البروج
The Great Stars • 22 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1پر برجونو والا اسمان قسم.
2او د ژمنې (ټاکل شوې) په ورځ قسم.
3او (قسم) پر شاهدي ورکوونکي او هغه چا چې شاهدې پرې ورکړل شوې ده.
4تباه کړی شول، کېندونکي د کندو.
5د ډېرو خشاک لرونکو اور والا.
6هغه مهال چې هغوی (د کندو پر غاړو) ناست وو.
7او هغوی چې پر مومنانو څه کول د هغو ليدونکي وو.
8او له هغو سره يې په بل څه بدي نه وه، مګر دا چې هغوی پر برلاسي ستايل شوي الله ايمان راوړی و.
9هغه ذات چې د اسمان او ځمکې پاچايي هغه لره ده، او الله پر هر څه حاضر ليدونکی دی.
10بېشکه هغه کسان چې مومنان او مومنانې يې کړولي دي بيا يې توبه هم نه ده اېستلې، هغوی لره د دوزخ سزا ده او هغوی لره د سوځولو عذاب دی.
11بېشکه چا چې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي د هغوی لپاره داسې باغونه دي چې ترې لاندې به یې ويالې بهيږي او دا ستره بريا ده.
12بېشکه ستا د پالونکي نيونه ډېره سخته ده.
13بېشکه هغه لومړی ځل پيداکوي او بيا يې راګرځوي.
14او هغه بخښونکی مينه ناک دی.
15د عرش څښتن مرتبې والا دی.
16څه چې غواړي د هغه ښه ترسره کوونکی دی.
17ايا د لښکرو خبر درته رسېدلی دی؟
18د فرعون او ثمود.
19بلکې چا چې کفر کړی هغوی په دروغ ګڼلو کې دي.
20حال دا چې الله پر هغوی له هر لوري چاپېر دی.
21بلکې هغه قرآن د لوړې مرتبې والا دی.
22په خوندي ساتل شوې تخته کې دی.