As-Sajdah

السجدة

The Prostration30 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

الٓمٓ﴿١

1الم [1]

تَنزِيلُ ٱلۡكِتَٰبِ لَا رَيۡبَ فِيهِ مِن رَّبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿٢

2د دې كتاب نازلېدلو کې شك نشته چې د مخلوقاتو د پالونكي لخوا دى.

أَمۡ يَقُولُونَ ٱفۡتَرَىٰهُۚ بَلۡ هُوَ ٱلۡحَقُّ مِن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوۡمٗا مَّآ أَتَىٰهُم مِّن نَّذِيرٖ مِّن قَبۡلِكَ لَعَلَّهُمۡ يَهۡتَدُونَ﴿٣

3اّيا (کافران) وايي چې دې پېغمبر دا قران د ځان څخه جوړ كړى؟ نه، بلکې راتلل د دې قران ثابت دي ستا د رب له طرفه، دې لپاره چې ووېروې په دې قران هغه خلك چې له تا مخکې ورته وېرونكى نه دى راغلى، دې لپاره چې سمه لار ومومي.

ٱللَّهُ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ وَمَا بَيۡنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٖ ثُمَّ ٱسۡتَوَىٰ عَلَى ٱلۡعَرۡشِۖ مَا لَكُم مِّن دُونِهِۦ مِن وَلِيّٖ وَلَا شَفِيعٍۚ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ﴿٤

4الله هغه ذات دى چې آسمانونه، ځمكه او څه يې چې یې ترمنځه دي په شپږو ورځو كې پيدا کړي، بيا پر عرش پورته شو، ستاسي لپاره له هغه پرته څوك بچ کوونکی او سپارښتګر نشته، نو اّيا تاسي څه درس نه اخلئ؟

يُدَبِّرُ ٱلۡأَمۡرَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ إِلَى ٱلۡأَرۡضِ ثُمَّ يَعۡرُجُ إِلَيۡهِ فِي يَوۡمٖ كَانَ مِقۡدَارُهُۥٓ أَلۡفَ سَنَةٖ مِّمَّا تَعُدُّونَ﴿٥

5هغه له اسمانه ځمكې ته د (هر) كار سمبالښت كوي، بيا په هغه ورځ ده ته ورخيژي چې ستاسي په شمېره يې اندازه زر كاله ده.

ذَٰلِكَ عَٰلِمُ ٱلۡغَيۡبِ وَٱلشَّهَٰدَةِ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ﴿٦

6همدا ذات د پټو او څرګندو عالم، برلاسى او ډېر مهربان دى.

ٱلَّذِيٓ أَحۡسَنَ كُلَّ شَيۡءٍ خَلَقَهُۥۖ وَبَدَأَ خَلۡقَ ٱلۡإِنسَٰنِ مِن طِينٖ﴿٧

7هغه ذات چې ډېر ښه يې جوړ كړی دی هر شی، او پيل کړی یې دی پېدایښت د انسان له خټې نه.

ثُمَّ جَعَلَ نَسۡلَهُۥ مِن سُلَٰلَةٖ مِّن مَّآءٖ مَّهِينٖ﴿٨

8بيا يې جوړ کړی نسل د هغه د راښکلی شوو اوبو سپکو نه.

ثُمَّ سَوَّىٰهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِۦۖ وَجَعَلَ لَكُمُ ٱلسَّمۡعَ وَٱلۡأَبۡصَٰرَ وَٱلۡأَفۡـِٔدَةَۚ قَلِيلٗا مَّا تَشۡكُرُونَ﴿٩

9چې بيا يې سم برابر كړ او له خپل روح نه يې پوكى پكې وكړ، او تاسي ته يې د اورېدو، ليدو (قوتونه) او (فكر كولو) زړو نه دركړل، (خو) تاسو ډېر لږ شكر باسئ.

وَقَالُوٓاْ أَءِذَا ضَلَلۡنَا فِي ٱلۡأَرۡضِ أَءِنَّا لَفِي خَلۡقٖ جَدِيدِۭۚ بَلۡ هُم بِلِقَآءِ رَبِّهِمۡ كَٰفِرُونَ﴿١٠

10او دوى وويل: آيا كله چې موږ په ځمكه كې (خاورو سره) ورك شو نو بيا به نوي پيدايښت كې منځ ته راشو؟ دوى خو له خپل رب سره د مخامخ کېدلو نه هم منكر دي.

۞ قُلۡ يَتَوَفَّىٰكُم مَّلَكُ ٱلۡمَوۡتِ ٱلَّذِي وُكِّلَ بِكُمۡ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمۡ تُرۡجَعُونَ﴿١١

11ورته ووايه: د مرګ هغه ملايك به مو سا اخلي چې پر تاسو ګمارل شوى، بيا به د خپل رب په لور ګرځول كېږئ.

وَلَوۡ تَرَىٰٓ إِذِ ٱلۡمُجۡرِمُونَ نَاكِسُواْ رُءُوسِهِمۡ عِندَ رَبِّهِمۡ رَبَّنَآ أَبۡصَرۡنَا وَسَمِعۡنَا فَٱرۡجِعۡنَا نَعۡمَلۡ صَٰلِحًا إِنَّا مُوقِنُونَ﴿١٢

12او كه چېرته وګورې ته هغه وخت چې مجرمانو به خپل سرونه د خپل رب پر وړاندې ښکته کړي وي (وایې به): اې زموږ ربه! موږ (اوس هر څه) وليدل او واورېدل، نو بېرته مو وګرځوه چې سم كارونه وكړو، موږ بېشكه باور لرونكي يو.

وَلَوۡ شِئۡنَا لَأٓتَيۡنَا كُلَّ نَفۡسٍ هُدَىٰهَا وَلَٰكِنۡ حَقَّ ٱلۡقَوۡلُ مِنِّي لَأَمۡلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ ٱلۡجِنَّةِ وَٱلنَّاسِ أَجۡمَعِينَ﴿١٣

13او كه موږ غوښتي واى نو خامخا به مو هر كس ته د هغه لارښوونه وركړې وه خو زما له خوا دا خبره حق ثابته شوه چې زه به خامخا جهنم له پېريانو او انسانانو ټولو نه ډكوم.

فَذُوقُواْ بِمَا نَسِيتُمۡ لِقَآءَ يَوۡمِكُمۡ هَٰذَآ إِنَّا نَسِينَٰكُمۡۖ وَذُوقُواْ عَذَابَ ٱلۡخُلۡدِ بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ﴿١٤

14نو (اوس يې) خوند وڅكئ په دې چې له خپلې دغې ورځې سره مخامخ کېدل مو هېر كړي وو، موږ هم تاسو هېر كړي ياست، او د هغو عملونو په وجه چې تاسو به كول ابدي عذاب وڅكئ.

إِنَّمَا يُؤۡمِنُ بِـَٔايَٰتِنَا ٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُواْ بِهَا خَرُّواْۤ سُجَّدٗاۤ وَسَبَّحُواْ بِحَمۡدِ رَبِّهِمۡ وَهُمۡ لَا يَسۡتَكۡبِرُونَ۩﴿١٥

15یقینا ایمان لري په آیتونو زموږ هغه کسان چې کله بیان شي دوی ته آیتونه، پریوځي سجده کوونکي او د خپل رب له ستاينې سره د هغه تسبيح وايي او دوی لویي نه کوي.

تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمۡ عَنِ ٱلۡمَضَاجِعِ يَدۡعُونَ رَبَّهُمۡ خَوۡفٗا وَطَمَعٗا وَمِمَّا رَزَقۡنَٰهُمۡ يُنفِقُونَ﴿١٦

16اړخونه يې له بسترو څخه جلا کیږي، خپل رب له ډار او هېلې سره رابولي او څه مو چې ور روزي كړي له هغو نه لګښت كوي.

فَلَا تَعۡلَمُ نَفۡسٞ مَّآ أُخۡفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعۡيُنٖ جَزَآءَۢ بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ﴿١٧

17نو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي، د هغو کړنو د بدلې په توګه چې دوى به كول.

أَفَمَن كَانَ مُؤۡمِنٗا كَمَن كَانَ فَاسِقٗاۚ لَّا يَسۡتَوُۥنَ﴿١٨

18اّيا هغه څوک چې مومن وي د هغه چا په څېر دی چې نافرمان وي؟ برابریدلی نه شي.

أَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَلَهُمۡ جَنَّٰتُ ٱلۡمَأۡوَىٰ نُزُلَۢا بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ﴿١٩

19هر هغه چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي نو د هغوى د مېلمستيا لپاره د استوګنې جنتونه دي، د هغو عملونو په وجه چې دوى به كول.

وَأَمَّا ٱلَّذِينَ فَسَقُواْ فَمَأۡوَىٰهُمُ ٱلنَّارُۖ كُلَّمَآ أَرَادُوٓاْ أَن يَخۡرُجُواْ مِنۡهَآ أُعِيدُواْ فِيهَا وَقِيلَ لَهُمۡ ذُوقُواْ عَذَابَ ٱلنَّارِ ٱلَّذِي كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ﴿٢٠

20او هغه كسان چې سرغړونه يې كړې نو د هغوى استوګنځى به اور وي، هر كله چې دوى ترې وتل غواړي، بېرته ورګرځول كيږي پكې او ورته ويل كيږي به (اوس) د هغه اور عذاب وڅكئ چې دروغ به مو ګڼلو.

وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنَ ٱلۡعَذَابِ ٱلۡأَدۡنَىٰ دُونَ ٱلۡعَذَابِ ٱلۡأَكۡبَرِ لَعَلَّهُمۡ يَرۡجِعُونَ﴿٢١

21او موږ به خامخا دوى ته د لوى عذاب [د اخرت عذاب] نه مخكې د نږدې عذاب [د دنیا عذاب] څه خوند ور وڅكو، تر څو هغوى راوګرځي ( له ګناهونو څخه).

وَمَنۡ أَظۡلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِـَٔايَٰتِ رَبِّهِۦ ثُمَّ أَعۡرَضَ عَنۡهَآۚ إِنَّا مِنَ ٱلۡمُجۡرِمِينَ مُنتَقِمُونَ﴿٢٢

22او تر هغه لوى ظالم به څوك وي چې د خپل رب په اّيتونو نصيحت ورته وشي بيا له هغه مخ واړوي، بېشكه موږ له مجرمانو غچ اخيستونكي يو.

وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَا مُوسَى ٱلۡكِتَٰبَ فَلَا تَكُن فِي مِرۡيَةٖ مِّن لِّقَآئِهِۦۖ وَجَعَلۡنَٰهُ هُدٗى لِّبَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ﴿٢٣

23او بېشکه موږ موسىٰ ته كتاب وركړى و، نو مه کیږه په شک کې د ملاقات د هغه نه او هغه مو د بنى اسرائيلو لپاره د لارښوونې وسيله ګرځولى و.

وَجَعَلۡنَا مِنۡهُمۡ أَئِمَّةٗ يَهۡدُونَ بِأَمۡرِنَا لَمَّا صَبَرُواْۖ وَكَانُواْ بِـَٔايَٰتِنَا يُوقِنُونَ﴿٢٤

24او له هغوی مو (څه كسان) امامان وګرځول چې زموږ په امر به يې لارښوونه كوله، هغه مهال چې دوى صبر وكړ او زموږ پر اّيتونو يې باور كولو.

إِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَفۡصِلُ بَيۡنَهُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ فِيمَا كَانُواْ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَ﴿٢٥

25بېشكه ستا رب به د قيامت په ورځ د دوى ترمنځ د هغه څه پرېکړه كوي چې دوى پكې اختلاف كولو.

أَوَلَمۡ يَهۡدِ لَهُمۡ كَمۡ أَهۡلَكۡنَا مِن قَبۡلِهِم مِّنَ ٱلۡقُرُونِ يَمۡشُونَ فِي مَسَٰكِنِهِمۡۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٍۚ أَفَلَا يَسۡمَعُونَ﴿٢٦

26آيا دې خبرې دوى ته نه ده روښانه كړې چې موږ له دوى مخكې څومره قومونه تباه كړل چې (اوس يې) دوى په كورونو كې ګرځي، بې شکه په دې كې نښانې دي، نو آيا دوى نه اوري.

أَوَلَمۡ يَرَوۡاْ أَنَّا نَسُوقُ ٱلۡمَآءَ إِلَى ٱلۡأَرۡضِ ٱلۡجُرُزِ فَنُخۡرِجُ بِهِۦ زَرۡعٗا تَأۡكُلُ مِنۡهُ أَنۡعَٰمُهُمۡ وَأَنفُسُهُمۡۚ أَفَلَا يُبۡصِرُونَ﴿٢٧

27اّيا دوى نه ګوري چې موږ د وچې ځمكې په لور اوبه روانوو بيا په هغو سره فصل راوباسو چې د دوى څاروي يې هم ترې خوري او خپله هم، نو آيا (دا) نه ويني؟

وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَٰذَا ٱلۡفَتۡحُ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ﴿٢٨

28او دوی وایې چې کله به وي دا فیصله که تاسو رښتیني یاست.

قُلۡ يَوۡمَ ٱلۡفَتۡحِ لَا يَنفَعُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ إِيمَٰنُهُمۡ وَلَا هُمۡ يُنظَرُونَ﴿٢٩

29ووايه: د پرېکړې په ورځ خو به كافرانو ته د هغوى ايمان هيڅ ګټه ونه رسوي او نه به هغوى ته څه مهلت وركول كيږي.

فَأَعۡرِضۡ عَنۡهُمۡ وَٱنتَظِرۡ إِنَّهُم مُّنتَظِرُونَ﴿٣٠

30نو مخ واړوه له دوی نه او انتظار كوه، یقینا دوى هم انتظار كوونكي دي.

RELATED SURAHS