Fussilat

فصلت

Explained in Detail54 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

حمٓ﴿١

1حم [1]

تَنزِيلٞ مِّنَ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ﴿٢

2راتلل د دې [قران] د ډیر او همیشه مهربان ذات لخوا.

كِتَٰبٞ فُصِّلَتۡ ءَايَٰتُهُۥ قُرۡءَانًا عَرَبِيّٗا لِّقَوۡمٖ يَعۡلَمُونَ﴿٣

3يو داسې كتاب دى چې آيتونه يې بېل بېل څرګند بيان شوي چې عربي قرآن دى د هغه قوم لپاره چې پوهيږي.

بَشِيرٗا وَنَذِيرٗا فَأَعۡرَضَ أَكۡثَرُهُمۡ فَهُمۡ لَا يَسۡمَعُونَ﴿٤

4زېرى وركوونكى او وېروونكى، خو بيا هم زياترو يې مخ وګرځولو او نه يې اوري.

وَقَالُواْ قُلُوبُنَا فِيٓ أَكِنَّةٖ مِّمَّا تَدۡعُونَآ إِلَيۡهِ وَفِيٓ ءَاذَانِنَا وَقۡرٞ وَمِنۢ بَيۡنِنَا وَبَيۡنِكَ حِجَابٞ فَٱعۡمَلۡ إِنَّنَا عَٰمِلُونَ﴿٥

5او هغوى وايي چې زموږ زړونه په پردو كې دي له هغه څه نه چې ته مو وربولې په غوږو كې مو دروندوالى او زموږ او ستا ترمنځ يوه پرده ده نو (خپل) كار كوه موږ هم (خپل) كار كوونكي يو.

قُلۡ إِنَّمَآ أَنَا۠ بَشَرٞ مِّثۡلُكُمۡ يُوحَىٰٓ إِلَيَّ أَنَّمَآ إِلَٰهُكُمۡ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞ فَٱسۡتَقِيمُوٓاْ إِلَيۡهِ وَٱسۡتَغۡفِرُوهُۗ وَوَيۡلٞ لِّلۡمُشۡرِكِينَ﴿٦

6ووايه: یقینا زه خو ستاسي په شان بشر يم، وحي راته كيږي چې ستاسي الله په رېښتيا يوازې يو الله دى نو تاسي د همغه لور ته ورنېغ (متوجه) شئ او بخښنه ترې وغواړئ او د مشركانو لپاره تباهي ده.

ٱلَّذِينَ لَا يُؤۡتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَهُم بِٱلۡأٓخِرَةِ هُمۡ كَٰفِرُونَ﴿٧

7هغوى زكات نه وركوي او له آخرته هم منكر دي.

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَهُمۡ أَجۡرٌ غَيۡرُ مَمۡنُونٖ﴿٨

8ېشكه كومو كسانو چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي د هغوی لپاره نه ختمېدونكى اجر دى.

۞ قُلۡ أَئِنَّكُمۡ لَتَكۡفُرُونَ بِٱلَّذِي خَلَقَ ٱلۡأَرۡضَ فِي يَوۡمَيۡنِ وَتَجۡعَلُونَ لَهُۥٓ أَندَادٗاۚ ذَٰلِكَ رَبُّ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿٩

9ووايه آيا تاسو له هغه ذاته انكار كوئ چې ځمكه يې په دوو ورځو كې پيدا كړه او له هغه سره شريكان ټاكئ؟ همدا د مخلوقاتو پالونكى دى.

وَجَعَلَ فِيهَا رَوَٰسِيَ مِن فَوۡقِهَا وَبَٰرَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَآ أَقۡوَٰتَهَا فِيٓ أَرۡبَعَةِ أَيَّامٖ سَوَآءٗ لِّلسَّآئِلِينَ﴿١٠

10او په هغې كې يې د پاسه غرونه پيدا كړل او بركت يې پكې واچولو او په څلورو ورځو كې يې خوراكونه ور وټاكل، د (ټولو) پوښتنه کوونكو لپاره يو شان برابر.

ثُمَّ ٱسۡتَوَىٰٓ إِلَى ٱلسَّمَآءِ وَهِيَ دُخَانٞ فَقَالَ لَهَا وَلِلۡأَرۡضِ ٱئۡتِيَا طَوۡعًا أَوۡ كَرۡهٗا قَالَتَآ أَتَيۡنَا طَآئِعِينَ﴿١١

11بيا یې آسمان ته اراده وکړه او هغه لوګی و نو هغه او ځمكې ته يې وويل: دواړه راشئ په خوښه يا ناخوښه! دواړو وویل: په خوښۍ (تابعدار) راغلي يو.

فَقَضَىٰهُنَّ سَبۡعَ سَمَٰوَاتٖ فِي يَوۡمَيۡنِ وَأَوۡحَىٰ فِي كُلِّ سَمَآءٍ أَمۡرَهَاۚ وَزَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنۡيَا بِمَصَٰبِيحَ وَحِفۡظٗاۚ ذَٰلِكَ تَقۡدِيرُ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡعَلِيمِ﴿١٢

12نو هغه بيا په دوو ورځو كې اووه اسمانونه جوړ كړل او په هر اسمان كې يې (مناسب) احكام وحي كړل او د دنيا اسمان مو په چراغونو ښكلى كړ او ومو ساتلو، دا د برلاسي ډېر پوه ذات اندازه کول دي.

فَإِنۡ أَعۡرَضُواْ فَقُلۡ أَنذَرۡتُكُمۡ صَٰعِقَةٗ مِّثۡلَ صَٰعِقَةِ عَادٖ وَثَمُودَ﴿١٣

13نو كه مخ يې وګرځولو بيا ورته ووايه چې ما له سخت عذاب نه ووېرولئ، لكه د عاد او ثمود [تندر او تیزه سیلۍ].

إِذۡ جَآءَتۡهُمُ ٱلرُّسُلُ مِنۢ بَيۡنِ أَيۡدِيهِمۡ وَمِنۡ خَلۡفِهِمۡ أَلَّا تَعۡبُدُوٓاْ إِلَّا ٱللَّهَۖ قَالُواْ لَوۡ شَآءَ رَبُّنَا لَأَنزَلَ مَلَٰٓئِكَةٗ فَإِنَّا بِمَآ أُرۡسِلۡتُم بِهِۦ كَٰفِرُونَ﴿١٤

14كله چې هغوى ته يې رسولان مخامخ او له څټه ورغلل چې يوازې له الله پرته د بل څه عبادت مه کوئ، هغوى ويل: كه زموږ رب غوښتي واى نو پرېښتې به يې راكوزې كړې وای! نو تاسي چې له كوم شي سره رالېږل شوي ياست، موږ ترې منكر يو.

فَأَمَّا عَادٞ فَٱسۡتَكۡبَرُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ بِغَيۡرِ ٱلۡحَقِّ وَقَالُواْ مَنۡ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةًۖ أَوَلَمۡ يَرَوۡاْ أَنَّ ٱللَّهَ ٱلَّذِي خَلَقَهُمۡ هُوَ أَشَدُّ مِنۡهُمۡ قُوَّةٗۖ وَكَانُواْ بِـَٔايَٰتِنَا يَجۡحَدُونَ﴿١٥

15پس عاديانو په ناحقه په ځمكه كې لويي وكړه او ويل يې چې څوك له موږه په قوت كې زيات دي؟ آيا هغوى نه دي ليدلي چې كوم ذات هغوى پيدا كړل، هغه ترې زيات قوي دى؟ او هغوى به زموږ له آيتونو انكار كولو.

فَأَرۡسَلۡنَا عَلَيۡهِمۡ رِيحٗا صَرۡصَرٗا فِيٓ أَيَّامٖ نَّحِسَاتٖ لِّنُذِيقَهُمۡ عَذَابَ ٱلۡخِزۡيِ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَاۖ وَلَعَذَابُ ٱلۡأٓخِرَةِ أَخۡزَىٰۖ وَهُمۡ لَا يُنصَرُونَ﴿١٦

16نو پر هغو مو يوه تیزه سيلۍ ورولېږله په (همغو) شومو ورځو كې تر څو د دنيا په ژوندانه كې لا د سپكاوي عذاب وروڅكو او د آخرت عذاب خو هرومرو لازيات رسوا کوونکی دى او هغوى سره به مرسته ونشي.

وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيۡنَٰهُمۡ فَٱسۡتَحَبُّواْ ٱلۡعَمَىٰ عَلَى ٱلۡهُدَىٰ فَأَخَذَتۡهُمۡ صَٰعِقَةُ ٱلۡعَذَابِ ٱلۡهُونِ بِمَا كَانُواْ يَكۡسِبُونَ﴿١٧

17هر چې ثموديان دي نو هغو ته مو (دواړه) لارې وښودلې خو هغوى د لارښوونې پر وړاندې ړوندوالى غوره وګڼلو نو بيا د سپكاوي د عذاب يوې سختې كړېكې راګير كړل، د هغه څه له امله چې هغوى به كول.

وَنَجَّيۡنَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ﴿١٨

18او هغه كسان مو وژغورل چې ايمان يې راوړى و او تقوى به يې كوله.

وَيَوۡمَ يُحۡشَرُ أَعۡدَآءُ ٱللَّهِ إِلَى ٱلنَّارِ فَهُمۡ يُوزَعُونَ﴿١٩

19او هغه ورځ (درياده كړئ) چې د الله دښمنان به جهنم ته ورغونډيږي او هغوى به كتار كتار كړى شي.

حَتَّىٰٓ إِذَا مَا جَآءُوهَا شَهِدَ عَلَيۡهِمۡ سَمۡعُهُمۡ وَأَبۡصَٰرُهُمۡ وَجُلُودُهُم بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ﴿٢٠

20تر دې چې دوى هغه (اور) ته ورشي نو پر هغوى به يې غوږونه، سترګې او پوستكي شاهدي وايي د هغو کړنو له امله چې هغوى به كول.

وَقَالُواْ لِجُلُودِهِمۡ لِمَ شَهِدتُّمۡ عَلَيۡنَاۖ قَالُوٓاْ أَنطَقَنَا ٱللَّهُ ٱلَّذِيٓ أَنطَقَ كُلَّ شَيۡءٖۚ وَهُوَ خَلَقَكُمۡ أَوَّلَ مَرَّةٖ وَإِلَيۡهِ تُرۡجَعُونَ﴿٢١

21او هغوى به خپلو پوستكو ته وايي چې ولې مو پر موږ شاهدي وويله؟ وايي به هغه الله وغږولو چې هر شى يې غږولی دی او همغه په لومړي ځل هم پيدا كړي ياست او (ټول به) هغه ته ورګرځول كيږئ.

وَمَا كُنتُمۡ تَسۡتَتِرُونَ أَن يَشۡهَدَ عَلَيۡكُمۡ سَمۡعُكُمۡ وَلَآ أَبۡصَٰرُكُمۡ وَلَا جُلُودُكُمۡ وَلَٰكِن ظَنَنتُمۡ أَنَّ ٱللَّهَ لَا يَعۡلَمُ كَثِيرٗا مِّمَّا تَعۡمَلُونَ﴿٢٢

22او تاسي (له خپل ځانه) خپل عملونه نه پټول چې (ښايي) بيا به مو خپل غوږونه، سترګې او پوستكي شاهدي درباندې ووايي، خو تاسي دا ګومان كړى و چې الله ستاسي په ډېرو عملونو نه پوهيږي.

وَذَٰلِكُمۡ ظَنُّكُمُ ٱلَّذِي ظَنَنتُم بِرَبِّكُمۡ أَرۡدَىٰكُمۡ فَأَصۡبَحۡتُم مِّنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ﴿٢٣

23او دا ستاسي همغه ګومان و چې په خپل پالونکي مو كړى و كوم چې تباه يې كړئ او (نن) تاوانيان وګرځېدئ.

فَإِن يَصۡبِرُواْ فَٱلنَّارُ مَثۡوٗى لَّهُمۡۖ وَإِن يَسۡتَعۡتِبُواْ فَمَا هُم مِّنَ ٱلۡمُعۡتَبِينَ﴿٢٤

24نو كه هغوى صبر وكړي، پس هستوګنځى يې اور دى، او كه غواړي چې زموږ ملامتیا دې ومنل شي نو نه دي دوی له هغو کسانو څخه چې د الله عتاب [ملامتیا] ورڅخه لرې کړای شوې وي.

۞ وَقَيَّضۡنَا لَهُمۡ قُرَنَآءَ فَزَيَّنُواْ لَهُم مَّا بَيۡنَ أَيۡدِيهِمۡ وَمَا خَلۡفَهُمۡ وَحَقَّ عَلَيۡهِمُ ٱلۡقَوۡلُ فِيٓ أُمَمٖ قَدۡ خَلَتۡ مِن قَبۡلِهِم مِّنَ ٱلۡجِنِّ وَٱلۡإِنسِۖ إِنَّهُمۡ كَانُواْ خَٰسِرِينَ﴿٢٥

25او هغوى ته مو څه ملګري ټاكلي وو، نو څه يې چې په مخكې و [دنیا] او څه يې چې تر شا و [داخرت څخه انکار] هغه يې ورته ښايسته كړل او [اور ته به داخل شي] د پېريانو او انسانانو له هغو امتونو سره چې ترې مخكې تېر شوي وو، پر هغوى هم وینا د عذاب د الله ثابته شوه، بېشكه هغوى تاوانيان وو.

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَا تَسۡمَعُواْ لِهَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانِ وَٱلۡغَوۡاْ فِيهِ لَعَلَّكُمۡ تَغۡلِبُونَ﴿٢٦

26او كوم خلك چې كافر شوي وو، هغوى وويل: دې قرآن ته غوږ مه نيسئ او شور ماشور پكې جوړوئ، ښايي چې برلاسي شئ.

فَلَنُذِيقَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ عَذَابٗا شَدِيدٗا وَلَنَجۡزِيَنَّهُمۡ أَسۡوَأَ ٱلَّذِي كَانُواْ يَعۡمَلُونَ﴿٢٧

27نو كوم خلك چې كافر شوي هغو ته به هرومرو سخت عذاب وروڅكو او د دوى د هغو ډېرو بدو اعمالو بدله به وركوو چې كول به يې.

ذَٰلِكَ جَزَآءُ أَعۡدَآءِ ٱللَّهِ ٱلنَّارُۖ لَهُمۡ فِيهَا دَارُ ٱلۡخُلۡدِ جَزَآءَۢ بِمَا كَانُواْ بِـَٔايَٰتِنَا يَجۡحَدُونَ﴿٢٨

28دا د الله د دښمنانو جزا اور دى، هلته د هغوى لپاره تلپاتې كور دى، د هغه څه بدله چې دوى به زموږ له آيتونو انكار كولو.

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ رَبَّنَآ أَرِنَا ٱلَّذَيۡنِ أَضَلَّانَا مِنَ ٱلۡجِنِّ وَٱلۡإِنسِ نَجۡعَلۡهُمَا تَحۡتَ أَقۡدَامِنَا لِيَكُونَا مِنَ ٱلۡأَسۡفَلِينَ﴿٢٩

29او كوم خلك چې كافر شوي هغوى به ووايي: زموږ ربه! د پېريانو او انسانانو هغه دوه (ډلې) راوښایاست كوم چې موږ يې بې لارې كړي يو، تر څو له خپلو پښو يې لاندې كړو چې هغوى دواړه تر ټولو ښكتني شي.

إِنَّ ٱلَّذِينَ قَالُواْ رَبُّنَا ٱللَّهُ ثُمَّ ٱسۡتَقَٰمُواْ تَتَنَزَّلُ عَلَيۡهِمُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ أَلَّا تَخَافُواْ وَلَا تَحۡزَنُواْ وَأَبۡشِرُواْ بِٱلۡجَنَّةِ ٱلَّتِي كُنتُمۡ تُوعَدُونَ﴿٣٠

30بېشكه هغه كسان چې وايي زموږ رب الله دى بيا پرې ټينګ هم شي، نو پر هغوى به پرېښتې رانازليږي چې مه وېرېږئ او مه خپه كيږئ او په هغه جنت خوشاله اوسئ چې ژمنه يې درسره كېدله.

نَحۡنُ أَوۡلِيَآؤُكُمۡ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا وَفِي ٱلۡأٓخِرَةِۖ وَلَكُمۡ فِيهَا مَا تَشۡتَهِيٓ أَنفُسُكُمۡ وَلَكُمۡ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ﴿٣١

31موږ د دنيا په ژوندانه كې هم ستاسي ملګري يو او په آخرت كې هم او هلته به ستاسي لپاره هر هغه څه وي چې ستاسي زړه يې غواړي او په هغه كې چې څه غواړئ هغه درته شته.

نُزُلٗا مِّنۡ غَفُورٖ رَّحِيمٖ﴿٣٢

32(دا) مېلمستيا ده د بخښونكي مهربان (الله) له لوري.

وَمَنۡ أَحۡسَنُ قَوۡلٗا مِّمَّن دَعَآ إِلَى ٱللَّهِ وَعَمِلَ صَٰلِحٗا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ ٱلۡمُسۡلِمِينَ﴿٣٣

33او تر هغه زيات غوره وينا والا څوک دى چې د الله په لور بلنه كوي، نېک عمل كوي او وايي چې زه له مسلمانانو څخه يم.

وَلَا تَسۡتَوِي ٱلۡحَسَنَةُ وَلَا ٱلسَّيِّئَةُۚ ٱدۡفَعۡ بِٱلَّتِي هِيَ أَحۡسَنُ فَإِذَا ٱلَّذِي بَيۡنَكَ وَبَيۡنَهُۥ عَدَٰوَةٞ كَأَنَّهُۥ وَلِيٌّ حَمِيمٞ﴿٣٤

34نیکي او بدي سره برابر نه دي؛ په ښایسته خصلتونو د بدۍ مخنیوی کوه؛ نو په دغه وخت کې بيا به هغه كس چې ستا او د هغه تر منځ دښمني وي، لكه يو مهربان دوست داسې شي.

وَمَا يُلَقَّىٰهَآ إِلَّا ٱلَّذِينَ صَبَرُواْ وَمَا يُلَقَّىٰهَآ إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٖ﴿٣٥

35او دا (خصلت) پرته له هغو چې صبر يې كړى وي، بل چاته نه وركول كيږي او له لويې برخې والا پرته يې بل څوك نه شي موندلاى.

وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ ٱلشَّيۡطَٰنِ نَزۡغٞ فَٱسۡتَعِذۡ بِٱللَّهِۖ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ﴿٣٦

36او كه د شيطان لخوا څه وسوسه درلوېدله نو په الله پورې پنا غواړه، بېشكه هغه ښه پوه اورېدونكى دى.

وَمِنۡ ءَايَٰتِهِ ٱلَّيۡلُ وَٱلنَّهَارُ وَٱلشَّمۡسُ وَٱلۡقَمَرُۚ لَا تَسۡجُدُواْ لِلشَّمۡسِ وَلَا لِلۡقَمَرِ وَٱسۡجُدُواْۤ لِلَّهِۤ ٱلَّذِي خَلَقَهُنَّ إِن كُنتُمۡ إِيَّاهُ تَعۡبُدُونَ﴿٣٧

37او د هغه له نښانو څخه شپه، ورځ، لمر او سپوږمۍ ده، مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته، او (يوازې) هغه الله ته سجده وكړئ چې هغه (ټول) يې پيدا كړي دي، كه چېرې تاسو يوازې د هغه بندګي کوئ.

فَإِنِ ٱسۡتَكۡبَرُواْ فَٱلَّذِينَ عِندَ رَبِّكَ يُسَبِّحُونَ لَهُۥ بِٱلَّيۡلِ وَٱلنَّهَارِ وَهُمۡ لَا يَسۡـَٔمُونَ۩﴿٣٨

38خو كه هغوى لويي كوي نو څوک چې ستا له رب سره دي [ ملایک]، هغوى شپه او ورځ د هغه تسبيح (پاکي) وايي او نه ستومانه كيږي.

وَمِنۡ ءَايَٰتِهِۦٓ أَنَّكَ تَرَى ٱلۡأَرۡضَ خَٰشِعَةٗ فَإِذَآ أَنزَلۡنَا عَلَيۡهَا ٱلۡمَآءَ ٱهۡتَزَّتۡ وَرَبَتۡۚ إِنَّ ٱلَّذِيٓ أَحۡيَاهَا لَمُحۡيِ ٱلۡمَوۡتَىٰٓۚ إِنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٌ﴿٣٩

39او د هغه له نښانو څخه دا دي چې ته ځمكه وينې چې وچه (شاړه) ده خو كله چې موږ ورباندې اورښت وکړو، نو سره وخوځيږي او راوپړسيږي، په رېښتيا همغه ذات دی چې دا يې راژوندۍ كړه هرومرو د مړو راژوندى كوونكى هم دى، بېشكه هغه په هر څه ځواکمن دى.

إِنَّ ٱلَّذِينَ يُلۡحِدُونَ فِيٓ ءَايَٰتِنَا لَا يَخۡفَوۡنَ عَلَيۡنَآۗ أَفَمَن يُلۡقَىٰ فِي ٱلنَّارِ خَيۡرٌ أَم مَّن يَأۡتِيٓ ءَامِنٗا يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۚ ٱعۡمَلُواْ مَا شِئۡتُمۡ إِنَّهُۥ بِمَا تَعۡمَلُونَ بَصِيرٌ﴿٤٠

40په رېښتيا هغه خلك چې زموږ په آيتونو كې كوږوالى كوي، له موږه پټ نه دي، آيا نو څوك چې په اور كې غورځول كيږي هغه غوره دى، كه هغه څوك چې د قيامت په ورځ بې غمه راشي؟ څه چې غواړئ هغه وكړئ، هغه ستاسو د هغو كارو چې كوئ يې ښه ليدونكى دى.

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بِٱلذِّكۡرِ لَمَّا جَآءَهُمۡۖ وَإِنَّهُۥ لَكِتَٰبٌ عَزِيزٞ﴿٤١

41بېشكه څوك چې په دې ذكر (قرآن) كافر شول كله چې ورته راغلو (هغوى هم پټ نه دي)، حال دا چې هغه يو ډېر قوي كتاب دى.

لَّا يَأۡتِيهِ ٱلۡبَٰطِلُ مِنۢ بَيۡنِ يَدَيۡهِ وَلَا مِنۡ خَلۡفِهِۦۖ تَنزِيلٞ مِّنۡ حَكِيمٍ حَمِيدٖ﴿٤٢

42چې هغه ته باطل نه له مخې ورتللى شي نه له څټه يې، د حكمت والا ستايل شوي (الله) له لوري نازل شوى دى.

مَّا يُقَالُ لَكَ إِلَّا مَا قَدۡ قِيلَ لِلرُّسُلِ مِن قَبۡلِكَۚ إِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغۡفِرَةٖ وَذُو عِقَابٍ أَلِيمٖ﴿٤٣

43تا ته خو بل څه نه ويل كيږي پرته له هغه چې له تا مخكې رسولانو ته ويل شوي و په رېښتيا ستا رب خامخا بخښنې والا او د دردوونکي عذاب څښتن دى.

وَلَوۡ جَعَلۡنَٰهُ قُرۡءَانًا أَعۡجَمِيّٗا لَّقَالُواْ لَوۡلَا فُصِّلَتۡ ءَايَٰتُهُۥٓۖ ءَا۬عۡجَمِيّٞ وَعَرَبِيّٞۗ قُلۡ هُوَ لِلَّذِينَ ءَامَنُواْ هُدٗى وَشِفَآءٞۚ وَٱلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ فِيٓ ءَاذَانِهِمۡ وَقۡرٞ وَهُوَ عَلَيۡهِمۡ عَمًىۚ أُوْلَٰٓئِكَ يُنَادَوۡنَ مِن مَّكَانِۭ بَعِيدٖ﴿٤٤

44او كه هغه مو د عجمي ژبې قرآن ګرځولى واى نو خامخا به هغوى ويلي و چې د دې آيتونه ولې څرګند نه دي بيان شوي؟ آيا عجمي (كتاب) او عربي (رسول)؟ ووايه: دا د هغو خلكو لپاره چې ايمان يې راوړى هدايت او شفاء ده، او كوم كسان چې باور نه كوي د هغوى په غوږونو كې دروندوالى دى، او هغه پر دوى ړوندوالى دى هغوى داسې خلک دي (لكه) چې د لرې ځاى نه اّواز ورته كيږي.

وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَا مُوسَى ٱلۡكِتَٰبَ فَٱخۡتُلِفَ فِيهِۚ وَلَوۡلَا كَلِمَةٞ سَبَقَتۡ مِن رَّبِّكَ لَقُضِيَ بَيۡنَهُمۡۚ وَإِنَّهُمۡ لَفِي شَكّٖ مِّنۡهُ مُرِيبٖ﴿٤٥

45او بېشكه موږ موسى ته كتاب وركړى و خو په هغه كې هم اختلاف وكړى شو او كه هغه خبره نه واى چې ستا د رب لخوا مخكې (ټاكل) شوې ده، نو خامخا به يې تر منځه پرېكړه شوې وه او په رېښتيا دوى له هغه نه په يو پرېشانوونكي شک كې دي.

مَّنۡ عَمِلَ صَٰلِحٗا فَلِنَفۡسِهِۦۖ وَمَنۡ أَسَآءَ فَعَلَيۡهَاۗ وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّٰمٖ لِّلۡعَبِيدِ﴿٤٦

46چا چې نېک عمل وكړ نو د خپل ځان لپاره يې دى او چا چې بد وكړل نو (بد) هم پر هغه دي او ستا رب پر بندګانو ظلم كوونكى نه دى.

۞ إِلَيۡهِ يُرَدُّ عِلۡمُ ٱلسَّاعَةِۚ وَمَا تَخۡرُجُ مِن ثَمَرَٰتٖ مِّنۡ أَكۡمَامِهَا وَمَا تَحۡمِلُ مِنۡ أُنثَىٰ وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلۡمِهِۦۚ وَيَوۡمَ يُنَادِيهِمۡ أَيۡنَ شُرَكَآءِي قَالُوٓاْ ءَاذَنَّٰكَ مَا مِنَّا مِن شَهِيدٖ﴿٤٧

47د قيامت پوهه (يوازې) هغه ته ورګرځي، نه راوزي هیڅ نوعه میوه له خپل وږی څخه او نه باروي یوه ښځینه حمل او نه یې زیږوي مګر دا ټول د الله په علم کې دي او په هغه ورځ چې آواز ورته وكړي: چېرې دي زما شريكان؟ هغوى به وايي: موږ خبر دركوو تا ته په دی خبره چې نشته په موږ كې هیڅوك چې هغه ګواهي وکړي په شرک.

وَضَلَّ عَنۡهُم مَّا كَانُواْ يَدۡعُونَ مِن قَبۡلُۖ وَظَنُّواْ مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٖ﴿٤٨

48او څه يې چې مخکې رابلل هغه به ترې ورك شي او باور به وكړي چې (اوس) د هغوى لپاره د خلاصون ځاى نشته.

لَّا يَسۡـَٔمُ ٱلۡإِنسَٰنُ مِن دُعَآءِ ٱلۡخَيۡرِ وَإِن مَّسَّهُ ٱلشَّرُّ فَيَـُٔوسٞ قَنُوطٞ﴿٤٩

49انسان د خير (مال) له غوښتنې څخه نه ستړى كيږي، او كه څه تكليف ورته ورسي نو بيا ډېر ناهيلى (نا اميد) وي.

وَلَئِنۡ أَذَقۡنَٰهُ رَحۡمَةٗ مِّنَّا مِنۢ بَعۡدِ ضَرَّآءَ مَسَّتۡهُ لَيَقُولَنَّ هَٰذَا لِي وَمَآ أَظُنُّ ٱلسَّاعَةَ قَآئِمَةٗ وَلَئِن رُّجِعۡتُ إِلَىٰ رَبِّيٓ إِنَّ لِي عِندَهُۥ لَلۡحُسۡنَىٰۚ فَلَنُنَبِّئَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بِمَا عَمِلُواْ وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنۡ عَذَابٍ غَلِيظٖ﴿٥٠

50او كه (بيا) زموږ لخوا كوم رحمت وروڅكو له هغه تكليف وروسته چې ور رسېدلى و، هرومرو به وايي چې دا خو زما لپاره دی، او ګومان نه كوم چې قيامت راتلونكى وي، او كه (فرضاً) د خپل رب لور ته وګرځول شوم نو له هغه سره به مې هم غوره (برخه) وي! نو څوك چې كافر شوی وي هغوى به هرومرو په هغو عملونو خبر كړو چې کړي يې دي او له سخت عذابه به (خوند) وروڅكو.

وَإِذَآ أَنۡعَمۡنَا عَلَى ٱلۡإِنسَٰنِ أَعۡرَضَ وَنَـَٔا بِجَانِبِهِۦ وَإِذَا مَسَّهُ ٱلشَّرُّ فَذُو دُعَآءٍ عَرِيضٖ﴿٥١

51او كله چې په انسان څه پیرزوینه د یو نعمت وکړو نو مخ واړوي، او پر څنګ لرې شي، او كله چې څه تكليف ور ورسي، نو بيا د اوږدې دعا څښتن شي. [کنایه ده له ډیرو دعاګانو څخه]

قُلۡ أَرَءَيۡتُمۡ إِن كَانَ مِنۡ عِندِ ٱللَّهِ ثُمَّ كَفَرۡتُم بِهِۦ مَنۡ أَضَلُّ مِمَّنۡ هُوَ فِي شِقَاقِۭ بَعِيدٖ﴿٥٢

52ته ووايه: خبر راکړئ كه چېرې وي دا (قرآن) د الله له لوري بيا کفر کوئ تاسو پدې باندې نو تر هغه چا به زيات بې لارې څوك وي چې هغه په (دومره) لرې مخالفت كې وي.

سَنُرِيهِمۡ ءَايَٰتِنَا فِي ٱلۡأٓفَاقِ وَفِيٓ أَنفُسِهِمۡ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمۡ أَنَّهُ ٱلۡحَقُّۗ أَوَلَمۡ يَكۡفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ شَهِيدٌ﴿٥٣

53زر دی موږ به در وښایو تاسو ته خپلې نښې په څنډو (د اسمان) کې، او ستاسو په نفسونو کې، تر څو ورته ښكاره شي چې دا (قران) حق دى، آيا ستا رب كافي نه دى په هر شي ګواه.

أَلَآ إِنَّهُمۡ فِي مِرۡيَةٖ مِّن لِّقَآءِ رَبِّهِمۡۗ أَلَآ إِنَّهُۥ بِكُلِّ شَيۡءٖ مُّحِيطُۢ﴿٥٤

54خبر اوسئ چې هغوى له خپل پالونکي سره په مخامخ كېدلو كې شكمن دي، خبر اوسئ چې بېشكه هغه له هر شي راچاپېر دى.

RELATED SURAHS