القلم
The Pen • 52 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1ن [1] قسم دى پر قلم او پر هغه څه چې ليكي يې.
2نه يې ته په نعمت د رب ستا لیونی.
3او بېشكه ستا لپاره هرومرو نه ختمېدونكې بدله ده.
4او ته په رېښتيا پر سترو اخلاقو (سم) يې.
5نو زر دی چې به ته هم ووینې او هغوى به هم وويني.
6چې له تاسو په كوم يوه كې لېونتوب دى.
7په رېښتيا همغه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې له لارې يې اوښتى او همغه په لار موندونكو هم ښه پوه دى.
8نو د درواغ ګڼونكو پيروي مه کوه.
9هغوى غواړي چې ته نرمي وكړې نو هغوى به هم نرمي وکړي.
10او مه د هر قسم خور سپك (سړي) پيروي کوه.
11چې عیب ویونکی، او د خبرو وړونكى راوړونكى [چغلي کوونکی] وي.
12د نېكۍ ايساروونكى، تېرى كوونكى ډیر بد کاره وي.
13بد زبانه سخت زړی دی (او) له دې (ټولو) وروسته ارمونی (حرامي) هم دى.
14په دې چې هغه د مال او زامنو څښتن دى.
15كله چې زموږ آيتونه پرې لوستل کيږي، وايي د پخوانيو کيسې دي.
16موږ به يې زر پر پوزه داغ وركېږدو.
17په رېښتيا چې هغوى (مكى والا) مو داسې وازمويل لكه د يو بڼ څښتنان مو چې ازمويلي وو، کله چې هغوى قسم وكړ چې هرومرو به يې سهار وختي مېوې شكوي.
18او ان شاء الله يې نه ويل.
19نو راغی د شپې په هغې باندې د شپې راتلونکی عذاب له طرفه د رب ستا نه او دوی ویده وو.
20نو د رېبلي كښت غوندې شو.
21بيا يې سهار يو بل ته نارې كړې.
22چې خپل كښت ته به وختي ځئ كه د مېوې راټولوونكي ياست.
23نو روان شول او پټ پټ سره غږېدل.
24چې نن خو به هلته يو بې وزله هم درباندې رانه شي.
25او سهار وختي په ايسارولو (ښه) برلاسي روان شول.
26خو كله يې چې وليد، وېلې: هرومرو مو لار غلطه كړې.
27نه، بلكې موږ (لكه چې) بې برخې شوي يو.
28تر ټولو منځني (غوره) يې وويل: ما نه درته ويل چې ولې تسبيح نه وايئ؟
29(بيا) هغوى (ټولو) وويل: زموږ پالونکي لره پاكي ده، په رېښتيا موږ ظالمان وو.
30نو ځينو يې پر ځينو پړه سره اچوله.
31دوی وویل: هاى بربادي ده موږ لره، یقینا موږ یو د حد نه تېریدونکي.
32ښايي زموږ رب په بدل كې ترې ښه (باغ) راكړي، موږ د خپل رب لور ته ورګرځو.
33عذاب همداسې وي او د آخرت عذاب له دې هم لا ډېر لوى دی، خو كاشكې هغوى پوهېدلاى.
34پرته له شکه د ځان ساتونکو لپاره يې له خپل پالونکي سره له نعمتونو ډك جنتونه دي.
35نو آيا موږ به مسلمانان د مجرمانو په څېر كړو.
36څه درباندې شوي؟ دا څنګه پرېکړه كوئ؟
37آيا له تاسي سره كوم كتاب دى چې په هغه کې لوستل کوئ.
38چې تاسې لپاره هلته هرومرو همغه څه دي چې خوښوئ يې؟
39يا تاسې لره تر قيامته پر موږ دا ژمنې دي چې ستاسو لپاره به همغه څه وي چې تاسې خپله يې پرېكړه كوئ؟
40ويې پوښته چې كوم يو يې په دې خبره ضامن دى.
41يا د هغوى څه شريكان دي (چې ذمه يې وهلې) نو خپل شريكان دې راولي، كه هغوى رېښتيني وي.
42په كومه ورځ چې سخته وېره راشي او هغوى سجدې كولو ته وبلل شي نو بيا به يې نه شي كولاى.
43سترګې به يې ټېټې او رسوايي به پرې خپرېدونكې وي. حال دا چې (په دنيا كې) سجدې ته بلل كېدل او هغوى روغ جوړ وو.
44نو ته ما او هغه څوك سره پرېږده چې دا خبره درواغ ګڼي. موږ به يې داسې په كرار كرار راونيسو چې هغوى به نه پوهيږي.
45او مهلت وركوم، بېشکه زما تدبير (پلان) ډېر پوخ دى.
46آيا ته څه بدله ترې غواړې چې هغوى د تاوان تر پېټي لاندې درانه شوي.
47يا له هغوى سره د پټو پوهه ده چې هغوى يې ليكي.
48نو د خپل رب حكم ته صبر كوه او د ماهی والا غوندې مه كېږه چې نارې يې كړې او له غمه ډك شوى و.
49كه د هغه د پالونکي لخوا لورينه ورباندې نه واى شوې نو هرومرو به ملامت شوى په يوه سپېره ډاګ غورځېدلى و.
50خو خپل پالونکي يې غوره کړ او له نېکانو يې وګرځولو.
51او كله چې هغه کسان چې کفر يې کړی دا نصيحت اوري نو نېږدې وي چې په خپلو سترګو دې له ځايه وښويوي او وايي چې هغه هرومرو لېونى دى.
52حال دا چې هغه د ټولو نړيوالو لپاره پرته له يو پنده بل څه نه دى.