الطلاق
The Divorce • 12 ayahs • Medinan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1اې نبي! كله چې تاسي مېرمنې طلاقوئ نو عدت (پيلېدو) كې يې طلاقوئ او عدت شمېرئ، او له خپل پالونکي الله څخه وېره كوئ، هغوى له خپلو كورونو مه وباسئ او نه دې هغوى وځي مګر دا چې ښكاره بې شرمي وكړي، او همدا د الله (ټاكلې) پولې دي او څوك چې د الله له پولو تېرى كوي نو په رېښتيا پر خپل ځان يې ظلم كړى، ته نه پوهېږې، ښايي له هغه وروسته الله څه بل كار راپېښ كړي.
2نو كله چې هغوى خپلو نېټو ته ورنږدې شوې، بيا يې يا خپلو كورونو كې په ښه توګه وساتئ، يا يې په ښه توګه (له ځانه) بېلې كړئ، او له خپلو دوه تنه عادل شاهدان ونيسئ او (خاص) د الله لپاره شاهدي ترسره كوئ، پر همدې هغه چا ته نصيحت كيږي چې پر الله او د آخرت پر ورځ يې ايمان راوړى وي، او څوك چې له الله وېره كوي، (الله به) هغه ته د خلاصون لار پيدا كوي.
3او له يو داسې لورې به روزي وركوي چې ګومان يې نه كوي او څوك چې پر الله بروسه وكړي نو همغه ورته بسنه کوي، بېشكه الله د خپل كار ترسره كوونكى دى، په رېښتيا الله هرشي ته يوه اندازه (يا نېټه) ټاكلې ده.
4او ستاسي له مېرمنو څخه چې كومې له حيضه ناهيلې شوې وي د هغوی په اړه كه تاسي شكمن شوي ياست نو د هغوی عدت درې مياشتې دى، او همدغه حكم د هغو ښځو دى چې لا تر اوسه يې حيض نه وي راغلى او د حامله ښځو د عدت حد دا دى چې هغوې حمل وضع كړي، څوك چې له الله نه وويريږي د هغه په کار کې هغه اسانتيا پېدا كوى.
5دا د الله امر دى چې تاسو ته يې نازل كړى او څوك چې له الله وډار شي، بدۍ به ترې ورېژوي او ډېر لوى اجر به وركړي.
6چېرته چې تاسي استوګنه كوئ هغوى (طلاقې شوې ښځې) همغلته مېشتې كړئ له خپل وس سره سم، او ضرر مه ورته رسوئ چې تنګسه پرې راولئ (په روزي او ځاى كې) او كه هغوى بلاربې وي؛ نو تر هغه خرڅه پرې وكړئ چې خپل بار كوز كړي نو كه بيا يې ستاسي (بچيانو) لپاره تى وركولو، نو مزدوري يې وركړئ او خپلو كې په ښه توګه مشوره كوئ او كه لانجه مو سره وكړه نو بله به تى وركړي.
7په كار ده چې شتمن له خپلې شتمنۍ لګښت وكړي او پر چا چې روزي تنګه شوې وي نو څه چې الله وركړي وي له همغو دې خرڅه كوي، الله څوك پر بل شي نه نيسى پرته له هغه چې وركړي يې وي الله به له تنګسې وروسته اسانې راولي.
8او ډېر داسې كلي وو چې د خپل رب او د هغه د رسولانو له امره يې سرغړونه وكړه، بيا موږ هم سخت حساب ورسره وكړ او عذاب مو وركړ، سخت عذاب.
9نو د خپل كار سزا يې وڅكله او د كار پايله يې (سراسر) تاوان و.
10هغوى ته الله سخت عذاب چمتو كړى، نو له الله ووېرېږئ اې د عقل څښتنانو كومو چې ايمان راوړى! بېشكه الله تاسي ته نصيحت رانازل كړى.
11يو داسې رسول چې د الله څرګندوونكي آيتونه درته اوروي لولي تر څو هغه كسان له تيارو څخه رڼا ته را وباسي چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي او هر څوك چې پر الله ايمان راوړي او سم كار كوي، داسې جنتونو ته به يې ننباسي چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، تل ترتله به پكې اوسېدونكي وي، بېشكه الله هغه ته غوره روزي وركړې ده.
12الله همغه دى چې اووه اسمانونه يې پيدا كړي او ځمكې هم په همدې شان، د الله امر د هغو ترمنځ رانازليږي تر څو وپوهېږئ چې الله پر هر شي ښه قادر دى او چې په رېښتيا الله د علم له مخې پر هر څه راچاپېر دى.