لقمان
Luqman • 34 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1الم [1]
2دا آیتونه د داسې کتاب دي چې د حکمتونو نه ډک دی.
3هدایت او رحمت دی لپاره د نېکانو.
4هغه خلك چې پابندي کوي د لمانځه، ورکوي زكات او هغوى په آخرت باور لري.
5دغو (صفتونو والا) د خپل رب لخوا په سمه لار برابر او همدوى برى موندونكي دي.
6او له خلكو څخه ځينې هغه دي چې چټي خبرې پيري، تر څو پرته له دلیل نه (خلك) د الله له لارې واړوي او هغه ټوكې وګڼي، د داسې خلكو لپاره سپكونكى عذاب دى.
7او كله چې پر هغه زموږ اّيتونه لوستل كيږي نو داسې په لويي مخ واړوي لكه چې (بيخي يې) اورېدلي نه وي، (يا) لكه غوږونو كې يې چې دروندوالى وي، نو هغه ته د يو دردناك عذاب زېرى وركړه.
8يقيناً چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي دي هغو لپاره له نعمتونو ډك جنتونه دي.
9تلپاتې به وي په هغو كې، د الله ریښتينې ژمنه ده او هغه حكمت والا برلاسى دى.
10اّسمانونه يې بې له ستنو پيدا كړي ( لکه څرنګه یې) چې تاسې وينئ، او په ځمكه كې يې كلك ولاړ غرونه پيدا كړل چې هغه پر تاسي ونه خوځيږي او هر ډول خوځېدونكي ژوي يې پكې خپاره كړل او موږ له اسمانه اوبه را وورولې بيا مو په هغې كې هر ډول ګټور بوټي را شنه کړل.
11دا پيدايښت د الله دى، نو را وښاياست چې له هغه پرته دوى (باطلو معبودانو) څه پيدا كړي دي، بلكې دا ظالمان خو په څرګنده بې لاریتوب کې دي.
12او بې شكه ورکړی و موږ لقمان ته پوخ علم (ورته مو ویلی و) د الله شكر وباسه، او څوك چې شكر وباسي نو خپل ځان ته شكر وباسي او څوك چې ناشکري کوي نو بې شكه الله بې پروا ستايل شوى دى.
13او كله چې لقمان خپل زوى ته په نصيحت كې وويل: اې زما زویه الله سره څه مه شريكوه، يقيناً شرك يو ستر ظلم دى.
14او موږ انسان ته د هغه د مور او پلار په هكله نصيحت كړى دى، ځكه مور يې د سستۍ دپاسه سستۍ حالت كې بار كړى دى، او (له تي) پرېکول يې په دوو كلونو كې دي، چې زما او د مور او پلار دې شكر وباسه، یوازې ما ته راګرځېدل دي.
15او كه چېرې هغوى دواړه پر تا زور واچوي چې ما سره هغه څه شريك كړې چې تا سره د هغه څه علم نشته نو بيا د هغوى مه منه، او ملګرتیا د دوی کوه د دنیا په کار کې؛ ملګرتیا نېکه، او د هغه چا په لار ځه چې زما په خوا راګرځېدلى وي، بيا ستاسي راتلل زما په لور دي نو زه به مو په هغه څه خبروم چې تاسي به كول.
16اې زما زویه! خبره دا ده چې كه هغه (نېکي یا بدي) د اوري د يوې دانې په اندازه هم وي او په يو ګټ، يا په اسمانو يا ځمكه كې وي، الله به يې راوړي، بې شكه الله ډېر با خبره باريك ليدونكى دى.
17اې زما زویه! پابندي کوه د لمانځه او حکم کوه د نیکۍ او منع کوه له بدۍ نه او صبر کوه په هغه مصیبتونو چې تا ته رسیږي، یقینا دا له اړینو کارونو څخه دي.
18او (په لویۍ سره د خبرو پرمهال) له خلكو نه مخ مه اړوه او مه ګرځه په ځمكه كې په لویۍ او ناز سره، بې شكه الله كبرجن او لویي کوونکی نه خوښوي.
19او خپل تګ كې منځنی اوسه او غږ دې لږ ورو كړه، بې شكه تر ټولو غږونو ناكاره غږ د خرو وي.
20آيا تاسي نه دي ليدلي چې الله هغه څه ستاسو تابع ګرځولي چې په اسمانو او هغه څه چې ځمكه كې دي او پر تاسي يې خپل ټول ښكاره او پټ نعمتونه تمام كړي دي؟ خو ځينې خلك داسې دي چې پرته له پوهې، هدايت او روښانه كتاب، د الله په اړه [دهغه د وجود او د یووالي په اړه] جګړې کوي.
21او کوم وخت چې وویل شي دوی ته د هغه څه تابع شئ چې الله را نازل كړي! وايي: بلکې موږ د هغه څه تابعداري کوو چې خپل پلرونه مو پرى موندلي [آیا تابعداري کوي دوی د پلارانو] اګر که شیطان دوی ته د جهنم د عذاب بلنه ورکوي.
22او چا چې خپل مخ الله تعالی ته وسپارلو (تابع کړ) په داسې حال كې چې نېكي کوونکی هم وي نو هغه کلکه كړۍ ټینګه کړله، او د كارونو انجام د الله په لور دى.
23او چا چې کفر وکړ نو د هغه كفر دې تا خپه نكړي، زموږ خوا ته يې راګرځېدل دي، بيا به يې په هغه څه خبر كړو چې كړي يې دي، بې شكه الله ښه عالم دى په هغه څه چې سينو كې دي.
24لږه فائده به وركړو [په دنیا کې] خو بيا به يې د يو سخت عذاب په لور مجبور كړو [په اخرت کې].
25او كه دوى وپوښتې چې دا اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي؟ خامخا به وايي چې الله، و وايه الله لره ستاينه ده، خو زياتره يې نه پوهيږي.
26په اسمانونو او ځمكه كې هر څه الله لره دي، بې شكه هماغه الله بې پروا ستايل شوى دى.
27او كه په ځمكه كې چې څه ونې دي، قلمونه شي او سمندر يې رنګ او بيا اوه نور سمندرونه هم يې ورسره شي نو بيا به هم د الله خبرې خلاصې نه شي، بې شکه الله برلاسى حكمت والا دى.
28ستاسو د ټولو پيدايښت او بيا پاڅون ندی مګر لكه د يو تن (پيدايښت او پاڅون) په څېر (اسان) دى، بې شكه الله اورېدونكى ليدونكى دى.
29آیا ته نه وینې چې بې شکه الله شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او لمر او سپوږمۍ يې تابع كړي دي، دا ټول يوې ټاكلې نېټې پورې چليږي او بې شکه الله ستاسي په كړنو خبردار دى.
30دا ځكه چې بې شکه الله حق دی او دوى چې له هغه پرته څه رابلي هغه باطل دي او بې شكه چې هماغه الله ډېر اوچت او لوي ذات دی.
31آيا تا نه دي ليدلي چې په سمندر كې بېړۍ د الله په فضل چليږي چې تاسي ته له خپلو نښانو څه در وښايي، په دې كې خو بې شکه د هر صبرناك شكر وېستونكي لپاره (ډېرې) نښانې دي.
32او كله چې د ورېځو غوندې څپې يې را لاندې كړي نو په سوچه عقيده سره الله رابولي، خو چې بيايې وچې ته وژغوري نو له دوی څخه ځېنې يې درمیانه تګ والا شي او زموږ له آيتونو پرته له هر بې لوظه او ناشكره بل څوك انكار نه كوي.
33اې خلكو له خپل رب نه مو ووېرېږئ او له هغې ورځې وډار شئ چې پلار به خپل زوی ته ګټه نشي رسولی، او نه به زوى خپل پلار ته ګټه رسونکی وي د څه شي، د الله ژمنه بې شكه رښتينې ده، نو د دنيا ژوند مو دوكه نه كړي او غولونكى (شيطان) مو د الله په اړه دوكه نه كړي.
34بې شكه الله سره خو د قيامت معلومات دي، او باران وروي، او په هغه څه پوهيږي چې (د ميندو) په خېټو كې دي، او هيڅ ساكښ نه پوهيږي چې سبا به څه كوي؟ او نه هيڅوك پوهيږي چې په كومه ځمكه به مري، بې شكه الله خبردار عالم دى.