الأحزاب
The Combined Forces • 73 ayahs • Medinan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1ای نبي (همیشه) ویره کوه له الله تعالی څخه او د کافرانو او منافقانو خبره مه منه، بې شکه الله تعالی ډېر پوهه حکمتونو والا دی.
2او تابع اوسه د هغه چې وحې کیږي تا ته له طرفه د رب ستا نه، بې شکه الله ستاسو پر عملونو خبردار دی.
3او پر الله بروسه كوه او هماغه الله د كار جوړونكي په توګه بس دى.
4الله د يو سړي ګوګل (سینه) كې دوه زړونه نه دي ايښي او نه يې ستاسو هغه مېرمنې چې تاسو ميندې ورته ويلي وي، ستاسي (اصلي) ميندې ګرځولې، او نه يې ستاسو په زویتوب بللي ستاسي (اصلي) زامن ګرځولي، دا هسې ستاسي د خولې خبره ده او الله حق وايي او همغه سمه لار ښايي.
5هغوى د خپلو پلرونو په نامه وبولئ، د الله پر وړاندې همدا پوره انصاف دى، خو كه پلرونه يې نه پېژنئ نو په دين كې خو ستاسي ورونه او دوستان دي. او په څه كې چې تاسي خطا شوي ياست څه ګناه درباندې نشته، خو هغه څه چې زړونو مو قصد كړى وي (ګناه ده) او الله بخښونكی مهربان دى.
6(دا) نبي پر مومنانو له خپلو ځانو هم زيات حق لرونكى دى او د هغه مېرمنې د دوى ميندې دي او د الله كتاب كې د خپلوۍ څښتنان يو پر بل ډېر حق لرونكي دي نظر له نورو مومنانو او مهاجرينو، مګر كه تاسي له خپلو دوستانو سره څه ښېګڼه وكړئ، همدا په كتاب كې ليكل شوي دي.
7او هغه مهال چې موږ له پېغمبرانو او له تا، نوح، ابراهيم، موسى او د مريمې زوى عيسى نه لوظ واخيست، او ښه پوخ لوظ مو ترې واخيست.
8څو له ریښتينو څخه د هغوى د ریښتیا پوښتنه وكړي، او كافرانو ته خو يې دردوونکی عذاب چمتو كړى.
9اې مومنانو د الله (هغه) نعمت درياد كړئ چې كله تاسي ته لښكرې راغلې نو موږ پر هغوى سيلۍ او داسې لښكرې را واستولې چې تاسي نه ليدلې او الله ستاسي په كړو وړو ښه ليدونكى دى.
10كله چې هغوى تاسي ته له پاسه او لاندې خوا نه راغلل، او کله چې سترګې كږې شوې او زړونه ستونو ته راورسېدل او په الله مو راز راز ګمانونه وكړل.
11هملته مومنان وازمايل شول او په سختو لړځولو سره ولړځول شول.
12او كله چې منافقانو او هغو چې زړونو كې یې ناروغي ده، وويل: موږ سره الله او د هغه رسول پرته له تېرېستلو (دوکې) د بل څه ژمنه نه ده كړې!
13او كله چې د هغوى يوې ډلې وويل: اې د يثرب خلكو ستاسي د ټينګې ځاى نشته بېرته وګرځئ، او يوه (بله) ډله يې پېغمبر نه (د تللو) اجازه غواړي وايي: بې شکه زموږ كورونه تش پراته دي، او حال دا چې هغه تش نه وو، هغوی له تېښتې پرته څه نه غوښتل.
14او كه د مدينې له شاوخوا پر دوى (لښكرې) ورننوځي، بيا فتنه (كفر يا شرک) ترې وغوښتل شي، خامخا به يې تر سره كړي، او څه ځنډ به پكې ونه كړي مګر لږ.
15او بې شكه دوى لا مخكې الله سره لوظ كړى و چې هيڅكله به (جګړه كې) شا نه ګرځوي او د الله سره شوې ژمنه پوښتل کېږي.
16ورته ووايه: كه تاسي له مرګ يا وژنې وتښتئ، نو دا تېښته به هيڅ ګټه درته ونه كړي او بيا به د ژوند ګټه هم درنكړل شي مګر لږ (وخت).
17ورته ووايه هغه څوك دى چې تاسي له الله نه وژغوري، كه چېرې هغه څه بدي يا رحمت درته وغواړي؟ او هغوى به الله نه پرته خپل ځانته نه كوم دوست ومومي نه مرستندوى.
18بې شكه الله تاسو څخه هغه كسان ښه پېژني چې (له جهاد نه) ايسارول كوي او خپلو ورونو (ملګرو) ته وايي: موږ خواته راځئ، او هغوى جګړې ته ډېر لږ راځي.
19هغوى ستاسو په هكله بخيلان دي، خو كله چې وېره راشي نو بيا به يې وينې چې سترګې يې چورلي او داسې درته ګوري لكه د مرګ بيهوشي چې پرې راغلې وي، خو كله چې ډار ختم شي نو په خپلو تېرو ژبو سره تاسي غندي، په خير كې ډېر بخيلان دي، هغوى ايمان نه دى راوړى، نو الله يې عملونه برباد كړل او دا الله ته (ډېره) اسانه ده.
20دوى ګومان كوي چې لښكرې (د مشركانو) بېرته نه دي تللې، او كه دا لښكرې بيا راشي نو خوښوي دوی چې كاشكې دوى په مېرو كې له كوچيانو سره واى (او) ستاسي د حالاتو پوښتنې يې كولاى، او كه دوى په تاسي كې موجود هم واى نو ډېر لږ به جنګېدلي وو.
21بېشكه تاسي لپاره د رسول الله په تابعدارۍ کې ښائسته پېروي شته، د هغه چا لپاره چې د الله او د اّخرت له ورځې هيله لري او الله ډېر يادوي.
22او كله چې مومنانو هغه لښكرې وليدې ویې ویل: دا خو هماغه دي چې الله او رسول يې موږ سره ژمنه كړې وه، الله او رسول يې ریښتيا ويلي وو، او پرته له ايمان او تابعدارۍ يې د هغو بل څه ور زيات نه كړل.
23له مومنانو ځينې داسې (نران) سړي هم شته چې په كوم شي يې الله سره لوظ كړى و هغه يې ریښتيا كړ، نو ځينو خو يې خپل نذر (منخته) پوره كړ (شهیدان شول)، او ځينې يې لا انتظار كوي او هيڅ كوم بدلون يې ونكړ.
24دې لپاره چې الله ریښتينو ته د هغوى د ریښتیا بدله وركړي او منافقانو ته يې كه خوښه وه عذاب وركړي او يا يې توبه قبوله كړي، بې شكه الله بخښونكى مهربان دى.
25او الله كافران له غوسې سره داسې بېرته وګرځول چې هيڅ ګټه يې ترلاسه نكړه او له جګړې څخه الله مومنان وساتل، او الله زورور برلاسى دی.
26او الله د اهل كتابو هغه خلك له خپلو كلاګانو راكوز كړل چې د هغوى (مشركانو) مرسته يې كړې وه، او په زړونو كې يې وېره ورواچوله، نو يوه ډله مو وژله او بله مو بندې كوله.
27او د هغوى زمكه، كورونه او مالونه يې تاسي ته په ميراث دركړل، او هغه زمكه هم چې تاسو نه وه لتاړ (پښو لاندې) كړې او الله په هر څه قادر واکمن دی.
28اې پېغمبره! خپلو مېرمنو ته دې ووايه چې كه تاسي د دنيا ژوند او د هغې د ښكلا سامان غواړئ نو راشئ چې څه نا څه شيان دركړم او په ښه ډول مو رخصت كړم.
29او كه تاسي الله، د هغه رسول او د اّخرت كور غواړئ نو بې شكه الله له تاسو څخه نېك عمل کوونکو ته ستر اجر چمتو كړى دى.
30اې د پېغمبر مېرمنو! له تاسي که څوك يو څرګند ناوړه كار وكړي نو د هغې لپاره به عذاب دوه برابره شي او دا الله ته (ډېره) اّسانه ده.
31او له تاسې څخه چې هر څوك الله او د هغه رسول ته غاړه كيږدي او ښه كارونه وكړي نو اجر به يې دوه ځلې وركوو او هغې ته مو غوره روزي چمتو كړې ده.
32اې د نبى مېرمنو تاسي د نورو ښځو په څېر نه ياست، كه له الله وېره لرئ نو په خبرو كې نرمي (لچک) مه كوئ، چې بيا به هغه څوک په تمه شي چې په زړه كې يې مرض وي او سمه (زيږه) خبره كوئ.
33او خپلو كورو كې اوسئ او د لومړني جاهليت په څېر خپل ښايست مه څرګندوئ او بشپړ لمونځ كوئ، زكات وركوئ او د الله او د هغه د رسول خبره منئ، په حقيقت كې الله غواړي چې له تاسي ګناه لرې كړي ای (د نبي) كور والاوو، او ښه مو پاك كړي په پاکولو سره.
34او ياد کړئ د الله هغه آيتونه او حكمت (نبوي احاديث) چې ستاسي په كورونو كې لوستل كيږي، بې شکه الله په رازونو پوه خبردار دى.
35بېشكه مسلمان نارينه او مسلمانې ښځې، مومنان نارينه او مومنې ښځې، امر منونكي نارينه او امر منونكې ښځې، ريښتيني نارينه او ريښتونې ښځې، صبر كوونكي نارينه او صبر كوونكې ښځې، (د الله پر وړاندې) سرټيټوونكي نارينه او سرټيټوونكې ښځې، صدقه وركوونكي نارينه او صدقه وركوونكې ښځې، روژتيان نارينه او روژ تيانې ښځې، د خپلو شرمځايونو ساتونكي نارينه او ساتونكې ښځې، د الله ډېرډېر يادوونكي نارينه اود الله يادوونكې ښځې، دا (لس ډوله) خلك هغه كسان دي چې الله هغوی لپاره بخښنه او لوی اجر چمتو كړی دى.
36او كله چې الله او د هغه رسول د څه كار پرېکړه وكړي، نو هيڅ مومن او مومنې لره نه ښایي چې په خپلو کارونو کې خپله خوښه ولري، او څوك چې له الله او د هغه له رسوله سرغړونه وكړي، نو هغه بې لارې شو په يو څرګند بې لاريتوب سره.
37او كله چې ويل تا هغه چا ته چې پېرزوينه كړې ده الله پر هغه او پیرزوینه کړې ده تا پر هغه: خپله مېرمن دې وساته او له الله وېوېرېږه، تا په خپل زړه كې هغه څه پټول چې الله يې څرګندوونكى و او ته له خلكو وېرېدې په داسې حال كې چې الله ډېر وړ دى چې ترې وډار شې، بيا نو كله چې زيد ترې خپله اړتيا پوره كړه هغه مو تا ته په نكاح كړه تر څو پر مومنانو د زوى بلليو [متبنی] په مېرمنو كې څه ستونزه نه وي، كله چې هغوى ترې خپله اړتيا پوره كړې وي، او د الله (دا) حكم هرومرو كېدونكى و.
38پر نبي (عليه السلام) د هغه كار هيڅ ګناه نشته چې الله ورته ټاكلى، په مخكې تېر شوو خلكو كې هم د الله همدا کړنلاره وه او د الله حكم يو ټاكل شوى مقرر حكم دى.
39هغه كسان چې د الله پيغامونه رسوي او ترې ډاريږي او له الله پرته له بل چا نه ډاريږي او الله ښه حساب كوونكى بس دی.
40محمد (صلۍ الله عليه واله وسلم) ستاسي له نارينه و څخه د هيچا پلار نه دى مګر هغه د الله رسول او خاتم (وروستی) د پېغمبرانو دى، او الله د هر شي علم لرونكى دى.
41ای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی! یادوئ الله په ډېرو یادولو سره.
42او سبا بېګا يې پاکي بيانوئ.
43همغه ذات دى چې پر تاسي رحمت نازلوي او ملایک درته بخښنه غواړي دې لپاره چې له تيارو مو رڼا ته را وباسي او هغه پر مومنانو ډېر مهربان دى.
44په كومه ورځ چې له هغه سره مخامخ كيږي، هر كلى به يې په سلام وي او هغوى ته يې پتمن اجر چمتو كړى.
45اۍ پېغمبره! موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكی ليږلى يې.
46او الله تعالی ته بلونکی د هغه په حکم سره او روښانه څراغ (يې).
47او مومنانو ته زېرى وركړه چې د الله لخوا د هغوى لپاره لويه پېرزوينه ده.
48او د كافرانو او منافقانو خبره مه منه، ضرر يې پرېږده او پر الله بروسه كوه او الله كار جوړوونكى بس دى.
49اې مومنانو كله چې تاسي مومنانې په نكاح كړئ بيا يې طلاقې كړئ مخكې له دې چې لاس ور وړئ (کوروالی وکړئ) نو بيا تاسي لپاره پر هغوى كوم عدت نشته چې شمېرئ به يې، نو هغوى ته یوه جوړه جامه وركړئ او په ښه توګه يې رخصت كړئ.
50اې نبي! بېشكه موږ ستا هغه مېرمنې درته حلالې كړې دي چې تا يې مهرونه وركړي، او هغه وينځې چې الله په غنيمت دركړې دي، او ستا د تره لوڼې، د ترور لوڼې، د ماما لوڼې د توړۍ ګانو هغه لوڼې دې چې له تا سره يې هجرت كړى او يوه مومنه ښځه كه خپل ځان نبي (علیه السلام) ته وبخښي، كه چېرې نبي (عيله السلام) د هغې نكاح كول وغواړي، دا هم يوازې ستا لپاره نه د نورو مومنانو لپاره، بېشكه موږ ته هغه (احكام) معلوم دي چې د هغوى د مېرمنو او وينځو په اړه مو ورباندې ټاكلي دي، دې لپاره چې پر تا كومه سختي نه وي، او الله ډېر بخښونكى مهربان دى.
51ستا خوښه چې کومه یوه روسته کوې او کومې یوې ته ځای ورکوې له ځان سره د بیبیانو څخه دې، او له هغو چې تا یو طرف ته كړي [له نوبت څخه]، كه بېرته يې [په نوبت کې شاملول] وغواړې، نو پر تا كومه ګناه نشته، په دې كې ډېره وړتيا ده چې د هغوى سترګې يخې شي، خپګان ونكړي او په هغه څه خوښې اوسي چې هغوى ټولو ته دې وركړي دي، الله ته هغه څه معلوم دي چې ستاسي په زړونو كې دي او الله ډېر پوه زغم والا دى.
52له دې وروسته تا ته نورې ښځې نه دي روا، او نه دا چې د هغوى په بدل كې نورې ښځې وكړې، كه څه هم د هغوى ښايست دې ډېر خوښ شي پرته له هغه وینځو چې ته یې څښتن شوی یې او الله پر هر څه ساتونكى (څارونكى) دى.
53ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! د نبي (عليه السلام) كوټو ته مه ننوزئ پرته له دې چې د څه خوراك اجازه درته وشي، په داسې حال كې چې د پخېدو انتظار به يې نه كوئ، خو كله چې وبلل شوئ نو ورننوځئ او چې خوراك مو وكړ، نو بيا خپاره شئ او د خبرو څخه د خوند اخیستلو لپاره مه كېنئ، دا كار نبي (عليه السلام) ته تكليف رسوي خو هغه له تاسي حيا كوي، او الله له حق (ويلو) حيا نه كوي، او كله چې له هغوى (بيبيانو) مو څه سامان غوښتلو نو د پردې تر شا يې وغواړئ، دا (کړنلاره) ستاسو او د هغوى د زړونو لپاره ډېره پاكيزه ده او ستاسو لپاره روا نه ده چې د الله رسول ته څه تكليف ورسوئ او نه هيڅكله دا چې له هغه وروسته يې مېرمنې په نكاح كړئ، په رېښتیا د الله پر وړاندې دا لويه ګناه ده.
54تاسي كه کوم څه ښكاره كړئ يا يې پټ كړئ، الله پر هر شي عالم دى.
55(د پيغمبر صلي الله عليه وسلم د بيبيانو لپاره) په دوې هېڅ باك نشته چې د هغو پلرونه، د هغو زامن، د هغو ورونه، د هغو ورېرونه، د هغو خوريونه، د هغو انډيوالانې ښځې او دهغو وينځې مريونه (كورونو ته ورشي)، (ای ښځو!) تاسي بايد د الله له نافرمانۍ ډډه وكړئ، الله پر هر څه ناظر دی.
56بیشکه الله او پرښتې یې د الله درود وایي (رحمت لیږی) پر نبي، ای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی دی! درود ووایاست پر هغه (نبي) او سلام (پرې) ووایاست په سلام ویلو سره.
57په رېښتيا هغه كسان چې الله او د هغه رسول ازاروي، الله په دنيا او آخرت كې پرې لعنت كړى، او هغوى ته يې سپكوونكى عذاب چمتو كړى.
58او هغه كسان چې مومنان او مومنانې ځوروي پرته له څه ګناه چې هغوى كړې وي، نو بېشكه هغوى لوى درواغ او څرګنده ګناه باروي [کسب یې کړه].
59ای نبي خپلو مېرمنو، لوڼو او د نورو مومنانو ښځو ته ووايه چې خپل پړوني دې پر ځان راخپروي، دا كار ډېر نږدې دی چې هغوى وپېژندل شي، نو نه به ځورول كيږي او الله (ډېر) بخښونكي مهربان دى.
60كه دا منافقان او هغه كسان چې په زړونو كې يې ناروغي ده او په مدينه كې بدې اوازې خپرونكي (اوس هم) ايسار نه شول نو موږ به خامخا تا ورباندې مسلط كړو بيا به دې هلته پرته له كمې مودې (ډېر) ګاونډي توب ونكړي.
61رټلي به وي، چېرته چې وموندل شول ګيريږي به او سخت به وژل كيږي.
62همدا د الله تګلاره ده په هغو خلكو كې هم چې مخكې تېر شوي او ته به هيڅكله د الله د تګلارې څه بدلېدل ونه مومې.
63خلك دې له قيامته پوښتي، ورته وايه: علم يې بس الله سره دى او ته څه خبر يې ښايي قيامت نېږدې وي.
64بېشكه الله كافران رټلي او جهنم يې ورته چمتو كړى دى.
65همیشه به وي به هغې کې همیشه، نه به مومي دوست او نه مرستندوی.
66هغه ورځ درپه یاد کړه چې اړولای او راړولای به شي مخونه د دوی په اور کې، او وایي به: ارمان چې د الله خبره مو منلې واى او د رسول پيروي مو كړې واى.
67او وايي به: موږ خو د خپلو سردارانو او لويانو خبره ومنله چې (دا دى) لاره يې رانه وركه كړه.
68زموږ ربه! هغوى ته له عذابه دوه برابره (برخه) وركړه او په ستر لعنت يې ورټه.
69ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! د هغو خلکو په څېر مه كيږئ چې موسىٰ ته يې تكليف ورسولو چې بيا الله د هغوى له خبرو د هغه صفايي (هم) وركړه او هغه خو د الله پر وړاندې (ډېر) مخور و.
70اى مومنانو! له الله ووېرېږئ او سمه خبره كوئ.
71ستاسي كارونه به سم كړي، او ګناهونه به مو دروبخښي او چا چې الله او د هغه د رسول خبره ومنله نو په رېښتيا هغه برى وموند، لوى برى.
72بېشکه موږ (خپل) امانت آسمانونو، ځمكې او غرونو ته وړاندې كړ نو هغوى يې له وړلو انكار وكړ او ترې ووېرېدل (خو) انسان هغه په غاړه واخيست. رښتيا چې هغه ډېر ظالم او ناپوه دى.
73تر څو الله منافقان او منافقانې او مشركان او مشركانې په عذاب كړي او د مومنانو نارينه او ښځو توبه قبوله كړي او الله بخښونكى مهربان دى.