الروم
The Romans • 60 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1الم [1]
2رومیان (د روم خلک) مغلوب شول.
3په نږدې سيمه كې، او دوى به له دې مغلوبيدو وروسته (بيا) برلاسي كيږي.
4په يو څو كلونو كې، الله لره مخكې هم واكمني وه او وروسته هم،او په دغه ورځ به خوشحاله شي مومنان.
5د الله په (دغه) مرسته باندې، چا ته يې چې خوښه شي مرسته يې كوي او هغه ډېر زورو او رحم والا دی.
6د الله ژمنه ده، الله له خپلې ژمنې مخالفت نه كوي خو زياتره خلك نه پوهيږي.
7د دنيا په ظاهري ژوندون پوهيږي خو بيا همدوى له اّخرته غافل (نا خبره) دي.
8آیا دوی غور نه کوي په خپلو ځانونو کې، الله اّسمانونه، زمكه او څه يې چې تر منځ دي، پرته له حقيقته او ټاكلې نېټې نه دي پيدا كړي، او بې شكه ډېر خلك خپل رب سره له ملاقات نه منکر دي.
9او اّيا دوی نه ګرځي په زمکه کې تر څو وګوري (چې) له دوى نه مخكې خلكو انجام څنګه و؟ هغوى ترې ډېر زورور وو، زمكه يې اړولې ده او دغو چې څومره ودانه كړې، هغوى ترې زياته ودانه كړې وه او پېغمبران ورته له څرګندو نښانو سره ورغلي وو، نو نه دی الله چې پر دوی یې ظلم کړی وی خو دوى پر خپلو ځانونو باندې ظلم کولو.
10بيا د هغو كسانو انجام چې بدي يې كړې وه، ډېر بد شو ځكه چې د الله اّيتونو ته يې د درواغو نسبت کاوه او ملنډې به يې پرې وهلې.
11الله لومړی پيدايښت کوي، بیا يې دوباره هم كوي، بيا به هغه ته ورګرځولی شئ.
12او په كومه ورځ چې قيامت شي، ناهیلي به شي مجرمان.
13او نه به وي دوی لره د شريكانو د دوی نه سپارختګر (سفارشیان) او شي به دوی له شريكانو نه منکر.
14او هغه ورځ چې قيامت قایم شي، پدغه ورځ به شي دوی جدا جدا.
15نو هغو كسانو چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي وي، نو دوی به په باغچو كې وي، خوشحالولی به شي.
16او هغه خلك چې كافر شوي او زموږ اّيتونه او اّخرت سره مخامخ کېدل يې دروغ ګڼلي وي نو هغوى به په عذاب كې حاضرېدونكي وي.
17نو پاکي وایئ د الله كله چې ماښام كوئ او كله چې سبا كوئ.
18او خاص هغه لره ده ستاینه د کمال په اسمانونو او زمكه كې، او په مازيګري کې او كله چې ماسپښین کوئ تاسو.
19راوباسي هغه ژوندى له مړي نه او راوباسي مړی له ژوندي نه، او ژوندۍ کوي زمکه وروسته له مرګه او همدغسې به تاسي هم راووېستل شئ.
20او د هغه له نښانو څخه (دا هم ده) چې تاسي يې له خاورې پيدا كړئ بيا تاسي بشر شوئ چې خپرېږئ.
21او د هغه له نښانو څخه دا چې تاسي ته يې خپله ستاسي له جنسه مېرمنې پيدا كړې دي تر څو له هغوى سره اّرام ومومئ، او ستاسي تر منځ يې مينه او خواخوږي واچوله، يقيناً په دې كې هغو خلكو ته چې فكر كوي (سترې) نښانې دي.
22او ځينې دهغه له دلیلونو نه د اسمانونو او زمكې پيدايښت او ستاسي د ژبو او رنګونو توپير دى، بې شكه په دې كې د پوهې لرونکو لپاره (سترې) نښانې دي.
23او ځینې د هغه له دلیلونو نه په شپه او ورځ كې ستاسې خوب او د هغه د فضل (روزۍ) لټول دي، په دې كې د هغو خلكو لپاره چې (خبره) اوري (لويې) نښانې دي.
24او د هغه له نښانو څخه دا چې تاسي ته برېښنا درښایي چې هم وېره ده، هم هيله، او له اسمانه اوبه را وروي بيا په هغو سره زمكه د هغې له مرګه وروسته را ژوندۍ كوي، بې شكه په دې كې هغو خلكو ته (ډېرې) نښانې دي څوك چې عقل كاروي.
25او د هغه له نښانو څخه دا چې اسمان او زمكه د هغه په امر ولاړ دي، بيا چې كله تاسي له زمكې نه ( د راوتلو لپاره راوبلي) په يوه غږ به تاسي ټول راوځئ.
26او خاص په اختیار د الله کې دي هغه څه چې په اسمانونو او زمكه كې دي، ټول هغه ته غاړه اېښودونكي دي.
27او هغه ذات دى کوم چې د پيدايښت پيل كوي او بيا يې راګرځوي او دا لا ورته اسانه ده، او په اسمانو او زمكه كې د هغه صفت تر ټولو لوړ دى، او هماغه حكمت والا برلاسى دى.
28بیان کړی یې دی ستاسو د پوهې لپاره مثال ستاسو د جنس نه: آيا ستاسي د ملكيت له مريانو څوك داسې هم شته چې په هغه شتمنۍ كې چې موږ در روزي كړې، تاسي سره سم برابر شريكان وي (او) داسې ترې وېرېږئ لكه له خپلو سيالانو وېرېدل؟ موږ (خپل) آيتونه همدغسې څرګند بيانوو د هغو خلكو لپاره چې عقل كاروي.
29بلکې چا چې ظلم كړی هغوى بې علمه په خپلو هوسو پسې روان دي، نو چې الله بې لارې كړى وي څوك به هدايت ورته وكړي؟ او د دوى به هيڅوك مرستندويان نه وي.
30نو برابر کړه خپل مخ دین ته کلک په توحید باندې (لازم ونیسه) فطرت (دین) د الله تعالی هغه چې پیدا کړي یې دي خلک په هغه باندې، د الله پيدا كړي جوړښت لره بدلېدل نشته، همدا سم برابر دين دى خو زياتره خلك نه پوهيږي.
31ورګرځېدونکي یاست هغه ته او ویره کوئ له هغه نه، ودروئ لمونځ او له مشركانو مه كېږئ.
32له هغو خلكو چې ټوټې کړی یي دی دین خپل او ډلې ډلې شول، هره یوه ډله یې په هغه طریقه چې له دوی سره ده خوشحاله ده.
33او کله چې ورسیږي ځینو خلكو ته تكليف نو رابلي خپل رب لره هغه ته اخلاص کوونکي، خو بيا چې له خپل طرفه یوه خوشحالي ور وڅكي نو يو دم یوه ډله له هغوى نه خپل رب سره شرك کوي.
34(عاقبت دا چې) ناشکري وکړي دوی د هغه نعمت چې موږ دوی ته ورکړی دی، نو مزې وكړئ (د دنیا) تاسي زر دی چې پوه به شئ.
35آيا نازل کړی دی موږ دوی باندې کوم دلیل، نو هغه ثابتوي (بندګي) د هغه چا چې دوی یې د الله تعالی سره شریکوي.
36او هر کله چې وروڅکو موږ انسانانو ته خوشحالې د دنیا نو ورباندې نازيږي او كه د خپلو لاسو د كړو وړو په وجه څه كړاو ورته رسيږي نو يو دم ناهيلي كيږي.
37اّيا دوى نه دي ليدلي چې الله چا ته وغواړي روزي يې پراخوي او (يايې) تنګوي، بې شكه په دې كې د هغو خلكو لپاره (ډېرې) نښانې دي چې ايمان راوړي.
38نو خپلوان ته حق ورکوه د هغه، او مسکین ته، او مسافر ته، دا ډیر ګټور دی هغه چا ته چې غواړي مخ د الله تعالی، او همدوی پوره کامیاب دي.
39او تاسو چې کوم سود ورکوئ تر څو د خلکو په مالونو کې (درته) زیات شي، نو د الله پر وړاندې هغه نه زیاتېږي، او کوم زکات چې ورکوئ او غواړئ په هغې سره مخ د الله تعالی نو همدغه کسان ډیروونکي دي (مالونو او اجرونو لره).
40الله هغه ذات دى چې پيدا يې كړئ، بيا يې روزي دركړه، بيا مو مړه كوي، بيا مو بېرته راژوندي كوي، آيا ستاسي په شريكانو كې څوك شته چې داسې څه كوي؟ هغه لره پاكي ده او له هغه څه ډېر لوړ دى چې دوى يې شريكوي.
41څرګند شوی دی فساد په وچه او لمده کې د هغو ګناهونو له امله چې د خلکو لاسونو کړي دي، تر څو وڅکوي دوی ته ځینې سزا د هغو عملونو چې دوی کړي دي لپاره د دې چې دوی د الله طاعت ته وګرځي.
42ووايه: وګرځئ په زمكه كې نو وګورئ انجام د هغو خلكو چې مخكې تېر شوي، ډیر د هغوى نه مشرکان وو.
43نو د سم دین په لور دې مخ ور برابر کړه، د هغې ورځې له راتلو مخكې چې د الله لخوا يې بيرته ګرځېدل نشته، په دغه ورځ چې خلک سره بیل شي.
44چا چې کفر کړی دی نو په هغه باندې به سزا د کفر د هغه وي، او چا چې سم كار وكړ نو خپلو ځانو ته (په جنت كې) ځايونه برابروي.
45ترڅو هغو کسانو ته له خپلې لورینې بدله ورکړي چې ایمان یې راوړی او سم کارونه یې کړي، بې شکه هغه (الله) کافران نه خوښوي.
46او د هغه له نښانو نه (بل) دا چې زېرى وركونكي بادونه ليږي چې تاسي ته د خپل رحمت نه څه دروڅكي، بېړۍ ګانې يې په امر وچليږي، تاسي د هغه فضل ولټوئ او ښایي شكر يې وباسئ.
47او خامخا لیږلي و موږ له تا مخكې پېغمبران د هغوى خپلو قومو ته او له څرګندو نښانو سره ورغلل چې بيا مو له هغو كسانو چې جرمونه يې كړي وو، غچ هم واخيست او له مومنانو سره مرسته پر موږ حق وه.
48الله هغه ذات دى چې بادونه ليږي چې هغه بيا ورېځې پورته كوي او بيا څنګه چې وغواړي په اسمان كې يې خپروي او ټوټې ټوټې يې كوي، بيا وينې چې د باران څاڅكي يې له منځه راوځي، نو بيا يې چې له خپلو بندګانو چاته وغواړي رسوي، هغوى يو دم خوشاله شي.
49اګر چې دوی وو وړاندې له باران راورېدلو پر دوی ناهیلي.
50نو د الله د رحمت نښانو ته وګوره چې څرنګه مړه زمكه راژوندۍ كوي، بې شكه هغه د مړو راژوندى كونكى او هغه په هر څه قادر دى.
51او كه يو داسې باد ولېږو چې بيا (خپل كښتونه) تك زېړ وويني نو له هغه وروسته به خامخا په كفر لاس پورې كوي.
52نو ته خو مړو ته نه شې ور اورولاى او نه هغو كڼو ته بلنه ور اورولاى شې چې بيرته په شا ګرځېدونكي وي.
53او ته له بې لاريتوب نه د ړندو راوېستونكى هم نه يې، ته له هغه چا پرته بل چا ته نه شې ور اورولاى چې زموږ پر آيتونو باور كوي او هغوی غاړه اېښودونكي وي.
54الله هغه ذات دى چې تاسي يې له كمزورتيا څخه پيدا كړئ، بيا يې له كمزورۍ وروسته قوت دركړ، بيا يې له قوت وروسته كمزورتيا او زوړوالى، څه يې چې خوښه وي پيدا كوي يې او هماغه ډېر پوه قدرت والا دى.
55او كله چې قيامت ترسره كيږي مجرمان به قسمونه كوي چې له يو ساعت پرته زيات نه دي ځنډېدلي! دوى به همداسې (له حق نه) ګرځول كېدل.
56او چا ته چې علم او ايمان وركړل شوى هغوى به وايي: تاسي خو د الله په كتاب كې د پاڅون تر ورځې ځنډېدلي ياست، نو دا د پاڅون ورځ ده خو تاسي نه پوهېدلئ.
57نو په هغه ورځ به ظالمانو ته د هغوى عذر غوښتل هيڅ ګټه ونه رسوي او نه به توبه ویستل ( او اطاعت) ترې وغوښتل شي.
58او بې شكه موږ د خلكو لپاره په دې قراّن كې هر ډول بيان كړى، او كه چېرې ته كومه نښانه ورته راوړې، كافران به خامخا وايي چې تاسي له باطل ويونكو پرته بل څه نه ياست.
59په همدې توګه الله د هغو خلكو په زړونو باندې ټاپه وهي چې نه پوهيږي.
60نو صبر وكړه، يقيناً د الله ژمنه رښتينې ده او هغه خلك دې تا هيڅكله بې ثباته او کم ونه مومي چې يقين نه كوي.