يونس
Jonah • 109 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1الر [1]، دا د هغه كتاب آيتونه دي چې له حكمت نه ډك دى.
2آیا دې خلکو ته تعجب دی چې وحي مو وکړه یو سړي ته له دوی څخه چې ووېروه خلک او زېری ورکړه هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی دی په دې خبره چې بې شکه دوی لپاره رښتینې مرتبه ده د دوی د رب په نزد، نو وایي دا کافران چې بې شکه دا (محمد) خامخا ښکاره کوډګر دی.
3يقيناً ستاسو رب هماغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل بيا په عرش پورته شو، هماغه ټول كارونه سمبالوي هېڅوك شفاعت كوونكى نشته، مګر د هغه له اجازې وروسته، همدا ستاسو رب دى نو هماغه ولمانځئ، آيا نو تاسو پند نه اخلئ.
4د هماغه لوري ته ستاسو د ټولو ورستنېدل دي، د الله وعده رښتينې ده بې شكه هماغه پيدايښت پيل كوي بيا يې هماغه دوهم ځل پيدا كوي تر څو هغو خلكو ته چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي په عدالت سره بدله وركړي، او څوك چې كافر شوي هغوى لره به د خوټېدلو اوبو څښاك او دردناك عذاب وي، په دې چې دوى به كفر كولو.
5دى هماغه ذات دى چې لمر يې روڼ او سپوږمۍ يې روښانه ګرځولې او (سپوږمۍ ته يې) پړاوونه ټاكلي تر څو د كلونو شمېر او حساب (پرې) معلوم كړئ، الله دا شيان پرته له يو مقصده نه دي پيدا كړي، هغه دا آيتونه هغو خلكو ته په تفصيل بيانوي چې پوهېږي.
6بې شكه د شپې او ورځې په اوښتون كې او څه چې الله په اسمانو او ځمكه كې پيدا كړې، خامخا د هغو خلكو لپاره نښانې دي چې ويريږي.
7يقيناً هغه خلک چې موږ سره د يو ځاى كېدو هيله نه لري او د دنيا په ژوندانه باندې خوښ او ډاډه شوي دي او هغه چې زموږ له آيتونو غافلان دي.
8د داسې كسانو استوګنځى اور دى، د هغو عملونو له امله چې دوى به كول.
9بې شكه چا چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي نو د ايمان په وجه به يې خپل رب (د جنت) لاره وروښيي چې هلته به له نعمتونو ډكو جنتو كې د هغوى لاندې ويالې بهيږي.
10هلته به د دوى ناره دا وي چې يا الله تاته پاکي ده، او دعا به هلته سلام (سلامتیا) او وروستۍ خبره به يې دا وي چې ستاينه ده الله رب العالمين لره.
11او كه چېرې الله خلكو ته بدي هم په هماغسې بيړه ورسوي لكه دوى يې چې د (دنيايي) ښېګڼې په غوښتنه كې كوي نو نېټه به یې پوره شوې وه (تباه شوي به وو) خو موږ هغه خلک چې راسره د يو ځاى كېدو هيله نه لري هماغسې په خپله ناړامۍ كې لا لهانده پريږدو.
12او كله چې كوم انسان ته څه كړاو رسيږي نو په اړخ، ناسته او ولاړه موږ وربولي خو كله چې كړاو يې ترې لرې كړو نو بيا داسې درومي لكه چې موږ يې په وررسېدلي كړاو كې له سره بللي نه وو، په همدې توګه زياتى كوونكو ته هغه څه ښايسته شوي دي چې دوى به كول.
13او يقيناً له تاسو مخكې قومونه مو هلاک كړل، كله چې هغوى ظلم وكړ او رسولان يې له څرګندو نښانو سره ورته راغلل خو دوى ايمان را نه وړو، مجرمو خلكو ته همدغه شان سزا وركوو.
14بيا مو له هغوى وروسته په ځمكه كې تاسو د هغوى ځاى ناستي وګرځولئ تر څو وګورو چې تاسو څرنګه كارونه كوئ.
15او كله چې پر هغوى زموږ روښانه آيتونه لوستل كيږي، نو هغه كسان چې موږ سره د يو ځاى كېدو هيله نه لري، وايي چې د دې پر ځاى بل قرآن راوړه يا په همدې كې څه بدلون راوله، ورته وايه: زما دا كار نه دى چې له خپله ځانه څه بدلون پكې راولم، زه خو صرف هغه څه پسې روان يم چې وحى راته كيږي، زه كه د خپل رب نه سرغړونه وكړم نو د هماغې لويې ورځې له سزا وېرېږم.
16ورته وايه: كه الله غوښتي واى نو ما به (دا قرآن) نه و درباندې لوستى او نه به الله پرې تاسي خبر كړي وای، زه خو له دې مخكې هم په تاسو كې ډېر اوسېدلى يم آيا نو له عقله كار نه اخلئ؟
17نو تر هغه لوى ظالم به څوك وي چې په الله پورې څه دروغ تړي، يا يې آيتونه دروغ ګڼي؟ يقيناً مجرمان نه بريالي كيږي.
18او هغوى الله نه پرته هغه څه لمانځي چې نه څه زيان ور رسولاى شي او نه څه ګټه او دوى وايي چې دا د الله په وړاندې زموږ سپارښتګر دي، ووايه: آيا تاسو الله له هغه څه خبروئ چې هغه ته نه په آسمانو كې معلوم دي او نه په ځمكه كې (يعنې بالكل نشته) هغه پاک او لوړ دى له هغه څه چې دوى يې شريكوي.
19او دا خلک په پيل كې صرف يو امت وو خو بيا وروسته سره مختلف شول، او كه ستا د رب له خوا مخکې يوه خبره نه وی تېره شوې نو اوس به د هغه څه پرېكړه شوې وه چې دوى پكې اختلاف كوي.
20او دوى وايي چې په دې پېغمبر ولې د خپل رب له لوري كومه نښانه رانازله نشوه؟ نو ورته ووايه چې غيب خو يوازې الله سره دي نو تاسو هم انتظار كوئ، زه هم درسره انتظار كوونكى يم.
21او كله چې خلكو ته له كړاوه وروسته د رحمت خوند وروڅكو نو بيا سمدلاسه زموږ په آيتونو كې دسيسې پېل كړي، ورته وايه: الله په تدبير جوړولو كې تر ټولو ګړندى دى، بې شكه زموږ استازي ستاسو مکرونه (چلونه) ليكي.
22دى هماغه دى چې تاسو په وچه او لمده كې ګرځوي تر هغه چې بېړيو كې (سپاره) شئ او بيا له پاک باد سره روانې شي دوى وړي، او دوی پرې خوشاله وي نو توند (مخالف) باد ورباندې راشي او له هرې خوا څپې څپانده شي او دوى وانګيري چې دا دى ګير شولو نو دوى خپل دين يوازې د الله لپاره خالصوي او دعاګانې كوي چې كه موږ دې له دې وژغورلو نو خامخا به له شكر اېستونكو څخه يو.
23خو كله يې چې وژغوري نو بيا سمدلاسه په ځمكه كې ناروا فسادونه پېل كړي، اى خلكو ستاسو دا ناړامي خپله ستاسو د ځانونو په تاوان ده، د دنيايي (لنډ مهالي) ژوند خوندونه (واخلئ)، بيا زموږ په لور ستاسو راګرځېدل دي، هغه وخت به تاسو بيا خبر كړو چې څه مو كول.
24د دنيا د ژوند مثال خو داسې دى لكه موږ چې له آسمانه اوبه را واورولې نو د ځمكې شنيلي چې انسانان او څاروي يې خوري، (ښه) ګڼ، پرېمانه شي، څو چې ځمكې خپله تازګي واخيسته او ښكلې شوه او څښتنانو يې ګومان وكړ چې اوس هغوى ورباندې واکمن دي، (ناڅاپه) د شپې يا د ورځې زموږ حكم ورته راغى نو داسې مو رېبلي (تباه) كړل لكه چې (هلته) پرون هېڅ نه وو، په همدې شان موږ خپل دلايل (نښانې) هغو خلكو ته په تفصيل بيانوو چې فكر كوي.
25او الله تاسو د سلامتۍ كور خواته بلي او چا ته يې چې خوښه شي نېغې لارې ته يې ورسموي.
26چا چې ښېګڼه وكړه هغو لپاره ښېګڼه (جنت) او لا نور هم زياتوالى دى او نه به يې پر مخونو توروالى او خواري خپره شي، هغوى د جنت خلک دي دوى به هماغلته پكې تلپاتي وي.
27او هغوى چې بدۍ ترلاسه كړي، بدله يې هماغسې يو برابر بدي ده او خواري به ورباندې خپريږي، هېڅوك به يې له الله نه ژغورونكى نه وي لكه پر مخونو يې چې د تورې شپې ټوټې راخپرې شوې وي، هغوى دوزخيان دي، دوى به هماغلته پكې تلپاتي وي.
28او په هغه ورځ چې دوى ټول راغونډ كړو بيا به مشركانو ته ووايو چې په خپل خپل ځاى ايسار شئ هم تاسو او هم ستاسو جوړ كړي شريكان، نو سره بېل به يې كړو او د دوى شريكان به ووايې چې تاسو خو زموږ عبادت نه كولو.
29نو الله زموږ او تاسو ترمنځ د شاهد په توګه بس دى چې يقيناً موږ خو ستاسو له عبادته ناخبره وو.
30همدلته به هر كس هغه څه ښكاره ومومي چې مخكې يې لېـږلي وو، او خپل حقيقى څښتن ته به وروګرځول شي او هغه دروغونه به ترې ورک شي كوم چې دوى به جوړول.
31ورته ووايه: له اسمان او ځمكې نه څوک تاسو ته روزي دركوي او دا د اورېدو او ليدو واک څوک لري، او څوک دى چې ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او د (نړۍ) چارې څوک سموي؟ نو زر به ووايي چې: الله، نو ورته ووايه: آيا نو تاسو نه وېرېږئ.
32نو همدا ستاسو رښتينى رب دى، نو له حقه وروسته پرته له بې لارۍ نور څه دي؟ نو تاسو كومې خواته اړول كيږئ؟
33همدغه شان ستا د رب خبره په سرغړوونكو باندې رښتينې شوه چې هغوى به ايمان نه راوړي.
34ووايه: يوازې الله ړومبى پيدايښت هم كوي او بيا يې هم راپيدا كوي نو تاسو كوم لور ته اړول كېږئ.
35ورته ووايه: آيا ستاسو له شريكانو څوک د حق خوا ته لارښوونه كوي؟ ورته وايه: يوازې الله د حق لارښوونه كوي، نو آيا څوک چې د حق خواته لارښوونه كوي، ډېر د متابعت وړ دى، كه هغه څوک چې په خپله لار نه مومي مګر دا چې لارښوونه ورته وشي، نو په تاسو څه شوي؟ (دا) څنګه فيصلې كوئ؟
36او زياتره يې پرته له ګومانه بل څه پسې نه ځي، خو په حقيقت كې ګومان د حق هېڅ اړتيا نه پوره كوي، يقيناً الله په هغه چې دوى يې كوي ښه پوه دى.
37او دا قرآن خو داسې نه دى چې له الله پرته په دروغو جوړ شي، خو د هغه څه تصديق دى چې ترې مخكې و، او د الكتاب تفصيل دى، په دې كې څه شک نشته چې دا د مخلوقاتو د رب له لوري دى.
38آيا دوى وايي چې دا يې له ځانه جوړ كړى؟ ورته ووايه: ښه نو تاسو هم د دې په شان يو سورت راوړئ، او له الله پرته چې هر څوك راغوښتلى شئ راويې غواړئ، كه تاسو رښتيني ياست.
39بلكه هغه څه يې دروغ وګڼلو چې پوهه يې ورته نه وه رسېدلې، او تر اوسه یې معنى او حقيقت دوى ته نه دى راغلى، له دوى مخكې خلكو هم دغه شان دروغ ګڼلي وو نو ګوره چې د ظالمانو انجام څنګه و؟
40او ځينې يې هغه دي چې باور پرې کوي او ځينې يې پرې باور نه کوي، او ستا رب په مفسدانو ډېر ښه پوه دى.
41كه دوى تا دروغجن ګڼي نو ووايه چې زما كړه وړه زما لپاره او ستاسي كړه وړه ستاسي لپاره دي، څه چې زه كوم د هغه له مسئوليت نه تاسي خلاص ياست او څه چې تاسي كوئ د هغه له مسئوليت نه زه خلاص يم.
42او ځینی له دی کفارو څخه هغه خلک دي چې تاته غوږ نیسی، آیا نو ته ور اورولی شې کاڼه ته، اګر که وي دوی چې هېڅ عقل هم نه لري.
43او ځینې له دوى څخه هغه كسان دي چې تاته ګوري، خو آيا ته ړندو ته لاره ښيې كه هغوى هېڅ نه ويني؟
44حقيقت دا دى چې الله پر خلكو ظلم نه كوي، خلك خپله پر خپل ځان ظلم كوي.
45او په كومه ورځ يې چې راغونډ كړي نو لكه چې دوى د ورځې له كوم ساعت پرته زيات نه وو ځنډېدلي چې خپلو كې سره وپېژني، په حقيقت كې هغه خلك (ډېر) زيانمن شول چې الله سره ملاقات بې دروغ ګڼلو او په نېغه لار سم نه وو.
46له كوم ناوړه سرنوشت څخه چې موږ هغوى وېروو د هغه يوه برخه به موږ ستا په ژوند كې دروښايو، يا به له هغه نه مخكې تا واخلو، په هر حال د دوى راتګ زموږ خوا ته دى او دوى چې څه كوي الله ورباندى شاهد دى.
47د هر امت لپاره يو پېغمبر دى، نو كله چې كوم امت ته د هغه پېغمبر راځي نو د هغه فيصله په پوره عدالت سره كېږي او پر هغوی به يو بڅرى ظلم هم نه كېږي.
48او دوى وایي: كله به وي دا پرېکړه (د عذاب) كه تاسې ریښتيني ياست؟
49ووايه: زما په واک كې د خپل ځان ګټه او زيان هم نشته، هر څه د الله خوښې پورې اړه لري، د هر امت لپاره د مهلت يوه موده ده، كله چې دا موده پوره كېږي نو يو ساعت به هم وروسته مخکې نه نشي.
50دوى ته ووايه: تاسي كله په دې غور كړيدى چې كه د الله عذاب په ناڅاپي ډول د شپې يا دورځي راشي (نو تاسې څه كولى شئ؟) ښه نو دا كوم داسې شى دى چې د هغه لپاره مجرمان تلوار كوي؟
51آيا كله چې هغه پر تاسي را پريوځي په هماغه وخت كې به يې ومنئ؟ اوس ځان ژغورل غواړئ؟ په داسې حال كې چې تاسي په خپله د هغه د چټک راتلو غوښتنه كوله!
52بيا به ظالمانو ته وويل شي چې اوس د ابدي عذاب خوند وڅكئ، څه چې تاسي کوئ آيا د هغه له مجازات نه پرته بله څه بدله تاسي ته دركول كيداى شي؟
53او له تا څخه پوښتنه كوي آيا په واقعي ډول دا ريښتيا دي چې ته يې وايې؟ ووايه: هو، زما په رب قسم، دا بيخي ريښتيا دي، او تاسي د چا عاجزوونکي نه یاست.
54او كه له هر هغه چا سره چې ظلم يې كړى وي، د ځمكې ټوله شتمني هم وي، د ځان ژغورنې لپاره به يې ځار كړي او كله چې عذاب وويني نو پټه به پښېماني وكړي او په انصاف به يې تر منځه فيصله وشي او پر دوى به ظلم نه كيږي.
55واورئ! په آسمانو او ځمكه كې چې هر څه دي، د الله دي، واورئ! رښتيا چې د الله وعده رښتينې ده خو زياتره يې نه پوهيږي.
56هم دغه (الله) ژوندي کول او مړه کول کوي او هم ده ته به ورګرځول كيږئ (په قیامت کې).
57اى خلكو! تاسي ته ستاسي د رب له لوري نصحيت راغلى دى، چې د زړونو د ناروغيو شفاء ده او مومنانو لپاره هدايت او رحمت دى.
58ووایه: د الله په فضل او د هغه په رحمت، نو پدې (قران) دې خوشحاله شي، دا غوره دی د هغه (مال) څخه چې (خلک یې) جمع کوي.
59ورته ووايه: آيا تاسو پام كړی (خبر راکړئ) كومه روزي چې الله درته راكوزه كړې له هغې نه تاسو خپله ځينې حرامه او ځينې حلاله ګرځولې ده؟ ووايه: آيا الله تاسو ته اجازه دركړې وه كه پر الله دروغ تړئ.
60او هغه كسان چې پر الله دروغ تړي، څه ګومان کوي چې د قيامت په ورځ (به څه ورسره وشي)؟ بې شكه الله پر خلكو د لوى فضل څښتن دى خو زياتره يې شكر نه باسي.
61او ته چې په هر حالت كې اوسې او له قرآنه چې هر څه لولې او (ای خلكو) تاسو چې هر څه عمل كوئ (په هر حال) موږ پر تاسو شاهد يو كله چې تاسو پكې بوخت (لګيا) ياست، او ستا له ربه نه په ځمكه او نه په آسمان كې د يو بڅري په اندازه (كوم شى) پټېداى شي او نه به تر دې هم لا ډېر كوچنى او يا ډېر لوى داسې كوم شى وي چې په يو روښانه دفتر كې نه وي (ليكلى).
62خبر شئ چې بې شکه د الله په دوستانو هېڅ قسم ویره نشته او نه به دوی غمجن شي.
63هغه کسان دي چې ایمان لري او ځان ساتي (له ګناهونو او له الله نه ویریږي).
64د دنيا او آخرت دواړو په ژوندانه كې د هغو لپاره زيرى دى، د الله خبرې نه شي بدلېداى، همدا لوى برياليتوب دى.
65اى پېغمبره! دا خلک چې په تا پورې كومې خبرې تړي هغه دې تا ونه ځوروي، عزت په تمامه معنا د الله په واك كې دى، هغه هر څه اوري او په هر څه پوهېږي.
66واورئ! هر هغه څوک چې په آسمانو كې دي او هغه چې په ځمكه كې دي، ټول د الله دي، او هغه كسان چې له الله پرته د نورو شريكانو متابعت كوي، هغوى پرته له ګومانه د بل څه متابعت نه كوي او بل څه نه صرف اټكلونه كوي.
67هماغه الله دى چې تاسي لپاره يې شپه پيدا كړې ده چې په هغې كې ارام و كړئ او ورځ يې روښانه ګرځولې ده، په دې كې د هغو خلكو لپاره نښانې دي چې په خلاصو غوږونو (د پېغمبر صلی الله علیه وسلم بلنه) اوري.
68كافرانو وويل چې الله څوک زوى نيولى دى، پاکې ده الله لره! هغه خو بې نيازه دى، په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي ټول د هغه ملكيت دى، له تاسي سره د دې وينا لپاره هېڅ دليل نشته، آيا تاسي د الله په باب هغه خبرې كوئ چې پرې نه پوهېږئ؟
69ورته ووايه: يقيناً هغوى چې په الله پورې دروغ تړي هېڅکله نشي بریالي کېدلای.
70په دنيا كې څه ګټه اخيستل (يې) دي، خو بيا يې موږ ته راتګ دى، بيا به سخت عذاب وروڅكو په دې چې دوى به كفر كولو.
71او د نوح (علیه السلام) خبر پرې ولوله! كله يې چې خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! كه په تاسو كې زما اوسېدل او د الله په آيتونو سره درته نصيحت كول، پر تاسو درانه او سخت شوي وي نو ما خو په الله بروسه كړې، او تاسو هم خپل كار او شريكان راغونډ كړئ، بيا دې خپل دغه كار له تاسو پټ نه وي، بيا چې زما په اړه څه پرېکړه کوئ ویې کړئ، او (هېڅ) مهلت مه راكوئ.
72نو كه تاسو مخ وګرځولو نو ما هم څه اجر نه و درنه غوښتى، زما اجر له الله پرته په بل چا نه دى او ماته امر شوى چې زه په خپله له مسلمانانو څخه واوسم .
73نو هغه يې دروغجن وګڼلو بيا مو دى او څوك چې ورسره وو، په بېړۍ كې بچ كړل او (د ډوب شوو) ځاى ناستي مو وګرځول او چا چې زموږ آيتونه دروغ ګڼلي وو، هغوى (ټول) مو ډوب كړل، نو ګوره چې د وېرول شوو انجام څنګه و.
74بيا له ده وروسته مو (يېلا بېل) رسولان د هغوى قوم ته ولېږل چې له څرګندو نښانو سره ورغلل، خو څه چې مخكى يې دروغ ګڼلي وو، بيا يى ايمان ورباندې را نه وړو، همدغه شان مهر لګوو د تېرى كوونكو په زړونو.
75بيا مو له هغوى وروسته موسى او هارون (عليهما السلام) له خپلو نښانو سره فرعون او د هغه د قوم مشرانو ته ورواستول خو لويي يې وكړه او دوى مجرمان خلک وو.
76نو كله چې دوی ته زموږ له خوا حق راغی نو هغوی وويل چې دا خو ښكاره كوډې دي.
77موسى (عليه السلام) وويل: آيا كله چې حق درته راغلو نو تاسو دا واياست؟ آيا دا كوډې دي؟ او حال دا چې كوډګران برياليتوب نه شي موندلى.
78دوى وويل: آيا ته د دې لپاره موږ ته راغلى يې چې له هغه څه مو واړوې چې پر هغه مو خپل پلرونه موندلي او په ځمكه كې همدا ستاسو دواړو لويي وي او موږ خو ستاسو د خبرې منونكي نه يو.
79او فرعون وويل چې هر ماهر كوډګر ماته راولئ.
80كله چې كوډګران راغلل نو موسى (َعلیه السلام) هغوی ته وويل: تاسي چې د كومو شيانو غورځونكي ياست هغه وغورځوى.
81بيا كله چې هغوى وغورځول، موسى (علیه السلام) وويل: تاسو چې څه راوړل هغه كوډې دي يقيناً الله به يې زر باطل كړي، بې شكه الله د مفسدانو كار نه سموي.
82او الله په خپلو فرمانو سره حق رښتيا كوي، كه څه هم مجرمان ناخوښه اوسي.
83نو (همداسې) موسى (علیه السلام) د ده د قوم له (څو) ځوانانو پرته بل چا ونه منلو، د فرعون او د هغوى د مشرانو له وېرې چې په عذاب به يې كړي او فرعون خو حتماً په ځمكه كې زورواكى او له زياتى كوونكو څخه و.
84او موسى (علیه السلام) وويل: اى زما قومه! كه تاسو په الله ايمان لرئ نو پر هغه بروسه وكړئ، كه تاسو رښتيا غاړه اېښودونكي ياست.
85نو دوى وويل: پر الله مو بروسه كړې، زموږ ربه! موږ د ظالمانو خلكو لپاره فتنه مه ګرځوه.
86او په خپل رحمت سره مو له كافرانو وژغوره.
87او موسى (علیه السلام) او د هغه ورور ته مو وحى وكړه چې د خپل قوم لپاره په مصر كې څو كورونه تيار كړه او خپل کورونه قبله وګرځوئ او لمونځ ترسره كوئ او مومنانو ته زېرى وركړه.
88او موسى (علیه السلام) وويل: ای زموږ ربه تا خو فرعون او د ده سردارانو ته د دنيا په ژوند كې ښكلا او مالونه وركړي دي، اى زموږ ربه! تر څو خلک ستا له لارې واړوي؟ اې زموږ ربه! پر مالونو يې تباهي راوله او پر زړونو يې مهر ولګوه چې تر هغه ايمان رانه وړي څو چې یې دردناک عذاب نه وي ليدلى.
89(الله تعالى) وفرمايل: ستاسو دواړو دعا قبوله شوه، نو ټينګ (سم) ودرېږئ، او د هغو خلکو لار پسې مه ځئ چې نه پوهيږي.
90او بني اسرائيل مو له سمندره پورې اېستل نو فرعون او لښكر يې د ظلم او تېري په غرض ورپسې شول، تر هغه چې ډوبېدو راګير كړ، ويلې: ما ومنله چې له هغه (الله) پرته (په حقه) بل معبود نشته كوم چې بني اسرائيلو منلى، او زه له غاړه ايښودونكو څخه يم.
91(ځواب وركړ شو) اوس (يې منې)! حال دا چې لږ ړومبى دې سرغړولو او له مفسدانو څخه وې.
92نو نن به ستا جوسه (مړ تن) وژغورو تر څو وروستنيو ته نښانه شې، او بې شكه چې ډېر له انسانانو زموږ له نښانو بې پروايي كوي.
93او بني اسرائيلو ته مو ښه استوګنځى وركړ او له پاكو شيانو مو روزي وركړه، نو تر هغه يې خپلو كې اختلاف سره ونه كړ څو چې علم ورته راغى، يقيناً ستا رب د قيامت په ورځ په هغه څه كې فيصله كوي چې دوى پكې اختلاف كولو.
94نو كه ته په هغه څه كې شكمن يې چې موږ درته نازل كړي نو هغه خلک وپوښته چې له تا مخكې لا كتاب لولي، په حقيقت كې له خپل ربه تاته حق راغلى نو هېڅكله له شک كوونكو څخه مه كېږه.
95او له هغو كسانو هم مه كېږه چې د الله آيتونه يې دروغ وګڼل بيا به له تاوانيانو څخه شې.
96بې شكه هغوى چې ستا د رب خبره ورباندې رښتيا شوې ده، هېڅكله ايمان نه راوړي.
97كه څه هم هر ډول نښانه ورته راشي تر هغو چې دردناک عذاب ونه ويني.
98نو ولې داسې يو كلى نشته چې (له عذاب ليدلو وروسته يې) ايمان راوړى وي او ايمان يې ګټه ورته رسولې وي، پرته د يونس (عليه السلام) له قومه، كله چې هغوى ايمان راوړو نو په دنيايي ژوند كې مو د رسوايي عذاب ترې ايسته كړ، او تر يو مهال مو ګټه اخيستلو ته پرېښودل.
99او كه ستا رب غوښتي واى نو څوک چې په ځمكه كې دي ټولو به ايمان راوړى و، نو آيا ته خلک مجبوروې چې ايمان لرونكي دې شي.
100او هېچاته دا نشته چې د الله له ارادې پرته ايمان راوړي، او پليتي (غضب) پر هغو خلكو وراچوي چې عقل نه كاروي.
101ورته ووايه: تاسو وګورئ چې په آسمانونو او ځمكه كې څه دي؟ او هغه كسان چې ايمان نه راوړي، نښانې او د وېروونكو اخطارونه څه ګټه نه ور رسوي.
102نو آيا (اوس) د هغو خلكو له ورځې پرته چې تر دوى ړومبى تېر شوي وو، بل د څه انتظار باسي، ووايه: ښه نو انتظار كوئ، زه هم درسره انتظار كوونكى يم.
103بيا نو خپل رسولان او هغه خلک ژغورو چى ايمان يې راوړى، همدغه شان، پر موږ ثابته ده چې مومنان به ژغورو.
104ورته ووايه: ای خلكو! كه تاسو زما د دين په اړه په شک كې ياست نو زه خو هغه څه نه لمانځم چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ، خو يوازې هغه الله به لمانځم چې تاسو وفات كوي، او ماته امر شوى چې له ايمان راوړونكو څخه اوسم.
105او دا چې خپل ځان سم (نېغ) په دغه دين برابر ودروه، او هېڅكله له مشركانو مه كيږه.
106او له الله پرته داسې څه مه رابله چې نه ګټه درته رسوي او نه كوم زيان، نو كه داسې دې وكړل نو بيا به له ظالمانو شې.
107او كه الله څه كړاو در ورسوي نو بيا يې له هغه پرته څوک اېسته كوونكى نشته او كه څه ښېګڼه درته وغواړي نو بيا يې د فضل ايساروونكى څوک نشته، له خپلو بندګانو هر چاته چې وغواړي ور رسوي يې او هماغه ډېر مهربان بخښونكى دى.
108ووايه: ای خلكو! دا دى خپل رب له لوري مو حق درته راغلى دى، نو څوک چې په سمه لار برابر شي نو صرف د ځان لپاره يې سمه لار وموندله او څوک چې بې لارې شو نو بې لارې كېدل يې يوازې پر خپل ځان دي.
109او د هغه څه متابعت كوه چې تاته وحى كيږي او تر هغه صبر وكړه چې الله فيصله وكړي او هماغه ښه فيصله كوونكى دى.