المزمل
The Enshrouded One • 20 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1اې ځان نغښتونكيه!
2ودریږه د شپې مګر لږ.
3نيمايي يې، يا څه لږ ترې كم كړه.
4يا څه پرې زيات كړه او قرآن په كرار کرار لوله.
5.(دا دى) موږ پر تا يو دروند كلام نازلوو.
6بېشكه د شپى په برخو کې لوستل ډیر جوښت وي زړه ته او ډیره سیده وینا وي.
7په رېښتيا ستا لپاره د ورځې ډېره بوختيا ده.
8او د خپل پالونکي نوم يادوه او د هغه لور ته پوره ګوښى شه.
9هغه د ختيځ او لوېديځ څښتن دى، له هغه پرته بل معبود نشته نو همغه خپل وكيل ونيسه.
10او پر هغه څه صبر كوه چې دوى يې وايي او په ښه توګه ترې بېل شه.
11ما او دغه د نعمت والا درواغ ګڼونكي سره پرېږده او هغوى ته لږ مهلت وركړه.
12بېشکه موږ سره درنې زولنې او بل اور دى.
13او په مرۍ (ستوني) كې نېښلېدونکي خواړه او دردوونکی عذاب دی.
14هغه ورځ چې ځمكه او غرونه ولړزيږي او غرونه به د شګو خپره شوې ډېرۍ (غوندې) وي.
15بېشكه موږ تاسي ته همغسې يو رسول پر تاسې د شاهد په توګه لېږلى لكه چې فرعون ته مو يو رسول لېږلى و.
16خو فرعون له هغه رسوله سر غړونه وکړه؛ نو بيا مو ډېر سخت راګېر كړ.
17نو كه تاسې يې ونه منئ بيا به هغه ورځ څنګه ځان ساتئ چې ماشومان بوډاګان كوي.
18آسمان به پرې چاودېدونکی وي، د هغه ژمنه كېدونكې ده.
19بېشکه دغه نصيحت دى، نو د چا چې خوښه وي د خپل پالونکي خواته دې لار غوره کړي.
20بېشكه ستا پالونکی پوهيږي چې ته كله د شپې دوه پر دريو برخو ته نېږدې او (كله) نيمايي برخه يې او كله يې درېيمه برخه (په عبادت) درېږې او يوه ډله له هغو خلکو چې له تا سره دي. او الله د شپى ورځې وختونه حسابوي، هغه پوه دى چې تاسې وخت سم نشئ شمېرلى نو بخښنه يې درته وكړه، اوس نو چې له قرآنه څومره درته اّسانه وي، هغومره ولولئ. هغه ته معلومه ده چې پر تاسي كې به ځينى ناروغان وي، ځينې نور به ځمكه كې سفر كوي، د الله فضل به لټوي او څه نور به د الله په لار كې جنګيږي، نو چې څه درته آسانه وي همغومره ترې لولئ او لمونځ ترسره كوئ، زكات وركوئ او الله ته غوره پور وركوئ. او كومه ښېګڼه چې تاسې يې خپل ځان ته وړاندې لېږئ، هغه به له الله سره مومئ، همغه ډېره ښه او اجر يې ډېر لوى دى. او له الله بخښنه غواړئ، بېشكه الله ښه بښونكى مهربان دى.