المعارج
The Ascending Stairways • 44 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1يو غوښتونكي د (هرومرو) پېښېدونكي عذاب غوښتنه وكړه.
2چې هغه د كافرانو لپاره دى (او) هيڅوك يې ايساروونکی نشته.
3د مرتبو څښتن الله له لوري.
4هغه ته پرېښتې او روح ورخېژي په هغه ورځ چې اندازه يې پنځوس زره كاله ده.
5نو ته صبر كوه، ښه صبر.
6هغوى خو يې لېرې انګېري.
7خو موږ يې نېږدې وينو.
8هغه ورځ چې اسمان ويلې شوې كلايي غوندې شي.
9او غرونه به د ټكول شوې وړۍ غوندې وي.
10او پوښتنه به نشې کولی یو دوست له بل دوست نه.
11ټول به ښودلی کیږي دوی ته، ارمان به کوي مجرم چې د هغې ورځې له عذابه د خلاصیدو په موخه خپل زامن په فدیه كې وركړي.
12او مېرمن او وروڼه يې.
13او خپله هغه كورنۍ چې هغه ته يې ځاى وركولو.
14او څوك چې په ځمكه كې دي هغه ټول، چې هغه وژغوري.
15هيڅكله [نه شي کیدای چې مجرم دي په فدیه خلاص شي]، هغه (اور) خو لمبې وهونكی دى.
16ویستونکی د اندامونو پوستکي لره.
17هر هغه څوك رابولي چې شايې ګرځولې او مخ يې اړولى.
18او مال يې راټول كړى او زېرمه كړى دى.
19په رېښتيا انسان بې حوصلې حرصناک پيدا شوى.
20چې بدي ور ورسي فرياد كوونكى وي.
21او چې ښېګڼه ورته ورسيږي نو بخيلي كوونكى شي.
22پرته له لمونځ كوونكو.
23هغوى چې پر خپلو لمونځونو تل كلك وي.
24او چې په مالونو كې يې ټاكلې برخه وي
25د سوالګر او بې وزله لپاره.
26او هغه کسان چې ریښتونې ګڼي ورځ د جزا.
27او هغوى چې د خپل پالونکي له عذابه وېرېدونكي وي.
28بېشكه چې د خپل پالونکي عذاب يې د بې غمۍ شى نه دى.
29او هغوى چې د خپلو عورتونو ساتونكي وي.
30پرته له خپلو مېرمنو او مينځو يې چې دوى پكې ملامتېدونكي نه دي.
31نو چا چې ولټاوه پرته لدې نه نو دغه کسان دوی له حد نه تېریدونکي دي.
32او هغوى چې د خپلو امانتونو او ژمنو خيال ساتونكي دي.
33او هغوى چې پر خپلو شاهديو ټينګ ولاړ دي.
34او هغوى چې د خپل لمانځه ساتنه كوي.
35دغه كسان به په جنتونو كې عزتمن اوسېدونكي وي.
36نو دا كافران له څه امله ستا په لور ځغلېدونكي دي.
37چې له ښي او كيڼ لورې ډلې ډلې ناست دي.
38آيا د هغوى هر كس هيله لري چې نعمتونو والا جنت ته به ننه اېستل شي؟
39هيڅكله نه، بېشكه هغوى مو له يو داسې شي پيدا كړي چې هغوى پرې پوهيږي.
40نو نه، زه قسم كوم د ختيځونو او لوېديځونو پر رب چې موږ بالكل قادر يو.
41په دې كار چې د هغوى په بدل كې ترې غوره خلك راولو او موږ بايلونكي (عاجز) نه يو.
42نو پرېږده يې چې خپلې ناندرۍ او لوبې كوي تر دې چې خپلې هغې ورځې سره مخامخ شي، چې لوظ يې ورسره كيږي.
43هغه ورځ چې په منډه به (له قبرونو) راوځي، لكه د بتانو درشلو ته چې ورځغلي.
44سترګې به يې ټيټې او ذلت به پرې راخپور وي، دا همغه ورځ ده چې هغوى سره يې ژمنه كېدله.