الجاثية
The Kneeling • 37 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1حم [1]
2(دا كتاب) د برلاسي حكمت والا الله له لوري نازل شوى دى.
3په رېښتيا په آسمانو او ځمكه كې د مومنانو لپاره هرومرو (ډېرې) نښانې دي.
4او (همدارنګه) په خپله ستاسي پيدايښت او هغو ژويو (حیواناتو) كې چې خپروي يې ډېرې نښانې دي هغو خلكو ته چې باور كوي.
5او دغه شان په اختلاف د شپې او د ورځې كې او الله چې له آسمانه كومه روزي نازله كړې او بيا يې ځمكه پرې له مرګه (شاړېدو) وروسته را ژوندۍ كړې او په اړولو راړولو د بادونو كې د هغو خلكو لپاره ډېرې نښانې دي چې له عقله کار اخلي.
6دغه د الله آيتونه دي چې په رښتيني ډول يې درباندې لولو، خو هغوى به له الله او د هغه له آيتونو وروسته په كومه خبره ايمان راوړي؟
7تباهي ده هر درواغ جوړوونكي ګناهګار لره.
8د الله آيتونه اوري چې ورباندې لوستل كيږي خو بيا په لويي سره همغسې پرې ټينګيږي لكه چې له سره يې اورېدلي نه وي، نو د يو دردوونکي عذاب زېرى وركړه.
9او كله چې زموږ له آيتونو څخه په يو څه پوه شي نو ملنډې پرې وهي، د داسې خلكو لپاره سپكوونكى عذاب دى.
10د هغو تر شا جهنم دی او څه یې چې کړي دي هېڅ ګټه به ورنه رسوي او نه هغه (شريكان) چې له الله پرته يې دوستان نيولي وو او د هغوى لپاره ستر عذاب دى.
11دا (ټول) هدايت دى او كوم خلك چې د خپل رب پر آيتونو كافر شوي، هغوى لره دردوونکی (سخت) عذاب دى.
12الله همغه دى چې تاسو ته يې درياب د دې لپاره تابع كړى چې د هغه په حكم بېړۍ پكې وچليږي او تاسي د هغه فضل ولټوئ او د دې لپاره چې شكر وباسئ.
13او تاسىو ته يې په آسمانونو او ځمكه كې ټول شته له خپل لوري تابع كړي، بېشكه په دې كې د هغو خلكو لپاره (ډېرې) نښانې دي چې فكر كوي.
14مومنانو ته ووايه: هغو كسانو ته دې بخښنه كوي چې د الله د (سختو) ورځو هيله نه لري، تر څو (الله) همغو خلكو ته د خپلو لاسته راوړنو بدله وركړي.
15چا چې ښه عمل وكړ نو د خپل ځان لپاره يې وكړ او چا چې بدي وكړه نو (هم) پر هغه ده، بيا به (ټول) خپل رب ته ورګرځول كيږئ.
16او بېشكه موږ بني اسرائيلو ته كتاب، پوهه د دین او نبوت وركړى و، هغوى ته مو له پاكيزه شيانو روزي وركړې وه او پر نړيوالو مو غوره كړي وو.
17او هغوى ته مو د دين ښكاره دليلونه وركړي وو، خو بيا هغوى يوازې له هغه وروسته د خپل منځي ضد له امله سره مخالف شول چې علم ورته راغلو، يقيناً ستا رب به د قيامت په ورځ د هغوى تر منځ هغه څه ورفيصله كړي چې پكې يې اختلاف كولو.
18بيا مو ته د دين په (څرګنده) لار ودرولې نو د همغى پيروي كوه او د هغو خلكو هوسونو پسې مه ځه چې نه پوهيږي.
19هغوى به له تا نه د الله هيڅ شى ايسار نكړي او ظالمان په رېښتيا يو د بل ملګري دي او الله د متقيانو ملګرى دى.
20دا د (ټولو) خلكو لپاره د پوهې درسونه دي او څوك چې يقين كوي د هغو لپاره هدايت او رحمت دى.
21آيا چا چې بدۍ كړې دي هغوى دا ګومان كوي چې موږ به يې هغسې كړو لكه چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي؟ (او) د هغوى ژوند او مرګ به سره يو شان وي؟ بده پرېكړه كوي.
22او الله آسمانونه او ځمكه په حقه پيدا كړي دي او د دې لپاره هم چې هر كس ته د خپلو كړو وړو بدله وركړی شي او ظلم به نه پرې كيږي.
23آيا هغه كس دې ليدلى چې خپل هوسونه يې ځان ته معبود ګرځولي او له پوهې سره الله بې لارې كړ، پر غوږ او زړه يې ټاپه ور ووهله او په سترګو يې پرده ورواچوله؟ نو له الله وروسته به يې څوك لارښوونه وكړي؟ آيا تاسي څه پند نه اخلئ؟
24او هغوى (دا هم) وويل چې بل څه نشته همدا زموږ د دنيا ژوند دى چې مرو او ژوند كوو، او بل څه نه، يوازې همدا زمانه مو له منځه وړي! هغوى لره په دې خبره څه علم نشته، هغوى نور څه نه يوازې ګومان كوي.
25او كله چې زموږ څرګند آيتونه پرې لوستل كيږي نو بيا هغوى سره بل دليل نه وي پرته له دې چې وايى كه تاسي رښتيني ياست نو زموږ پلرونه راولئ!
26ورته ووايه: همغه الله مو ژوندي كوي، بيا مړه كوي بيا مو د قيامت ورځې ته ورټولوي چې (هيڅ) شك پكې نشته خو زياتره خلك نه پوهيږي.
27او الله لره د آسمانونو او ځمكې پاچايي ده او په كومه ورځ چې قيامت كيږي په همغه ورځ به دا باطل پرستان تاواني كيږي.
28او ته به وينې چې هر امت په زنګنو پروت دى، هر امت به خپل خپل كتاب ته راغوښتل كيږي، نن به د همغو عملونو بدله دركول کيږي چې کول مو.
29زموږ دا كتاب ستاسي په هكله رښتينې خبرې كوي، موږ بېشكه هغه څه ليكل چې تاسي به كول.
30نو هغه كسان چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي، د هغوى رب به يې خپل رحمت كې داخلوي، همدا څرګند برياليتوب دى.
31او هغه كسان چې كافران شوي (ورته وبه ويل شي) آيا زما آيتونه پر تاسي نه وو لوستل شوي؟ چې بيا تاسي لويي وكړه او تاسي خو وئ مجرمان خلك.
32او كله چې وويل شول: يقيناً د الله ژمنه رښتينې ده او په قيامت كې شک نشته نو تاسي وويل: نه پوهيږو قيامت څه دى؟ هسې يو ګومان كوو خو موږ باور كوونكي نه يو.
33او د هغو عملونو بدۍ به څرګندې شې چې هغوى به كول او په كوم شي يې چې ملنډې وهلې هغه به ترې راتاوشي.
34او وبه ويل شي: نن به تاسي همغسې هېر كړو لكه تاسي چې له خپلې دغې ورځې سره مخامخېدل هېر كړي وو، هستوګنځى مو اور دى او ستاسي لپاره به څوك مرستندويان نه وي.
35دا په دې چې تاسي د الله پر آيتونو ملنډې وهلې او د دنيا ژوند غولولي وئ، نو نن به هغوى نه ترې اېستل كيږي او نه به يې عذر منل کيږي.
36نو الله لره ستاينه ده، د آسمانونو او ځمكې رب، د ټولو مخلوقاتو رب.
37او په آسمانونو او ځمكه كې لويي يوازې هغه لره ده او همغه برلاسى حكمت والا دى.