Al-Jumu'ah

الجمعة

Friday11 ayahsMedinan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِ ٱلۡمَلِكِ ٱلۡقُدُّوسِ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡحَكِيمِ﴿١

1څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي (ټول) د الله پاكي وايي، كوم چې پاچا، ډېر پاك، برلاسى او حکمت والا دى.

هُوَ ٱلَّذِي بَعَثَ فِي ٱلۡأُمِّيِّـۧنَ رَسُولٗا مِّنۡهُمۡ يَتۡلُواْ عَلَيۡهِمۡ ءَايَٰتِهِۦ وَيُزَكِّيهِمۡ وَيُعَلِّمُهُمُ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡحِكۡمَةَ وَإِن كَانُواْ مِن قَبۡلُ لَفِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٖ﴿٢

2همغه دى چې په اميانو(نالوستو) كې يې په خپله هغوى څخه يو داسې رسول ولېږه چې د هغه ايتونه ورباندې لولي، پاكوي يې او كتاب او حكمت ورزده كوي، كه څه هم له دې مخکې هغوی په ښكاره بې لاريتوب كې وو.

وَءَاخَرِينَ مِنۡهُمۡ لَمَّا يَلۡحَقُواْ بِهِمۡۚ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ﴿٣

3او له هغوى (اميانو) څخه پرته نورو ته (يې هم لېږلى) چې لا نه دي ورسره يوځاى شوي او همغه برلاسى حكمت والا دى.

ذَٰلِكَ فَضۡلُ ٱللَّهِ يُؤۡتِيهِ مَن يَشَآءُۚ وَٱللَّهُ ذُو ٱلۡفَضۡلِ ٱلۡعَظِيمِ﴿٤

4دا د الله فضل دى، چاته يې چې خوښه شي وركوي يې او الله د ستر فضل څښتن دى.

مَثَلُ ٱلَّذِينَ حُمِّلُواْ ٱلتَّوۡرَىٰةَ ثُمَّ لَمۡ يَحۡمِلُوهَا كَمَثَلِ ٱلۡحِمَارِ يَحۡمِلُ أَسۡفَارَۢاۚ بِئۡسَ مَثَلُ ٱلۡقَوۡمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِۚ وَٱللَّهُ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّٰلِمِينَ﴿٥

5د هغو خلكو بېلګه چې د تورات ذمه واري پرې اچول شوې وه خو بيايې عمل پرې و نه کړ، د خره غوندې ده چې كتابونه په شا وړي، د هغو خلكو (ډېره) بده بېلګه ده كوم چې د الله ايتونه درواغ ګڼي او الله ظالمانو خلكو ته لارښوونه نه كوي.

قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ هَادُوٓاْ إِن زَعَمۡتُمۡ أَنَّكُمۡ أَوۡلِيَآءُ لِلَّهِ مِن دُونِ ٱلنَّاسِ فَتَمَنَّوُاْ ٱلۡمَوۡتَ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ﴿٦

6ورته ووايه: اې يهوديانو! كه ستاسو دا ګومان (يا دعوا) وي چې په رېښتيا همدا تاسي د الله دوستان ياست پرته له نورو خلكو، نو د مرګ هيله (غوښتنه) وكړئ، كه رېښتيني ياست.

وَلَا يَتَمَنَّوۡنَهُۥٓ أَبَدَۢا بِمَا قَدَّمَتۡ أَيۡدِيهِمۡۚ وَٱللَّهُ عَلِيمُۢ بِٱلظَّٰلِمِينَ﴿٧

7او (حال دا چې) هيڅكله به يې هيله ونه كړي، د هغو عملونو له امله چې خپلو لاسونو يې وړاندې لېږلي، او الله پر ظالمانو ښه پوه دى.

قُلۡ إِنَّ ٱلۡمَوۡتَ ٱلَّذِي تَفِرُّونَ مِنۡهُ فَإِنَّهُۥ مُلَٰقِيكُمۡۖ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَىٰ عَٰلِمِ ٱلۡغَيۡبِ وَٱلشَّهَٰدَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ﴿٨

8ووايه: بېشكه هغه مرګ چې تاسو ترې تښتئ نو هغه خو هرومرو درسره مخامخېدونكى دى، بيا به د پټو او ښكاره و عالم (الله) ته ورګرځول كېږئ بيا به مو په هغه څه خبر كړي چې تاسو كول.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَوٰةِ مِن يَوۡمِ ٱلۡجُمُعَةِ فَٱسۡعَوۡاْ إِلَىٰ ذِكۡرِ ٱللَّهِ وَذَرُواْ ٱلۡبَيۡعَۚ ذَٰلِكُمۡ خَيۡرٞ لَّكُمۡ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ﴿٩

9اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی كله چې د جمعې ورځې د لمانځه اذان وشي نو د الله يادولو ته ورمنډه كړئ او راکړه ورکړه پرېږدئ، دا درته غوره ده كه تاسو پوهېږئ.

فَإِذَا قُضِيَتِ ٱلصَّلَوٰةُ فَٱنتَشِرُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَٱبۡتَغُواْ مِن فَضۡلِ ٱللَّهِ وَٱذۡكُرُواْ ٱللَّهَ كَثِيرٗا لَّعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ﴿١٠

10نو كله چې لمونځ وشو په ځمكه كې خپاره شئ او د الله له فضل (روزۍ) څه ولټوئ او الله ډېر يادوئ، ښايي بریا ومومئ.

وَإِذَا رَأَوۡاْ تِجَٰرَةً أَوۡ لَهۡوًا ٱنفَضُّوٓاْ إِلَيۡهَا وَتَرَكُوكَ قَآئِمٗاۚ قُلۡ مَا عِندَ ٱللَّهِ خَيۡرٞ مِّنَ ٱللَّهۡوِ وَمِنَ ٱلتِّجَٰرَةِۚ وَٱللَّهُ خَيۡرُ ٱلرَّٰزِقِينَ﴿١١

11او كله چې هغوى څه سوداګري يا ساعت تېري وويني نو هغه لور ته خواره واره شي او تا ولاړ پرېږدي، ووايه: څه چې الله سره دي هغه له ساعت تيرۍ او سوداګرۍ څخه غوره دي او الله تر ټولو ښه روزي وركوونكى دى.

RELATED SURAHS