هود
Hud • 123 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1الر [1]، (دا) يو داسې كتاب دى چې آيتونه يې محكم كړى شوي بيا په تفصيل بيان شوي د يو ځيرک او با خبر ذات له لوري.
2دا چې الله نه پرته بل څه مه لمانځئ، يقيناً زه د هغه له خوا تاسو ته يو وېروونكى او زېرى وركوونكى يم.
3او دا چې له خپل ربه مو بخښنه وغواړئ، بيا هغه ته توبه وكړئ چې تر يوې معلومې نېټې پورې تاسو ته د ژوند ښایسته وسايل دركړي، او هر د فضل خاوند ته به فضل وركړي، او كه تاسو مخ وګرځولو نو بيا خو پر تاسو د يوې سترې ورځې له عذابه وېرېږم.
4یوازې الله ته ستاسو ورګرځېدل دى او هماغه په هر څه قادر دی.
5خبر اوسئ! دوى خپلې سينې تاووي تر څو له هغه ځان پټ كړي خبردار اوسئ! كله چې دوى په جامو سره خپل ځان نغاړي نو هغه ته معلوم دي څه چې دوى پټوي او څه چې څرګندوي، بې شكه الله د سينو په رازونو ښه پوه دى.
6په ځمكه كې هېڅ داسې كوم خوځنده (ساكښ) نشته چې د هغه روزي پر الله نه وي، او هماغه ته يې استوګنځى هم معلوم دى او د ورسپارل كېدو ځاى هم، هر څه په يو روښانه دفتر كې دي.
7او دى هماغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل او عرش يې پر اوبو باندې و، تر څو تاسو وازمويي چې كوم يو مو په عمل كې غوره دى، او كه تا وويل چې (ای خلكو) تاسو له مرګه وروسته راپورته كېدونكي ياست نو حتماً به كافران وايي چې دا خو څرګندې كوډې دي.
8او كه له هغوى مو تر يوې ټاكلې مودې سزا وځنډوله نو خامخا به وايي چې دا څه شي ايساره كړې ده؟ واورئ! هغه ورځ چې (عذاب) ورته راشي نو ترې ايسارېدونكى به نه وى او هغه (عذاب) به ترې چاپېر شي كوم چې دوى به ملنډې ورپورې وهلې.
9اوكه چېرې موږ انسان ته خپل رحمت په برخه كړو او بيا يې بېرته ورڅخه واخلو نو هغه ناهيلی كېږي او په ناشكرۍ لاس پورې كوي.
10او كه له هغه كړاو نه وروسته چې پر هغه راغلى وْ موږ پر هغه د نعمت خوند و څكو نو وايي زما ټوله بيوزلي ايسته شوه، بيا هغه ډېره خوښي كوي او وياړي.
11پرته له هغو كسانو چې صبر يې كړى او ښه كارونه يې كړي، د هغوى لپاره بخښنه او لوى اجر دى.
12نو ښايي ته به د ځينو هغو خبرو پرېښودونكى يې چې تا ته وحې شوي او په دى به زړه تنګى يې چې دوى وايي ولې كومه خزانه ورباندې راتوی نه شوه؟ يا ولې كومه پرښته ورسره رانغله؟ ته يوازې وېروونكى يې او الله په هر شي څارونكى دى.
13ايا دوى وايي چې پېغمبر دا كتاب له ځانه په دروغو جوړ كړى دى؟ ووايه: ښه كه داسې ده نو د ده په څېر لس سورتونه په دروغو جوړ كړي راوړئ او له الله نه پرته نور چې هر څوک (ستاسي معبودان) دي هغوى كه د مرستې لپاره رابللى شئ نو راويې بلئ كه تاسي (د دوى په معبود ګڼلو كې) ريښتينوني ياست.
14اوس كه هغوى (ستاسي معبودان) ستاسي مرستې ته نه رسېږي نو وپوهېږئ چې دا د الله په علم سره نازل شوی دى او دا چې له الله پرته كوم بل حقيقي معبود نشته، نو آيا تاسي (دې حق ته) غاړه اېښودونکي یاست؟
15كوم خلک چې يوازې د همدې دنيا د ژوند او د هغې د ښكلاوْ غوښتونكي وي د هغو د كړو وړو ټوله ميوه موږ همدلته وركوو او په دې كې له هغو سره هېڅ كمى نه كېږي.
16دا هغه کسان دي چې نشته دوی ته په اخرت کې مګر اور (د دوزخ) او برباد شوي هغه عملونه چې کړي وو دوی په دنیا کې او باطل دي هغه عملونه چې دوی به په دنیا کې کول.
17آيا نو څوک چې د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل (ثابت) وي او يو بل شاهد هم د هغه له خوا ورپسې راغلى وي او ترې وړاندې د موسى (علیه السلام) كتاب هم د لارښود او رحمت په ډول موجود و، نو داسې خلک په هغه ايمان راوړي او څوک چې له دې ډلو په هغه كافر شي نو د وعدې ځاى يې اور دى، نو د هغه په باب په شک كې مه اوسه يقيناً هغه ستا د رب له خوا حق دى خو زياتره خلک باور نه كوي.
18او له هغه چا نه به بل غټ ظالم څوک وي چې پر الله دروغ وتړي؟ دغه راز خلک به د خپل رب حضور ته وړاندې كړاى شي او شاهدان به شاهدي ووايي چې دادي هغه خلک چې پر خپل رب يې دروغ تړلي وو، واورئ! پر ظالمانو د الله لعنت دى.
19پر هغو ظالمانو چې د الله له لارې نه خلک منع كوي، د هغه د لارې كوږوالى غواړي او له اخرت نه منكرېږي.
20دوى په ځمكه كې د الله بې وسې كوونكي نه وو او نه د الله په مقابل كې څوک د دوى ملاتړي و، دوى ته به اوس دوه چنده عذاب وركړل شي، دوى نه د بل چا اورېداى شوه او نه يې په خپله غور كاوه.
21دوى هغه خلك دي چې خپل ځان يې په خپله په زيان كې واچاوه او هغه هر څه ورڅخه ورک شول چې دوى دروغ تړلي وو.
22بله لار نه لري پرته له دې چې دوى به په اخرت كې تر ټولو زيات زيانمن اوسي.
23بې شکه هغه کسان چې ايمان يې راوړ او ښه كارونه يې وكړل او يوازې خپل رب ته په عاجزۍ شول، نو په يقيني ډول هغوى جنتيان دي او په جنت كې به هغوى د تل لپاره اوسېږي.
24د دې د واړو ډلو بېلګه داسې ده لكه چې يو انسان ړوند كوڼ وي او بل ليدونكى او اورېدونكى، ايا دا دواړه يو شان كيدلاى شي؟ آيا تاسي له دې مثال نه څه درس نه اخلئ؟
25او نوح (علیه السلام) مو د هغه قوم ته ورولېږلو (هغه وويل) چې زه تاسو ته يو څرګند خبردارى وركوونكى يم.
26دا چې له الله پرته بل څه مه لمانځئ، زه پر تاسو د دردوونكې ورځې له عذابه وېرېږم.
27نو د هغه د قوم كافر شوو سردارانو وويل: موږ خو تا د خپل ځان په څېر يو بشر ګورو، او نه دې وينو چې زموږ له ټېټو (بې پته) بې فكره (ساده) خلكو پرته بل چا ستا متابعت كړى وي او پر موږ باندې ستاسو كوم غوره والى هم نه دركې وينو، بلكه موږ خو تاسو دروغجن ګڼو.
28ويلې ای زما قومه! دې ته مو پام دى چې كه زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل يم او له خپلې خوا يې يو (ځانګړی) رحمت هم راكړى وي چې تاسو ونه شو ليدلى، آيا په داسې حال كې به يې په زور درباندې تپو چې تاسو يې بد ګڼونكي ياست؟
29او ای زما قومه! په دې خبره خو له تاسو څه مال نه غواړم، زما اجر له الله پرته، په بل چا نشته او نه زه د هغو كسانو شړونكى يم چې ايمان يې راوړى، هغوى له خپل رب سره مخامخ کېدونكي دي، خو زه تاسو ګورم چې جهالت كوئ.
30او اى قومه! كه زه دغه خلک وشړم نو د الله له نيونې څخه به ما څوک وژغوري؟ نو آیا پند نه اخلئ؟
31او زه تاسي ته نه وايم چې له ما سره د الله خزانې دي، نه دا وايم چې زه د غېبو علم لرم ، نه دا دعوه كوم چې زه پرښته يم، او زه دا هم نشم ويلى چې كوم خلک ستاسو په سترګو سپک ښکاري هغوی ته به الله كومه ښېګڼه ورنكړي، د هغو د نفسونو پر حالت الله ډېر ښه پوهېږي كه زه داسې ووايم نو ظالم به يم.
32هغوى وويل: اى نوحه! تا له موږ سره جګړه وكړه او ډېره جګړه دې وكړه، نو اوس هغه (عذاب) راوله چې ته يې اخطار راكوې، كه رښتونى يې.
33نو هغه ځواب وركړ: هغه خو به الله درته راولي، كه خوښه يې شي، او تاسو يې عاجزونكي نه ياست.
34او زما نصيحت څه ګټه نه در رسوي كه څه خير ښېګڼه مو وغواړم، كله چې الله ستاسو بې لارېتوب وغواړي، هماغه مو رب دى او هماغه ته به ورګرځولى شئ.
35آيا دوى وايي چې له ځانه يې دروغ جوړ كړي؟ ورته ووايه: كه له ځانه مې دروغ جوړ كړي وي نو د دې جرم ذمه وارى خپله پر ما ده، اوكوم جرم چې تاسو كوئ زه ترې بېزار يم.
36نوح علیه السلام ته وحي وشوه چې ستا له قوم نه چې كومو خلكو ايمان راوړ هغو راوړ، نور نو كوم منونكى نشته، د هغو پر كړو وړو غمجن كېدل پرېږده.
37او زموږ تر څارنې او لارښوونې لاندې بېړۍ جوړوه او چا چې ظلم كړى د هغوی په اړه سپارښتنه مه راته كوه هغوى خامخا ډوبېدونكي دي.
38او هغه بېړۍ جوړوله او هر كله چې د قوم څوک مشران به يې ورباندې تېرېدل نو پر هغه به يې ملنډې وهلې، هغه (نوح علیه السلام) وويل: كه اوس تاسو ملنډې راباندې وهئ نو موږ هم هماغسې ملنډې درباندې وهو.
39ډېر زر به تاسي ته معلومه شي چې پر چا هغه عذاب راځي چې رسوا به یې كړي او پر چا به تلپاتې عذاب را پريوځي.
40تر دې چې كله زموږ حكم راغى او (هغه) تنور وخوټېدلو موږ وويل: له هر ډول نه يوه يوه جوړه پكى سپاره كړه او خپله كورنى دې هم، پرته له هغو چې په هكله يې مخکې وينا شوې ده او هغه كسان هم (سپاره كړه) چې ايمان يې راوړى، او پرته له كمو خلكو ده سره نور چا ايمان نه و راوړى.
41او ويې ويل (نوح علیه السلام): په كې سپاره شئ! د الله په نامه يې روانېدل هم دي اودرېدل هم، بې شكه زما رب خامخا مهربان بخښونكى دى.
42او هغې به دوى د غرو شانته څپو كې وړل او نوح خپل زوى ته ورنارې كړې چې په يوه ګوښه كې و، زما بچیه! موږ سره سپور شه او له كافرانو سره مه كېږه.
43ويلې: ډېر زر به د غره سر ته وروړم چې له اوبو مې وساتي (نوح علیه السلام) وويل: نن د الله له حكمه څوک ژغورونكى نشته پرته له هغه چې (الله) رحم پرې وكړي او بيا يوه څپه د دواړو ترمنځ پرده شوه او هغه له ډوبېدونكو څخه شو.
44او وويل شول: ای ځمكې! اوبه دې وزغمه (جذب كړه) او اې آسمانه بند شه! او اوبه كمې شوې، پرېكړه سر ته ورسېدله او بېرۍ پر جودي (غره) تم شوه او وويل شول: د ظالمانو خلكو لپاره دې هلاكت وي.
45نوح (عليه السلام) خپل رب ته غږ وكړ نو ويې ويل: اى زما ربه! زما زوى زما له كورنۍ څخه دى او ستا وعده رېښتينې ده او ته له ټولو حاكمانو څخه لوى او غوره حاكم يې.
46ويې فرمايل (الله تعالی): ای نوحه! هغه ستا له اهل څخه نه دى هغه (خاوند د) بد عمل دى، نو د هغه څه غوښتنه مه رانه كوه چې تا سره يې علم نشته، زه درته نصيحت كوم چې ته له جاهلانو څخه نه شې.
47ويلې (نوح علیه السلام) زما ربه! زه تا پورې پناه اخلم له دې نه چې هغه څه درنه وغواړم كوم چې نه پرې پوهېږم، او كه ته بخښنه راته ونه كړي او رحم راباندې ونكړې نو زه به له تاوانيانو يم.
48وويل شول: اى نوحه! كوز شه، سلامتيا او بركتونه دې پر تا او پر هغو ډلو وي چې تاسره دي، او څه نورې ډلې چې د ګټې اخيستو څه موقع به وركړو بيا به زموږ له خوا دردناک عذاب ور ورسيږي.
49دا غيبي خبرونه دي چې تاته يې وحى كوو، له دې مخكې، نه ته ورباندې پوهېدلې او نه ستا قوم، نو صبر وكړه، يقيناً ښه انجام د متقيانو دى.
50او عاديانو ته مو د هغوى ورور هود (عليه السلام) ورواستولو ويلې اى زما قومه! الله ولمانځئ، له هغه پرته (په حقه سره) ستاسو كوم بل معبود نشته، تاسو بل څه نه، يوازې دروغ تړونكي ياست.
51ای زما قومه! په دې خو له تاسو څه اجر نه غواړم، زما اجر صرف پر هغه ذات دى چې زه يې پيدا كړى يم، آيا نو عقل نه كاروئ؟
52او ای قومه! له خپل رب نه مو بخښنه وغواړئ بيا د هغه لور ته (په توبې ویستلو) وروګرځئ، چې له آسمانه ډېر ورېدونكى (باران) پر تاسي راولېږي او له (موجوده) ځواک سره به نور ځواک هم در زيات كړي او د مجرمانو په څېر مخ مه ګرځوئ.
53هغوى وويل: ای هوده! له كوم څرګند دليل سره نه يې راته راغلى او ستا په وينا د خپلو معبودانو پرېښودونکي نه یو، او نه دې په خبره باور كوونكي يو.
54موږ له دې پرته بل څه نه وايو چې زموږ ځينو معبودانو به څه ضرر در رسولى وي، ويې ويل: زه الله شاهدوم او تاسو هم شاهدان اوسئ چې زه بېزار يم له هغه څه چې تاسو يې ورسره شريكوئ.
55له هغه (الله) پرته، نو تاسو ټول ماته څه چل جوړ كړئ او بيا هېڅ مهلت مه راكوئ.
56بې شكه ما پر الله بروسه كړې چې زما او ستاسو رب دی، هېڅ داسې خوځېدونكى نشته چې هغه يې د پيكي (د تندي د وېښتانو) رانيوونكى نه وي، بې شكه زما رب پر سمه لار باندې دى.
57نو كه تاسو مخ واړوئ ما خو هغه پيغام در ورسولو چې تاسو ته پرې رالېږل شوى وم، او زما رب به ستاسو پر ځاى بل قوم راولي، او تاسو هغه ته څه ضرر نه شئ رسولى، بې شكه زما رب پر هر څه ساتونكى دى.
58او كله چې زموږ حكم راغى، نو په خپل رحمت سره مو هود (عليه السلام) او هغه كسان وژغورل چې له هغه سره يې ايمان راوړى و، او له يو سخت عذابه مو بچ كړل.
59او دا عاديان دي چې د خپل رب له آيتونو منكر شول، دهغه له رسولانو يې سرغړونه وكړه او د (حق) د هر سركښ دښمن د امر تابعداري يې وكړه.
60او بيا په دې دنيا كې هم لعنت ورپسې شو او د قيامت په ورځ هم، واورئ عاديان په خپل رب كافران شول، واورئ! د هود قوم عاديانو ته دې لرې والى وي (د الله له رحمته).
61او ثموديانو ته مو د هغوى ورور صالح ورواستولو، ويې ويل اى قومه! د الله عبادت وکړئ، له هغه پرته (په حق سره) ستاسو كوم بل معبود نشته، هماغه تاسو له ځمكى راپيدا او پكې آباد يې كړئ، نو بخښنه ترې وغواړئ او د هغه لور ته راوګرځئ بې شكه زما رب نږدې، دعا قبلوونكى دى.
62ويلې اى صالحه! تاته په موږ كې له دې وړاندې هيلې كېدې، آيا له دې مو ايساروې چې هغه څه ولمانځو كوم چې زموږ پلرونو به لمانځل، او يقيناً موږ د هغه څه په اړه چې ته مو وربلې پرېشانوونكي شک كې يو.
63ويې ويل ای قومه! كه چېرې زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل (ولاړ) يم او له خپلې خوا يې يو رحمت هم راكړى وي نو كه اوس يې سرغړونه وكړم څوک به مې مرسته وكړي، نو تاسو خو ماته پرته له تاوانه بل څه نه را زياتوئ.
64او اى زما قومه! دا د الله اوښه ستاسي له پاره يوه نښانه ده، نو دا پرېږدئ چې د الله پر ځمكه څري، او په بدۍ لاس مه وروړئ (كنه) بيا به مو نږدې (وخت كې يو) عذاب راونيسي.
65خو هغه يې ټپي او مړه كړه، نو ورته ويې ويل صرف درې ورځې مو كورو كې ژوند وكړئ، دا نه دروغ كېدونكې وعده ده.
66نو كله چې زموږ امر راغى، په خپل رحمت سره مو صالح او هغه كسان وژغورل چې له ده سره يې ايمان راوړى و، او د هغې ورځې له رسوايي (مو خوندى كړل) بې شكه همدا ستا رب برلاسى ځواكمن دى.
67او چا چې ظلم كړى و، هغوى يوې سختې چغې راونيول، نو بيا ګهيځ خپلو سيمو كې پړمخې وچ مړه پراته وو.
68لكه چې له سره پكې اوسېدلي نه وي، واورئ، ثموديان په خپل رب كافر شول، واورئ ثموديانو ته (د الله له رحمته) لرې والى دى.
69او بې شکه ابراهيم (علیه السلام) ته زموږ استازي په زيري ورغلل، ويلې سلام دې وي، هغه وويل: پر تاسي دې هم سلام وي، نو بيا يې څه ځند ونه كړ چې وريت شوى خوسى يې ورته راوړو.
70خو چې ويې ليدل د هغوى لاسونه (خوړو ته) نه رسي، ويې نه پېژندل، او په زړه كې يې ترې وېره راوسته، هغوى وويل: مه وېرېږه موږ د لوط (علیه السلام) قوم ته را استول شوي يو.
71او مېرمن يې (هلته) ولاړه وه نو ويې خندل، موږ هغې ته د اسحاق او له اسحاق وروسته د يعقوب زېرى وركړ.
72هغې وويل ای زما افسوسه! اوس به يې زېږوم چې بوډۍ شوم او دا خاوند مې هم بوډا دى، بې شكه دا يو عجيبه شى (کار) دى.
73هغوى (پرښتو) ويل: آيا د الله له کاره تعجب كوې؟ ای د (دې) كور خلكو! د الله رحمت او بركتونه دې پر تاسو وي، بې شكه هغه ستايل شوى او د لوى شان والا دى.
74بيا كله چې له ابراهيم (علیه السلام) څخه ویره لرې شوه او زيرې ورته راغی نو د لوط (علیه السلام) د قوم په اړه یې له موږ سره شخړه کوله.
75بې شکه ابراهيم (علیه السلام) د ډېر زغم او نرم زړه خاوند او الله ته ورګرځېدونکی و.
76ای ابراهيمه! له دې تېر شه بې شكه چې ستا د رب حكم راغلى دى، او دوى ته نه ايسارېدونكى عذاب راتلونكى دى.
77او كله چې زموږ پریښتې لوط (علیه السلام) ته ورغلې نو د هغو په راتګ سره هغه ډېر ناخوښه او زړه تنګى شو او ويې ويل چې نن ډېره سخته ورځ ده.
78او قوم يې په منډه ورته راغى او دوی وړاندې هم بد كارونه كول، ويلې اى قومه! دا زما لوڼې ستاسو لپاره ډېرې پاكې دي، نو الله نه ووېرېږى او ما د خپلو مېلمنو په هكله مه شرموئ، آيا په تاسو كې څوک پوهېدونكى سړى نشته؟
79هغوى ويل: تاته خو معلومه ده چې ستا په لوڼو كې زموږ څه حاجت نشته او ته په دې هم پوهېږي چې موږ څه غواړو.
80هغه وويل: كاشكې مې ستاسو په خلاف ځواک درلودلای یا مې پیاوړې اسرې ته پناه وړلی شوی.
81ويلې اى لوطه! موږ ستا د رب استازي يو، دوى هېڅ (ضرر) نه شي در رسولى، نو د شپې په يوه برخه كې خپله كورنۍ روانه كړه او هېڅوك دې له تاسو بېرته نه راګوري، پرته له مېرمنې دې، يقيناً هغې ته هغه (عذاب) رسېدونكى دى چې هغوى ته ور رسيږى بې شكه د هغوى نېټه سهار ده، آيا سهار نږدې نه دى؟
82نو كله چې زموږ حكم راغى لاندې باندې (نسكور) مو كړل، او پرله پسې مو داسې كاڼي پرې واورول چې له خټو جوړ، په اور پاخه شوي وو.
83ستا د رب په وړاندې نښانه شوي (كاڼي)، او دا (عذاب) له ظالمانو څه لرې نه دى.
84او مدين ته مو د هغوى ورور شعيب ورواستولو، ويې ويل: اى قومه! الله ولمانځئ، له هغه پرته (په حق سره) ستاسو كوم بل معبود نشته، او پيمانه او تله كې كمى مه كوئ، زه مو (نن) په ښه حال ګورم او زه پر تاسو د چاپېرېدونكې ورځې له عذابه وېرېږم.
85اواى قومه پیمانه او تله په انصاف سره پوره كوئ او له خلكو یې شيان مه کموئ او په ځمكه كې ورانکاري مه ګرځئ.
86پاتې ګټه د الله له لوري تاسو ته غوره ده که چېرې تاسو مومنان یاست، او زه ستاسي ساتونکی نه یم.
87هغوی وویل: ای شعیبه! آیا لمونځ دې امر درته کوي چې هغه څه پرېږدو چې پلرونو مو یې عبادت کاوه، یا دا چې په خپلو شتمنیو کې هغه څه ونکړو چې غواړو یې؟ ته په ریښتیا زغمونکی، هوښیار یې.
88ويلې: اى قومه! آيا وينئ كه زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل (ولاړ) يم او له خپلې خوا يې ښه روزي هم راكړې وي، او دا هم نه غواړم چې له كومو كارو تاسو ايساروم، هغه په خپله وكړم، زه (ستاسو) له اصلاح پرته بل څه نه غواړم څومره چې كولى شم، او دا توفيق مې هم يوازې په الله دى، په هماغه مې بروسه ده او د هماغه لور ته ورګرځم.
89او اى قومه! زما سره دښمني مو د دې سبب نه شي چې تاسو ته هغسې عذاب در ورسي لكه د نوح قوم ته چې رسېدلى و، يا د هود قوم ته يا د صالح قوم ته، او د لوط قوم خو له تاسو څه لرې نه دى.
90او له خپل رب څخه مو بخښنه وغواړئ بيا د هغه لور ته وروګرځئ، بې شکه زما رب مهربان مينه ناك دى.
91هغوى وويل: اې شعيبه! ستا په زياترو خبرو موږ نه پوهېږو او په خپل منځ كې دې كمزورى وينو، او كه ستا دغه (كافر) خپلوان نه وى نو په كاڼو به مو ويشتلى وې او پر موږ خو څه عزتمن نه يې.
92(شعيب) وويل: ای قومه! آيا زما خپلوان پر تاسي له الله څخه زيات درانه دي؟ او هغه مو تر څټه شاته غورځولي، بې شكه زما رب له هغه څه را چاپېر دى چې تاسو يې كوئ.
93او ای زما قومه! تاسو په خپله كړنلاره كار كوئ، زه به يې په خپلې كوم، زر به وپوهېږئ چې په چا داسې عذاب راځي چې شرموي يې او څوک دروغجن دى؟ او انتظار كوئ، زه هم درسره انتظار كوونكى يم.
94او كله چې زموږ امر (د عذاب) راغى شعيب او هغه كسان مو وژغورل چې له ده سره يې ايمان راوړى و په خپل رحمت سره، او كومو كسانو چې ظلم كړى و، يوې سختې چغې راونيول نو بيا سهار په خپلو كورونو كې پړمخې مړه پر زنګنو پراته و.
95لكه چې له سره پكې اوسېدلي نه وو، واورئ! مدين ته هماغه شان لرې والى دى (د الله له رحمته) لكه چې ثموديانو ته لرې والى و.
96او خامخا موسى (علیه السلام) مو له خپلو نښانو او څرګند دليل سره ولېږلو.
97فرعون او د هغه قوم سردارانو ته، خو هغوى د فرعون د حكم تابعداري وكړه او د فرعون حكم په سمه لار برابر نه وو.
98هغه به د قيامت په ورځ د خپل قوم مخكښ شي نو اور ته به يې ننباسي او د ورتګ څومره بد ځاى دى چې څوك وروستل شي.
99او په دې دنيا كې هم لعنت ورپسې شو او د قيامت په ورځ هم، بده بدله ده چې وركړې شوې.
100دا د هغو كليو خبرونه دي چې تاته يې بيانوو، ځينې يې لا پرځاى ولاړ او ځينې رېبل شوي دي.
101او موږ ظلم ورباندې نه دى كړى خو هغوى پر خپلو ځانونو ظلم وكړ او هغو معبودانو يې هېڅ شى ترې ايسار نه كړل چې دوى به له الله پرته رابلل، كله چې ستا د رب امر راغلو، او له هلاكته پرته يې څه ورزيات نه كړل.
102او ستا د رب نيول خو همداسې وي كله چې هغه سيمې راونيسي كومې چې ظالمې وي، بې شكه د هغه نيول سخت دردناک دي.
103بې شکه په دې كې د هغه چا لپاره نښه ده چې د آخرت له عذابه ويريږي، دا يوه داسې ورځ ده چې خلک به ورته راټول شي او داسې ورځ ده چې ورته به حاضر شي.
104او نه وروسته كوو هغه، مګر يوې معلومې نېټى ته.
105هغه ورځ چې راشي نو د هغه له اجازې پرته به يو كس هم نه غږيږي، نو بيا به څوک بد بخته وي او څوک نېكبخته.
106څوک چې بدبخته وي، نو د هغوى به په دوزخ کې ستمېدل (په اوچت آواز سا اېستل) او پشېدل (په ټيټ آواز سا راښكل) وي.
107تلپاتې په هغه كې تر څو چې آسمانونه او ځمكه وي، مګر دا چې ستا رب څه وغواړي، بې شكه ستا رب د هغه څه كوونكى دى چې اراده يې وكړي.
108او هر هغه چې نېکبخته شول نو په جنت كې به تل تر تله اوسېدونكي وي تر څو چې آسمانونه او ځمكه وي، مګر دا چې ستا رب څه وغواړي، دا يوه نه غوڅېدونكې (ختمېدونكې) وركړه ده.
109نو ته د هغه څه په اړه شک كې مه لوېږه چې دا خلک يې عبادت کوي، دوى یوازې هماغسې عبادت كوي لكه چې مخكې يې پلرونو كولو او بې شکه موږ پرته له څه نيمګړتيا د هغوى د برخې پوره وركوونكي يو.
110او بې شكه موسى (علیه السلام) ته مو كتاب وركړى و خو په هغه كې هم اختلاف وشو او كه ستا د رب له خوا مخكې يوه خبره نه وى شوې نو (اوس) به يې ترمنځ پرېکړه شوې وه، او بې شکه دوى د هغه په اړه په پرېشانوونكي شک كې دي.
111او بې شكه ستا رب به دوى ټولو ته خپلې پوره بدلې وركړي، يقيناً هغه د دوى په كړو وړو ښه خبر دى.
112نو ته او تا سره چې چا توبه اېستلې په هماغه لاره ټينګ اونېغ اوسئ څنګه چې درته امر شوى او سرکښي مه کوئ، بې شكه هغه ستاسو په كړو وړو ليدونكى دى.
113او هغو خلكو ته مه ور كږېږئ چې ظلم يې كړې، بيا به اور در ورسي، او نه به وي تاسو ته له الله پرته دوستان، بیا به درسره مرسته ونشي.
114او د ورځې دواړو خواو او د شپې څه شېبو كې لمونځ ترسره كوه بې شکه نيكي بدي له منځه وړي، دا پند اخيستونكو لپاره يوه يادونه ده.
115او صبر كوه، ځكه چې بې شکه الله د نيكي كوونكو اجر نه ضايع كوي.
116نو ولې تاسو نه مخكې قومونو كې داسې د خير خلک موجود نه شول چې په ځمكه كې يې له فساده منع كړي وى، پرته له هغو لږو كسانو چې هغوى مو ترې وژغورل، او هغه چې ظالمان وو نو په هغو خوندونو پسې شول چې دوى پكې سوكاله شوي وو، او دوی مجرمان وو.
117او ستا رب داسې نه دى چې په ظلم سره كلي تباه كړي حال دا چې اوسېدونكي يې سمون راوستونكي وي.
118او كه ستا رب غوښتي وى نو ټول خلک به يې يوه ډله ګرځولي وو، خو (داسې يې ونه كړه) دوى به همېشه سره اختلاف كوونكي وي.
119پرته له هغه کسانو چې رب دې رحم پرې كړى وي، او د همدې لپاره خو يې پيدا كړي دي، او ستا د رب هغه وينا ترسره شوه چې (ويلي يې وو) زه به جهنم له پېريانو او انسانانو ټولو ډكوم.
120او د پېغمبرانو دا ټول خبرونه چې پرتا يې لولو هغه (دي) چې ستا زړه پرې ډاډه كوو، او په دغو كې تا ته حق او نصيحت او د مومنانو لپاره پند راغلى دى.
121او هغو خلكو ته چې ايمان نه راوړي، ووايه چې تاسو په خپله طریقه عمل كوئ موږ په خپله طریقه عمل كوونكي يو.
122او انتظار كوئ موږ هم انتظار كوونكي يو.
123او خاص الله لره دى (علم په) غيب د آسمانونو او ځمكې او ټول امر (چارې) هماغه ته ورګرځولى شي نو د هغه عبادت وکړه او پر هماغه بروسه كوه او ستا رب له هغو چارو ناخبره ندى چې تاسو يې كوئ.