الممتحنة
The Woman Examined • 13 ayahs • Medinan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! زما دښمن او خپل دښمن سره دوستي مه كوئ، تاسي په دوستۍ هغوى ته پيغام لېږئ او هغوى په هغه حق كافر شوي چې تاسي ته راغلى هغوى رسول (الله) او تاسي په دې (له خپل وطنه) بهر وباسي چې په خپل پالونکي الله مو ايمان راوړى كه تاسي زما په لار كې د جهاد او زما د رضا لټون لپاره وتلي ياست (نو داسې مه كوئ) تاسي په دوستۍ سره هغوى ته پټ خبرونه لېږئ او زه پوهېږم په هغه څه چې تاسي يې پټوئ او (يا يې) څرګندوئ او له تاسي څخه چې څوك دا كار كوي نو په رېښتيا له سمې لارې اوښتى دى.
2كه چېرې يې درباندې وس بر شي نو بيا به مو (ښكاره) دښمنان وي، لاسونه او ژبې به په بدۍ در وغځوي او دا به خوښوي چې (تاسې هم) كافران شئ
3هيڅكله به مو نه خپلوۍ ګټه در ورسوي او نه اولادونه، د قيامت په ورځ به (الله) ستاسو تر منځ پرېکړه وكړي او الله په هغو كارونو ښه ليدونكى دى چې تاسې يې كوئ.
4په رېښتيا ستاسو لپاره په ابراهيم او د هغه په ملګرو كې غوره بېلګه (د پېروۍ ده)، كله چې خپل قوم ته يې وويل بېشكه موږ له تاسي او له هغو شيانو چې تاسي يې له الله پرته لمانځئ، بېزار يو، ستاسي له عقيدې منكر يو او زموږ او ستاسي ترمنځ د تل لپاره دښمني او كينه څرګنده شوې تر هغو چې يوازې پر يو الله ايمان راوړئ، خو یوازې د ابراهيم علیه السلام د دې وینا (پېروي مکوئ) چې خپل پلار ته یې كړې وه چې زه به هرومرو بخښنه درته وغواړم او (نور) د الله په وړاندې ستا لپاره د هيڅ شي واك نه لرم، زموږ پالونکيه پر تا مو بروسه كړې، ستا په لور درګرځېدلي يو او هم ستا لوري ته درتلل دي.
5اې زموږ پالونکيه! موږ د كافرانو په ازموينه كې مه اچوه او بخښنه راته وكړه اې زموږ پالونکيه! بېشكه همدا ته برلاسى حكمت والا يې.
6په رېښتيا ستاسو لپاره شته په هغوى كې غوره بیلګه د پیروۍ، د هغه چا لپاره چې د الله او د آخرت د ورځې هيله لري، او كه څوك مخ اړوي نو بېشكه همغه الله غني (بې پروا) ستايل شوى دى.
7ښایي چې الله تعالی به دوستي جوړه کړي ستاسو او د هغو کسانو تر مینځ چې تاسو ورسره دښمني کوئ، الله تعالی قدرت والا دی او الله تعالی بخښنه کوونکی او مهربان دی.
8چا چې په دين كې ستاسو سره جګړه نه ده كړې او له خپلو كورونو يې نه يئ اېستلي نو الله مو هغوى سره له ښېګڼې او انصافه نه ايساروي، په رېښتيا الله انصاف لرونکي خلك خوښوي.
9الله خو تاسي يوازې د هغو خلكو له دوستۍ ايساروي چې جنګ کوي تاسو سره په دين کې او ویستلي یئ تاسي د کورونو ستاسو نه او څوك چې ورسره دوستي كوي نو همغه خلك ظالمان دي.
10اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی كله چې مومنانې د مهاجرو په توګه درته راشي نو ويې ازمويئ، الله د هغوى په ايمان ډېر ښه پوه دى، نو كه چېرې تاسي ته مومنانې معلومې شوې؛ نو بېرته يې كافرو ته مه ورستنوئ؛ هغوى نه دوى ته حلالې دي او نه دوى (كافران) هغوى ته حلال دي، خو كوم لګښت چې هغوى (كافرانو) كړى نو هغه وركړئ او پر تاسي څه ګناه نشته چې هغوى په نكاح كړئ، كله چې مهرونه يې وركړئ او د كافرانو مېرمنو ناموس ځان سره ټينـګ مه ساتئ، څه چې تاسې (پرې) لګولي هغه (ترې) وغواړئ او چې هغوى كوم لګښت (پرې) كړى وي، هغه دې دوى (كافران ترې) وغواړي. دا د الله حكم دى چې ستاسي ترمنځ يې پرېکړه كوي.
11او كه ستاسي څه مېرمنې د كافرانو خواته ورشي، بيا مو لاس بر شي (پر كافرانو) نو د كومو كسانو چې مېرمنې تللې دي، هغومره څه وركړئ (له غنيمته) چې هغوى (پرې) لګولي وو. او له الله وډار شئ هغه چې تاسي ايمان پرې راوړى.
12اې نبې (عليه السلام) كله چې مومنانې درته راشي (او) ستا سره په دې خبرو لوز كوي چې هغوى به له الله سره هيڅ شى نه شريكوي، غلا به نه كوي، زنا به نه كوي، خپل اولاد به نه وژني، نه به (چا پسې) داسې درواغ تړي چې د خپلو لاسونو – پښو ترمنځ يې جوړوي او نه به په ښه كار كې ستا نا فرماني كوي، نو له هغوى څخه لوز واخله او له الله څخه ورته بخښنه وغواړه، الله په رېښتيا بخښونكى مهربان دى.
13اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! هغو خلكو سره دوستي مه كوئ چې الله پرې غضب كړى، هغوى له آخرته داسې ناهيلي شوي لكه د قبرونو څښتنانو څخه چې كافران ناهيلي دي.