الحج
The Pilgrimage • 78 ayahs • Medinan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1ای خلکو! له خپل ربه ووېرېږئ، بې شکه د قیامت زلزله یو ډېر لوی (هېبتناک) شی دی.
2په کومه ورځ چې تاسي ووینئ دا زلزله نو غافله به شي هره شېدې ورکوونکي میرمن له هغه بچي څخه چې شیدې ورکوي، او وبه غورځوي هر حمل والا خپل حمل لره، او ته به وېني خلکو لره نشیان؛ حال دا دی چې دوی به نشه نه وي خو د الله عذاب سخت دی.
3او ځینې له خلکو څخه هغه دي چې جګړه کوي د الله (د توحېد) په باره کې پرته له کوم دلیل نه او تابعداري کوي د هر شیطان سرکش.
4مقرر کړی شوی په باره د شیطان کې چې څوک د هغه سره ملګرتیا کوي نو یقېنا هغه یې بې لارې کوي او ښوونه ورته کوي عذاب د اور طرف ته.
5ای خلكو! كه د بيا ژوندون په هكله په څه شک كې ياست، نو (خبر شئ) موږ تاسو له خاورې پيدا كړي ياست، بيا له نطفې، بيا د وينې له ټوټې، بيا د غوښې له بوټۍ نه چې پوره شكل لرونكې هم وي او نيمګړي شكل والا هم، دې لپاره چې تاسو ته (حقيقت) بيان كړو، او هره نطفه چې موږ يې وغواړو، تر يوې معلومې نېټې يې په رحمونو كې تم كوو، بيا مو د ماشوم په بڼه راوباسو، بيا (مو روزنه كوو) تر څو چې خپلې ځوانۍ ته ورسېږئ، او ځينې له تاسو نه (زر) وفات كېدلى شي، او ځينې مو تر ناكاره عمر ځنډېدلى شي (آن) چې له پوهېدو وروسته بيا په هېڅ نه پوهيږي، او ته خو ځمكه وينې چې وچه شاړه ده، بيا چې كله اوبه ورباندې راتويې كړو نو وخوځيږي، را ډډه شي او له هر ډول تاندو شنېليو نه راوټوكوي.
6دا (بیان) دلېل دی په دې خبره چې یقېنا الله تعالی حق دی او یقېنا الله تعالی هغه ذات دی چې ژوندي کوي مړي او یقېنا الله تعالی په هر څه باندې قدرت لرونکی دی.
7او بې شکه قیامت راتلونکی دی، نشته هېڅ شک په دې کې، او بې شکه الله تعالی به راپورته کوي هغه څوک چې په قبرونو کې دي.
8او ځینې له خلکو څخه هغه دي چې جګړه کوي د الله (د توحېد) په باره کې پرته د څه پوهې نه او پرته له هدایت نه او پرته د کتاب رڼا کوونکي نه.
9اړوونکي وي دی خپلې ډډې (څټ) لره د دې لپاره چې ګمراه کړي خلک د الله تعالی له لارې نه، شته ده لره په دنیا کې رسوایي او وروبه څکو موږ ده لره په ورځ د قیامت کې عذاب (د اور) سوځوونکي.
10(وېل کېږي به دې ته) دا عذاب په سبب د هغو عملونو دی چې مخکې لېږلي لاسونو ستا او بې شکه الله تعالی نه دی هېڅ ظلم کوونکی په خپلو بندګانو.
11او ځینې له خلکو هغه څوک دي چې بندګي کوي د الله تعالی په څنګ (شک) باندې، نو که ورسېږي دوې ته څه فاېدې د دنیا نو کلک شي (د هغه په وجه)، او که ورته څه ورسېږي مصېبت نو بېرته په خپل مخ وګرځي، (نو) تاواني شو په دنیا او آخرت کې، بې شکه دا ډېر ښکاره تاوان دی.
12رابلي د الله تعالی نه پرته هغه څوک چې نه ده لره څه تکلېف ورکولی شي او نه ورته څه ګټه ورکولی شي، همدا ده ډیره لرې ګمراهي (له حق نه).
13رابلي دی هغه څوک چې خامخا د هغه ضرر زر رارسېدونکي وي د هغه د فاېدې او ګټې نه، خامخا بد دوست دی هغه او بد ملګری دی.
14بې شکه الله تعالی ننباسي هغه کسان چې ایمان يې راوړی او نېک عملونه کړي يې دي جنتونو ته چې بهېږې به لاندې (د ماڼیو) د هغه ویالې، بې شکه الله تعالی کوي هر هغه څه چې ویې غواړي.
15څوك که ګومان كوي چې الله به په دنيا او آخرت كې د هغه (پيغمبر) سره څه مرسته ونكړي، هغه ته په كار ده چې د يوې رسۍ په وسيله تر اسمانه ځان ورسوي، بيا دې غوڅه كړي، بيا دې وګوري چې آيا د هغه تدبير د يو داسې شي مخنيوى كولاى شي چې هغه یې بد ګڼي؟
16او همدغه شان موږ هغه په څرګندو آيتونو سره نازل كړ او دا چې الله چاته وغواړي لاره ورښيي.
17يقيناً هغوى چې ايمان راوړي او هغه چې يهوديان شوي او صابيان، نصرانيان، مجوسيان او هغه چې مشركان شوي، الله به د دې ټولو ترمنځ د قيامت په ورځ فيصله كوي، بې شکه الله په هر څه ښه (عالم) شاهد دى.
18آيا ته نه وينې چې الله ته سجده كوي څوک چې آسمانونو كې دي او څوک چې ځمكه كې دي او لمر، سپوږمۍ، ستوري، غرونه، ونې، څاروي او زياتره انسانان او ډېر داسې دي چې د عذاب وړ ګرځېدلي او هغه څوک چې الله يې سپک كړي نو بيا هغه ته څوک عزت وركوونكى نشته، الله چې څه غواړي هماغه كوي.
19دا دوه ډلې مدعيان دي چې د خپل رب په هكله يې سره جګړه ده، نو كوم چې كافر شوي هغوی لپاره د اور څخه جامې پرې شوي، د سرونو دپاسه به يې خوټېدلې اوبه وراچولى شي.
20چې په هغو سره به يې هغه څه هم ویلي (خوړين) شي چې په خېټو كې يې دي او پوستكي هم.
21او هغوي لپاره به د اوسپنې ګوزرونه (څټکونه) وي.
22كله چې له ډېره غمه له هغه نه وتل غواړي نو بېرته پكې ورګرځول كيږي او (ورته ويلى شي چې) د سوځونكي اور خوند وڅكئ.
23يقيناً الله هغه كسان چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي داسې جنتونو ته ورننباسي چې لاندې يې ترې ويالې بهيږي، هلته به دوى د سرو زرو او ملغرو په بنګړو سينګار كړى شي، او جامې به يې پكې ورېښمينې وي.
24او هغوى ته د سپېڅلې خبرې لارښوونه شوې وه او د ستايل شوي (الله) لارې ته ور سم كړى شوي وو.
25بې شكه كوم كسان چې كافر شوي او د الله له لارې او هغه مسجد حرام نه ايسارول كوي چې موږ هغه د (ټولو) خلكو (د عبادت ځاى) ګرځولى، هغه چې په هغه كې اوسېدونكي او له بهره راتلونكى يو برابر دي، او څوک چې په هغه كې په ظلم سره بې لاريتوب وغواړي، هغه ته به دردناک عذاب وروڅكو.
26او كله چې موږ ابراهيم ته د بيت الله ځاى وټاكلو چې له ما سره هېڅ شى مه شريكوه، او زما كور طواف كوونكو، قيام كوونكو، ركوع او سجده كوونكو لپاره پاک كړه.
27او په خلكو كې د حج اعلان (غږ) وكړه چې له هرې لرې لارې نه پلي او په هر (ډول) ډنګر اوښ سپاره درته راشي.
28تر څو هغوى خپلو ګټو ته راحاضر شي او په څو ټاكلو ورځو كې پر هغو څارويو د الله نوم ياد كړي چې ور روزي كړي يې دي، نو له هغو نه تاسو هم وخورئ او په تنګلاسي فقير يې هم وخورئ.
29بيا دې هغوى خپلې خيرې ايسته كړي، خپل نذرونه دې پوره كړي او د دې لرغوني كور طواف دې وكړي.
30دا وشوه، او هر څوک چې د الله د حكمونو درناوى وكړي نو د الله پر وړاندې دا د هغه لپاره غوره ده، او ستاسي لپاره څاروي حلال ګرځول شوي، پرته له هغو چې (حرمت يې) پر تاسو لوستل كيږي، نو د بتانو له پليتۍ څخه ځان وساتئ او له دروغ خبرې څخه ډډه وكړئ.
31خاص الله لره غاړه اېښودونكي شئ، چې هغه سره شرک كوونكي نه ياست، او هر څوک چې الله سره شريک ونيسي نو هغه لكه چې له آسمانه راوغورځېدو، چې يا به يې مرغان وتښتوي، يا به يې باد چېرته لرې ژور ځاى كې وغورځوي.
32همداسې ده، او څوک چې د الله (د دين) د نښانو درناوى كوي نو دا د زړونو له تقوى ده.
33تاسو لره تر يوې ټاكلې نېټې په هغو كې ګټې شته، بيا يې د حلالولو ځاى هماغه لرغوني كور سره دى.
34او هر امت لپاره موږ يوه قرباني (يا د عبادت يوه طريقه) ټاكلې ده تر څو په هغو څارويو باندې د الله نوم واخلي چې ور په برخه كړي يې دي، نو ستاسو معبود هماغه يو معبود (الله) دى، نو هماغه ته غاړه كېږدئ او عاجزي كوونكو ته زېرى وركړه.
35هغوى چې كله د الله نوم ورته ياد شي، زړونه يې ولړزيږي او هغوى چې صبر كوونكي دي په هغو (كړاوونو) چې ورته رسېدلي وي او چې لمونځ ترسره كوونكي دي او له هغه څه نه چې موږ ور روزي كړي، لګښت كوي.
36او (د قربانۍ) اوښان مو ستاسو لپاره د الله (د دين) له نښانو څخه ګرځولي، تاسو ته په هغو كې ښېګڼه ده، نو په داسې حال كې د الله نوم ورباندې واخلئ چې هغه ولاړ وي، بيا چې كله يې اړخونه (پر ځمكه) پرېوتل نو تاسو هم ترې وخورئ، او په (هر) قناعت لرونکي او بې قناعته (فقير) يې هم وخورئ، همدغه شان مو هغه (څاروي) درته تابع كړي دي تر څو تاسو شكر وباسئ.
37هېڅکله یې هم نه غوښې الله ته رسيږي او نه وينې، هغه ته خو (يوازې) ستاسو تقوا رسيږي، همداسې يې درته تابع كړي، تر څو په هماغه شان د هغه (الله) درناوى وكړئ چې درښوولي يې دي، او نېک عملو ته زېرى وركړه.
38يقيناً الله له هغو خلكو ملاتړ كوي چې ايمان يې راوړى، رښتيا چې الله هېڅ خيانت ګر او ناشكره نه خوښوي.
39هغو خلكو ته اجازه وركړل شوه چې جګړه ورسره كيږي، ځكه چې دوى سره ظلم شوى او يقيناً الله يې په مرسته كولو قدرت لرونکی دى.
40هغوى چې په ناحقه له خپلو كورونو واېستل شول، يوازې په دې خبره چې دوى وايي: (زموږ رب الله دى) او كه الله خلک يو د بل په وسيله نه ايسارولى نو خامخا به نړول شوې وې خانقاګانې (د راهبانو)، كليساوې (د عیسویانو)، صلوات (د یهودو عبادت ځايونه) او جوماتونه (د مسلمانانو) چې په هغو كې د الله نوم ډېر ياديږي او الله به خامخا له هغه چا سره مرسته كوي چې د هغه مرسته كوي، بې شكه الله زورور او برلاسى دى.
41دوى هغه خلک دي چې كه موږ په ځمكه كې قدرت وركړو، لمونځ ودروی (ترسره كوي)، زكات وركوي، د نېكۍ امر كوي او له بديو نه ايسارول كوي، او د ټولو چارو خاتمه الله لره ده.
42او كه هغوى دې دروغجن ګڼي نو له دوى مخكې د نوح قوم، عاديانو او ثموديانو هم (خپل رسولان دروغجن) ګڼلي وو.
43او قوم د ابراهیم -علیه السلام- او قوم د لوط -علیه السلام-.
44او (همدارنګه) د مدين خلک، او موسىٰ -علیه السلام- هم دروغجن وګڼلى شو نو كافرانو ته مې مهلت وركړو او بيا مې راونيول نو (ګوره) زما عذاب څنګه و؟
45نو څومره كلي دي چې هغه موږ تباه كړي دي په داسې حال كې چې هغوى ظالمان وو نو (اوس) هغه په خپلو چتونو پراته دي او څومره كوهيان شاړ او څومره دنګې ماڼۍ كنډواله شوې دي؟
46اّيا نو دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي چې بيا يې زړونه داسې وي چې پوهېدلى ورباندې، يا غوږونه داسې چې اورېدلى يې ورباندې نو خبره دا ده چې سترګې نه ړنديږي، خو هغه زړونه ړنديږي چې په سينو كې دي.
47او هغوى د عذاب په راوستو كې بيړه درباندې كوي، حال دا چې الله به هېڅكله خپلې وعدې نه مخالفت ونه كړي او بې شكه چې ستا د رب په وړاندې يوه ورځ لكه زر كاله ده له هغو كلونو چې تاسو يې شمارئ.
48او څومره ډېر كلي دي چې ما هغو ته مهلت وركړ، چې ظالم وو، بيا مې راونيول او (خاص) زما لور ته راتله دي.
49ورته ووايه: ای خلكو! خبره دا ده چې زه تاسو لره څرګند وېروونكى يم.
50نو هغوى لره چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي بخښنه او عزتمنه روزي ده.
51او كوم خلک چې زموږ د آيتونو د كمزوري كولو هڅې كوي، همغوى دوزخیان دي.
52او له تانه مخكې مو هېڅ يو رسول او نبي له دې حالته پرته نه دى لېږلی چې كله به هغه لوستل كول نو شيطان به يې په لوستلو كې څه (خلل) وراچولو، نو الله هغه څه له منځه وړي چې شيطان يې پكې اچوي بيا الله خپل آيتونه محكموي، او الله ډېر پوه حكمت والا دى.
53دې لپاره (داسې كوي) چې كوم شى شيطان پكې غورځوي هغه د هغو خلكو لپاره فتنه وګرځوي چې په زړونو كې يې ناروغي ده او د هغو لپاره چې زړونه يې سخت دي او يقيناً دا ظالمان په دېر لرې مخالفت كې دي.
54او تر څو هغه خلک چې علم وركړى شوى، وپوهيږي چې دا حق دى ستا د رب له خوا، نو په هغه به ايمان راوړي او زړونه به يې ورته نرم شي، او بې شكه الله ايمان راوړونكو ته د سمې لارې ښوونكى دى.
55او هغه خلک چې كافران شوي، تل به د هغه له پلوه په شک كې وي تر دې چې ناڅاپه قيامت ورته راشي يا د شنډې ورځې عذاب.
56پاچايي به په هغه ورځ يوازې الله لره وي، هماغه به يې ترمنځ فيصله كوي، نو چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي هغوى به له نعمتونو ډكو جنتو كې وي.
57او هغوى چې كافر شوي او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي نو د دوى لپاره به سپكوونكى عذاب وي.
58او هغو كسانو چې د الله په لار كې هجرت كړى بيا وژل شوي يا مړه شوي دي نو الله به خامخا غوره روزي وركړي او بې شكه هماغه الله ډېر ښه روزي وركوونكى دى.
59خامخا به يې داسې ځاى ته ننباسي چې هغوى ورباندې خوښ شي او الله خامخا ډېر پوه زغم والا دى.
60دا (زیری یقېني دی)، او څوک چې بدل واخلي هماغسې لكه چې هغه سره شوي، بيا (نور) ظلم پرې وشي نو الله به يې خامخا مرسته وكړي، الله يقيناً ډېر تېرېدونكى بخښونكى دى.
61دا ځكه چې الله شپه په ورځ كې ورننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او دا چې الله بې شكه ښه اورېدونكى ليدونكى دى.
62دا په دې چې هماغه الله حق او څه چې هغوى يې الله نه پرته وربولي هغه باطل دي او يوازې الله اوچت (برلاسى) او لوى دى.
63آيا ته نه ګورې چې الله له آسمانه اوبه را وروي نو ځمكه تكه شنه شي بې شكه الله مهربان او ښه خبردار دى.
64په آسمانونو او ځمكه كې (ټول) شته هغه لره دي او بې شكه هماغه الله بى پروا او ستايل شوى دى.
65آيا ته نه وينې چې الله هغه څه درته تابع كړي چې په ځمكه كې دي او هغه بېړۍ (هم) چې د ده په امر سمندر كې چليږي او هماغه (الله) آسمان داسې ساتي چې د ده له حكمه پرته په ځمكه را ونه غورځيږي، بې شكه الله په خلكو ډېر نرمي كوونكى مهربان دى.
66او هماغه ذات دى چې تاسو يې ژوندي كړي ياست، بيا مو مړه كوي، وروسته مو بيا راژوندي كوي (خو) انسان خامخا ناشكره دى.
67موږ د هر امت لپاره د عبادت يوه لاره ټاكلې ده چې دوى ورباندې روان دي نو دوى دې په دې كار كې جګړه نه درسره كوي او ته د خپل رب لور ته بلنه كوه، يقيناً ته خو په سمه لار برابر يې.
68او كه هغوى جګړه درسره كوي نو ورته ووايه چې الله په هغه څه ښه پوه دى چې تاسو يې كوئ.
69الله به د قيامت په ورځ ستاسو ترمنځ هغه څه كې فيصله كوي چې تاسو پكى اختلاف كولو.
70آيا ته نه پوهيږې چې الله په هغه څه پوهيږي چې په آسمانونو او ځمكه كې دي، دا خامخا په يو كتاب كې دي، دا خو په الله ډېر آسانه دي.
71او هغوى الله نه پرته داسې څه لمانځي چې هغه يې په هكله څه سند نه دى نازل كړى او نه دوى څه علم پرې لري او ظالمانو لره څوک مرستيال نشته.
72او كله چې پر هغوى زموږ څرګند آيتونه لوستل كيږي نو ته د كافرانو په مخونو كې د انكار نښانې پېژنې، نږدې وي چې پر هغو كسانو ورټوپ كړي كوم چې زموږ آيتونه ورباندې لولي، ورته ووايه: تاسو ته له دې لا زيات بد شى دروښيم؟ اور دى! چې الله يې له كافرانو سره وعده كړې او ډېر بد استوګنځى دى.
73اى خلكو! يو مثال راوړل شوى نو غوږ ورته كيږدى، تاسو چې الله نه پرته څه رابلئ، كه ټول ورته را يو ځاى هم شي هېڅكله به يو مچ هم پيدا نكړى شي او (دا لا څه) كه يو مچ څه شى ترې وتښتوي، هغه هم نه شي ترې خلاصولى، هم (مرسته) غوښتونكى كمزورى دى او هم غوښتل شوى.
74دوى لكه چې ښايي هغه شان د الله قدر ونه پېژندو، الله يقيناً زورور او برلاسى دى.
75الله د ملايكو نه هم استازي ټاكي او له انسانانو هم، بې شكه الله ښه اورېدونكى ليدونكى دى.
76په هغه څه هم پوهيږي چې د هغوى د وړاندې دي او په هغه هم چې تر شايې دي، او یوازې الله ته ټولې چارې ورګرځول كيږي.
77ای مومنانو! ركوع او سجده وكړئ، خپل رب لمانځئ او د خير كارونه كوئ، دې لپاره چې بريالي شئ.
78او د الله په لار كې رښتینی جهاد وكړئ، هماغه تاسو (خپل كار ته) غوره كړي ياست، او په دين كې يې پر تاسو څه تنګون نه دى راوستى، د خپل پلار ابراهيم په دين اوسئ هماغه (الله) تاسو ړومبى هم مسلمانان ونومولى او په دې (قرآن) كې هم، دې لپاره چې رسول پر تاسو شاهد وي او تاسو پر خلكو شاهدان، نو لمونځ ودروئ، زكات وركوئ او (د) الله (په دین) ټینګ شئ، هماغه ستاسو مالک دى، غوره مالک او ښه مرستندوى.