Nuh

نوح

Noah28 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

إِنَّآ أَرۡسَلۡنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوۡمِهِۦٓ أَنۡ أَنذِرۡ قَوۡمَكَ مِن قَبۡلِ أَن يَأۡتِيَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ﴿١

1بېشکه موږ نوح (عليه السلام) د هغه قوم ته ورلېږلي و چې خپل قوم دې ووېروه، مخكې له دې چې دردوونکی عذاب ورته راشي.

قَالَ يَٰقَوۡمِ إِنِّي لَكُمۡ نَذِيرٞ مُّبِينٌ﴿٢

2وېلې اې زما قومه! زه تاسو ته يو ښكاره وېروونكى (رسول) يم.

أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱتَّقُوهُ وَأَطِيعُونِ﴿٣

3دا چې الله ولمانځئ، ترې وډار شئ او زما خبره ومنئ.

يَغۡفِرۡ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمۡ وَيُؤَخِّرۡكُمۡ إِلَىٰٓ أَجَلٖ مُّسَمًّىۚ إِنَّ أَجَلَ ٱللَّهِ إِذَا جَآءَ لَا يُؤَخَّرُۚ لَوۡ كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ﴿٤

4ستاسي ګناهونه به دروبخښي او تر يوې ټاكلې نېټې به مو وځنډوي، بېشكه هغه وخت چې د الله نېټه راشي نو بيا نه ځنډيږي، كاشكې تاسې پوهېدلاى.

قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوۡتُ قَوۡمِي لَيۡلٗا وَنَهَارٗا﴿٥

5هغه وويل: اې زما ربه! ما شپه ورځ خپل قوم ته بلنه وركړه.

فَلَمۡ يَزِدۡهُمۡ دُعَآءِيٓ إِلَّا فِرَارٗا﴿٦

6خو زما بلنې نوره هم د هغوى تېښته (انكار او کرکه) زياته كړه.

وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوۡتُهُمۡ لِتَغۡفِرَ لَهُمۡ جَعَلُوٓاْ أَصَٰبِعَهُمۡ فِيٓ ءَاذَانِهِمۡ وَٱسۡتَغۡشَوۡاْ ثِيَابَهُمۡ وَأَصَرُّواْ وَٱسۡتَكۡبَرُواْ ٱسۡتِكۡبَارٗا﴿٧

7او ما به چې هر كله د دې لپاره رابلل چې ته بخښنه ورته وكړې نو هغوى به غوږونو كې ګوتې واچولې، په جامو كې به يې ځانونه ونغاړل، په همدې به يې ټينګار كولو او ډېره لويي به يې كوله.

ثُمَّ إِنِّي دَعَوۡتُهُمۡ جِهَارٗا﴿٨

8بيا مې هغوى ته په لوړ غږ بلنه وركړه.

ثُمَّ إِنِّيٓ أَعۡلَنتُ لَهُمۡ وَأَسۡرَرۡتُ لَهُمۡ إِسۡرَارٗا﴿٩

9بيا مې ښكاره او پټ پټ ویلي دي دوی ته په پټ ویلو سره.

فَقُلۡتُ ٱسۡتَغۡفِرُواْ رَبَّكُمۡ إِنَّهُۥ كَانَ غَفَّارٗا﴿١٠

10او ورته ومې ويل چې له خپل پالونکي مو بخښنه وغواړئ، هغه په رېښتيا ډېر بخښونكى دى.

يُرۡسِلِ ٱلسَّمَآءَ عَلَيۡكُم مِّدۡرَارٗا﴿١١

11آسمان به ډېر وروونكى درباندې راخوشی كړي.

وَيُمۡدِدۡكُم بِأَمۡوَٰلٖ وَبَنِينَ وَيَجۡعَل لَّكُمۡ جَنَّٰتٖ وَيَجۡعَل لَّكُمۡ أَنۡهَٰرٗا﴿١٢

12او په مالونو او زامنو به ستاسو مرسته وكړي، باغونه او ويالې به درته پيدا كړي.

مَّا لَكُمۡ لَا تَرۡجُونَ لِلَّهِ وَقَارٗا﴿١٣

13پر تاسي څه شوي چې د الله د درناوي عقيده نه لرئ.

وَقَدۡ خَلَقَكُمۡ أَطۡوَارًا﴿١٤

14حال دا چې تاسې يې په پړاو پړاو پيدا كړي ياست.

أَلَمۡ تَرَوۡاْ كَيۡفَ خَلَقَ ٱللَّهُ سَبۡعَ سَمَٰوَٰتٖ طِبَاقٗا﴿١٥

15آيا نه وينئ چې الله په څه ډول لاندې باندې اوه آسمانونه پيدا كړي دي؟

وَجَعَلَ ٱلۡقَمَرَ فِيهِنَّ نُورٗا وَجَعَلَ ٱلشَّمۡسَ سِرَاجٗا﴿١٦

16او په هغو كې يې سپوږمۍ روښانه او لمر ډېوه (ځلېدونکی) ګرځولى.

وَٱللَّهُ أَنۢبَتَكُم مِّنَ ٱلۡأَرۡضِ نَبَاتٗا﴿١٧

17او تاسې يې له ځمكې (په يوه خاص ډول) راوټوكولئ.

ثُمَّ يُعِيدُكُمۡ فِيهَا وَيُخۡرِجُكُمۡ إِخۡرَاجٗا﴿١٨

18بيا به مو بېرته هغې ته ورستانه كړي او (بيابه مو ) ترې راوباسې په راویستلو سره.

وَٱللَّهُ جَعَلَ لَكُمُ ٱلۡأَرۡضَ بِسَاطٗا﴿١٩

19او الله ستاسي لپاره ځمكه فرش ګرځولې.

لِّتَسۡلُكُواْ مِنۡهَا سُبُلٗا فِجَاجٗا﴿٢٠

20چې تاسي يې په پلنو پراخه لارو لاړ شئ.

قَالَ نُوحٞ رَّبِّ إِنَّهُمۡ عَصَوۡنِي وَٱتَّبَعُواْ مَن لَّمۡ يَزِدۡهُ مَالُهُۥ وَوَلَدُهُۥٓ إِلَّا خَسَارٗا﴿٢١

21نوح علیه السلام وويل: زما پالونکيه! هغوى زما خبره ونه منله او د هغه چا پيروي يې وكړه چې مال او اولاد يې له تاوانه پرته نور څه نه دي ور زيات كړي.

وَمَكَرُواْ مَكۡرٗا كُبَّارٗا﴿٢٢

22او دسیسه جوړې کړې ده هغوى ډېره لويه دسيسه.

وَقَالُواْ لَا تَذَرُنَّ ءَالِهَتَكُمۡ وَلَا تَذَرُنَّ وَدّٗا وَلَا سُوَاعٗا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسۡرٗا﴿٢٣

23او هغوى وويل: هيڅكله خپل معبودان مه پرېږدئ او هيڅكله ود، سواع، يغوث، يعوق او نسر مه پرېږدئ.

وَقَدۡ أَضَلُّواْ كَثِيرٗاۖ وَلَا تَزِدِ ٱلظَّٰلِمِينَ إِلَّا ضَلَٰلٗا﴿٢٤

24او بېشكه هغوى ډېر خلك بې لارې كړي دي او ته هم دغو ظالمانو ته پرته له بې لاريتوبه نور څه مه ورزياتوه.

مِّمَّا خَطِيٓـَٰٔتِهِمۡ أُغۡرِقُواْ فَأُدۡخِلُواْ نَارٗا فَلَمۡ يَجِدُواْ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ أَنصَارٗا﴿٢٥

25د (همدې) ګناهونو له امله (اوبو كې) غرق کړی شول او اور ته ننه اېستل شول، بيا يې له الله څوك ژغورونكي مرستندويان ونه موندل.

وَقَالَ نُوحٞ رَّبِّ لَا تَذَرۡ عَلَى ٱلۡأَرۡضِ مِنَ ٱلۡكَٰفِرِينَ دَيَّارًا﴿٢٦

26او نوح علیه السلام وويل: زما ربه! له دې كافرانو يو هم پر ځمكه اوسېدونكى مه پرېږده.

إِنَّكَ إِن تَذَرۡهُمۡ يُضِلُّواْ عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوٓاْ إِلَّا فَاجِرٗا كَفَّارٗا﴿٢٧

27ته كه هغوى پريږدې، په رېښتيا ستا بندګان بې لارې كوي او پرته له بد عمله كافره بل څوك نه زېږوي.

رَّبِّ ٱغۡفِرۡ لِي وَلِوَٰلِدَيَّ وَلِمَن دَخَلَ بَيۡتِيَ مُؤۡمِنٗا وَلِلۡمُؤۡمِنِينَ وَٱلۡمُؤۡمِنَٰتِۖ وَلَا تَزِدِ ٱلظَّٰلِمِينَ إِلَّا تَبَارَۢا﴿٢٨

28زما ربه! ماته بخښنه وكړې، مور او پلار ته مې، هغه چا ته چې ايمان راوړونكى زما كور ته راننوځي او مومنانو نارينه او ښځينه وو ته، او ظالمانو ته له تباهۍ پرته بل څه مه ور زياتوه.

RELATED SURAHS