الجن
The Jinn • 28 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1ووايه: ماته وحي شوې ده چې د پېريانو يوې ډلې غوږ نيولى و، بيا يې (خپل قوم ته) وويل: بېشكه موږ يو عجيبه قرآن واورېدلو.
2چې سمې لارې ته ښوونه كوي؛ نو موږ هم ومنلو او هيڅكله به له خپل پالونکي سره هيڅوک هم شريك نه كړو.
3او دا چې زموږ د پالونکي شان ډېر لوړ دى، هغه نه څوك مېرمن او نه زوى نيولى.
4او دا چې زموږ احمق په الله پورې ناحقه خبرې كولې.
5او بېشكه موږ ګومان كړى و چې هيڅكله به الله پورې انسان او پېرى درواغ ونه وايي.
6او دا چې د انسانانو څه كسانو به د پېريانو پر څه كسانو پورې پناه اخېسته نو لا يې بې لاري ورزياته كړه.
7او ستاسو غوندې هغوى هم ګومان كړى و چې الله به هيڅوك بېرته را ژوندي نه كړي.
8او موږ د آسمان پلټنه وكړه نو هغه مو له سختو څوكيدارانو او سوځوونكو ستورو ډك وموند.
9او دا چې پخوا به موږ د غوږ نيولو لپاره د هغه د ناستې ځايونو كې كېناستلو، خو اوس چې څوك غوږ نيسي هغه د ځان لپاره يو څارونکی اور غورځوونكى ستورى مومي.
10او موږ نه پوهيږو چې آيا د ځمكې اوسېدونكو ته د بدۍ اراده شوې او كه رب يې سمه لار ورښوول غواړي.
11او دا چې له موږ څخه ځينې نېکان دي او ځينې له دې پرته، موږ بېلا بېلې ډلې يو.
12او دا چې موږ ګومان كولو چې نه په ځمكه كې الله بېوسه كولاى شو او نه يې په تېښته كمزورى كولاى شو.
13او موږ چې كله لارښوونه واورېدله، ايمان مو پرې راوړ، نو څوك چې پر خپل رب ايمان راوړي، هغه بيا نه له تاواني كېدو وېريږى نه له زیاتي نه.
14او دا چې له موږ ځينى مسلمانان دي او ځينى مو ظالمان، نو چا چې اسلام راوړ، هغوى سمه لار وموندله.
15او كوم چې بې انصافه دي، هغوى به د جهنم خس خشاك وي.
16او دا چې (الله ويلي) كه هغوى پر سمه لار برابر شوي واى نو موږ به پر ډېرو اوبو خړوبه كړي وو.
17چې هغوى پكې وازمويو، او څوك چې د خپل رب له ذكره مخ اړوي، هغه به يې سخت عذاب ته ورننباسي.
18او دا چې جوماتونه د الله لپاره دي، نو (هلته) له الله سره هيڅوك مه رابولئ.
19او دا چې كله د الله بنده (محمد صلی الله عليه وسلم) د هغه بللو ته پاڅېد، نېږدې و چې هغوى (پېريان) سر په سر هغه باندې ورولويږي.
20ورته ووايه: زه خو یوازې خپل پالونکی رابولم او بل هيڅوك نه ورسره شريكوم.
21ورته ووايه: زه تاسي ته نه د تاوان رسولو واك لرم او نه د خير ښېګڼې.
22ورته ووايه: ما له الله څخه هيڅوك نشي خلاصولى او نه به هيڅكله پرته له هغه بل د پناه ځاى ومومم.
23مګر د الله له لوري تبليغ او پيغام رسول (زما كار دى) او څوك چې الله او د هغه له رسوله سرغړوي نو په رېښتيا د هغه لپاره د جهنم اور دى، تل تر تله به هلته پكې اوسېدونكي وي.
24تر څو هغه څه وويني چې ژمنه يې ورسره كيږي، بيا به پوه شي چې د چا ملاتړى كمزورى او د شمېر له پلوه ډېر كم دى.
25ورته ووايه: زه نه پوهېږم، څه چې تاسې سره يې ژمنه كيږي هغه به نېږدې وي، كه زما پالونکی هغه ته څه ډېره زمانه ټاكي.
26هغه پر پټو پوه دى نو په خپلو پټو هيڅوك نه خبروي.
27پرته له هغه استازي څخه چې هغه يې (د پټو د څه پوهې لپاره) غوره كړى وي، نو د هغه وړاندې وروسته هم ساتونكي څوكيداران روانوي.
28تر څو معلومه كړي چې د هغه پيغامونه يې (سم) رسولي دي او الله د هغوى پر هر څه چاپېر دى او هر څه يې په شمېر شمېرلي ساتلي دي.