Ash-Shura

الشورى

The Consultation53 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

حمٓ﴿١

1حم [1]

عٓسٓقٓ﴿٢

2الله ښه پوهیري په مقصد خپل د دې تورو.

كَذَٰلِكَ يُوحِيٓ إِلَيۡكَ وَإِلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكَ ٱللَّهُ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ﴿٣

3همدغه شان برلاسى حكمت والا الله تا ته او هغو ته چې له تا مخکې وو، وحي راليږي.

لَهُۥ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۖ وَهُوَ ٱلۡعَلِيُّ ٱلۡعَظِيمُ﴿٤

4خاص د الله په اختیار کې دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي او همغه پورته [په مرتبه، غلبه او ذات کې] او لوی شان والا دی.

تَكَادُ ٱلسَّمَٰوَٰتُ يَتَفَطَّرۡنَ مِن فَوۡقِهِنَّۚ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمۡدِ رَبِّهِمۡ وَيَسۡتَغۡفِرُونَ لِمَن فِي ٱلۡأَرۡضِۗ أَلَآ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلۡغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ﴿٥

5نږدې ده چې آسمانونه د هغوى له پاسه وچوي، او پرېښتې د خپل رب له ستاينې سره پاکي وايي او څوك چې ځمكه كې دي د هغوی لپاره بخښنه غواړي، واورئ چې بېشكه همغه الله بخښونكى مهربان دى.

وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَ ٱللَّهُ حَفِيظٌ عَلَيۡهِمۡ وَمَآ أَنتَ عَلَيۡهِم بِوَكِيلٖ﴿٦

6او كومو كسانو چې له هغه پرته نور (شيان) چاره جوړوونكي نيولي، الله پر هغوى څارونكى دى او ته پرې (ذمه وار) ساتونكى نه يې.

وَكَذَٰلِكَ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ قُرۡءَانًا عَرَبِيّٗا لِّتُنذِرَ أُمَّ ٱلۡقُرَىٰ وَمَنۡ حَوۡلَهَا وَتُنذِرَ يَوۡمَ ٱلۡجَمۡعِ لَا رَيۡبَ فِيهِۚ فَرِيقٞ فِي ٱلۡجَنَّةِ وَفَرِيقٞ فِي ٱلسَّعِيرِ﴿٧

7او همدغسې مو تا ته (دا) عربي قرآن وحي كړى دى، چې مركزي كلى (مكه) او څوك يې چې شاوخوا دي، پرې ووېروې او د غونډېدو له ورځې يې ووېروې چې (هيڅ) شک پكې نشته (كله چې) يوه ډله په جنت كې او يوه (بله) ډله په دوزخ كې وي.

وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَعَلَهُمۡ أُمَّةٗ وَٰحِدَةٗ وَلَٰكِن يُدۡخِلُ مَن يَشَآءُ فِي رَحۡمَتِهِۦۚ وَٱلظَّٰلِمُونَ مَا لَهُم مِّن وَلِيّٖ وَلَا نَصِيرٍ﴿٨

8او كه الله غوښتي واى نو هغوى (ټول) به يې يو امت ګرځولي وو، خو چا ته چې يې خوښه شي په خپل رحمت كې يې داخلوي او ظالمانو لره خو به نه څوک دوست وي نه مرستندوى.

أَمِ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَۖ فَٱللَّهُ هُوَ ٱلۡوَلِيُّ وَهُوَ يُحۡيِ ٱلۡمَوۡتَىٰ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ﴿٩

9آيا دوى له هغه پرته نور كار جوړوونكي نيولي نو (اصلي) كار جوړوونكى خو الله دى او همغه مړي راژوندي كوي او همغه په هر څه قادر دى.

وَمَا ٱخۡتَلَفۡتُمۡ فِيهِ مِن شَيۡءٖ فَحُكۡمُهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِۚ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبِّي عَلَيۡهِ تَوَكَّلۡتُ وَإِلَيۡهِ أُنِيبُ﴿١٠

10او تاسو چې په څه كې اختلاف كوئ نو پرېكړه يې د الله په لور ده، همدا الله زما رب دى، پر همغه مې بروسه كړې او د هغه په لور ورګرځم.

فَاطِرُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ جَعَلَ لَكُم مِّنۡ أَنفُسِكُمۡ أَزۡوَٰجٗا وَمِنَ ٱلۡأَنۡعَٰمِ أَزۡوَٰجٗا يَذۡرَؤُكُمۡ فِيهِۚ لَيۡسَ كَمِثۡلِهِۦ شَيۡءٞۖ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡبَصِيرُ﴿١١

11د آسمانونو او ځمكې پيدا كوونكى دى، تاسو ته يې له تاسو څخه جوړې پيدا كړې او د څارويو يې هم جوړې پيدا كړې، تاسو په هغې كې (همداسې) خپروي، د هغه د صفاتو په شان صفات د هیچا نشته او همغه ښه اورېدونكى ليدونكى دى.

لَهُۥ مَقَالِيدُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ يَبۡسُطُ ٱلرِّزۡقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقۡدِرُۚ إِنَّهُۥ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٞ﴿١٢

12د آسمانونو او ځمكې کونجي ګانې (کلیانې) هغه لره دي، چا ته چې وغواړي روزي یې پراخوي او چا ته یې چې وغواړي تنګوي، بېشكه هغه په هر څه ښه پوه دى.

۞ شَرَعَ لَكُم مِّنَ ٱلدِّينِ مَا وَصَّىٰ بِهِۦ نُوحٗا وَٱلَّذِيٓ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ وَمَا وَصَّيۡنَا بِهِۦٓ إِبۡرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَىٰٓۖ أَنۡ أَقِيمُواْ ٱلدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُواْ فِيهِۚ كَبُرَ عَلَى ٱلۡمُشۡرِكِينَ مَا تَدۡعُوهُمۡ إِلَيۡهِۚ ٱللَّهُ يَجۡتَبِيٓ إِلَيۡهِ مَن يَشَآءُ وَيَهۡدِيٓ إِلَيۡهِ مَن يُنِيبُ﴿١٣

13تاسو ته يې هماغه دين ټاكلى (بيان كړى) چې په هغه سره يې نوح ته سپارښتنه كړى وه، او هغه چې تا ته مو وحى كړى، او چې په هغه سره موږ ابراهيم، موسى او عيسى -علیهم السلام- ته سپارښتنه كړى وه، چې (همدغه) دين قائم كړئ او اختلاف مه پكې اچوئ، مشركانو باندې هغه خبره دېره درنه ده چې ته يې وربلې، څوک چې الله يې وغواړې خپل لور ته يې غوره كوي او خپل لور ته يې هدايت كوي څوك چې هغه ته ورګرځي.

وَمَا تَفَرَّقُوٓاْ إِلَّا مِنۢ بَعۡدِ مَا جَآءَهُمُ ٱلۡعِلۡمُ بَغۡيَۢا بَيۡنَهُمۡۚ وَلَوۡلَا كَلِمَةٞ سَبَقَتۡ مِن رَّبِّكَ إِلَىٰٓ أَجَلٖ مُّسَمّٗى لَّقُضِيَ بَيۡنَهُمۡۚ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ أُورِثُواْ ٱلۡكِتَٰبَ مِنۢ بَعۡدِهِمۡ لَفِي شَكّٖ مِّنۡهُ مُرِيبٖ﴿١٤

14او هغوى يوازې د خپل منځي كينې له امله وروسته له هغه سره مخالف شول چې علم ورته راغلو، او كه چېرې تر يوې ټاكلې نېټې پورې (ځنډېدلو) خبره ستا د رب لخوا مخكې نه واى شوې نو هرومرو به يې ترمنځ پرېكړه شوې وه، او كوم كسان چې تر هغوى وروسته د كتاب وارثان شوي دي، هغوى هم له دې څخه په يو پرېشانوونكي شک كې دي.

فَلِذَٰلِكَ فَٱدۡعُۖ وَٱسۡتَقِمۡ كَمَآ أُمِرۡتَۖ وَلَا تَتَّبِعۡ أَهۡوَآءَهُمۡۖ وَقُلۡ ءَامَنتُ بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ مِن كِتَٰبٖۖ وَأُمِرۡتُ لِأَعۡدِلَ بَيۡنَكُمُۖ ٱللَّهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمۡۖ لَنَآ أَعۡمَٰلُنَا وَلَكُمۡ أَعۡمَٰلُكُمۡۖ لَا حُجَّةَ بَيۡنَنَا وَبَيۡنَكُمُۖ ٱللَّهُ يَجۡمَعُ بَيۡنَنَاۖ وَإِلَيۡهِ ٱلۡمَصِيرُ﴿١٥

15د دې (تفرق) له کبله صحیح دین ته بلنه كوه او څنګه چې درته امر شوى همغسې ټينګ اوسه او د هغوى په هوسونو پسې مه ځه او وايه: الله چې کوم كتاب نازل كړی، ما منلی، او راته امر شوى چې ستاسي ترمنځ به انصاف كوم، الله زموږ او ستاسي رب دى، موږ لپاره خپل عملونه دي او تاسي ته خپل عملونه، زموږ او ستاسو ترمنځ كومه جګړه نشته، الله به موږ سره يوځاى كوي، او د هغه په لور ورتګ دى.

وَٱلَّذِينَ يُحَآجُّونَ فِي ٱللَّهِ مِنۢ بَعۡدِ مَا ٱسۡتُجِيبَ لَهُۥ حُجَّتُهُمۡ دَاحِضَةٌ عِندَ رَبِّهِمۡ وَعَلَيۡهِمۡ غَضَبٞ وَلَهُمۡ عَذَابٞ شَدِيدٌ﴿١٦

16او كوم خلك چې د الله په هكله جګړې كوي له هغه وروسته چې (د الله خبره) منل شوې ده، نو د خپل رب پر وړاندې يې دليل باطل، پر هغوى غضب او د هغوى لپاره سخت عذاب دى.

ٱللَّهُ ٱلَّذِيٓ أَنزَلَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ وَٱلۡمِيزَانَۗ وَمَا يُدۡرِيكَ لَعَلَّ ٱلسَّاعَةَ قَرِيبٞ﴿١٧

17الله هغه ذات دی چې حقه یې کتاب او تله (عدل) رالیږلي، څه شي پوه کړ تا لره چې قیامت نږدې دی.

يَسۡتَعۡجِلُ بِهَا ٱلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ بِهَاۖ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مُشۡفِقُونَ مِنۡهَا وَيَعۡلَمُونَ أَنَّهَا ٱلۡحَقُّۗ أَلَآ إِنَّ ٱلَّذِينَ يُمَارُونَ فِي ٱلسَّاعَةِ لَفِي ضَلَٰلِۭ بَعِيدٍ﴿١٨

18څوك يې چې نه مني، بيړه پرې كوي او كومو كسانو چې ايمان راوړى ترې ډارېدونكي دي او پوهيږي چې هغه (د قیامت ورځ) حق ده، خبر اوسئ! كوم كسان چې د قيامت په باره کې جګړې کوي خامخا په لرې بې لاريتوب كې دي.

ٱللَّهُ لَطِيفُۢ بِعِبَادِهِۦ يَرۡزُقُ مَن يَشَآءُۖ وَهُوَ ٱلۡقَوِيُّ ٱلۡعَزِيزُ﴿١٩

19الله پر خپلو بندګانو ډېر مهربانه دى، چاته يې چې خوښه شي روزي وركوي او همغه زورور برلاسى دى.

مَن كَانَ يُرِيدُ حَرۡثَ ٱلۡأٓخِرَةِ نَزِدۡ لَهُۥ فِي حَرۡثِهِۦۖ وَمَن كَانَ يُرِيدُ حَرۡثَ ٱلدُّنۡيَا نُؤۡتِهِۦ مِنۡهَا وَمَا لَهُۥ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِن نَّصِيبٍ﴿٢٠

20څوك چې د آخرت كښت غواړي، كښت يې ورته زياتوو او څوك چې د دنيا كښت غواړي، څه ترې وركوو خو په آخرت كې به د ده لپاره كومه برخه نه وي.

أَمۡ لَهُمۡ شُرَكَٰٓؤُاْ شَرَعُواْ لَهُم مِّنَ ٱلدِّينِ مَا لَمۡ يَأۡذَنۢ بِهِ ٱللَّهُۚ وَلَوۡلَا كَلِمَةُ ٱلۡفَصۡلِ لَقُضِيَ بَيۡنَهُمۡۗ وَإِنَّ ٱلظَّٰلِمِينَ لَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ﴿٢١

21آيا هغوى لره داسې شريكان دي چې ورته یې د دين داسې احكام جوړ كړي چې الله یې حكم نه دى كړى، او كه چېرې د پرېکړې خبره (ځنډول) شوې نه واى، خامخا به يې ترمنځ پرېكړه شوې وه او بېشكه د همدې ظالمانو لپاره دردوونکی عذاب دى.

تَرَى ٱلظَّٰلِمِينَ مُشۡفِقِينَ مِمَّا كَسَبُواْ وَهُوَ وَاقِعُۢ بِهِمۡۗ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فِي رَوۡضَاتِ ٱلۡجَنَّاتِۖ لَهُم مَّا يَشَآءُونَ عِندَ رَبِّهِمۡۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلۡفَضۡلُ ٱلۡكَبِيرُ﴿٢٢

22ته به دا ظالمان وينې چې له خپلو كړنو به وېرېدونكي وي حال دا چې هغه ورباندې پرېوتونكي دي او كومو خلكو چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي، هغوى به د جنتونو په باغچو كې وي، څه چې غواړي هغه به يې خپل رب سره دوى ته (چمتو) وي، دا ډېر ستر فضل دى.

ذَٰلِكَ ٱلَّذِي يُبَشِّرُ ٱللَّهُ عِبَادَهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِۗ قُل لَّآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ أَجۡرًا إِلَّا ٱلۡمَوَدَّةَ فِي ٱلۡقُرۡبَىٰۗ وَمَن يَقۡتَرِفۡ حَسَنَةٗ نَّزِدۡ لَهُۥ فِيهَا حُسۡنًاۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ شَكُورٌ﴿٢٣

23دا هغه څه دي چې الله يې خپلو هغو بندګانو ته زېرى وركوي چې ايمان يې راوړى او د قران او سنت موافق كارونه يې كړي، ووايه: په دې (خبره) خو زه له تاسې څه بدله نه غواړم پرته له دوستۍ نه په خپلوۍ كې، او څوك چې ښه وكړي هغه ته به (نور هم) ښه والى پكې ورزيات كړو، په رېښتيا الله بخښونكى ښه قبلوونكى دى.

أَمۡ يَقُولُونَ ٱفۡتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبٗاۖ فَإِن يَشَإِ ٱللَّهُ يَخۡتِمۡ عَلَىٰ قَلۡبِكَۗ وَيَمۡحُ ٱللَّهُ ٱلۡبَٰطِلَ وَيُحِقُّ ٱلۡحَقَّ بِكَلِمَٰتِهِۦٓۚ إِنَّهُۥ عَلِيمُۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ﴿٢٤

24آيا هغوى وايي چې هغه (رسول) په الله پورې درواغ تړلي؟ نو كه الله وغواړي ستا پر زړه به ټاپه ووهي او الله په خپلو خبرو سره باطل له منځه وړي او حق ثابتوي بېشكه هغه د سينو پر رازونو ښه پوه دى.

وَهُوَ ٱلَّذِي يَقۡبَلُ ٱلتَّوۡبَةَ عَنۡ عِبَادِهِۦ وَيَعۡفُواْ عَنِ ٱلسَّيِّـَٔاتِ وَيَعۡلَمُ مَا تَفۡعَلُونَ﴿٢٥

25او هغه داسې ذات دى چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي، له (ډېرو) بديو تېريږي او څه چې تاسو كوئ په هغه پوهيږي.

وَيَسۡتَجِيبُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَيَزِيدُهُم مِّن فَضۡلِهِۦۚ وَٱلۡكَٰفِرُونَ لَهُمۡ عَذَابٞ شَدِيدٞ﴿٢٦

26الله د مومنانو او نیک عملو دعاګانې قبلوي، او له خپلې پېرزوينې (نور هم) ور زياتوي او د كافرانو لپاره خو سخت عذاب دى.

۞ وَلَوۡ بَسَطَ ٱللَّهُ ٱلرِّزۡقَ لِعِبَادِهِۦ لَبَغَوۡاْ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلَٰكِن يُنَزِّلُ بِقَدَرٖ مَّا يَشَآءُۚ إِنَّهُۥ بِعِبَادِهِۦ خَبِيرُۢ بَصِيرٞ﴿٢٧

27او كه چېرې الله خپلو (ټولو) بندګانو ته روزي پراخه كړې واى نو پر ځمكه كې به يې خامخا فساد (ظلم) كړى واى، خو هغه يې په يوه داسې كچه نازلوي چې خوښه يې شي، بېشكه هغه پر خپلو بندګانو خبر لرونکی ليدونكى دى.

وَهُوَ ٱلَّذِي يُنَزِّلُ ٱلۡغَيۡثَ مِنۢ بَعۡدِ مَا قَنَطُواْ وَيَنشُرُ رَحۡمَتَهُۥۚ وَهُوَ ٱلۡوَلِيُّ ٱلۡحَمِيدُ﴿٢٨

28او هغه داسې ذات دى چې باران نازلوي، له هغه وروسته چې (ټول) ناهيلي شي او خپل رحمت خپروي او همغه كار جوړوونكى ستايل شوی (ذات) دى.

وَمِنۡ ءَايَٰتِهِۦ خَلۡقُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِن دَآبَّةٖۚ وَهُوَ عَلَىٰ جَمۡعِهِمۡ إِذَا يَشَآءُ قَدِيرٞ﴿٢٩

29او (بل) د هغه له نښانو د آسمانو او ځمكې پيدايښت دى او هغه (شيان) چې په هغو كې يې خپاره كړي له ژويو څخه او كله چې وغواړي هغه يې په راغونډولو قادر دى.

وَمَآ أَصَٰبَكُم مِّن مُّصِيبَةٖ فَبِمَا كَسَبَتۡ أَيۡدِيكُمۡ وَيَعۡفُواْ عَن كَثِيرٖ﴿٣٠

30او تاسو ته چې كوم مصيبت در رسيږي نو ستاسي د خپلو لاسونو له امله وي او له ډېرو (لا) تېريږي هم.

وَمَآ أَنتُم بِمُعۡجِزِينَ فِي ٱلۡأَرۡضِۖ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِن وَلِيّٖ وَلَا نَصِيرٖ﴿٣١

31او تاسو نه په ځمكه كې (د الله) عاجزوونكي ياست او نه تاسو لره الله نه پرته كوم ملګرى او مرستندوى شته.

وَمِنۡ ءَايَٰتِهِ ٱلۡجَوَارِ فِي ٱلۡبَحۡرِ كَٱلۡأَعۡلَٰمِ﴿٣٢

32او (بل) د هغه له نښانو څخه په سمندر كې د غرونو په شان چلېدونكې بېړۍ دي.

إِن يَشَأۡ يُسۡكِنِ ٱلرِّيحَ فَيَظۡلَلۡنَ رَوَاكِدَ عَلَىٰ ظَهۡرِهِۦٓۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّكُلِّ صَبَّارٖ شَكُورٍ﴿٣٣

33كه خوښه يې شي باد به غلى كړي او هغه (بېړۍ) به يې په ډډه ولاړې پاتې شي، په رېښتيا په دې كې د هر صبرکوونکي شکرکوونکي لپاره (ډېرې) نښانې دي.

أَوۡ يُوبِقۡهُنَّ بِمَا كَسَبُواْ وَيَعۡفُ عَن كَثِيرٖ﴿٣٤

34يا به يې په خپلو كړو وړو سره تباه كړي او له ډېرو (لا) تيريږي هم.

وَيَعۡلَمَ ٱلَّذِينَ يُجَٰدِلُونَ فِيٓ ءَايَٰتِنَا مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٖ﴿٣٥

35او هغو خلكو ته معلومه شي كوم چې زموږ په آيتونو كې جګړې كوي چې د هغوى لپاره څه خلاصون نشته.

فَمَآ أُوتِيتُم مِّن شَيۡءٖ فَمَتَٰعُ ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَاۚ وَمَا عِندَ ٱللَّهِ خَيۡرٞ وَأَبۡقَىٰ لِلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَلَىٰ رَبِّهِمۡ يَتَوَكَّلُونَ﴿٣٦

36نو څه چې تاسو ته دركړل شوي، هغه معمولي څکه ده د دنیوي ژوند، او څه چې له الله سره دي هغه غوره او همیشه دي د هغو خلكو لپاره چې ايمان يې راوړى او پر خپل رب بروسه كوي.

وَٱلَّذِينَ يَجۡتَنِبُونَ كَبَٰٓئِرَ ٱلۡإِثۡمِ وَٱلۡفَوَٰحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُواْ هُمۡ يَغۡفِرُونَ﴿٣٧

37او هغه كسان چې له سترو ګناهونو او بې شرميو ځان ساتي او كله چې په غوسه شي بيا بخښنه (هم) كوي.

وَٱلَّذِينَ ٱسۡتَجَابُواْ لِرَبِّهِمۡ وَأَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَمۡرُهُمۡ شُورَىٰ بَيۡنَهُمۡ وَمِمَّا رَزَقۡنَٰهُمۡ يُنفِقُونَ﴿٣٨

38او هغوى چې د خپل رب (د حكم) منل كوي، لمونځ ترسره كوي، (هر) كار يې په خپل منځي مشورې سره وي او له هغه څه نه چې موږ ور روزي كړي، لګښت كوي.

وَٱلَّذِينَ إِذَآ أَصَابَهُمُ ٱلۡبَغۡيُ هُمۡ يَنتَصِرُونَ﴿٣٩

39او هغوى چې كله تېرى ورباندې وشي نو (يوازې) خپل غچ اخلي.

وَجَزَٰٓؤُاْ سَيِّئَةٖ سَيِّئَةٞ مِّثۡلُهَاۖ فَمَنۡ عَفَا وَأَصۡلَحَ فَأَجۡرُهُۥ عَلَى ٱللَّهِۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلظَّٰلِمِينَ﴿٤٠

40او د بدۍ بدله همغسې بدي ده (نه زياته) خو څوک چې تېر شي او سوله وكړي نو اجر يې پر الله دى، بېشكه هغه ظالمان نه خوښوي.

وَلَمَنِ ٱنتَصَرَ بَعۡدَ ظُلۡمِهِۦ فَأُوْلَٰٓئِكَ مَا عَلَيۡهِم مِّن سَبِيلٍ﴿٤١

41او څوك چې له مظلوم كېدو وروسته (يوازې) خپل بدل اخلي نو پر هغوى (د پړې) كومه لار نشته.

إِنَّمَا ٱلسَّبِيلُ عَلَى ٱلَّذِينَ يَظۡلِمُونَ ٱلنَّاسَ وَيَبۡغُونَ فِي ٱلۡأَرۡضِ بِغَيۡرِ ٱلۡحَقِّۚ أُوْلَٰٓئِكَ لَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ﴿٤٢

42بیشکه لار (د ملامتیا) پر هغو خلكو ده چې پر خلكو ظلمونه كوي او نا حقه په ځمكه كې تېرى كوي، د دوى لپاره دردوونکی عذاب دى.

وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَٰلِكَ لَمِنۡ عَزۡمِ ٱلۡأُمُورِ﴿٤٣

43او څوک چې صبر او بخښنه كوي، په رېښتيا دا د مضبوطو كارونو څخه دي.

وَمَن يُضۡلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِن وَلِيّٖ مِّنۢ بَعۡدِهِۦۗ وَتَرَى ٱلظَّٰلِمِينَ لَمَّا رَأَوُاْ ٱلۡعَذَابَ يَقُولُونَ هَلۡ إِلَىٰ مَرَدّٖ مِّن سَبِيلٖ﴿٤٤

44او څوک چې الله يې بې لارې كړي نو له هغه وروسته بيا ده لره څوك كار جوړوونكى نشته او (دا) ظالمان به ته وينې كله چې هغوى عذاب وويني وايي به: آيا د بېرته تلو كومه لار شته؟

وَتَرَىٰهُمۡ يُعۡرَضُونَ عَلَيۡهَا خَٰشِعِينَ مِنَ ٱلذُّلِّ يَنظُرُونَ مِن طَرۡفٍ خَفِيّٖۗ وَقَالَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِنَّ ٱلۡخَٰسِرِينَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓاْ أَنفُسَهُمۡ وَأَهۡلِيهِمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۗ أَلَآ إِنَّ ٱلظَّٰلِمِينَ فِي عَذَابٖ مُّقِيمٖ﴿٤٥

45او وينې به يې چې هغه (اور) ته ور وړاندې كول کيږي، له (ډېرې) خوارۍ به وېرېدونكي وي د سترګو له كونجو به ورګوري، او چا چې ايمان راوړى وايي به: بېشكه (اصلى) تاوانيان هغه كسان دي چې د قيامت په ورځ يې خپل ځانونه او كورنۍ په تاوان كې راوستلې خبر اوسئ چې ظالمان به رېښتيا په تلپاتې عذاب كې وي.

وَمَا كَانَ لَهُم مِّنۡ أَوۡلِيَآءَ يَنصُرُونَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِۗ وَمَن يُضۡلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِن سَبِيلٍ﴿٤٦

46او د هغو لپاره به څوك داسې ملګري هم نه وي چې له الله پرته يې مرسته وكړي، او څوك چې الله يې بې لارې كړي نو بيا هغه لره هيڅ لار نشته.

ٱسۡتَجِيبُواْ لِرَبِّكُم مِّن قَبۡلِ أَن يَأۡتِيَ يَوۡمٞ لَّا مَرَدَّ لَهُۥ مِنَ ٱللَّهِۚ مَا لَكُم مِّن مَّلۡجَإٖ يَوۡمَئِذٖ وَمَا لَكُم مِّن نَّكِيرٖ﴿٤٧

47د خپل رب حكم ومنئ مخكې تر دې چې د الله له لوري داسې ورځ راشي چې بيا د هغې ايسارېده نشته، په هغه ورځ به تاسي لره نه د پټونې ځاى وي، او نه ستاسي د منكرېدو څه لار.

فَإِنۡ أَعۡرَضُواْ فَمَآ أَرۡسَلۡنَٰكَ عَلَيۡهِمۡ حَفِيظًاۖ إِنۡ عَلَيۡكَ إِلَّا ٱلۡبَلَٰغُۗ وَإِنَّآ إِذَآ أَذَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ مِنَّا رَحۡمَةٗ فَرِحَ بِهَاۖ وَإِن تُصِبۡهُمۡ سَيِّئَةُۢ بِمَا قَدَّمَتۡ أَيۡدِيهِمۡ فَإِنَّ ٱلۡإِنسَٰنَ كَفُورٞ﴿٤٨

48بيا كه هغوى مخ واړولو نو ته مو پرې ساتونكى نه يې لېږلى، پر تا له ښكاره تبليغه پرته بل څه نشته، او موږ چې كله انسان ته له خپل لوري څه رحمت وروڅكو نو پرې خوشاله شي او كه څه مصیبت ورورسیږي په سبب د هغه ګناهونو چې مخکې لیږلي لاسونو د دوی (بيا هغه) انسان په رېښتيا نا شكره دى.

لِّلَّهِ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ يَخۡلُقُ مَا يَشَآءُۚ يَهَبُ لِمَن يَشَآءُ إِنَٰثٗا وَيَهَبُ لِمَن يَشَآءُ ٱلذُّكُورَ﴿٤٩

49الله لره د آسمانو او ځمكې پاچايي ده، څه چې غواړي هغه پيدا كوي، چا ته چې وغواړي انجونې ورکوي او چا ته چې وغواړي نارينه وركوي.

أَوۡ يُزَوِّجُهُمۡ ذُكۡرَانٗا وَإِنَٰثٗاۖ وَيَجۡعَلُ مَن يَشَآءُ عَقِيمًاۚ إِنَّهُۥ عَلِيمٞ قَدِيرٞ﴿٥٠

50يا جوړه نارينه او ښځينه وركوي، او چا ته يې چې خوښه شي شنډوي يې، بېشكه هغه ډېر پوه قادر دى.

۞ وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ ٱللَّهُ إِلَّا وَحۡيًا أَوۡ مِن وَرَآيِٕ حِجَابٍ أَوۡ يُرۡسِلَ رَسُولٗا فَيُوحِيَ بِإِذۡنِهِۦ مَا يَشَآءُۚ إِنَّهُۥ عَلِيٌّ حَكِيمٞ﴿٥١

51او نه ښایی هيڅ انسان ته چې الله ورسره وغږيږي، پرته له دې چې وحي به وي، يا له پردې شاته، يا كوم رسول وليږي او هغه د ده په حكم سره څه چې غواړي وحي كړي، په رېښتيا هغه لوړ [په اعتبار د مرتبې، ذات اوغلبې] حکمت والا دى.

وَكَذَٰلِكَ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ رُوحٗا مِّنۡ أَمۡرِنَاۚ مَا كُنتَ تَدۡرِي مَا ٱلۡكِتَٰبُ وَلَا ٱلۡإِيمَٰنُ وَلَٰكِن جَعَلۡنَٰهُ نُورٗا نَّهۡدِي بِهِۦ مَن نَّشَآءُ مِنۡ عِبَادِنَاۚ وَإِنَّكَ لَتَهۡدِيٓ إِلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ﴿٥٢

52همدارنګه وحې وکړه موږ تا ته د قران پخپل حکم او ته نه پوهیدې [مخکې له دې وحې] چې کتاب څه دی او ایمان څه دی؟ لیکن وګرځاوه موږ دا کتاب رڼا چې هدایت کوو چا ته یې چې وغواړو د خپلو بنده ګانو څخه او بیشکه ته ښودنه کوې د نیغې لارې.

صِرَٰطِ ٱللَّهِ ٱلَّذِي لَهُۥ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۗ أَلَآ إِلَى ٱللَّهِ تَصِيرُ ٱلۡأُمُورُ﴿٥٣

53د هغه الله لارې ته چې په آسمانونو او ځمكه كې ټول شته د هغه دي، خبر اوسئ چې (ټول) كارونه همغه الله ته ورګرځي.

RELATED SURAHS