الانشقاق
The Splitting Open • 25 ayahs • Meccan
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1کله چې اسمان وچوي.
2او د خپل پالونکي حکم واوري او ومني او هغه د همدې وړ دی.
3او کله چې ځمکه وغوړول شي.
4او څه چې پکې دي هغه را وغورځوي او خالي شي.
5او د خپل پالونکي حکم واوري او ومني او هغه د همدې وړ دی.
6اې انسانه! پرته له شکه خپل پالونکي ته په زيار اېستلو سره زيار اېستونکی يې او بيا ور سره مخامخ کېدونکی يې.
7نو چاته چې عملنامه يې په ښي لاس ورکړل شوه.
8نو ژر به له هغه سره اسانه حساب وشي.
9او (جنت کې به) خپلې کورنۍ ته خوشحاله ور ستنيږي.
10او چاته چې يې عملنامه له څټه ورکړل شوه.
11نو ژر به مرګی (هلاکت) وغواړي.
12او بلو لمبو ته به ور ننوځي.
13پرته له شکه هغه په خپله کورنۍ کې خوشحاله و.
14هغه ګومان کولو چې بېرته به ور ستون نه شي.
15ولې نه، پرته له شکه د هغه پالونکی ورباندې ليدونکی و.
16خو نه زه پر شفق (سوروالی د ماښام) لوړه کوم.
17او پر شپه او څه چې هغې را غونډ کړي دي.
18او پر سپوږمۍ چې کله بشپړه شي.
19چې تاسي به هرومرو له يو حال څخه بل حال ته رسېږئ.
20نو پر هغوی څه شوي چې ايمان نه راوړي.
21او کله چې قرآن پرې لوستل کيږي سجده نه کوي.
22بلکې چا چې کفر کړی هغه دروغ ګڼي.
23او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې هغوی يې را غونډوي.
24نو هغوی ته د دردوونکې عذاب زېری ورکړه.
25مګر هغه کسان چې ايمان يې راوړی او نېک کارونه يې کړي دي د هغوی لپاره نه پرې کېدونکې بدله ده.