الدخان
The Smoke • 59 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1حم [1]
2په (دې) څرګند كتاب قسم.
3چې بېشکه هغه مو په يوه بركتي شپه كې نازل كړى، په رېښتيا موږ وېرونكي يو.
4په هغه (شپه) كې د هر محكم كار پرېکړه كېداى شي.
5زموږ لخوا حكم شوى، بېشكه موږ د رسولانو لېږونكي يو.
6ستا د پالونکي له لوري د يو رحمت په توګه، په رېښتيا همغه ښه اورېدونكى ډېر پوه دى.
7د آسمانونو، ځمكې او هغه څه پالونکی دی چې د هغو دواړو ترمنځ دي، كه تاسي باور كوونكي ياست.
8له هغه پرته بل الله نشته، هغه ژوندي كوي او مړه كوي ستاسي رب دى او ستاسي د لومړنيو پلرونو رب دى.
9خو په اصل كې هغوى په شك كې (پراته) لوبې كوي.
10نو د هغې ورځې انتظار كوه چې آسمان يو څرګند لوګى راوړي.
11چې پر خلكو به راخپور شي، دا يو دردوونکی عذاب دى.
12(وايي به) زموږ ربه! دا عذاب رانه ايسته كړه په رېښتيا موږ ايمان راوړونكي يو.
13(بيا به) د هغوى لپاره نصيحت له كومه شي؟ حال دا چې هغوى ته ښكاره بيانوونكى رسول هم راغلی.
14خو بيايې هم مخ ترې وګرځولو او ويې ويل: ښوونه ورته شوې (يا) لېونى دى.
15موږ دا عذاب لږ (موده) ايسته كوو خو تاسي بېرته خپل حال ته ورګرځېدونكي ياست.
16هغه ورځ چې موږ به سخت نيول وكړو بېشكه موږ غچ اخيستونكي يو.
17او له هغوى مخكې مو د فرعون قوم ازمويلى و او يو عزتمن رسول ورغلى و.
18چې د الله بندګان (بني اسرائيل) راته وسپارئ، زه تاسىي لپاره يو امانتداره رسول يم.
19او (بل) دا چې د الله پر وړاندې لويي مه كوئ، زه تاسي ته د ښكاره دليل راوړونكى يم.
20او زه خپل رب او ستاسي رب پورې پناه غواړم، له دې چې تاسي مې سنګسار كړئ.
21او كه پر ما ايمان نه راوړئ نو رانه ګوښه شئ.
22نو خپل رب ته يې دعا وكړه چې دا په رېښتيا مجرمان خلك دي.
23نو زما بندګان په شپه درسره بوزه، تاسي به هرومرو تر شا پلټل كېږئ.
24او ته درياب همداسې ولاړ پرېږده، هغوی يو ډوبېدونكى لښكر دى.
25څومره باغونه او چينې يې پرېښودې؟
26او كروندې او ښكلي ځايونه (استوګنځي)؟
27او (ډېر داسې) نعمتونه چې هغوى يې په مزو كې وو.
28همداسې وشول او هغه (شيان) مو بل قوم ته په ميراث وركړل.
29خو نه آسمان او ځمكې پرې وژړل او نه هغوى ته څه مهلت وركړى شو.
30او بېشكه موږ بنى اسرائيل له سپكوونكي عذابه وژغورل.
31له فرعونه، يقيناً هغه سركښ او له زياتي كوونكو څخه و.
32او هغوى (بنى اسرائيل) مو له پوهې سره پر نړيوالو غوره وګرځول.
33او هغوى ته مو داسې نښانې وركړې چې ښكاره ازمويښت پكې و.
34دا خلك خو هرومرو دا وايي.
35چې بل څه نشته همدا زموږ لومړی مرګ دى او موږ بيا راپورته كېدونكي نه يو.
36نو كه تاسي رښتيني ياست زموږ پلرونه راولئ!
37آيا هغوى غوره دي كه د تبع قوم او هغه چې تر هغوى مخكې وو؟ هغوى (ټول) مو تباه كړل، هغوى بېشكه مجرمان وو.
38او موږ آسمانونه، ځمكه او د هغو ترمنځه شيان څه د لوبو په ډول نه دي پيدا كړي.
39هغه مو له يو رښتيني مقصد پرته هسې نه دي پيدا كړي خو د هغوى زياتره نه پوهيږي.
40بېشكه د پرېكړې ورځ د هغوى ټولو (لپاره) ټاكلى وخت دى.
41هغه ورځ چې هيڅ دوست به له (خپل) دوست نه څه نشي ايسارولاى او نه به مرسته ورسره كېداى شي.
42پرته له هغه چې الله رحم پرې كړى وي، په رېښتيا همغه برلاسى مهربان دى.
43بېشكه د زقوم ونه.
44د ګناهګار خوراک دى.
45چې د ويلې شوې تانبې غوندې په ګېډو كې ايشيږي.
46د خوټېدلو اوبو په شان.
47راويې نيسئ بيا يې د جهنم منځ ته راكاږئ.
48بيا يې د سر له پاسه د خوټېدلو اوبو عذاب ورتويې كړئ.
49وڅكه! ته خو ډېر عزتمن لوى مشر وې.
50بېشكه دا هغه څه دي چې تاسي پكې شک كولو.
51په رېښتیا متقيان به په يو ډاډمن ځاى كې وي.
52په باغونو او چينو كې.
53له نريو او غټو ورېښمو څخه به اغوندي (او) مخامخ به سره ناست وي.
54همداسې (بالكل) او د غټو سترګو والا حورو سره به يې واده وكړو.
55په ډاډمنه توګه به هر ډول مېوې غواړي.
56له همغه لومړي مرګ پرته به هلته بل مرګ نه څكي او د جهنم له عذابه به يې وژغوري.
57ستا د پالونکي له لوري يو فضل دى، دا لوى برى دى.
58نو خبره دا ده چې هغه مو ستا په ژبه آسانه كړ د دې لپاره چې هغوى پند واخلي.
59نو ته انتظار كوه، هغوى هم انتظار كوونكي دي.