Al-Mutaffifin

المطففين

The Defrauders36 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَيۡلٞ لِّلۡمُطَفِّفِينَ﴿١

1د ډنډه وهونکو (تول او پیمانه کمونکو) لپاره تباهي ده.

ٱلَّذِينَ إِذَا ٱكۡتَالُواْ عَلَى ٱلنَّاسِ يَسۡتَوۡفُونَ﴿٢

2هغه کسان کله چې (ځانونو ته) پر خلکو پېمانه کوي پوره يې اخلي.

وَإِذَا كَالُوهُمۡ أَو وَّزَنُوهُمۡ يُخۡسِرُونَ﴿٣

3او کله چې هغوی ته پېمانه يا تول ورکوي بيا يې کموي.

أَلَا يَظُنُّ أُوْلَٰٓئِكَ أَنَّهُم مَّبۡعُوثُونَ﴿٤

4ايا دوی باور نه کوي چې بېرته به را پاڅول کيږي.

لِيَوۡمٍ عَظِيمٖ﴿٥

5يوې لويې ورځې ته.

يَوۡمَ يَقُومُ ٱلنَّاسُ لِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ﴿٦

6په کومه چې به خلک د ټولو کايناتو پالونکي ته دريږي.

كَلَّآ إِنَّ كِتَٰبَ ٱلۡفُجَّارِ لَفِي سِجِّينٖ﴿٧

7هيڅکله نه، پرته له شکه د بې لارې خلکو عملنامې به د بندې خونې په (کتاب)کې وي.

وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا سِجِّينٞ﴿٨

8او ته څه خبر يې چې د زندان هغه دفتر څه دی.

كِتَٰبٞ مَّرۡقُومٞ﴿٩

9يو ليکلی کتاب دی.

وَيۡلٞ يَوۡمَئِذٖ لِّلۡمُكَذِّبِينَ﴿١٠

10په هغه ورځ درواغ ګڼونکو ته تباهي ده.

ٱلَّذِينَ يُكَذِّبُونَ بِيَوۡمِ ٱلدِّينِ﴿١١

11هغه کسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي.

وَمَا يُكَذِّبُ بِهِۦٓ إِلَّا كُلُّ مُعۡتَدٍ أَثِيمٍ﴿١٢

12او هغه دروغ نه ګڼي پرته له تيري کوونکي ګناهګار څخه.

إِذَا تُتۡلَىٰ عَلَيۡهِ ءَايَٰتُنَا قَالَ أَسَٰطِيرُ ٱلۡأَوَّلِينَ﴿١٣

13کله چې زموږ ایتونه پرې لوستل کيږي وايي د پخوانيو کيسې دي.

كَلَّاۖ بَلۡۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُواْ يَكۡسِبُونَ﴿١٤

14هيڅکله نه، د هغوی پر زړونو هغه څه زنګ اچولی چې هغوی به کول.

كَلَّآ إِنَّهُمۡ عَن رَّبِّهِمۡ يَوۡمَئِذٖ لَّمَحۡجُوبُونَ﴿١٥

15هيڅکله نه، پرته له شکه هغه ورځ به هغوی د خپل پالونکي له ليدلو بې برخې وي.

ثُمَّ إِنَّهُمۡ لَصَالُواْ ٱلۡجَحِيمِ﴿١٦

16بيا به هغوی هرومرو دوزخ ته ور ننوتونکي وي.

ثُمَّ يُقَالُ هَٰذَا ٱلَّذِي كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ﴿١٧

17بيا به وويل شي: دا هغه څه دي چې تاسې دروغ ګڼل.

كَلَّآ إِنَّ كِتَٰبَ ٱلۡأَبۡرَارِ لَفِي عِلِّيِّينَ﴿١٨

18داسې نه ده، د نېکانو عملنامې به هرومرو په عليين کې وي.

وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا عِلِّيُّونَ﴿١٩

19او ته څه خبر يې چې عليين څه دی.

كِتَٰبٞ مَّرۡقُومٞ﴿٢٠

20يو ليکل شوی کتاب دی.

يَشۡهَدُهُ ٱلۡمُقَرَّبُونَ﴿٢١

21چې يوازې يې مقربې پرېښتې ليدنه کولای شي.

إِنَّ ٱلۡأَبۡرَارَ لَفِي نَعِيمٍ﴿٢٢

22پرته له شکه نېکان په نعمتونو کې وي.

عَلَى ٱلۡأَرَآئِكِ يَنظُرُونَ﴿٢٣

23پر تختونو باندې به وي ګورې به.

تَعۡرِفُ فِي وُجُوهِهِمۡ نَضۡرَةَ ٱلنَّعِيمِ﴿٢٤

24په مخونو کې به يې د نعمتونو تازه ګي پېژنې.

يُسۡقَوۡنَ مِن رَّحِيقٖ مَّخۡتُومٍ﴿٢٥

25پر هغوی به سوچه مهر کړل شوي شراب څښل کيږي.

خِتَٰمُهُۥ مِسۡكٞۚ وَفِي ذَٰلِكَ فَلۡيَتَنَافَسِ ٱلۡمُتَنَٰفِسُونَ﴿٢٦

26مهر به يې مشک وي، او په همدې کې دې سيالي کوونکي سره سيالي وکړي.

وَمِزَاجُهُۥ مِن تَسۡنِيمٍ﴿٢٧

27او ګډون به يې له تسنيم (چینې څخه) وي.

عَيۡنٗا يَشۡرَبُ بِهَا ٱلۡمُقَرَّبُونَ﴿٢٨

28دا يوه چينه ده چې الله ته نېږدې خلک به ترې څښاک کوي.

إِنَّ ٱلَّذِينَ أَجۡرَمُواْ كَانُواْ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ يَضۡحَكُونَ﴿٢٩

29بېشکه هغو کسانو چې جرم يې کړی پر هغو کسانو پورې خندل چې ايمان يې راوړی وو.

وَإِذَا مَرُّواْ بِهِمۡ يَتَغَامَزُونَ﴿٣٠

30او کله به چې پر هغوی تېرېدل؛ نو يو بل ته به يې سترګکونه وهل.

وَإِذَا ٱنقَلَبُوٓاْ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِمُ ٱنقَلَبُواْ فَكِهِينَ﴿٣١

31او خپلو کورونو ته به چې ور ستنېدل خوشحاله به ورستنېدل.

وَإِذَا رَأَوۡهُمۡ قَالُوٓاْ إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ لَضَآلُّونَ﴿٣٢

32او کله به يې چې هغوی (مسلمانان) وليدل ويل به يې: په رېښتيا چې دغه خلک لار ورکي شوي دي.

وَمَآ أُرۡسِلُواْ عَلَيۡهِمۡ حَٰفِظِينَ﴿٣٣

33حال دا چې هغوی پرې څارونکي نه وو لېږل شوي.

فَٱلۡيَوۡمَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مِنَ ٱلۡكُفَّارِ يَضۡحَكُونَ﴿٣٤

34نو نن به هغه کسان چې ايمان يې راوړی پر کافرانو پورې خاندي.

عَلَى ٱلۡأَرَآئِكِ يَنظُرُونَ﴿٣٥

35پر تختونو به ناست د هغوی ننداره کوي.

هَلۡ ثُوِّبَ ٱلۡكُفَّارُ مَا كَانُواْ يَفۡعَلُونَ﴿٣٦

36آیا کافرانو ته د هغه څه ثواب ورکړل شو چې کول يې؟

RELATED SURAHS