسَ ٱللَّهُ بِكَافٍ عَبۡدَهُۥۖ وَيُخَوِّفُونَكَ بِٱلَّذِينَ مِن دُونِهِۦۚ وَمَن يُضۡلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنۡ هَادٖ﴿٣٦

36آیا الله خپل بنده ته بسنه نه کوي او هغوى تا په هغو (معبودانو) وېروي چې له هغه (الله) پرته دي او څوك چې الله يې لارورکی كړي، نو د هغه لپاره هیڅ لار ښوونكى نشته.

وَمَن يَهۡدِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِن مُّضِلٍّۗ أَلَيۡسَ ٱللَّهُ بِعَزِيزٖ ذِي ٱنتِقَامٖ﴿٣٧

37او چاته چې الله لارښوونه وكړي نو بيا يې څوك بې لارې كوونكى نشته، اّيا الله برلاسى غچ اخېستونکی نه دى؟

وَلَئِن سَأَلۡتَهُم مَّنۡ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُۚ قُلۡ أَفَرَءَيۡتُم مَّا تَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ إِنۡ أَرَادَنِيَ ٱللَّهُ بِضُرٍّ هَلۡ هُنَّ كَٰشِفَٰتُ ضُرِّهِۦٓ أَوۡ أَرَادَنِي بِرَحۡمَةٍ هَلۡ هُنَّ مُمۡسِكَٰتُ رَحۡمَتِهِۦۚ قُلۡ حَسۡبِيَ ٱللَّهُۖ عَلَيۡهِ يَتَوَكَّلُ ٱلۡمُتَوَكِّلُونَ﴿٣٨

38او كه ته پوښتنه وکړې د هغوی څخه چې اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي؟ هرومرو به وايي چې الله! ورته ووايه: خبر راکړئ د هغه څه په اړه چې تاسو یی له الله پرته عبادت کوئ؟ كه ماته الله لږ ضرر رسول وغواړي، آيا هغوى هغه ضرر لرې کولی شي؟ يا كه ماته څه رحمت وغواړي آيا هغوى يې د رحمت بندوونكي دي؟ ورته ووايه الله مې بس دى، بروسه کوونکي (يوازي) پر هغه بروسه كوي.

قُلۡ يَٰقَوۡمِ ٱعۡمَلُواْ عَلَىٰ مَكَانَتِكُمۡ إِنِّي عَٰمِلٞۖ فَسَوۡفَ تَعۡلَمُونَ﴿٣٩

39ووايه: ای زما قومه! تاسو پخپله طریقه عمل كوئ زه هم عمل كوونكى يم پس زر به پوه شئ.

مَن يَأۡتِيهِ عَذَابٞ يُخۡزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيۡهِ عَذَابٞ مُّقِيمٌ﴿٤٠

40چې چاته شرموونكى عذاب راځي او تلپاتې سزا ورباندې راپرېوزي.

إِنَّآ أَنزَلۡنَا عَلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ لِلنَّاسِ بِٱلۡحَقِّۖ فَمَنِ ٱهۡتَدَىٰ فَلِنَفۡسِهِۦۖ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيۡهَاۖ وَمَآ أَنتَ عَلَيۡهِم بِوَكِيلٍ﴿٤١

41په رېښتيا مونږ (دا) كتاب په حقه د خلكو لپاره درباندې نازل كړى نو څوك چې په سمه لار برابر شو، (ګټه يې) د خپل ځان لپاره ده او څوك چې بې لارې شو نو له شک پرته پر خپل ځان يې (تاوان) دى او ته ورباندې (ذمه وار) ساتونكى نه يې.

ٱللَّهُ يَتَوَفَّى ٱلۡأَنفُسَ حِينَ مَوۡتِهَا وَٱلَّتِي لَمۡ تَمُتۡ فِي مَنَامِهَاۖ فَيُمۡسِكُ ٱلَّتِي قَضَىٰ عَلَيۡهَا ٱلۡمَوۡتَ وَيُرۡسِلُ ٱلۡأُخۡرَىٰٓ إِلَىٰٓ أَجَلٖ مُّسَمًّىۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّقَوۡمٖ يَتَفَكَّرُونَ﴿٤٢

42(همغه) الله د مرګ پر وخت كې ساګانې اخلي او د كومو چې مرګ نه وي راغلى په خوب كې (يې اخلي) بيا چې په هر چا د مرګ پرېکړه شوې وي هغه ايساروي او نورې تر يوې ټاكلې نېټې بېرته راليږي، په دې كې په رېښتيا د هغو خلكو لپاره ډېرې نښانې دي چې فکر کوي.

أَمِ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِ ٱللَّهِ شُفَعَآءَۚ قُلۡ أَوَلَوۡ كَانُواْ لَا يَمۡلِكُونَ شَيۡـٔٗا وَلَا يَعۡقِلُونَ﴿٤٣

43آيا هغوى له الله پرته نور سفارش كوونكي نيولي دي؟ ووايه: آيا كه څه هم هغوى نه د كوم شي واک لري او نه عقل لري؟

قُل لِّلَّهِ ٱلشَّفَٰعَةُ جَمِيعٗاۖ لَّهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ ثُمَّ إِلَيۡهِ تُرۡجَعُونَ﴿٤٤

44ورته ووایه: سفارش ټول د الله په واک کې دی همغه لره د اسمانو او ځمكې پاچايي ده، بيا به تاسې (ټول) د همغه لور ته ورګرځول كېږئ.

وَإِذَا ذُكِرَ ٱللَّهُ وَحۡدَهُ ٱشۡمَأَزَّتۡ قُلُوبُ ٱلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ بِٱلۡأٓخِرَةِۖ وَإِذَا ذُكِرَ ٱلَّذِينَ مِن دُونِهِۦٓ إِذَا هُمۡ يَسۡتَبۡشِرُونَ﴿٤٥

45او كله چې يوازى (يو) الله ياد شي نو د هغو خلكو زړونه كركه كوي چې آخرت نه مني او کله چې له هغه پرته نور ياد شي، يو دم هغوى په خوشالۍ شي.

قُلِ ٱللَّهُمَّ فَاطِرَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ عَٰلِمَ ٱلۡغَيۡبِ وَٱلشَّهَٰدَةِ أَنتَ تَحۡكُمُ بَيۡنَ عِبَادِكَ فِي مَا كَانُواْ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَ﴿٤٦

46ووايه: يا الله! د اسمانونو او ځمكې پيدا كوونكيه (او) په پټو او ښكاره پوهېدونكيه! همدا ته به د خپلو بندګانو تر منځ په هغه څه كې پرېکړه كوې چې هغوى به پكې اختلافات كولو.

وَلَوۡ أَنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُواْ مَا فِي ٱلۡأَرۡضِ جَمِيعٗا وَمِثۡلَهُۥ مَعَهُۥ لَٱفۡتَدَوۡاْ بِهِۦ مِن سُوٓءِ ٱلۡعَذَابِ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۚ وَبَدَا لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ مَا لَمۡ يَكُونُواْ يَحۡتَسِبُونَ﴿٤٧

47او كه د ځمكى ټول شته او ورسره همدومره نور د هغو خلكو وي چې ظلمونه يې كړي، نو د قيامت په ورځ به يې د ناكاره عذاب بدله كې خامخا وركړي، او هغوى ته به دالله لخوا هغه څه ورڅرګند شي چې (هيڅ) ګومان يې نه كولو.

وَبَدَا لَهُمۡ سَيِّـَٔاتُ مَا كَسَبُواْ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُواْ بِهِۦ يَسۡتَهۡزِءُونَ﴿٤٨

48او څه يې چې كړي د هغو بدۍ به ورته راښكاره شي او په كوم شي يې چې ملنډې وهلې هغه به ترې چاپېر شي.

فَإِذَا مَسَّ ٱلۡإِنسَٰنَ ضُرّٞ دَعَانَا ثُمَّ إِذَا خَوَّلۡنَٰهُ نِعۡمَةٗ مِّنَّا قَالَ إِنَّمَآ أُوتِيتُهُۥ عَلَىٰ عِلۡمِۭۚ بَلۡ هِيَ فِتۡنَةٞ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ﴿٤٩

49پس انسان [کافر] ته چې كله څه تكليف ورسيږي، نو موږ رابولي، بيا چې له خپل لوري كوم نعمت وركړو، وايي دا خو يوازې ماته په خپله پوهه راكړل شوي دي، (نه) په اصل كې هغه يو امتحان دى خو ډېری يې نه پوهيږي.

قَدۡ قَالَهَا ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡ فَمَآ أَغۡنَىٰ عَنۡهُم مَّا كَانُواْ يَكۡسِبُونَ﴿٥٠

50په تحقیق سره له هغوى مخكې خلكو هم دا بده خبره كړې وه پس دفع نه کړ له دوی څخه هیڅ شی [عذاب] هغه چې دوی یې کسب کاوه.

فَأَصَابَهُمۡ سَيِّـَٔاتُ مَا كَسَبُواْۚ وَٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنۡ هَٰٓؤُلَآءِ سَيُصِيبُهُمۡ سَيِّـَٔاتُ مَا كَسَبُواْ وَمَا هُم بِمُعۡجِزِينَ﴿٥١

51نو څه يې چې كړي وو د هغو بدۍ ورته ورسېدلې، او له دغو خلكو هم چا چې ظلمونه كړي، د خپلو کړنو بدۍ به زر ورته ورسيږي او هغوى (موږ لره) عاجزوونكي نه دي.

أَوَلَمۡ يَعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ يَبۡسُطُ ٱلرِّزۡقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقۡدِرُۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ﴿٥٢

52آيا نه دي پوهېدلي چې الله چاته وغواړي روزي يې پراخوي او (يايې) كموي؟ بېشكه په دې كې د هغو خلكو لپاره نښانې دي چې ايمان راوړي.

۞ قُلۡ يَٰعِبَادِيَ ٱلَّذِينَ أَسۡرَفُواْ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمۡ لَا تَقۡنَطُواْ مِن رَّحۡمَةِ ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ يَغۡفِرُ ٱلذُّنُوبَ جَمِيعًاۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلۡغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ﴿٥٣

53ته ورته ووايه: ای زما هغو بندګانو چې پر ځانو يې ظلم كړى د الله له رحمته مه ناهيلي كيږئ، يقيناً الله ټول ګناهونه بخښي بېشكه همغه ډېر بخښونكى مهربان دى.

وَأَنِيبُوٓاْ إِلَىٰ رَبِّكُمۡ وَأَسۡلِمُواْ لَهُۥ مِن قَبۡلِ أَن يَأۡتِيَكُمُ ٱلۡعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ﴿٥٤

54او خپل پالونکي ته مو وروګرځئ او هغه ته غاړه كېږدئ مخكې له دې چې عذاب درته راشي بيا به له تاسو سره څه مرسته نه كېږي.

وَٱتَّبِعُوٓاْ أَحۡسَنَ مَآ أُنزِلَ إِلَيۡكُم مِّن رَّبِّكُم مِّن قَبۡلِ أَن يَأۡتِيَكُمُ ٱلۡعَذَابُ بَغۡتَةٗ وَأَنتُمۡ لَا تَشۡعُرُونَ﴿٥٥

55او د هغه غوره شي پيروي كوئ چې د پالونکي لخوا مو درته نازل شوى، مخكې له دې چې ناڅاپه عذاب درته راشي او تاسو خبر هم نه ياست.

أَن تَقُولَ نَفۡسٞ يَٰحَسۡرَتَىٰ عَلَىٰ مَا فَرَّطتُ فِي جَنۢبِ ٱللَّهِ وَإِن كُنتُ لَمِنَ ٱلسَّٰخِرِينَ﴿٥٦

56چې بیا (ونه) وایي یو نفس: های افسوس؛ چې ما کوتاهي نه وای کړی د الله په طاعت کې او یقینا شان دا دی ومه زه [په دنیا کې] له ملنډو وهونكو څخه.

أَوۡ تَقُولَ لَوۡ أَنَّ ٱللَّهَ هَدَىٰنِي لَكُنتُ مِنَ ٱلۡمُتَّقِينَ﴿٥٧

57يا (داسې) (و نه) وايي چې كه الله راته سمه لار ښوولې واى، زه به هم هرومرو له پرهیزګارانو څخه وم.

أَوۡ تَقُولَ حِينَ تَرَى ٱلۡعَذَابَ لَوۡ أَنَّ لِي كَرَّةٗ فَأَكُونَ مِنَ ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿٥٨

58يا (و نه) وايي كله چې عذاب وويني: كاشكي زما بل وار ورتګ واى، بيا به زه له نېكانو څخه وم.

بَلَىٰ قَدۡ جَآءَتۡكَ ءَايَٰتِي فَكَذَّبۡتَ بِهَا وَٱسۡتَكۡبَرۡتَ وَكُنتَ مِنَ ٱلۡكَٰفِرِينَ﴿٥٩

59داسې نه ده؛ تا ته خو زموږ آيتونه درغلي وو خو تا دروغ وګڼل، كبر دې پرې وكړ او له كافرانو څخه شوې.

وَيَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ تَرَى ٱلَّذِينَ كَذَبُواْ عَلَى ٱللَّهِ وُجُوهُهُم مُّسۡوَدَّةٌۚ أَلَيۡسَ فِي جَهَنَّمَ مَثۡوٗى لِّلۡمُتَكَبِّرِينَ﴿٦٠

60او وبه وينې چې د قيامت په ورځ د هغو كسانو مخونه تور شوي وي چا چې په الله دروغ ويلي، اّيا د كبر كوونكو استوګنځى په جهنم كې نه دى؟

وَيُنَجِّي ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوۡاْ بِمَفَازَتِهِمۡ لَا يَمَسُّهُمُ ٱلسُّوٓءُ وَلَا هُمۡ يَحۡزَنُونَ﴿٦١

61او نجات به ورکړي الله کاملو پرهیزګارانو ته په کامیابۍ د دوی [ځکه چې دوی د نجات اسباب کارولي وو] نه به څه تکلیف ور ورسیږي او نه به غمجن وي.

ٱللَّهُ خَٰلِقُ كُلِّ شَيۡءٖۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ وَكِيلٞ﴿٦٢

62الله د هر شي پيدا كوونكى او همغه د هر څه ساتونكى دى.

لَّهُۥ مَقَالِيدُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۗ وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡخَٰسِرُونَ﴿٦٣

63هغه لره د اسمانو او ځمكې کونجي ګانې (کلیانې) دي، او كومو خلكو چې د الله په ايتونو كفر كړى همغوى تاوانيان دي.

قُلۡ أَفَغَيۡرَ ٱللَّهِ تَأۡمُرُوٓنِّيٓ أَعۡبُدُ أَيُّهَا ٱلۡجَٰهِلُونَ﴿٦٤

64ووايه نو آيا تاسو راته امر كوئ چې له الله پرته د بل چا بنده ګي وکړم اې جاهلانو!

وَلَقَدۡ أُوحِيَ إِلَيۡكَ وَإِلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكَ لَئِنۡ أَشۡرَكۡتَ لَيَحۡبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ﴿٦٥

65قسم دی خامخا په تحقیق سره تا ته هم دا وحى شوې او له تا مخكينيو ته هم چې كه شرك دې وكړ، هرومرو به دې عمل هم برباد شي او هرومرو به له زيانمنو هم شې.

بَلِ ٱللَّهَ فَٱعۡبُدۡ وَكُن مِّنَ ٱلشَّٰكِرِينَ﴿٦٦

66بلكې یوازې د یو الله عبادت کوه او له شكر کوونکو څخه اوسه.

وَمَا قَدَرُواْ ٱللَّهَ حَقَّ قَدۡرِهِۦ وَٱلۡأَرۡضُ جَمِيعٗا قَبۡضَتُهُۥ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ وَٱلسَّمَٰوَٰتُ مَطۡوِيَّٰتُۢ بِيَمِينِهِۦۚ سُبۡحَٰنَهُۥ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشۡرِكُونَ﴿٦٧

67او هغوى د الله هغه شان درناوى ونه كړ څنګه چې ښايي، حال دا چې ځمكه به ټوله د قيامت په ورځ د هغه په موټي كې وي، او اسمانونه به د ده په ښي لاس كې نغښتي وي، هغه لره پاكي ده او له هغه څه ډېر لوړ دى چې هغوى يې (ورسره) شريكوي.

وَنُفِخَ فِي ٱلصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَن فِي ٱلۡأَرۡضِ إِلَّا مَن شَآءَ ٱللَّهُۖ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخۡرَىٰ فَإِذَا هُمۡ قِيَامٞ يَنظُرُونَ﴿٦٨

68او شپېلۍ به پو كړى شي نو څوك چې په اسمانونو او څوك چې په ځمكه كې دي، ټول به بې هوښه شي پرته له هغه چې الله یې وغواړي، بيا به بل وار پو كړى شي سمدلاسه په دغه وخت به دوی ولاړ وي ګوري به.

وَأَشۡرَقَتِ ٱلۡأَرۡضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ ٱلۡكِتَٰبُ وَجِاْيٓءَ بِٱلنَّبِيِّـۧنَ وَٱلشُّهَدَآءِ وَقُضِيَ بَيۡنَهُم بِٱلۡحَقِّ وَهُمۡ لَا يُظۡلَمُونَ﴿٦٩

69او ځمكه به د خپل پالونکي په نور روښانه شي، كتاب به كېښودل شي، نبيان او شاهدان به راوستل شي او په حقه به يې ترمنځ پرېكړه وشي او په هغوى به ظلم نه كيږي.

وَوُفِّيَتۡ كُلُّ نَفۡسٖ مَّا عَمِلَتۡ وَهُوَ أَعۡلَمُ بِمَا يَفۡعَلُونَ﴿٧٠

70او هر چا چې څه كړي وي همغه به پوره وركړل شي او هغه (الله) ښه پوه دى په هغو كارو چې هغوى يې كوي.

وَسِيقَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ إِلَىٰ جَهَنَّمَ زُمَرًاۖ حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءُوهَا فُتِحَتۡ أَبۡوَٰبُهَا وَقَالَ لَهُمۡ خَزَنَتُهَآ أَلَمۡ يَأۡتِكُمۡ رُسُلٞ مِّنكُمۡ يَتۡلُونَ عَلَيۡكُمۡ ءَايَٰتِ رَبِّكُمۡ وَيُنذِرُونَكُمۡ لِقَآءَ يَوۡمِكُمۡ هَٰذَاۚ قَالُواْ بَلَىٰ وَلَٰكِنۡ حَقَّتۡ كَلِمَةُ ٱلۡعَذَابِ عَلَى ٱلۡكَٰفِرِينَ﴿٧١

71او كومو خلكو چې كفر كړى هغوى به ډلې ډلې جهنم ته روان كړى شي، تر دې چې هلته ورشي، دروازې يې ورته پرانيستل شي او څوكيداران يې ورته ووايي: آيا له تاسو څوك رسولان نه وو درغلي چې د خپل رب ايتونه يې درباندې لوستل، او تاسي یې له دغې ورځې سره د مخامخ كېدلو څخه وېرولي واى؟ هغوى به وايي: هو (راغلي وو) خو په دغو كافرانو د عذاب خبره ثابته شوې ده.

قِيلَ ٱدۡخُلُوٓاْ أَبۡوَٰبَ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَاۖ فَبِئۡسَ مَثۡوَى ٱلۡمُتَكَبِّرِينَ﴿٧٢

72(بيا به) وويل شي: د جهنم دروازو ته ننوځئ، تل به پكې اوسئ نو (دا) د كبرجنو ناكاره هستوګنځى دى.

وَسِيقَ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوۡاْ رَبَّهُمۡ إِلَى ٱلۡجَنَّةِ زُمَرًاۖ حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءُوهَا وَفُتِحَتۡ أَبۡوَٰبُهَا وَقَالَ لَهُمۡ خَزَنَتُهَا سَلَٰمٌ عَلَيۡكُمۡ طِبۡتُمۡ فَٱدۡخُلُوهَا خَٰلِدِينَ﴿٧٣

73او هغه خلك چې له خپل پالونکي وېرېدل، ډلې ډلې به جنت ته روان كړل شي، تر دې چې هلته ورشي، دروازې يې پرانيستل شي او څوكيداران به يې ورته ووايي: پر تاسو دې سلام وي، تاسو پاك ياست نو ورننوځئ تل (پكې) اوسېدونكي.

وَقَالُواْ ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ ٱلَّذِي صَدَقَنَا وَعۡدَهُۥ وَأَوۡرَثَنَا ٱلۡأَرۡضَ نَتَبَوَّأُ مِنَ ٱلۡجَنَّةِ حَيۡثُ نَشَآءُۖ فَنِعۡمَ أَجۡرُ ٱلۡعَٰمِلِينَ﴿٧٤

74او هغوى به ووايي: هغه الله لره ستاينه ده چې موږ سره يې خپله ژمنه رښتينې كړه او (دا) ځمكه يې موږ ته په ميراث راكړه چې (اوس) په جنت كې چېرته غواړو هلته ځاى نيسو نو (دا) د (غوره) عمل كوونكو ښه بدله ده.

وَتَرَى ٱلۡمَلَٰٓئِكَةَ حَآفِّينَ مِنۡ حَوۡلِ ٱلۡعَرۡشِ يُسَبِّحُونَ بِحَمۡدِ رَبِّهِمۡۚ وَقُضِيَ بَيۡنَهُم بِٱلۡحَقِّۚ وَقِيلَ ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿٧٥

75او ته به پرېښتې وينې چې له عرش چاپېرېدونكې د خپل پالونکي له ستاينې سره تسبيح وايي او (بيا به) د هغوى ترمنځ په حقه پرېكړه وشي او وبه ويل شي چې د مخلوقاتو پالونکي الله لره ستاينه ده.

RELATED SURAHS