At-Tawbah

التوبة

The Repentance129 ayahsMedinan

بَرَآءَةٞ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦٓ إِلَى ٱلَّذِينَ عَٰهَدتُّم مِّنَ ٱلۡمُشۡرِكِينَ﴿١

1د بېزارۍ اعلان دى د الله او د هغه د پيغمبر له خوا هغو مشركانو ته چې له هغو سره تاسي تړون كړى و.

فَسِيحُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ أَرۡبَعَةَ أَشۡهُرٖ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّكُمۡ غَيۡرُ مُعۡجِزِي ٱللَّهِ وَأَنَّ ٱللَّهَ مُخۡزِي ٱلۡكَٰفِرِينَ﴿٢

2نو تاسي په ځمکه كې څلور مياشتې نور وګرځئ او پدې پوه شئ چې تاسې د الله عاجزوونكي نه ياست، او دا چې الله د کافرانو رسوا كوونكى دى.

وَأَذَٰنٞ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦٓ إِلَى ٱلنَّاسِ يَوۡمَ ٱلۡحَجِّ ٱلۡأَكۡبَرِ أَنَّ ٱللَّهَ بَرِيٓءٞ مِّنَ ٱلۡمُشۡرِكِينَ وَرَسُولُهُۥۚ فَإِن تُبۡتُمۡ فَهُوَ خَيۡرٞ لَّكُمۡۖ وَإِن تَوَلَّيۡتُمۡ فَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّكُمۡ غَيۡرُ مُعۡجِزِي ٱللَّهِۗ وَبَشِّرِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ﴿٣

3د الله او د هغه د رسول له لوري د حج اكبر په ورځ ټولو خلكو لپاره اعلان دی چې الله او د هغه پېغمبر له مشركانو څخه بېزار دي اوس كه تاسي توبه وباسئ نو همدا ستاسي لپاره ښه ده، او كه مخ واړوئ نو پوه شئ چې تاسي دالله بې وسه كوونكي نه ياست، او اى پېغمبره! منكرانو ته د دردناك عذاب زيرى واوروه.

إِلَّا ٱلَّذِينَ عَٰهَدتُّم مِّنَ ٱلۡمُشۡرِكِينَ ثُمَّ لَمۡ يَنقُصُوكُمۡ شَيۡـٔٗا وَلَمۡ يُظَٰهِرُواْ عَلَيۡكُمۡ أَحَدٗا فَأَتِمُّوٓاْ إِلَيۡهِمۡ عَهۡدَهُمۡ إِلَىٰ مُدَّتِهِمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلۡمُتَّقِينَ﴿٤

4پرته له هغو مشركانو نه چې له هغو سره تاسي تړونونه كړيدي او هغوى د خپل تړون په سرته رسولو كې له تاسي سره څه نيمګړتيا نده كړې او نه يې ستاسي پر خلاف د چا ملاتړ كړی دى، نو له داسې خلكو سره تاسي هم د تړون تر مودې پورې وفا وكړئ ځكه چې الله پرهيزګاران خوښوي.

فَإِذَا ٱنسَلَخَ ٱلۡأَشۡهُرُ ٱلۡحُرُمُ فَٱقۡتُلُواْ ٱلۡمُشۡرِكِينَ حَيۡثُ وَجَدتُّمُوهُمۡ وَخُذُوهُمۡ وَٱحۡصُرُوهُمۡ وَٱقۡعُدُواْ لَهُمۡ كُلَّ مَرۡصَدٖۚ فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُاْ ٱلزَّكَوٰةَ فَخَلُّواْ سَبِيلَهُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ﴿٥

5نو كله چې حرامې مياشتې تېرې شوې بيا نو هر ځاى چې مشركان بيامومئ وژنئ يې، ويې نيسئ، را ايساريې كړئ او په هر څارنځي كې ورته كېنئ نو كه توبه يې ووېستله، لمونځ يې ترسره كړ او زكات يې وركړ نو لار يې خوشې كړئ بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.

وَإِنۡ أَحَدٞ مِّنَ ٱلۡمُشۡرِكِينَ ٱسۡتَجَارَكَ فَأَجِرۡهُ حَتَّىٰ يَسۡمَعَ كَلَٰمَ ٱللَّهِ ثُمَّ أَبۡلِغۡهُ مَأۡمَنَهُۥۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ قَوۡمٞ لَّا يَعۡلَمُونَ﴿٦

6او كه له مشركانو كوم يو پناه درنه وغواړي نو پناه وركړه تر څو د الله كلام واوري، بيا يې خپل د امن ځاى ته ورسوه، دا ځكه چې دوى ناپوهه خلك دي.

كَيۡفَ يَكُونُ لِلۡمُشۡرِكِينَ عَهۡدٌ عِندَ ٱللَّهِ وَعِندَ رَسُولِهِۦٓ إِلَّا ٱلَّذِينَ عَٰهَدتُّمۡ عِندَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِۖ فَمَا ٱسۡتَقَٰمُواْ لَكُمۡ فَٱسۡتَقِيمُواْ لَهُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلۡمُتَّقِينَ﴿٧

7د دې مشركانو لپاره د الله او د هغه د رسول پر وړاندې څرنګه ژمنه كېداى شي؟ پرته له هغو چې تاسو د مسجد حرام خواته ژمنه ورسره كړې ده، نو ترڅو چې هغوى درسره سم وي (په ژمنه کې) تاسو هم ورسره سم اوسئ، بې شكه الله متقيان خوښوي.

كَيۡفَ وَإِن يَظۡهَرُواْ عَلَيۡكُمۡ لَا يَرۡقُبُواْ فِيكُمۡ إِلّٗا وَلَا ذِمَّةٗۚ يُرۡضُونَكُم بِأَفۡوَٰهِهِمۡ وَتَأۡبَىٰ قُلُوبُهُمۡ وَأَكۡثَرُهُمۡ فَٰسِقُونَ﴿٨

8هغوى به څرنګه ( ژمنه وساتي) چې كه پر تاسو يې لاس بر شي نو بيا ستاسو په هكله نه د خپلوۍ خيال ساتي او نه د تړون، تش په خوله مو خوشالوي خو زړونه يې انكار كوي او زياتره يې فاسقان دي.

ٱشۡتَرَوۡاْ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ ثَمَنٗا قَلِيلٗا فَصَدُّواْ عَن سَبِيلِهِۦٓۚ إِنَّهُمۡ سَآءَ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ﴿٩

9هغوى د الله په آيتونو لږ غوندې قيمت پېرودلى، او د هغه له لارې يې ايسارول كړي، رښتيا هم بدې چارې وې چې دوى وكړې.

لَا يَرۡقُبُونَ فِي مُؤۡمِنٍ إِلّٗا وَلَا ذِمَّةٗۚ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُعۡتَدُونَ﴿١٠

10هغوى د يو مومن په باب نه خپلوۍ ته ګوري او نه ژمنې ته او همدوى (تل) تېرى كوونكي دي.

فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُاْ ٱلزَّكَوٰةَ فَإِخۡوَٰنُكُمۡ فِي ٱلدِّينِۗ وَنُفَصِّلُ ٱلۡأٓيَٰتِ لِقَوۡمٖ يَعۡلَمُونَ﴿١١

11نو كه توبه يې ووېستله، لمونځ يې ترسره كړ، او زكات يې وركړ نو بيا خو ستاسي ديني ورونه دي او دا آيتونه هغو خلكو ته په تفصيل بيانوو چې پوهيږي.

وَإِن نَّكَثُوٓاْ أَيۡمَٰنَهُم مِّنۢ بَعۡدِ عَهۡدِهِمۡ وَطَعَنُواْ فِي دِينِكُمۡ فَقَٰتِلُوٓاْ أَئِمَّةَ ٱلۡكُفۡرِ إِنَّهُمۡ لَآ أَيۡمَٰنَ لَهُمۡ لَعَلَّهُمۡ يَنتَهُونَ﴿١٢

12او كه له ژمنې وروسته يې بيا خپل قسمونه مات كړل او ستاسو په دين كې يې پېغورونه دركړل (عیبونه یې ولګول)، نو د كفر له (دغو) مشرانو سره وجنګېږئ، ځكه چې د هغوى د قسمونو څه اعتبار نشته ښايي (په دې توګه) هغوى را ايسار شي.

أَلَا تُقَٰتِلُونَ قَوۡمٗا نَّكَثُوٓاْ أَيۡمَٰنَهُمۡ وَهَمُّواْ بِإِخۡرَاجِ ٱلرَّسُولِ وَهُم بَدَءُوكُمۡ أَوَّلَ مَرَّةٍۚ أَتَخۡشَوۡنَهُمۡۚ فَٱللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخۡشَوۡهُ إِن كُنتُم مُّؤۡمِنِينَ﴿١٣

13آيا له هغو خلكو سره به ولې نه جنګېږئ چې خپل قسمونه يې مات كړي او (له وطنه يې) د رسول (صلی الله علیه وسلم) د وېستلو قصد كړى و، او همدوى له تاسو سره (د جنګ) لومړني پيل كوونكي دي، آيا له هغوى وېرېږئ، نو الله ډېر لايق دى چې ترې وډار شئ كه تاسو رښتيني مومنان ياست.

قَٰتِلُوهُمۡ يُعَذِّبۡهُمُ ٱللَّهُ بِأَيۡدِيكُمۡ وَيُخۡزِهِمۡ وَيَنصُرۡكُمۡ عَلَيۡهِمۡ وَيَشۡفِ صُدُورَ قَوۡمٖ مُّؤۡمِنِينَ﴿١٤

14له هغو سره وجنګېږئ، الله به ستاسي په لاسونو هغوى ته سزا وركړي او هغوى به ذليل او خوار كړي او د هغو په مقابل كې به ستاسي مرسته وكړي او د ډېرو مومنانو زړونه به يخ كړي.

وَيُذۡهِبۡ غَيۡظَ قُلُوبِهِمۡۗ وَيَتُوبُ ٱللَّهُ عَلَىٰ مَن يَشَآءُۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ﴿١٥

15او د هغوى د زړونو تاو به ايسته كړي او چاته يې چې خوښه شي د توبې توفيق به هم وركړي، الله په هر څه پوهېدونكى حكمت والا دى.

أَمۡ حَسِبۡتُمۡ أَن تُتۡرَكُواْ وَلَمَّا يَعۡلَمِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ جَٰهَدُواْ مِنكُمۡ وَلَمۡ يَتَّخِذُواْ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَا رَسُولِهِۦ وَلَا ٱلۡمُؤۡمِنِينَ وَلِيجَةٗۚ وَٱللَّهُ خَبِيرُۢ بِمَا تَعۡمَلُونَ﴿١٦

16آيا تاسي دا ګڼلې ده چې همداسې به پريښودل شئ پداسې حال كې چې تر اوسه پورې خو الله دا نده څرګنده كړې چې له تاسي نه څوك هغه كسان دي چې هغوى (د هغه په لاره كې) سرښندنه وكړه او له الله او پېغمبر او مومنانو څخه پرته يې څوك صميمي دوست ونه نيوه، تاسي چې څه كوئ الله ورڅخه خبر دى.

مَا كَانَ لِلۡمُشۡرِكِينَ أَن يَعۡمُرُواْ مَسَٰجِدَ ٱللَّهِ شَٰهِدِينَ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِم بِٱلۡكُفۡرِۚ أُوْلَٰٓئِكَ حَبِطَتۡ أَعۡمَٰلُهُمۡ وَفِي ٱلنَّارِ هُمۡ خَٰلِدُونَ﴿١٧

17مشركانو سره نه ښايي چې د الله جوماتونه ودان كړي, حال دا چې خپله پر ځانونو د كفر شاهدي وايي، د هغوى عملونه خو ضايع شوي او تل ترتله به په اور كې اوسېدونكي وي.

إِنَّمَا يَعۡمُرُ مَسَٰجِدَ ٱللَّهِ مَنۡ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَأَقَامَ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَى ٱلزَّكَوٰةَ وَلَمۡ يَخۡشَ إِلَّا ٱللَّهَۖ فَعَسَىٰٓ أُوْلَٰٓئِكَ أَن يَكُونُواْ مِنَ ٱلۡمُهۡتَدِينَ﴿١٨

18خبره داده چې د الله جوماتونه يوازې هغه څوك ودانوي چې په الله او د آخرت په ورځ ايمان لري، لمونځ ترسره كوي، زكات وركوي او الله نه پرته، له بل چا نه وېريږي، نو هيله ده چې همدا كسان به له سمه لار موندونكو څخه وي.

۞ أَجَعَلۡتُمۡ سِقَايَةَ ٱلۡحَآجِّ وَعِمَارَةَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ كَمَنۡ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَجَٰهَدَ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِۚ لَا يَسۡتَوُۥنَ عِندَ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّٰلِمِينَ﴿١٩

19آيا حاجيانو ته اوبه وركول او د مسجد حرام ودانول مو د هغه چا (له كار) سره برابر ګڼلي چې په الله او د آخرت په ورځ يې ايمان راوړى او د الله په لار كې يې جهاد كړى؟ د الله پر وړاندې خو نه دي برابر او الله ظالمانو خلكو ته لارښوونه نه كوي.

ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَٰهَدُواْ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ بِأَمۡوَٰلِهِمۡ وَأَنفُسِهِمۡ أَعۡظَمُ دَرَجَةً عِندَ ٱللَّهِۚ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡفَآئِزُونَ﴿٢٠

20هغوى چې ايمان راوړى، هجرت يې كړى او په مالونو او ځانونو يې د الله په لار كې جهاد كړى، د الله په وړاندې خو د هماغو درجه لوړه ده او همدوى بريالي دي.

يُبَشِّرُهُمۡ رَبُّهُم بِرَحۡمَةٖ مِّنۡهُ وَرِضۡوَٰنٖ وَجَنَّٰتٖ لَّهُمۡ فِيهَا نَعِيمٞ مُّقِيمٌ﴿٢١

21د هغوى رب دوى ته د خپل رحمت، خوښۍ او داسې جنتونو زېرى وركوي چې هلته به ورته همېشني نعمتونه وي.

خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًاۚ إِنَّ ٱللَّهَ عِندَهُۥٓ أَجۡرٌ عَظِيمٞ﴿٢٢

22تل به پكې اوسېدونكي وي تر ابده، بې شكه الله سره لوى اجر دى.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَتَّخِذُوٓاْ ءَابَآءَكُمۡ وَإِخۡوَٰنَكُمۡ أَوۡلِيَآءَ إِنِ ٱسۡتَحَبُّواْ ٱلۡكُفۡرَ عَلَى ٱلۡإِيمَٰنِۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمۡ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ﴿٢٣

23ای مومنانو! خپل پلرونه او ورونه هم دوستان مه نيسئ كه هغوى كفر تر ايمانه زيات خوښوي، او له تاسو نه چې څوك له هغو سره دوستي كوي نو هماغه خلک ظالمان دي.

قُلۡ إِن كَانَ ءَابَآؤُكُمۡ وَأَبۡنَآؤُكُمۡ وَإِخۡوَٰنُكُمۡ وَأَزۡوَٰجُكُمۡ وَعَشِيرَتُكُمۡ وَأَمۡوَٰلٌ ٱقۡتَرَفۡتُمُوهَا وَتِجَٰرَةٞ تَخۡشَوۡنَ كَسَادَهَا وَمَسَٰكِنُ تَرۡضَوۡنَهَآ أَحَبَّ إِلَيۡكُم مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَجِهَادٖ فِي سَبِيلِهِۦ فَتَرَبَّصُواْ حَتَّىٰ يَأۡتِيَ ٱللَّهُ بِأَمۡرِهِۦۗ وَٱللَّهُ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلۡفَٰسِقِينَ﴿٢٤

24ورته ووايه: كه پلرونه مو، زامن مو، ورونه مو، مېرمنې مو، خپلوان مو، هغه مالونه چې ګټلي مو دي، هغه سوداګري چې تاسو يې له ناچل کېدلو وېريږئ او هغه كورونه مو چې (ډېر) يې خوښوئ، تر الله، رسول يې، او د هغه په لار كې تر جهاد كولو درته غوره وي نو بيا تر هغه صبر وكړئ چې الله خپله فيصله درته را وړي او الله فاسقانو خلكو ته لارښوونه نه كوي.

لَقَدۡ نَصَرَكُمُ ٱللَّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٖ وَيَوۡمَ حُنَيۡنٍ إِذۡ أَعۡجَبَتۡكُمۡ كَثۡرَتُكُمۡ فَلَمۡ تُغۡنِ عَنكُمۡ شَيۡـٔٗا وَضَاقَتۡ عَلَيۡكُمُ ٱلۡأَرۡضُ بِمَا رَحُبَتۡ ثُمَّ وَلَّيۡتُم مُّدۡبِرِينَ﴿٢٥

25بې شكه الله په ډېرو ځايونو كې ستاسو مرسته كړې او د حنين په ورځ هم چې خپل ډېروالي غره كړي وئ، خو هېڅ شى يې درنه ايسار نه كړ او ځمكه له خپلې پراخۍ سره سره در باندې تنګه شوه بيا مو شا كړه وتښتېدئ.

ثُمَّ أَنزَلَ ٱللَّهُ سَكِينَتَهُۥ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ وَعَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ وَأَنزَلَ جُنُودٗا لَّمۡ تَرَوۡهَا وَعَذَّبَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْۚ وَذَٰلِكَ جَزَآءُ ٱلۡكَٰفِرِينَ﴿٢٦

26بيا الله پر خپل رسول او مومنانو خپله ډاډينه را نازله كړه او هغه لښكر يې راكوز كړ چې تاسو نه ليدلو او كافرانو ته يې سزا وركړه او د كافرانو لپاره همدا بدله ده.

ثُمَّ يَتُوبُ ٱللَّهُ مِنۢ بَعۡدِ ذَٰلِكَ عَلَىٰ مَن يَشَآءُۗ وَٱللَّهُ غَفُورٞ رَّحِيمٞ﴿٢٧

27بيا به الله توبه قبوله كړي چاته يې چې خوښه شي او الله بخښونكى مهربان دى.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِنَّمَا ٱلۡمُشۡرِكُونَ نَجَسٞ فَلَا يَقۡرَبُواْ ٱلۡمَسۡجِدَ ٱلۡحَرَامَ بَعۡدَ عَامِهِمۡ هَٰذَاۚ وَإِنۡ خِفۡتُمۡ عَيۡلَةٗ فَسَوۡفَ يُغۡنِيكُمُ ٱللَّهُ مِن فَضۡلِهِۦٓ إِن شَآءَۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٞ﴿٢٨

28ای مومنانو! مشركان ناولي دى نو له سږكال وروسته دې مسجد حرام ته نه ورنږدې كيږي او كه له تنګلاسۍ وېرېږئ نو كه د الله خوښه شوه ډېر زر به مو له خپله فضله شتمن كړي، بې شكه الله پوه د حكمت والا دى.

قَٰتِلُواْ ٱلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَلَا بِٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ ٱلۡحَقِّ مِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ حَتَّىٰ يُعۡطُواْ ٱلۡجِزۡيَةَ عَن يَدٖ وَهُمۡ صَٰغِرُونَ﴿٢٩

29د اهل كتابو له هغو کسانو سره وجنګېږئ چې په الله او اّخرت ورځ ايمان نه راوړي، هغه څه چې الله او رسول يې حرام كړي حرام نه ګڼي او حق دين خپل دين نه ګرځوي، تر هغه پورې (ورسره جنګيږئ) چې په خپل لاس جزيه وركړي او دوى ذليلان وي.

وَقَالَتِ ٱلۡيَهُودُ عُزَيۡرٌ ٱبۡنُ ٱللَّهِ وَقَالَتِ ٱلنَّصَٰرَى ٱلۡمَسِيحُ ٱبۡنُ ٱللَّهِۖ ذَٰلِكَ قَوۡلُهُم بِأَفۡوَٰهِهِمۡۖ يُضَٰهِـُٔونَ قَوۡلَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَبۡلُۚ قَٰتَلَهُمُ ٱللَّهُۖ أَنَّىٰ يُؤۡفَكُونَ﴿٣٠

30او يهودو وويل: عزير د الله زوى دى او نصرانيانو وويل چې مسيح د الله زوى دى دا د دوى په خولو كې (باطلې) خبرې دي، د هغو خلكو له خبرو سره ورته والی لري چې له دوى ړومبي كافران شوي وو، الله دې دوى تباه كړي څرنګه له حقه اړول كيږي.

ٱتَّخَذُوٓاْ أَحۡبَارَهُمۡ وَرُهۡبَٰنَهُمۡ أَرۡبَابٗا مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَٱلۡمَسِيحَ ٱبۡنَ مَرۡيَمَ وَمَآ أُمِرُوٓاْ إِلَّا لِيَعۡبُدُوٓاْ إِلَٰهٗا وَٰحِدٗاۖ لَّآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۚ سُبۡحَٰنَهُۥ عَمَّا يُشۡرِكُونَ﴿٣١

31خپل عالمان او عابدان يې ځان ته له الله پرته خدايان نيولي او همدارنګه د مريمى زوى مسيح (يې هم په خدایۍ نيولى) او حال دا چې دوى د يو الله له عبادت پرته په بل څه نه وو ګمارل شوي، له هغه پرته خو كوم بل معبود نشته، له هغه څه پاک دى چې دوى يې ورسره شريكوي.

يُرِيدُونَ أَن يُطۡفِـُٔواْ نُورَ ٱللَّهِ بِأَفۡوَٰهِهِمۡ وَيَأۡبَى ٱللَّهُ إِلَّآ أَن يُتِمَّ نُورَهُۥ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡكَٰفِرُونَ﴿٣٢

32دوى غواړي چې دالله رڼا د خپلو خولو (پوكيو) سره مړه كړي او الله د خپلې رڼا له بشپړولو پرته بل څه نه مني كه څه هم كافران (دا كار) بد وګڼي.

هُوَ ٱلَّذِيٓ أَرۡسَلَ رَسُولَهُۥ بِٱلۡهُدَىٰ وَدِينِ ٱلۡحَقِّ لِيُظۡهِرَهُۥ عَلَى ٱلدِّينِ كُلِّهِۦ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡمُشۡرِكُونَ﴿٣٣

33دى هماغه ذات دى چې خپل رسول یې له هدايت او حق دين سره دې لپاره راولېږلو چې پر ټولو دينونو يې برلاسى كړي، كه څه هم مشركانو ته بد وبريښي.

۞ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِنَّ كَثِيرٗا مِّنَ ٱلۡأَحۡبَارِ وَٱلرُّهۡبَانِ لَيَأۡكُلُونَ أَمۡوَٰلَ ٱلنَّاسِ بِٱلۡبَٰطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِۗ وَٱلَّذِينَ يَكۡنِزُونَ ٱلذَّهَبَ وَٱلۡفِضَّةَ وَلَا يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ فَبَشِّرۡهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٖ﴿٣٤

34ای مومنانو! واقعاً چې (د اهل كتابو) زياتره عالمان او پيران په ناروا توګه د خلكو مالونه خوري او د الله له لارې ايسارول كوي، او هغو خلكو ته هم د دردناكې سزا زېرى وركړه چې سره او سپين ذخيره كوي او د الله په لار كې يې نه لګوي.

يَوۡمَ يُحۡمَىٰ عَلَيۡهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكۡوَىٰ بِهَا جِبَاهُهُمۡ وَجُنُوبُهُمۡ وَظُهُورُهُمۡۖ هَٰذَا مَا كَنَزۡتُمۡ لِأَنفُسِكُمۡ فَذُوقُواْ مَا كُنتُمۡ تَكۡنِزُونَ﴿٣٥

35په هغه ورځ چې دغه خزانې به د دوزخ په اور سرې شي بيا به يې تندي، اړخونه او شاګانې پرې داغل كيږي، (ورته وبه ويل شي) دا ده هماغه خزانه چې تاسو خپلو ځانونو ته راغونډه كړې وه (اوس) نو وڅكئ هغه چې تاسو ذخيره كول.

إِنَّ عِدَّةَ ٱلشُّهُورِ عِندَ ٱللَّهِ ٱثۡنَا عَشَرَ شَهۡرٗا فِي كِتَٰبِ ٱللَّهِ يَوۡمَ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ مِنۡهَآ أَرۡبَعَةٌ حُرُمٞۚ ذَٰلِكَ ٱلدِّينُ ٱلۡقَيِّمُۚ فَلَا تَظۡلِمُواْ فِيهِنَّ أَنفُسَكُمۡۚ وَقَٰتِلُواْ ٱلۡمُشۡرِكِينَ كَآفَّةٗ كَمَا يُقَٰتِلُونَكُمۡ كَآفَّةٗۚ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلۡمُتَّقِينَ﴿٣٦

36په حقيقت كې د الله پر وړاندي د مياشتو شمېر دولس دى د الله په كتاب كې، له هغې ورځي چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي، له هغو نه څلور حرامې (میاشتې) دي، همدا سم دين دى، نو په دغو كې پر خپلو ځانونو ظلم مه كوئ، او تاسو ټول له مشركانو سره وجنګېږئ لكه څرنګه چې هغوى ټول درسره جنګيږي او پوه شئ چې بې شكه الله متقيانو سره دى.

إِنَّمَا ٱلنَّسِيٓءُ زِيَادَةٞ فِي ٱلۡكُفۡرِۖ يُضَلُّ بِهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ يُحِلُّونَهُۥ عَامٗا وَيُحَرِّمُونَهُۥ عَامٗا لِّيُوَاطِـُٔواْ عِدَّةَ مَا حَرَّمَ ٱللَّهُ فَيُحِلُّواْ مَا حَرَّمَ ٱللَّهُۚ زُيِّنَ لَهُمۡ سُوٓءُ أَعۡمَٰلِهِمۡۗ وَٱللَّهُ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلۡكَٰفِرِينَ﴿٣٧

37بې شكه دا (د حرامو مياشتو) تاخير په كفر كې (يو بل) زياتوالى دى، چې په دې سره هغه كسان بې لارې كيږي څوك چې كافران شوي، يو كال يې حلالوي، او بل كال يې حراموي، ترڅو د هغو (مياشتو) شمېر پوره كړي چې الله حرامې كړې، نو څه چې الله حرام كړي دوى يې حلالوي، بدې چارې يې ورته ښايسته شوې دي او الله كافرانو خلكو ته سمه لار نه ښايې.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مَا لَكُمۡ إِذَا قِيلَ لَكُمُ ٱنفِرُواْ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ ٱثَّاقَلۡتُمۡ إِلَى ٱلۡأَرۡضِۚ أَرَضِيتُم بِٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا مِنَ ٱلۡأٓخِرَةِۚ فَمَا مَتَٰعُ ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا فِي ٱلۡأٓخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ﴿٣٨

38ای مومنانو! په تاسو څه شوي، كله چې درته وويل شي د الله په لار كې ووځئ نو د ځمكې خواته درانه شئ؟ آيا د آخرت په مقابل كې د دنيا په ژوند خوښ ياست؟ نو د آخرت په مقابل كې خو د دنيایي ژوند سامان پرته له يو كم شي نور هېڅ نه دى.

إِلَّا تَنفِرُواْ يُعَذِّبۡكُمۡ عَذَابًا أَلِيمٗا وَيَسۡتَبۡدِلۡ قَوۡمًا غَيۡرَكُمۡ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيۡـٔٗاۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٌ﴿٣٩

39كه و نه وځئ نو دردناك عذاب به دركړي او ستاسي پر ځاى به يو بل قوم راولي او الله ته به هېڅ ضرر ونه شئ رسولاى او الله خو په هر څه قادر دى.

إِلَّا تَنصُرُوهُ فَقَدۡ نَصَرَهُ ٱللَّهُ إِذۡ أَخۡرَجَهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ ثَانِيَ ٱثۡنَيۡنِ إِذۡ هُمَا فِي ٱلۡغَارِ إِذۡ يَقُولُ لِصَٰحِبِهِۦ لَا تَحۡزَنۡ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَنَاۖ فَأَنزَلَ ٱللَّهُ سَكِينَتَهُۥ عَلَيۡهِ وَأَيَّدَهُۥ بِجُنُودٖ لَّمۡ تَرَوۡهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ ٱلسُّفۡلَىٰۗ وَكَلِمَةُ ٱللَّهِ هِيَ ٱلۡعُلۡيَاۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ﴿٤٠

40كه تاسو يې مرسته ونكړئ نو الله يې هغه وخت لا مرسته كړې وه كله چې هغه كافرانو را ووېستو په داسې حال كې چې د دوو دوهم (كس) و، هغه وخت چې دواړه په سمڅه كې وو، هلته چې خپل ملګري ته يې ويل: مه خپه كېږه، يقيناً الله موږ سره دى, نو الله خپله ډاډينه ورباندې نازله كړه او په هغو لښكرو يې د ده ملاتړ وكړ چې تاسو نه وې ليدلې او د كافرانو وينا يې تيټه كړه او د الله كلمه خو ده اوچته، او الله برلاسى ځيرك دى.

ٱنفِرُواْ خِفَافٗا وَثِقَالٗا وَجَٰهِدُواْ بِأَمۡوَٰلِكُمۡ وَأَنفُسِكُمۡ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِۚ ذَٰلِكُمۡ خَيۡرٞ لَّكُمۡ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ﴿٤١

41ووځئ سپك او درانه او د الله په لار كې په خپلو مالونو او سرونو جهاد وكړئ، دا ډېره درته غوره ده كه تاسو پوهېږئ.

لَوۡ كَانَ عَرَضٗا قَرِيبٗا وَسَفَرٗا قَاصِدٗا لَّٱتَّبَعُوكَ وَلَٰكِنۢ بَعُدَتۡ عَلَيۡهِمُ ٱلشُّقَّةُۚ وَسَيَحۡلِفُونَ بِٱللَّهِ لَوِ ٱسۡتَطَعۡنَا لَخَرَجۡنَا مَعَكُمۡ يُهۡلِكُونَ أَنفُسَهُمۡ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ إِنَّهُمۡ لَكَٰذِبُونَ﴿٤٢

42كه چېرې ګټه نږدې او سفر منځنى (اسانه) وى نو خامخا به در پسې تللي وو، خو دا واټن (مسافه) پر دوى ډېر لرې شو او زر به په الله قسمونه وكړي چې كه موږ كولاى شواى نو خامخا به موږ درسره وتلي وو، (په دې قسمونو) خپل ځانونه خپله تباه كوي او الله خو ښه پوهېږي چې هغوى حتماً دروغجن دي.

عَفَا ٱللَّهُ عَنكَ لِمَ أَذِنتَ لَهُمۡ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكَ ٱلَّذِينَ صَدَقُواْ وَتَعۡلَمَ ٱلۡكَٰذِبِينَ﴿٤٣

43الله دې معافي درته وكړي، ولې دې (د پاتې كېدلو) اجازه وركړه؟ ترڅو رښتيني خلک هم درته څرګند شوي واى او دروغجن دې هم معلوم كړي واى.

لَا يَسۡتَـٔۡذِنُكَ ٱلَّذِينَ يُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ أَن يُجَٰهِدُواْ بِأَمۡوَٰلِهِمۡ وَأَنفُسِهِمۡۗ وَٱللَّهُ عَلِيمُۢ بِٱلۡمُتَّقِينَ﴿٤٤

44نه غواړي اجازه له تا څخه هغه کسان چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري له دې څخه چې جهاد وکړي په مالونو او ځانونو باندې، او الله تعالی ښه پوه دی په پرهېزګارانو.

إِنَّمَا يَسۡتَـٔۡذِنُكَ ٱلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَٱرۡتَابَتۡ قُلُوبُهُمۡ فَهُمۡ فِي رَيۡبِهِمۡ يَتَرَدَّدُونَ﴿٤٥

45خبره دا ده چې له تانه د پاتې كېدو اجازه هغه كسان غواړي چې په الله او د آخرت په ورځ ايمان نه لري او زړونو كې يې شک دى نو دوى په خپل شک كې لا لهانده ګرځي.

۞ وَلَوۡ أَرَادُواْ ٱلۡخُرُوجَ لَأَعَدُّواْ لَهُۥ عُدَّةٗ وَلَٰكِن كَرِهَ ٱللَّهُ ٱنۢبِعَاثَهُمۡ فَثَبَّطَهُمۡ وَقِيلَ ٱقۡعُدُواْ مَعَ ٱلۡقَٰعِدِينَ﴿٤٦

46او كه هغوى وتل غوښتلی نو څه چمتووالى به يې ورته كړى وو، خو د دوى پاڅون د الله خوښ نه و، نو سست يې كړل او وويل شول چې (كرار) كېنئ له ناستو سره.

لَوۡ خَرَجُواْ فِيكُم مَّا زَادُوكُمۡ إِلَّا خَبَالٗا وَلَأَوۡضَعُواْ خِلَٰلَكُمۡ يَبۡغُونَكُمُ ٱلۡفِتۡنَةَ وَفِيكُمۡ سَمَّٰعُونَ لَهُمۡۗ وَٱللَّهُ عَلِيمُۢ بِٱلظَّٰلِمِينَ﴿٤٧

47كه هغوى در سره وتلي هم وى نو پرته له شرارته (فساد) به يې څه نه وو در زيات كړي او ستاسو ترمنځ به يې د فتنې اچولو لپاره منډې ترړې وهلې، او په تاسو كې د هغوى جاسوسان هم شته او الله په ظالمانو ډېر ښه عالم دى.

لَقَدِ ٱبۡتَغَوُاْ ٱلۡفِتۡنَةَ مِن قَبۡلُ وَقَلَّبُواْ لَكَ ٱلۡأُمُورَ حَتَّىٰ جَآءَ ٱلۡحَقُّ وَظَهَرَ أَمۡرُ ٱللَّهِ وَهُمۡ كَٰرِهُونَ﴿٤٨

48حقيقتاً دوى ړومبى هم فتنې غوښتې دي او ستا د ضرر لپاره يې ډېر تدبيرونه اړولي را اړولي وو ترڅو چې حق راغى او د الله كار سرته ورسېد او دوى ناخوښه وو.

وَمِنۡهُم مَّن يَقُولُ ٱئۡذَن لِّي وَلَا تَفۡتِنِّيٓۚ أَلَا فِي ٱلۡفِتۡنَةِ سَقَطُواْۗ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةُۢ بِٱلۡكَٰفِرِينَ﴿٤٩

49او له دوى نه ځينې لا وايي چې ماته اجازه راكړه او په فتنه مې مه اخته كوه، خبردار! دوى خو لا ړومبى فتنه كې لوېدلي دي، او يقيناً جهنم له كافرانو راچاپېر دى.

إِن تُصِبۡكَ حَسَنَةٞ تَسُؤۡهُمۡۖ وَإِن تُصِبۡكَ مُصِيبَةٞ يَقُولُواْ قَدۡ أَخَذۡنَآ أَمۡرَنَا مِن قَبۡلُ وَيَتَوَلَّواْ وَّهُمۡ فَرِحُونَ﴿٥٠

50كه څه ښېګڼه در ورسېږى نو دوى ځوروي او كه څه مصیبت در پېښ شي نو وايي ښه ده موږ لا مخكې خپل كار جوړ كړى و، او مخ واړوي او دوى (ښه) خوشاله وي.

قُل لَّن يُصِيبَنَآ إِلَّا مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَنَا هُوَ مَوۡلَىٰنَاۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلۡيَتَوَكَّلِ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ﴿٥١

51ورته وايه: له هغه څه پرته چې الله راته ليكلي، بل څه به را ونه رسي، هماغه مو چارواكى دى، او مومنان دې پر هماغه الله بروسه وکړي.

قُلۡ هَلۡ تَرَبَّصُونَ بِنَآ إِلَّآ إِحۡدَى ٱلۡحُسۡنَيَيۡنِۖ وَنَحۡنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمۡ أَن يُصِيبَكُمُ ٱللَّهُ بِعَذَابٖ مِّنۡ عِندِهِۦٓ أَوۡ بِأَيۡدِينَاۖ فَتَرَبَّصُوٓاْ إِنَّا مَعَكُم مُّتَرَبِّصُونَ﴿٥٢

52ورته ووايه: آيا موږ ته بل د څه شي انتظار كوئ پرته له دې چې په دوو ښېګڼو كې يوه خو به را رسي؟ او حال دا چې موږ تاسو ته دا انتظار كوو چې يا به الله له خپل لوري كومه سزا دركړي او يا زموږ په لاسونو، نو انتظار كوئ موږ هم درسره انتظار كوونكي يو.

قُلۡ أَنفِقُواْ طَوۡعًا أَوۡ كَرۡهٗا لَّن يُتَقَبَّلَ مِنكُمۡ إِنَّكُمۡ كُنتُمۡ قَوۡمٗا فَٰسِقِينَ﴿٥٣

53ورته ووايه: كه (مال) په ښه زړه لګوئ يا په ناخوښۍ سره خو درنه قبليږي به نه، يقيناً تاسو يو فاسق قوم ياست.

وَمَا مَنَعَهُمۡ أَن تُقۡبَلَ مِنۡهُمۡ نَفَقَٰتُهُمۡ إِلَّآ أَنَّهُمۡ كَفَرُواْ بِٱللَّهِ وَبِرَسُولِهِۦ وَلَا يَأۡتُونَ ٱلصَّلَوٰةَ إِلَّا وَهُمۡ كُسَالَىٰ وَلَا يُنفِقُونَ إِلَّا وَهُمۡ كَٰرِهُونَ﴿٥٤

54او د هغوى د لګول شوو مالونو د نه قبلېدو وجه له دې پرته بل څه نه ده چې هغوى په الله او رسول كافران شوي، او لمانځه ته نه راځي مګر په لټۍ (زړه نا زړتوب) او خيرات نه كوي مګر په ناخوښۍ سره.

فَلَا تُعۡجِبۡكَ أَمۡوَٰلُهُمۡ وَلَآ أَوۡلَٰدُهُمۡۚ إِنَّمَا يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيُعَذِّبَهُم بِهَا فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا وَتَزۡهَقَ أَنفُسُهُمۡ وَهُمۡ كَٰفِرُونَ﴿٥٥

55نو د دوى مالونه او خېلخانې دې حيران نه كړي، په حقيقت كې الله غواړي چې په دې سره يې هم په دنيايي ژوند كې وځوروي او هم يې په داسې حالت كې ساګانې وخېژي چې دوى كافران وي.

وَيَحۡلِفُونَ بِٱللَّهِ إِنَّهُمۡ لَمِنكُمۡ وَمَا هُم مِّنكُمۡ وَلَٰكِنَّهُمۡ قَوۡمٞ يَفۡرَقُونَ﴿٥٦

56او هغوى په الله قسمونه كوي چې تاسو سره دي، حال دا چې له تاسو سره نه دي خو دوى داسې خلک دي چې (تاسو نه) ډاريږي.

لَوۡ يَجِدُونَ مَلۡجَـًٔا أَوۡ مَغَٰرَٰتٍ أَوۡ مُدَّخَلٗا لَّوَلَّوۡاْ إِلَيۡهِ وَهُمۡ يَجۡمَحُونَ﴿٥٧

57كه هغوى څه پټونې، سمڅې يا (كوم بل) د ننوتلو ځاى موندلاى نو په منډه منډه به ورګرځېدلي وو.

وَمِنۡهُم مَّن يَلۡمِزُكَ فِي ٱلصَّدَقَٰتِ فَإِنۡ أُعۡطُواْ مِنۡهَا رَضُواْ وَإِن لَّمۡ يُعۡطَوۡاْ مِنۡهَآ إِذَا هُمۡ يَسۡخَطُونَ﴿٥٨

58او ځينې يې د خيراتونو په (وېش) كې پر تا عيب وايي، نو كه څه برخه ترې وركړې شي، خوشاله شي او كه ترې ورنه كړى شي نو سمدستي بيا غوسه كيږي.

وَلَوۡ أَنَّهُمۡ رَضُواْ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَقَالُواْ حَسۡبُنَا ٱللَّهُ سَيُؤۡتِينَا ٱللَّهُ مِن فَضۡلِهِۦ وَرَسُولُهُۥٓ إِنَّآ إِلَى ٱللَّهِ رَٰغِبُونَ﴿٥٩

59او كه دوى په هغه څه رضا شوي وى چې الله او رسول يې وركړي دي او ويلي يې وى چې الله زموږ لپاره كافي دى هغه به له خپل فضله څه راكړي او د هغه رسول به هم څه (برخه) راكړي، بې شكه موږ د هماغه الله په لور رغبت (تمه) كوونكي يو.

۞ إِنَّمَا ٱلصَّدَقَٰتُ لِلۡفُقَرَآءِ وَٱلۡمَسَٰكِينِ وَٱلۡعَٰمِلِينَ عَلَيۡهَا وَٱلۡمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمۡ وَفِي ٱلرِّقَابِ وَٱلۡغَٰرِمِينَ وَفِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱبۡنِ ٱلسَّبِيلِۖ فَرِيضَةٗ مِّنَ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٞ﴿٦٠

60خبره دا ده چې دا خيراتونه خو يوازې د فقيرانو، بې وزلو، په هغو (كې) كاركوونكو، هغوى چې په زړونو كې يې الفت اچولى شي، مريانو (ازادولو)، پوروړو، د الله په لار كې (مصروفو) او مسافرو لپاره دي، دا د الله له لوري يوه فريضه ده او الله ډېر ځيرک پوه دى.

وَمِنۡهُمُ ٱلَّذِينَ يُؤۡذُونَ ٱلنَّبِيَّ وَيَقُولُونَ هُوَ أُذُنٞۚ قُلۡ أُذُنُ خَيۡرٖ لَّكُمۡ يُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ وَيُؤۡمِنُ لِلۡمُؤۡمِنِينَ وَرَحۡمَةٞ لِّلَّذِينَ ءَامَنُواْ مِنكُمۡۚ وَٱلَّذِينَ يُؤۡذُونَ رَسُولَ ٱللَّهِ لَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ﴿٦١

61او ځينې يې بيا پيغمبر ځوروي او وايي چې دى خو ټول (غوږونه) دى (د هر چا هره خبر اوري او مني)، ورته وايه هغه ستاسي د ښېګڼې اورېدونكى دى، په الله ايمان لري او په مومنانو باور كوي او له تاسو نه چې څوک ايمان لري د هغو لپاره (يو مخ) رحمت دى، او هغه كسان چې د الله رسول ځوروي د هغوى لپاره دردناک عذاب دى.

يَحۡلِفُونَ بِٱللَّهِ لَكُمۡ لِيُرۡضُوكُمۡ وَٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥٓ أَحَقُّ أَن يُرۡضُوهُ إِن كَانُواْ مُؤۡمِنِينَ﴿٦٢

62تاسو ته په الله قسمونه كوي څو مو راضي كړي، حال دا چې كه دوى رښتيني مومنان وي نو الله او رسول يې د دې ډېر وړ دى چې راضي يې كړي.

أَلَمۡ يَعۡلَمُوٓاْ أَنَّهُۥ مَن يُحَادِدِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَأَنَّ لَهُۥ نَارَ جَهَنَّمَ خَٰلِدٗا فِيهَاۚ ذَٰلِكَ ٱلۡخِزۡيُ ٱلۡعَظِيمُ﴿٦٣

63آيا دوى ته نه ده معلومه چې څوک الله او د هغه رسول سره مقابله كوي نو د هغه لپاره د جهنم اور دى، تلپاتې په هغه كې، دا لويه رسوايي ده.

يَحۡذَرُ ٱلۡمُنَٰفِقُونَ أَن تُنَزَّلَ عَلَيۡهِمۡ سُورَةٞ تُنَبِّئُهُم بِمَا فِي قُلُوبِهِمۡۚ قُلِ ٱسۡتَهۡزِءُوٓاْ إِنَّ ٱللَّهَ مُخۡرِجٞ مَّا تَحۡذَرُونَ﴿٦٤

64دا منافقان وېريږي چې پر دوى (مسلمانانو) به يو داسې سورت نازل شي چې د دې منافقانو د زړه له رازونو به يې خبر كړي، ورته وايه: همداسې ملنډې وهئ! يقيناً الله د هغه څه را څرګندونكى دى چې تاسو ترې وېرېږئ.

وَلَئِن سَأَلۡتَهُمۡ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلۡعَبُۚ قُلۡ أَبِٱللَّهِ وَءَايَٰتِهِۦ وَرَسُولِهِۦ كُنتُمۡ تَسۡتَهۡزِءُونَ﴿٦٥

65او كه ويې پوښتې نو خامخا به وايي چې موږ خو هسې مجلس او لوبې كولې، ورته ووايه ښه نو په الله او د هغه په آيتونو او رسول يې تاسي مسخرې كوئ.

لَا تَعۡتَذِرُواْ قَدۡ كَفَرۡتُم بَعۡدَ إِيمَٰنِكُمۡۚ إِن نَّعۡفُ عَن طَآئِفَةٖ مِّنكُمۡ نُعَذِّبۡ طَآئِفَةَۢ بِأَنَّهُمۡ كَانُواْ مُجۡرِمِينَ﴿٦٦

66اوس عذرونه مه جوړوئ تاسې له ايمانه وروسته كافر شوي ياست، كه موږ تاسو نه كومه ډله وبخښو نو بلې ډلې ته خو به خامخا سزا وركوو ځكه چې دوى مجرمان دي.

ٱلۡمُنَٰفِقُونَ وَٱلۡمُنَٰفِقَٰتُ بَعۡضُهُم مِّنۢ بَعۡضٖۚ يَأۡمُرُونَ بِٱلۡمُنكَرِ وَيَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلۡمَعۡرُوفِ وَيَقۡبِضُونَ أَيۡدِيَهُمۡۚ نَسُواْ ٱللَّهَ فَنَسِيَهُمۡۚ إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ هُمُ ٱلۡفَٰسِقُونَ﴿٦٧

67منافقان نارينه او منافقانې ښځې ټولې يو د بل په څېر دي، په بدۍ امر كوي او له نېكۍ نه منع كوي او خپل لاسونه له خير نه موټي (بند) كړي ساتي، دوى الله هېر كړ نو الله هم دوی هير كړل، په يقيني ډول دا منافقان همدوى فاسقان دي.

وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ وَٱلۡمُنَٰفِقَٰتِ وَٱلۡكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَاۚ هِيَ حَسۡبُهُمۡۚ وَلَعَنَهُمُ ٱللَّهُۖ وَلَهُمۡ عَذَابٞ مُّقِيمٞ﴿٦٨

68وعده کړې ده الله له منافقانو سړیو سره او له منافقاتو ښځو سره او له (ټولو) کفارو سره د دوزخ د اور، تل به وي (دوی) په دغه (دوزخ) کې، همدغه دوزخ بس دی دوی ته (د عذاب او سزا له مخې)، او لعنت کړی دی الله په دوی، او مقرر دی دوی لره تلپاتې عذاب.

كَٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ كَانُوٓاْ أَشَدَّ مِنكُمۡ قُوَّةٗ وَأَكۡثَرَ أَمۡوَٰلٗا وَأَوۡلَٰدٗا فَٱسۡتَمۡتَعُواْ بِخَلَٰقِهِمۡ فَٱسۡتَمۡتَعۡتُم بِخَلَٰقِكُمۡ كَمَا ٱسۡتَمۡتَعَ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُم بِخَلَٰقِهِمۡ وَخُضۡتُمۡ كَٱلَّذِي خَاضُوٓاْۚ أُوْلَٰٓئِكَ حَبِطَتۡ أَعۡمَٰلُهُمۡ فِي ٱلدُّنۡيَا وَٱلۡأٓخِرَةِۖ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡخَٰسِرُونَ﴿٦٩

69هماغسې ياستئ لكه تاسو نه مخكې خلك چې وو، هغوى له تاسو ډېر زورور او په مال، اولاد كې درنه زيات وو، نو له خپلو برخو يې ګټه واخيسته او تاسو هم له خپلو برخو هماغسې ګټه واخيسته لكه تاسو نه مخكېنيو چې له خپلو برخو ګټه اخيستې وه، او هماغسې باطلو بحثو كې پرېوتئ لكه هغوى چې پكې بوخت شوي وو، د دې كسانو عملونه په دنيا او آخرت كې بابېزه شول او په خپله همدا خلک تاوانيان دي.

أَلَمۡ يَأۡتِهِمۡ نَبَأُ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡ قَوۡمِ نُوحٖ وَعَادٖ وَثَمُودَ وَقَوۡمِ إِبۡرَٰهِيمَ وَأَصۡحَٰبِ مَدۡيَنَ وَٱلۡمُؤۡتَفِكَٰتِۚ أَتَتۡهُمۡ رُسُلُهُم بِٱلۡبَيِّنَٰتِۖ فَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيَظۡلِمَهُمۡ وَلَٰكِن كَانُوٓاْ أَنفُسَهُمۡ يَظۡلِمُونَ﴿٧٠

70آيا تر دوى وړاندينيو خلكو خبر نه دى ورته را رسېدلى، د نوح قوم، عاد، ثمود، د ابراهيم قوم، د مدين د خلكو او نسكور شويو كليو، چې رسولان يې له څرګندو نښانو سره ورته راغلل، نو الله خو پر دوى ظلم نه و كړى، دوى خپله پر ځانو ظلم كولو.

وَٱلۡمُؤۡمِنُونَ وَٱلۡمُؤۡمِنَٰتُ بَعۡضُهُمۡ أَوۡلِيَآءُ بَعۡضٖۚ يَأۡمُرُونَ بِٱلۡمَعۡرُوفِ وَيَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلۡمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤۡتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَيُطِيعُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓۚ أُوْلَٰٓئِكَ سَيَرۡحَمُهُمُ ٱللَّهُۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٞ﴿٧١

71او مومنان او مومنانې يو د بل دوستان دي، د ښېګڼى امر كوي، له بديو ايسارول كوي، لمونځونه تر سره كوي، زكات وركوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوي، همدوی دي چې الله به ورباندې زر رحم وكړي، بې شكه الله ځيرک برلاسى دى.

وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ وَٱلۡمُؤۡمِنَٰتِ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا وَمَسَٰكِنَ طَيِّبَةٗ فِي جَنَّٰتِ عَدۡنٖۚ وَرِضۡوَٰنٞ مِّنَ ٱللَّهِ أَكۡبَرُۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ﴿٧٢

72الله نارينه مومنانو او ښځو مومنانو سره د داسې جنتونو وعده كړى چې تر لاندې به یې ويالې بهيږي، تلپاتې په هغو كې، او په دې تل ښېرازه جنتو كې د دوى لپاره پاک سوتره استوګنځي، او تر هر څه لويه خبره دا چې د الله رضا به يي په برخه وي، همدا ستر برى دى.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ جَٰهِدِ ٱلۡكُفَّارَ وَٱلۡمُنَٰفِقِينَ وَٱغۡلُظۡ عَلَيۡهِمۡۚ وَمَأۡوَىٰهُمۡ جَهَنَّمُۖ وَبِئۡسَ ٱلۡمَصِيرُ﴿٧٣

73ای نبي له كافرانو او منافقانو سره (په كلكه) مقابله او پر هغوى سختي كوه، او (په پاى كې يې) استوګنځى جهنم دى او هغه د بېرته ورتلو ناكاره ځاى دى.

يَحۡلِفُونَ بِٱللَّهِ مَا قَالُواْ وَلَقَدۡ قَالُواْ كَلِمَةَ ٱلۡكُفۡرِ وَكَفَرُواْ بَعۡدَ إِسۡلَٰمِهِمۡ وَهَمُّواْ بِمَا لَمۡ يَنَالُواْۚ وَمَا نَقَمُوٓاْ إِلَّآ أَنۡ أَغۡنَىٰهُمُ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ مِن فَضۡلِهِۦۚ فَإِن يَتُوبُواْ يَكُ خَيۡرٗا لَّهُمۡۖ وَإِن يَتَوَلَّوۡاْ يُعَذِّبۡهُمُ ٱللَّهُ عَذَابًا أَلِيمٗا فِي ٱلدُّنۡيَا وَٱلۡأٓخِرَةِۚ وَمَا لَهُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ مِن وَلِيّٖ وَلَا نَصِيرٖ﴿٧٤

74په الله قسمونه كوي چې دوى دغسې نه دي ويلي، او په حقيقت كې هغوى د كفر هماغه خبره كړې وه او له اسلام راوړلو نه وروسته يې كفر كړى و، او د هغه څه تكل يې كړى و چې ترلاسه يې نه كړ، او له دې پرته په بل څه نه وو غوسه چې الله او رسول يې په خپلې لورينې سره هغوى شتمن كړل، نو كه توبه يې ووېسته، ورته غوره ده او كه بېرته وګرځيدل، الله به يې په دنيا او آخرت كې په دردناك عذاب اخته كړي او بيا به يې د ځمكې پر مخ هېڅوک ملاتړ او مرستندوى نه وي.

۞ وَمِنۡهُم مَّنۡ عَٰهَدَ ٱللَّهَ لَئِنۡ ءَاتَىٰنَا مِن فَضۡلِهِۦ لَنَصَّدَّقَنَّ وَلَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ﴿٧٥

75او له هغوى نه ځينې داسې وو چې الله سره يې ژمنه كړې وه چې كه له خپلې لورينې يې څه راكړل نو خامخا به خيرات كوو او نېك عمله به اوسو.

فَلَمَّآ ءَاتَىٰهُم مِّن فَضۡلِهِۦ بَخِلُواْ بِهِۦ وَتَوَلَّواْ وَّهُم مُّعۡرِضُونَ﴿٧٦

76نو كله يې چې له خپل فضل څخه څه وركړل، بخيلى يې غوره كړه او څنګ كوونكي بېرته وګرځېدل.

فَأَعۡقَبَهُمۡ نِفَاقٗا فِي قُلُوبِهِمۡ إِلَىٰ يَوۡمِ يَلۡقَوۡنَهُۥ بِمَآ أَخۡلَفُواْ ٱللَّهَ مَا وَعَدُوهُ وَبِمَا كَانُواْ يَكۡذِبُونَ﴿٧٧

77نو بيا يې تر هغې ورځې په زړونو كې نفاق ور واچولو چې هغه سره به مخامخ كيږي په دې چې الله سره يې كړې ژمنه ماته كړه او دا چې دروغ به يې ويل.

أَلَمۡ يَعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ يَعۡلَمُ سِرَّهُمۡ وَنَجۡوَىٰهُمۡ وَأَنَّ ٱللَّهَ عَلَّٰمُ ٱلۡغُيُوبِ﴿٧٨

78آیا نه پوهيږي چې الله ته يې پټ نيتونه او پټې مشورې معلومې دي او دا چې الله يقيناً په غيبو ډېر ښه پوه دى؟

ٱلَّذِينَ يَلۡمِزُونَ ٱلۡمُطَّوِّعِينَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ فِي ٱلصَّدَقَٰتِ وَٱلَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهۡدَهُمۡ فَيَسۡخَرُونَ مِنۡهُمۡ سَخِرَ ٱللَّهُ مِنۡهُمۡ وَلَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٌ﴿٧٩

79هغوى چې په مومنانو كې د خپلى خوښې خيرات وركوونكو پسې بد وايي، او په هغو كسانو ملنډې وهي چې د خپلې وسې كم مال نه پرته نور څه نه مومي، الله به يې د مسخرو سزا وركړي او هغوى لپاره دردناك عذاب دى.

ٱسۡتَغۡفِرۡ لَهُمۡ أَوۡ لَا تَسۡتَغۡفِرۡ لَهُمۡ إِن تَسۡتَغۡفِرۡ لَهُمۡ سَبۡعِينَ مَرَّةٗ فَلَن يَغۡفِرَ ٱللَّهُ لَهُمۡۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ كَفَرُواْ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦۗ وَٱللَّهُ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلۡفَٰسِقِينَ﴿٨٠

80كه بخښنه ورته غواړې او كه نه يې ورته غواړې، كه اويا ځله هم بخښنه ورته وغواړې، نو الله به يې هېڅکله ونه بخښي، دا ځكه چې هغوى پر الله او د هغه پر رسول كافران شوي او الله خو داسې سرغړانده خلكو ته سمه لار نه ښايي.

فَرِحَ ٱلۡمُخَلَّفُونَ بِمَقۡعَدِهِمۡ خِلَٰفَ رَسُولِ ٱللَّهِ وَكَرِهُوٓاْ أَن يُجَٰهِدُواْ بِأَمۡوَٰلِهِمۡ وَأَنفُسِهِمۡ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَقَالُواْ لَا تَنفِرُواْ فِي ٱلۡحَرِّۗ قُلۡ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرّٗاۚ لَّوۡ كَانُواْ يَفۡقَهُونَ﴿٨١

81بېرته پاتې شوي كسان د رسول الله تر شا په خپله ناسته خوشاله شول او دا يې بده وګڼله چې په خپلو مالونو او ځانونو د الله په لار كې جهاد وكړي او ويل به يې چې په دې ګرمۍ كې (غزا ته) مه وځئ، ورته ووايه: د جهنم اور خو ډېر زيات ګرم دى، كه چېرى هغوى پوهېدلى.

فَلۡيَضۡحَكُواْ قَلِيلٗا وَلۡيَبۡكُواْ كَثِيرٗا جَزَآءَۢ بِمَا كَانُواْ يَكۡسِبُونَ﴿٨٢

82نو لږ دې وخاندي او ډېر دې وژاړي د هغه عمل په بدله چې دوى به كولو.

فَإِن رَّجَعَكَ ٱللَّهُ إِلَىٰ طَآئِفَةٖ مِّنۡهُمۡ فَٱسۡتَـٔۡذَنُوكَ لِلۡخُرُوجِ فَقُل لَّن تَخۡرُجُواْ مَعِيَ أَبَدٗا وَلَن تُقَٰتِلُواْ مَعِيَ عَدُوًّاۖ إِنَّكُمۡ رَضِيتُم بِٱلۡقُعُودِ أَوَّلَ مَرَّةٖ فَٱقۡعُدُواْ مَعَ ٱلۡخَٰلِفِينَ﴿٨٣

83نو كه الله د دغو خلكو يوې ډلې ته بېرته راستون كړې او بيا يې له تانه د وتلو اجازه وغوښته نو ورته ووايه چې هېڅكله به نه راسره وځئ او نه به زما په ملتيا كوم غليم سره وجنګيږئ، تاسو چې لومړۍ ناستې غوره كړې وې نو اوس هم ناستو سره (په کورونو کې) كښېنئ.

وَلَا تُصَلِّ عَلَىٰٓ أَحَدٖ مِّنۡهُم مَّاتَ أَبَدٗا وَلَا تَقُمۡ عَلَىٰ قَبۡرِهِۦٓۖ إِنَّهُمۡ كَفَرُواْ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَمَاتُواْ وَهُمۡ فَٰسِقُونَ﴿٨٤

84او كه د هغو كوم يو ومري نو هېڅكله مه لمونځ پرې كوه او مه يې پر قبر درېږه، يقيناً هغوى پر الله او رسول يې كافر شوي او مړه شوي هم فاسقان دي.

وَلَا تُعۡجِبۡكَ أَمۡوَٰلُهُمۡ وَأَوۡلَٰدُهُمۡۚ إِنَّمَا يُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُعَذِّبَهُم بِهَا فِي ٱلدُّنۡيَا وَتَزۡهَقَ أَنفُسُهُمۡ وَهُمۡ كَٰفِرُونَ﴿٨٥

85د هغوي د مالونو، اولادونو زياتوالى دې ونه غولوي، په حقيقت كې الله غواړي چې په هغو (مالونو) سره يې هم په دنيا كې وكړوي او هم يې په داسې حال كې ساګانې وخېژي چې دوى كافران وي.

وَإِذَآ أُنزِلَتۡ سُورَةٌ أَنۡ ءَامِنُواْ بِٱللَّهِ وَجَٰهِدُواْ مَعَ رَسُولِهِ ٱسۡتَـٔۡذَنَكَ أُوْلُواْ ٱلطَّوۡلِ مِنۡهُمۡ وَقَالُواْ ذَرۡنَا نَكُن مَّعَ ٱلۡقَٰعِدِينَ﴿٨٦

86او كله چې كوم سورت نازل شي چې (ای خلكو) په الله ايمان راوړئ او د رسول په ملتيا يې جهاد وكړئ نو د هغوى وسمن خلك در څخه (د پاتې كېدو) اجازه غواړي او وايي موږ پرېږده چې ناستو كسانو سره پاتې شو.

رَضُواْ بِأَن يَكُونُواْ مَعَ ٱلۡخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمۡ فَهُمۡ لَا يَفۡقَهُونَ﴿٨٧

87هغوى ناستو خلكو سره پاتېدل غوره كړل او پر زړونو يې مهر لګېدلى نو دوی په هېڅ نه پوهيږي.

لَٰكِنِ ٱلرَّسُولُ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مَعَهُۥ جَٰهَدُواْ بِأَمۡوَٰلِهِمۡ وَأَنفُسِهِمۡۚ وَأُوْلَٰٓئِكَ لَهُمُ ٱلۡخَيۡرَٰتُۖ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ﴿٨٨

88خو (بل خوا) پيغمبر او هغوى چې ايمان يې ورسره راوړى، په خپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړ او (اوس) ټولې ښېګڼې هم د دوى لپاره دي او خپله همدا كسان بريالي كېدونكي دي.

أَعَدَّ ٱللَّهُ لَهُمۡ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَاۚ ذَٰلِكَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ﴿٨٩

89هغو ته الله داسې جنتونه چمتو كړي چې تر لاندې يې ويالې بهيږي، تل ترتله اوسېدونكي په هغو كې، دا ستره بريا ده.

وَجَآءَ ٱلۡمُعَذِّرُونَ مِنَ ٱلۡأَعۡرَابِ لِيُؤۡذَنَ لَهُمۡ وَقَعَدَ ٱلَّذِينَ كَذَبُواْ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥۚ سَيُصِيبُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۡهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ﴿٩٠

90او د بانډو عربو نه هم عذر غوښتونكي راغلل څو د پاتې كېدو اجازه وركړل شي او (په دې توګه) چا چې الله او رسول سره يې دروغ كړي وو، (ټول) كېناستل. له دوى نه چا چې كفر غوره كړى هغوى ته به ډېر زر دردناک عذاب ورسيږي.

لَّيۡسَ عَلَى ٱلضُّعَفَآءِ وَلَا عَلَى ٱلۡمَرۡضَىٰ وَلَا عَلَى ٱلَّذِينَ لَا يَجِدُونَ مَا يُنفِقُونَ حَرَجٌ إِذَا نَصَحُواْ لِلَّهِ وَرَسُولِهِۦۚ مَا عَلَى ٱلۡمُحۡسِنِينَ مِن سَبِيلٖۚ وَٱللَّهُ غَفُورٞ رَّحِيمٞ﴿٩١

91په كمزورو، ناروغانو او هغو كسانو چې د لګښت لپاره څه نه مومي، كومه ګناه نشته، كله چې هغوى الله او د هغه رسول سره اخلاص ولري، په داسې نېكانو د نيوكې څه لار نشته او الله مهربان بخښونكى دى.

وَلَا عَلَى ٱلَّذِينَ إِذَا مَآ أَتَوۡكَ لِتَحۡمِلَهُمۡ قُلۡتَ لَآ أَجِدُ مَآ أَحۡمِلُكُمۡ عَلَيۡهِ تَوَلَّواْ وَّأَعۡيُنُهُمۡ تَفِيضُ مِنَ ٱلدَّمۡعِ حَزَنًا أَلَّا يَجِدُواْ مَا يُنفِقُونَ﴿٩٢

92او نه پر هغو كسانو چې كله تاته راغلل چې سپرلۍ وركړې او بيا دې ورته وويل: زه ستاسو د سپرلۍ لپاره څه نه مومم، نو په داسى حال بېرته وګرځېدل چې له سترګو يې اوښكې بهېدلې، له دې غمه چې دوى څنګه دومره څه نه لري چې (په دې لار كې يې) ولګوي.

۞ إِنَّمَا ٱلسَّبِيلُ عَلَى ٱلَّذِينَ يَسۡتَـٔۡذِنُونَكَ وَهُمۡ أَغۡنِيَآءُۚ رَضُواْ بِأَن يَكُونُواْ مَعَ ٱلۡخَوَالِفِ وَطَبَعَ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمۡ فَهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ﴿٩٣

93خبره همدا ده چې د نيوكې لار خو يوازې پر هغو كسانو ده چې هغوى شتمن دي او له تانه اجازې غواړي، هغوى په كور ناستو خلكو سره پاتې كېدل خوښ كړل او الله يې پر زړونو مهر ولګولو نو (دا دى) هغوى په هېڅ نه پوهېـږي.

يَعۡتَذِرُونَ إِلَيۡكُمۡ إِذَا رَجَعۡتُمۡ إِلَيۡهِمۡۚ قُل لَّا تَعۡتَذِرُواْ لَن نُّؤۡمِنَ لَكُمۡ قَدۡ نَبَّأَنَا ٱللَّهُ مِنۡ أَخۡبَارِكُمۡۚ وَسَيَرَى ٱللَّهُ عَمَلَكُمۡ وَرَسُولُهُۥ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَىٰ عَٰلِمِ ٱلۡغَيۡبِ وَٱلشَّهَٰدَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ﴿٩٤

94كله چې بېرته ورستانه شئ نو هغوى به (ډول ډول) عذرونه درته وړاندې كوي، ورته وايه: (اوس) عذرونه مه كوئ، موږ به هېڅكله ستاسو په خبرو باور ونكړو، موږ الله ستاسو له حالاتو خبر كړي يو، او زر به الله او د هغه رسول ستاسو كړه وړه وګوري بيا به د هغه ذات لور ته وګرځول شئ چې په پټو او ښكاره و عالم دى او بيا به مو په هغه څه خبر كړي چې تاسو به كول.

سَيَحۡلِفُونَ بِٱللَّهِ لَكُمۡ إِذَا ٱنقَلَبۡتُمۡ إِلَيۡهِمۡ لِتُعۡرِضُواْ عَنۡهُمۡۖ فَأَعۡرِضُواْ عَنۡهُمۡۖ إِنَّهُمۡ رِجۡسٞۖ وَمَأۡوَىٰهُمۡ جَهَنَّمُ جَزَآءَۢ بِمَا كَانُواْ يَكۡسِبُونَ﴿٩٥

95چې تاسو ورستانه شئ نو په الله به قسمونه درته كوي تر څو تېر شئ ورنه، نو څنګ ترې وكړئ، هغوى ناولي دي او استوګنځى يې جهنم دى، د هغو عملونو په بدل كې چې دوى يې كوي.

يَحۡلِفُونَ لَكُمۡ لِتَرۡضَوۡاْ عَنۡهُمۡۖ فَإِن تَرۡضَوۡاْ عَنۡهُمۡ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يَرۡضَىٰ عَنِ ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡفَٰسِقِينَ﴿٩٦

96دوى به تاسو ته قسمونه خوري چې راضي شئ ترې، نو كه تاسو ترې راضي هم شئ نو الله له فاسقانو خلكو څخه نه راضي كيږي.

ٱلۡأَعۡرَابُ أَشَدُّ كُفۡرٗا وَنِفَاقٗا وَأَجۡدَرُ أَلَّا يَعۡلَمُواْ حُدُودَ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِۦۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٞ﴿٩٧

97دا بانډچيان عرب په كفر كې لا زيات او كلک دي او د دې ډېر وړ دي چى د هغه دين له احكامو خبر نه شي كوم چې الله پر خپل رسول نازل كړى او الله پوه ځيرک دى.

وَمِنَ ٱلۡأَعۡرَابِ مَن يَتَّخِذُ مَا يُنفِقُ مَغۡرَمٗا وَيَتَرَبَّصُ بِكُمُ ٱلدَّوَآئِرَۚ عَلَيۡهِمۡ دَآئِرَةُ ٱلسَّوۡءِۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٞ﴿٩٨

98او ځينې له بانډچي عربو نه هغه دي چې كه څه لګښت كوي (د الله په لار كې) نو هغه يو تاوان ګڼي او تاسو ته د وخت اوښتون انتظار باسي، بد اوښتون دې پر هغوى وي او الله پوه اورېدونكى دى.

وَمِنَ ٱلۡأَعۡرَابِ مَن يُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَيَتَّخِذُ مَا يُنفِقُ قُرُبَٰتٍ عِندَ ٱللَّهِ وَصَلَوَٰتِ ٱلرَّسُولِۚ أَلَآ إِنَّهَا قُرۡبَةٞ لَّهُمۡۚ سَيُدۡخِلُهُمُ ٱللَّهُ فِي رَحۡمَتِهِۦٓۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ﴿٩٩

99او له باڼدچي عربو نه ځينې داسې هم دي چى په الله او آخرت ورځ ايمان لري او څه چې لګوي هغه الله ته ورنږدې كېدل او د رسول د دعاګانو وسيله بولي، هوكې! دا رښتيا هم د دوى لپاره د نږدېوالي وسيله ده الله به يې زر په خپل رحمت كې داخل كړي، بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.

وَٱلسَّٰبِقُونَ ٱلۡأَوَّلُونَ مِنَ ٱلۡمُهَٰجِرِينَ وَٱلۡأَنصَارِ وَٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوهُم بِإِحۡسَٰنٖ رَّضِيَ ٱللَّهُ عَنۡهُمۡ وَرَضُواْ عَنۡهُ وَأَعَدَّ لَهُمۡ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي تَحۡتَهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۚ ذَٰلِكَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ﴿١٠٠

100د مهاجرينو او انصارو لومړني كسان او هغوى چې په رښتينولۍ سره په دوى پسې تللي، الله ترې راضي شوى او دوى هم الله نه راضي شوي او (الله) داسې جنتونه ورته تيار كړي چې د هغو لاندې ويالې بهيږي تل تر تله به وي په هغو كې، همدا ستر برياليتوب دى.

وَمِمَّنۡ حَوۡلَكُم مِّنَ ٱلۡأَعۡرَابِ مُنَٰفِقُونَۖ وَمِنۡ أَهۡلِ ٱلۡمَدِينَةِ مَرَدُواْ عَلَى ٱلنِّفَاقِ لَا تَعۡلَمُهُمۡۖ نَحۡنُ نَعۡلَمُهُمۡۚ سَنُعَذِّبُهُم مَّرَّتَيۡنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَىٰ عَذَابٍ عَظِيمٖ﴿١٠١

101او ستاسو شاو خوا له بانډچي عربو نه ځينې منافقان دي، او همدارنګه خپله د مدينې له خلكو چې په منافقت روږدي شوي، ته يې نه پېژنې خو موږ يې پېژنو، هغه وخت نږدې دى چې دوه ځله سزا به وركړو بيا به نو يو لوى عذاب ته ور وګرځول شي.

وَءَاخَرُونَ ٱعۡتَرَفُواْ بِذُنُوبِهِمۡ خَلَطُواْ عَمَلٗا صَٰلِحٗا وَءَاخَرَ سَيِّئًا عَسَى ٱللَّهُ أَن يَتُوبَ عَلَيۡهِمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٌ﴿١٠٢

102او ځينې نور چې په خپلو ګناهونو يې اقرار كړى ګډوډ عملونه يې كړي، څه نېک او څه بد، لرې نه ده چې الله بيا ورباندې مهربان شي بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.

خُذۡ مِنۡ أَمۡوَٰلِهِمۡ صَدَقَةٗ تُطَهِّرُهُمۡ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيۡهِمۡۖ إِنَّ صَلَوٰتَكَ سَكَنٞ لَّهُمۡۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ﴿١٠٣

103د دوى له مالونو صدقه واخله چې په دې سره يې پاك او اصلاح كړې او هغوى ته د رحمت دعا وكړه، بې شكه ستا دعا هغوى لپاره ډاډينه ده او الله پوه اورېدونكى دى.

أَلَمۡ يَعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ هُوَ يَقۡبَلُ ٱلتَّوۡبَةَ عَنۡ عِبَادِهِۦ وَيَأۡخُذُ ٱلصَّدَقَٰتِ وَأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ﴿١٠٤

104آيا دوی ته نه ده معلومه چې هماغه الله دى چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي او د هغو خيراتونه مني او دا چې الله ښه معاف كوونكى او رحيم دى؟

وَقُلِ ٱعۡمَلُواْ فَسَيَرَى ٱللَّهُ عَمَلَكُمۡ وَرَسُولُهُۥ وَٱلۡمُؤۡمِنُونَۖ وَسَتُرَدُّونَ إِلَىٰ عَٰلِمِ ٱلۡغَيۡبِ وَٱلشَّهَٰدَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ﴿١٠٥

105او ووايه: تاسو (چى څه غواړئ) كوئ، زر به الله، د هغه رسول او مومنان ستاسو كړه وړه وګوري، او بيا به د پټو او ښكاره وو پوهېدونكي (الله) ته ور وګرځول شئ نو په هغه څه به مو خبر كړي چې تاسو به كول.

وَءَاخَرُونَ مُرۡجَوۡنَ لِأَمۡرِ ٱللَّهِ إِمَّا يُعَذِّبُهُمۡ وَإِمَّا يَتُوبُ عَلَيۡهِمۡۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٞ﴿١٠٦

106او څه نور كسان د الله حكم ته ځنډول شوي چې يا به سزا وركړي، يا به بيا ورباندې مهرباني وكړي او الله ځيرک پوه دى.

وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مَسۡجِدٗا ضِرَارٗا وَكُفۡرٗا وَتَفۡرِيقَۢا بَيۡنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ وَإِرۡصَادٗا لِّمَنۡ حَارَبَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ مِن قَبۡلُۚ وَلَيَحۡلِفُنَّ إِنۡ أَرَدۡنَآ إِلَّا ٱلۡحُسۡنَىٰۖ وَٱللَّهُ يَشۡهَدُ إِنَّهُمۡ لَكَٰذِبُونَ﴿١٠٧

107او هغوى چې يو مسجد يې جوړ كړى لپاره د ضرر رسولو، كفر كولو، په مومنانو كې بېلتون اچولو او د هغه چا لپاره څار ځای جوړولو چې لا مخكې يې الله او د هغه رسول سره جګړه كړې ده، او خامخا به قسمونه كوي چې له ښېګڼې پرته مو بله اراده نشته، او الله شاهدي وايي چې يقيناً هغوى دروغجن دي.

لَا تَقُمۡ فِيهِ أَبَدٗاۚ لَّمَسۡجِدٌ أُسِّسَ عَلَى ٱلتَّقۡوَىٰ مِنۡ أَوَّلِ يَوۡمٍ أَحَقُّ أَن تَقُومَ فِيهِۚ فِيهِ رِجَالٞ يُحِبُّونَ أَن يَتَطَهَّرُواْۚ وَٱللَّهُ يُحِبُّ ٱلۡمُطَّهِّرِينَ﴿١٠٨

108ته هېڅكله په هغه كې مه درېږه، كوم جومات چې له ړومبۍ ورځې پر تقوىٰ ودان شوى، حتماً ډېر لايق دى چې ته پكې ودرېږې، په هغه كې داسې سړي شته چې غواړي پاك واوسي او الله همدغه پاكي غوره كوونكي خوښوي.

أَفَمَنۡ أَسَّسَ بُنۡيَٰنَهُۥ عَلَىٰ تَقۡوَىٰ مِنَ ٱللَّهِ وَرِضۡوَٰنٍ خَيۡرٌ أَم مَّنۡ أَسَّسَ بُنۡيَٰنَهُۥ عَلَىٰ شَفَا جُرُفٍ هَارٖ فَٱنۡهَارَ بِهِۦ فِي نَارِ جَهَنَّمَۗ وَٱللَّهُ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّٰلِمِينَ﴿١٠٩

109آيا نو هغه چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې د الله څخه په وېره او د هغه په رضا غوښتنه ايښى وي، غوره دى او كه هغه چې خپله ودانۍ يې د يو نړېدونكى پاڼ پر غاړه جوړه كړې وي له هغې سره د جهنم اور ته وغورځيږي او الله ظالمانو خلكو ته سمه لار نه ښيي.

لَا يَزَالُ بُنۡيَٰنُهُمُ ٱلَّذِي بَنَوۡاْ رِيبَةٗ فِي قُلُوبِهِمۡ إِلَّآ أَن تَقَطَّعَ قُلُوبُهُمۡۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ﴿١١٠

110دا ودانۍ چې دوى جوړه كړې تل به يې په زړونو كې د شک جرړه وي مګر (هغه وخت) چې زړونه يې غوڅ غوڅ شي او الله ځيرک پوه دى.

۞ إِنَّ ٱللَّهَ ٱشۡتَرَىٰ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ أَنفُسَهُمۡ وَأَمۡوَٰلَهُم بِأَنَّ لَهُمُ ٱلۡجَنَّةَۚ يُقَٰتِلُونَ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ فَيَقۡتُلُونَ وَيُقۡتَلُونَۖ وَعۡدًا عَلَيۡهِ حَقّٗا فِي ٱلتَّوۡرَىٰةِ وَٱلۡإِنجِيلِ وَٱلۡقُرۡءَانِۚ وَمَنۡ أَوۡفَىٰ بِعَهۡدِهِۦ مِنَ ٱللَّهِۚ فَٱسۡتَبۡشِرُواْ بِبَيۡعِكُمُ ٱلَّذِي بَايَعۡتُم بِهِۦۚ وَذَٰلِكَ هُوَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ﴿١١١

111بې شكه الله له مومنانو څخه د هغوى ځانونه او مالونه په دې پېرودلي چې د دوى لپاره به جنت وي، هغوى به د الله په لار كې جنګيږي نو وژنه به کوي او وژل كيږي به، دا پر الله حقه وعده ده په تورات، انجيل او قرآن كې، او څوك به تر الله زيات د خپل لوز پوره كوونكى وي نو پر خپلې دغې سودا چې كړې مو ده خوښ اوسئ او همدا ستر برياليتوب دى.

ٱلتَّٰٓئِبُونَ ٱلۡعَٰبِدُونَ ٱلۡحَٰمِدُونَ ٱلسَّٰٓئِحُونَ ٱلرَّٰكِعُونَ ٱلسَّٰجِدُونَ ٱلۡأٓمِرُونَ بِٱلۡمَعۡرُوفِ وَٱلنَّاهُونَ عَنِ ٱلۡمُنكَرِ وَٱلۡحَٰفِظُونَ لِحُدُودِ ٱللَّهِۗ وَبَشِّرِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ﴿١١٢

112توبه كوونكي، لمونځونكي، حمد (ستاينه) ويونكي، د الله لپاره په ځمكه كې ګرځېدونكي، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، په ښېګڼه امر كوونكي، له بديو ايساروونكي او د الله د حدودو ساتونكي او همداسې مومنانو ته زېرى وركړه.

مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَن يَسۡتَغۡفِرُواْ لِلۡمُشۡرِكِينَ وَلَوۡ كَانُوٓاْ أُوْلِي قُرۡبَىٰ مِنۢ بَعۡدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمۡ أَنَّهُمۡ أَصۡحَٰبُ ٱلۡجَحِيمِ﴿١١٣

113له پيغمبر او هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړي نه ښايي چې مشركانو ته بخښنه وغواړي، كه څه هم خپلوان يې وي، وروسته له هغه چې ورته څرګنده شوې ده چې هغوى دوزخيان دي.

وَمَا كَانَ ٱسۡتِغۡفَارُ إِبۡرَٰهِيمَ لِأَبِيهِ إِلَّا عَن مَّوۡعِدَةٖ وَعَدَهَآ إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُۥٓ أَنَّهُۥ عَدُوّٞ لِّلَّهِ تَبَرَّأَ مِنۡهُۚ إِنَّ إِبۡرَٰهِيمَ لَأَوَّٰهٌ حَلِيمٞ﴿١١٤

114او د خپل پلار لپاره د ابراهيم بخښنه غوښتل خو صرف د هغې وعدې لپاره و چې له هغه سره يې كړې وه، خو كله چې ورته څرګنده شوه چې هغه د الله دښمن دى نو ترې بېزار شو، ابراهيم يقيناً الله ته ډېر عاجزي کوونکی، د زغم خاوند و.

وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُضِلَّ قَوۡمَۢا بَعۡدَ إِذۡ هَدَىٰهُمۡ حَتَّىٰ يُبَيِّنَ لَهُم مَّا يَتَّقُونَۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٌ﴿١١٥

115او الله داسې نه دى چې يو قوم له هدايت وركولو وروسته بې لارې كړي تر هغه پورې چې په څرګنده هغه څه ور ونه ښيي چې هغوى ځان ترې وساتي، بې شكه الله په هر څه پوه دى.

إِنَّ ٱللَّهَ لَهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ يُحۡيِۦ وَيُمِيتُۚ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِن وَلِيّٖ وَلَا نَصِيرٖ﴿١١٦

116د آسمانو او ځمكې پاچاهي يقيناً الله لره ده، ژوندي كوي او مړه كوي او تاسو لره هغه نه پرته څوک ملاتړ او مرستندوى نشته.

لَّقَد تَّابَ ٱللَّهُ عَلَى ٱلنَّبِيِّ وَٱلۡمُهَٰجِرِينَ وَٱلۡأَنصَارِ ٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ ٱلۡعُسۡرَةِ مِنۢ بَعۡدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٖ مِّنۡهُمۡ ثُمَّ تَابَ عَلَيۡهِمۡۚ إِنَّهُۥ بِهِمۡ رَءُوفٞ رَّحِيمٞ﴿١١٧

117الله نبي (عليه السلام) او هغو مهاجرينو او انصارو ته بخښنه وكړه چې هغوى په ډېر تنګ وخت كې د ده (نبي عليه السلام) ملګرتيا وكړه، له هغه وروسته چې نږدې وو له هغوى نه د يوې ډلې زړونه كاږه شي خو بيا يې (له كوږوالي وساتل او) معاف يې كړل، بې شكه هغه پر دوى نرمي كوونكى مهربان دى.

وَعَلَى ٱلثَّلَٰثَةِ ٱلَّذِينَ خُلِّفُواْ حَتَّىٰٓ إِذَا ضَاقَتۡ عَلَيۡهِمُ ٱلۡأَرۡضُ بِمَا رَحُبَتۡ وَضَاقَتۡ عَلَيۡهِمۡ أَنفُسُهُمۡ وَظَنُّوٓاْ أَن لَّا مَلۡجَأَ مِنَ ٱللَّهِ إِلَّآ إِلَيۡهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيۡهِمۡ لِيَتُوبُوٓاْۚ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ﴿١١٨

118او (همدارنګه) هغه درې كسان يې هم معاف كړل چې وروسته پاتې شوي وو، كله چې ځمكه له پراختيا سره پرې تنګه شوه، او خپل زړونه يې هم ورباندې تنګ شول او په دې باور شول چې د الله نه د خلاصون ځاى له همده پرته بلې خواته نشته بيا يې له مهربانۍ سره هغوى ته رجوع وكړه چې هغوى هم ده ته وروګرځي، يقيناً هماغه الله مهربان ښه توبه قبلوونكى دى.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَكُونُواْ مَعَ ٱلصَّٰدِقِينَ﴿١١٩

119ای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی! وویریږئ تاسي له الله څخه او له ریښتینو سره مل شئ.

مَا كَانَ لِأَهۡلِ ٱلۡمَدِينَةِ وَمَنۡ حَوۡلَهُم مِّنَ ٱلۡأَعۡرَابِ أَن يَتَخَلَّفُواْ عَن رَّسُولِ ٱللَّهِ وَلَا يَرۡغَبُواْ بِأَنفُسِهِمۡ عَن نَّفۡسِهِۦۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ لَا يُصِيبُهُمۡ ظَمَأٞ وَلَا نَصَبٞ وَلَا مَخۡمَصَةٞ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلَا يَطَـُٔونَ مَوۡطِئٗا يَغِيظُ ٱلۡكُفَّارَ وَلَا يَنَالُونَ مِنۡ عَدُوّٖ نَّيۡلًا إِلَّا كُتِبَ لَهُم بِهِۦ عَمَلٞ صَٰلِحٌۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجۡرَ ٱلۡمُحۡسِنِينَ﴿١٢٠

120د مدينى اوسېدونكو او شاو خوا بانډچيانو عربو ته نه ښايي چې له رسول الله نه وروسته پاتې شي او نه دا چې له هغه نه په بې پروايي سره د خپلو ځانو په فكر كې شي، ځكه داسې به نه وي چې دوى ته د الله په لار كې څه تنده، ستوماني او لوږه ورسيږي، او د كافرانو چې كومه لار بده ايسي پر هغې كوم ګام واخلي اويا له كوم غليم نه څه (ولجه، اسير، مقتول) لاس ته راوړي او بيا د دې په بدل كې څه نېک عمل ورته ونه ليكل شي، يقيناً الله د نېكانو اجر نه ضايع كوي.

وَلَا يُنفِقُونَ نَفَقَةٗ صَغِيرَةٗ وَلَا كَبِيرَةٗ وَلَا يَقۡطَعُونَ وَادِيًا إِلَّا كُتِبَ لَهُمۡ لِيَجۡزِيَهُمُ ٱللَّهُ أَحۡسَنَ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ﴿١٢١

121او نه کوم وړوکی یا لوی لګښت کوي، او نه کوم ناو (دره) پرې کوي؛ خو هغوی ته لیکل کېږي څو الله تعالی د هغه څه ښه بدله ورکړي چې کول یې.

۞ وَمَا كَانَ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةٗۚ فَلَوۡلَا نَفَرَ مِن كُلِّ فِرۡقَةٖ مِّنۡهُمۡ طَآئِفَةٞ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي ٱلدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوۡمَهُمۡ إِذَا رَجَعُوٓاْ إِلَيۡهِمۡ لَعَلَّهُمۡ يَحۡذَرُونَ﴿١٢٢

122او نه ښایي مومنانو ته چې (د تل لپاره) ټول (جهاد) ته ووځي؛ نو ولې د هغوی له لویې ډلې څخه یوه کوچنۍ ډله ونه وتله چې په دین کې پوهه تر لاسه کړي، او خپل ټبر ووېروي کله چې هغوی ته را وګرځي، ګوندې هغوی (له ګناه) ډډه وکړي.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ قَٰتِلُواْ ٱلَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ ٱلۡكُفَّارِ وَلۡيَجِدُواْ فِيكُمۡ غِلۡظَةٗۚ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلۡمُتَّقِينَ﴿١٢٣

123ای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی! جنګ کوئ تاسي له هغو خلکو سره چې نږدې دي تاسو ته له کفارو او و دې مومي دوی په تاسي کې کلکوالی، او پوه شئ چې بې شکه الله له پرهیزګارانو سره دی.

وَإِذَا مَآ أُنزِلَتۡ سُورَةٞ فَمِنۡهُم مَّن يَقُولُ أَيُّكُمۡ زَادَتۡهُ هَٰذِهِۦٓ إِيمَٰنٗاۚ فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ فَزَادَتۡهُمۡ إِيمَٰنٗا وَهُمۡ يَسۡتَبۡشِرُونَ﴿١٢٤

124او كله چې كوم نوى سورت نازليږي نو له هغوى (منافقانو) نه ځينې وايي: په تاسو (مسلمانانو) كې په دې سره د چا ايمان زيات شو؟ نو (حقيقتاً) كومو خلكو چې ايمان راوړى ايمان يې ورزيات كړى او هغوى پرې خوشاله دي.

وَأَمَّا ٱلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٞ فَزَادَتۡهُمۡ رِجۡسًا إِلَىٰ رِجۡسِهِمۡ وَمَاتُواْ وَهُمۡ كَٰفِرُونَ﴿١٢٥

125خو هر هغه كسان چې په زړونو كې يې (د منافقت) ناروغي ده نو پر خپلې پليتي يې نوره پليتي هم ورزياته كړه او هماغسې په كفر مړه شول.

أَوَلَا يَرَوۡنَ أَنَّهُمۡ يُفۡتَنُونَ فِي كُلِّ عَامٖ مَّرَّةً أَوۡ مَرَّتَيۡنِ ثُمَّ لَا يَتُوبُونَ وَلَا هُمۡ يَذَّكَّرُونَ﴿١٢٦

126آيا دوى نه ګوري چې هر كال يو يا دوه ځله ازمويل كيږي چې بيا هم نه توبه باسي او نه څه درس اخلي.

وَإِذَا مَآ أُنزِلَتۡ سُورَةٞ نَّظَرَ بَعۡضُهُمۡ إِلَىٰ بَعۡضٍ هَلۡ يَرَىٰكُم مِّنۡ أَحَدٖ ثُمَّ ٱنصَرَفُواْۚ صَرَفَ ٱللَّهُ قُلُوبَهُم بِأَنَّهُمۡ قَوۡمٞ لَّا يَفۡقَهُونَ﴿١٢٧

127او كله چې كوم سورت نازل شي نو دوى يو بل ته سره وګوري (وايي) څوك خو به مو وينې نه؟ (نو كه چا نه ليدل) بيا غلي پاڅي، الله د دوى زړونه اړولي دي ځكه هغوى داسې خلک دي چې په هېڅ نه پوهيږي.

لَقَدۡ جَآءَكُمۡ رَسُولٞ مِّنۡ أَنفُسِكُمۡ عَزِيزٌ عَلَيۡهِ مَا عَنِتُّمۡ حَرِيصٌ عَلَيۡكُم بِٱلۡمُؤۡمِنِينَ رَءُوفٞ رَّحِيمٞ﴿١٢٨

128(دا دى) تاسو ته يو داسې رسول راغلى چې خپله له همدا تاسو څخه دى، څه چې تاسو كړوي هغه په ده ډېر ګران (او درانه) تماميږي، ستاس] د ښېګڼې حريص دى، په مومنانو مهربان خواخوږى دى.

فَإِن تَوَلَّوۡاْ فَقُلۡ حَسۡبِيَ ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۖ عَلَيۡهِ تَوَكَّلۡتُۖ وَهُوَ رَبُّ ٱلۡعَرۡشِ ٱلۡعَظِيمِ﴿١٢٩

129نو كه مخ يې وګرځولو، ورته ووايه چې زما لپاره الله كافي دى، له هغه پرته كوم بل معبود (په حقه) نشته، پر هماغه مې بروسه ده او هماغه د ستر عرش څښتن دى.

RELATED SURAHS