Al-Anbiya

الأنبياء

The Prophets112 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

ٱقۡتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمۡ وَهُمۡ فِي غَفۡلَةٖ مُّعۡرِضُونَ﴿١

1نږدې شوی خلکو ته حساب د هغوی او دوی په غفلت کې، مخ ګرځوونکي دي.

مَا يَأۡتِيهِم مِّن ذِكۡرٖ مِّن رَّبِّهِم مُّحۡدَثٍ إِلَّا ٱسۡتَمَعُوهُ وَهُمۡ يَلۡعَبُونَ﴿٢

2او نه راځي دوی ته هېڅ نصېحت د دوی د رب له طرفه چې نوي وي د هغه راتلل، مګر دوی ورته غوږ نیسي په داسې حال کې چې لوبې کوي.

لَاهِيَةٗ قُلُوبُهُمۡۗ وَأَسَرُّواْ ٱلنَّجۡوَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ هَلۡ هَٰذَآ إِلَّا بَشَرٞ مِّثۡلُكُمۡۖ أَفَتَأۡتُونَ ٱلسِّحۡرَ وَأَنتُمۡ تُبۡصِرُونَ﴿٣

3مشغول وي د هغوی زړونه (په نورو خبرو)، او پټې مشورې وکړې ظالمانو خلکو، (او وایي) نه دی دا مګر ستاسي په څېر یو بنده دی، آیا راتلل کوئ تاسي جادو ته او حال دا دی چې تاسي پوهه یاستئ.

قَالَ رَبِّي يَعۡلَمُ ٱلۡقَوۡلَ فِي ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِۖ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ﴿٤

4وویل (پېغمبر) رب زما عالم دی پر هره وینا په آسمان کې وي او که په ځمکه کې، او هغه هر څه اوري په هر څه پوه دی.

بَلۡ قَالُوٓاْ أَضۡغَٰثُ أَحۡلَٰمِۭ بَلِ ٱفۡتَرَىٰهُ بَلۡ هُوَ شَاعِرٞ فَلۡيَأۡتِنَا بِـَٔايَةٖ كَمَآ أُرۡسِلَ ٱلۡأَوَّلُونَ﴿٥

5بلکې دوی ویلي وو: دا ګډوډ خوبونه دي، بلکې دا یې د ځانه جوړ کړي، بلکې دا شاعر دی؛ پس رادې وړي موږ ته یوه معجزه (چې موږ یې غواړو) په شان د هغو (معجزو) چې لېږل شوي وو (په هغو سره) پخواني رسولان.

مَآ ءَامَنَتۡ قَبۡلَهُم مِّن قَرۡيَةٍ أَهۡلَكۡنَٰهَآۖ أَفَهُمۡ يُؤۡمِنُونَ﴿٦

6اېمان نه دی راوړی د دوی نه مخکې کلیو والا کوم چې موږ هلاک کړي، نو آیا دوی به اېمان راوړي؟

وَمَآ أَرۡسَلۡنَا قَبۡلَكَ إِلَّا رِجَالٗا نُّوحِيٓ إِلَيۡهِمۡۖ فَسۡـَٔلُوٓاْ أَهۡلَ ٱلذِّكۡرِ إِن كُنتُمۡ لَا تَعۡلَمُونَ﴿٧

7او نه دي لیږلي موږ تانه مخکې مګر سړي (پېغمبران) چې وحې مو ورته کوله، نو پوښتنه وکړئ د علم والاو نه که چیرته تاسي نه پوهیږئ.

وَمَا جَعَلۡنَٰهُمۡ جَسَدٗا لَّا يَأۡكُلُونَ ٱلطَّعَامَ وَمَا كَانُواْ خَٰلِدِينَ﴿٨

8او نه وو ګرځولي موږ (دغه پخواني رسولان) داسې جسدونه چې نه يې طعام خوړلو، او نه وو دوی تل پاتې کیدونکي.

ثُمَّ صَدَقۡنَٰهُمُ ٱلۡوَعۡدَ فَأَنجَيۡنَٰهُمۡ وَمَن نَّشَآءُ وَأَهۡلَكۡنَا ٱلۡمُسۡرِفِينَ﴿٩

9بیا مو هغو (رسولانو) سره وعده رښتیا کړه، نو بچ کړل موږ دوی او هغه څوک چې موږ غوښتل، او هلاک کړل موږ د حده تیرېدونکي خلک.

لَقَدۡ أَنزَلۡنَآ إِلَيۡكُمۡ كِتَٰبٗا فِيهِ ذِكۡرُكُمۡۚ أَفَلَا تَعۡقِلُونَ﴿١٠

10یقېنا نازل کړی موږ تاسي ته یو کتاب چې په هغه کې ستاسي نصېحت دی، ولې د عقل نه کار نه اخلئ؟

وَكَمۡ قَصَمۡنَا مِن قَرۡيَةٖ كَانَتۡ ظَالِمَةٗ وَأَنشَأۡنَا بَعۡدَهَا قَوۡمًا ءَاخَرِينَ﴿١١

11او څومره ډېر کلي مو هلاک کړي چې ظالمان وو، او له هغوی وروسته مو نور قومونه پیدا کړل.

فَلَمَّآ أَحَسُّواْ بَأۡسَنَآ إِذَا هُم مِّنۡهَا يَرۡكُضُونَ﴿١٢

12پس هر کله چې دوی زموږ عذاب ولید، نو یو دم یې ترې څخه منډې کړلې.

لَا تَرۡكُضُواْ وَٱرۡجِعُوٓاْ إِلَىٰ مَآ أُتۡرِفۡتُمۡ فِيهِ وَمَسَٰكِنِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تُسۡـَٔلُونَ﴿١٣

13(وويل شول) مه تښتئ او هغو ځايونو ته راوګرځى چې تاسو ته پكې ښه ژوند دركړى شوى و او خپلو كورو ته هم، ښايي تاسو وپوښتل شئ.

قَالُواْ يَٰوَيۡلَنَآ إِنَّا كُنَّا ظَٰلِمِينَ﴿١٤

14وبه وايي ای هلاکته زموږ! بې شکه موږ ظالمان وو.

فَمَا زَالَت تِّلۡكَ دَعۡوَىٰهُمۡ حَتَّىٰ جَعَلۡنَٰهُمۡ حَصِيدًا خَٰمِدِينَ﴿١٥

15نو دوى تر هغه دا نارې وهلې چې (ښه) رېبلي يخ مړه مو وغورځول.

وَمَا خَلَقۡنَا ٱلسَّمَآءَ وَٱلۡأَرۡضَ وَمَا بَيۡنَهُمَا لَٰعِبِينَ﴿١٦

16او موږ دا آسمان، زمكه او څه يې چې ترمنځه دي، داسې نه دي پيدا كړي چې لوبې کوونکي وو.

لَوۡ أَرَدۡنَآ أَن نَّتَّخِذَ لَهۡوٗا لَّٱتَّخَذۡنَٰهُ مِن لَّدُنَّآ إِن كُنَّا فَٰعِلِينَ﴿١٧

17كه چېرې موږ غوښتي وى چې یوه مشغله جوړه كړو نو له خپله لوري به مو جوړه کړې وه، كه موږ د دې كار كوونكي وى.

بَلۡ نَقۡذِفُ بِٱلۡحَقِّ عَلَى ٱلۡبَٰطِلِ فَيَدۡمَغُهُۥ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٞۚ وَلَكُمُ ٱلۡوَيۡلُ مِمَّا تَصِفُونَ﴿١٨

18خو موږ په باطل باندې د حق ګوزار كوو چې د هغه سرماتوي (په دماغو یې وهي) او يو دم هغه له منځه تلونكى شي او تاسو لره د هغو خبرو له كبله تباهي ده چې خپله يې جوړوئ.

وَلَهُۥ مَن فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ وَمَنۡ عِندَهُۥ لَا يَسۡتَكۡبِرُونَ عَنۡ عِبَادَتِهِۦ وَلَا يَسۡتَحۡسِرُونَ﴿١٩

19او هغه لره دي هر هغه څوک چې په اسمانونو او زمكه كې دي، او هغه څوک (ملايک) چې له هغه سره دي نه يې له عبادته لويي كوي او نه ستومانه كيږي.

يُسَبِّحُونَ ٱلَّيۡلَ وَٱلنَّهَارَ لَا يَفۡتُرُونَ﴿٢٠

20شپه او ورځ تسبيح وايي، نه سستيږي.

أَمِ ٱتَّخَذُوٓاْ ءَالِهَةٗ مِّنَ ٱلۡأَرۡضِ هُمۡ يُنشِرُونَ﴿٢١

21آيا دوى د زمكې (له شيانو) نه ځانته معبودان نيولي چې هغوى به هم (مړي) راپاڅوي؟

لَوۡ كَانَ فِيهِمَآ ءَالِهَةٌ إِلَّا ٱللَّهُ لَفَسَدَتَاۚ فَسُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ رَبِّ ٱلۡعَرۡشِ عَمَّا يَصِفُونَ﴿٢٢

22كه (په آسمان او زمكه كې) الله نه پرته نور معبودان هم واى نو دواړه به وران (ګډوډ) شوي وى، نو الله د عرش پالونكي لره هغو خبرو نه پاكي ده چې دوى يې جوړوي.

لَا يُسۡـَٔلُ عَمَّا يَفۡعَلُ وَهُمۡ يُسۡـَٔلُونَ﴿٢٣

23دى چې څه كوي له هغه نه پوښتل كيږي خو دوى ټول به پوښتل كيږي.

أَمِ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةٗۖ قُلۡ هَاتُواْ بُرۡهَٰنَكُمۡۖ هَٰذَا ذِكۡرُ مَن مَّعِيَ وَذِكۡرُ مَن قَبۡلِيۚ بَلۡ أَكۡثَرُهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ ٱلۡحَقَّۖ فَهُم مُّعۡرِضُونَ﴿٢٤

24آيا له هغه پرته يې نور معبودان نيولي؟ ورته ووايه! دليل مو راوړئ! دا (قرآن) د هغه چا بيان دى چې ما سره دي او د هغو چې له ما مخكې وو، بلكې زياتره يې له حقه نا خبره دي نو (ځكه) مخ اړونكي دي.

وَمَآ أَرۡسَلۡنَا مِن قَبۡلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِيٓ إِلَيۡهِ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱعۡبُدُونِ﴿٢٥

25او له تا مخكې مو هېڅ داسې رسول نه دى لېږلى چې هغه ته مو دا وحى نه وې كړې چې يقيناً له ما پرته بل معبود نشته نو (یوازې) زما عبادت كوئ.

وَقَالُواْ ٱتَّخَذَ ٱلرَّحۡمَٰنُ وَلَدٗاۗ سُبۡحَٰنَهُۥۚ بَلۡ عِبَادٞ مُّكۡرَمُونَ﴿٢٦

26او دوى وويل: رحمان اولاد لري! هغه لره پاكي ده، (نه) بلكى هغوى خو عزتمن بندګان دي.

لَا يَسۡبِقُونَهُۥ بِٱلۡقَوۡلِ وَهُم بِأَمۡرِهِۦ يَعۡمَلُونَ﴿٢٧

27له هغه نه په خبرو كې نه وړاندې كيږي او د هغه په امر كار كوي.

يَعۡلَمُ مَا بَيۡنَ أَيۡدِيهِمۡ وَمَا خَلۡفَهُمۡ وَلَا يَشۡفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ٱرۡتَضَىٰ وَهُم مِّنۡ خَشۡيَتِهِۦ مُشۡفِقُونَ﴿٢٨

28هغه څه هم ورته معلوم دي چې د هغوى په وړاندې دي او هغه هم چې تر شا يې دي، او پرته له هغه چا چې (د الله ورته) رضا وي، بل د هېچا سپارښتنه نه كوي او د هغه له وېرې ډارېدونكي دي.

۞ وَمَن يَقُلۡ مِنۡهُمۡ إِنِّيٓ إِلَٰهٞ مِّن دُونِهِۦ فَذَٰلِكَ نَجۡزِيهِ جَهَنَّمَۚ كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلظَّٰلِمِينَ﴿٢٩

29او له هغو نه كه هر څوک دا ووايي چې زه له هغه (الله) پرته (په خپله) معبود يم، نو هغه ته د جهنم سزا وركوو، همدغه شان بدله به (ټولو) ظالمانو ته وركوو.

أَوَلَمۡ يَرَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ أَنَّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ كَانَتَا رَتۡقٗا فَفَتَقۡنَٰهُمَاۖ وَجَعَلۡنَا مِنَ ٱلۡمَآءِ كُلَّ شَيۡءٍ حَيٍّۚ أَفَلَا يُؤۡمِنُونَ﴿٣٠

30آيا هغو كسانو چې كافر شوي دا نه دي ليدلي چې آسمانونه او زمكه سره نښتي وو بيا موږ سره بېل كړل، او له اوبو نه مو هر ژوندى شى پيدا كړ، نو آيا دوى ايمان نه راوړي؟

وَجَعَلۡنَا فِي ٱلۡأَرۡضِ رَوَٰسِيَ أَن تَمِيدَ بِهِمۡ وَجَعَلۡنَا فِيهَا فِجَاجٗا سُبُلٗا لَّعَلَّهُمۡ يَهۡتَدُونَ﴿٣١

31او په زمكه مو محکم غرونه پيدا كړل چې په دوى ونه خوخيږي او په هغى كې مو ارتې لارې جوړې كړې چې ښايي لارې ومومي.

وَجَعَلۡنَا ٱلسَّمَآءَ سَقۡفٗا مَّحۡفُوظٗاۖ وَهُمۡ عَنۡ ءَايَٰتِهَا مُعۡرِضُونَ﴿٣٢

32او اسمان مو يو خوندي چت جوړ كړ خو دوى يې له نښانو مخ ګرځوونكي دي.

وَهُوَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلَّيۡلَ وَٱلنَّهَارَ وَٱلشَّمۡسَ وَٱلۡقَمَرَۖ كُلّٞ فِي فَلَكٖ يَسۡبَحُونَ﴿٣٣

33او دى هماغه ذات دى چې شپه، ورځ، لمر او سپوږمۍ يې پيدا كړي دي، دا ټول په يو مدار (ګرځندۍ) كې لامبو وهي.

وَمَا جَعَلۡنَا لِبَشَرٖ مِّن قَبۡلِكَ ٱلۡخُلۡدَۖ أَفَإِيْن مِّتَّ فَهُمُ ٱلۡخَٰلِدُونَ﴿٣٤

34او له تا مخكې مو هم كوم بشر ته همېشنى ژوند نه دى وركړى، نو كه ته مړ شوې، آيا دوى به تل پاتې کېدونكي وي.

كُلُّ نَفۡسٖ ذَآئِقَةُ ٱلۡمَوۡتِۗ وَنَبۡلُوكُم بِٱلشَّرِّ وَٱلۡخَيۡرِ فِتۡنَةٗۖ وَإِلَيۡنَا تُرۡجَعُونَ﴿٣٥

35هر ساكښ د مرګ څكونكى دى او موږ په بدو او ښو (حالاتو كې) ستاسو ازميښت كوو او بيا زموږ لور ته راګرځول كېږئ.

وَإِذَا رَءَاكَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ إِن يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَٰذَا ٱلَّذِي يَذۡكُرُ ءَالِهَتَكُمۡ وَهُم بِذِكۡرِ ٱلرَّحۡمَٰنِ هُمۡ كَٰفِرُونَ﴿٣٦

36او كله چې دا كافران دې وويني نو په تا پورې ملنډې وهي، وايي دا هماغه دى چې ستاسو معبودان (په بدۍ سره) يادوي؟ او حال دا چې (خپله) د رحمان په يادولو هم كافر دي.

خُلِقَ ٱلۡإِنسَٰنُ مِنۡ عَجَلٖۚ سَأُوْرِيكُمۡ ءَايَٰتِي فَلَا تَسۡتَعۡجِلُونِ﴿٣٧

37انسان پيدا دى له تلوار (بې صبرۍ) څخه، خو زه به خپلې نښانې زر دروښيم، نو تلوار مه كوئ.

وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَٰذَا ٱلۡوَعۡدُ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ﴿٣٨

38او دوى وايي: دا وعده به كله وي؟ كه تاسو رښتيني ياست.

لَوۡ يَعۡلَمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ حِينَ لَا يَكُفُّونَ عَن وُجُوهِهِمُ ٱلنَّارَ وَلَا عَن ظُهُورِهِمۡ وَلَا هُمۡ يُنصَرُونَ﴿٣٩

39كاشكې دغو كافرانو ته معلومه وى، هغه وخت چې نه به له خپلو مخونو اور ايسارولى شي، نه له شاګانو خپلو، او نه به څه مرسته ورسره كېداى شي.

بَلۡ تَأۡتِيهِم بَغۡتَةٗ فَتَبۡهَتُهُمۡ فَلَا يَسۡتَطِيعُونَ رَدَّهَا وَلَا هُمۡ يُنظَرُونَ﴿٤٠

40بلكې ناڅاپي به ورته راشي او حيران به يې كړي نو نه به يې ايسارولى شي او نه به څه مهلت وركول كيږي.

وَلَقَدِ ٱسۡتُهۡزِئَ بِرُسُلٖ مِّن قَبۡلِكَ فَحَاقَ بِٱلَّذِينَ سَخِرُواْ مِنۡهُم مَّا كَانُواْ بِهِۦ يَسۡتَهۡزِءُونَ﴿٤١

41او له تا مخكې هم په رسولانو ملنډې وهل شوې دي، خو چا چې په هغوى ملنډې وهلې وې، هغه څه (عذاب) ورباندې راپرېوت چې دوى به پرې ملنډې وهلې.

قُلۡ مَن يَكۡلَؤُكُم بِٱلَّيۡلِ وَٱلنَّهَارِ مِنَ ٱلرَّحۡمَٰنِۚ بَلۡ هُمۡ عَن ذِكۡرِ رَبِّهِم مُّعۡرِضُونَ﴿٤٢

42ورته ووايه څوک مو د شپې او د ورځې له رحمن څخه ژغورلى شي، خو هغوى د خپل رب له ياده مخ ګرځوونكي دي.

أَمۡ لَهُمۡ ءَالِهَةٞ تَمۡنَعُهُم مِّن دُونِنَاۚ لَا يَسۡتَطِيعُونَ نَصۡرَ أَنفُسِهِمۡ وَلَا هُم مِّنَّا يُصۡحَبُونَ﴿٤٣

43يا دوى لره له موږه پرته څه نور معبودان شته چې ساتي يې، هغوي خو نه د ځان مرسته كولاى شي او نه له موږه ژغورل كېداى شي.

بَلۡ مَتَّعۡنَا هَٰٓؤُلَآءِ وَءَابَآءَهُمۡ حَتَّىٰ طَالَ عَلَيۡهِمُ ٱلۡعُمُرُۗ أَفَلَا يَرَوۡنَ أَنَّا نَأۡتِي ٱلۡأَرۡضَ نَنقُصُهَا مِنۡ أَطۡرَافِهَآۚ أَفَهُمُ ٱلۡغَٰلِبُونَ﴿٤٤

44خو خبره دا ده چې موږ دوى او پلرونو ته يې دومره د ژوند وسايل وركړل چې زمانه پرې اوږده شوه، آيا دوى نه ويني چې موږ له هرې خوا زمكه راكموو؟ نو آيا دوى برلاسي كېدونكي دي؟

قُلۡ إِنَّمَآ أُنذِرُكُم بِٱلۡوَحۡيِۚ وَلَا يَسۡمَعُ ٱلصُّمُّ ٱلدُّعَآءَ إِذَا مَا يُنذَرُونَ﴿٤٥

45ووايه: خبره دا ده چې زه خو په وحى سره اخطار دركوم، او كاڼه چې وېرول كيږي نو بلنه نه اوري.

وَلَئِن مَّسَّتۡهُمۡ نَفۡحَةٞ مِّنۡ عَذَابِ رَبِّكَ لَيَقُولُنَّ يَٰوَيۡلَنَآ إِنَّا كُنَّا ظَٰلِمِينَ﴿٤٦

46او كه ستا د رب له عذابه خو لږ تپ هغوى ته ور ورسېدو نو بيا به خامخا ووايي چې هاى زموږ بده بخته! رښتيا چې موږ ظالمان وو.

وَنَضَعُ ٱلۡمَوَٰزِينَ ٱلۡقِسۡطَ لِيَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ فَلَا تُظۡلَمُ نَفۡسٞ شَيۡـٔٗاۖ وَإِن كَانَ مِثۡقَالَ حَبَّةٖ مِّنۡ خَرۡدَلٍ أَتَيۡنَا بِهَاۗ وَكَفَىٰ بِنَا حَٰسِبِينَ﴿٤٧

47او موږ به د قيامت ورځې ته د انصاف تلې ږدو، نو بيا به په هيچا هېڅ ظلم ونه شي كه (څه هم يو عمل) د اوري دانې په اندازه وي، موږ به يې راوړو، او پوره یو موږ حساب کوونکي.

وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَا مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ ٱلۡفُرۡقَانَ وَضِيَآءٗ وَذِكۡرٗا لِّلۡمُتَّقِينَ﴿٤٨

48او موسىٰ او هارون -علیهما السلام- ته مو فرقان (د حق او باطل بېلوونكى کتاب)، رڼايي او د متقيانو لپاره نصيحت وركړى و.

ٱلَّذِينَ يَخۡشَوۡنَ رَبَّهُم بِٱلۡغَيۡبِ وَهُم مِّنَ ٱلسَّاعَةِ مُشۡفِقُونَ﴿٤٩

49هغوى چې په پټه له خپل رب نه وېريږي او له قيامته هم ډارېدونكي وي.

وَهَٰذَا ذِكۡرٞ مُّبَارَكٌ أَنزَلۡنَٰهُۚ أَفَأَنتُمۡ لَهُۥ مُنكِرُونَ﴿٥٠

50او دغه بركتي ذكر (قرآن) موږ نازل كړى دى، نو آيا تاسو ترې منكر ياست؟

۞ وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَآ إِبۡرَٰهِيمَ رُشۡدَهُۥ مِن قَبۡلُ وَكُنَّا بِهِۦ عَٰلِمِينَ﴿٥١

51او ابراهيم -علیه السلام- ته مو لا مخكې ځيركتیا (لارښوونه) وركړى وه او موږ ښه ورباندې پوه وو.

إِذۡ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوۡمِهِۦ مَا هَٰذِهِ ٱلتَّمَاثِيلُ ٱلَّتِيٓ أَنتُمۡ لَهَا عَٰكِفُونَ﴿٥٢

52كله چې هغه خپل پلار او قوم ته وويل: دا بتان څه دي چې تاسو يې عبادت ته ټينـګ ولاړ ياست؟

قَالُواْ وَجَدۡنَآ ءَابَآءَنَا لَهَا عَٰبِدِينَ﴿٥٣

53هغوى وويل: موږ خپل پلرونه د دغو په لمانځنه موندلي دي.

قَالَ لَقَدۡ كُنتُمۡ أَنتُمۡ وَءَابَآؤُكُمۡ فِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٖ﴿٥٤

54(ابراهيم -علیه السلام-) وويل: په حقيقت كې تاسو او پلرونه مو (ټول) په څرګند بې لارې توب كې ياست.

قَالُوٓاْ أَجِئۡتَنَا بِٱلۡحَقِّ أَمۡ أَنتَ مِنَ ٱللَّٰعِبِينَ﴿٥٥

55دوی وویل: آیا تا مونږ ته حق (خبره) راوړې او که ته له لوبو کوونکو څخه یې؟

قَالَ بَل رَّبُّكُمۡ رَبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ ٱلَّذِي فَطَرَهُنَّ وَأَنَا۠ عَلَىٰ ذَٰلِكُم مِّنَ ٱلشَّٰهِدِينَ﴿٥٦

56وویل (ابراهیم -علیه السلام-): ستاسو رب خو هماغه د آسمانونو او زمكې رب دى چې پيدا كړي یې دي، او زه په دې خبره شاهدي ويونكى يم.

وَتَٱللَّهِ لَأَكِيدَنَّ أَصۡنَٰمَكُم بَعۡدَ أَن تُوَلُّواْ مُدۡبِرِينَ﴿٥٧

57او په الله قسم چې ستاسو بتانو ته به څه تدبیر جوړوم، له هغه وروسته چې په څټ (چېرته) ولاړ شئ.

فَجَعَلَهُمۡ جُذَٰذًا إِلَّا كَبِيرٗا لَّهُمۡ لَعَلَّهُمۡ إِلَيۡهِ يَرۡجِعُونَ﴿٥٨

58نو هغه (بتان) يې د لوى (بت) نه پرته (ټول) ټوټه ټوټه كړل، چې ښايې بيا دوى هغه (لوى) ته ورشي.

قَالُواْ مَن فَعَلَ هَٰذَا بِـَٔالِهَتِنَآ إِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ﴿٥٩

59(كله چې راغلل) ویې ویل: زموږ په معبودانو دا (كار) چا كړى؟ بې شكه هغه له ظالمانو څخه دى.

قَالُواْ سَمِعۡنَا فَتٗى يَذۡكُرُهُمۡ يُقَالُ لَهُۥٓ إِبۡرَٰهِيمُ﴿٦٠

60(څه خلكو) وويل: موږ له يو زلمي چې ابراهيم يې بولي، اورېدلي چې هغوى به يې يادول.

قَالُواْ فَأۡتُواْ بِهِۦ عَلَىٰٓ أَعۡيُنِ ٱلنَّاسِ لَعَلَّهُمۡ يَشۡهَدُونَ﴿٦١

61هغوى وويل: نو د خلكو د سترګو وړاندې يې راولئ، چې هغوى وګوري.

قَالُوٓاْ ءَأَنتَ فَعَلۡتَ هَٰذَا بِـَٔالِهَتِنَا يَٰٓإِبۡرَٰهِيمُ﴿٦٢

62بيا يې ورته وويل: آيا زموږ په معبودانو دا كار تا كړى ای ابراهيمه!

قَالَ بَلۡ فَعَلَهُۥ كَبِيرُهُمۡ هَٰذَا فَسۡـَٔلُوهُمۡ إِن كَانُواْ يَنطِقُونَ﴿٦٣

63(ابراهیم -علیه السلام-) وویل: بلكې دغه لوى يې كړي دي، نو هغوی وپوښتئ كه خبرې كوي.

فَرَجَعُوٓاْ إِلَىٰٓ أَنفُسِهِمۡ فَقَالُوٓاْ إِنَّكُمۡ أَنتُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ﴿٦٤

64نو بيا هغوى پر خپلو ځانو ورتاو شول، سره ويې ويل: يقيناً همدا تاسو ظالمان ياست.

ثُمَّ نُكِسُواْ عَلَىٰ رُءُوسِهِمۡ لَقَدۡ عَلِمۡتَ مَا هَٰٓؤُلَآءِ يَنطِقُونَ﴿٦٥

65بيا په خپلو سرو نسكور كړى شول ویې ویل: ته خو ښه پوهېږې چې دوى نه غږيږي.

قَالَ أَفَتَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكُمۡ شَيۡـٔٗا وَلَا يَضُرُّكُمۡ﴿٦٦

66(ابراهيم -علیه السلام-) وويل: نو آيا الله نه پرته هغه څه لمانځئ چې نه د څه شي ګټه در رسولاى شي او نه تاوان؟

أُفّٖ لَّكُمۡ وَلِمَا تَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِۚ أَفَلَا تَعۡقِلُونَ﴿٦٧

67افسوس (او هلاکت دی) تاسو لره، او هغه څه لره چې له الله پرته يې لمانځئ، آيا نو تاسو عقل نه كاروئ.

قَالُواْ حَرِّقُوهُ وَٱنصُرُوٓاْ ءَالِهَتَكُمۡ إِن كُنتُمۡ فَٰعِلِينَ﴿٦٨

68هغوى وويل: ويې سوځوئ او د خپلو معبودانو مرسته وكړئ، كه چېرې د څه (کار) كوونكي ياست.

قُلۡنَا يَٰنَارُ كُونِي بَرۡدٗا وَسَلَٰمًا عَلَىٰٓ إِبۡرَٰهِيمَ﴿٦٩

69موږ وويل: ای اوره! په ابراهيم -علیه السلام- باندې سوړ او سلامت شه.

وَأَرَادُواْ بِهِۦ كَيۡدٗا فَجَعَلۡنَٰهُمُ ٱلۡأَخۡسَرِينَ﴿٧٠

70او هغوى په (ابراهيم -علیه السلام-) باندې څه چل كول غوښتل خو موږ دوى په خپله سخت تاواني كړل.

وَنَجَّيۡنَٰهُ وَلُوطًا إِلَى ٱلۡأَرۡضِ ٱلَّتِي بَٰرَكۡنَا فِيهَا لِلۡعَٰلَمِينَ﴿٧١

71او موږ هغه (ابراهيم) او لوط (عليهما السلام) هغې سيمې لور ته وژغورل چې په هغې كې مو د نړيوالو لپاره بركتونه اچولي دي.

وَوَهَبۡنَا لَهُۥٓ إِسۡحَٰقَ وَيَعۡقُوبَ نَافِلَةٗۖ وَكُلّٗا جَعَلۡنَا صَٰلِحِينَ﴿٧٢

72او هغه ته مو اسحاق وركړ او يعقوب په هغه سربېره، او دوی ټول مو نېكان ګرځولي وو.

وَجَعَلۡنَٰهُمۡ أَئِمَّةٗ يَهۡدُونَ بِأَمۡرِنَا وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡهِمۡ فِعۡلَ ٱلۡخَيۡرَٰتِ وَإِقَامَ ٱلصَّلَوٰةِ وَإِيتَآءَ ٱلزَّكَوٰةِۖ وَكَانُواْ لَنَا عَٰبِدِينَ﴿٧٣

73او هغوی مو داسې امامان وګرځول چې زموږ په امر سره يې لارښوونه كوله، او د ښو چارو او لمانځه ترسره كولو او زكات وركولو وحى مو ورته وكړه، او هغوى (خاص) زموږ لمانځونكي وو.

وَلُوطًا ءَاتَيۡنَٰهُ حُكۡمٗا وَعِلۡمٗا وَنَجَّيۡنَٰهُ مِنَ ٱلۡقَرۡيَةِ ٱلَّتِي كَانَت تَّعۡمَلُ ٱلۡخَبَٰٓئِثَۚ إِنَّهُمۡ كَانُواْ قَوۡمَ سَوۡءٖ فَٰسِقِينَ﴿٧٤

74او لوط -علیه السلام- ته مو (هم) حكم (نبوت) او پوهه وركړې وه، او له هغه كلي مو وژغولو چې بدكاري يې كوله، رښتيا چې هغوى يو ناوړه فاسق قوم و.

وَأَدۡخَلۡنَٰهُ فِي رَحۡمَتِنَآۖ إِنَّهُۥ مِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ﴿٧٥

75او هغه (لوط) مو په خپل رحمت كې داخل كړ، يقيناً هغه له نېكانو څخه و.

وَنُوحًا إِذۡ نَادَىٰ مِن قَبۡلُ فَٱسۡتَجَبۡنَا لَهُۥ فَنَجَّيۡنَٰهُ وَأَهۡلَهُۥ مِنَ ٱلۡكَرۡبِ ٱلۡعَظِيمِ﴿٧٦

76او نوح -عليه السلام- (ياد كړه) چې لا مخكې يې غږ (راته) كړى و، نو موږ يې دعا قبوله كړه، او دی او د ده كورنۍ مو له لوى كړاو څخه وژغورل.

وَنَصَرۡنَٰهُ مِنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِنَآۚ إِنَّهُمۡ كَانُواْ قَوۡمَ سَوۡءٖ فَأَغۡرَقۡنَٰهُمۡ أَجۡمَعِينَ﴿٧٧

77او موږ د هغه قوم په مقابل كې د ده مرسته وكړه چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي وو، بې شكه هغوى ناوړه خلک وو نو ټول مو غرق كړل.

وَدَاوُۥدَ وَسُلَيۡمَٰنَ إِذۡ يَحۡكُمَانِ فِي ٱلۡحَرۡثِ إِذۡ نَفَشَتۡ فِيهِ غَنَمُ ٱلۡقَوۡمِ وَكُنَّا لِحُكۡمِهِمۡ شَٰهِدِينَ﴿٧٨

78او داود او سليمان -علیهما السلام- (درياد كړه) چې كله يې د يو كښت په هكله فيصله كوله، كوم کې چې د يو قوم پسونه د شپې ګډ شوي وو، او موږ د هغوى فيصلې ته حاضر و.

فَفَهَّمۡنَٰهَا سُلَيۡمَٰنَۚ وَكُلًّا ءَاتَيۡنَا حُكۡمٗا وَعِلۡمٗاۚ وَسَخَّرۡنَا مَعَ دَاوُۥدَ ٱلۡجِبَالَ يُسَبِّحۡنَ وَٱلطَّيۡرَۚ وَكُنَّا فَٰعِلِينَ﴿٧٩

79نو په هغې مو سليمان -علیه السلام- وپوهوه، او دوى هر يوه ته مو حكم او پوهه وركړې وه، او له داود سره مو غرونه او مرغان هم تابع كړي و چې تسبيح به يې ويله، او موږ د دې كاركوونكي و.

وَعَلَّمۡنَٰهُ صَنۡعَةَ لَبُوسٖ لَّكُمۡ لِتُحۡصِنَكُم مِّنۢ بَأۡسِكُمۡۖ فَهَلۡ أَنتُمۡ شَٰكِرُونَ﴿٨٠

80او هغه ته مو ستاسي لپاره د زغرو جوړول ورزده كړي و چې تاسو له خپله جنګه وساتي، نو آيا تاسو شكر وېستونكي ياست؟

وَلِسُلَيۡمَٰنَ ٱلرِّيحَ عَاصِفَةٗ تَجۡرِي بِأَمۡرِهِۦٓ إِلَى ٱلۡأَرۡضِ ٱلَّتِي بَٰرَكۡنَا فِيهَاۚ وَكُنَّا بِكُلِّ شَيۡءٍ عَٰلِمِينَ﴿٨١

81او سليمان -علیه السلام- ته مو توند باد تابع كړى و چې د ده په امر به هغې زمكې ته روان و چې بركت مو پكې ايښى و او موږ په هر څه پوه يو.

وَمِنَ ٱلشَّيَٰطِينِ مَن يَغُوصُونَ لَهُۥ وَيَعۡمَلُونَ عَمَلٗا دُونَ ذَٰلِكَۖ وَكُنَّا لَهُمۡ حَٰفِظِينَ﴿٨٢

82او له شيطانانو مو ځينې داسې ورته تابع كړي وو چې د هغه لپاره يې (په سیندونو کې) غوټې وهلې او له دې پرته يې نور كارونه هم كول او موږ د هغوى ساتونكي وو.

۞ وَأَيُّوبَ إِذۡ نَادَىٰ رَبَّهُۥٓ أَنِّي مَسَّنِيَ ٱلضُّرُّ وَأَنتَ أَرۡحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ﴿٨٣

83او ايوب -علیه السلام- (در ياد كړه) كله چې یې خپل رب ته غږ وكړ چې ماته مرض رارسېدلى، او ته خو له هر چا ډېر مهربان يې.

فَٱسۡتَجَبۡنَا لَهُۥ فَكَشَفۡنَا مَا بِهِۦ مِن ضُرّٖۖ وَءَاتَيۡنَٰهُ أَهۡلَهُۥ وَمِثۡلَهُم مَّعَهُمۡ رَحۡمَةٗ مِّنۡ عِندِنَا وَذِكۡرَىٰ لِلۡعَٰبِدِينَ﴿٨٤

84نو د هغه دعا مو قبوله كړه او تكليف مو ترې لرې كړ، او د ده خپله كورنۍ مو هم وركړه او هماغومره نور هم ورسره، (دا) زموږ له لوري يو رحمت و او د عبادت كوونكو لپاره يو نصيحت.

وَإِسۡمَٰعِيلَ وَإِدۡرِيسَ وَذَا ٱلۡكِفۡلِۖ كُلّٞ مِّنَ ٱلصَّٰبِرِينَ﴿٨٥

85او اسماعيل، ادريس او ذوالكفل، دوی ټول له صابرانو څخه وو.

وَأَدۡخَلۡنَٰهُمۡ فِي رَحۡمَتِنَآۖ إِنَّهُم مِّنَ ٱلصَّٰلِحِينَ﴿٨٦

86هغوى مو په خپل رحمت كې داخل كړي وو، يقيناً هغوى له نېكانو څخه وو.

وَذَا ٱلنُّونِ إِذ ذَّهَبَ مُغَٰضِبٗا فَظَنَّ أَن لَّن نَّقۡدِرَ عَلَيۡهِ فَنَادَىٰ فِي ٱلظُّلُمَٰتِ أَن لَّآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنتَ سُبۡحَٰنَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ﴿٨٧

87او كب والا (درياد كړه) كله چې په غوسه ولاړ (له خپل قومه) نو ده ګومان كړى و چې موږ به څه تنګون نه پرې راولو، نو په تيارو كې يې نارې كړې چې: (له تا پرته بل معبود نشته، تا لره پاكي ده، زه په خپله له ظالمانو څخه وم).

فَٱسۡتَجَبۡنَا لَهُۥ وَنَجَّيۡنَٰهُ مِنَ ٱلۡغَمِّۚ وَكَذَٰلِكَ نُـۨجِي ٱلۡمُؤۡمِنِينَ﴿٨٨

88نو موږ يې دعا قبوله كړه، او له غمه مو خلاص كړ او موږ مومنان همدغسې ژغورو.

وَزَكَرِيَّآ إِذۡ نَادَىٰ رَبَّهُۥ رَبِّ لَا تَذَرۡنِي فَرۡدٗا وَأَنتَ خَيۡرُ ٱلۡوَٰرِثِينَ﴿٨٩

89او زكريا (در ياد كړه) كله چې یې خپل رب ته غږ وکړ: زما ربه ما يوازې مه پرېږده او ته ډېر غوره وارث يې.

فَٱسۡتَجَبۡنَا لَهُۥ وَوَهَبۡنَا لَهُۥ يَحۡيَىٰ وَأَصۡلَحۡنَا لَهُۥ زَوۡجَهُۥٓۚ إِنَّهُمۡ كَانُواْ يُسَٰرِعُونَ فِي ٱلۡخَيۡرَٰتِ وَيَدۡعُونَنَا رَغَبٗا وَرَهَبٗاۖ وَكَانُواْ لَنَا خَٰشِعِينَ﴿٩٠

90نو موږ يې سوال قبول كړ، يحيىٰ مو وركړ او د هغه مېرمن مو ورته (له شنډوالي) روغه كړه، بې شكه هغوى (ټولو) په نېكيو كې بيړه كوله او موږ يې (د ثواب) په مينه او (له عذاب نه) په وېره وربللو، او خاص موږ ته غاړه اېښودونكي وو.

وَٱلَّتِيٓ أَحۡصَنَتۡ فَرۡجَهَا فَنَفَخۡنَا فِيهَا مِن رُّوحِنَا وَجَعَلۡنَٰهَا وَٱبۡنَهَآ ءَايَةٗ لِّلۡعَٰلَمِينَ﴿٩١

91او هغې (جينۍ) چې د خپل فرج (مخصوصه اندام) ساتنه يې كړې وه، نو موږ له خپل روح نه پكې پو كړل او دا او زوى يې موږ د ټولو خلكو لپاره نښانه وګرځول.

إِنَّ هَٰذِهِۦٓ أُمَّتُكُمۡ أُمَّةٗ وَٰحِدَةٗ وَأَنَا۠ رَبُّكُمۡ فَٱعۡبُدُونِ﴿٩٢

92بې شكه دغه ستاسو امت دى، یوازې يو امت، او زه ستاسو رب يم نو ما ولمانځئ.

وَتَقَطَّعُوٓاْ أَمۡرَهُم بَيۡنَهُمۡۖ كُلٌّ إِلَيۡنَا رَٰجِعُونَ﴿٩٣

93او هغوى خپل (د دين) كار سره ټوټې ټوټې كړ، ټول زموږ خوا ته راستنېدونكي دي.

فَمَن يَعۡمَلۡ مِنَ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَهُوَ مُؤۡمِنٞ فَلَا كُفۡرَانَ لِسَعۡيِهِۦ وَإِنَّا لَهُۥ كَٰتِبُونَ﴿٩٤

94نو څوک چې له ښو كارونو څه وكړي، په داسى حال كې چې هغه مومن وي نو د هغه د هلو ځلو بې قدري به ونه شي او موږ هغه لره ليكونكي يو.

وَحَرَٰمٌ عَلَىٰ قَرۡيَةٍ أَهۡلَكۡنَٰهَآ أَنَّهُمۡ لَا يَرۡجِعُونَ﴿٩٥

95او يو كلى چې موږ هلاک كړى وي، دا پرې حرامه ده چې بېرته دې راوګرځي.

حَتَّىٰٓ إِذَا فُتِحَتۡ يَأۡجُوجُ وَمَأۡجُوجُ وَهُم مِّن كُلِّ حَدَبٖ يَنسِلُونَ﴿٩٦

96تر هغه پورې چې یأجوج او مأجوج را پرانيستل شي او له هرې لوړې په منډه منډه راكوزيږي.

وَٱقۡتَرَبَ ٱلۡوَعۡدُ ٱلۡحَقُّ فَإِذَا هِيَ شَٰخِصَةٌ أَبۡصَٰرُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ يَٰوَيۡلَنَا قَدۡ كُنَّا فِي غَفۡلَةٖ مِّنۡ هَٰذَا بَلۡ كُنَّا ظَٰلِمِينَ﴿٩٧

97او رښتينې وعده رانږدې شوه، نو يو دم به د هغو كسانو سترګې بوټې بوټې راووځي چې كافران شوي وو، (وايي به) چې هاى زموږ بده بخته! موږ خو له دې نه په غفلت كې و، بلکې موږ ظالمان وو.

إِنَّكُمۡ وَمَا تَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنتُمۡ لَهَا وَٰرِدُونَ﴿٩٨

98يقيناً تاسو او هغه چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ، د جهنم خشاك ياست، تاسو هماغلته ورننوتونكي ياست.

لَوۡ كَانَ هَٰٓؤُلَآءِ ءَالِهَةٗ مَّا وَرَدُوهَاۖ وَكُلّٞ فِيهَا خَٰلِدُونَ﴿٩٩

99دوى كه (رښتیني) معبودان وى، هلته (جهنم ته) به نه وو ورننوتلي، او دا ټول به تل پكې پراته وي.

لَهُمۡ فِيهَا زَفِيرٞ وَهُمۡ فِيهَا لَا يَسۡمَعُونَ﴿١٠٠

100هلته به د دوى چغې سورې وي او هېڅ به پكى نه اوري.

إِنَّ ٱلَّذِينَ سَبَقَتۡ لَهُم مِّنَّا ٱلۡحُسۡنَىٰٓ أُوْلَٰٓئِكَ عَنۡهَا مُبۡعَدُونَ﴿١٠١

101خو هغه كسان چې د هغوى لپاره زموږ له خوا نېكي (جنت) مخكې (ليكل) شوې ده، نو دوې به له هغه نه لرې كړى شوي وي.

لَا يَسۡمَعُونَ حَسِيسَهَاۖ وَهُمۡ فِي مَا ٱشۡتَهَتۡ أَنفُسُهُمۡ خَٰلِدُونَ﴿١٠٢

102دوى به يې كشار هم نه اوري، او په هغو شيانو كې به تل تر تله اوسېدونكي وي چې زړونه يې غواړي.

لَا يَحۡزُنُهُمُ ٱلۡفَزَعُ ٱلۡأَكۡبَرُ وَتَتَلَقَّىٰهُمُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ هَٰذَا يَوۡمُكُمُ ٱلَّذِي كُنتُمۡ تُوعَدُونَ﴿١٠٣

103ها د سترې وارخطايي وخت به يې هم نه غمجن كوي او ملايكان به ورسره مخامخ كيږي (وايي به) دا ستاسو هماغه ورځ ده چې وعده يې درسره كېدله.

يَوۡمَ نَطۡوِي ٱلسَّمَآءَ كَطَيِّ ٱلسِّجِلِّ لِلۡكُتُبِۚ كَمَا بَدَأۡنَآ أَوَّلَ خَلۡقٖ نُّعِيدُهُۥۚ وَعۡدًا عَلَيۡنَآۚ إِنَّا كُنَّا فَٰعِلِينَ﴿١٠٤

104هغه ورځ چې موږ آسمان داسې راونغاړو لكه د ليكل شويو پاڼو نغښتل، څنګه چې ړومبى ځل پيدايښت مو پيل كړى و، هماغسې به يې بيا راګرځوو، دا په موږ وعده ده موږ خامخا د دې كار كوونكي يو.

وَلَقَدۡ كَتَبۡنَا فِي ٱلزَّبُورِ مِنۢ بَعۡدِ ٱلذِّكۡرِ أَنَّ ٱلۡأَرۡضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ ٱلصَّٰلِحُونَ﴿١٠٥

105او موږ له ذکر (لوح محفوظ) نه وروسته په زبور كې ليكلي و چې دا زمكه به زموږ نېکان بندګان په ميراث وړي.

إِنَّ فِي هَٰذَا لَبَلَٰغٗا لِّقَوۡمٍ عَٰبِدِينَ﴿١٠٦

106يقيناً په دې كې د عبادت كوونكو خلكو لپاره پوره خبرتيا ده.

وَمَآ أَرۡسَلۡنَٰكَ إِلَّا رَحۡمَةٗ لِّلۡعَٰلَمِينَ﴿١٠٧

107او نه یې لېږلی مونږ ته؛ مګر رحمت د ټولو خلکو لپاره.

قُلۡ إِنَّمَا يُوحَىٰٓ إِلَيَّ أَنَّمَآ إِلَٰهُكُمۡ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞۖ فَهَلۡ أَنتُم مُّسۡلِمُونَ﴿١٠٨

108ورته ووايه: بې شکه ماته وحي كېږي چې ستاسو معبود یوازې هماغه يو معبود دى، نو آيا تاسو غاړه اېښودونكي ياست؟

فَإِن تَوَلَّوۡاْ فَقُلۡ ءَاذَنتُكُمۡ عَلَىٰ سَوَآءٖۖ وَإِنۡ أَدۡرِيٓ أَقَرِيبٌ أَم بَعِيدٞ مَّا تُوعَدُونَ﴿١٠٩

109نو كه مخ يې وګرځولو، بيا ورته ووايه چې ما خو ټول يو برابر خبر كړئ، او زه نه پوهېږم، د كوم شي چې تاسو سره وعده كيږي هغه نږدې دى كه لرې.

إِنَّهُۥ يَعۡلَمُ ٱلۡجَهۡرَ مِنَ ٱلۡقَوۡلِ وَيَعۡلَمُ مَا تَكۡتُمُونَ﴿١١٠

110هغه (الله) په جهر خبره هم پوهيږي او په هغه هم چې تاسو يې پټوئ.

وَإِنۡ أَدۡرِي لَعَلَّهُۥ فِتۡنَةٞ لَّكُمۡ وَمَتَٰعٌ إِلَىٰ حِينٖ﴿١١١

111او زه نه پوهېږم ښايي دا (ځنډېدل) ستاسو لپاره ازميښت او تر يوى نېټې پورې د ګټې اخيستلو يوه موقع وي.

قَٰلَ رَبِّ ٱحۡكُم بِٱلۡحَقِّۗ وَرَبُّنَا ٱلرَّحۡمَٰنُ ٱلۡمُسۡتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ﴿١١٢

112(رسول) وويل: زما ربه! په حقه فيصله وكړه! او زموږ رب ډېر مهربان دی، او مرسته ترې غوښتی شي، په هغو خبرو كې چې تاسو يې بيانوئ.

RELATED SURAHS