Al-Haqqah

الحاقة

The Inevitable52 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

ٱلۡحَآقَّةُ﴿١

1یقینې آفت راتلونکی

مَا ٱلۡحَآقَّةُ﴿٢

2څه لوی دی یقیني آفت راتلونکی؟

وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلۡحَآقَّةُ﴿٣

3او څه پوهه کړې ته چې څه شی دی یقیني راتلونکی آفت؟

كَذَّبَتۡ ثَمُودُ وَعَادُۢ بِٱلۡقَارِعَةِ﴿٤

4دروغ ګڼلی و ثموديانو او عاديانو د زړونو ټکوونکی آفت

فَأَمَّا ثَمُودُ فَأُهۡلِكُواْ بِٱلطَّاغِيَةِ﴿٥

5نو ثموديان په يوه بې اندازې سخته چغه تباه شول

وَأَمَّا عَادٞ فَأُهۡلِكُواْ بِرِيحٖ صَرۡصَرٍ عَاتِيَةٖ﴿٦

6او هر چه عاديان و نو هلاک کړی شول په تېزې سیلۍ د حد نه تېریدونکې

سَخَّرَهَا عَلَيۡهِمۡ سَبۡعَ لَيَالٖ وَثَمَٰنِيَةَ أَيَّامٍ حُسُومٗاۖ فَتَرَى ٱلۡقَوۡمَ فِيهَا صَرۡعَىٰ كَأَنَّهُمۡ أَعۡجَازُ نَخۡلٍ خَاوِيَةٖ﴿٧

7چې الله هغه پرله پسې اوه شپى او اته ورځې ورباندې ګمارلې وه، نو دا خلك به دې پكې داسې پرېوتي ليدل لكه چې د كجورو ورستې تنې چې وي

فَهَلۡ تَرَىٰ لَهُم مِّنۢ بَاقِيَةٖ﴿٨

8نو آيا (اوس) د هغوى څوك پاتې شوي وينې؟

وَجَآءَ فِرۡعَوۡنُ وَمَن قَبۡلَهُۥ وَٱلۡمُؤۡتَفِكَٰتُ بِٱلۡخَاطِئَةِ﴿٩

9او راتګ کړی و فرعون او څوك چې ترې مخكې و او نسكور شوو كليو هم په لویه ګناه سره

فَعَصَوۡاْ رَسُولَ رَبِّهِمۡ فَأَخَذَهُمۡ أَخۡذَةٗ رَّابِيَةً﴿١٠

10نو سرغړونه یې وکړه د خپل پالونکي د رسول، نو ونیول (الله) دوی په نیولو سختو سره

إِنَّا لَمَّا طَغَا ٱلۡمَآءُ حَمَلۡنَٰكُمۡ فِي ٱلۡجَارِيَةِ﴿١١

11كله چې اوبه ډېرې طوفاني شوې نو موږ تاسي سپاره کړئ په روانې بېړۍ کې

لِنَجۡعَلَهَا لَكُمۡ تَذۡكِرَةٗ وَتَعِيَهَآ أُذُنٞ وَٰعِيَةٞ﴿١٢

12تر څو ستاسو لپاره يې درس وګرځوو او عبرت واخلي پند اخیستونکي غوږونه

فَإِذَا نُفِخَ فِي ٱلصُّورِ نَفۡخَةٞ وَٰحِدَةٞ﴿١٣

13نو كله چې په شپېلۍ كې پو كړى شي يو ځل پوكى

وَحُمِلَتِ ٱلۡأَرۡضُ وَٱلۡجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةٗ وَٰحِدَةٗ﴿١٤

14او پورته کړل شي زمكه او غرونه، نو وبه ټکول شي په ټکولو په یو ځل

فَيَوۡمَئِذٖ وَقَعَتِ ٱلۡوَاقِعَةُ﴿١٥

15نو پدغه ورځ به رامنځ ته شي رامنځ ته کېدونکی آفت

وَٱنشَقَّتِ ٱلسَّمَآءُ فَهِيَ يَوۡمَئِذٖ وَاهِيَةٞ﴿١٦

16او وبه چوي آسمان، نو هغه به پدغه ورځ کمزوری وي

وَٱلۡمَلَكُ عَلَىٰٓ أَرۡجَآئِهَاۚ وَيَحۡمِلُ عَرۡشَ رَبِّكَ فَوۡقَهُمۡ يَوۡمَئِذٖ ثَمَٰنِيَةٞ﴿١٧

17او پرېښتې به يې پر څنډو وي او ستا د پالونکي عرش به په هغه ورځ اتو پرېښتو پر ځانونو دپاسه بار كړى وي

يَوۡمَئِذٖ تُعۡرَضُونَ لَا تَخۡفَىٰ مِنكُمۡ خَافِيَةٞ﴿١٨

18په هغه ورځ به تاسي ور وړاندې كړاى شئ، ستاسي له عمله به هيڅ راز پټ پاتې نه شي

فَأَمَّا مَنۡ أُوتِيَ كِتَٰبَهُۥ بِيَمِينِهِۦ فَيَقُولُ هَآؤُمُ ٱقۡرَءُواْ كِتَٰبِيَهۡ﴿١٩

19نو د چا عملنامه چې د هغه په ښي لاس وركړل شوه، وايي به: ها، واخلئ زما عملنامه ولولئ!

إِنِّي ظَنَنتُ أَنِّي مُلَٰقٍ حِسَابِيَهۡ﴿٢٠

20پرته له شکه ما انګېرلې وه چې له خپل حساب سره مخامخ کېدونكى يم

فَهُوَ فِي عِيشَةٖ رَّاضِيَةٖ﴿٢١

21نو بيا به هغه په خوشاله ژوندانه كې وي

فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٖ﴿٢٢

22په اوچت جنت کې

قُطُوفُهَا دَانِيَةٞ﴿٢٣

23چې مېوې به يې (لاس ته) نېږدې وي

كُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ هَنِيٓـَٔۢا بِمَآ أَسۡلَفۡتُمۡ فِي ٱلۡأَيَّامِ ٱلۡخَالِيَةِ﴿٢٤

24خورئ، څښئ (ښه) په خوند سره، د هغو عملونو په بدله كې چې په تېرو ورځو كې مو وړاندې لېږلي وو

وَأَمَّا مَنۡ أُوتِيَ كِتَٰبَهُۥ بِشِمَالِهِۦ فَيَقُولُ يَٰلَيۡتَنِي لَمۡ أُوتَ كِتَٰبِيَهۡ﴿٢٥

25او د چا كتاب چې د هغه په كيڼ (چپ) لاس وركړل شي، نو وايي به: ارمان چې كتاب مې نه واى راكړل شوى

وَلَمۡ أَدۡرِ مَا حِسَابِيَهۡ﴿٢٦

26او نه پوهېدلی چې څه به وي حساب زما

يَٰلَيۡتَهَا كَانَتِ ٱلۡقَاضِيَةَ﴿٢٧

27كاشكې هغه (مرګ ) ختموونكى واى ما لره

مَآ أَغۡنَىٰ عَنِّي مَالِيَهۡۜ﴿٢٨

28مال مې هم څه رانه ايسار نه كړل

هَلَكَ عَنِّي سُلۡطَٰنِيَهۡ﴿٢٩

29واكمني مې هم تباه شوه

خُذُوهُ فَغُلُّوهُ﴿٣٠

30(وبه ويل شي) راويې نيسئ او ځنځير ورواچوئ

ثُمَّ ٱلۡجَحِيمَ صَلُّوهُ﴿٣١

31بيا يې دوزخ ته ورننباسئ

ثُمَّ فِي سِلۡسِلَةٖ ذَرۡعُهَا سَبۡعُونَ ذِرَاعٗا فَٱسۡلُكُوهُ﴿٣٢

32بيا يې په يو داسې ځنځير كې چې اويا ګزه يې اندازه وي، ځوړند کړئ

إِنَّهُۥ كَانَ لَا يُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ ٱلۡعَظِيمِ﴿٣٣

33بېشکه هغه پر لوى الله ايمان نه درلود

وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ ٱلۡمِسۡكِينِ﴿٣٤

34او هڅول یې نه کوله بې وزله ته په خوړو وركولو

فَلَيۡسَ لَهُ ٱلۡيَوۡمَ هَٰهُنَا حَمِيمٞ﴿٣٥

35نو نشته نن ده لره دلته کوم مخلص دوست

وَلَا طَعَامٌ إِلَّا مِنۡ غِسۡلِينٖ﴿٣٦

36او نه له زوو پرته څه خواړه

لَّا يَأۡكُلُهُۥٓ إِلَّا ٱلۡخَٰطِـُٔونَ﴿٣٧

37چې له ګناهګارانو پرته يې بل څوك نه خوري

فَلَآ أُقۡسِمُ بِمَا تُبۡصِرُونَ﴿٣٨

38نو داسې نده، زه قسم كوم پر هر هغه څه چې تاسې يې وينئ

وَمَا لَا تُبۡصِرُونَ﴿٣٩

39او پر هغه څه چې نه يې وينئ

إِنَّهُۥ لَقَوۡلُ رَسُولٖ كَرِيمٖ﴿٤٠

40چې بېشكه دا د يو عزتمن استازي وينا ده

وَمَا هُوَ بِقَوۡلِ شَاعِرٖۚ قَلِيلٗا مَّا تُؤۡمِنُونَ﴿٤١

41او د كوم شاعر خبره نه ده تاسي بيخې لږ ايمان راوړئ

وَلَا بِقَوۡلِ كَاهِنٖۚ قَلِيلٗا مَّا تَذَكَّرُونَ﴿٤٢

42او نه د كاهن (تالې كتونكي، غيب ويونكي) خبره ده، تاسې لږ پند اخلئ

تَنزِيلٞ مِّن رَّبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿٤٣

43دا د رب العالمين لخوا نازل شوى

وَلَوۡ تَقَوَّلَ عَلَيۡنَا بَعۡضَ ٱلۡأَقَاوِيلِ﴿٤٤

44او كه چېرې ده له ځانه موږ پسې څه خبرې جوړې كړې واى

لَأَخَذۡنَا مِنۡهُ بِٱلۡيَمِينِ﴿٤٥

45هرومرو به مو هغه په ښي لاس رانيولى واى

ثُمَّ لَقَطَعۡنَا مِنۡهُ ٱلۡوَتِينَ﴿٤٦

46بيا به مو د هغه د زړه رګ ترې غوڅ كړى واى

فَمَا مِنكُم مِّنۡ أَحَدٍ عَنۡهُ حَٰجِزِينَ﴿٤٧

47نو بيا به له تاسي هيڅوك له دې كاره زموږ ايساروونكي نه وو

وَإِنَّهُۥ لَتَذۡكِرَةٞ لِّلۡمُتَّقِينَ﴿٤٨

48او په رېښتيا دا د ځان ساتونکو لپاره يو پند دى

وَإِنَّا لَنَعۡلَمُ أَنَّ مِنكُم مُّكَذِّبِينَ﴿٤٩

49او بېشكه موږ پوهېږو چې له تاسي څه كسان درواغ ګڼونكي دي

وَإِنَّهُۥ لَحَسۡرَةٌ عَلَى ٱلۡكَٰفِرِينَ﴿٥٠

50او هغه پر کافرانو پښېماني ده

وَإِنَّهُۥ لَحَقُّ ٱلۡيَقِينِ﴿٥١

51او دا يقيني حق دى

فَسَبِّحۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلۡعَظِيمِ﴿٥٢

52نو د خپل لوى پالونکي پر نوم پاکي بيانوه

RELATED SURAHS