Al-Infitar

الانفطار

The Cleaving19 ayahsMeccan

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

إِذَا ٱلسَّمَآءُ ٱنفَطَرَتۡ﴿١

1کله چې آسمان وچوي.

وَإِذَا ٱلۡكَوَاكِبُ ٱنتَثَرَتۡ﴿٢

2او کله چې ستوري خواره واره شي.

وَإِذَا ٱلۡبِحَارُ فُجِّرَتۡ﴿٣

3او کله چې دريابونه وبهولی شي.

وَإِذَا ٱلۡقُبُورُ بُعۡثِرَتۡ﴿٤

4او کله چې قبرونه څېرې کړل شي.

عَلِمَتۡ نَفۡسٞ مَّا قَدَّمَتۡ وَأَخَّرَتۡ﴿٥

5بيا به هر څوک پر هغه څه پوه شي چې مخکې يې لېږلي او وروسته يې پرېښې دي.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡإِنسَٰنُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ ٱلۡكَرِيمِ﴿٦

6اې انسانه! ته د خپل عزتمن پالونکي پر وړاندې څه شي په دوکه کې اچولی يې؟

ٱلَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّىٰكَ فَعَدَلَكَ﴿٧

7داسې ذات دی چې پیدا کړی یې ته، نو نیغ قد والا یې کړې.

فِيٓ أَيِّ صُورَةٖ مَّا شَآءَ رَكَّبَكَ﴿٨

8په هره بڼه يې چې غوښتل سره ويې نېښلولې.

كَلَّا بَلۡ تُكَذِّبُونَ بِٱلدِّينِ﴿٩

9هيڅکله نه بلکې تاسي سزا (د قیامت) دروغ ګڼئ.

وَإِنَّ عَلَيۡكُمۡ لَحَٰفِظِينَ﴿١٠

10حال داچې پر تاسو ساتونکې پرېښتې ټاکل شوې دي.

كِرَامٗا كَٰتِبِينَ﴿١١

11عزتمنې ليکونکې دي.

يَعۡلَمُونَ مَا تَفۡعَلُونَ﴿١٢

12ستاسو پر کړو وړو پوهيږي.

إِنَّ ٱلۡأَبۡرَارَ لَفِي نَعِيمٖ﴿١٣

13پرته له شکه نېکان به په نعمتونو کې وي.

وَإِنَّ ٱلۡفُجَّارَ لَفِي جَحِيمٖ﴿١٤

14او بدان به هرومرو په دوزخ کې وي.

يَصۡلَوۡنَهَا يَوۡمَ ٱلدِّينِ﴿١٥

15د بدلې په ورځ به ور ننوځي.

وَمَا هُمۡ عَنۡهَا بِغَآئِبِينَ﴿١٦

16او له هغې به پټېدونکي نه وي.

وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا يَوۡمُ ٱلدِّينِ﴿١٧

17او ته څه خبر يې چې د بدلې ورځ څه ده.

ثُمَّ مَآ أَدۡرَىٰكَ مَا يَوۡمُ ٱلدِّينِ﴿١٨

18بيا ته څه خبر يې چې د بدلې ورځ څه ده.

يَوۡمَ لَا تَمۡلِكُ نَفۡسٞ لِّنَفۡسٖ شَيۡـٔٗاۖ وَٱلۡأَمۡرُ يَوۡمَئِذٖ لِّلَّهِ﴿١٩

19هغه ورځ ده چې هيڅوک به د بل چا لپاره څه نه شي کولای او په هغه ورځ به امر يوازې الله لره وي.

RELATED SURAHS