الزخرف
The Gold Adornments • 89 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1حم [1]
2په (دې) څرګند كتاب قسم.
3چې بېشکه هغه موږ يو عربي قرآن ګرځولى تر څو تاسو له عقل کار واخلئ.
4او بېشكه هغه په لوح محفوط كې زموږ سره دی په هرومرو د لوړې مرتبې حكمت والا دى.
5ایا واړوو له ستاسو څخه دا قران په اړولو؛ له دې کبله چې تاسو مسرفین یاست؟ [دا قران درته بیان نه کړو؟ خاماخا یې درته بیانوو].
6او موږ په لومړنيو کې هم څومره نبيان ولېږل؟
7او هغوى ته يو نبي هم نه دى ورغلى مګر دا چې هغوی ملنډې پرې وهلې.
8خو موږ تر هغوى زورور (جنګيالي) هم تباه كړل او د پخوانيو (ډېر) مثالونه تېر شوي.
9او كه هغوى وپوښتې چې آسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي؟ هرومرو به وايي چې هغه برلاسي ډېر پوه (الله) پيدا كړي دي.
10هغه چې تاسو ته يې ځمكه فرش ګرځولې او لارې يې درته پکې پيدا كړې دي، چې تاسو سمه لار ومومئ.
11او هغه ذات چې له آسمانه يې اوبه را اورولې دي په (يوه ځانګړې) اندازه، بيا مو پر هغو سره مړ (شاړ) ښار را ژوندى كړى، همداسې به تاسو هم راویستل كېږئ.
12او هغه (الله) چې ټولې جوړې يې پيدا كړې او تاسو ته يې بېړۍ او څاروي پيدا كړي چې ورباندې سپرېږئ.
13تر څو تاسو يې پر شا سپاره شئ بيا د خپل رب نعمت درياد كړئ كله چې ورباندې سم كېنئ او (داسې) ووايئ چې هغه (الله) لره پاكي ده كوم چې دا يې راته تابع كړي حال دا چې موږ يې راټينګونكي نه وو.
14او په رېښتيا موږ د خپل رب لور ته ورګرځېدونكي يو.
15او هغه ته يې له خپلو بندګانو يوه برخه ټاكلې ده، بېشكه انسان څرګند ناشكره دى.
16آيا هغه له خپل مخلوقه لورګانې ونيوې او تاسو يې په زامنو سره غوره كړئ؟
17او كله چې له هغوى په كوم يوه د هغه څه زېرى وشي چې رحمان ته يې د هغه مثال بيان كړى نو مخ يې تک تور او له غمه ډک شي.
18آيا څوک چې په ګاڼه كې لوی شي او په جګړه كې ناڅرګند وي.
19او د الله هغه بندګان يې ښځينه وګرځول كوم چې پرېښتې دي، آيا دوى يې په پيدايښت كې حاضر وو؟ د هغوى (دا) شاهدي به ليكل كيږي او وبه پوښتل شي.
20مشرکانو ویلي وو که رحمن ذات غوښتی وای موږ به د دوی عبادت نه وای کړی، نشته دوی سره په دې څه علم، نه دي دوی مګر درواغجن.
21آيا هغوى ته مو كوم كتاب وركړى چې (اوس) د هغه ټينګ نيوونكي دي.
22نه هیڅ کتاب ورسره نشته بلکه هغوى ويل چې موږ خپل مشران په يو دين موندلي او موږ د هغوى پر پلونو باندې په سمه لار برابر يو.
23او په همدې توګه موږ چې له تا مخکې پر كوم كلي كې څوك وېروونكى لېږلى نو سوكاله خلكو به يې هرومرو ويل چې موږ خپل پلرونه په يوه لاره موندلي او په رېښتیا موږ د هغوى پر پلونو روان يو.
24نبي (عليه السلام) وويل: آيا كه څه هم ما تر هغه غوره لارښوونكى شى درته راوړى وي كوم چې تاسو خپل پلرونه پرې موندلي؟ هغوى وويل: موږ له هغه څه منكر يو كوم چې تاسو پرې لېږل شوي ياست.
25بيا مو غچ ترې واخيست نو ګوره چې د درواغ ګڼونكو پايله څنګه وه؟
26او كله چې ابراهيم خپل پلار او قوم ته وويل: بېشكه زه له هغه څه بېزار يم كوم چې تاسو يې عبادت کوئ.
27پرته له هغه (الله) چې زه يې پيدا كړى يم نو همغه به لار راوښايي.
28او هغه يې په خپل راتلونكي نسل كې يوه پاتې کېدونكې خبره وګرځوله څو چې هغوى (توحيد ته) بېرته راوګرځي.
29بلكې ما هغوى او پلرونو ته يې د ژوند سامان وركړ تر دې چې كله حق (دين) او ښكاره بيانوونكى رسول ورته راغلو.
30او كله چې حق ورته راغى وېلې دا خو كوډې دي او موږ ترې منكر يو.
31او ويل يې: دا قرآن ولې د دغو دوو كليو پر يو لوى سړي نازل نه شو؟
32آيا ستا د رب رحمت هغوى وېشي؟ د دنيا په ژوند كې خو موږ د هغوى ترمنځ روزي (او د ژوند سامان) ور وېشلى او د ځينو مرتبه مو پر ځينو اوچته كړې تر څو يو بل لاس لاندې (كاركوونكي) وګرځوي، او ستا د رب رحمت تر هغه څه غوره دى چې هغوى يې راټولوي.
33او كه دا نه واى چې بيا به (ټول) خلك په يوه لار شي [په کقر کې] نو موږ به هرومرو د هغه چا د كورونو چتونه د سپينو زرو ګرځولي وو چې په رحمن (الله) كافر كيږي، او زينې هم چې هغوى پرې خېژي.
34او د كوټو دروازې او تختونه به يې (هم د زرو) وو چې هغوى تكيه پرې لګوي.
35او سره زر [ور به یې کړو]، اویقینا خامخا دا ټول دنيوي ګټه ده او آخرت خو ستا د رب پر وړاندې يوازې د متقيانو لپاره دى.
36او څوک چې د قران څخه ځان ړوند کړي، يو شيطان به پرې وګومارو نو هغه به يې (تل) ملګرى وي.
37او هغوى به له سمې لارې ايساروي خو هغوى به انګېري چې لار موندونكي دي.
38تر دې چې موږ ته راشي وايي به كاشكي زما او ستا تر منځ خو د ختيځ او لويديځ لرې والى واى، نو دا بد ملګرى دى.
39او څنګه چې تاسو ظلم كړى و نو نن به په عذاب كې ستاسو دا يو ځاى والى هيڅ ګټه در ونه رسوي.
40آيا نو ته كاڼه ته ور اورولى شې، يا ړانده په لار سمولاى شې او څوك چې په ښكاره بې لاريتوب كې وي؟
41نو كه تا (له دې ځايه) بوځو هم، موږ خو له هغوى غچ اخيستونكي يو.
42يا به تا ته هم هغه (عذاب) در ووينو چې هغوى سره مو ژمنه كړې، نو موږ خو پرې واكمن يو.
43نو هغه څه ټينـګ ونيسه چې تا ته وحې شوى، ته په رېښتيا په نېغه لار (روان) يې.
44او دا هرومرو ستا او ستا د قوم لپاره نصيحت دى او نېږدې ده چې وپوښتل شئ.
45او زموږ هغه رسولان وپوښته چې له تا وړاندې مو لېږلي وو، آيا له رحمن پرته مو نور معبودان ټاكلي وو چې لمانځل کېدل به؟
46او موسى مو له خپلو نښانو سره فرعون او د هغه درباريانو ته واستولو نو ورته ويې ويل چې زه د رب العالمين استازی يم.
47نو كله چې زموږ له نښانو سره ورغى، هغوى يو دم ورپورې خندل.
48او موږ به چې هره نښانه ورښودله نو هغه به له هغې بلې ډېره ستره وه او د دې لپاره مو په عذاب كې راګير كړل چې بېرته راواوړي (له كفره).
49او ويل به يې: اې كوډګره! تا سره يې چې كومه ژمنه ده په هغې سره موږ لپاره خپل رب ته دعا وكړه موږ هرومرو لار موندونكي يو.
50خو كله چې موږ به عذاب ترې ايسته كړ، هغوى به يو دم په لوظ ماتولو سر شول.
51او فرعون په خپل قوم كې (په لوړ اواز) ناره وكړه وېلې ای زما قومه! آيا د مصر پاچايي زما نده؟ او دا نهرونه چې زما (د ماڼۍ) لاندې بهيږي، نو آيا تاسو يې نه وينئ؟
52بلكې زه غوره يم تر دغه (سړي) چې سپک دى او (آن) خبرې لاڅرګندې نه شي كولاى.
53(ښه) نو ولې د سرو زر و بنګړي نه ورباندې اچول كيږي يا ولې یو بل پسې پرېښتې نه دي ورسره راغلې؟
54نو (په دې توګه) خپل قوم يې سپك بې عقل وموند او هغوى هم د ده ومنله، په رېښتيا هغوى (ټول) له حده تېری وتونکي خلک وو.
55نو كله يې چې موږ په غوسه كړو، غچ مو ترې واخيست او ټول مو ډوب كړل.
56نو د وروستنيو (كافرانو) لپاره مو مخكښان او مثال (عبرت) وګرځول.
57او كله چې د مريم د زوى مثال بيان كړى شي نو ستا قوم يو دم د خوښۍ شور ماشور جوړ كړي.
58او وايي آيا زموږ معبودان غوره دي كه هغه (عيسىٰ)؟ دا وينا له تا سره يوازې د جګړې لپاره كوي، په اصل كې هغوى دي جګړه مار خلک.
59هغه (عيسى) له يو بنده پرته بل څه نه و چې موږ لورېينه پرې كړې وه او د بنى اسرائيلو لپاره مو يو مثال ګرځولى و.
60او كه موږ غوښتي واى نو ستاسي پر ځاى به مو پرېښتې (بدل) ګرځولې وې چې په ځمكه كې به ځاى ناستي (خليفه ګان) وو.
61او بېشكه هغه (عيسى) د قيامت لپاره يوه نښه ده، نو شک پكې مه كوئ او زما پيروي وكړئ، همدا سيده لاره ده.
62او شيطان مو له حقه وانه ړوي، په رېښتيا هغه ستاسو څرګند غليم دی.
63او كله چې عيسى له څرګندو نښانو سره راغى وېلې دا دى تاسو ته مې حكمت راوړى او (بل) د دې لپاره (راغلم) تر څو ځينې هغه شيان درته بيان كړم چې تاسي پكې اختلاف كوئ، نو له الله وډار شئ او زما خبره ومنئ.
64بېشكه همغه الله زما او ستاسي رب دى نو (يوازې) د هغه عبادت وکړئ، دا نېغه لاره ده.
65خو بيا هغه ډلې خپل منځ كې سره واوښتې، نو د هغو خلكو لپاره تباهي ده چې ظلمونه يې كړي، د يوې دردوونکې ورځې له عذابه.
66هغوى پرته له قيامته د بل شي انتظار نه كوي، چې يو ناڅاپه ورته راشي او هغوى خبر هم نه وي.
67په دنیا کې چې کومې دوستانې دي یو د بل سره دا به په قیامت کې په دښمنۍ بدلې شي مګر د پرهیزګارانو دوستانې به پر ځای وي.
68ای زما (نېكو) بندګانو! نن پر تاسي نه څه وېره شته او نه به تاسي خپه كېږئ.
69هغوى چې زموږ په آيتونو يې ايمان راوړى او مسلمانان وو.
70تاسي او مېرمنې مو جنت ته ننوځئ (چې هلته به) خوشاله كړى شئ.
71پر هغوى به د سرو زرو كاسې او ګېلاسونه ګرځولى شي او څه چې زړونه يې غواړي او سترګې خوند ترې اخلي، هلته به وي او تاسي به تل پكې اوسېدونكي ياست.
72او دا هغه جنت دى چې تاسي ته په ميراث دركړی شو، په هغو عملونو سره چې تاسي به كول.
73هلته به ستاسي لپاره ډېره مېوه وي، چې له هغو به تاسي خورئ.
74بېشكه مجرمان به د جهنم عذاب كې تلپاتې اوسېدونكي وي.
75هغه به نه ورباندې سپكيږي او ناهيلي به پكې پراته وي.
76او موږ څه ظلم نه دى پرې كړى، خو هغوى خپله ظالمان وو.
77او وايي به: اې مالكه (د جهنم څوكيداره)! ستا رب دې پر موږ پرېکړه (دمرګ ) وكړي! وايي به (نه) تاسي (همدلته) ځنډېدونكي ياست.
78موږ خو تاسي ته حق دروړى، خو ستاسي زياتره د حق بد ګڼونكي دي.
79كه نه، هغوى د يوه كار پوخ تدبير نيولى؟ نو په رېښتيا موږ هم د پاخه تدبير جوړوونكي يو.
80يا كه هغوى ګومان كوي چې موږ يې پټې خبرې او پټې مشورې نه اورو؟ ولې نه، چې زموږ استازي يې په خوا كې (ناست) ليكل كوي.
81ورته ووايه: كه د رحمان (الله) اولاد واى، نو زه خو تر ټولو لومړی لمانځونكى يم.
82د آسمانونو او ځمكې رب لره له هغه څه پاكي ده چې هغوى يې بيانوي.
83نو پرېږده يې، خپل بحثونه او ساعت تېرى دې كوي تر څو له هغه ورځې سره يې مخامخ شي چې ژمنه وركول كيږي.
84او همغه په آسمان كې هم الله دى [په حقه معبود دی] او په ځمكه كې هم الله دى او هغه حكمت والا ډېر پوه دى.
85او هغه ذات لوی او بركت اچولو والا دى چې هغه لره د آسمانونو، ځمكې او (ټولو) ترمنځ شيانو پاچايي ده او د قيامت پوهه همغه سره ده او تاسي هغه ته ورګرځول كيږئ.
86او هغه شيان چې له الله پرته يې هغوى رابولي، د سپارښتنې هيڅ واك نه لري، پرته له هغه چې د حق شاهدي يې وېلې وي او هغوى (په زړه كې هم) پوهيږي.
87او كه ودې پوښتل چې هغوى چا پيدا كړي، هرومرو به وايي: الله، (ښه) نو بيا كوم لور ته اړول كيږي.
88او (الله ته معلومه ده) د هغه دا وينا چې: زما ربه! په رېښتيا هغوى يو داسې قوم دى چې ايمان نه راوړي.
89نو مخ ترې اړوه او دا وايه چې سلام دې وي، زر به هغوى پوه شي.