Al-Mulk

الملك

The Sovereignty30 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

تَبَٰرَكَ ٱلَّذِي بِيَدِهِ ٱلۡمُلۡكُ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٌ﴿١

1ډېر لوی او لوړ دى هغه ذات چې د هغه په لاس کې پاچاهي ده او هغه پر هر شي واکمن دى.

ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلۡمَوۡتَ وَٱلۡحَيَوٰةَ لِيَبۡلُوَكُمۡ أَيُّكُمۡ أَحۡسَنُ عَمَلٗاۚ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡغَفُورُ﴿٢

2هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پېدا كړ څو تاسي وازمايي چې له تاسې څخه كوم يو د ډېر ښه عمل كوونكى دى. او هغه زورور او بخښونكى دی.

ٱلَّذِي خَلَقَ سَبۡعَ سَمَٰوَٰتٖ طِبَاقٗاۖ مَّا تَرَىٰ فِي خَلۡقِ ٱلرَّحۡمَٰنِ مِن تَفَٰوُتٖۖ فَٱرۡجِعِ ٱلۡبَصَرَ هَلۡ تَرَىٰ مِن فُطُورٖ﴿٣

3هغه چې لاندې باندې يې اوه آسمانونه پيدا كړي، ته به د رحمان (الله) په پيدايښت كې هيڅ ګډوډي (بې نظمي) ونه مومې. بيا وګوره، آيا څه نيمګړتيا وينې؟

ثُمَّ ٱرۡجِعِ ٱلۡبَصَرَ كَرَّتَيۡنِ يَنقَلِبۡ إِلَيۡكَ ٱلۡبَصَرُ خَاسِئٗا وَهُوَ حَسِيرٞ﴿٤

4بيا بيا سترګې واړوه ستا نظر به ستومانه نامراده بېرته درستون شي.

وَلَقَدۡ زَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنۡيَا بِمَصَٰبِيحَ وَجَعَلۡنَٰهَا رُجُومٗا لِّلشَّيَٰطِينِۖ وَأَعۡتَدۡنَا لَهُمۡ عَذَابَ ٱلسَّعِيرِ﴿٥

5او بېشكه موږ نېږدې آسمان په چراغونو ښکلی كړى او هغه مو د شيطانانو لپاره ويشتونكي ګرځولي او هغوى (کافرانو) ته مو د بل اور عذاب چمتو كړى.

وَلِلَّذِينَ كَفَرُواْ بِرَبِّهِمۡ عَذَابُ جَهَنَّمَۖ وَبِئۡسَ ٱلۡمَصِيرُ﴿٦

6او هغو کسانو لره چې پر خپل پالونکي يې کفر کړی د دوزخ سزا ده او هغه د ورتـګ ډېر بد ځاى دى.

إِذَآ أُلۡقُواْ فِيهَا سَمِعُواْ لَهَا شَهِيقٗا وَهِيَ تَفُورُ﴿٧

7كله چې دوى پكې وغورځول شي نو غړمبېدل به يې واوري او هغه به خوټيږي.

تَكَادُ تَمَيَّزُ مِنَ ٱلۡغَيۡظِۖ كُلَّمَآ أُلۡقِيَ فِيهَا فَوۡجٞ سَأَلَهُمۡ خَزَنَتُهَآ أَلَمۡ يَأۡتِكُمۡ نَذِيرٞ﴿٨

8نږدې به وي چې له (ډېرې) غوسې وچوي، هر كله چې كومه ډله پكې وغورځول شي نو څوكيداران به يې وپوښتي چې آيا كوم وېروونكى نه و درغلى؟

قَالُواْ بَلَىٰ قَدۡ جَآءَنَا نَذِيرٞ فَكَذَّبۡنَا وَقُلۡنَا مَا نَزَّلَ ٱللَّهُ مِن شَيۡءٍ إِنۡ أَنتُمۡ إِلَّا فِي ضَلَٰلٖ كَبِيرٖ﴿٩

9هغوى به وايي: ولې نه، موږ ته وېروونكى راغلى و خو هغه مو درواغجن وګڼلو او ومو ويل چې الله هيڅ شى نه دي رانازل كړي، تاسې له لويې لار ورکۍ پرته بل څه كې نه ياست.

وَقَالُواْ لَوۡ كُنَّا نَسۡمَعُ أَوۡ نَعۡقِلُ مَا كُنَّا فِيٓ أَصۡحَٰبِ ٱلسَّعِيرِ﴿١٠

10او وايي به: كه موږ اورېدلاى يا پوهېدلاى، (اوس به) په دوزخيانو كې نه وو.

فَٱعۡتَرَفُواْ بِذَنۢبِهِمۡ فَسُحۡقٗا لِّأَصۡحَٰبِ ٱلسَّعِيرِ﴿١١

11نو (همداسې) هغوى پر خپله ګناه اقرار وكړ، نو تباهي ده دوزخیانو لره.

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَخۡشَوۡنَ رَبَّهُم بِٱلۡغَيۡبِ لَهُم مَّغۡفِرَةٞ وَأَجۡرٞ كَبِيرٞ﴿١٢

12په رېښتيا كوم كسان چې پر پټو له خپل پالونکي وېريږي، هغوى لره بخښنه او ستره بدله ده.

وَأَسِرُّواْ قَوۡلَكُمۡ أَوِ ٱجۡهَرُواْ بِهِۦٓۖ إِنَّهُۥ عَلِيمُۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ﴿١٣

13تاسې كه پټې خبرې كوئ يايې ښكاره کوئ، هغه آن د زړونو په رازونو خبر دى.

أَلَا يَعۡلَمُ مَنۡ خَلَقَ وَهُوَ ٱللَّطِيفُ ٱلۡخَبِيرُ﴿١٤

14آيا هغه (به) نه پوهيږي چې (هر څه يې) پيدا كړي دي؟ حال دا چې هغه په باريكيو پوه او ښه خبردار دى.

هُوَ ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُمُ ٱلۡأَرۡضَ ذَلُولٗا فَٱمۡشُواْ فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُواْ مِن رِّزۡقِهِۦۖ وَإِلَيۡهِ ٱلنُّشُورُ﴿١٥

15همغه ذات دى چې تاسې ته يې ځمكه اېل كړې، تاسې يې په څنډو (يا لارو) كې ګرځئ او د هغه روزي خورئ او همغه ته مو بيا ژوندي راپورته كېدل دي.

ءَأَمِنتُم مَّن فِي ٱلسَّمَآءِ أَن يَخۡسِفَ بِكُمُ ٱلۡأَرۡضَ فَإِذَا هِيَ تَمُورُ﴿١٦

16آيا له هغه ذاته بې غمه ياست چې په آسمان كې دى، چې په ځمكه مو ښخ كړي او يو دم هغه (ځمكه) سره خوځيږي.

أَمۡ أَمِنتُم مَّن فِي ٱلسَّمَآءِ أَن يُرۡسِلَ عَلَيۡكُمۡ حَاصِبٗاۖ فَسَتَعۡلَمُونَ كَيۡفَ نَذِيرِ﴿١٧

17آيا په امن یاست (نه ویریږئ) له هغه ذات نه چې په آسمان كې دى چې را وبه لیږي پر تاسې كاڼي، نو پوه به شئ چې څنګه دي ویرول زما.

وَلَقَدۡ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡ فَكَيۡفَ كَانَ نَكِيرِ﴿١٨

18او له هغوى مخكې چې كوم خلك وو، هغوى هم (رسولان) درواغجن ګڼلي و، نو بيا زما عذاب (يا نيول) څنګه و؟

أَوَلَمۡ يَرَوۡاْ إِلَى ٱلطَّيۡرِ فَوۡقَهُمۡ صَٰٓفَّٰتٖ وَيَقۡبِضۡنَۚ مَا يُمۡسِكُهُنَّ إِلَّا ٱلرَّحۡمَٰنُۚ إِنَّهُۥ بِكُلِّ شَيۡءِۭ بَصِيرٌ﴿١٩

19آيا هغوى خپل له پاسه مرغان وزرونه غوړوونكي او راټولوونكي نه دي كتلي؟ له رحمانه پرته يې بل څوك (په هوا كې) نه نيسي، بېشكه همغه د هر څه ښه ليدونكى دى.

أَمَّنۡ هَٰذَا ٱلَّذِي هُوَ جُندٞ لَّكُمۡ يَنصُرُكُم مِّن دُونِ ٱلرَّحۡمَٰنِۚ إِنِ ٱلۡكَٰفِرُونَ إِلَّا فِي غُرُورٍ﴿٢٠

20يا دا څوك دى چې هغه تاسي لپاره لښكر وي او د رحمان پر وړاندې مو مرسته وكړي؟ كافران يوازې په دوکه کې دي.

أَمَّنۡ هَٰذَا ٱلَّذِي يَرۡزُقُكُمۡ إِنۡ أَمۡسَكَ رِزۡقَهُۥۚ بَل لَّجُّواْ فِي عُتُوّٖ وَنُفُورٍ﴿٢١

21يا دا څوك دى چې تاسي ته روزي دركړي كه چېرې هغه (الله) خپله روزي بنده كړي؟ په اصل كې هغوى په سرغړاوي او کرکه كې خښ ننوتي دي.

أَفَمَن يَمۡشِي مُكِبًّا عَلَىٰ وَجۡهِهِۦٓ أَهۡدَىٰٓ أَمَّن يَمۡشِي سَوِيًّا عَلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ﴿٢٢

22آيا څوك چې پړمخې روان وي ښه لارموندونكى دى يا څوک چې سم برابر په نېغه لاره ځي.

قُلۡ هُوَ ٱلَّذِيٓ أَنشَأَكُمۡ وَجَعَلَ لَكُمُ ٱلسَّمۡعَ وَٱلۡأَبۡصَٰرَ وَٱلۡأَفۡـِٔدَةَۚ قَلِيلٗا مَّا تَشۡكُرُونَ﴿٢٣

23ته ووايه هغه داسې ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست او تاسو لره یې غوږونه او سترګې او زړونه جوړ کړي دي، ډېر لږ شکر وباسئ.

قُلۡ هُوَ ٱلَّذِي ذَرَأَكُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَإِلَيۡهِ تُحۡشَرُونَ﴿٢٤

24ورته ووايه: همغه (الله) دى چې تاسي يې پر ځمكه كې خپاره كړئ او د همغه لور ته به ورغونډ كړى شئ.

وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَٰذَا ٱلۡوَعۡدُ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ﴿٢٥

25او هغوى وايي: دا ژمنه به كله وي؟ كه تاسي رېښتيني ياست.

قُلۡ إِنَّمَا ٱلۡعِلۡمُ عِندَ ٱللَّهِ وَإِنَّمَآ أَنَا۠ نَذِيرٞ مُّبِينٞ﴿٢٦

26ووايه: دا علم خو يوازې له الله سره دى او زه خو ايله يو څرګند وېروونكى يم.

فَلَمَّا رَأَوۡهُ زُلۡفَةٗ سِيٓـَٔتۡ وُجُوهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَقِيلَ هَٰذَا ٱلَّذِي كُنتُم بِهِۦ تَدَّعُونَ﴿٢٧

27بيا چې دوى هغه له نېږدې ووينې، د كافرانو مخونه به بدرنګه شي او وبه ويل شي: دا همغه څه دي چې تاسې يې غوښتنه كوله.

قُلۡ أَرَءَيۡتُمۡ إِنۡ أَهۡلَكَنِيَ ٱللَّهُ وَمَن مَّعِيَ أَوۡ رَحِمَنَا فَمَن يُجِيرُ ٱلۡكَٰفِرِينَ مِنۡ عَذَابٍ أَلِيمٖ﴿٢٨

28ووايه: ما خبر كړئ، كه چېرى الله ما او زما ملګري تباه كړي يا رحم راباندې وكړي نو بيا به كافران له دردوونکي عذابه څوك ژغوري؟

قُلۡ هُوَ ٱلرَّحۡمَٰنُ ءَامَنَّا بِهِۦ وَعَلَيۡهِ تَوَكَّلۡنَاۖ فَسَتَعۡلَمُونَ مَنۡ هُوَ فِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٖ﴿٢٩

29ووايه: همغه رحمان دى چې موږ پرې ايمان راوړى او پر هغه مو بروسه کړې، نو تاسې به ژر پوه شئ چې څوك په ښكاره بې لارۍ كې دي.

قُلۡ أَرَءَيۡتُمۡ إِنۡ أَصۡبَحَ مَآؤُكُمۡ غَوۡرٗا فَمَن يَأۡتِيكُم بِمَآءٖ مَّعِينِۭ﴿٣٠

30ووايه: ماته خبر راكړئ چې كه ستاسو اوبه ښكته ننوځي، بيا به څوك روانې اوبه درته راولي؟

RELATED SURAHS