الصف
The Row • 14 ayahs • Medinan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي (ټول) د الله تسبيح وايي او همغه برلاسى حکمت والا دی.
2اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! ولې هغه څه واياست چې كوئ يې نه؟
3د الله پر وړاندې دا ډېره د غصې خبره ده چې تاسي هغه څه واياست چې نه يې كوئ.
4بېشكه الله له هغو کسانو سره مينه لري چې د هغه په لار كې داسې كتار ټولګي جنګيږي لكه چې هغوى كلا كړل شوى (پوخ) دېوال وي.
5او هغه وخت (ياد كړئ) چې موسى خپل قوم ته وويل: ولې مې ځوروئ حال دا چې ښه پوهېږئ زه تاسي ته د الله رسول يم، خو كله چې هغوى كاږه شول نو الله يې زړونه (نور هم) كاږه كړل او الله فاسقانو خلكو ته لارښوونه نه كوي.
6او كله چې د مريمې زوى عيسىٰ وويل: اې بني اسرائيلو! زه په داسې حال كې تاسي ته د الله (رالېږل شوى) رسول يم چې له ما څخه د مخکېني (كتاب) تورات تصديقوونكى او د يو داسې رسول زېرى وركوونكى يم چې له ما وروسته راځي (او) نوم به يې احمد وي، خو كله چې له څرګندو نښانو سره ورته راغى، وېلې دا خو ښكاره كوډې دي.
7او ترهغه به لوى ظالم څوك وي چې پر الله پورې درواغ تړي؟ حال دا چې هغه اسلام ته بلل كيږي او الله (داسې) ظالم قوم ته لارښوونه نه كوي.
8هغوى غواړي چې په خپلو خولو سره د الله (د دين) رڼا مړه كړي او الله د خپلې رڼا پوره كوونكى دى، كه څه هم كافران يې بده وګني.
9الله همغه دى چې خپل رسول يې له لارښوونې او رېښتيني دين سره لېږلى تر څو پر ټولو دينونو يې برلاسى كړي كه څه هم مشركان نا خوښه شي.
10اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! ايا يوه داسې سوداګري دروښايم چې له دردوونکي عذابه مو وژغوري؟
11(دا چې) پر الله او د هغه پر رسول به (كلك) ايمان لرئ او د الله په لار كې په خپلو مالونو او ځانونو جهاد كوئ، دا (ډېره) درته غوره ده، كه تاسي پوهېږئ.
12ستاسو ګناهونه به دروبخښي او داسې جنتونو ته به مو ننباسي چې ترې لاندې ويالې بهيږي او د تلپاتې باغونو پاك سوتره كورونو كې، دا ستر برى دى.
13او (تاسي ته به) يو بل نعمت دركړي چې خوښوئ يې، د الله لخوا مرسته او نېږدې (راتلونكې) بریا، او مومنانو ته زېرى وركړه.
14اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! د الله (د دين) مرستندويان شئ، لكه د مريمې زوى عيسىٰ چې خپلو خاصو ملګرو ته وويل: د الله په لار كې څوك زما مرسته کوونکي دي؟ ملګرو يې وويل: موږ د الله (د دين) مرسته کوونکي يو، بيا له بني اسرائيلو څخه يوې ډلې ايمان راوړ او يوه ډله كافره شوه، نو له مومنانو سره مو د هغوى د دښمن پر خلاف مرسته وكړه نو برلاسي شول.