Al-Munafiqun

المنافقون

The Hypocrites11 ayahsMedinan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

إِذَا جَآءَكَ ٱلۡمُنَٰفِقُونَ قَالُواْ نَشۡهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُۥ وَٱللَّهُ يَشۡهَدُ إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ لَكَٰذِبُونَ﴿١

1كله چې منافقان درته راشي، وايي موږ شاهدي وايو چې ته هرومرو د الله رسول يې او الله (ښه) پوهيږي چې ته يې رسول يې، خو الله شاهدي وايي چې منافقان هرومرو درواغجن دي.

ٱتَّخَذُوٓاْ أَيۡمَٰنَهُمۡ جُنَّةٗ فَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِۚ إِنَّهُمۡ سَآءَ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ﴿٢

2هغوى خپل قسمونه ډال جوړ كړي نو د الله له لارې ايسارول كوي، هغه كار (ډېر) بد دى چې هغوى يې كوي.

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ ءَامَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ فَطُبِعَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمۡ فَهُمۡ لَا يَفۡقَهُونَ﴿٣

3دا ځکه چې هغوى ايمان راوړو بيا (بېرته) كافران شول، نو پر زړونو يې مهر ووهل شو نو اوس هغوى نه پوهېږي.

۞ وَإِذَا رَأَيۡتَهُمۡ تُعۡجِبُكَ أَجۡسَامُهُمۡۖ وَإِن يَقُولُواْ تَسۡمَعۡ لِقَوۡلِهِمۡۖ كَأَنَّهُمۡ خُشُبٞ مُّسَنَّدَةٞۖ يَحۡسَبُونَ كُلَّ صَيۡحَةٍ عَلَيۡهِمۡۚ هُمُ ٱلۡعَدُوُّ فَٱحۡذَرۡهُمۡۚ قَٰتَلَهُمُ ٱللَّهُۖ أَنَّىٰ يُؤۡفَكُونَ﴿٤

4او هر كله چې ته ووینې دوی لره، بدنونه يې ډېر ښه درته ښكاري او كه څه وايي، خبرې ته يې غوږ نيسي، هغوى لكه (دېوال ته) درول شوي لرګي (داسې دي) هره چيغه د ځان پرخلاف ګڼي، همدوى (اصلي) دښمنان دي نو ځان ترې ساته، الله دې هغوى تباه كړي، كوم خوا ګرځول كيږي.

وَإِذَا قِيلَ لَهُمۡ تَعَالَوۡاْ يَسۡتَغۡفِرۡ لَكُمۡ رَسُولُ ٱللَّهِ لَوَّوۡاْ رُءُوسَهُمۡ وَرَأَيۡتَهُمۡ يَصُدُّونَ وَهُم مُّسۡتَكۡبِرُونَ﴿٥

5او کله چې ورته وويل شي: راشئ چې رسول الله بخښنه درته وغواړي، نو خپل سرونه تاو كړي او ته يې وينې چې په كبر سره (له تاسي) څنګ كوي.

سَوَآءٌ عَلَيۡهِمۡ أَسۡتَغۡفَرۡتَ لَهُمۡ أَمۡ لَمۡ تَسۡتَغۡفِرۡ لَهُمۡ لَن يَغۡفِرَ ٱللَّهُ لَهُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلۡفَٰسِقِينَ﴿٦

6پر هغوی برابره خبره ده، كه تا بخښنه ورته غوښتې وی، يا دې نه غوښتې، الله به هغوى ته هيڅكله بخښنه ونه كړي، بېشكه الله ظالمانو ته سمه لار نه ښايي.

هُمُ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ لَا تُنفِقُواْ عَلَىٰ مَنۡ عِندَ رَسُولِ ٱللَّهِ حَتَّىٰ يَنفَضُّواْۗ وَلِلَّهِ خَزَآئِنُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَلَٰكِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ لَا يَفۡقَهُونَ﴿٧

7دوى خو همغه خلك دي چې وايي: د الله له رسول سره چې كوم كسان دي، پر هغوى لګښت مه كوئ، تر څو خواره واره شي. او (حال دا چې) د اسمانونو او ځمكې خزانې (ټولې) د الله دي، خو (دا) منافقان نه پوهيږي.

يَقُولُونَ لَئِن رَّجَعۡنَآ إِلَى ٱلۡمَدِينَةِ لَيُخۡرِجَنَّ ٱلۡأَعَزُّ مِنۡهَا ٱلۡأَذَلَّۚ وَلِلَّهِ ٱلۡعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِۦ وَلِلۡمُؤۡمِنِينَ وَلَٰكِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ لَا يَعۡلَمُونَ﴿٨

8هغوى وايي كه موږ مدينې ته ورستانه شولو؛ نو هرومرو به عزتمن (دا) بې عزته خلك بهر وباسي او (حال دا چې) عزت (يوازې) الله، د هغه رسول او مومنانو لره دى خو (دا) منافقان نه پوهيږي.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تُلۡهِكُمۡ أَمۡوَٰلُكُمۡ وَلَآ أَوۡلَٰدُكُمۡ عَن ذِكۡرِ ٱللَّهِۚ وَمَن يَفۡعَلۡ ذَٰلِكَ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡخَٰسِرُونَ﴿٩

9اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! خپل مالونه او خېلخانې مو د الله له يادولو غافله نه كړي او څوك چې داسې كوي نو همغه خلك (اصلى) تاوانيان دي.

وَأَنفِقُواْ مِن مَّا رَزَقۡنَٰكُم مِّن قَبۡلِ أَن يَأۡتِيَ أَحَدَكُمُ ٱلۡمَوۡتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوۡلَآ أَخَّرۡتَنِيٓ إِلَىٰٓ أَجَلٖ قَرِيبٖ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُن مِّنَ ٱلصَّٰلِحِينَ﴿١٠

10او لګښت وکړئ له هغه څه چې موږ در روزي كړي، مخکې تر هغه چې ستاسو كوم يوه ته مرګ راشي (او) بيا وايي چې زما ربه ولې دې څه لږ نېټې پورې ونه ځنډولم چې زه صدقه وكړم او له نېكانو څخه شم؟

وَلَن يُؤَخِّرَ ٱللَّهُ نَفۡسًا إِذَا جَآءَ أَجَلُهَاۚ وَٱللَّهُ خَبِيرُۢ بِمَا تَعۡمَلُونَ﴿١١

11او الله به هيڅكله يو څوک وروسته نه كړي، كله يې چې اجل راشي او الله ستاسي په كړنو ښه خبر دی.

RELATED SURAHS